تبلیغات

دلته لومړى په لنډ ډول د بېلا بېلو ‏اړخونو له مخې د لمانځه اهميت او بيا د لمانځه سلامونه ترغورلاندې نيسو. ١–   له ديني اړخه : نبوي حدیث : لمونځ ددين ستنه ده. د انسان او خداى ترمنځ اړیکه په لمانځه پيدا او ټينګېږي،که دين په عملي توګه د بنده او خالق ترمنځ اړیکه ټينگه […]

دلته لومړى په لنډ ډول د بېلا بېلو ‏اړخونو له مخې د لمانځه اهميت او بيا د لمانځه سلامونه ترغورلاندې نيسو.

١–   له ديني اړخه :

نبوي حدیث : لمونځ ددين ستنه ده.

د انسان او خداى ترمنځ اړیکه په لمانځه پيدا او ټينګېږي،که دين په عملي توګه د بنده او خالق ترمنځ اړیکه ټينگه نه کړاى شي؛نوخپلو اهدافوته نشي رسيدلاى؛ځکه ددين له اهدافو ځنې يو دا هم دي،چې د بنده اوخداى ترمنځ روحاني اړیکه ټينگه کړي .

٢–   له اخلاقي پلوه :

اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ الله أَكْبَرُ و الله يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ(عنکبوت/۴۵)= هغه څه ولوله چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي دي، او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د څښتن يادښت [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، خداى پرې پوهېږي.

لمونځ د انسان مخه څښتن تعالى ته گرځوي،چې د اخلاقي او انساني فضيلتونو د غوړېدنې ، ودې او تقو باعث یې ګرځي او انسان په الهى خويونو روزل کيږي،چې طبعاً له دغسې انسان څخه بې حيا یي او بدکار نه ترسره کېږي او په پایله کې ترې مطلوب اخلاقي انسان جوړېږي .

٣– له روزنیز او ټولنیز اړخه :

إِلَّا الْمُصَلِّينَ. الَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ. وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُومٌ. لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ ( معارج /۲۲، ۲۳ ، ۲۴، ۲۵) = خو بې له لمونځ كوونكيو (چې لدې نيمګړتيا ژغورل شوي دي)، هغوى چې تل خپل لمونځونه كوي؛ او هغوى چې په مالونوكې يې يو ټاكلى حق وي،د سوالګر او بې برخې لپاره (چې له بېوسۍ سره سره سوال نه كوي)

دلته ځير شي،چې اسلام په ټولنه کې د فقر له منځه وړو لپاره لمونځ کونکى په روحاني لحاظ روزي ،چې د ټولنې د چارو د سمون لپاره په هڅو لاس پورې کړي .

له سياسي اړخه :

اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ الله أَكْبَرُ و الله يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ(عنکبوت/۴۵)= (( هغه څه ولوله چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي دي، او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د څښتن يادښت [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، خداى پرې پوهېږي. ))

اسلام د خپلو اهدافو د تطبيق لپاره منظم تشکيلاتي فعاليتونه کوي،چې طبعاً دا ډول فعاليتونه بې له حزب او تشکيلاتو ځنې ناشوني دي؛نوځکه خداى تعالى خپل گوند د (( حزب الله )) په نامه ياد کړى. دا چې لمونځ پنځه وخته پرمسلمان او په جماعت سره فرض شوى په لمانځه زوراچول او يا په هره جمعه کې د يوى سيمې خلک راټولېږي او د جمعې لمونځ کوﺉ او يا حج ته د نړى له گوټ گوټ څخه مسلملنان راټولېږي؛نو که دا راټولېدنې له تشکيلاتي فعاليتونو سره په اړه ترغور لاندې ونيسو،راته به ثابته شي،چې پنځه وخته په جماعت لمونځ د يو کلى د حالاتو له خبرېدو سربېره په خپلومنځونو کې د معلوماتو ‏د بدليدو رابدليدو اونادودو له منځه وړولپاره څومره موثراوپرځاى هڅه ده.

دغسى د جمعې لمونځ هم دسيمې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره سيمه ييزه غونډه ده او په کال کې يوځل حج د نړى د ټولومسلمينو له حالاتو څخه د خبرېدو او لازمو تصميمونو لپاره مناسب ځاى دى،که لمونځ د تشکيلاتي فعاليتونوله اړخه ترغور لاندې ونيسو ؛نو څرگنده به شي،چې لمونځ له سياسي اړخه خورا اهميت لري .

٥– د اروا پوهنى له اړخه:

الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ الله أَلاَ بِذِكْرِ الله تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ( رعد/۲۸) = هغه کسان، چې ايمان يې راوړى دى او زړونه يې د څښتن په ياد سره ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر اوسئ ! يوازې د څښتن په يادولو سره (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.

نن د ارواپوهنې او روحي ناروغیو ‏ډاکترانو ته دا ثابته شوى،چې ويره،نهیلي او تشويش تر نيمایي څخه د زياتو ناروغیو باعث گرځي،چې دا عوامل په دعا ،لمونځ اوديني ايمان له منځه تلاى شي .

٦– له طبي اړخه :

د لمانځه مقدماتي آداب لکه اودس ،غسل او د بدن او جامو پاکوالى دا ټول په حقيقت کې د چاپېریال ‏او انسان په روغتيا ښه اغېز لري او د حديث شريف له مخې،چې ((پاکوالى د ايمان شرط)) ښودل شوى؛نو يوه برخه یې د لمانځه د حکم په تطبيق کې عملي کېږي .

٧– له روحياتي اړخه :

قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ. الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ(مومنون/۱، ۲ ) = ((په رښتيا چې مؤمنان بريالي شول؛ هغوى چې په خپل لمانځه كې عاجزي كوي))

توجه اوخشوع د لمانځه له مهمو شرايطو ځنې دي؛ځکه د انسان حواس يوځاى ته راټولېږي او ذهن یې حضور مومي ،چې همداعوامل د انسان د برياليتوب باعث گرځي .

٨– له مانیز- معنوي اړخه :

د لمونځ په شمول ټول عبادتونه پر ظواهرو سربېره باطن او حقيقت هم لري مثلا: موږ لمونځ ظاهرا د بدني حرکاتو په اجرا کولو کوو؛خو په باطن کې همدا لمونځ د مؤمن معراج او روحاني سفر دى ( الصلوة معراج المؤمن ) د اسلامي روايت له مخې،خلک عبادت په درې ډوله سر ته رسوي.

١– ځينې خلک د دې لپاره عبادت کوي،چې ثواب وگټي،چې دا د حريصانو عبادت دى (حرص)

٢– ځينې خلک ددې لپاره عبادت کوي،چې له اوره خلاص شي او دا د بندگانو عبادت دى (ويره)

٣– ځينې خلک ددى لپاره عبادت کوي،چې له څښتن تعالى سره مينه لري او دا د کريمانوعبادت دى ( امن )

پېغمبر اکرم صلى الله عليه وآله وسلم ويلي :(( د خدای داسې عبادت وکړه ،چې گنې ته هغه وينې او که ته هغه نه وينې ؛نوهغه خو تا گوري ))

وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّكَ عَسَى أَن يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُودًا(اسراء/۷۹) = او د شپې په يوه برخه كې (له خوبه راويښ شه او) قرآن ولوله (اولمونځ وكړه) دا ستا اضافي دنده ده، هيله ده چې ستا پالونكى تا (د شفاعت) پر ستايل شوي مقام وګوماري .

د لمانځه سلامونه :

په لمانځه کې څلور سلامونه مطرح دي ،چې دلته پرې په ترتيب سره د خپل فهم او پوهېدنې له مخې رڼا اچوو.

١– السلام عليک ايها النبى ورحمة الله وبرکاته .

(( سلام ،رحمت اوبرکت دى وى پرتا اى نبى صلى الله عليه وآله وسلم .))

٢– السلام علينا .

(( سلام دې وي پرموږ؛يعنى موږ ،چې ديوى ((ګروهې)) او (( اسلامي امت )) غړي يو او حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم مو لارښود دى .

٣– وعلى عباد الله الصالحين .

(( اوسلام دې وي د څښتن تعالى پرټولو صالحو بندگانو.))

٤– السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .

(( سلام ،رحمت اوبرکت دې وي پرنامحسوسو( ملايکو) اومحسوسو( موجوداتو)

تشريح :

لمونځ د مومن معراج او روحاني سفر دى ( الصلوة معراج المؤمن ) نو د دې هدف په پامنیوي د لمانځه سلامونه هم د روحاني او مانیز- معنوي اړیکې او ټينگښت ښودونکى دي.

السلام عليک ايهاالنبى :

په لومړي پړاو کې پرنبي سلام ويل شوى او په دى سلام کې لمونځ کوونکى له نبي سره خپل مانیزه اړیکه ټينگوي .

نبى د څښتن ‏تعالى له لوري انسانانو ته د ازادۍ ، اگاهۍ، پوهې ،لیدانې- بصيرت او د باطلو قدرتونو پر وړاندى د (( عصيان )) پېغام راوړى او زموږ اندیزه – فکري مبدا (لا اله – الا الله ،محمدرسول الله) ده؛نو په لمانځه کې،چې پر نبي سلام وايو مفهوم یې دا دى ،چې موږ ستا د راوړى لارې پيروان يو ته مو بيلګه اومعلم یې.

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ الله أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو الله وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ الله كَثِيرًا(احزاب/۲۱) = په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېله من وي او خداى ډېر يادوي.

نن ،چې شيطاني لارې (پرګنواله- کمونيزم ،پانگوالي ، سکولريزم ،لبراليزم ،ولسواله-نشنليزم …. ) د انسانانو د بې لارۍ،ضلالت ،رکود ، انجماد،ځوړتيا ، او په شاتگ انساني ضد او ابليسي برنامى پرمخ بيایې،موږ ددې پر وړاندې خپل (( اسلامي هويت )) ساتلى او د تکامل،بشپړتيا،کمال،رشد،ارتقا او ښیون لار مو نيولى.

يا په لنډ ډول : پرنبي باندې سلام اچول د نړۍ د غيرالهي او شيطانى لارو پر وړاندې په غوڅه ، قاطع او مشخصه توگه د مسلمان ((اندیز- فکري ، ګروهیز- عقيدتي ، او ايديالوژيکي )) دريځ اعلانول دي.

السام علينا :

سلام دې وي پرموږ؛يعنى ،چې د رسول الله صلى الله عليه و آله وسلم پيروان او د ((اسلام امت ))غړى يو د دى سلام په ويلو د نړۍ له ټولومجاهدينو سره ( ،چې له هر ډول استکبار او کفرسره جنگېږي ) خپله روحاني اړیکه ټينگوو؛ځکه ټول د يو امت غړى او له يو دښمن ( الکفرکلهم ملة واحد ) سره جنگېږو.دا ((سلام)) مسلمان مجاهده ته روحي ډاډ او اطمینان ورکوي ،چې له استکبارسره په جهاد اومبارزه کې يوازې نه يې ؛بلکه ټول مسلمانان دې تر شا ولاړ دي .

نن د نړۍ د مشرۍ لپاره کفار په واحد تشکل ( دملگرو ملتونو سازمان ! ) کې راټول شوي ،که څه هم د کفارو ترمنځ بيلابيل سيستمونه وجود لري؛خو بيا هم يوه لار او بهير وهي او د مسلمينو او مظلومينو د ځورولو او ربړولو لپاره گډ تصميم نيسي او په نړۍ کې د هر اسلامي ازادي غوښتونکى نهضت د ځپلو او له منځه وړو لپاره په هرممکن کارلاس پورې کوي .دا چې د لمانځه دويم سلام ( السلام علينا) د مؤمنيوترمنځ روحاني اړيکې ټينگوي؛نو پوهيداى شو،چې جسماني او توکیزې- مادي اړيکې خو هرومرو بايد وي؛نوځکه ټول اسلامي نهضتونه (چې د هر مذهب پيرو وي) بايد د اسلامي مبارزو د ښیون- ښیون ، همغږۍ او پيوستون لپاره (( رهبرى شورى )) جوړه کړي ،چې د (( نړيوال کفر )) پر وړاندې مسلمين تشکيلاتي مرکز او (( رهبرى شورى )) ولري او هر هېواد ،چې د دې ډول فعاليت لپاره مناسب وي د مرکزپه توگه وټاکي ، د يوبل له مبارزاتى تجربو پند واخلى ،چې د مستکبرينو پرضد د مسلمينو (( الهي غورځنگ )) د (( نړيوال انقلاب )) په بڼه انځور شي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اصْبِرُواْ وَصَابِرُواْ وَرَابِطُواْ وَاتَّقُوا ْالله لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ( آل عمران/۲۰۰) = مؤمنانو! ( د ستونزو او هوسونو پر وړاندې ) له زغمه كار واخلئ او (د دښمنانو پر وړاندې هم) زغم وکړئ او (خپلې) پولې څارئ او (ځانونه) د خداى له ( عذابه) وساتئ . ښايې چې برى ومومئ

په پایله کې به د (( نړيوال کفر)) ټغرراټول او د عدل (( نړيوال اسلامي حکومت )) به جوړشي .

أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ(هود/۸۱) = ايا سهارنژدې ن دى

وعلى عباد الله الصالحين :

((د څښتن ‏تعالى پرصالحوبندگانو دې سلام وي.))

څوک چې پرغيبو ايمان لري،لمونځ کوي او نفقه هم ورکوي اوپردې سربيره د انبياوو پر رسالت او اخروي ژوند ايمان لري؛نو د بقرى سورت د لومړنيو آيتونو له مخې مؤمن انسان شمېرل کېږي؛نومؤمنين چې د اسلامي ايمان ( توحيد ،نبوت ،معاد) په رڼا کې کوم اعمال سرته رسوى ورته (( صالحه اعمال )) وایې .ددى سلام په ويلو سره د حال ، ماضي او استقبال زمانې د صالحينو ترمنځ روحاني ارتباط ټينگېږي او د ځنځير د کړۍ په څېر يو له بله سره نښلول کېږي:

دا (( سلام )) په حقيقت کې د بشري تاريخ په اوږدو کې د (( تاريخ فلسفه )) د وحدت ((توحيد )) پر بنياد تفسيروي ،چې ټولوصالحينو يوه لار،يو ارمان او يو هدف درلود او هغه هم (( توحيد)) .

کله چې وايوسلام دې وي د خداى پر صالحو بندگانو( وعلى عباد الله صالحين ) نو موږ د تيرې شوې زمانې له صالحينوسره خپل روحاني ارتباط ټينگ کړ،چې موږ نن ستاسې د نېکو کړنو پيروان يو،چې په دې توگه په (( عالم برزخ )) کې مو دهغوى روح خوشحاله کړ .دغسې زموږ اوسنۍ نیکې کړنې به د راتلونکيو کهولونو- نسلونولپاره د نېکو کړنو لار اواره کړي .

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته :

څلورم سلام نامحسوسو موجوداتو( ملايکو) اومحسوسو موجوداتو ته ويل شوى .

د (( توحيدي ليد)) له نظره هستي او کاينات پر دوو نسبي او اعتباري برخوو يشل شوى ده .

( الف ) : غيب ( نامحسوس) ( ب ) : شهادت ( محسوسات )

هر څه له تجريباتو، مشاهداتو او حسي ادراکاتو لرى وي ، هغه ((غيب)؛خو چې د دوى تر واک لاندې وي ورته ((شهادت )) وایې .

د مومن له صفاتو ځنې يو یېهم پرغيبوايمان درلودل دي.

الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ(بقرة/۳)

دلته په څلورم پړاو کې ،چې په ((محسوسو او نامحسوسو)) موجوداتوسلام ويل شوى مفهوم یې دا دى،چې انسان له نورو مخلوقاتو ( غيب اوشهادت ) سره خپل پيوستون او ارتباط اعلانوي او د يوازیتوب پر اندې -مفکورى دبطلان کرښه راکاږى.

نو په څلورم سلام کې،چې مسلمان انسان د طبيعت او د څښتن تعالى له ټولومخلوقاتو سره اړیکه او مانیز- معنوى پيوستون اعلانوي ؛ نوځان د طبيعت جز ګڼي او نورو مخلوقاتو ته د ضررد نه رسولواعلان کوي او د طبيعت له قواوو څخه د خپل تکامل ( اليه راجعون) لپاره گټ اخلي؛ ځکه علم د طبيعت د ښکاروندو- پديدو او ددوی ترمنځ اړیکه بيانوي او دين ورته لورى او جهت ورښیي،پرعکس نن وينو،چې ((علم او تکنالوژۍ )) ډيره پراختيا موندلى؛خو له دينې لارښوونې بې برخې ده ؛نوځکه دعلم او تکنالوژۍ له لاسه اتومى چاودنو په هوا،وچه اولمده کې د خداى مخلوقات په عذاب کړي ؛نو که علم د دين له لارې رهبري نشي ؛نو ډير ژر به دنيا د اور په لمبوکې وسوځي لکه ،چې بالقوه د سوځېدو په حال کې ده ( د ستروشيطانى قدرتونو د لرې او نژدې واټن ويشتونکيو اتومي توغنديو ته پام وکړى .) اوداحالت مو په دې پوهوي،چې انسان له طبيعت سره د حقيقي اړیکې مطلب هير کړى يا داسې وايو،چې د لمانځه څلورم سلام یې هيرکړى دى .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!