تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَن طَبَقٍ (الانشقاق/۱۹) ژباړه : چې هرومرو تاسې تل پړاو په پړاو له يو حالته بل حالت ته تېرېدونکي روان ياست (چې كمال ته ورسئ)   دې آيت ته يې ډول ډول تفسيرونه كړي دي: 1_ مراد، هغه جلا جلا حالات دي، چې انسان یې د خداى او مطلق كمال […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَن طَبَقٍ (الانشقاق/۱۹)

ژباړه : چې هرومرو تاسې تل پړاو په پړاو له يو حالته بل حالت ته تېرېدونکي روان ياست (چې كمال ته ورسئ) 

 دې آيت ته يې ډول ډول تفسيرونه كړي دي: 1_ مراد، هغه جلا جلا حالات دي، چې انسان یې د خداى او مطلق كمال پر لور له كړښته په ډكه لار كې پيدا كوي؛ ړومبى دنيا، بيا برزخ او ورپسې قيامت او حالات يې. 2_ منظور، هغه حالات دي، چې انسان یې د څاڅكي له وخته تر مرګه پيدا كوي او ځينې تر اوه دېرشو پورې شمېرلي دي. 3_ مطلب، هغه بېلابېل حالات دي، چې انسان یې په دنيوي ژوند كې مومي لكه روغتيا، ناروغي، خپګان، خوشحالي، سختي، اساني، سوكالي، سوله او جګړه. 4_ منظور هغه حالات او سختۍ دي، چې انسان په قيامت كې ورسره مخېږي، چې له حسابه وزګار شي او هرڅوك د خپل چار په پايلو (جنت او دوزخ) پسې ولاړ شي. 5_ مراد، هغه حالات دي، چې په مخكې اقوامو كې پېښ شوي، هماغه ترخې او خوږې پېښې، ډول ډول دروغ ګڼل او د ناباندیو – مخالفانو منکرین، چې په دې امت كې هم پېښېږي. دا مانا له امام صادق(رح) په يو روايت كې راغلې ده. البته دا ټول تفسيرونه سم دي او شونې ده، چې دا ټول پړاوونه او بدلونونه راونغاړي، چې انسان یې د خپل ژوند په بهير كې وهي. په هر حال، ددې حالات را پيدا كېدل او د انسان په يوه حالت کې نه پاتې كېدل، له يوې خوا يې پر مخلوق والي دليل او خالق درلودو ته يې اړتيا ده؛ ځكه هر متغير حادث او نوى پيدا كېدونكى دى او هر پيدا شوى، يو پیدا كوونكى غواړي. بلخوا ددې نړۍ نا پايښتۍ ته يو دليل دى او همداراز يوه نښه ده، چې انسان د خپل پالوونكي ذات پر لور په همېشني حركت كې دى او ورستنېږي (نمونه تفسیر، 26ټ: 315 مخ)

 

[ سرچینه : شرح منتخب آيات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!