تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ يَسْأَلُهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ ) ( الرحمن/۲۹) ژباړه : په اسمانونو او ځمكه كې،چې هر څه دي،له هغه يې غواړي (او) هغه هر وخت په يوه كار(او حال) كې دى .  دا آيت، پراخ مفهوم لري، چې په دې نړۍ كې هر ډول پنځون او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يَسْأَلُهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ ) ( الرحمن/۲۹)

ژباړه : په اسمانونو او ځمكه كې،چې هر څه دي،له هغه يې غواړي (او) هغه هر وخت په يوه كار(او حال) كې دى . 

دا آيت، پراخ مفهوم لري، چې په دې نړۍ كې هر ډول پنځون او ادلون بدلون رانغاړي. د خداى پيدايښت همېش او پر له پسې دى او د اړمنو اړتيا پوره كول يې همدغسې دي او هره ورځ يوه نوې طرح رادبره كوي. يوه ورځ ځينې اقوام ځواكمنوي او بله ورځ يې تورو خاورو ته كېنوي. يوه ورځ روغتيا او ځواني وربښي او بله ورځ كمزوري او بېوسي. يوه ورځ له زړه غم او خپګان لرې كوي او بله ورځ يې پكې لاملونه پيدا كوي. لنډه دا، چې هره ورځ د حكمت او احسن نظام له مخې، تازه ښكارنده او نوې پېښه لري. دې حقيقت ته پاملرنه له يوې خوا د هغه پاك ذات ته زموږ همېش اړتيا څرګندوي او بلخوا له زړه د نهيلۍ پردې لرې كوي او له درېيم لوري، غرور او غفلت ځپي. هو! هغه هره ورځ په يوه نوي شان او چار كې دى. له حضرت علي (ك) په يو روايت كې لولو: (( ستاينه يوازې د هغه خداى ده، چې بيخي نه مري او د پنځون هېښتياوې يې پاى نه مومي؛ ځكه هره ورځ په يوه شان او چار كې دى او نوې موضوع راپنځوي، چې مخكې بيخي نه وه)). رسول اكرم (ص) ددې آيت په تفسير كې په يو حديث كې وايي: (( له چارو ځنې يې دا ده، چې ګناه بښي، خپګان او كړاو لرې كوي، يوه ډله لوړوي او بله راكښته كوي)). دا آيت، يو هيله بښونكى، غرور ماتى او د پيدايښت د دوام او غځېدا نښه ده، نو ځكه كله د اسلام مشرانو د وګړيو هيلمنۍ ته پر همدې آيت ډډه لګوله، لكه ربذي ته د حضرت ابوذر عفاري رضى الله عنه د دردناكې شړنې په داستان كې د مخه ښې پر مهال علي (ك) په مانا ډكو غونډلو ډاډه كړ، بيا امام حسن په ((تره)) ياد كړ او نورې خبرې يې ورته وكړې، بيا امام حسين وويل: ((تره! خداى دا شرايط اړولاى شي او هغه هره ورځ په يوه نوي شان او چار كې دى. ددې ډلې دنيا، ته له حق ويلو منع كړې او ستا دين هغوى د باطلو له لاروۍ منع كړل… نو له خدايه زغم او بريا وغواړه)) ددې ټكي يادونه لازم ده، چې دلته ((يوم)) د ورځې پر مانا د شپې پر وړاندې نه ده؛ بلكې هم اوږده پيرونه رانغاړي او هم ساعتونه او شېبې او مفهوم يې دادى، چې متعال خداى په هر وخت په يوه شان او چار كې دى .(نمونه، 23 ټ: 138 مخ)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!