تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نړيوالې،امنيتي او سياسي بدۍ بدۍ يوازې په وګړنۍ او اخلاقي ګناهونو کې نه رالنډېږي. پردې سربېره، چې سياسي بدي ستره ګناه ده،نورو ګناهونو ته هم ﻻر هواروي.د سياسي چارو په هکله په سوونو آيتونه او حديثونه راغلي او څوک چې دين له سياسته بېل […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نړيوالې،امنيتي او سياسي بدۍ

بدۍ يوازې په وګړنۍ او اخلاقي ګناهونو کې نه رالنډېږي. پردې سربېره، چې سياسي بدي ستره ګناه ده،نورو ګناهونو ته هم ﻻر هواروي.د سياسي چارو په هکله په سوونو آيتونه او حديثونه راغلي او څوک چې دين له سياسته بېل ګڼي؛نو دا آيتونه هم بايد له قرآنه پاک کړي او د انبياوو له کړنو هم بايد سترګې پټې کړي. د سياسي بديو څو بېلګې دادى :

الف_دطاغوتانو منل او د نااهله کسانو مشرۍ ته غاړه اېښوول:

 توحيد ته تر بلنې روسته د انبياوو لومړى دنده له طاغوت سره مبارزه ده :

وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ (نحل/۳۶) = ((او په رښتيا موږ هر امت ته يو استازى ورلېږلى (چې ووايي) “الله” ونمانځئ او له “طاغوت” نه ځان  وژغورئ ؛نو له دوى ځينو ته الله سمه لار وروښووله او ځينې د بېلارۍ وړ شول؛ نو ځكه په ځمكه کې وګرځئ او (د عبرت په سترګو) وګورئ،چې د دروغ ګڼونكيو پاى څنګه وه! ))

که طاغوتان نه وي؛نو خلک به په طبيعي توګه په توحيد پسې وﻻړ شي. خداى په قرآن کې پر خداى د ايمان شرط طاغوتانو ته شا کول او پرې کافران کېدل بللي دي.د نننۍ نړۍ د مسلمانانو ستونزه دا ده،چې پر خداى ايمان لري؛خو پر طاغوتانو کافران نه دي؛نو ځکه په ښکاره نمونځ  کوي؛خو طاغوت پرې واکمن دي.خداى د طه سورت په٢٤ ايت کې حضرت موسى ته وايي:(( (اوس) فرعو ن ته ولاړ شه،چې هغه سرغړانده شوى دى .))

 په قرآن کې له ګناه کوونکيو (انسان\٢٤)، کافرانو (انسان٢٤\) ، مفسدينو(بقره\٦٠)،مسرفينو(شعراء\١٥١) او عياشانو (کهف\٢٨) ﻻروي منع شوې ده. نه يوازې له طاغوته ﻻروي ګناه ده؛بلکې ﻻسنيوى،پر کار يې خوښي،د ژوندي پاتې کېدلو هيله يې درلودل،پر وړاندې يې موسکى کېدل، درناوى يې کول،ليدو ته يې سفر کول،ورسره بيعت، هڅونه او پر وړاندې يې چوپتيا هم ګناه ده.

 

د پرديو امرونه منل :

قرآن په ډاګه وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لاَ يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّواْ مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاء مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ (آل عمران/۱۱۸) = ((مؤمنانو! بې له خپلو (بل) خوالګر مه نيسئ (؛ځکه دوى) ستاسې په باب له هر ډول شر (او فرهنگي فساده) كار اخلي، دا يې خوښېږي، چې تاسې په رنځ او كړاو كې ياست، د دښمنۍ (نښې يې) له خولې (او خبرو) څرګندېږي او څه يې چې په سينو كې پټ ساتلي، تردې بدتر دي، په حقيقت كې موږ (یې د دښمنۍ) نښې (او له شره یې د ژغورلو لارې چارې) دروښوولې، كه اندنه وکړئ))

په خواشينۍ سره نن د اسلامي هېوادونو د ډارنو مشرانو، د مسلمانانو د غفلت او د دښمنانو د هوښيارۍ له کبله، ټولې چارې د پرديو لخوا سمبالېږي او د کارپوه، سلاکار او سيلاني په نامه يې ټول اسلامي هېوادونه لوېشت په لوېشت تر پښو تېر کړل او زموږ پر طبيعي زېرمو او انساني قوتونو يې ځان ښه خبر کړ. زموږ خطي کتابونه او تاريخي اثار يې لوټ کړل او له ځان سره يې يووړل.زموږ نابغې يې خپلو موخو ته وکارولې او ان تردې، چې د ځينو اسلامي هېوادونو مشران يې ډهول ته هم نڅېږي .

 

جوړجاړى:

د دښمن يوه هيله داده چې موږ له خپلو اسلامي ارزښتونو ﻻس واخلو او له دښمن سره جوړجاړې وکړو:

وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ (قلم/۹) = ښه يې ايسي، چې جوړجاړى او نرمي ورسره وکړې، چې دوى هم نرمي او جوړجاړى درسره وکړي (؛ داسې جوړجاړى، چې د حق له بهيره څه كږلېچ پكې وي).

قرآن وايي:

لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ (کافرون/۶) = (( ( اوس چې داسې ده) ستاسې لپاره خپل دين او زما لپاره خپل دين.))

د هر غېر معقول وړانديز پر وړاندې په غوڅه ووايئ:زموږ ﻻر له تاسې بېله ده. هر خوځښت،تړون او قانون حرام ګڼل شوى چې په پايله کې يې کفار پر مسلمانانو واکمن شي.

قرآن وايي :

الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِن كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللّهِ قَالُواْ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَإِن كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُواْ أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُم مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ فَاللّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا (نساء/۱۴۱) = (منافقين) هماغوى (دي) چې ستاسې (پېښو ته) په تمه دي او تاسې څاري؛كه بريا مو په برخه شي وايي: (( ولې موږ درسره نه وو؟ (نو موږ هم په وياړونو او غنايمو كې شريك يو.) )) او كه بريا د كافرانو پر برخه شي؛ نو ورته وايي: ((ولې موږ تاسې له مؤمنانو سره مبارزې او نه تسليمېدو ته نه هڅولئ ؟(؛نو درسره به شريك يو.) )) الله به ستاسې ترمنځ د قيامت پر ورځ پرېکړه وكړي او الله هېڅكله کافران پر مؤمنانو نه لاسبروي .)) 

 خداى کله هم پر مسلمانانو د کفارو واکمنۍ ته ﻻر نه ده ايښي. په هغو غونډو،کنفرانسو او سيمينارو کې ګډون منع دى،چې د خداى د قانون،د خداى د اولياوو، د خداى د موخو او ﻻرو کمزورۍ لپاره وي:

وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلاَ تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (انعام/۶۸) = او چې كله داسې کسان وينې، چې زما په آيتونو کې خوشې لګیا وي؛ نو مخ ترې واړوه، تردې چې پر بلې خبرې بوخت شي او كه شيطان دا (مخ اړونه) درنه هېره كړه او بيا درياده شوه؛ نو له دې (مشرکې) ظالمې ډلې سره مه كېنه!

 

 د اوازو خپرول:

د هغه خبر خپرول منع دى چې له کبله يې مسلمانان په ډار کې شي،ټولنه ولړزېږي او يا هم روحيې يې کمزورې شي:

وَإِذَا جَاءهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُواْ بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لاَتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلاَّ قَلِيلًا (نساء/۸۳)=((او چې كله د ډاډ يا ډار خبر ورورسي؛ (بې له څېړنې) يې خپروي، حال دا كه یې (د الله) استازي او مشرانو ته – چې د تشخيصولو پوره قدرت لري- ورسوي؛نو د مسايلو له تله به خبر شي او كه پر تاسې د الله فضل او رحمت نه واى؛ نو بې له لږ شمېره نور ټول په شيطان پسې تلئ (او بېلارې كېدئ) ))

هغوى ته سخت عذاب ټاکل شوى، چې چې د اوازو له ﻻرې ټولنه ډاروي:

لَئِن لَّمْ يَنتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا (احزاب/۶۰) =(( قسم دى كه منافقان او هغوى چې په  زړه كې يې (يو ډول) ناروغي ده او هغوى چې په مدينه كې د دروغو خبرونه او بې بنسټه اوازې خپروي؛له خپل چار لاس وانخلي (؛نو) موږ به هرومرو تا پرې لاسبر كړو(چې) بيا به په دې (ښار: مدينه) كې بې له ډېر لږ وخته ستا ګاونډیتوب ونه کړي))

مسلمانان چې کوم خبر واوري؛نو سملاسي يې بايد رښتينو کارپوهانو ته يې ورسوي چې دوى يې تر څيړنې روسته خلکوته ووايي. قرآن وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَسْأَلُواْ عَنْ أَشْيَاء إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِن تَسْأَلُواْ عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللّهُ عَنْهَا وَاللّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ (مایده/۱۰۱) = ((مؤمنانو ! داسې څيزونه مه پوښتئ، چې كه (ځواب يې) درښكاره شي (؛ نو) خپه مو كړي او كه د قرآن د نازلېدو پر مهال یې وپوښتئ (؛ نو حکم به یې) درڅرګند شي . الله له دې (بې ځايه پوښتنو) تېر شو او الله زغمناک بښونكى دى))

 

جاسوسي:

په نننۍ نړۍ کې جاسوسي ډېره رواج ده او له سياسي بديو ځنې ده.

 

د دښمن په ګټه تبليغات کول :

 هغه تبليغات منع دي چې د کفارو درناوى او د مسلمانانو سپکاوى وکړي. په قرآن کې راغلي،ځينو منافقانو، مسلمانانو ته وويل :له کفارو وېرېږئ چې شمېر يې ډېر دى؛خو مسلمانان ددې پر ځاى چې ووېرېږي،ايمان يې ﻻپسې زيات شو:

الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُواْ لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُواْ حَسْبُنَا اللّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ (آل عمران/۱۷۳) = دوى هغه كسان ول، چې (ځينو) خلكو ورته وويل: ((خلك [= د دښمن لښكر] ستاسې پرخلاف بريد ته راټول شوي؛ نو ترې وډار شئ!)) نو ددې خبرې په اورېدو يې نور هم ايمان پياوړى شو، و يې ويل: ((خداى راته بس دى او (هغه مو) غوره ملاتړى او کار سازى دى.))

 

د خداى لخوا د ټاکل شويو کسانو نه منل:

کوم کسان چې خداى ټاکلي دي، له احکامو يې سرغړونه مهمه سياسي بدي ګڼل کېږي.د بقرې په سورت کې د طالوت او جالوت داستان اوږد بيان شوې دى:

وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ اللّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكًا قَالُوَاْ أَنَّى يَكُونُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِّنَ الْمَالِ قَالَ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ وَاللّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (بقره/۲۴۷) = او پېغمبر يې ورته وويل: ((الله “طالوت” درته واكمن ټاكلى)) ویې ويل: ((دا څنګه راباندې د واكمنېدو وړ شو، تر ده خو موږ وړ يو او دومره شتمن هم نه دى؟)) پېغمبر يې ځواب وركړ:(( په رښتيا الله هغه پر تاسې غوره كړى او پراخ علمي اهليت او جسمي ځواک یې وركړى او د الله چې چا ته خوښه شي، واكمني وركوي . د الله احسان پراخ او (د واكمنۍ لپاره د وګړيو له وړتيا) خبر دى.))

حضرت موسى (ع) چې د طور غره ته ولاړ؛نو خپل ورور هارون (ع) يې ځايناستى وټاکه. خلک پر سامري راټول شول او هارون يې ځانته پرېښود او هارون چې څومره چغې ووهلې؛ خو خلکو يې خبرو ته غوږ کېنښود او هاورن يې دومره کمزورى کړ چې د قرآن په وينا تر مړينې پورې يې هم مخکې ولاړل:

وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَى إِلَى قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُونِي مِن بَعْدِيَ أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّكُمْ وَأَلْقَى الألْوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِيهِ يَجُرُّهُ إِلَيْهِ قَالَ ابْنَ أُمَّ إِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُونِي وَكَادُواْ يَقْتُلُونَنِي فَلاَ تُشْمِتْ بِيَ الأعْدَاء وَلاَ تَجْعَلْنِي مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (اعراف/۱۵۰) = او چې كله موسى (د طور له غره) غوسناک او غمجن خپل قوم ته راستون شو، ويې ويل : ((تر ما روسته مو زما ډېره ناوړه ځايناسته وكړه (او زما دين مو ضايع كړ) . ايا تاسې د خپل پالونكي د فرمان (او د هغه د ژمنې د وخت د اوږدېدو) په باب بيړه وكړه (او ژر مو قضاوت وكړ) ؟!)) او (د تورات) تختې یې وغورځولې او د خپل رور (هارون) سر يې ونيو (او غوسه يې) ځان ته راکښه . (هارون) وويل : (( زما د مور بچیه! دې ډلې (راباندې دباو راووړ) بېوسی يې كړم او نژدې یې وژلى وم؛ نو غلیمان راباندې مه خوشحالوه او په ظالمانو كې مې مه شمېره.))

 

دا ترخې پېښې په اسلامي امت کې هم تېرې شوي؛ پيغمبر اکرم(ص) حضرت علي د سوونو کسانو پر وړاندې په خم غدير کې خپل ځايناستى وټاکه؛خو خلکو د پيغمبراکرم(ص)دې سپارښتنې ته شا کړه.

 

پر الهي واکمن بېځايه نيوکې:

د خداى د اولياوو له قضاوتونو سرغړونه له سترو ګناهونو ځنې ده.

داستان: د دوو اصحابو ترمنځ د اوبو د ويش پر مهال شخړه رامنځ ته شوه؛ورمندون – قضاوت ته پيغمبراکرم(ص) ته راغلل. پيغمبراکرم د دواړو د خبرو تر اورېدو روسته ورمندون وکړ. تورن پر پيغمبراکرم تور ولګاوه چې په ورمندون کې يې حق ته پاملرنه ونه کړه،چې دا آيت راغى:

فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا (نساء/۶۵) = خو داسې نه ده، پر پالونكي دې قسم، چې دوى به تر هغه (حقيقي) ايمان را نه وړي،چې د خپلمنځي شخړو پرېکړو ته دې پرېکړه کوونكى نه کړي او بيا دې د پرېکړو پر وړاندې ځانونه تنګ زړي او خپه و نه مومي او بيخي غاړه ورته كېږدي.

 

 د کفارو واکمني:

د کفارو واکمنۍ ته غاړه ايښوول،له مهموسياسي بديو ځنې ګڼل کېږي او قرآن ترې خلک څو څو ځل منع کړي دي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (مایده/۵۱) = (( مؤمنانو! يهود او نصارا خپل پالندويان (دوستان او ملاتړي) مه نيسئ، چې دوى (ستاسې پر وړاندې) يو د بل پلوي دي او كه په تاسې كې څوك ورسره همژمنى (او ملګرى) شو؛ نو په واقع کې له همدوی شمېرلېږي . هو! الله ظالمانو ته هدایت نه کوي.))  

قرآن په خوږه ژبه وايي:

هَاأَنتُمْ أُوْلاء تُحِبُّونَهُمْ وَلاَ يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتَابِ كُلِّهِ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُواْ آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْاْ عَضُّواْ عَلَيْكُمُ الأَنَامِلَ مِنَ الْغَيْظِ قُلْ مُوتُواْ بِغَيْظِكُمْ إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ (آل عمران/۱۱۹) = دا خو تاسې ياست، چې دوی مو ښه ایسي؛ خو تاسې یې ښه نه ایسئ، سره له دې،چې پر ټولو اسماني كتابو ايمان لرئ (؛خو دوى ستاسې پر اسماني كتاب ايمان نه لري) چې کله مو ويني؛نو (په دروغو) وايي : (( ايمان مو راوړى)) او چې ګوښه شي (؛نو) له غوسې ګوتې درته چيچي! ورته ووايه: ((د همدې غوسې په تاو كې ومرئ! په رښتيا خداى د سينو په (خوالو) خبر دى.))

که مسلمانانو دا وننګیرل،چې يهودان او نصارى يې د زړه له کومې خوښوي؛نو پر خپل ايمان دې شک وکړي. په قرآن کې راغلي:

وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ (بقره/۱۲۰) = او يهود او نصارا به هېڅكله درنه تر هغې خوښ نشي، چې (بشپړه غوښتنو ته يې غاړه كېږدې او) د (اړول شوي) دين لاروي يې وكړې، ورته ووايه: ((په رښتیا يوازېنۍ (حقیقي) لارښوونه، الهي لارښوونه ده.)) او كه ته له درکړای شوې پوهې روسته په هيلو او غو ښتنو پسې یې ولاړ شې (؛ نو) د الله له لوري به هېڅ پالندوی او مرستندوی درته نه وي.  

 

د خداى د مخلصو اولياوو په هکله بېځايه شک

 په دې هکله قرآن وايي:

فَإِذَا جَاءتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُواْ لَنَا هَذِهِ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَطَّيَّرُواْ بِمُوسَى وَمَن مَّعَهُ أَلا إِنَّمَا طَائِرُهُمْ عِندَ اللّهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ (اعراف/۱۳۱) =(( خو دوى (نه يوازې پند وانه خست؛ بلكې) چې پراخي او ښه وخت به پرې راتله؛ نو ويل يې: ((موږ خو د همدې پراخۍ وړ يو.)) ؛خو چې ناورين (او تنګسه) به پرې ورغله (؛نو) ويل يې : (( دا شومي د موسى او د ملګرو له لاسه يې ده)) خبردار شئ، چې (ښې او بدې) طالع يوازې له الله سره دي؛ خو ډېرى يې نه پوهېږي .))

 

د خلکو وژل او د کرنې له منځه وړل:

واک ته رسيدلو ته پر ناحقه خلک وژل او کرنې له منځه وړل منع دي،چې په قرآن کې ورته اشاره شوې:

وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيِهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الفَسَادَ (بقره/۲۰۵) = نښه يې داده) چې پسي شا شو (یا د چارو متولی شي)، پر ځمكه د فساد په خپرولو كې هڅه كوي، كښتونه او څاروي له منځه وړي او (سره له دې چې پوهېږي) الله فساد نه خوښوي .

 

چوپتيا او بې پروايي:

په ټوله نړۍ کې پر نشتمنو او بې برخو د تېري پر وړاندې د واکمنو چوپتيا له سترو سياسي بديو او ګناهونو ځنې شمېرل کېږي. دوى د خپلې واکمنۍ د ساتنې او يا هم له وېرې د نشتمنو چغې اوري؛خو ځان چوپ نيسي:

وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا (نساء/۷۵) = تاسې ولې د الله په لار كې او د هغو نارينه وو او  ښځو او ماشومانو( د ژغورنې لپاره) نه جنګېږئ،چې (د ظالمانو له لاسه) بېوسې او كمزوري شوي دي؟! همدا ظلم ځپلي وايي: ((پالونكيه! موږ له هغه ښاره (مكې) وباسه، چې اوسېدونكي يې ظالمان دي او موږ ته له خپلې لوري پالندوى (او مشر) وټاكه او له خپل لوري راته مرستندوى پيدا كړه.))   

 

بې اتفاقي:

بې اتفاقي له مهمو سياسي بديو ځنې ده. د احد په جګړه کې قرآن د مسلمانانو ماتې د هغوى ناغیړي،سرغړونه او شخړه بولي:

وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّن بَعْدِ مَا أَرَاكُم مَّا تُحِبُّونَ مِنكُم مَّن يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ الآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ وَلَقَدْ عَفَا عَنكُمْ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ (آل عمران/۵۲) = او په يقين خداى (په احد كې پر دښمن د بريا) خپله ژمنه درسره رښتینې كړه، د جګړې په لومړيو كې مو د خداى په حكم دښمنان وژل (او دې بريا دوام درلود)؛خو چې سست شوئ او(د سنګرونو د پرېښوولو په باب مو) شخړه وكړه او روسته تر هغه چې خداى هغه څه (پر دښمن بريا) دروښوول،چې ستاسې مینه ورسره وه؛ نو سرغاړى مو وكړ،ځينو دنيا غوښته او ځينو آخرت، بيا خداى ترې وګرځولئ (او بريا مو پر ماتې واوړېده)،چې ومو ازمېيي او په رښتیا یې وبښلئ او خداى پر مؤمنانو د لورنې څښتن دى .))           

قرآن بې اتفاقي د شرک بېلګه ګڼي او وايي:

مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ. نَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ (روم/۳۱ – ۳۲) = (په توبې) خدای ته ورمخه کړئ او (د فرمان له سرغړونې يې) ډډه وكړئ او نمونځ وكړئ او له مشركانو ځنې مه کېږئ؛  له هغو خلکو (مه اوسئ) چې خپل دين یې ټوټه ټوټه كړ او ډلې ډلې شول او (هېښنده خو لا دا) له هرې ډلې سره، چې څه دي (زړه يې ورپورې تړلى او) په هماغه خوشحاله دي!))

د زورواکو بدي داده چې خلک په مريتوب نيسي،فرعون به پردې وياړېده چې د موسى او هارون قومونه يې مريان دي:

فَقَالُوا أَنُؤْمِنُ لِبَشَرَيْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عَابِدُونَ (مومنون/۴۷) =  نو ویې ويل : ((ايا موږ د ځان په څېر پر دوو انسانانو ايمان راوړو،حال دا قوم يې زموږ مریان دي))

قرآن پيغمبرانو او علماوو ته اجازه نه ده کړې،چې خلک دې خپل بندګان او مريان وګڼي:

مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُؤْتِيَهُ اللّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُواْ عِبَادًا لِّي مِن دُونِ اللّهِ وَلَكِن كُونُواْ رَبَّانِيِّينَ بِمَا كُنتُمْ تُعَلِّمُونَ الْكِتَابَ وَبِمَا كُنتُمْ تَدْرُسُونَ (آل عمران/۷۹) = له هېڅ بشر سره دا نه ښايي، چې الله اسماني كتاب، حكم او نبوت وركړي، بيا خلكو ته ووايي: ((د الله پر ځای مې ونمانځئ))؛ بلکې (بايد ووايي:) ځکه خدای نمانځي وسئ، چې؛ نورو ته د خداى کتاب ورښيئ او هم یې پخپله لولئ))

د سياسي، پوځي او علمي رازونو رابرسېرنه هم له سياسي بديو ځنې دي .

سرچینه : پر نېکیو امر او له بدیو منع

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!