تبلیغات

نهج البلاغه د لوراند او لورین څښتن په نامه نهج‌البلاغه د حضرت علي (ک) د خطبو، لیکونو او لنډو ویناوو ټولګه ده، چې ارواښاد سید رضي پر څلور سوم سپوږمیز کال د خپل شخصي ادبي ذوق پر بنسټ راټوله کړې ده[1]. پر ۴۰۰ س په عربي ژبه یو دیني کتاب د یو ستر نوملوړي – […]

نهج البلاغه

د لوراند او لورین څښتن په نامه

نهج‌البلاغه د حضرت علي (ک) د خطبو، لیکونو او لنډو ویناوو ټولګه ده، چې ارواښاد سید رضي پر څلور سوم سپوږمیز کال د خپل شخصي ادبي ذوق پر بنسټ راټوله کړې ده[1].

پر ۴۰۰ س په عربي ژبه یو دیني کتاب د یو ستر نوملوړي – مشهور عالم په قلم وکښل شو. ددې کتاب لیکوال تر شپږو کلونو وروسته ومړ. له لیکنو یې زر کاله تېر شوي؛ خو لا تر اوسه خپل ځلاند او مانیز ژوند پر مخ بیايي. ددې کتاب نوم ” نهج البلاغه” دی او ابوالحسن محمّد بن حسین بن موسی بن محمّد بن موسی بن ابراهیم بن موسی بن جعفر یې لیکوال دی، چې لقب یې ” شریف رضي یا سید رضي” دی.

په دې لسو پېړو کې د علم او حدیثو حاملینو تر قرآن کریم وروسته نهج البلاغې ته ځانګړې پاملرنه او په ساتنه کې یې ډېر اهتمام کړی دی. تاریخپوهانو او رجالپوهانو د ځینو هغو کسانو نومونه راوړي، چې ټوله نهج البلاغه یې یاده او حفظه کړې وه، چې له دې ډلې ” ابن کثیر” په خپل تاریخ او شیخ منتجب الدین په خپل لړلیک کې د لاندې کسانو یادونه کړې ده:

  • قاضي جمال الدین محمد بن حسین کاشاني، چې په پنځمه پېړۍ کې او د سید رضي له وخت سره نږدې وه.
  • ابوعبدالله محمد فارقي خطیب ، مړ ۵۶۴س.
  • شیخ محمد حسین مروت په حافظ عاملي مشهور.
  • سیّد محمد یماني مکي حائري، مړ ۱۲۸۰س

په اوسني وخت کې داسې کسان شته، چې د نهج البلاغې ډېره برخه یې حفظ او یاده کړې، چې ما (لیکوال: مصطفوي) پخپله لیدلي او ازمېیلي دي.

په پخوانیو وختونو کې د حدیث او روایت حاملینو او په دې وروستیو کې خپلو یارانو ته د پرېښو – اجازو په ترڅ کې، د نهج البلاغې له کتابه یې روایتونه په جلا توګه ذکر کړي، چې په دې کې شل کسان یې اوسمهالي – معاصر عالم ارواښاد شیخ عبدالحسین امیني د الغدیر کتاب په څلورم ټوکې کې راوړي، چې ړومبی یې شیخ فقیه ابي عبدالله حسین ته د شیخ محمد بن علي بن احمد بن دار پرېښه – اجازه ده، چې پر ۴۹۹ س په جمادي الاخر کې ورکړل شوې وه او وروستۍ یې سیّد نعمت الله جزایري ته د علامه مجلسي پرېښه – اجازه ده، چې پر ۱۰۹۶ س ورکړه شوې وه.

د لسو پېړیو په اوږدو کې د نورو زرګونو دیني کتابونو په څېر، نهج البلاغه هم د ککوینو – باریک بین او تیزوینو پوهانو تر اند، ویینې، کره کتنې او مطالعې لاندې وه. دوی د ویینې او مطالعې وړ کتابونو ټول سرټکي – مطالب او موضوعات او ان ځینې ډېرې غونډلې او ویی په ځير څېړلي، د دوی نیمګړتیاوې یې څرګندې کړي او پر ځینو یې په ټینګه ټینګار کړې او د دې کتابونو په اړه یې د خپل ورمندون یېبره – قضاوت حاصل په خپلو شروحو او تعلیقاتو کې یادګار راته پرېښی دی.

نهج البلاغې کېنستنه او سپړنه

هغه خبرې چې امیرالمومنین علي (ک) د خپل خلافت په پېر کې یا تر هغې مخکې خپلو یارانو ته کولې؛ نو د عربانو د سیرې او ددې قوم د سرشارې حافظې پر بنسټ او دا چې دوی په دې ځانګړنه کې خاص نبوغ لري؛ نو دا خبرې یې د یارانو په سینو کې خوندي وې او همداراز هغه لیکونه، چې حضرت علي (ک) د خپل حکومت په پېر کې او یا د مړینې پر مهال د “فرمان” یا “وصیت” په توګه خپل کښاند – کاتب ته املا کول، ساتل شوي او پاتې وو. ځینو یارانو یې له هماغه وخته په لیکلو لاس پورې کړ او دا ارزښتمن مطالب یې په دفاترو او پاڼو کې ضبطول. ابو سلیمان زید بن وهب جهني کوفي له دې ډلې ځنې دی، چې د صفین په جګړه کې هم سوب و او د “کتاب الخطب” په نامه یې یوه ټولګه هم راټولې کړی ده[2]. چې کله د حدیثو لیکنې او اوډنې پراختیا ومونده؛ نو دا ارزښتنمې زېرمې هم وکښل شوې او په لومړي او دویم هجري کې د “خطب امیرالمومنین” په نامه دولس ګونې ټولګې وکښل شوې، چې ځینې د صادقینو (رح) په روایت له علي (ک) رانقل شوي دي.[3]

بیا د لیکوالو د دود له مخې ، نوموړې خطبې له یوه کتابه بل ته لېږدول کېدې او په کتابوتونونو کې خوندي وې. پر ۳۸۱ س کال ابونصر شاپور بن اردشیر، چې د بهاء الدوله بویهی له پوهو وزیرانو او دوستانو ځنې و، او شیعه مذهبه و د بغداد په کرخ کې یې مهم کتابتون رامنځ ته کړ. دا کتابتون د عباسي خلیفه هارون الرشید د مشهور کتابتون “بیت الحکمه” په څېر و.

محمّد کردعلي وايي: “شاپور بن اردشیر په فارس او عراق کې خپاره واره ارزښتمن کتابونه په دې کتابتون کې راټول کړل او حکم یې وکړ، چې د هندیانو، رومیانو او چینیانو له لیکونو بیالیکون وکړي، تر دې چې تر لسو زرو ډېر ارزښتمن کتابونه چې د لیکوالو په خپلو اصلي لیکونو ول، په دې کتابتون کې راټول کړل. ” یاقوت حموي وايي: ” کوم کتابتون چې شاپور بن اردشیر په بغداد کې وقف کړې و، په نړۍ کې بېساری و او ټول دا کتابونه، معتبر، اصول یې د امامانو او مشرانو په لیک کښل شوي وو. ” ابن اثیر وايي: ” په دې کتابتون کې یوازې د (نوملوړي کښاند- خطاط) ابن مقله په لیک سل قرآن کریمونه موجود ول ، دا چې نوموړی وزیر ادبخوښی او د درښتن – فضل خاوند و؛ نو د نړۍ د هر ګوټ پوهانو به خپلې لیکنې دې کتابتونه ته ورډالۍ کولې[4].

کتابتون یې د بنسټګر په حکم د سید رضي تر څارنې او اختیار لاندې و او سید رضي هم تل له دې ستره کتابتونه او د خپل ورور سید مرتضی له ستر خصوصي کتابتونه – چې اتیا زره کتابونه یې درلودل – ګټنه کوله، او پر ۴۰۰ س کال یي د نهج البلاغې کتاب د همدې دوو کتابتونونو له برکته ولیکه.

سید شریف پر دې دوو کتابتونونو د اډانې پر بنسټ د خپلې ټولګې اسناد و لاسوندونه بې له دولسو ځانګړو مواردو، ذکر کړي نه دي او لکه څرنګه چې د کتاب په سریزه کې وايي، چې د نهج البلاغې له تالیفه یې موخه د علي (ک) د ویناوو د بلاغت د ملغلرو ټاکنه او د زړه راکښونو برخو غورچاڼ یې و.

ځکه په ډېرو مواردو کې نورې خطبې، چې د احادیثو په نورو کتابونو کې په تفصیل راغلي، نو ده یې پورتنۍ یا وروستۍ برخه راوړې، چې کله نا کله د نهج البلاغې شارحینو لکه ابن ابی الحدید او حاج میرزا حبیب الله خويي د شرح پر مهال نا راوړل شې برخې هم بیانوي.

سید شریف نه پوهېده چې د ده تر مړینې ۴۱ کاله وروسته به د شاپور ستر کتابتون ته اور واچول شي او بشر به د معارف ، ښادمنۍ او نېکمرغۍ دا ستره زېرمه له خپلې خصوصي پوچ اندۍ او جهالته بلهار کړي.

که ښاغلي شریف داسې احتمال ورکاوه؛ نو ښايي د علي(ک) د ټولو ویناوو مصادر او سرچینې به یې په خپله ټولګه کې راوړې وای. تر لسو پېړیو وروسته، دم ګړۍ اوسمهالي عالم ښاغلي کاشف الغطا دې ستر علمي خدمت ته اوږه ورکړې او د “نهج البلاغې د مستدرک” په نامه یې د نهج البلاغې مدارک کښلي دي. یاد درناو وړ لیکوال په دې کتاب کې د نهج البلاغې درې ګونې برخې یو په یو څېړلي او کومې سرچینې یې چې په لاس کې وې، د نهج البلاغې اسناد او مدارک یې تر سید رضي مخکې د علماوو له کتابونو راپیدا کړي او په خپل کتاب کې یې راوړي[5]، چې د دې سرچینو لږه برخه په لنډو را اخلو:

  • واقدي مغازي او فتوح الامصار کتاب، مړ(207).

2- د ابو عثمان عمر و بن بحر جاحظ ، البیان والتبیین کتاب، مړ (255).
3- د ابن قتیبه، د عیون الاخبار کتاب (276).
4- کامل مبرد تاریخ(285).
5- د ابن عبد ربه د عقدالفرید کتاب (328).
6- د محمد بن یعقوب کلیني اصول کافي (29/328).
7- د حسن بن علی بن شعبه د تحف العقول کتاب (332).
8- د مسعودي مروج الذهب (345/333).
9- د صدوق توحید (381).
10- د محمد بن جریر طبري تاریخ(310).

د نهج البلاغې شرحې

د نهج البلاغې په باب چې کوم کتابونه او ټولګې کښل شوي، تر قرآن وروسته په اسلامي کتابونو کې د ډېرښت او ګڼوالي له کبله لومړۍ رتبه لري. د خپل نیمګړي زیار په ترڅ کې ما (سید جواد مصطفوي) دا شرحې په لاندې ۱۴ ډولونو ډلبندۍ کړي دي:

1- د ټول کتاب شرح
2- د ټول کتاب لمنلیکونه او پایڅوړونه
3- د ټول کتاب د ستونزمنو څرګندنو – عباراتو شرح
4- د خطبو شرح
5- د رسالو او لیکونو شرح
6- د قصار وییو شرح
7- د غورچاڼ برخو شرح یې
8- د ټولې نهج البلاغې ژباړه
9- د یوې برخې ژباړه یې
10- د ځینو یا ټولو منظومول
11- د خطبو، لیکونو او حکمتونو شمېره
12- د غونډلو او ژبپانګې لیکلړ
13- د کتاب پېژندون او څرګندون
14- د کتاب مستدرک او سرچینې

علي بن ناصر”سید شریف” لومړی کس و، چې نهج البلاغه یې شرح کړې ده، چې کتاب یې د “اعلام نهج البلاغه” په نامه یادېږي. بل کتاب د سید شریف مرتضی – د نهج البلاغې د لیکوال ورور، (۴۳۶) مړ – دی چې د ” تفسیر الخطبه الشقشقیه” په نامه دی.

ځینو لیکوالانو د نهج البلاغې د استنادو پر سموالي او صحت نیوکه کړې او وايي، چې دا ویی – کلمې، خطبې او لیکونه له امیرالمومنین څخه صادر شوي نه دي؛ بلکې د پیدا کېدو اصلي ځای یې خپله سید رضي او یا یې ورور سید مرتضی دی، چې دا هر څه یې خپل امام ته ورمنسوب کړي او ورسره یې د استدلال په بڼه مطالب هم کښلي او د خپل اړنګ – شک د تایید لپاره یې ځینې مطلبونه له ځانه کښلي او هېښتیاوړ دا چې ځېنې پوهانو دې نیوکو ته پر ځوابولو پیل کړی او پر ځوابي بڼه یې ددې مطالبو پېینه کړې ده.

که یو څوک د دوبي په یوه ټکنده غرمه کې په یوه تیاره کونډغالي کې ناست وي او وايي چې اوس شپه ده، په دې دلیل چې لمر نه وینم، باید ځواب ورکړل شي چې له دې کونډغالي رابهر شه، چې ځلاند لمر ووینې! ایا دا ویینه ددې وړ ده ،چې پرې خبرې اترې وشي او وخت پرې ضایع شي؟

وايي: ” نهج البلاغه سید رضي یا ورور یې له ځانه جوړه کړې ده. ځواب ورکول کېږي، چې موږ په نهج البلاغه کې ډېری خطبې او لیکونه دهغو لیکوالانو په کتابونو کې مومو، چې دا دواړه وروڼه ان دهغوی د مړینې پر مهال هم زېرېدلي نه وو، لکه هغه لس تنه کسان چې پورته وویل شول. د ساري په ډول محمد بن یعقوب کلیني، چې د شیعه وو له اعدلو او معتبرو روایانو ځنې دی، د نهج البلاغې ډېری خطبې او لیکونه په خپلو اثارو (( اصول او روضه کافي)) کې په قوي اسنادو رانقلوي، حال دا چې د شیخ کلیني مړینه د سید رضي تر زېږون۳۱ کاله مخکې و. یا واقدي، چې د سید رضي تر زوکړې ۱۵۲ کاله مخکې مړ شوی و او یا جاحظ چې د سید رضي تر زېږون یو سل او څلور کاله مخکې مړ شوی دی. ”

بیا نیوکه کوي، چې څرنګه شونې ده چې نهج البلاغه دې د علي (ک) وینا وي، حال دا چې د پېغمبر اکرم(ص) اصحابو ته پکې توند کلمات ویل شوي دي؟ ورته وايي؛ د جمل او صفین جګړې مو هېرې کړي دي؟ له نظره مو توند او ستغ کلمات تر تورې را ایستلو او وژلو ډېر مهم دي؟ نو ولې هغوی ته چې ځواب برابروﺉ، دلته یې هېروﺉ؟

بیا وايي : ” نهج البلاغه د مطالبو د وېش، سجع، قافیې او لفظي صناعاتو او دقیقو معانو له مخې ځانګړې طرز لري، چې د حضرت علي (ک) په وخت کې معمول او دود نه ول او له بل چا داسې سبک اورېدل شوی نه دی. ”

ځواب ورته وايي او موږ یې هم وايو، چې علي (ک) ځانګړډوله او ځانتنی وګړه ده – شخصیت منفرد و منحصر – چې د پوهې، زړورتوب، بلاغت او نورو نفساني کمالاتو له مخې تر رسول اکرم(ص) وروسته بېساری دی او خبرې یې هم ځانګړی توپیر لري، چې دا سبک او دود د بل په خبرو کې نه موندل کېږي او له نورو کتابونو سره د نهج البلاغې توپیر له همدې امله دی، چې د علي (ک) د پوهې له سرچینې ځنې صادر شوی دی. تاسې ولې د سعدي، فردوسي او امروالقیس په شعرونو او خطب سحبان کې د ځانګړي سبک او دود منښته کوﺉ؛ خو د امیر الخطباء حضرت علي (ک) په اړه مو دا امتیاز هېر کړی دی؟

ښاغلی کاشف الغطا ددې نیوکو او ځوابونو په اړه وايي: ” و لیس جاحد الامور المعلومه علماً ضروریاً به اشد سفهاً ممن رام الاستد لال بالادله النظریه علیها ” ،”څوک چې له څرګندو مطالبو نټه – انکار کوي، تر هغه بوله – ناپوه نه دی چې وغواړي عقلي دلیل ورته ووايي”.

د نهج البلاغې د نسخ اختلاف

سید شریف رضي چې د نهج البلاغې په نامه کومه نسخه برابره کړې، تر ده مخکې په نورو کتابونو کې هم راوړل شوې او په طبیعي توګه د ګڼې بیالیکنې او د چاپ وزلو د نشتون له کبله په دې نسخ کې اړپیچونه شته ، چې ډېری یې بدله نسخه شمېرلېږي او د مانا بدلوونکی نه ده او د نهج البلاغې شارحینو ددې مواردو یادونه کړې ده.

[ پورته برخه ژباړل شوې ده له: ډاکتر سید جواد مصطفوي، له قرآن سره د نهج البلاغې اړیکه، تهران، د بنیاد نهج البلاغې خپرندویه مرکز، ۱۳۸۶، څلورم چاپ] https://www.rasekhoon.net/article/show/747605/

جوړښت

په دې کتاب کې د حضرت علي(ک) خبرې په درېیو برخو کې راغلي دي:

  • لومړۍ برخه: خطبې او امرونه
  • دویمه برخه: لیکونه، رسالې او وصیتونه
  • درېیمه برخه: حکمتناک او قصار ویی – کلمات او موعظې

نهج‌البلاغه او [ د ښکلنې] نومیالي

د عربو لومړۍ درجه ادیبانو لکه عبدالحمید کاتب (دویمه پېړۍ)، جاحظ (درېیمه پېړۍ)، قدامة بن جعفر(څلورمه پېړۍ)، ابن ابی الحدید ( شپږمه پېړۍ)، خلیل بن احمد فراهیدي ( اتمه پېړۍ) د حضرت علي د ژبورتیا – فصاحت ستاېنه کړې ده. له دې ځنې جاحظ په خپل کتاب البیان والتبیین کې- د ابن خلدون په شهادت، د ادب له څلورګونو ارکانو ځنې شمېرلېږي[6] – د حضرت علي د یوې وینا په رانقلولو وايي: ” که یوازې همدا عبارت مو لاس ته رارسېدلی وای؛ نو بسیا و او پر بلاغت او فصاحت باندې یې د دلالت لپاره تر ټولو په لوړه مرتبه کې ځای نیوه او له دې سره د علي (ک) د خبرو پر بلاغي ارزښت پوهېدو ته د نورو خبرو لپاره اړمن نه وو[7]. ”

د قاهرې پوهنتون د علومو د پوهنځني مشر ښاغلی علي الجندي د ” علی بن ابی طالب، شعره و حکمه” کتاب په سریزه کې د علي (ک) د نثر په اړه وايي: ” په دې ویناوو کې ځانګړی ترنم دی، چې د احساساتو او ولولو ژورو ته ځي، د سجع له نظره، داسې منظوم دی، چې ورته ” منثور شعر” ویلای شو. ” د مصر پخوانی مفتي شیخ محمد عبده په ناڅاپي ډول له نهج البلاغې سره اشنا کېږي، پرې مینېږي، شرح یې پیلوي او په مصري ځوانانو کې یې تبلیغوي. د خپلې شرح په سریزه کې وايي: ” په ټولو عربانو کې داسې څوک نشته، خو دا چې ګروهن وي، تر قرآن کریم او نبوي کلام وروسته د علي (ک) ویناوې تر ټولو سپېڅلې، اورژبې، ماناوالې او جامع دي”.

ابوعثمان عمرو بن بحر جاحظ د ( بیان او تبیین) خاوند په ۲۵۵ س کې لومړی کس و، چې د حضرت علي قصار کلمات یې راټول کړل او سل کلمې یې ترې ټاکلي او (مطلوب کل طالب من کلام امیرالمؤمنین علی بن ابی طالب) یې نومولي دي.

نورو تاریخپوهانو او حدیثپوهانو هم د حضرت علي (ک) خبرې او ورمونه راټول کړي، د ساري په توګه قاضي محمد بن سلامه په قضاعي مشهور په ۴۰۵ س کې د حضرت علي د ویناوو یوه ټولګه د “دستور معالم الحکم و مأثور مکارم الشیم” په نامه راټولې کړې ده. دا کتاب په پارسې کې هم د ” قانون” په نامه چاپ شوی دی. د نهج البلاغې ډېری خطبې او لیکونه تر دې وړاندې د درېیمې پېړۍ د یو عالم ابواسحاق ثقفي کوفي ( ۲۸۳ س مړ) د ” الغارات” په کتاب کې هم راغلي دي.

همداراز د نهج البلاغې د توحیدي خطبو ستره برخه د نهج البلاغې تر لیکلو یوه پیړۍ مخکې کښل شوی او د شیخ کلیني په ” الکافي” کتاب کې او د شیخ صدوق په ” کتاب التوحید” کتاب کې هم راغلي دي.

ستر تاریخپوه علي بن حسین مسعودي چې تر سید رضي څه د پاڅه سل کاله مخکې اوسېده( د درېیمې پېړۍ وروستۍ او د څلورمۍ پېړۍ پیل) د خپل مشهور کتاب “مروج الذهب” په دویم ټوک کې لیکي: ” څه چې خلکو د حضرت علي له خطبو څخه په بېلابېلو ځایونو او پېښو کې حفظ کړي، تر څلورسوه او اتیا وراوړي. حضرت علي دا خطبې بالبداهه او بې له یاددښت او لمېسنې – پس نویس بیان او انشا کولې او خلکو یې هم الفاظ راخستل او په عملي بڼه یې ګټنه هم ترې کوله. ”

د مسعودي په څېر د ستر څېړونکي لېینه – ګواهي دا راښيي، چې د علي (ک) خطبې پرېمانه وې، چې سید رضي یې ۲۳۹ خطبې رانقل کړي، چې په ټاکنه او نومېرنه – تشخیص کې یې پیاوړی ادبي اړخ درلود.

د نهج البلاغې د اسنادو او مدارکو په اړه خورا بشپړ څېړنیز کتابونه چاپ شوي، چې تر ټولو مهم یې درې دي: ” روات و محدثین نهج‌البلاغه ” لیکوال، محمد دشتي او همکاران ، ” استناد نهج‌البلاغه ” لیکوال، امتیاز علي خان عرشي او د ډاکتر آیت الله زاده شیرازي ژباړه ، ” د نهج البلاغې مصادر” لیکوال سید عبدالزهرا حسیني.

(پورته برخه ژباړل شوې له: http://fa.wikipedia.org)

د نهج البلاغې سرچینې

دلته په لښتلیک – جدول کې ښوول کېږي، چې نهج البلاغه له (۶۱) سرچینو راټوله شوې، د سرچینې نامه، لیکوال، مړینه او د راټولونکي (سید رضي) تر پېر وړاندې یې موده په نښه شوې او په یو ډول هغه نیوکو ته ځواب دی، چې پر “سید رضي” او ورور یې لګوي.

د لیکوال پېر د لیکوال مړینه لیکوال  كتاب شمېر
د سید رضي تر زېږون ۵۶ کاله مخکې 303 کال مسعودي كتاب اثبات الوصية 1
د سید رضي تر زېږون ۲۹ کاله مخکې 209  کال ابوحنيفة دينوري الاخبار الطوال 2
د سید رضي تر زېږون ۲۸ کاله مخکې 321 کال ابن دريد الاشتقاق 3
د نهج البلاغې تر تالیف ۲۸ کاله مخکې 372 کال باقلاني اعجاز القرآن 4
د نهج البلاغې تر تالیف ۲۰ کاله مخکې 281 کال صدوق كمال الدين 5
د سید رضي تر زېږون ۳ کاله مخکې 356 کال ابوالفرج اصفهاني اغاني 6
د سید رضي تر زېږون ۳۰ کاله مخکې 329 کال زجاجي اماني 7
د سید رضي تر زېږون ۸۳ کاله مخکې 276 کال ابن قتيبه الامامة والسياسة 8
د نهج البلاغې تر تالیف ۲۰ کاله مخکې 280 کال ابوحیان توحیدی الامتناع والموانسه 9
د سید رضي تر زېږون ۸۰ کاله مخکې 279 کال بلاذري انساب الاشراف 10
د نهج البلاغې تر تالیف ۵ کاله مخکې 395 کال ابو هلال العسکری الاوائل 11
د سید رضي تر زېږون ۱۰۳ کاله مخکې 255 کال ابو عثمان الجاحظ البخلاء 12
د سید رضي تر زېږون ۶۳ کاله مخکې 296 کال ابن المعتز البديع 13
د سید رضي تر زېږون ۶۹ کاله مخکې 290 کال الصفار بصائر الدرجات 14
د سید رضي تر زېږون ۵۹ کاله مخکې 200 کال ابن الفقيه البلدان 15
د سید رضي تر زېږون ۱۰۳ کاله مخکې 255 کال الجاحظ البيان والتبيين 16
د سید رضي تر زېږون ۷۵ کاله مخکې 284 کال يعقوبي التاريخ 17
د نهج البلاغې تر تالیف ۲۰ کاله مخکې 380 کال ابن شعبه حراني تحف العقول 18
د نهج البلاغې تر تالیف ۲۰ کاله مخکې 380 کال ابوحيان توحيدي البصائر والذخائر 19
د سید رضي تر زېږون ۵۹ کاله مخکې 200 کال العباشي تفسير 20
د نهج البلاغې تر تالیف ۱۹ کاله مخکې 381 کال صدوق توحيد 21
د نهج البلاغې تر تالیف   ۱۹ کاله مخکې 381 کال صدوق ثواب الاعمال 22
د سید رضي تر زېږون ۱۲۴ کاله مخکې 225 کال مدائني الجمل 23
د سید رضي تر زېږون ۱۵۲ کاله مخکې 207 کال واقدي الجمل 24
د سید رضي تر زېږون ۱۵۵ یا ۱۵۲ کاله مخکې 604 کال الكلبي جهرة الانساب 25
د نهج البلاغې تر تالیف ۵ کاله مخکې 395 کال ابوهلال عسكري جهرة الامثال 26
د سید رضي تر زېږون ۵۲ کاله مخکې 303 کال نسائي خصائص 27
د سید رضي تر زېږون ۷۶ کاله مخکې 282 کال ابراهيم بن هلال ثقفي الخطب المعربات 28
د سید رضي تر زېږون ۲۶۳ کاله مخکې 96 کال زيد بن وهب جهني خطب أميرالمؤمنين 29
د سید رضي تر زېږون ۲۰۲ کاله مخکې 157 کال ابي مخفف بن سليم ازدي خطبة الزهراء لاميرالمؤمنين 30
د سید رضي تر زېږون ۱۵۲ کاله مخکې 207 کال واقدي خطب أمير المؤمنين 31
د سید رضي تر زېږون ۱۵۷ کاله مخکې 202 کال نصر بن مزاحم خطب علي 32
د سید رضي تر زېږون ۱۵۴ کاله مخکې 205 کال ابومنذر الكلبي خطب علي 33
د سید رضي تر زېږون ۱۳۴ کاله مخکې 225 کال المدائني خطب علي وكتبه الى عماله 34
د سید رضي تر زېږون ۴۹کاله مخکې 310 کال ابن الخالد الخراز الكوفي خطب اميرالمؤمنين 35
د نهج البلاغې تر تالیف ۳۷ کاله مخکې 363 کال القاضي نعمان المصري خطب اميرالمؤمنين 36
د نهج البلاغې تر تالیف ۳۷ کاله مخکې 363 کال القاضي نعمان المصري دعائم الاسلام 37
د سید رضي تر زېږون ۴۹کاله مخکې 210 کال الطبري دلائل الامامة 38
د سید رضي تر زېږون ۳۴ کاله مخکې 325 کال الكليني روضة الكافي 39
د نهج البلاغې تر تالیف ۱۸ کاله مخکې 382 کال ابن سعيد العسكري الزواجر والمواعظ 40
د سید رضي تر زېږون ۲۷ کاله مخکې 332 کال الجلودي كتاب صفين 41
د سید رضي تر زېږون ۷۸کاله مخکې 281 کال ابراهيم بن الحسين المحدث كتاب صفين 42
د سید رضي تر زېږون ۱۵۷کاله مخکې 202 کال نصر بن مزاحم كتاب صفين 43
د سید رضي تر زېږون ۱۲۹ کاله مخکې 230 کال ابن سعد الطبقات الكبرى 44
د سید رضي تر زېږون ۳۱ کاله مخکې 328 کال ابن عبد ربه العقد الفريد 45
د سید رضي تر زېږون ۱۳۶ کاله مخکې 223 کال ابن سلام غريب الحديث 46
د سید رضي تر زېږون ۸۳ کاله مخکې 276 کال ابن قتيبه غريب الحديث 47
د سید رضي تر زېږون ۱۰۱ کاله مخکې 258 کال المبرد الفاضل 48
د سید رضي تر زېږون ۴۵ کاله مخکې 313 کال ابن اعثم المفتوح 49
د سید رضي تر زېږون ۸۰ کاله مخکې 279 کال بلاذري فتوح البلدان 50
د نهج البلاغې تر تالیف ۱۶ کاله مخکې 283 کال التنوخي الفرج بعد الشدة 51
د سید رضي تر زېږون ۱۳ کاله مخکې 286 کال ابوطالب المكي قوة القلب 52
د سید رضي تر زېږون ۷۳ کاله مخکې 285 کال الازدي البصري الكامل 53
د سید رضي تر زېږون ۶۸ کاله مخکې 291 کال الثعلب المجالس 54
د سید رضي تر زېږون ۸۵ کاله مخکې 273 کال البرقي المحاسن 55
د سید رضي تر زېږون ۱۰۴ کاله مخکې 255 کال الجاحظ المحاسن والاضداد 56
د سید رضي تر زېږون ۱۰۶ کاله مخکې 256 کال الزهير بن بكاء الموفقيات 57
د سید رضي تر زېږون ۲۳ کاله مخکې 377 کال المرزباني الموفق 58
د سید رضي تر زېږون ۱۱۹ کاله مخکې 240 کال ابوجعفر محمدبن عبدالله المعتزلي نقض العثمانية 59
د سید رضي تر زېږون ۲۸ کاله مخکې 331 کال الجهشياري الوزراء والكتاب 60
د سید رضي تر زېږون ۹ کاله مخکې 350 کال الكندي الولاة والقضاء 61

پورته برخه ژباړل له:

[http://www.balaghah.net/nahj-htm/far/id/manabeh/main.htm]

آيا د نهج البلاغې اسناد تنظيم شوي دي؟

ځینې وايي:

نهج البلاغه د حضرت علي (ک) تر شهادت څلور سوه کاله وروسته کښل شوې او یوه غونډله – جمله او خبره یې هم سند نلري؛ نو ځکه دا ټولګه منځپانګیزه او لاسوندیز ارزښت نلري.

په ځواب کې وویل شي:

  1. د نهج البلاغې او د منځپانګې په اړه یې د اهلسنتو د علماوو چلن، وینا او کوم کتابونه یې چې په اړه په تاریخ کې اوډون شوي، ددې اثر پر بېساري برم او ستریا یو ښکاره دلیل دی، سکه، چې دومره ستریا لري، چې شافعي مذهبه عالم ارواښاد ابن ابی الحدید یې په اړه ویلي:«كلامه فوق كلام المخلوق. دون كلام الخالق‏ – د مخلوق تر کلام ورپورته او د خالق تر کلامه راټیټ دی».

هر لوستوال او ادبوال چې بې لوثه – غرضه د نهج البلاغې پاڼې راواړوي او ویې لولي، نو وبه وايي چې د ویناوو آر او حقیقت د ویناوو تر ټولو غوره سند دی، خو نور دداسې خبرو کولو وس او توان نلري.

  1. د تالیف له وخته تر اوسه، نهج البلاغې ته د اهلسنتو او شیعه علماوو کرامو ډېره پاملرنه کړې او د سندونو، مصادرو، ژباړې، څېړنې، غورچاڼ، لیکلړ او معجم په اړه یې په عربۍ، پارسۍ، ترکۍ، اردو، فرانسه او انګلیسي کې په سلګونو کتابونه کښل شوي، چې لیکوالان یې د خپل پېر مخوتي پوهان ول. ویلای شو، چې دې ټولو مخوتو پوهانو د یو بې ارزښته کتاب په اړه دومره ستر زیار ګاللی دی؟
  2. د اهلسنتو هغه علما کرام چې د نهج البلاغې په اړه یې کتابونه کښلي او اډون کړي دا دي:
  3. شيخ محمد عبده د جامع الازهر مفتي، ( مړ 1325 س)
  4. ابن ابي الحديد د اوومې سپوږمیزې پېړې له علماوو ځنې دی، (مړ 656 س) چې د نهج البلاغۍ شرح یې په شلو ټوکو کې چاپ شوې ده.
  5. سيد قطب
  6. ډاكتر صبحى صالح
  7. امام فخر رازي
  8. ابوالحسن بيهقي او ….

مسيحى لیکوال جرج جرداق وايي: ” نهج البلاغه مې دوه سوه ځل ولوسته او لا هم راته تاند او تازه ښکاري. ”

  1. ارواښاد سيد رضي د کتاب د حجم د کموالي له کبله اسناد یې کښلي نه دي؛ خو د نهج البلاغې ټول مطالب معتبر لاسوندونه لري. په دې اړه ګڼ خپلواک کتابونه کښل شوي، چې دا دي:

الف) د نهج‏البلاغې مصادر او اسانيد، سيدعبدالرضا الحسينى الخطيب؛

ب) د نهج البلاغې د اسنادو او مدارکو څېړنه، محمد مهدي جعفري؛

ج) دامام علي د پوهنغونډ – دایرة المعارف دولسم ټوک؛

د) د نهج‏البلاغې اسناد، ارواښاد محمد دشتي.

  1. د امام علي (ک) خبرو ته خلک پر سرباندې ارزښت قایل ول، او د جاهلیت او د اسلام په پېر کې فصیحانو او بلیغانو بل یو څه ته هم دومره اهمیت نه ورکاوه؛ نو له دې مخې د حضرت علي (ک) ویناوې پر وخت خوندي کېدې. کله چې حضرت علي کومه خطبه ویله؛ نو ځینو تکړه کښاندو به یې ټول کلمات کښل. په دې توګه د حضرت علي په وخت کې له خطبو او څرګندونو یې ځنې کتابونه اوډون شول او د نورو خلفاوو(رضی الله عنهم) اپوټه، حضرت علي د احادیثو کښل منع نکړل. هغوی، چې د حضرت علي (ک) خطبې یې کښلې، دا دي:

الف) زيد بن وهب جهني چې په ډېری ناستو کې له امیرالمومنین علي (ک) سره و او حضرت علي، چې به پر منبر، د جمعې پر ورځ او نورو مناسبتونو کې خطبې ویلې، ده به په یو کتاب کې راټولولې ،چې دا د حضرت علي د خطبو لومړی کښل شوی کتاب و، د کتاب نامه دا ده: ” خطب اميرمؤمنان (ع) على المنابر فى الجمع و الاعياد و غيرها”.

ب) حارث أعور همداني كوفي ، چې د حضرت علي د څوبمنو – مینوالو ځنې و. ده به د حضرت علي د خبرو پر مهال ځینې خطبې یې لیکلې.

ج) اصبغ بن نباته مجاشعي، چې د امیر المومنین له ځانګړې یارانو ځنې و. ده محمد حنفیه ته د مالک اشتر تړونلیک او د امام وصیت رانقل کړی دی. ورته وویل شو: څرنګه د فصاحت او بلاغت دې مقام ته ورسېدې؟ ویې ویل: د امام له خطبو ځنې مې سل خطبې په یادو زده کړې او دې مقام ته راورسېدم، چې وینې مې.

د) د حضرت علي (ک) نورو یارانو لکه كميل بن زياد نخعي، نوف بكالي او نورو د حضرت علي (ک) د ویناوو څه برخې اورېدلي ، په یادو یې زده کړي او کټ مټ یې خلکو ته ورنقل کړي دي.

ه) مسعودي د مروج الذهب په کتاب کې د امام د خطبو په اړه وايي: ” خلکو د امام څلوره سوه او څو اتیا خطبې په یادو زده کړې وې[8]“. چې د خطبو دا مقدار تر هغو دوه ګرایه دی، چې په نهج البلاغه کې شته[9].

و) جاحظ هم یو سل او پنځوس کاله مخکې د نهج البلاغې د تالیف په اړه ويلي: ” د علي (ک)،خطبې، اوډون شوي، خوندي شوي، پېژندلې او نومیالۍ وې. ”

  1. د حضرت علي (ک) د ویناوو مهمې برخې تر نهج البلاغې مخکې په کتابونو کې په مستند ډول راغلي، چې له دې محدیثینو او پوهانو رانقل شوي دي: نصر بن مزاحم، زېږون (212 س)، على بن محمد مدائني، زېږون (225 س)، عبد العظيم حسني، زېږون (224 س)، ابراهيم محمد ثقفي زېږون (283 س) ابن صفار فروخ قمي (درېیمه پېړۍ)، محمد بن جرير طبري، زېږون (310 س)، محمد بن علي بابويه قمي (شيخ صدوق)، محمد بن يعقوب كليني ، زېږون (329 س)، شيخ مفيد، زېږون (413 س)
  2. د صحاحو کتابونه او د معتبرو احادیثو نور مصادرد پېغمبر اکرم(ص) تر رحلت وروسته تر سلو ډېرو کلونو وروسته کښل شوي، چې دا دي: صحيح بخاري، زیږون (256 س)، صحيح مسلم، زیږون (261 س)، سنن ابى داود، زیږون (275 س)، سنن ترمذي، زیږون (279 زیږون)، سنن نسائي، زیږون (303 س)، سنن ابن ماجه، زیږون (273 س)، مسند احمد ابن حنبل، زیږون (241 س)، موطأ مالك بن انس، زیږون (179 ه. ق)، المسند الصحيح محمد بن حبان، زیږون (354 س)، علل دارقطني، زیږون (385 س)، مستدرك حاكم نيشابوري، زیږون (405 س).

نو ایا ویلای شو، چې دا ټول حدیثي کتابونه بې ارزښته دي، ځکه کښل یې د رسول الله (ص) له وخت سره تر دوه سوو کلونو ډېر واټن لري؟

پورته برخه ژباړل شوی له: [http://hajj.ir/43/17170]

په نورو ژبو د نهج البلاغې ژباړې

په اردو ژبه د نهج البلاغې (۱۳) ژباړې شوي دي (الإشاعه):

  • سید اولاد حسن بن محمد حسن سلیم هندي
  • سید ظفر مهدي کوهر ابن سید وارث حسین جائسی
  • سید علي اظهر کهجوي هندي، مړ 1352
  • سید یوسف حسن هندی امر دهوی، مړ ۱۳۵۲س
  • میرزا یوسف حسین بن نادر حسین صدرالأفاضل لکهنوی
  • جعفر حسین لاهوري
  • سید محمدصادق
  • حسن عسکری هندی حیدرآبادی
  • سید سبط حسن رضوی پاکستاني هنسوي
  • سید ذاکر حسین اختر ابن سید د علي هندي دهلوي واسطي زوی (1315-1372 س)
  • سید مرتضی حسین لکهنوي، د لاهور نوموتې عالم.(1341-1407 س)
  • میرزا یوسف حسین
  • سید رئیس احمد جعفري و نائب حسین نقوي او عبدالرزاق ملیح آبادي او مرتضی حسین

په اسپانیايي ژبه د نهج البلاغې ژباړه

  • عبدالجبار آرج
  • ډاکتر محمدعلی انزالد و مورالس

 

Dr. Muhammad Ali Anzaldua Morales

په الماني ژبه د نهج البلاغې ژباړه

  • محمد ایتات او یوسف امین انتون دیرل

په ایټاليايي ژبه د نهج البلاغې ژباړه

  • ډاکتر پرویز دانش کجوري،
  • انجلو ترنه زونی Angelo tereny zoni

په فرانسوي ژبه د نهج البلاغې ژباړه

  • د اسلامي علماوو د یوې ډلې له خوا
  • سید مسرور حسین بن سید معجز حسین رضوي هندی امر دهوی

تراوسه په انګلیسي ژبه د نهج البلاغې نهه ژباړې شوي دي:

  • د خراسان د اسلامي مرکزونو د ژباړې تلفیق یا یوځای کېدنه او د سید محمد عسکري جعفري او سید علیرضا ژباړه
  • هند میشتی میرزا جعفر بن حاج احمد آقا بن نجفقلی تبریزی طسوجی نجفی
  • حسین محمد جعفري پاکستاني، ظاهراً ناتمامه ده
  • سید انصار حسین رضوي هندي
  • ډاکتر محمد علي حاج سلمین
  • مفتي جعفر حسین
  • سید علیرضا
  • سید علي نقي نقوي
  • سید محمد عسکري جعفري( له لنډې شرح او تعلیقاتو سره)

په صربی او کرواتي ژبه د نهج البلاغې ژباړه

  • محمود جخاهیج، د بوسني د لومړي وزیر مرستیال
  • محمدعلی حاجیج

 

په ترکي ژبه د نهج البلاغې ژباړه

  • پروفیسر عبدالباقی گولپینارلی (1317-1402 س)، استنابول میشتی

په ګجراتي ژبه د نهج البلاغې ژباړه

  • سید سرور حسن ابن سید معجز حسین رضوي هندي امروهوي مراد آبادي (1326-1376)
  • مولوی غلامعلي بن اسماعیل هندي بهاونکري

په سندي ژبه د نهج البلاغې ژباړه

  • لعلی محمد و راهوسندی
  • حافظ میر محمد حسن علی خان بن میر محمد نصیرخان حیدرآبادي( په شعر او نظرم کې ژباړل شوې)
  • مولانا محمدرضا نجفي د دریاخان پاکستاني سندي خیرپوري زوی

په ګیلکي ژبه د نهج البلاغې ژباړه، چې د ایران په شمال کې د ګیلان د خلکو ژبه ده.

[پورته برخه ژباړل شوې له: http://wiki.ahlolbait.com/index.php]

په پښتو کې دنهج البلاغې ژباړه:

ارواښاد امیر حمزه خان شینواري پر ۱۹۶۴ز د نهج البلاغې ۲۳۵ خطبې ژباړلي، چې د “سپېڅلیو ویناوو” په نامه پر ۲۰۰۲ د پاکستان په لاهور کې چاپ شوي دي. (اجرالدین اقبال)

د نهج البلاغۍ شرحو ته کتنه

شریف رضي په ۴۰۰ س کې د نهج البلاغې د اوډنې او پېینې کار پای ته ورساوه او تر ننه د اسلامي فرهنګ پر ډګر له دې کتابه تر زرو ډېر کلونه تېر شوي؛ د ادب، تاریخ، اخلاقو، عرفان، حکمت، کلام، سیاست، واکمني، ادارې او سنبالنې د اسلامي بېلابېلو څانګو د پوهانو او څېړونکيو پام یې د استناد وړ او مهمې سرچینې په توګه ځانته را اړولی دی.

پر دیني متونو د شرح لیکنې دود خورا پخوانی دی. د بېلابېلو ادیانو سپېڅلي کتابونه د دیني پوهانو له خوا په خورا ځیر او غور څېړل شوي دي. د اسلام په تاریخ کې تر قرآن کریم وروسته ، چې د ټولو مسلمانانو آریزه او اصلي سرچینه ده، بل سپېڅلی کتاب هم د نهج البلاغې په څېر شرح او تفسیر شوی نه دی. شارحانو په ډول ډول انګېزو په شرح لیکنې لاس پورې کاوه چې دا دي: د ستونز موندونکیو وییو څرګندونه ، د اړوند کلامي او فلسفي بنسټیزو آرونو شرح، د تاریخي پېښو شننه، چې لنډیز یې ویل شوی دی، د بلاغي او ادبي ټکیو یادونه، له دیني متونو ځنې اخلاقي او ورم ډوله ګټنه او په بل تعبیر د مانیز فرهنګ له خپرونې سره مرسته، د مخکېنیو شارحینو د نظرونو کره کتنه او رانقلول، د روایاتو د اسنادو څېړنه او کره کتنه او د سموالي ازبادول یې، او ان د شرح لیکونکیو د علمي ځواک ازبادول،

په هر حال د شارحانو انګیزه چې څه وه یا به وي؛ خو موږ اوس د نهج البلاغې بېلابېلو شرحو پاتوړي – وارث یو، چې دا شرحې څه نا څه ګټې، نیمګړتیاوې، کوږوالی، سیده والی، سموالی او ناسموالی لري. خو دا ټول د اسلامي کښلي فرهنګ یوه برخه ګڼل کېږي او دا زموږ دنده ده، چې ددې ټولو – یا یې د مهمو- برخو په پېژندګلوۍ په لنډیز هڅې و هاندې وکړو.

‌لومړۍ شرح

دا چې د نهج البلاغۍ لومړۍ شرح د چا له خوا کښل شوې، نو په دې اړه کتاب پوهان او د نهج البلاغې څېړونکي یوه خوله نه دي.ځینې احمد بن‌ محمد الوبري او ځینې ‌سید فضل‌الله‌ راوندي لومړي شارحین بولي[10].

‌۱ – ‌د سید فضل‌الله‌ راوندي شرح‌‌

تألیف: تاج‌الاسلام‌ سیدضیأالدین‌ ابوالرضا فضل‌الله ‌بن‌ علي‌ راوندي د شپږمې سپوږمیزې له سترو شیعه عالمانو ځنې‌ دی.

۲- ‌           د وبري د نهج‌البلاغې شرح‌

احمد بن‌ محمد وبري‌ خوارزمي‌ د شپږمې پېړۍ له علماوو ځنې دی، پر نهج البلاغې شرح کښلې، چې نظر یې یوازې دده د ستونزو شرح وه. بیهقي په معارج نهج البلاغه کې او قطب الدین کیدري په حدایق الحقایق کې او ابن عتایقي د نهج البلاغې پخپله شرح کې دا شرح رانقل کړې ده. خو دا اصلي شرح د روزګار په پېښو کې له منځه تللې او موږ ته رارسېدلی نه ده [11].

‌۳- ‌معارج‌ نهج‌البلاغه‌ یا د‌ ابن ‌فندق‌ بیهقي شرح‌

تألیف: ظهیرالدین‌ ابی‌الحسن‌ علي ‌بن‌ زید انصاري اوسي‌ بیهقي‌، چې لقب یې فرید خراسان‌ او ابن‌ فندق دی‌ (زېږون 493 – مړ 565 س)

مشهوره شرح‌ ده چې بیهقي په دوو برخو کې پر نهج البلاغه کښلې ده ، لومړۍ برخه یې د ۵۵۲ ام کال د ربیع الاول پر ۹مه او دویمه یې د ۵۵۲ ام کال د جمادي الاول پر ۱۳مه پاې ته رسولې وه.

۴- ‌منهاج‌البراعة‌ فی‌ شرح‌ نهج‌البلاغه‌

تألیف: قطب‌الدین‌ سعید بن‌ عبدالله‌بن‌ حسین‌ راوندي په‌ قطب‌ راوندي مشهور‌ (پر‌ 573 س ژوندی و)

د نهج البلاغې مهمه علمي و ادبي شرح ده او د ځینو په ګومان د نهج البلاغۍ لومړۍ شرح شمېرلېږي. دا شرح قطب راوندي د ۵۵۶ ام س کال د شعبان په وروستیو کې پای ته رسولې ده.

۵- حدائق‌الحقائق‌ فی‌ فَسردقائق‌ أفصح‌الخلائق‌

تألیف: قطب‌الدین‌ ابوالحسن‌ محمدبن‌ حسین‌ بیهقي‌ کیدری‌ نیشايوری، په قطب‌الدین‌ کیدري مشهور‌ (يه 610 ام کال کې ژوندی و)

کیدري د ۵۷۶ ام س کال د شعبان په وروستیو کې خپله شرح پای ته ورسوله

۶- د‌ ابن‌ابی‌الحدید شرح

‌ عزالدین‌ ابی‌حامد عبدالحمید المدائني په‌ ابن‌ابی‌الحدید مشهور[12]، چې شرح یې د نهج البلاغو د شرحو په کښنه کې یو بنسټیز بدلون ګڼل کېږي. ځکه پردې سربېره چې نوموړی د عربو پر ادبیاتو لاسبری دی او ښکلي شعرونه یې هم کښلي، د فقې پر تاریخ، او کلام هم لاسبری و. له دې کبله شرحې یې په تېرو پېړیو کې د حضرت علي د ویناوو د څوبمنو- مینوالو د پاملرنې وړ وې[13].

نوموړی د نهج البلاغې غیری شیعي لومړی شارح هم دی. د ابن ابی الحدید شرح د نهج البلاغې د ادبي ښکلاوو د بیان له نظره او د تاریخي پېښو د یادونې له اړخه ځانګړی اهمیت لري. که څه دا شرحه په عربۍ کښل شوې؛ خو څو ژباړې یې په پارسۍ کې هم ترسترګو کېږي.

۷- ‌مصباح‌السالکین‌

په اوومه سپوږمیزه پېړۍ کې د نهج البلاغې مشهوره شرح، مصباح‌السالکین ده، چې لیکوالی یې شیعه فقیه‌ او متکلم‌، کمال‌الدین‌ میثم ‌بن‌ علی‌بن‌ میثم‌ بحراني‌ است، دا شرح په کلامي او فلسفي ډول ده.

۸- ‌         د ‌ علامه‌ حلي‌ شرح

تألیف: علامه‌ جمال‌الدین‌ ابومنصور حسن‌بن‌ یوسف‌بن‌ مطهر حلي‌ (په 726 س کې ژوند کاوه)

۹- ‌         ‌د‌ ابن‌عتایقي شرح ‌

تألیف: کمال‌الدین‌ عبدالرحمن‌ بن‌ محمد بن‌ ابراهیم‌ عتایقي‌ حلي په ابن‌عتایقی‌ مشهور، چې د اتمې پېړۍ له شیعه علماوو ځنې دی.

۱۰- ‌د‌ الهي‌ اردبیلي شرح ‌ “منهج‌الفصاحة”

تألیف: کمال‌الدین‌ حسین‌بن‌ شرف‌الدین‌ عبدالحق‌ اردبیلي په الهي‌ متخلص‌ (په‌ 950 کې ژوند کاوه)

۱۱- ‌د ملافتح‌الله‌ کاشاني شرح‌‌ “تنبیه‌الغافلین”

تألیف: ملافتح‌الله‌بن‌ شکرالله‌ شریف‌ کاشاني‌ (په ‌ 988 س کې ژوند کاوه ) د نهج البلاغې پارسي شرح ده. دا شرح ډېری ادبي او لغوي بڼه لري.

۱۲- ‌منهاج‌الولایة‌ فی‌ شرح‌ نهج‌البلاغة‌

دا شرح‌ د جمال‌السالکین‌ عبدالباقی‌ صوفي‌ تبریزي‌ ده او لقب یې دانشمند دی (په‌ 1039 س کې یې ژوند کاوه) منهاج‌الولایة‌ د نهج البلاغې موضوعي شرح ده.

۱۳- ‌د روغني‌ قزویني شرح‌ ‌

تألیف: مولی‌ محمد صالح‌ بن‌ محمد باقر روغني‌ قزویني د یوولسمې پېړۍ له پوهانو ځنې دی.‌

۱۴- ‌بهجة‌الحدائق‌ و حدائق‌الحقائق‌

دا دوه شرحې د سیدعلأالدین‌ محمد گلستانه‌ اصفهاني له آثارو ځنې دي‌ (په‌ 1110 س کې يې ژوند کاوه).

بهجة‌الحدائق، د نهج البلاغې لنډه – خو بشپړ – شرح ده او د نهج البلاغې د ستونزمنو څرګندنو – عباراتو څرګندون کوي.

۱۵- د‌ نو‌اب‌ لاهیجي شرح

تألیف: ملامحمدباقربن‌ محمد نواب‌ لاهیجي‌ اصفهاني د دیارلسمې پېړۍ له پوهانو ځنې دی او په تفصیل د نهج البلاغې ژباړه او شرح ده.

۱۶- ‌د دنبلي‌ خویی شرح‌ “الدرة‌ النجفیة‌ فی‌ شرح‌ نهج‌البلاغه‌ الحیدریة”

تألیف: آیت‌الله‌ شهید میرزا ابراهیم‌بن‌ حسین‌ دنبلي خویي‌ (شهادت‌ 1324س)

۱۷- ‌منهاج‌البراعة‌ فی‌ شرح‌ نهج‌البلاغة‌

په دیارلسمه پېړۍ کې د نهج البلاغې په شرحو کې د ارواښاد میرزا حبیب‌الله‌ هاشمي‌ خویي کښل شوې شرح منهاج‌البراعة‌ ځانګړی ځای لري.

۱۸- بهج‌الصباغة‌ فی‌ شرح‌ نهج‌البلاغة‌

بهج‌الصباغة‌ فی‌ شرح‌ نهج‌البلاغة‌ د اوسمهالي – معاصرعلامه‌ ارواښاد‌ شیخ‌محمد تقي‌ تستري (= شوشتری) اثر دی‌ ( په‌ 1374 کې ژونده کاوه)، د دود او طریقې له مخې یو بېساری اثر دی.

۱۹- ‌       د‌ شیخ‌محمد عبده‌ مصري شرح‌

د اهلسنتو په اوسمهالي علماوو کې شیخ‌محمد عبده‌ مصري‌ د مصر پخوانی مفتي‌ او د‌ سید جمال‌الدین‌ افغاني له شاګردانو ځنې دی. د سید جمال افغان په مټ له نهج البلاغې سره اشنا کېږي او د نهج البلاغې د مضامینو په خپراوي کې هڅې کوي او دا کتاب یې د مصر ټولنې ته وروپېژانده. پر نهج البلاغه باندې په خپله سریزه کې لیکي، چې دا کتاب یې نه پېژنده او په اړه یې پوهاوی هم نه درلود؛ خو کله چې له وطنه لرې و، له چا سره په مخامخېدو کې له دې کتاب سره اشنا شوی، هغه لوستی او هېښتیاوو یې هک پک کړی او ننګیري چې ګرانبیه ملغلرې یې موندلي دي. هوډ کوي، چې د نهج البلاغې د خپرونې له لارې یې عربو ته وروپېژني.

د شیخ‌ محمد عبده شرح، د ستونزمنو وییو- الفاظو درلودونکې ده ؛ خو بیا هم دا شرح په عربي نړۍ کې له خورا شهرته برخمنه ده او څو څو ځلې په مصر، لبنان او ایران کې چاپ شوې ده.

‌۲۰ – د نهج البلاغې ژباړه او تفسیر‌

په اوسني پېر کې د نهج البلاغې د ګڼو شرحو په ترڅ کې تر ټولو مهمه یې د ارواښاد محمد تقي جعفري شرح ده ( په ۱۳۷۷ ل کې یې ژوند کاوه).

دا د نهج البلاغې د شلو مشهورو شرحو په اړه لنډې څرګندونې وې، خو د نهج البلاغې د نورو شروحو لپاره لاندې سرچینې وګورﺉ:

1 – خاتمه‌ مستدرک‌الوسایل، محدث‌ شهیر میراز حسین‌ نوري‌، مخ 513 ، چې د ۲۶ شرحو نامې یې یادې کړې دي.

2 – اعیان‌الشیعه، سید محسن‌ امینی‌عاملی‌ ‌ 8/245 چې ۳۱ شرحې یې یادې کړي دي.

3 – د “ماهو نهج‌البلاغه” کتاب، سیدهبة‌الدین‌ شهرستانی‌ (مړ‌ 1386 س) چې ۴۵ شرحې یې یادې کړي دي.

4 – د معارف د کتابتون ټولیز لیکلړ، تألیف‌ عبدالعزیز جواهرالکلام‌، چې ۵۱ شرحې یې پکې یادې کړي دي.

5 – د ایران د سپهسالار د عالي مدرسې د کتابتون لیکلړ، شیخ‌ضیأالدین‌ ابن‌ یوسف‌ حدائقي‌ شیرازي، ‌ 2/ 124 – 139 ، چې د ۶۶ شرحو یادونه یې پکې کړې ده.

6 – د سید رضي د حالاتو په شرح کې علامه‌ امیني د الغدیر په څلورم ټوک کې، ۸۹ شرحې یادې کړي دي.

7 – د شیخ‌ عزیزالله‌ عطاردي د‌ “شرح‌ نهج‌البلاغه‌ لشارح‌ من‌القرن‌الثامن” کتاب سریزه، چې ۸۳ شرحې یې پکې یادې کړي دي.

8 – د سیدعبدالزهرأ خطیب د نهج‌البلاغې مصادر ، چې ۱۰۱ شرحې یې یادې کړي دي.

9 – د شیخ‌آغابزرگ‌ تهراني،‌ الذریعه‌ الی‌ تصانیف‌الشیعه، ‌ 14 / 111 – 161 چې د ۱۴۸ شرحو یادونه یې پکې کړې ده.

10 – د شیخ‌حسین‌ جمعه‌ د ‌ نهج‌البلاغې شروح ، چې د ۲۱۰ شرحو یادونه یې پکې کړې ده.

د نهج البلاغې د ټول کتاب شرح او یا یې د ځینو خطبو د شرحو په اړه لاندې کتابونه وګورﺉ:

1- د نهج‌البلاغې کتابنامه‌، تألیف‌ رضا استادي‌، چې په نهج البلاغې پورې اړوند د ۳۷۰ کتابونو یادونه شوې ده

2 – د ‌ نهج‌البلاغې کتابپوهنه ، د محمدمهدي‌ علیقلي مقاله، چې پکې د نهج البلاغې د موضوع، سرچینو او اړوند کتابونو په اړه یادونه شوې، چې دا ده:

شروح‌ (123 شرح)، پارسي ژباړې ‌ (65 ژباړې)، انګلیسي ژباړې ‌ (9 ژباړې)، د اردو ژباړې (13 ژباړې)، نورې ژبې (16 ژباړې)، د نهج‌البلاغې غوریزې – غوره کړای شوي‌ (56 کتابونه) د نړۍ په بېلابېلو ژبو غوریزې (10 کتابونه)، د خطبو، لیکنو، او قصار وییو لپاره د شرحې لیکنه (248 کتابونه)، او د نهج البلاغې د نورو موضوعات په اړه یې څه نا څه ۲۴۲ کتابونه راپېژندلي دي.

[ژباړل شوې ده له : http://www.askquran.ir/thread3412.html]

 

[1] – معرفی-نهج-البلاغه/ http://islampedia.ir/fa/1390/05/

http://fa.wikipedia.org/wiki

[2] شیخ اقا بزرګ تهراني، الذریعه، ۱۴/۱۱۱

[3] شیخ اقا بزرګ تهراني، الذریعه، ۷/۱۸۷

[4] ابن اثیر، الکامل فی التاریخ ۸/۸۸، دویم چاپ، بیروت، ۱۳۸۷س (۱۹۶۷ز)

[5] وګورﺉ: شیخ هادي کاشف الغطا د “نهج البلاغې مستدرک” ۲۳۴- ۲۶۵ مخونه.

[6] د ابن خلدون مقدمه

[7] البیان و التبیین، جاحظ ۱/ ۴۷

[8] مروج الذهب ۲/ ۴۳۱

[9] په نهج البلاغې کې ۲۴۱ خطبې دي.

[10] سید عبدالعزیز طباطبایي، فى ‏رحاب نهج‏البلاغه، تراثنا مجله ، 35 و 36 شمېره 160 مخ

[11] سیدعبدالعزیز طباطبایی ، د عبدالقرون نهج‏البلاغه ، (تراثنا 37 شمېره ،152 مخ)

[12] ابن كثیر، البدایة والنهایة، 13 / 119/ مقریزى، السلوك 1، / 407/ ابن شاكر، فوات الوفیات 1 / 248.

[13] ستر اسلامي – پوهنغونډ – دائرة‏المعارف 2/620

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!