تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د عاشورا شپه وايي: عمر سعد د محرم پر نهمه د پنجشنبې پر ماذېګر د بريد حکم وکړ او غږ يې کړ: “يا خيل الله ارکبى وابشري؛ د خداى لښکره، سپاره شئ او خوشحالي وکړئ!” بيا يې د امام حسين د خيمو پر ځاى بريد پيل کړ،حضرت زينب د اسونو د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د عاشورا شپه

وايي: عمر سعد د محرم پر نهمه د پنجشنبې پر ماذېګر د بريد حکم وکړ او غږ يې کړ: “يا خيل الله ارکبى وابشري؛ د خداى لښکره، سپاره شئ او خوشحالي وکړئ!”

بيا يې د امام حسين د خيمو پر ځاى بريد پيل کړ،حضرت زينب د اسونو د اوازونو په اورېدو ورور ته ورغله او امام حسين په ناسته وېده و، راويښ يې کړ او و يې ويل: “وروره! دا غږونه نه اورې چې شېبه په شېبه رانژدې کېږي؟” امام حسين سر راپورته کړ او ويې ويل: “رسول الله (ص) مې په خوب کې وليد، چې راته يې ويل: “ته را ته راځې” حضرت زينب چې دا واورېدل خپل مخ يې وواهه او ويې ويل: “افسوس راباندې!” امام حسين وويل: خورې! افسوس دې درباندې نه وي چوپ شه!د بښوونکي خداى بښنه دې درباندې وي” او عباس بن علي وويل: وروره! د دښمن لښکر راورسېد” او امام پاڅېد او ويې ويل: “عباس وروره! در ځار شم، سپور شه او مقابلې ته يې ودرېږه او ورته ووايه: “څه درباندې شوې،څه پېښه شوې،ولې را وخوځېدئ؟” عباس د شلو تو په شاو خوا کې سپرو سره چې”زهير بن قين” او “حبيب بن مظاهر” هم ورسره وو، ورغلل او پر واړندې يې ودرېدل او ويې ويل: “څه پېښ شوي،څه غواړئ؟” هغوى وويل: “د امير حکم را رسېدلى، چې ورته يې وايم: يا يې حکم ته غاړه کېږدئ يا مو تسليموم!” عباس وويل: “بيړه مه کوئ،چې ابى عبدالله ته ورشم او ستاسې پيغام ور ورسوم” هغوى ودرېدل او ويې ويل: “ولاړ شه او ځواب يې راوړه.”عباس ورغى چې امام حسين خبر کړي او ملګري یې ودرېدل چې د مقابل لوري سره خبرې وکړي. حبيب بن مظاهر،زهير ته وويل: که غواړې نو خبرې ورسره وکړه که نه زه يې کوم. زهير وويل: خبرو ته دې دوام ورکړه.

حبيب ورته وويل: “باخبر! پر خداى قسم، چې څوک د رسول الله (ص) ځوځات،اهل بيت، د خداى صالح بندګان او د شپې لمونځ کوونکي ووژني،سبا چې په قيامت کې خداى ته ورځي؛نو د خداى پر واړندې به ډېر ناوړه خلک وي!” “عزرة بن قيس” ورته وويل: “څومره ځان پاک ښيې!”زهير ورته وويل: “عزرة! خداى هغه پاک او هدايت کړى دى.عزرة! له خدايه وډار شه چې زه دې خير غواړم .عزرة! پر خداى قسم درکوم،چې هسې نه له هغوى وسې،چې د سپېڅليو په وژنه کې د بدلغامۍ – ضلالت او بېلارۍ مرستندوى کېږي!”عزرة وويل: “زهيره! (څه شوي؟) زما په نظر خو ته د دې کورنۍ له پلیونو ځنې نه وې؛ته خو عثماني وې!”زهير وويل: ايا ته پخپله دا استدلال نه کوې،چې زه په دې موقعيت کې له هغوى (عثمانيانو) وم؟ باخبر! پر خداى قسم ما خو بيخي ليک ورکښلى نه و او نه مې څوک ورلېږلى و او نه مې د ملاتړ ژمنه ورسره کړې وه؛بلکې دې لار،سره يو ځاى کړو او چې امام حسين مې وليد؛نو رسول الله (ص) او پر وړاندې يې د امام حسين مقام راياد شو او په اړه يې ما د دښمن او ستاسې د ګوند  کړنلار ومونده او د هغه ملاتړ ته مې ملا وتړله او  د ګوند غړى يې شوم او هوډمن شوم چې ترې ځار شم، په دې هيله چې د خداى د حق او د رسول الله د حق (چې تباه کړى مو دى) پاسوالي وکړم.”

 امام حسين مهلت غواړي

راوي وايي: عباس د عمر سعد له وړانديز سره امام حسين ته ورغى او امام حسين ورته وويل: “ورشه او که دې وکړاى شو؛خو کړنې يې تر سبا ځنډه کړه او نن شپه يې رانه لرې کړه،چې ښايي (نن شپه) خپل پالونکي ته لمونځونه وکړم ويې بلم او دعا وکړم،چې خداى پخپله پوهېږي چې زما ښه ايسي چې زه ورته لمونځ وکړم،قرآن ولولم او ډېره دعا وکړم.”

عباس ورستون شو او ويې ويل: “قومه! اباعبدالله درنه غواړي،چې نن شپه ستانه شئ،چې ددې موضوع په اړه غور وکړي؛ځکه په دې اړه مخکې مو ترمنځ څه خبرې اترې شوې نه دي.سبا به انشاءالله سره وګورو او چې څه غواړئ او وړانديز يې کوئ يا يې منو يا يې نه منو.” د عباس (رض) موخه دا وه، چې دښمن د شپې ستون کړي، چې امام په خپلو چارو بوخت شي او خپلې کورنۍ ته لازمې سپارښتنې وکړي. لنډه دا چې عباس (رض) د امام غوښتنې وويلې او عمر سعد وويل: “شمره! ستا څه نظر دى؟” شمر وويل: “چې څه ته وايې؛ځکه  قومندان يې او راى دې رايه ده.” عمرسعد وويل: هوډ مې نيولى چې (يوازې) نه وسم، بيا يې خلکو ته وويل: “ستاسې څه نظر  دى؟”عمرو بن حجاج وويل: “سبحان الله! پر خداى قسم که هغوى د يليمان وو او دا غوښـتنه يې درلوداى؛ نو ښه وه چې غوښتنه يې دې منلې واى” او قيس بن اشعث وويل: “غوښتنه يې ومنه،چې پر ځان مې قسم ګهيځ ورسره جګړه کوو!”عمر سعد وويل: “پر خداى قسم که پوه شوم داسې کوي، همدا نن شپه مهلت نه ورکوم!”

له “علي بن الحسين” روايت شوى: “د عمر سعد يو استازى راغى او ويې ويل: “تر سبا مو مهلت درکړ، که تسليم شوئ، تاسې اميرعبيدالله بن زياد ته لېږم او که و مو نه منله، نه مو پرېږدم!”

 د عاشورا پر شپه د امام حسین خبرې

له علي به الحسين روايت شوى: د عمرسعد تر ستنېدا وروسته،ماښـام ته نژدې امام حسین خپل ياران راټول کړل او زه چې ناروغ وم، نژدې ورغلم او وامې ورېدل چې ورته يې ويل :” خداى تبارک و تعالى په غوره ستاینو ستاېم او په سوکالۍ او تنګسه کې يې شکر کاږم.خدايه ستاېم دې،چې په نبوت دې غزتمن کړو، له قرآن کریم سره دې اشنا کړو،په دين کې دې فقيه کړو، اورېدونکي غوږونه،سترګورې سترګې او جذاب زړونه دې راکړل او له مشرکانو دې نه کړو. اما بعد؛ زه تر خپلو يارانو اوچت او تر خپلو اهلبيتو غوره نه پېژنم. خداى دې زما له لوري تاسې ټولو ته ښه ثواب درکړي،باخبر! يقين لرم،چې څه مې له دې دښمنانو وليدل،سبا يې تر سره کوي؛ نو ځکه تاسې ته مې يو تدبير سنجولى دى:

ټول ازاد ولاړ شئ (او پوه شئ) چې زما له لوري درباندې کومه ژمنه نشته.دې شپې رانغاړلي ياست،خپله سپرلۍ يې کړئ او هر يو نارينه مو،زما د اهل بيتو د يوه نارينه لاس ونيسئ بيا په بېديا او ښارونو کې خپاره واره شئ،چې خداى پراخي راولي،چې دا قوم يوازې ما غواړي او که ما ووژني، بې له ما له نورو لاس اخلي.”

 د اهل بيتو او يارانو ځواب یې

په دې وخت کې يې،وروڼو،زامنو،ورېرونو او د عبدالله بن جعفر دوه زامنو،امام حسین ته وويل: “څه ته دا چار وکړو؟چې تر تا وروسته پاتې شو؟ خداى مو دې بيخي نه پاتې کوي!”عباس بن علي دا خبرې پيل کړې او نورو ورسره ويلې او امام حسين وويل: “د عقيل زامنو! د مسلم وژنه مو درته بسيا ده،ولاړ شئ، چې زما له خوا درته اجازه ده.”هغوى وويل: “خلک به څه وايي؟ چې موږ خپل مشران او د تره زامن چې غوره ترونه دي، پرېښوول!نه مو دهغوی پر دښمن يو غشى ورګوذار کړ او نه مو دهغوی په جنګ کې کومه نېزه ووهله او نه مو د هغوی په لار کې کومه توره راواېسته او پوه نه شو چې څه يې وکړل! نه، پر خداى قسم، چې دغسې نه کوو! بلکې خپل ځان مال او عيال در ځاروو او په څنګ کې دې جنګېږو،چې څه در رسي، موږ ته هم راورسي،چې خداى دې تر تا وروسته ژوند بدرنګ او ورک کړى!”

بيا “مسلم بن عوسجه اسدي” پاڅېد او ويې ويل: “موږ دې يوازې پرېږدو؟!” خداى ته به ستا د حق د پوره کولو څه پلمه او عذر ورکوو، خپله نیزه به د هغو په سينو کې ماته کړم او پر خپله توره به يې تر هغه ووهم،چې د تورې مې یوازې لاسکی راسره پاتې شي او بيا به هم له تا جلا نشم او که وسله راسره پاتې نه شوه؛ نو په ډبرو يې ولم او له تا دفاع کوم،چې درسره ووژل شم”

او وروسته “سعد بن عبدالله حنفي” پاڅېد او ويې ويل: “پر خداى قسم،چې يوازې دې نه پرېږدو،چې خداى پوه شي،د رسول الله(ص) په غيابو کې مو وساتلې . پر خداى قسم که پوه شم چې وژل کېږم،بيا ژوندى کېږم او ژوندى سوځول کېږم او اېرې مې خپرې ورې کېږي او دا چار راسره اويا ځل وشي،درنه به جلا نه شم،چې ستا په مخ کې مې سا ووځي او ولې دغسې و نه کړم، حال دا چې دا خو يوازې يو ځل وژل کېدل دي او ورپسې يې پايله عزت دى!”

او “زهير بن قين” وويل: “پر خداى قسم،ښه مې راځي چې ووژل شم او بيرته ژوندى شم، بيا وژل شم (او ژوندى شم) او دا وژنې زر وارې وشي او خداى په دې وژنو، له تا او د اهل بيتو له دې ځوانانو څخه کړاوونه لرې کري.”راوي وايي: د حسين ټولو يارانو په ورته عباراتو او يوه دريځ وويل: ” پر خدى قسم،در څخه نه جلا کېږو؛ بلکې ځانونه در ځاروو او درنه په خپل ټول وس دفاع کوو،چې ووژل شوو؛نو موږ به خپله ژمنه پوره کړې وي!”

 دې روايت ته يو بل سند

 طبري  له ((ضحاک بن عبدالله  شرقي)) څخه  ددې روايت لنډيز راوړى ، چې وايي : زه له ((مالک  بن نضر)) سره حسين ( رض) ته ورغلوو، سلام واچاوه،کېناستو او سلام يې واخست او ښه راغلاست يې  راته ووايه او و يې پوښتل: (( څنګه  راغلي ياست ؟)) ومو ويل : (( سلام ته دې راغلي يو او داچې له خدايه  غواړو،چې عاقبت دې ښه کړي او يوه ژمنه درڅرګنده او ددې خلکو له هوډه دې خبرکړو. موږ درته وايو،چې دا ټول خلک درسره جګړې ته چمتو شوي.  نظر دې څه دى ؟))  حسين (رض) وويل : ((حسبى الله ونعم الوکيل= خداى مې راته بسيا او ښه ملا تړى دى )) وايي خجالت شو، ورسره مو تر دعا وروسته پېلنه- خداى پاماني وکړه او راته يې وويل : (( ولې مې له ملاتړه لاس اخلئ ؟ )) مالک بن نضر وويل : ((پوروړى او عيال واريم )) ما هم وويل: ((پوروړى او عيال وار يم ؛خو که ومنئ،چې زه ترڅو درته ګټور يم درسره يم اوچې کله دې ځواک او وس پاى ته ورسېد؛نو د ستنېدو اجازه به درلوداى شم؛نو درسره پاتېږم او دفاع درنه کوم )) امام (رض) وويل : (( ته ازاد يې )) او ورسره پاتې شوم  او ورپسې ، همدې ((ضحاک ))، د هغه حديث لنډ يزروايت کړى،چې مخکې مو د امام سجاد(ع) له خولې راوړه .

امام د شهادت خبرې کوي او خپله خور زغم ته رابولي

 طبري له علي بن الحسين (رض) وايي : (( پر هغه شپه مې له پلار سره ناست وم،چې پر سبا يې وژل کېږي او ترور مې  زينب  هم راسره  وه او زما د ناروغۍ پالنه يې يې کوله ،چې پلار مې له خپلو ملګرو جلا خپلې کېږدۍ ته ولاړ او د ابوذرغفاري (رض) ازاد شو مريي  ((حوئ )) هم ورسره و ( چې توره  يې تېزوله او (جګړې ته ) چمتوکوله )؛ نو پلار مې دا بيتونه ترنم کړل:

يادهر اف لک من خليل

کم لک بالاشراق و الاصيل

من صاحب او طالب قتيل

والدهر لايقنع بالبديل

وانما الامر الى الجليل

و کال حى سالک السبل

 يعنې : اى روزګاره ! پر تادى اف وي ، چې هر ګهيح او ماښام،ډېرى ياران او پلويان وژنې! سکه ،چې زمانه په بدبل او سيال نه قانع کېږي ! خو د چارو پايلې يوازې د جليل خداى په لاس کې دي او هر ژوندى ددې  لارې لاروى دى !

وايي : امام (رض) دا دوه يا درې ځل وويل، او زه پرې پوه شوم اوپه مراد ېې ورسېدم) ، له خپګانه مې ستونى بند شو؛خو اوښکې مې کلکې کړې او چوپ شوم او پوه شوم ،چې کړاو راکښته شوى دى . خو ترور مې ،چې ماڅه اورېدلي وو اورېدل ( او داچې ښځه وه او ښځې په زړونو نازکې اوبېوسې وي ) ځان يې ونشو ساتلاى او يو دم پاڅېده ،لمن يې په ځان پسې راښکوده او سر لوڅې يې ورور ته ورمنډه کړه او و يې ويل : (( پر ما افسوس! کاشکې مړه واى . نن ته واچې مور مې فاطمه او پلار مې علي او ورور مې حسن له نړۍ تللي دي! او اى د تېرو ځايناستيه  او اى د پاتې شونو پناه ځايه! حسين (رض) ورته  وکتل او و يې ويل : (( خورې ! شيطان دې بې زغمه نه کړي )) زينب وويل : ابا عبدالله ،موروپلار مې درځار، وژنه دې غوره کړه؟! درځار شم )) امام (رض) خپل غم وزغمه او ژړغونى شو او و يې ويل : (( که يوه شپه يې دقطا مارغه  (= اسفرود) ارام پرېښى واى ؛نو هرومرو ويدېده !))

زينب وويل:(( پر ما افسوس! ايا په زور او ظلم وژل کېږې ؟! دا خو مې لا نوره هم ځوروي! )) بيا يې مخ وواهه، ګرېوان يې څيرې او پر ځمکه بېسده ولوېده. امام (ع) پاڅېد او پر مخ يې اوبه ورواچولې او ورته يې وويل : (( خورجانې ! له خدايه وډارشه ! او د خداى په مرسته زغم وکړه او پوه شه ،چې ځمکوال مري او اسمانوال نه پاتېږي او هر څه له منځه ځي؛خو يوازې د الله تعالى ذات پاتې دى،چې  ځمکه يې په خپل قدرت پنځولې او هغه ايکي يو او بې سارى  دى . پلار مې تر ما غوره و، مور مې تر ما غوره وه،ورور مې تر ما غوره، بايد زه ، هغوى او هر مسلمان رسول الله (ص) خپله بېلګه کړي )) او په دې خبرو يې ډاډګېرنه ورکړه او ورته يې وويل : (( خورجانې ! قسم درکوم او قسم مې عملي کړه : په پار مې ګرېوان مه څېروه، مخ مه وهه او،چې ووژل شم چغې مه وهئ ! ))

امام سجاد (رض) وايي : بيا يې زينب  راوسته او مخې ته مې کېناسته او حسين (رض) خپلو يارانو ته ورغى او ورته يې وويل: ځينې کېږدۍ سره نژدې کړئ او ځينې طنابونه سره ونښلوئ او پخپله يې په منځ کې شئ او يوازې له  دښمن سره د مقابلې لار پرانستې  پرېږدئ .

 د الهي نارينه و شپه

ضحاک بن عبدالله مشرقي وايي : حسين او ياران يې ګرده شپه ويښ وو،پر لمانځه،دعا،زاريو او استغفار بوخت وو . حسين (رض) دا آيتونه لوستل :

 ((وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِّأَنفُسِهِمْ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُواْ إِثْمًا وَلَهْمُ عَذَابٌ مُّهِينٌ  . مَّا كَانَ اللّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىَ يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى الْغَيْبِ وَلَكِنَّ اللّهَ يَجْتَبِي مِن رُّسُلِهِ مَن يَشَاء فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَإِن تُؤْمِنُواْ وَتَتَّقُواْ فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌ [1]= او هغوى چې كافران شوي دي (او د سرغړونې لار يې نيولې ده) ګومان و نه کړي،چې زموږ وركړى مهلت يې په ګټه دى .موږ ځكه مهلت وركوو،چې يوازې د خپلو ګناهونو پېټى دروند كړي او هغوى ته سپكوونكى عذاب (چمتو شوى) دى . خداى نه غواړي مؤمنان پر همدغه حالت پرېږدي،چې (اوس پرې تاسې) ياست؛خو داچې پاك له ناپاكانو بېل كړي او (همداراز) خداى نه غواړي له غيبو مو خبر كړي (چې مؤمنان او منافقان وپېژنئ،چې دا د الهي دود (سنت ) پر خلاف چار دى)؛خو( د غيبو د ښوونې لپاره ) پخپله خوښه له خپلو استازيو ځينې غوره کوي ( او يوه برخه هغه پټ رازونه ورښيي،چې د مشرۍ مقام ته يې لازم وي)؛نو( اوس،چې دا دنيا د پاكانو او ناپاكانو ازمېښتځى دى) پر خداى او رسولانو يې ايمان راوړئ او که ايمان راوړي او (ځانونه) وساتي؛نو ستر ثواب مو په برخه دى .))

 د عمر سعد د لښکر يو پاسوال،چې څارلو يې،آيتونه يې واورېدل او ويې ويل : (( د کعبې پر خداى قسم،چې  موږ  هغه پاکان يو ،چې (خداى) درنه جلا کړي يو ! ))

ضحاک وايي: و مې پېژانده او (( برير بن حضير)) ته مې وويل : پوهېږې ،چې دا څوک دى؟ ويې ويل : نه ، و مې ويل: دا (( ابوحرب سبيعي عبدالله بن شهر) دى، چې  شوخ، سخت زړى،شريف ،مېړنۍ او بې باکه دى ، چې د جرم او جنايت له امله يې څه موده د ((سعيد بن قيس)) په بند کې تېره کړې وه.

برير ورته وويل:(( اى فاسقه ! خداى تا له پاکانو کوي ؟!))  ويې پوښتل : (( ته څوک يې ؟ )) ويې ويل : ((برير بن  حضير يم )) ويې ويل : (( انالله . راباندې سخته ده ! پر خداى قسم هلاک شوې ! پر خداى قسم  اى بريره  هلاک شوې ! ) برير وويل : (( اى اباحربه ! ايا غواړې ،چې له سترو ګناهونو دې د خداى  لوري ته وروګرځې او توبه وکاږې؟! پر خداى قسم ،چې  پاکان خو موږ يو او ناپاکان تاسې ياست، ته يې!))  ويې ويل : (( زه هم پرې ګواهي ورکوم !))  ضحاک وايي : ما ورته وويل : (( پر تا افسوس ! ايا دا پېژندنه دې درته ګټوره نه شوه؟ ! و يې ويل : درځار شم ؛نو څوک به مې د ملګري (( يزيد بن غدره  عنزي )) ملګرى وي ؟ برير وويل : خداى دې نظر په مرغۍ لره،ته بې عقله يې !))  او له ما يې مخ واړاوه،د هغې ډلې بولندوى ،چې پر هغې  شپه يې زموږ پاسوالي کوله ((عزرة بن قيس احمسي )) و.

د عاشورا ورځ

عمر سعد د جمعې پر ورځ  د محرم لسمه، د ګهيځ تر لمانځه  وروسته له خپل لښکر سره جګړې ته چمتو شو، حسين (رض) هم خپل ياران تيارسئ کړل او د ګهيځ لمونځ يې ورسره وکړ.

غزل بابا وايي:

ورسره چې هغه پاتې دوه اويا وو
خيال اونه كړې د امداد او د وغا وو
خو مثبت د قربانۍ د مدعا وو
لنډه داده چې د كل سره اجزا وو
كه لازمه بې كسي يې وه جمال ته
نو قتال يې هم پكار و څه جلال ته
ميړني پېغمبري زلمي اتلس
ننګيالي و هاشمي زلمي اتلس
كربلا کې كوثري زلمي اتلس
له اسلامه قرباني زلمي اتلس
په محشر کې به اتلس زره قامه
وايه څوك به يې شي  سيال له خاص و عامه

د امام (رض) ملګري دوه دېرش تنه سپاره او څلوېښت تنه پلي وو ،چې امام (( زهيربن قين)) د ښي لوري ، ((حبيب بن مظاهر)) يې د کيڼ لوري او خپل ورور يې ((عباس بن علي )) د لښکر بيرغچي کړ او ټول د کېږديو په مخ کې ليکه شوو او ويې ويل : د کېږديو شا ته چې په ايستل شوي خندق کې خس او لرګي پراته دي ،اور ورواچوئ ،چې دښمن له شا يرغل ونکړي .

راوي وايي : عمر سعد هم  خپل لښکر تيارسئ کړ او خپل بولندويان يې وټاکل؛ ((عمروبن حجاج )) يې په ښي لوري کې، (( شمربن ذى الجوشن)) يې په کيڼ لوري کې او ((عزرة بن قيس )) يې د سپرو بو لندوى او (( شبث بن ربعي )) يې د پليو بولندوى او بېرغ يې خپل مريي (( ذويد )) ته ورکړ.

 د شهادت زېرى

 د عبدالرحمان انصاري مريى وايي: له خپل مولا سره وم او ومې ليدل، چې  د دښمن لښکر د حسين (رض) لوري ته  راغى ؛نو امام امر وکړ،چې کېږدۍ ورته هسکه کړي،عطر او د نظافت درمل يې ورته راوړل او د ځان نظافت ته کېږدۍ ته ورننووت. په دې حال کې زما مولا عبدالرحمان او برير بن حضير د خېمې خولې ته ولاړ وو،چې يو له بله مخکې  شي. برير له عبدالرحمان سره ټوکې کولې، عبدالرحمان ورته وويل : (( لاس واخله ،چې اوس  د ټوکو وخت نه دى!)) برير ورته وويل : (( پر خداى  قسم ! قوم مې پوهېږي ،چې زه په ځوانۍ او زړښت کې د باطلو منيوال نه وم ؛خو پر خداى قسم  ،چې له څه سره ليده کاته کوم، پرې خوشحال يم . پر خداى قسم زما او د((حور العين )) ترمنځ واټن يوازې همدا دى ،چې دا قوم په تورو ګوزارونه راباندې پيل کړي او ښه مې ايسي،چې په تورو راباندې راپر ېووځي ! )) وايي : او چې حسين (رض) راووت ، موږ  وردننه شو او هغه درمل  مو ووهل ،چې د بدن ويښتان رژوي. بيا نو حسين(رض) پر خپلې سپرلۍ سپور شو او قرآن  يې وغوښت او مخې ته کېښود او ياران يې پر وړاندې سخت وجنګېدل او زه يې ،چې پر شهادت شاهد وم،وتښتېدم او هغوى مې پرېښوول.

 د عاشورا پر ورځ د امام حسین (رض) دعا

 طبري روايتوي او وايي : ګهيځ ،چې د عمرسعد لښکر،له امام حسين (رض) نه راتاو شو؛نو امام لاسونه اسمان ته پورته کړل او ويې ويل :(( خدايه ! په هر غم کې مې  د ډډې وهلو ځاى يې، په هرې سختۍ کې مې هيله يې، يوازې ته يې،ته يې،چې هر څه راباندې راځي؛نو مرستندوى مې يې. ډېر داسې خپګانونه دي،چې زړونه پکې سستېدل او فکرونه پکې نه چلېدل او دوستانو يوازې پر ېښوول، دښمنانو ټپسوري کوله اوما دا ستا درشل  ته راوړي او له دې مې تاته شکايت وکړ،چې يوازې ته مې هېله وې او تا يوې خوا ته کړل او پراخي دې راوسته ؛نو يوازې ته يې،چې د هر نعمت ولي  او د هر ې نېکۍ خاوند او د هرې هيلې پاى يې ))

 او له ضحاک مشرقي، وايي : هغه مهال ،چې د عمر سعدلښکر راباندې يرغل وکړ او د خېمو شاوخوا ته يې اور وليد،چې د راننووتو لار يې بنده وه؛نو يو سنبال سپور ېې رامخې ته شو او بې له دې،چې خبرې راسره وکړي،خېمې يې تر سترګو تېرې کړې او داچې يوازې د اور لمبې يې وليدې ،په بيړه پر شا شو او په لوړغږ يې وويل: (( حسينه ! له قيامته مخکې په دنيا کې دې جهم ته په ورتلو کې بيړه وکړه؟!)) امام وپوښتل: (( دا څوک دى ؟ لکه چې  شمر بن ذى ا لجوشن دى!)) ورته وويل شول : هو ! هماغه دى . و يې ويل : (( د وزو څرونکې ښځې زويه! ته ورته ( = جهنم ) وړ يې.  مسلم بن عوسجه وويل : (( د رسول الله زويه! درځار شم ،په يوه غشي يې و نه ولم ؟ په نښه کې مې دى او خطا به نشي، دا فاسق خو له سترو ظالمانو ځنې! )) حسين (رض) ورته وويل : (( مه يې وله ، ښه مې نه ايسي ،چې پيلوونکى وسم .))

 د امام ړومبۍ وينا

 راوي وايي : هغه مهال ،چې د دښمن لښکر را نژدې شو؛نو حسين (رض) خپله سپرلۍ وغوښته او سپور شو او په لوړغږ يې وويل: (( خلکو! خبره مې واورئ او بيړه مه کوئ او يو حق را باندې لرئ،چې نصيحت درته وکړم او دلته د راتلو علت درته ووايم ،بيا که زما عذر مو ومانه او زما خبره مو تصديق کړه او منصف مو وګڼلم ؛نو نېکمرغي به شئ او د تېري لار به راباندې و نه مومئ او که زما عذر مو و نه ما نه او منصف مو و نه ګڼلم ، (( په خپل چار کې له خپلو شريکانو سره يو لاس شئ،چې  چار مو درنه پټ پاتې نشي، بيا مې په اړه هوډ وکړئ او مهلت مه راکوئ،چې بېشکه ولي مې هغه خداى دى ،چې دا قرآن يې رالېږلى او هماغه د نېکانو مينوال دى[2]))

راوي وايي: داخبرې،چې د امام خویندواو لوڼو واورېدې ،په چغو چغو يې وژړل، امام (رض) خپل  ورور عباس او زوى يې علي ورولېږل او ويې ويل: (( چوپ يې کړئ، پر ځان مې قسم ،چې ډېر به وژاړي)) او چې چوپ شوې، خداى يې وستايه،پر محمد (ص)،پرښتو او الهي پېغمبرانو يې درود ووايه او داسې خبرې يې وکړې ،چې خداى پوهېږي او بس! پر خداى قسم ، تر اوسه مې نه تر دې له مخه او نه وروسته ،له هيڅ چا داسې څرګندې او ژبورې خبرې اورېدلې نه وې .

بيا يې وويل : (( امابعد ؛ نسب مې راياد کړئ،چې څوک يم؛بيا په خپل ګرېوان کې سر کښته کړئ او ښه سوچ او غور  وکړئ،چې ايا وژنه او بې حرمتى مې درته روا ده ؟!

 ايا زه ستاسې د پېغمبر د لور زوى،د وصي يې زوى او د تره د زوى، زوى يې نه يم ؟ هماغه ،چې پر خداى ړومبى مؤمن  و او څه چې رسول الله (ص) د پالونکي له لوري راوړي وو، تصديق يې کړل؟ ايا “حمزه؛ سيدالشهداء” مې د پلار تره نه دى؟ ايا “جعفرطيار شهيد ذوالجناحين” مې تره نه دى؟ ايا دا مستفيض حديث در رسېدلى نه دى ،چې رسول الله (ص) زما او زما د ورور په اړه ويلى دى : (( دوى د جنتي ځوانانو ښاغلي دي ؟ )) اوس نو که خبرې مې منئ،چې همدا حق دى ( او حق مو غوره کړى) او زه پر  خداى قسم ،له کومې ورځې ،چې پوه شوم،چې خداى پر دروغجن غوسه کېږي او دروغو زيان دروغ ساز ته ورسي! هيڅ دروغ مې ويلي نه دي او که دروغجن مې وګڼئ،په يقين ،چې په تاسې کې داسې کسان دي،چې که ترې وپوښتئ،خبر به مو کړي : له جابر بن عبدالله  انصاري (رض) وپوښتئ يا له ابو سعيد خدري (رض)يا له سهل بن سعد ساعدي يا له زيد بن ارقم (رض) يا له انس بن مالک (رض) وپوښتئ ،چې خبر مو کړي ،چې زما او زما د ورور په باب يې داخبره له رسول الله (ص) اورېدلې نه ده ؟!))

غزل بابا وايي:

 ورور ميېن په صلح مجتبى شاه شبر زما
سروه د حبش د مهاجرو تره جعفر زما
مونږ هغه كسان يو چې دنيا مو مسلمانه كړه
اى عربو ستاسو توره خونه مو روښانه كړه
اووى ورته دوى مونږه خبر يو هر چې ته وايې
ښه وائې كه بد وايې خو ووايه چې څه وايې

 دلته شمربن ذى الجوشن وويل: (( مابه خداى په شک لمانځلى وي،که ستا په خبره به پوه شوى يم!)) حبيب بن مظاهر ورته وويل: (( پر خداى قسم ، زه دې داسې وينم ،چې خداى اويا ګرايه (چې څه دې وويل ) په شک نمانځې! او زه ګواهي ورکوم ،چې ته رښتيا وايې او نه پوهېږې ،چې هغه څه وايي؛ځکه خداى دې پر زړه ټاپه وهلې ده ! ))

بيا حسين (رض) ورته وويل : (( که په دې اړه شکمن ياست ،ايا په دې کې هم شکمن ياست ،چې زه ستاسې د پېغمبر د لور زوى يم؟ پر خداى قسم ،چې (د دې نړۍ)په ختيځ او لويديځ کې ستاسې د نورو د کوم پېغمبر زوى نشته، يوازې زه مو د پېغمبر زوى يم. راته ووياست : ايا څوک مې درنه وژلى،چې کسات يې رانه اخلئ ؟ يا څه مالي زيان مې دراړولى؟ يا څه کسات مو راباندې پاتې دى؟)) او هغوى ټول چوپ شول!

بيا يې وويل : (( اى شبث بن ربعي ! اى حجار بن ابجر! اى قيس بن اشعث! ااى يزيد بن حارثه! آيا ليکلي مو نه وو چې: مېوې پخې شوې، باغونه ښېرازه دي ،ويالې ډکې شوي او ته به دې تيارسئ لښکر ته راشې؛ نو راشه؟!))  ويې ويل : (( موږ خو داچار کړى نه دى!)) امام وويل: ((سبحان الله !ولې نه ، پر خداى قسم ،چې کړى مو دى !)) او وروسته يې وويل : (( خلکو ! چې اوس مې نه خوښوئ؛ نو پرېږدئ ،چې درنه لرې شم او له دې سيمې يو امن ځاى ته ولاړ شم!)) قيس بن اشعث ورته وويل : (( ولې دې د تره زامنو خبره نه منې،چې په خوښه دې درسره وچلېږي او څه نادوده هم درسره ونه کړي ! )) او حسين (رض) ورته وويل: ((په رښتيا چې د خپل ورور ،ورور دې يې ! ايا غواړې ،چې بني هاشم د مسلم بن عقيل له کساته ډېر څه درنه وغواړي؟ نه ! پر خداى قسم ،چې ،نه  د خوارۍ لاس  ورغځوم او نه  د مريانو په څېر ورته غاړه  ږدم! ((دا چې ومې شړئ ،خپل او ستاسې پالونکي ته پنا وړم (هو) زه له هر کبرجنه ،چې د حساب پر ورځ ايمان نه راوړي، خپل او ستاسې پالونکي ته پنا وړم [3]))

 بيا يې خپله سپرلۍ سملوله او عقبة بن سمعان ته يې وويل ،چې يې وتړئ. او دښمنان يرغل ته چمتوشول .

غزل بابا وايي:

امام اتمام ته د حجت ورته بهر راغى
ګويا په سر د كفرستان د تيرو نمر راغى
سترګې حيرانې وې حسين ؤ ، كه سرور راغى
اوبه شو تريخي د كوفيانو چې حيدر راغى
حسين ويل ورته زه څوك يمْ پېژندلى مو يمْ ؟
كه مو ليدلى پخوا نه يمْ اورېدلى مو ىم ؟
هغو ويل ورته چې مونږه همه تا پيژنو
حسينه مونږه دې نيكه هم دې بابا پېژنو
ړانده خو نه يو ښه سبا اوښه بېګا پېژنو
بس خو بېعت د يزيد اوكړه مونږه دا پېژنو
بې د بېعت نه د يزيد دى بل مفر نشته
كه دې انكار وي په دې پوى شه چې دې سر نشته
پوهه امام شو چې اوس وخت مې مقرر راغى
د قربانۍ دپاره وار زما د سر راغى
د خداى په در کې حاضرۍ لره خبر راغى
هغه ساعت د شهادت مې منتظر راغى
هاتف اواز كړو لا په ژوند درته يو غم پاتې دى
امامه! لا خو د يزيد حد د ستم پاتې دى
پس د اتمام نه د حجت يې ذوالفقار اونيو
د سامعې محل كوكار او شرنګهار اونيو
كوم پهلوان به د كند پوش فقير ګذار اونيو
اخر له لرې يې د غشو ورته وار اونيو
سورى سورى چې شو د اس نه ناتوان پرېوت
جګ يې اسلام كړكه پخپله پهلوان پرېوت

د زهير بن قين وينا

له عبدالله بن کثير شعبي روايت دى ،چې وايي: چې پر حسين (رض) مو يرغل وکړ، زهير بن قين وسله وال سپور رامخې ته شو او يې ويل : (( کوفيانو! له الهي عذابه مو ډاروم ،سخت ډار! په يقين ،چې پر هر مسلمان واجب دي،چې د بل مسلمان ورماند – ناصح وسي. موږ تردې شېبې او تردې،چې تورې مو يو د بل پر وړاندې راايستلې نه وې، يو له بل سره  وروڼه يو او پر يوه دين او ملت يو او تاسې مو نصيحت ته وړ ياست.

 خوکه تورې وکارېږي،تړاونه شلېږي .موږ جلا امت کېږو او تاسې جلا.خداى موږ او تاسې د خپل پېغمبر محمد (ص) په ځوځات ازمېښتوي،چې وويني موږ او تاسې څه کوو. رابلم مو ،چې د دوى ملاتړي شئ او د سرغړاند؛عبيدالله بن زياد لورى ورخوشې کړئ. داسې زوى او پلار،چې د واکمنۍ په ترڅ کې مو بې له ناوړه چلن بل  څه ترې ليدلي نه دي : سترګې يې درنه را وايستې! لاس وپښې يې ورپرې کړې! مثله يې کړئ، د ونو پر ډډونو يې راځوړند کړئ او د ((حجر بن عدى)) او ((هاني بن عروه )) او يارانو په څېر ممتازان او مفسران يې درنه ووژل ! ))

راوي وايي: کوفيانو وکنځه، عبيدالله بن زياد يې وستايه او دعا يې ورته وکړه او ويې ويل : پر خداى قسم تر هغې به ولاړ نشو،چې ستا مشرا او ملګري يې مو وژلي نه وي ، يا داچې هغه او ملګري يې راتسليم  شي او امير عبيدالله  ته يې ولېږو!)) زهير وويل:  (( د خداى بند ګانو! په يقين ،چې د فاطمې اولاده (رضى الله عنهم) خو د سميه تر او لادې دوستۍ او ملاتړ ته وړ ده . پر خداى قسم درکوم،چې مه يې وژنئ او ددې سړي او د تره د زوى (يزيد بن معاويه) ترمنځ يې لار پرانستې پرېږدئ ،چې پرځان مې قسم يزيد بې د حسين له وژنې هم ستاسې له اطاعته خوشحالېږي ! ))

ناڅاپه ((شمربن ذى الجوشن)) يو غشى ورخوشې کړ او ويې وويل: (( چوپ شه! غږ دې وچ شه، په ډېرو خبرو دې ستړي کړو! )) زهير ورته وويل: (( د هغه زويه ،چې شاته يې متيازې کولې! له تاسره مې خبرې کړې نه دي . ته يو څاروى يې! پر خداى قسم ،چې د کتاب الله پر دوو آيتونو به هم ټينګ پاتې نشې ! ته د قيامت د ورځې په خوارۍ او دردناک عذاب يې خوشحال وسه ! ))

شمر وويل : (( خداى به ډېر ژر تا او ستا مشر ووژني! ))

 زهير وويل : (( ما له مرګه ډاروې ؟ پر خداى قسم له هغه سره مرګ له تاسره له همېشه توبه راته ګران دى !))  بيا يې خلکو ته مخ کړ او په لوړ غږ يې ويل : (( د خداى بندګانو ! د رحمت تش کدو او په څېر يې، له خپل دينه مو وا نه ړوي ،چې پر خداى قسم محمد (ص) د هغه قوم شفاعت  ونه کړي،چې د محمد (ص) د ځوځات،اهل بيتو او مرستندويانو يې وينه تويې کړي )) په دې وخت کې يو سړي ورته غږ کړ:

اباعبدالله درته وايي : (( راشه،چې  پر ځان مې قسم ،که نصيحت او بلنه ګټور ه وي؛لکه څنګه ،چې د آل فرعون مؤمن خپل قوم ته نصيحت  وکړ او د بلنې  پيغام يې پوره ور ورساوه، تا هم نصيحت  ورته وکړ او بلنه دې پاى ته ورسوله ! )) .

  د حُر توبه

 له ((عدى بن حرمله )) روايت دى ،چې وايي : چې عمر سعد جګړى ته چمتو شو ((حر بن يزيد)) ورته وويل : (( خداى دې سلامت ولره، ته له دې سړي سره جنګېږې؟  عمر سعد وويل: هو! پر خداى،هغه جګړه خورا اسانه يې د سرونو پرې کول او د لاسونو غوڅول وي ! )) حر وويل: (( ايا يو وړانديز يې هم نه منې ؟)) عمر سعدوويل : (( پوه شه ،پر خداى قسم ، که واک راسره واى، منل مې؛خو ستا امير و نه منل !))  حُر چې  دغسې وليدل، څنډې ته شو ا و ورسره خپلوان ؛”قُرة بن قيس” ته يې وويل: (( قُره! نن دې اس اوبه کړى؟)) ويې ويل: نه! حُر وويل: (( اوبه نه ورکوې؟ )) وايي : ګومان مې وکړ ،چې ځان له جګړې څنډې ته کوي او ښه يې نه راځي،چې په هغه حال کې يې ووينم او ډارېږي ،چې اشوا او رابرسېره به يې کړم؛ نو ورته مې وويل : اوبه مې ورکړي نه دي او دادى ځم ،چې اوبه ورکړم او پر کوم ځاى ،چې حُر ولاړو، لرې او د حر له ولاړ ځايه لرې شوم . حال داچې پر خداى قسم  که زه يې له خپل هوډه خبرکړى واى . زه هم ورسره حسين ته ورتلم .

راوي وايي: حر، ورو ورو حسين ته ورنژدې کېده : په دې وخت کې يې يو خپلوان ((مهاجر بن اوس)) ورته وويل : د يزيد زويه څه غواړې ؟ بريد کوې؟ حُر چوپ و او د تبې په څېر يې يو ځيږ تن تود کړى و او مهاجر ورته وويل: د يزيد زويه! پر خداى قسم ، چې چار دې هېښنده دى! پر خداى قسم په يوې جګړې کې مې داسې ليدلى نه وې! ۤکه پوښتل شوى واى ،چې څوک په کوفيانو کې ښه ميړنى دى؟ ته مې ورښوولې :  دا پر څه حال دې وينم؟ حُر وويل :(( پر خداى قسم،ځان د جنت او دوزخ ترمنځ وينم او پر خداى قسم،چې يو څيز هم پر جنت غوره نه ګڼم ،که څه ټوټې ټوټې او وسوځول شم)) بيا يې خپل اس وځغلا وه او له حسين (رض) سره يو ځاى شو او و يې ويل :((يا بن رسول الله ! خداى مې درځارکړه ، زه هماغه يم ،چې ستا دستنېدو مخه مې ونيوه او پردې لار مې وګومارلې او دلته مې راکوز کړې. پر يوازېني معبود ((الله )) ،چې بيخي مې نه انګېرله ،چې داقوم به دې وړانديزونه و نه مني او په دې حالاتو کې به دې راګېر کړي . له ځان سره مې وويل : څه باک خو نه دى ،چې ددې قوم ځينې غوښتنې ومنم ،چې و نه انګېري ، له اطاعته يې وتلى يم؛ځکه په پاى کې به د حسين يو وړانديز ومني، پر خداى قسم ! که ګومان مې کاوه ،چې يو هم نه مني، هېڅکله مې  داسې  درسره نه کول! دادى راغلى يم، چې خداى ته د خپلو کړنو توبه وکاږم او ځان درځارکړم او په مخکې دې ووژل شم ،ايا دا مې توبه ګڼې؟)) حسين (رض) وويل :((هو! خداى دې ستا توبه قبوله کړي او تا دې وبښي، نوم  دې څه دى؟

ويې ويل: حُر بن يزيد يم!

امام  وويل:(( په رښتيا،چې حُر يې؛لکه ،چې خپلې مور دې نومولى يې . ته انشاء الله په دنيا اوآخرت کې حُر  يې ، پلى شه!))

حُر وويل : تر پلي له سپرو درته ښه يم ؛ زه تر يو وخته پر خپل  اس سپور ورسره جنګېږم او پلي کېدل د خپل کار پاى ته سپارم .

 حسين (رض) ورته وويل : (( د خداى رحمت  درباندې ،چې څنګه دې خوښه وي، هماغسې وکړه ))

 حُر کوفيانو ته نصیحت کوي

حُر کوفيانو ته مخامخ ودرېداو و يې ويل : (( قومه ! ايا د حسين يو وړانديز هم نه منئ ،چې خداى مو له جګړې وژغوري؟ ))

 ويې ويل: زموږ له بولندوى عمر سعد سره خبرې وکړه.

 حُر،چې مخکې  ورسره خبرې کړې وې، له وروستۍ خبرې مې له سره بيا ځلي ورته وکړه .

 عمرسعد وويل : زما هم خوښه وه ،چې یو وتلار ور ومومم ! .

او حُر وويل : (( کوفيانو! ميندې مو بورې شه! هغه مو راوباله ، چې درشي او خبره يې ومنئ او باوري وئ،چې ځانونه ورځار کړئ! اوس يې پر ضد راپاڅېدلي ياست او وژنئ يې! هغه مو را ايسار کړى، وتلار نلري ،چې له خپلو اهل بيتو سره  د خداى يو ښار ته پناه يوسي او داسې مو بندي کړى ،چې ځان ته د ګټې رسولو او زيان لرې کولو وس نه لري،راګېرکړى مو دى ،چې هغه، ښځې، کوچنيان،اهل بيت او ياران يې د فرات اوبو ته نه ورپرېږدئ! هغه اوبه،چې يهود،مجوس او نصراني يې ترې څښي او د بېديا خوکان او سپي هم پکې لامبو وهي ! حال داچې دوى د تندې له لاسه بېسده دي! محمد (ص) ته يې د اولادونو په اړه څه بد ځایناستي وئ! خداى مو د تندې پر ورځ خړوب مه کړه، که همد اوس له خپله دريځ وانه وړئ اوتوبه و نه کاږئ!)) ناڅاپه پلي دښمن پرې د غشي ګوذار وکړ،ستون شو او د حسين(ع) مخې ته ودرېد.

   د امام حسين (رض) دويمه وينا

سبط بن جوزي وايي: حسين (رض) پر خپل اس سپور شو او پرانستى قرآن يې پر سر کېښود او هغه قوم ته مخامخ  ودرېداو و يې ويل: ((قومه! زموږ او ستاسې ترمنځ دې منځګړى د خداى کتاب او زما د نيکه رسول الله (ص) سنت وي ! ))

خوارزمي وايي: چې عمرسعد له امام حسين (رض) نه خپل لښکر راتاو کړ، امام  دباندې راووت او ورته يې وويل ،چې چوپ شئ او چې د امام خبره يې ومنله ، ورته يې وويل: (( پر تاسې افسوس! څه کېږي،چې چوپ شئ او خبرې مې واورئ؟ يوازې د ودې او سمونې لارې ته مو رابولم !)) د عمر سعد پوځيانو يو بل ټپسوري کړل او په خپلو کې يې وويل: چوپ شئ !))

امام (رض) وويل: اى ټوليه! مرګ درباندې ! په شور وځوږ مو راوبللم او په بيړه مې ستاسې بلنه ومنله، اوس هغه تورې ،چې زما په پار مو د نورو پر وړاندې راايستلې وې،زما په مقابل کې مورا وايستې او کومه جګړه مو،چې ګډ دښمن ته چمتو کړې وه،له ما سره يې کوئ،د خپل دښمن دوستان او د خپلو دوستانو دښمنان شوي ياست،بې له دې ،چې ترمنځ مو عدل اوانصاف وکړي، يا يې خير ته هيلمن وسئ ؟! ورک شئ او لعنت درباندې! ولې مو پر هغه ورځ پر خپل حال پرېنښودو،چې تورې په تېکو کې وې، زړونه آرام او فکرونه پر ځاى وو؟! بلکې د بېديا د ملخانو په څېر مو هغې بلنې ته وځغاستل او د سرګردانو پتنګانو په څېر ترې راتاو شوئ او بيا مو بلنه ولتاړله! نو اى د مريانو مرياو! مرګ درباندې! اى د احزابو خپروونکيو! اى د قرآن پرېښوونکيو! اى د خبرو اړوونکيو! اى ګناهګارانو، اى د شيطان  وسوسو، اى د سنتو تتوونکيو! پر تاسې افسوس! له ((هغوى)) سره مرسته کوئ او ((موږ)) پرېږدئ؟! هو،پر خداى قسم ، دا يو ډېر پايښتى او د جرړو والا چل ول او دوکه ده ،چې ستاسې ډډ ترې راوتلې او ښاخونه مو پرې ورخپاره شوي دي! تاسې ډېرې خبېثې او ناپاکې مېوې ياست، داسې مېوه ،چې د بڼوال په ستوني کې نښتې او بلوسګر ته خوندوره ده !

 باخبر! دادى د حوموني حرموني د تورې او ذلت ترمنځ  درولى يم: اوهيهات منا الذله = او ذلت رانه څومره لرې دى! نه يې خداى رانه مني ،نه يې رسول الله (ص) او مؤمنان ، او هغه لمنې،چې پاکي مو تره پاتې شوې او غيرتي نارينه او نه تسلېمېدونکي انسانان! هغوى يې بيخى راسره نه مني ،چې د عزتمنو پر شهادتځي په لئيمانو پسې تلل غوره وبولو! باخبر،چې زه پر همدې لږ ځواک، بې څه مرستندوى، جګړې ته چمتو يم! بيا د (( فروة بن مسيک[4])) پر اشعارو لګيا شو :

 که لاسبري شوو؛نو لاسبري مو څه نوې نه ده، او که ماتې وخورو ؛نو نه تښتوو.

له ډاره نرم نه چلېږو؛ بلکې  خپلې هيلې ته رسوو او نور خپل دولت ته!

 زموږ ټپسوريو کوونکيوته ووايه: راويښ شئ ،چې  څه راورسېدل، ژر هغوى ته هم ور رسي !

که مرګ څه موده  د نورو له سره بچ شو، (په يقين پوه شئ ،چې ) نور پر ځمکه راڅملوي !

هن پوه شئ! پر خداى قسم ،په دې پېښې پسې پر اس د ورسپرېدو هوموه درنګ کوئ، تردې ،چې د ژوند چورليز مو  وچورلوي او وښوييوي! دا يو راز دى ،چې پلار مې له نيکه رسول الله (ص) راسپارل. ((نو په خپل چار کې له خپل ګډونوالو سره يو لاس شئ،چې چار مو درنه پوښين او پټ  نشي، بيا مې په اړه هوډمن شئ او مهلت مه راکوئ، ما پر خداى،خپل او ستاسې پر پالونکي توکل کړى. د هر خوځنده واګې يې په لاس کې دي ، په رښتيا ،چې پالونکى مې پرسمه لار دى [5]))

بيا يې لاسونه  اسمان ته پورته کړل او ويې ويل :(( خدايه ! د اسمان باران پرې مه وره او د يو سف (ع) په څېر کلونه پرې راوله ، د ثقيف مريى پرې لاسبرى کړه ،چې د تراخو يو شرنګ پرې وڅکي (دا کله) ،چې موږ يې دروغجن وګڼلو او ځان ته يې پر ېښوولو. يوازې ته مو پالونکى يې ، پر تا مو توکل کړى او لوري ته دې درګرځوو[6] ))

 د امام ښېرا قبوله شوه

 طبري وايي: د بني تميم د ټبر يو تن (( عبدالله بن حوزه)) رامخې ته شو او حسين ته مخامخ  ودرېد او و يې ويل: (( حسينه! حسينه!))  حسين وويل: (( څه غواړې؟))  ويې ويل : (( د جهنم  زېرى درباندې !)) حسين وويل: (( نه داسې  نه ده؛بلکې رحيم او مطاع شفيع پالونکي ته ورځم) بيا يي وپوښتل : (( دا څوک دى ؟ )) يارانو يې وويل: ابن حوزه دى . حسين وويل : (( پالونکيه په اور کې يې وغورځوه )) راوي وايي : ناڅاپه يې اس توري شو او په يوه کنده کې يې وغورځاوه، پښه يې په رکاب کې نښتې وه او سر يې پر ځمکه و او هرې لوري ته يې راښکه او سر يې پر هر ډبرې او لرګي لګېده ، چې هلاک شو .

او په بل روايت کې وايي: چې عبدالله بن حوزه له اسه سرچيه شو ، چپه پښه يې په رکاب کې ونښته او ښۍ پښه يې پورته ته شوه ، اس يې توري شو او سر يې د تېږو او ونو پر ډډونو ولګېد ،چې ومړ.

له (( عبدالجبار بن وائل حضرمي)) او دې يې له خپل ورور ((مسروق بن وائل )) څخه روايتوي،چې  وايي : زه د هغو پوځيانو په ړومبۍ ليکه کې وم ،چې د حسين پر لور ورتلل او له ځان سره مې ويل : (( که په ړومبۍ ليکه کې وسم ،چې ښايي د حسين سر تر لاسه کړم ،چې د ابن زياد پر وړاندې څه مقام وموم)) وايي: حسين ته چې ورنژدې شوو، (( ابن حوزه )) ورنژدې شو او ويې پوښتل : (( آيا حسين درکې دى؟)) حسين چوپ و. بيا يې خپله خبره وکړه او حسين چوپ و؛خو په درېيم ځل يې وويل: (( ورته ووياست،هو! دا حسين دى،څه غواړې؟))  ويې ويل :((حسينه ! د دوزخ زېرى درباندې!))حسين وويل :(( دروغ دې وويل؛ بلکې رحيم او مطاع شفيح پالونکي ته ورځم. ته څوک يې ؟))ويې ويل : ((ابن حوزه،حسين هومره لاسونه پورته کړل،چې تخرګونه يې مې وليدل،او ويې ويل :(( پالونکيه! په اور کې يې وغورځوه!)) ابن حوزه غوسه شو او غوښتل يې ،چې خپل اس د حسين خوا ته وروځغلوي،خو له يوې کندې سره مخ شو او پښه يې په رکاب کې ونښته او سرچپه شو،اس يې توري شو او هرې خوا ته يې راښکوده،چې پښې ، ورون او پنډۍ يې جلا شوې او نيم نور په رکاب کې نښتى و ))

راوي وايي: مسروق ،چې دا وليد،د ابن زياد له لښکره جلا شو او چې علت يې ترې وپوښت ويې ويل : (( له دې اهل بيتو مې داسې څه وليدل ،چې هېڅکله به ورسره و نه جنګېږم ! [7]))

 د امام حسين(رض) پر خيمو د لښکر يرغل

طبري د (( حميد بن مسلم )) له خولې وايي : عمرسعد پرې يرغل وکړ او چغى يې کړه :(( ذويده ! ببرغ دې رامخې ته کړه)) بېرغ يې رامخې ته کړ او عمرسعد په ليندۍ غشې کېښود او ويې  ويل: (( شاهد وسئ ، چې ړومبى غشى ايشتونکى يم! ))

 او د مقريزي په روايت کې،ويې ويل : (( د امير په مخ کې لېینه – ګواهي ورکړئ،چې ړومبى غشى ايشتونکى وم ! ))

 طبري او مفيد وايي : (( بيا يې پوځيانو خيمې په نښه کړې او د جګړې ته چمتو شول او د زياد مريى ((يسار)) او عبيدالله بن زياد مريى ((سالم)) ډګر ته راووتل او سيالان يې وغوښتل. حبيب بن مظاهر او برير بن حضير له ځايه ورپاڅېدل،چې حسين دواړو ته وويل : کېنئ . بيا ((عبدالله بن عمير کلبي)) راپاڅېد[ دا يې له خپلې مېرمن (( ام وهب)) سره له کوفې راووستى و، چې په ((نخيله )) کې د خلافت له لښکر سره مخ شو، ده ته يې وويل ،چې دا لښکر د رسول ا لله (ص) د لور فاطمې له زوى حسين سره جګړې ته چمتو کېږي او عبيدالله وويل : پر خداى قسم زه له  مشرکانو سره جګړې ته حريص او څوبمن – لېوال وم او دا دى هليمن يم ، دوى ،چې د پېغمبر د لور  زوى سره جګړې ته ځي، پر وړاندې يې د جهاد ثواب له مشرکانو سره د جهاد تر ثوابه کم نه وي؛نو خپلې  مېرمنې ته ورغى ،چې څه يې اورېدلي وو او هم يې له خپل هوډه خبره کړه.مېرمن يې وويل : (( سمه لار دې غوره کړه . خداى درته خورا غوره لار درمخې ته کړه، همدغسې وکړه او درسره مې بوځه )) راوي وايي : د شپې شپې له خپلې مېرمنې سره ورغلل او له حسين سره يو ځاى شول] او ويې ويل: (( يا ابا عبدالله ! د خداى لورنې درباندې! اجازه راکړه، چې ورشم))

 حسين ،چې وليدل، عبېدالله غنم رنګى ، دنګ، مټې يې غړیالې او اوږې يې پلنې دي ؛ نو له ځان سره يې وويل : ((په يقين ،چې همدا يې سيال دى )) او ورته يې وويل: (( که خوښه دې وي؛ نو ورشه))

 راوي وايي : عبدالله ډګر ته ورغى او هغو دواړو وويل: ته څوک يې؟ عبدالله ځان وروښود، هغوى وويل : نه دې پېژنو! بايد زهيربن قين يا حبيب بن مظاهر يا برير بن حضير راسره سيالي او مبارزه وکړي! په دې وخت کې ((يسار)) د ((سالم)) په مخکې  و او عبدالله  ورته وويل : (( حرمونيه! ته له يوه سره له مبارزې مخ اړوي او تر خپل ځان اوچت سره يې غواړې)) بيا يې بريد پرې وکړ او د تورو تر ګوذارونو لاندې يې ونيو، چې بې حاله یې کړ او همدغسې ورباندې لګيا و ،چې ((سالم )) بريد پرې وکړ او د امام له سنګره پرې ورغږ شو ((هغه مريي ته دې پام وي!)) راوي وايي: د عبدالله پام نشو،چې سالم ور ورسېداو له واره يې ګوذار پرې وکړ او عبدالله په کيڼ لاس دفاع کوله او د کيڼ لاس ګوتې يې پرې شوې. بيا عبدالله  ورباندې بريد وکړ په ګوذارونو يې هلاک کړ. بيا يې د دواړو تر وژنې وروسته، دا رجز پيل کړ :

ان تنکر ونى فانابن کلب

حسبى ببيتى فى عليم حسبى

انى امرو ذومره و عصب

ولست بالخوار عنداللنکب

انى زعيم لک ام وهب

بالطعن فهيم مقدما و الضرب

ضرب غلام مؤمن بالرب

که مې نه پېژنئ، دکلب له ټبره يم .

د کورنۍ په شرافت کې مې همدابس، چې د عليم له کوره يم . وسمن، غړیالى او تل ټينګ ولاړ سړى يم

او په سختيو کې سست او بېوسې نه يم

اى ام وهب! زه دې کفيل (هم) يم؛ په ځپنه،پرمختګ او ورباندې په ګوذارونو کې د هغه ځوان ګوذار، چې پر پالونکى ايمان لري.

 په دې وخت کې يې مېرمن ((ام وهب)) د خيمې ستن راواخسته او د خپل مېړه خوا ته ورغله او ويې ويل : ((موروپلارمې درځار! هو، د محمد د سپېڅلي ځوځات په مخ کې وجنګېږه )) .

عبدالله ورغى،چې خيمو ته يې ورستنه کړي؛خو مېرمن يې لمن ونيوه او ويې ويل: (( نه دې پرېدم ،چې درسره ووژل شم ! )) ؛خو حسين (رض) ورغږ کړ: ((تاسې کورنۍ حق پوره کړ، د خداى لورنې دې درباندې وي ، ښځو ته ورستنه شه او ورسره وسه ،چې  ښځې له جګړې معاف دي )) او ((ام وهب)) خيمه  تون ته ورستنه شوه .

 د عمرسعد او … د ښي اړخ يرغل

راوي وايي : عمرو بن حجاج ،چې د ميمنه بولندوى و ، يرغل يې وکړ او چې د حسين پوځيانو ته ورنژدې شو؛ نو دوى ورته زنګون کيش شوو او نېزې يې ورته ونيوې؛نوځکه سپاره يې په ټپه او پر شا شول او د حسين يارانو په غشيو و ايشتل، يو شمېر يې ووژل شوو او يو شمېر يې ټپيان شوو.

وايي: د حسين پوځيانو په سختۍ ورسره جګړه وکړه او سپاره يې،چې دوه دېرش تنه وو، ورباندې يې يرغل کاوه او په هر يرغل کې يې د کوفيانو په لښکر کې ليکه ايسته او مخې ته تلل. په دې وخت کې د کوفيانو د سپرو بولندوى (( عزرة بن قيس)) ،چې وليدل ځواکونه يې زيانمنېدونکي دي ،”عبدالرحمان بن حصن” يې په عمر سعد پسې ولېږه او و يې ويل : (( ايا نه وينې ،چې سپاره مې له دې کوچنۍ ډلې څومره په تکليف کې دي ؟ پلى ځواک  او غشي ايشتونکي دې راولېږي!)) او هغه ((ثبث بن ربعي)) ته وويل : ((نه ورځې؟ ))

ثبث وويل : (( سبحان الله ! د ښار مشر او ټول  ښاريان  دې په نښه کړي؟ غشي ايشتوونکيو ته يې ورلېږې؟ زما پر ځاى دې بل پيدا نه کړ،چې په کار دې شي ؟!))

راوي وايي: او ليدل يې، چې ثبث له حسيــــــن سره له جګړې يې ښه نه ايسېدل.

ابوزهير عبسي وايي : د(( مصعب  بن زبير)) په واکمنۍ کې مې له ثبـــث واورېدل ،چې ويې ويل :(( خداى دې کله هم  ددې ښار خلکو ته څه خير نه ور رسوي! او پښه دې يې پر لوټه  ونه لګي: ايا تعجــب نه کوئ ، چې موږ  له علي  بن ابيطالب  او بيا يې له زوى سره  پينـــځه کاله له آل ابو سفيان سره وجنګېدو، بيا يې مو له  بل زوى سره( چې غوره انسان  و) دښــمني وکړه او د آل معاديه او د زناکارې سميه له زوى سره ملاتړي شوو او جــګړه مو ورسره وکړه؟! بېلارېتوب او څه ستر بېلارېتوب !))

راوي وايي : عمر سعد حصين بن تميم راوغوښت او له زرېپوښانواو پينځوسوو غشي ايشتوونکيو سره يې ولېږه، د حسين پوځيانو ته ،چې ورنژدې شوو؛نو د حسين سپاره يې په نښه کړل او په ډېر لږ وخت کې يې اسونه له کاره وروغورځول او ټول پلـــــي شوو.

وايي : ايوب بن مشرح خيواني ويل : (( پرخداى قسم ما د حُر بن يزيد اس له پښو راوغورځاوه او داسې غشي مې پرې وار کړل،چــــــــــــې  ولړزېد، تاو راتاو شو او راولوېد؛خو حُر ترې راټوپ کړ او د زمري په څــېر يې توره په لاس وويل :

ان تعقروا بى فانا ابن الحر      اشجع من ذى لبد هزبر

که زما اس مو وواژه ،پوه شئ ،چې زه له ازادې پيدا شــــــوى يم، د زمريو تر زمرياليو مېړنۍ !

وايي: په رښتيا،چې بل مېړنۍ مې ترې ليدلى نه دى .

 راوي وايي : د حى ټبر څو مشرانو ورته وويل : (( تا وواژه؟ ويې ويل: نه، پر خداى قسم ما و نه واژه؛بلکې بل چل وواژه،او ښه مې نه راتلل ،چې وژلى مې واى ! “ابووداک” وويل :ولې ؟

ايوب وويل : ځکه له صالحانو ځنې و او که هغه کار ګناه وي، پر خداى  قسم ،د ټپي کولو او هلته د شتون په ګناه د خداى ديدار تر هغه ديداره يې راته ښه دى ،چې يو مې پکې وژلى وي!

 “ابووداک” ورته وويل: داسې دې وينم ،چې ژر به له خداى سره په داسې حال کې ديدار وکړې،چې د هغوى ټولو د ګناه پېټى به دې پر اوږو وي ، ووايه،چې پوه شم،که تا غشى نه واى ايشتلى او اس دې له پښو راغورځولى نه واى او بل دې په نښه کړى نه واى او کمين دې نه نيوه او يرغل دې پرې نه واى کړى او خپل ياران دې پرې  نه راپاڅول او داچې پر تا يې بريد وکړ، تښتېدلى واى او يارانو دې هم دغسې کړي واى.ايا هغه او ملګري يې وژل کېدل؟! تاسې ټول يې په وژنه کې شريک ياست !

 ايوب وويل : (( ابو وداکه! ته مو د خداى له لورنې نهيلى کوې، که ته مو د قيامت  د ورځې حسابګر وسې او و مو بښې، خداى دې يې نه بښي !))

 او هغه وويل ((حق هماغه و،چې مې ووايه )) .

 د کيڼ اړخ ير غل او د کلبي او د هغه د مېرمنې شهادت

 راوي وايي : شمربن ذى الجوشن د امام(ع) د لښکر پر کيڼ اړخ يرغل وکړ، د حسين پوځيانو مقاومت وکړ؛ خو  حسين او ياران يې د دښمن په نښه کې وو. په دې حال کې  حسين  او ياران  يې له هرې خوا تر بريد لاندې وو او ((کلبي)) ( چې دوه ځل يې پر يزيديانو بريد کړى و په هرځل يې ترې دوه تنه وژلي وو )، شهيد شو او وژونکي يې ((هاني بن ثبيت حضرمي )) او (( بکير بن حى تميمي )) وو. کلبي د حسين د پوځيان دويم شهيد و .

مېرمن يې له خېمې راووته او ورغله او سر ته بې کېناسته او له مخ يې دوړې ترې لرې کړې او و يې ويل : ((جنت دې درخوند وسه )) په دې وخت کې شمربن ذى لجوشن د رستم په نامه يو ځوان ته وويل ،چې ددې ښځې سر په ستن وواهه،چې ددې ښځې سر په ستن وواهه ، او ځوان همدغسې وکړل او ځاى پر ځاى يې شهيده کړه .

 د ښي اړخ يرغل او د مسلم بن عوسجه شهادت

 راوي وايي : د عمر سعد د لښکر د ښي اړخ بولندوى ؛عمروبن حجاج د فرات  له لوري د حسين پر پوځيانو يرغل وکړ ،تر يو وخت نښته روانه وه ،چې د حسين د يارانو مخکښ ((مسلم بن عوسجه)) له پښو راولوېد. بيا نو عمروبن حجاج او ياران يې پر شا شوو، دوړې کېناستې او مسلم يې پروت وليد. حسين ورغى،چې  وروستۍ  شېبې يې وې ، ورته يې وويل: ((مسلم بن عوسجه! پالونکى دې تا وبښي(( ځينې  شهيدان شول او ځينې سترګې په لار دي او بيخي له خپلې  ژمنې اوښتي نه دي[8] ))

 ورپسې حبيب  بن مظاهر ورغى او ورته يې وويل : (( مسلمه! مرګ دې راباندې خورا ستونزمن دى،په جنت خوشحال وسه ))

 مسلم په کمزوري غږ وويل: ((خداى دې د خير زېرى درکړي))

او حبيب وويل: ((پوهېږم ،چې زه ډېر ژر ورسره يو ځاى کېږم،که نه خوښه مې وه ،چې وصيت دې راته کړى واى ،چې مې پلى کاوه))؛ځکه ته د خپلوۍ او دين په پار وړ يې ))

 مسلم وويل: ((د خداى لورنې دې درباندې وي؛بلکې ددې (په لاس يې حسين (رض) ته اشاره وکړه) سپارښتنه درته کوم ،چې په مخکې يې ووژل شې!))

 حبيب وويل : (( د کعبې پر پالونکي قسم  ،چې دغسې  کوم )) او ډېر لږ  وروسته يې په مخکې  له نړۍ ولاړ.

په دې وخت کې (ثبت بن ربعي)) خپلو ملګرو ته وويل : (( ميندې مو بورې شه ! ځانونه په خپل لاس وژنئ او د نورو ذليل کېږئ اوخوشحالي کوئ،چې د (( مسلم بن عوسجه )) په څېر وژل کېږي! باخبر! پر هغه قسم ،چې د هغه اسلام مې منلى ، ما مسلم بن غوسجه په ډېرو ځايونو کې د عزتمنو او درنو مسلمانانو په مخ کې ليدلى و ،په خپلو سترګو مې ليدلى ،چې د آذربايجان د ((سلق)) په جګړه کې يې  د مسلمانانو د لښکر تر را رسېدو مخکې شپږ تنه مشرکان وژلي وو! ايا په څېر يې له تاسې  وژل کېږي او خوشحاليږئ؟!))

د مسلم بن عوسجه وژونکي ،مسلم بن عبدالله خبابي او عبدالرحمان بجلي وو .

 يزيد بن زياد؛توبه ګار غشى ايشتونکى

طبري وايي : يزيد بن زياد له کوفې  نه د عمر سعد په ملګرتوب له حسين سره جګړې ته راووت او چې د حسين شرايط يې و نه منل؛ نو د امام پلوى شو او ترڅنګ يې وجنګېد. يزيد د حسين په مخکې  په ګونډو شو او پر دښمن يې سل د غشيو ګوزارونه وکړل ،چې يوازې پينځه يې په نښه ونه لګېدل . يو ځيرک غشى ايشتونکى و او چې هر غشى يې ايشته ويل يې: (( زه د بهدله زوى او د عرجله ميړنى يم )) او حسين ويل: (( خدايه غش يې په نښه وولې او ثواب يې جنت کړه ))،چې ټول غشي يې ګوزار کړل ، پاڅېد او و يې ويل: (( يوازې پينځه غشي مې  خوشې ولاړل او پوهېږم ،چې پينځه تنه مې وژلي دي)) يزيد بن  زياد دشهادت له مخکښانو ځنې و او دا رجز يې وايه :  زه يزيد يم او پلارمې مهاجر، په  ځاله کې له پروت زمري خورا ميړنى . پالونکيه ، زه د حسين ملاتړى يم ، او له ابن سعده مې لار بېله کړې ده.

 په يوه ځاى د څلورو تنو شهادت

طبري وايي : عمر بن خالد، جابر بن حارث ، سعد د عمر بن خالد مولا او مجمع بن عبدالله په تورو د عمر سعد پر لښکر يرغل وکړ او وجنګېدل او دا چې  په جګړه کې تاوده  شوو؛نو کوفيانو يو يو را ايسار کړ او يو له بله يې جلا کړل . په دې وخت کې عباس بن علي پر دښمن يرغل وکړ او له محاصرې يې وژغورل؛ خو دا چې سخت ټپيان شوي وو او د دښمن پر وړاندې يې په ټول وس مقاومت کړى و ؛نو په يو ځاى کې شهيدان شوو.

 د بُرير شهادت

طبري له عفيف بن زهير (چې د امام حسين د شهادت  يو شاهد و) روايتوي : يزيد بن معقل ډګرته راووت او ويې ويل: (( برير بن حفيره ! د خداى چار درسره څرنګه وينې؟))

 برير وويل: (( پر خداى قسم ، چې خداى راسره ښه وکړل او ته يې ګناهګار کړې! ))

يزيد وويل: (( درغ دې وويل: او ته خو وړاندې دروغجن نه وې . ياد دې دي ،چې د بني لوزان په ټبر کې ګرځېدو اوويل دې: (( عثمان بن عفان پر ځان  تېرى وکړ او معاويه بن ابو سفيان، بېلارې او بېلارې کوونکى دى؛او د هدايت او حق امام؛علي بن ا بى طالب دى؟))

 برير وويل:(( ګواهي ورکوم ،چې همدا مې ګروهه  او اند دى؛او زه ګواهي ورکوم ،چې ته له بېلاريو ځنې يې! ))

 برير وويل : (( ايا مباهلې او ښېرا ته چمتو يې، چې  له خدايه وغواړو دروغجن لعنت کړي او باطل پالى ووژني ، بيا راميدان ته شوو او جګړه درسره وکړم؟))

راوي وايي: ډګر ته راغلل او لاسونه يې پورته کړل ،چې خداى دروغجن لعنت کړي او رښتين لاسبر . بيا يې پر يو بل بريد وکړ ، ګوزارونه يې وکړل ، يزيد پر برير سپک  ګوزار وکړ او برير په کاري ګوزار د يزيد ککره وچوله او راګوذار يې کړ، ته وا چې همدا اوس يې وينم، چې برير يې له ککرۍ خپله توره راباسي . بيا نو رضى بن مفقذ پر برير بريد وکړاو څه موده سره نښتي وو ،چې برير يې پرسينه  کېناست او رضي وويل: (( ملاتړي مې چېرې دي ؟!))

راوي  وايي: کعب بن جابر ازدى پر برير ورټوپ کړ او ما وويل:  (( دا هماغه برير بن حضيرر د قرآن قاري او مفسر دى ،چې په جومات کې يې قرآن راښووه؟!))

 او کعب په نېزې ورباندې بريد وکړ او په  ملا کې يې وروټومبله او برير،چې د نېزې پر درد پوه شو،پر دښمن  يې ورټوپ کړ،مخ يې ورڅيرې او پوزه يې  ورغوڅه کړه او کعب هم په نيزه وواهه ، چې له رضي يې جلا کړ،حال داچې نېزه يې په ملا کې ټومبل شوې وه ، د تورو په ګوذارونو يې شهيد کړ.

عفيف وايي : ته وا ماتې خوړلى رضى بن مفقذ وينم ، چې له خپل ځايه پاڅېدلى او لمن څنډي او وايي: ((ازدي وروره! داسې يو احسان دې راسره وکړ،چې بيخي يې هېروم نه!))

 وايي: ورته مې وويل: (( تا پخپله دا پېښه وليده؟ ))

 ويي ويل: ((هو، سترګو مې وليده او غوږونو مې واورېده ))

 او کعب بن جابر،چې راستون شو، مېرمن يا خور يې ورته وويل : (( د فاطمې د زوى په وژنه کې دې مرسته وکړه او د قرآن د قاريانو او مفسرانو ښاغلى دې وواژه ؟! په رښتيا ،چې ستره ګناه دې وکړه . پر خداى قسم،چې تردې وروسته به بيخي درسره خبره ونکړم!))

او د عبدالرحمان بن جذب له خولې وايي : د (( مصعب بن زبير)) د واکمنۍ پر مهال مې د کعب بن جابر له خولې واورېدل : (( پالونکيه!)) موږ خو په حقيقت کې په خپله ژمنه وفا وکړه، خدايه د هغوى په ليکه کې مو و نه شمېرې ، چې ټګي يې وکړه ! ))

 پلار مې ورته وويل : (( رښتيا دې وويل، وفا دې وکړه او  ځان ته دې شر وپېره ! ))

 ويې ويل : (( داسې نه ده ! شر مې نه دې پېرلى؛ بلکې خير مې ترلاسه کړى ! ))

 د عمر وبن قرظه انصاري شهادت

راوي وايي : بيا نو عمروبن قرظه انصاري ډګر ته راووت او د حسين په مخکې يې په جګړې لاس پورې کړ او ويې ويل:

قد علمت کتيبة الانصار

انى ساحمى حوزة الذمار

ضرب غلام غير نکش شارى

دون حسين مهجتى و دارى

 د انصارو لښکر ښه پوهېږي،چې د دروند چاپېريال دفاع کوم؛ ځوانمرده، ټينګه او سر ښندونکې دفاع، چې وينه او کور مې له حسينه ځار.

لنډه داچې عمروبن قرظة بن کعب د حسين تر څنګ شهيد شو او ورور يې ((علي بن قرظة ))،چې د عمر سعد په لښکر کې و، چغه کړه: ((حسينه! د دروغجن زويه دروغجنه! زما ورور دې بېلارې کړ او وغولاوه او ودې واژه ؟!))

 امام ورته وويل : خداى دې ورور بېلارې نه کړ؛بلکې هدايت يې کړ او ته يې بېلارې کړې! ))

 او  علي وويل: (( که دې ونه وژنم ؛نو خداى مې دې ووژني يا دې په مخکې ونه وژل شم ! پر امام حسين يې ور بريد کړ،چې نافع بن هلال مرادي يې مخه ونيوه او ګوذار يې پرې وکړ او هغه يې راو غورځاوه ؛ خو ملاتړي يې راورسېدل او له جګړې يې و ايست او وروسته يې د ځان درمل وکړل او روغ شو.

 د يزيد بن سفيان او حُر مقابله

طبري د ابو زهيرعبسي له خولې وايي : چې کله حُر بن يزيد له امام حسين سره يو ځاى شو، يزيد بن سفيان وويل : پر خداى قسم که حربن يزيد ووينم؛نو په نېزې ورپسې ورځم ،بيا نو دواړه لښکرې ونښتې، مشاهده شوه ،چې حُربن يزيد پر دښمن بريدونه کوي او وايي :

ما زلت ارميهم بثغرة نحرة     ولبانه حتى تسربل بالدم

  ((سره له دې ،چې اس مې ټپي او په وينو لړلى دى) ؛خو شړم يې،چې پر هر ځاى کې يې د وينو څاڅکي پراته وي )) او اس يې په غوږونو او مخ ټپي شوى و او وينه ترې بهېده .

 په دې وخت کې حصين بن تميم (د ابن زياد د ساتندوى ځواک بولندوى) يزيد بن سفيان ته وويل: (( دا حُر بن يزيد دى،چې يې ليدو ته هيلمن وې))

 يزيد وويل : هو! او د حُر خوا ته ورغى او و يې ويل :(( حُره ! د جګړې سړى  يې ؟ ))

 حُر وويل :((هو! همدا مې غوښتل)) او ورغى .

 راوي وايي : وامې ورېدل ،چې حصين بن تميم  ويل :((پر خداى قسم داسې يې ورمنډه کړه،چې ته وا ساه يې په لاس کې وه)) او ډېر وخت  تېر نه و، چې حُر وواژه .

راوي وايي : تر غرمې سخته جګړه روانه وه او دښمن بې له يوې خوا،د حسين لښکر ته د ور نژدېدو وس نه درلود؛ ځکه خېمې يې يو له بل سره ښه نښلولې وې. عمرسعد،چې دغسې حالت وليد ؛نو يو شمېر پوځيان يې ولېږل ،چې پر خېمى له ښي او کيڼ اړخ بريد وکړي ، جلا يې کړي او د حسين (ع) لښکر را ايسار کړي. د امام لښکرو هم درېيو تنېزو او څلورو تنېزو په خيمو کې کمين نيولى  و او يرغلګران (چې پر څېرولو او لوټ بوخټ  وو ) يې تر بريد لاندې وو، چې له پښو يې راوغورځول .

 د خيمو سوځول

وايي : عمر سعد،چې دغسې وليدل، د خېمو سوځولو امر يې وکړ او ور دنننه مه شئ . بيا يې اور  راووړ او د اور په  لګولو لګيا شوو. امام حسين وويل : پرېږدئ ،چې اور ورو اچوي،که داسې وکړي، دننه به درپسې درتلاى نشي او همدغسې وشو او بيا هم يوازې له يوې خوا د امام له لښکر سره ونښتل.

وايي : شمر بن ذى الجوشن بريد وکړ او رامخې ته شو ،چې د حسين خيمو ته ور ورسيد، غږ يې کړ: ((اور راوړئ،چې دا خيمه يې له مېشتوسره وسېځم ))،چې ښځو چغې کړې او له خېمو راووتې او امام حسين غږ کړ: ((د ذى الجوشن زويه! ته مې له اهل بيتو سره خېمې ته اور اچوې؟! خداى دې په اور وسوځوه)) حميد بن مسلم وايي : شمر بن ذى الجوشن ته مې وويل: ((سبحان الله! دا کار درسره نه ښايي. ايا غواړې چې ځان  ته د دوه (ناروا) خويونو مخه پرانځې : په  الهي عذاب يې عذاب کړې او کوچنيان او ښځې ووژنې؟ پر خداى قسم د نارينه وو همدا وژنه دې د خپل بولندوى خوشحالۍ ته بسيا ده))

 شمر وويل : ته څوک يې ؟

ومې ويل : درته نه وايم ،چې څوک يم ؛ځکه پر خداى قسم وډارشوم، که مې وپېژنې ؛نو د واکمن  په مخکې به زيان راورسوې .

 وايي : په دې حال کې شبث بن ربعي ورغى اوويې ويل : (( په رښتيا ،چې ستا تر خبرې مې بدتره خبره او ستا تر  چلن مې بدتر چلن ونه ليد ! ښځې ډاروې؟!))

 او و مې ليدل ،چې شمر خجالت شو او څټ ته  شو، په دې حال کې زهيربن قين له لسو تنو ملګرو سره پرې يرغل وکړ او پر شمر او ملګرو يې چار ورسخت کړ او له خېمو يې لرې کړل او اباعزه خبابي يې ،چې له ملګرو ځنې و، ويې واژه ، چې د دښمن لښکر ترې راتاو شو او يو يو د حسين ياران شهيدانېدل او دا چې يو يا دوه تنه يې شهيدانېدل، اغېز يې د امام (رض) پر لښکر څرګندېده. حال دا چې  دښمن ګڼ شمېر و، چې څومره وژل کېدل ، معلومېدل نه.

غزل بابا وايي:

اوښكې كډې باروي طوفان د غم شو
شو تازه د زړه زخمونه محرم شو
يو په دوه مې په دې غم د زړګي دم شو
لاسوا مې له دې دمه د زړه غم شو
نن به نه ګڼې دا غم چې پرونى دى
ګويا هر پروسكال يې سګنى دى
زما ضبط او اسويلي مشت اوګرېوان دي
وس ترې درومي كه زبېرګې مې په زړه ګران دي
د زړه څاڅكي د سلګو سره لړزان دي
سترګې دوى ته هغه سترګو ته چشمان دي
ابتدا د غم كومه نوى كال دى
په اول چې زړه خفه شي  بيا خوشحال دى
څوك چې ډېر د امام غم كا ډېر خوشحال شي
دايمان شجر په دې اوښكو نهال شي
د سرور لباس ګنډلى په ملال شي
نقصانونه پېوندونه د كمال شي
اوښكې چرته د ميېن د زړه په تل کې
مينه نه پرېږدي تراوه په خپل محل کې
لوى زنځير درسالت وته نظر كړه
سلسلې د هدايت وته نظر كړه
ولايت او امامت وته نظر كړه
د شروع نه نهايت وته نظر كړه
انبياخداىء خو هميشه د تخم كر كا
امامان يې بيا په وينو او به خور كا
مكمل چې هدايت لره معيار شو
د عاقل فطرت نه خوب ولاړو بېدار شو
دانسان د ارتقاخداىء سرك تيار شو
د ملك نه د خاكي مخکې رفتار شو
وروستو پاتې د صفاتو رنګينۍ شوې
چې حاصل د ذات د وصل شيرينۍ شوې
چې اسلام؛ له محمده مكمل شو
خود پخپله په نبيانو کې افضل شو
اخر کې و، راغلى خو اول شو
اولين او اخرين چې راز و، حل شو

د ډارنمونځ

وايي : ابو ثمامه صائدي ،چې دغسې وليدل ، امام حسين  ته يې وويل: (( اباعبدالله! درځار شم وينم ،چې دوى درنژدې شوي. پر خداى تر هغې به (انشاءالله) و نه وژل شې،چې په مخکې دې و نه وژل شم؛ نو ځکه ښه مې راځي، په داسى حال کې، چې د خپل پالونکي ليده کاتو ته ورځم، د نمانځه وخت رارسېدلى دى))

 او امام سر راپورته کړ او ويې ويل :(( نمونځ  دې ياد کړ، خداى دې په لمونځ کوونکيو او ذاکرانو کې وشمېره ! هو ، اوس يې لومړى وخت دى)) بيايې وويل: ((ترې وغواړه لاس راځنې واخلي، چې لمونځ وکړو))

 حصين بن تميم يې په ځواب کې وويل: نمونځ مو نه قبلېږي!

 حبيب بن مظاهر ورته وويل: (( نه قبلېږي؟! اى خره! ګڼلې دې ده، چې د آل رسول الله (ص) نه قبلېږي او ستا لمونځ قبلېږي؟!))

 حصين بن تميم پرې بريد وکړ او حبيب بن مظاهر يې مخه ونيوه او داسى مخ يې ور په نښه کړ، اس يې را پرېووت او دا ترې راولو ېد اوملګرو يې وژغوره .

 د حبيب بن مظاهر شهادت

حبيب بن مظاهر د کوفې پر لښکر بريد وکړ او ويل يې :

اقسم لوکنالکم اعدادا      اوشطرکم وليتم اکتادا

يا شر قوم حسبا وآدا

سوګند که ستاسې هومره يا په نيمايي مو وو، ټول تښتېدئ، اى په ټبر او کړو وړو کې خورا بدترينو خلکو!

اوهم يې ويل :

انا حبيب و ابى مظاهر     فارس هيجاء و حرب تسعر

انتم اعدا عدة و اکثر         و نحن او فى منکم و اصبر

و نحن اعلى حجة و اظهر   حقا و اتقى منکم او اعذر

 زه حبيب  يم او پلارمې مظاهر دى، د جګړې د ډګر او بلې جګړې جنګيالى تاسې تر موږ په شمېر او  امکاناتو کې ډېر ياست او موږ تر تاسې  ښه پتمن او زغمناک يو. دليل مو اوچت او څرګند دى او تر تاسې ښه باتقوا او معذور يو.

 بيا جګړه ونښته او د بني تميم د ټبر يو تن پرې ګوزار وکړ او چې پاڅېده؛ نو حصين بن تميم په توره په ککره وواهه او ولوېد او تميمى سړى پلى شو اوسر يې ترې رابېل کړ او حصين بن تميم ورته وويل : په وژنه کې يې درسره شريک يم  او بل وويل : پر خداى قسم بې له ما بل وژلى نه دى .

حصين  وويل : ماته يې راکړئ ،چې د اس پرغاړه يې ځوړند کړم ،چې خلک وويني او پوه شي ، چې په وژنه کې يې ګډونوال وم ،بيا يې واخله  او عبيدالله بن زياد ته ورشه ،چې زه هغه انعام ته اړتيا نه لرم ،چې د هغه  وژنې ته يې اخلې .

 راوي وايي : سړي ونه منله ؛خو قوم منځګړيتوب وکړ او د حبيب  بن مظاهر  سر يې حصين بن تميم ته وسپاره او د خپل اس پر غاړه يې ځوړند کړ او په لښکر کې راوچورلاوه او بېرته يې وروسپاره.

او دا چې کوفې  ته ورسېدل؛نو يو بل تن د حبيب  سر راواخست او د خپل اس پر سينه يې راځوړند کړ او د ابن زياد ماڼۍ ته رهي شو،چې د حبيب بن مظاهر زوى ( چې بلوغ ته ورنژدې و ) وليد او ورسره ملګرى شو،ماڼۍ ته په ورننوتو او وتو کې ورسره يو ځاى و. سړى  پرې شکي شو او ويې ويل: ((زويه ولې مې څارې؟))

 ويې ويل: (( څه خبره نشته!))

 ويې ويل: (( ولې نه، زويه راته ووايه))

 ويې ويل: (( دا درسره سر زما دپلار دى، نه يې راکوې ،چې يې ښخ کړم؟))

 ويې ويل: (( زويه دا پر خوښه نه ده ،چې ښخ شي او هليمن يم ،چې امير يې د وژنې په پار ښه انعام راکړي))

  زوى وويل :((خو خداى يې په پار درته بدترينه سزا درکوي! هن ،پر خداى قسم ،چې تر ځان غوره دې وژلى دى)) ويې ژړل او صبر يې وکړ،چې د بلوغ او ځوانۍ منګ ته ورسي او د خپل پلار د کسات وس ومومي او قاتل  ته يې سزا ورکړي، تردې،چې د ((مصعب بن زبير)) زمانه راورسېده او د ((مصيبت)) له لښکر سره (( اجميرا )) ته ولاړ او ناڅاپه يې د هغه په خيمه کې د خپل پلار وژونکى وليد، څاره يې او د غرمني خوب پر مهال يې هلاک کړ … حسين(ع) د حبيب  بن مظاهر په شهادت  خورا خپه شو او ويې يل: ((د خداى په حضور کې ځان او خپل پاليالي – با وفايارن وينم)) .

راوي وايي : حُر بن يزيد ډګر ته ورغى او و يې ويل :

آليت لا اقتل حتى اقتلا

ولن اصاب اليوم الا مقبلا

اضربهم بالسيف ضربا مقصلا

لانا کلا عنهم ولا مهلا

 سوګند مې کړى،چې مې وژلي نه وي ،و نه وژل شم اومخامخ ګوذار وخورم، په توره يې وځپم ، په تيز او توند ګوذار ،نه ترې مخ واړوم اونه وتښتم . او ويې ويل :

اضرب فى اعراضهم بالسيف

عن خير من حل منى والخيف

 مخونه  يې په توره ووهم او د هغه غوره وګړي دفاع وکړم ، چې په  منى او ضيف کې يې  احرام پرانستى دى .

او د زهير بن قين په ملتيا يې سخته جګړه پيل کړه او ،چې يو به راايسارېده، بل به يې مرستې ته وردانګل تر يو وخته يې همدغسې  وکړل، چې حُر بن يزيد د دښمن پلي ځواکونو را ايسار کړ او و يې واژه اوهم ابوثمامه صائدى يې د خپل تره زوى (،چې  د دښمن په لښکرکې و) وواژه . بيا يې د امام حسين په امامت د ماسپښين نمونځ (د ډارنموځ ) وکړه .

غزل بابا :

وې عمر سعد چې څوك شته چې دا بوډا كړي هلاك
د خپل له خوا راغلې دا بلا كړي هلاك
بيا چې راتلل نو قتلېدل د دې جري د لاسه
د حبيب ابن مظاهر د امزري دلاسه
بيا عمر غږ كړو ترې چاپير شى چې ژوندى ولاړ نشي
چې خپل امام ته فتح مند او ګړندى ولاړ نه شي
ترې يو خوا بل خوا په سؤونو ظالمان شو چاپېر
د دې بوډا زلمي زمري ځنې ليوان شو چاپېر
د حبيب توري د سرونو كرونده كوله
په زخمي تن يې هم د ګل غوندې خندا كوله
چې شو زخمونه بې شماره شهسوار پريوت
په حوصله او په همت او په وقار پريوت
بيا يې نعرې كړې چې د خپل حبيب خبر واخله
په پاكه غيږه کې سيده زما سر واخله
امام ويل ورته لبيك دى جانثاره زما
لاسونه غوڅ د ظالمانو شه سرداره زما
په خپله غيږ کې مې حبيب لره پناه وركړه
هغه ديدار د امام اوكړو بيا يې ساه وركړه

 د سعيد حنفي شهادت 

جګړه تر لمانځه وروسته سخته شوه او امام ته ورنژدې شو او سعيد حنفي ځان د امام ډال کړ او له هرې لوري پرې د غشيو ګوذارونه کېدل ،چې شهيد شو .

 خوارزمي وايي: رجز يې وايه :

اقدم حسين اليوم تلقى احمدا

و شيخک الخير علياذا الندى

و حسنا کالبدر وافى الاسعدا

و عمک القرم الهجان الاصيدا

و حمزة ليث الاله الاسدا

فى جنة الفردوس تعلو صعدا

 حسين جانه مخ پر وړاندې ،چې نن به له احمد (ص) سره وينې او هم له خپل مشر علي غوره نېکچاري سره .

 او له حسن؛لکه د څلوارلسم سپوږمۍ او له خپل تره طيار سره ،چې ټينګ او په شمار وتلى و او له حمزه اسد الله سره او په فردوس جنت کې به کښته پورته کېږې .[9]

 د زهيربن قين شهادت

بيا زهيربن قين  په جګړه لاس پورې کړ او ويل يې :

انا زهير و انا بن اليقين

آذودهم بالسيف عن حسين

 زه زهير او د قين زوى يم ، په دې توره يې ځپم او د حسين دفاع کوم. حسين (ع) يې پر اوږو واهه او ويل يې :

اقدم هديت هاديا مهديا

فاليوم تلقى جدک النبيا

و حسنا و المرتضى عليا

و ذالجنا حين الفتى الکميا

و اسدالله الشهيد الحيا

 مخ پروړاندې،چې هدايت دې وموند، اى هادي اى مهدي !ۤ نن دې خپل نيکه ګورې اوحسن او علي مرتضى او د دوه وزرونو خاوند ،هغه بې لاسه مېړنى شهيد (= جعفر طيار)او د خداى زمرى ( = حمزه) هغه ژوندى شهيد.

بيا کثير بن عبدالله شعبي او مهاجربن اوس ترې راتاو شول او شهيد يې کړ.

د نافع بن هلال جملي شهادت

وايي : نافع بن هلال دغشي په لکۍ خپل نوم ليکلى و او پرله پسې يې ګوذارول او ويل يې : زه هلال جملي يم او دين مې د علي دين و . خوارزمي وايي : غشي يې ايشتل اوويل يې :

ارمى بها معلمة افواقها

و النفس لا ينفعها اشفاقها

مسمومة يجرى بها اخفاقها

لتملان ارضهار شاقها

په دې نښه شوي غشي،نښه نيسم،چې پرې ولګي،زړه سوى پرې چټي دى . زهرين غشي،چې لنيدۍ يې ورګوذاروي،چې سيمه يې  له جنازو ور ډکه کړي . او ويل يې :

اضربکم بمنصلى

تحت عجاج القسطل

 په دې راپورته دوړو کې د تورو ګوذارونه درباندې کوم . [10]

 غشي يې تر پاى ته رسېدو وورول،بيا يې توره له تيکي  راوايسته او بريد وکړ او ويې ويل :

انا الغلام اليمنى الجملى

دينى على دين حسين و على

ان اقتل اليوم فهذا املى

و ذاک رايى والاقلى عملى

زه يمني جملي ځوان يم ،چې دين مې د حسين او علي دين دى . که نن ووژل شم، دا مې هيله او هم ګروهه ده، چې کړه وړه مې ووينم .

او ديارلس تنه يې هلاک کړل …[11]

طبري وايي :((مزاحم بن حريث)) يې مخه ونيوه او و يې ويل : (( زه د عثمان پر دين يم ))

 نافع يې په ځواب کې وويل :(( دشيطان پر دين يې!))

 بيا يې پرې بريد وکړ او ويې واژه، ناڅاپه ((عمروبن حجاج )) پر لښکر ورچغه کړه : ((  احمقاتو! پوهېږئ ،چې له چا سره جنګېږئ؟ د ښار ميړنى! مرګ غواړي! يو هم ځان ته ورسره جګړه مه کوئ! ،چې دوى ډېر لږ دي او ډېر لږ پاتېږي! پر خداى قسم که يوازې يې په ډبرو وولئ ټول وژنئ ))

او عمر سعد وويل : (( رښتيا دې وويل خبره دې سمه ده)) او امر يې  وکړ،چې پوځيان دې يې تن په تن جګړې ته نه ورځي.

وايي : عمرو بن حجاج د حسين پوځيانو ته ورنژدې شو او ويې ويل:(( کوفيانو! پر خپل اطاعت او شجاعت ټينګ وسئ او د هغه په وژنه کې شکمنېږئ مه،چې له دينه وتلى او د مسلمانانو له امام سره يې ناباندي – مخالف کړى!))

 حسين ورته وويل :((عمرو بن حجاجه! خلک مې وژنې ته راپاروې؟! ايا له دينه  وتلى يم او تاسې پرې ټينګ پاتې ياست؟! باخبر! پر خداى قسم  که په دې کړو وړ دې ساه ووځي او ومرئ ،په يقين به پوه شئ ،چې په موږ کې کوم يو له دينه وتلى او څوک د جهنم  وړ دى ! ))

 طبري وايي: نافع بن هلال، د عمر سعد د لښکر دولس تنه ووژل او يو شمېر يې ټپيان کړل،وجنګېد څو مټې يې ماتې او ونيول شو. وايي : شمر بن ذى الجوشن او ملګرو يې ونيو او ابن سعد ته يې راوست. عمر سعد ورته وويل:((نافع افسوس درباندې! ولې دې پر ځان دغسې وکړل؟))

 نافع وويل:(( پالونکى مې پوهېږي ،چې څه مې غوښتل )) پرمخ يې وينه بهېده او ويل يې :(( پرخداى قسم له تاسې مې دولس تنه وژلي او يو شمېر مې ټپيان کړي او ځان په دې هڅه  نه ټپسورم او که مټې مې روغې پاتې واى ؛نو نيواى مو نه شوم !))

 شمر،عمر سعد ته وويل: ((خداى دې سلامت لره، ويې وژنه !))

 عمرسعد وويل:(( تا راوستى،که يې وژنې!))

راوي وايي : شمر خپله توره راوايسته. نافع ورته وويل: ((پر خداى قسم که له مسلمانانو ځنې واى ؛نو درته خورا درنه وه، چې زما په وينو لړلى له خداى سره ملاقات وکړې؛نو هغه پالونکى ستاېنوړ دى ،چې زما مرګ يې د خپل پيدا کړي مشر له لاسه کړ )).

 او شمر وواژه او ورپسې يې د حسين پر لښکر بريد وکړ او و يې ويل : د خداى دښمنانو ، لار پرانځئ، د شمر لار پرانځئ،چې په خپله توره مو ځپي او نه تښتي .هماغه ،چې پر تاسې راکېوتى کړاو او تاسې ته هلاکونکی زهر او ټينګ (دښمن) مو دى!

وايي : د حسين يارانو وليدل،چې د دښمن پوځيان  زيات شول او د امام د ساتنې وس نلري ؛نو د امام په مخکې يې وژنې ته يو له بل سره سيالي کوله .

 دوه سرښندونکي غفاريان

په دې حال کې،امام حسين (رض) ته د “عزره غفاري” دوه زامن ؛عبدالله او عبدالرحمان  ورغلل او و يې ويل : (( ابا عبدالله! پر تا دې سلام وي . دښمن موږ او تاسې را ايسار کړي يو، زموږ د دواړو خوښه ده ،چې دفاع درنه وکړو او په مخ کې دې شهيدان شو ))

 امام وويل: ((پر تاسې درود، نژدې راشئ)) وروړاندې شوو او د امام ترڅنګ پر جګړې ونښتل او يو يې ويل :

د غفار،خندف او بني نزار کورنۍ ښه پوهېږي، چې  بد چارې ډله په لغړو تورو ځپوو.

قومه ! د شريفو ازادو له تېزو منګولو لرې شئ !

 دوه جابري او حنظله

راوي وايي : بيا “سيف بن حارث” او”مالک بن عبدسريع”، په ژړا حسين ته ورنژدې شوو،امام وويل : ((ورېرونو ولې ژاړئ؟ پر خداى قسم ، چې ډېر ژ به مې د سترګو تور شئ))

 ويې ويل : (( خداى دې مو در ځار کړي، پر خداى قسم ځانونو ته نه ژاړو؛بلکې پر تا ژاړو ،چې محاصره شوى يې او دښمن درنه پر څټ کولاى نشو))

 امام وويل : (( ورېرونو! خداى دې بدله درکړي ،د پرهېزګارانو خورا غوره بدله ،چې دا ډول ياران او سرښندونکي مې ياست))

وايي : په دې حال کې (( حنظلة بن اسعد شامي )) راغى او د حسين مخې ته ودرېد او غږ يې کړ : (( قومه ! پر تاسې ډارېږم، چې عذاب ،چې د نوح قوم ، عاد ، ثمود او تر دوى وروسته کسانو ته ورورسېد ، (که نه) خداى پر خپلو بندګانو  ظلم نه غواړي . قومه ! زه پر تاسې له هغې ورځې ډارېږم ،چې خلک يو بل مرستې ته رابولي ، هغه ورځ ، چې مخ پر څټ به تښتئ او هيڅوک به نه وي ، چې تاسې ( د خداى له عذابه ) وژغوري او چې څوک خداى بېلارې کړي ؛نو هيڅ لارښود ورته نه وي [12]))

قومه! حسين مه وژنئ،چې خداى مو سخت په عذابوي او هر چا چې دروغ وويل ، په يقين ،چې نهيلي شو )) امام حسين ورته وويل: ((د اسعد زويه ! د خداى رحمت درباندې ، دوى هغه وخت د عذاب وړ شوو ،چې ستا حق  بلنه يې و نه منله او هوډمن شوو،چې تا او ياران دې ووژني،  حال څه ،چې ستا صالح ورونه يې ووژل ))

 حنظله وويل: (( ځار دې شم ، رښتيا دې وويل، ته تر ما پر دې مانا ښه پوه يې. ايا آخرت ته ورنشو او له خپلو وروڼوسره يوځاى نشوو؟))

 امام وويل : (( ځه د هغه پر لور ولاړ شه ،چې تر دنيا او چې څه پکې دي، غوره دي . د نه فناکېدونکي ملک پر لور ))

  او حنظله وويل: (( ابا عبدالله ،د خداى په امان ! پر تا او اهل بيتو  دې د خداى درود وي. هماغه موږ او تاسې  په جنت کې يو ځاى کړو ))

 امام وويل : (( آمين ، آمين )). حنظله  جګړې ته وروړ اندې شو، وجنګېد څو شهيد شو . بيا دوه جابري ځوانانو ، ځانونه حسين (رض) ته ور ورسول او ويې ويل: (( يا ابن رسول د خداى په امان ! ))

 امام وويل : (( خداى مو په امان  او د هغه رحمتونه دې درباندې وي)) او تر شهادته يې جګړه وکړه .

د عابس او شوذب شهادت 

وايي : عابس بن ابى شبيب شاکري د خپل پلار(شاکر) له ازاد شوي؛ شوذب سره رامخې ته شو او ورته يې وويل : (شوذبه! په څه خيال کې يې؟))

 شوذب وويل : ((څه به مې په خيال  کې وي؟ له تاسره يو ځاى د پېغمبر د لور د زوى په مخ کې جنګېږم، ووژل شم!))

 عابس وويل : (( همدا انتظار درنه لرم . نو د ابي عبدالله پر وړاندې ودرېږه ، چې تا يې د نورو يارانو او بلکې د ځان په څېر ووينم؛ځکه په دې حال کې که څوک مې تر تا ځان ته ډېر نژدې ليدلاى ؛نو  ښه يې راتلل ،چې تر ما مخکې شي او د خداى په لار کې يې ځار کړم او د آخرت زېرمه مې وي . نن موږ ته يو فرصت  رامخې ته شوى ، چې تر وسې وسې بدله ترلاسه کړو؛ځکه تردې وروسته  د عمل لار بندېږي او د حساب ورځ رارسي .

وايي : رامخې ته شو او پر حسين (رض) يې سلام وکړ ، ولاړ، وجنګېد او شهيد شو .

 بيا عابس بن ابى شبيب وويل : (( اباعبدالله!هن په دې نړۍ کې تر تا بل څوک راته ګران نشته او که تر ځان او وينې بل څه لوړ واى ؛نو هرومرو مې پرې دفاع درنه کوله ! د خداى په امان يا اباعبدالله ! خداى شاهد نيسم ،چې زه ستا او ستا دپلار پر هدايت يم )) بيا په لغړه توره د دښمن مخې ته شو. او له ربيع بن تميم همداني ( چې پر هغه ورځ و، روايت دى ،چې  وايي : چې را روان و ؛نو  و مې پېژانده؛ځکه په جګړو کې مې باتور ليدلى و، و مې وويل: (( خلکو! دا د زمريانو زمرى دى ، دا د ابى شبيب زوى دى . يو هم جګړې ته مه ورځئ! )) او غږ يې کړ : (( څوک تن په تن جګړې ته نه راځي؟ ))

 عمر سعد وويل : ((په تېږو يې وولئ !))

 وايي : ناڅاپه له هرې لوري پرې تېږې ورېدې  او چې دا حالت يې وليد ، زرې يې له تنه راوايسته، خولۍ يې له سره لرې کړه اوپر دښمن يې يرغل وکړ او پر خداى قسم،چې ومې ليدل،چې له دووسوو ډېر د عمر سعد پوځيان ترې وتښتېدل . بيا له هرې لوري پرې راتاو شوو ، څو شهيد شو.

وروسته يو شمېر کسانو يې سر راواخست او هر يو ويل : ما وژلى دى او عمرسعد وويل : شخړه مه کوئ. دا په يوې نېزې وژل شوى نه دى!)) او سره يې بېل کړل .

 د ضحاک مشرقي تېښته 

وايي : عبدالله مشرقي وويل: چې مې وليدل د حسين ياران ووژل شوو او وار د حسين او اهل بيتو يې راورسېد او يوازې  ((سويد بن عمرو)) او ((بشير بن عمرو)) ورپاتې دي ، ورته مې وويل : (( يا بن رسول الله ! زما او ستا تر منځ شوې خبره دې ياده ده ،چې ورته مې وويل : (( تر هغې درنه دفاع کوم ،چې کوم جنګيالى درسره وي او چې مې و نه ليد ، په  تښتېدو او له جګړې په لاس اخستو کې ازاد وسم او تا راته وويل : (( هو)) ودې منله .

 امام وويل : (( رښتيا وايې؛خو څنګه ځان ژغورې ؟ که کړاى شې، ځه ،چې ازاد يې ! ))

وايي : اس ته مې ورغلم ، هغه اس ( چې ليدل مې د يارانو اسونه مې پرله پسې ټپي کېږي)، چې په يوه خېمه کې مې درولى و او پخپله پلى جنګېدم ، دوه تنه مې ووژل او يو مې بې لاسه کړ او پر هغه  ورځ حسين  تحسين کړم :  خداى دې د پېغمبر د اهل بيتو له لوري بدله درکړي.

لنډه داچې : اجازه مې واخسته  او اس مې له خېمې رابهر کړ، پر شا يې پرېوتم، په ځغاسته د دښمن له منځه راووتم او فرات ته ورنژدې تر (( شفيه )) کلي پينځلس تنه راپسې وو، ورغلم ، چې ((کثيربن عبدالله )) ، (( ايوب بن مشرح)) او (( قيس بن عبدالله)) وپېژندلم، ويې ويل : (( د اضحاک مشرقي دى ، دا مو د تره زوى دى ، د خداى لپاره يې خوشې کړئ ، په دې حال کې د بني تميم د ټبر درېيو تنو ورسره ملګرو يې هم وويل :  ((هو ، پر خداى قسم موږ  خپل وروڼه او ملګري منو او د دوستۍ لپاره يې خپلوان ازاد پرېږدو )) او دا چې  تميميانو مې له خپلوانو سره ملګرتوب وکړ ؛نورو هم لاس رانه واخست اوخداى وژغورلم .

ليکوال (علامه سيد مرتضى عسکري) وايي : تردې ځايه مو د حسين د يارانو د شهادت په هکله د طبري تاريخ روايات راوړل ؛خو د هغه سياق او ترتيب مې مراعات کړى نه دى ؛ځکه  څرګنده ده ،چې هغه د پېښې يادونې ته؛ لکه څنګه ،چې پېښې شوي دي اهميت ورکړى نه دى؛که څه زموږ ترتيب هم بې د طبري په رواياتوکې د يو علمي بحث پايله نه ده ؛بلکې يوازې هغو قراينو ته مو پام وراړولى ،چې په رواياتو کې وو او ،چې موږ نور روايات پرې ورزيات کړي، سر چينې يې  مو ښوولې دي او  دا چې طبري په خپل تاريخ کې د حسين د يارانو ټولې پېښې او روايات راوړي نه دي او په نورو سرچينو کې ددې رواياتو يوه برخه د حسين د شهادت سبب څرګندوي او پر مساله مو ښه پوهوي؛نو دادى لږ يې راوړو :

 نورشهيدان

١-عمرو بن خالد

خوارزمي وايي : عمر و بن خالد ازدي جګړې ته ورغى اوويې ويل :

اليوم يا نفس الى الرحمان

تمضين بالروح و بالريحان

اليوم تجزين على الاحسان

قد کان منک غابر الازمان

ما خط باللوح لدى الديان

فاليوم زال ذاک بالغفران

لا تجزعى فکل حى فان

و الصبرا حظى لک بالامان

 اى نفسه ! نن د رحمان خداى پر لور ځې او د روح او ريحان پر لور الوځې . نن ددې احسان په پار بدله اخلې او څه،چې په تېر پېر کې درنه شوي وو، هماغه ،چې د ديان خداى پر وړاندې پر تخته کښل شوي وو، نن ټول د خداى په بښنه له منځه ولاړل(؛نو) بې قراري او تلولي مه کوه ، چې هر ژوندي مري او زغم درته غوره او ارام دى .

 ٢-سعد بن حنظله

وايي : ترده وروسته سعدبن حنظله تميمي ډګر ته ووت اوويې ويل :

صبرا على الاسياف و الاسنة

صبرا عليها لدخول الجنة

و حور عين ناعمات هنة

لمن يريدالفوز لابالظنة

يا نفس للراحة فاطرحنه

و فى ‌طلاب الخير فارغبنه

 پردې تورو او نېزو زغم وکړه ، چې صبر پرې جنت ته د ورننووتو لار ده ؛ او (هم) شادابو مبارکو حورالعين ته د ورسيدو لار،هغه ته چې يقيني نېکمرغي غواړي نه خيالي .اى نفسه ! دې هوساېنې ته ، دنيا لرې وارتوه او ددې خير په لټه کې مخ ترې واړه . بيا يې پر دښمن ورودانګل او جګړه ونښته او شهيد شو. [13]

٣-عبدالرحمان بن عبدالله يزني

وايي : بيا عبدالرحمان بن عبدالله يزني ډګر ته ولاړ او و يې ويل :

انا ابن عبدالله من آل يزن

دينى على دين حسين و حسن

اضربکم ضرب فتى من اليمن

ارجو بذاک الفوز عند المؤتمن

زه د عبدالله يزني زوى او د حسين او حسن پر دين يم . تاسې د يمني ځوانمرد په ګوذار په نښه کوم .او په دې چار له مؤتمن خدايه بريا غواړم .

بيا يې بريد وکړ ،جګړه يې وکړه او شيهد شو.

٤- قرة بن ابي قرة

بيا نو قرة بن ابي قرة  غفاري ډګر ته ورغى او و يې ويل :

قد علمت حقا بنوغفار

و خندف بعد بنى نزار

بانننى الليت الهزبر الضارى

لاضربن معشر الفجار

بحد عضب ذکر بتار

يشع لى فى ظلمة الغبار

دون الهداة السادة الابرار

رهط النبى احمد المختار

 غفاريان ، خندقيان او نزاريان ښه پوهېږي ،چې زه داړن او ماتوونکى زمرى يم، چې د ډګر د دوړو تياره مې رڼا ده . د خداى  د غوره پېغمبر احمد، د کورنۍ د لارښودونکيو،ښاغليو او نېکچارو په مخ کې .

بيا يې بريد وکړ، وجنګېد، څو شيهد شو.

٥-عمرو بن مطاع

ورپسې عمرو بن مطاع جعفي ډګر ته ورغى او و يې ويل :

انا ابن جعفى و ابى مطاع

و فى يمينى مرهف قطاع

و اسمرسنانه لماع

يرى له من ضوئه شعاع

قد طاب لى فى يومى القراع

دون حسين و له الدفاع

  زه د جعفي زوکړه او پلار مې مطاع دى او په ښي لاس کې مې ښه تېزه توره ده،چې له تېزۍ پړق وهي او ځلېږي .

نننۍ برخه مې خورا خوندوره ده ، چې د حسين پر وړاندې وسم او دفاع ترې وکړم .

بيا يې جګړه پيل کړه، وجنګېد او شهيد شو. [14] 

٦-جون د ابو ذرغفاري (رض) مريى

په مثيرالاحزان او لهوف کې وايي :  بيا (( جون )) ،چې د ابوذر (رض) تورپوټکى مريى و،د جګړې اجازه يې وغوښته امام ورته وويل : ته ازاد يې ځکه په موږ پسې ژوند او سوکالۍ ته راغلى يې ؛نو زموږ پر لار مه اخته کېږه !

 جون وويل: يابن رسول الله ! خو په نعمت او پراخۍ کې دومره وم او په سختۍ او تنګۍ کې مو پرېږدم ؟ ( نه) پر خداى قسم بوين يم . ټبر مې ټيټ او رنګ مې تور دى ،دا دى جنتي مې کړه ،چې بوى مې ښه ، ټبر مې شريف او مخ مې سپين  شي . نه ،پر خداى قسم  درنه جلاکېږم نه ،چې دا توره وينه ستاسې له وينې سره ګډه  نه کړم ! بيا يې ترشهادته جګړه وکړه . [15]

 د خوارزمي په مقتل کې وايي : جون پر دښمن  ور بريد کړ او ويې ويل :

کيف يرى الفجار ضرب الاسود

بالمشرقى القاطع المهند

احمى الخيار من بنى محمد

اذب  عنهم باللسان واليد

ارجو بذاک الفوز عند المورد

من اله له الواحد الموحد

فاجران ، ددې تورګو ذار څرنګه ويني ؟،چې  په ښه تېزه توره يې ځپي .زه د آل محمد له غورو ځنې ملاتړ کوم ،او په خوله او زور دښمن ترې شړم او په دې چار په قيامت کې د “ايکي يو خداى” د ځانګړې بريا په هيله يم .[16] بيا يې پينځه ويشت تنه هلاک کړل او پخپله هم شهيد شو. حسين يې سر ته ودرېد او ويې ويل : (( پالونکيه ! مخ يې  سپين ،بوى يې ښه او له محمد(ص) سره راپاڅوې او د ده او آل محمد ترمنځ اشنايي کړې )) [17]    

٧-انيس بن معقل

د خوارزمي په مقتل کې وايي:  بيا انيس بن معقل  ډګر ته ورغى او و يې ويل :

انا انيس و انا ابن معقل

و فى يمينى نصل سيف فيصل

اعلوا به الهامات بين القسطل

حتى ازيل خطبة فينجلى

عن الحسين الفاضل المفضل

ابن رسول الله خير مرسل

 زه انيس يم ،د معقل زوى، په ښي لاس مې تېره توره ده ،چې په سختيو کې د سرغړاندو ککرې پرې وهم ، چې د غوره رسول  د زوى ، غوره حسينه نادودې لرې شي .

٨-حجاج بن مسروق

 وايي : حجاج بن مسروق د امام حسين مؤذن و، ډګر ته ورغى او و يې ويل

اقدم حسين هاديا مهديا

اليوم تلقى جدک النبيا

ثم اباک  ذالعلا عليا

والحسن الخير الرضا الوليا

و ذالجنا حين الفتى الکميا

و اسدالله الشهيد الحيا

  مخ پر وړاندې اى حسينه ! اى لارښوده! اى  مهدي ! چې نن دې خپل نيکه د خداى نبي وينې  او خپل لوړ مقامى پلار علي دې او غوره نېکچارى ولي حسن او د دوو وزرونو خاوند، هغه مېړنۍ پتمن جعفر طيار او هغه ژوندى شهيد ،د خداى زمرى (حمزه ) .

بيا يې بريد وکړ ، وجنګېد او شهيد شو .

٩-جنادة بن حرث

وايي : بيا نو جنادة بن حرث انصاري ډګر ته ورغى او ويې ويل :

انا جنادة انا ابن الحارث

لست بخوار و لابناکث

عن بيعتى حتى يقوم وارثى

من فوق شلوفى الصعيد ماکث

 جناده يم، د حارث زوى ، نه ډارن يم ، نه ژمن ماتى. پر خپل بيعت ټينګ يم ، تردې ،چې وارث مې بې ساه تنه پر ځمکه لوېدلې ومومي .

 بيا يې بريد وکړ، جګړه یې وکړه، څو شهيد شو.

١٠_عمروبن جناده

بياعمرو بن جناده ډګر ته ورغى او و يې ويل :

اضق الخناق من ابن هندو ارمه     فى عقره بفوارس الانصار

و مهاجرين مخضبين رماحهم       تحت العجاجة من دم الکفار

خضبت على عهد النبى محمد      فاليوم تخضب من دم الفجار

واليوم تخضب من دماء معاشر     رفضو القرآن لنصرة الاشرار

طلبوا بثارهم ببدروانثنوا                بالمرهفات و بالقناالخطار

و الله ربى لا ازال مضاربا                  للفاسقين بمرهف بتار

هذا على اليوم حق واجب               فى کل يوم تانق و حوار

د انصارو په زړورو د هندې  د بچي او کورنۍ راتاوې کړه او د مهاجرينو په نېزو ،چې په هغه هياهو کې د کفارو په وينو ککړې شوې ( پر هغه ورځ ) د محمد رسول الله په پېر کې ( د هغو کفاررو په وينو) ککړې شوې او نن دې فاجرانو په وينه ککړېږي. نن د هغې ډلې له وينو ککړېږي، چې قرآن يې د اشرارو د ملاتړ په پار، څنډې ته کړى،هغه اشرار، چې نن د ((بدر جګړې )) د ننګينو وينو او ماتې کسات اخلي : د هغو د وينو کسات ،چې د مجاهدينو په ځپنده نېزو او تېرو تورو راولوېدل! پر پالونکي مې قسم، چې پردې فاسقانو د تېرو تورو ګوذارونه کوم .نن دا چار راباندې تر هغې واجب حق دى ، چې ساه او خوله مې وي .

بيا يې پر دښمن بريد وکړ،وجنګېد څو شهيد شو.

١١-يتيم تنکى ځوان

بيا هغه تنکى ځوان ،چې پلار يې شهيد شوى و او د خپلې مور ترڅنګ و، ډګر ته ورغى . مور يې ورته وويل : (( زويه ! ډګر ته ورشه او د رسول الله (ص)له زوى تر شهادته دفاع وکړه.))

 زوى وويل : همدغسې کوم او ډګر ته ورغى .

 حسين وويل: (( دا تنکى ځوان دى، پلار يې وژل شوى، ښايي د مور يې خوښه نه وي))

 تنکي ځوان وويل : (( ياابن رسول الله ! مور مې را ته ويلي)) ډګر ته ورغى او ويې ويل :

اميرى حسين و نعم الامير

سرور فواد البشير النذير

على و فاطمة والداه

فهل تعلمون له من نظير

بولندوى مې حسين دى او څه ښه امير،هغه د بشير او نذير پېغمبر د زړه خوشحالي .علي او فاطمه يې پلار ومور دي . ايا سارى يې پېژنئ ؟

بيايې جګړه وکړه او شهيد شو. سر يې ترې جلا کړاو د حسين لښکر ته يې وروغورځاوه. مور يې سر راواخست او ورته يې وويل : (( آفرين زويه ! لېمه مې! د زړه خوشحالي مې!)) بيا يې سرګوذار کړ او يو دښمن يې پرې وواژه او د خېمې لرګى يې راواخيست او بريد يې پرې وکړ اويې ويل :

انا عجوز فى النساء ضعيفة

بالية خالية نحيفه

اضربکم بضربة عنيفة

دون بنى فاطمة الشريفه

 زه کمزورى بوډۍ، له ډنګړو کار لوېدليو بوډيو، چې په سختو ګوذارونو مو ځپم او د شريفې فاطمې د اولادونو دفاع کوم .

بيايې د دښمن دوه تنه ووژل او حسين (ع) يې د راستنېدو  امر وکړ او دعا يې ورته وکړه . [18]

خوارزمي وايي: د حسين ياران په يو بل پسې ډګر ته د تلو لپاره امام ته ورتلل او ويل يې : (( اسلام عليک (= خداى په امان ) يا ابن رسول الله ! )) او د امام ځواب و (( عليک السلام ( = خداى په امان ) موږ درپسې يو او دا آيت  يې لوست : ((صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا = ځينو خپله ژمنه پوره کړې ( اوپه لارکې يې شهيدان شوي دي ) او ځينې (لا ورته) سترګې پر لار دي او (بيخي يې خپله ګروهه ) وانه ړوله [19]))

 او په دې توګه جګړه وغځېده ،چې ټول شهيدان شوو . [20]

غزل بابا وايي :

ورسره چې هغه پاتې دوه اويا وو
خيال اونه كړې د امداد او د وغا وو
خو مثبت د قربانۍ د مدعا وو
لنډه داده چې د كل سره اجزا وو
كه لازمه بې كسي يې وه جمال ته
نو قتال يې هم پكار و څه جلال ته
ميړني پېغمبري زلمي اتلس
ننګيالي و هاشمي زلمي اتلس
كربلا کې كوثري زلمي اتلس
له اسلامه قرباني زلمي اتلس
په محشر کې به اتلس زره قامه
وايه څوك به يې شي  سيال له خاص و عامه
******
اى فلكه! نه ماتيږي ولې ستا د انصاف تله
د پرې وونو جرګه ژاړي غريو نيولى كهكشان دى
په خولو د مظلومانو هم خړوبه نه شوه تنده
د كوثر په خاوندانو څنګه نوى امتحان دى
د اسلام د تكميل نخښه شوه ښكاره په كربلا کې
دا ايثار چې د حسين و د اسلام  د شان نښان دى
زه حېران يم ورته څنګه د امام قتل اسان و
چې هر يو ته وه معلومه چې دا ځوان په نبي ګران دى
يو تصوير د قربانۍ دى شهادت د حسنينو
كه هرڅو ښكاري خاموشه چې راوايې خلې ګويان دى
حمزه مينه د امام دې كور ښه كړه كه پوهېږې
هم په دغې مېلمنه دې ويران كور د زړه ودان دى

[1] . ال عمران : ١٧٨ – او ١٧٩  آيتونه

[2] .د يونس سورت له ٧١ او اعراف سورت له ١٩٦ آيته اقتباس

[3] . د دخان سورت له ٢٠ او غافر سورت له ٢٧ آيته اقتباس

[4] .ابن حجر د اصابه د درېيم ټوک په ٢٠٥ مخ کې د فروه د حال په شرح کې وايي : پر نهم هجري کال د مذحج له ټبر سره پېغمبر (ص) ته راغى او آنحضرت د مراد،مذحج او زبيد د ټبرونو مشر کړ او په استعياب کې وايي : د حضرت عمر پر مهال په کوفه کې مېشت شو .

[5] . د يونس سورت له ٧١ او هود سورت له ٥٥ آيته اقتباس

[6] .د ابن عساکر تاريخ،٦٧٠ حديث؛ تهذيب،دويم ټوک،٣٣٤ مخ . د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٧ مخ؛لهوف،٥٦ مخ .

[7] .د شجري امالي،١٦٠ مخ؛ د ابن عساکر تاريخ،٧١٦ ګڼه حديث،لنډيز يې؛طبري تاريخ،د اروپا چاپ، دويم ټوک،٣٣٨ مخ.

[8] .د احزاب سورت له ٢٣ آيته اقتباس

[9] . د خوارزمي مقتل،دو يم ټوک،٢٠ مخ

[10] . د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،١٤-١٥ مخونه

[11] .هماغه سرچينه،دويم ټوک،٢٠-٢١ مخونه

[12] .د غافر سورت له ٣٠-٣٣ آيتونو پورې اقتباس

[13] . د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،١٤ مخ

[14] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،١٧-١٨ مخونه

[15] .مثير الاحزان،٤٧ مخ؛لهوف،٤١ مخ .

[16] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،١٩ مخ

[17] .مقتل العوالم،٨٨ مخ

[18] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،١٩-٢٢ مخونه

[19] .د احزاب سورت ٢٣ آيت

[20] . .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٥ مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!