تبلیغات
|

  نعت شریف محمد مصطفی، دا زمونږ رهنما بالا دې تر هر چا خاتم الانبیاء  د لولاک تاج پر سر، معجزې د نبي محبوب دې د الله منور په رڼا خالق جوړ کړې جهان په قدرت او کمال محبت و ښکاره د رسول خدا منل شوی حدیث د رسول مقبول ښایسته آراسته په کردار دی […]

 

نعت شریف

محمد مصطفی، دا زمونږ رهنما

بالا دې تر هر چا خاتم الانبیاء

 د لولاک تاج پر سر، معجزې د نبي

محبوب دې د الله منور په رڼا

خالق جوړ کړې جهان په قدرت او کمال

محبت و ښکاره د رسول خدا

منل شوی حدیث د رسول مقبول

ښایسته آراسته په کردار دی پیشوا

پر حق ټینګ و ولاړ، په شهرت شو امین

په اخلاق حمیده، مودب په وینا

اسلام دین دی د راستی محبت، صداقت

میراث پاتې له ده صدق صفا

مهربان پر امت دا زموږ مربي

هم شافع هم رویدار دی په ورځ د جزا

لویه خدایه ربه! توفیق غواړم له تا

ګویان ژبه مې وي په درود، په ثنا

پوهیار ویاړي مدام په نامه د نبي

افتخار د امت په دنیا په عقبا

 

سرچینه : ګلونه رنګارنګ، شاعر: الحاج راز محمد پوهیار فاریابي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست