تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ هيله په نړۍ کې د انسان يوازېنۍ پانګه ده هيله په نړۍ کې د انسانانو پانګه ده. څوک چې نهيلی دی او د نهيلۍ له لامله يو ور هم نه ټکوي، نو له ژونديو ځنې نه دی. ژوند د وره ټکول او هيلمنېدل دي: حمد الله کین رسن آویختند فضل و […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

هيله په نړۍ کې د انسان يوازېنۍ پانګه ده

هيله په نړۍ کې د انسانانو پانګه ده. څوک چې نهيلی دی او د نهيلۍ له لامله يو ور هم نه ټکوي، نو له ژونديو ځنې نه دی. ژوند د وره ټکول او هيلمنېدل دي:

حمد الله کین رسن آویختند

فضل و رحمت را به هم آمیختند

 په هستۍ کې هيله يوه بهترينه او مبارکترينه ځوړنده رسۍ ده چې انسانان بايد ورپورې ورځوړند شي او ځانونه پورته کړي چې د اسمان ورونو ته ورسی او ور وټکوي. خدای هيله راکړې او ولې انسانان له دې پېرزوينې، ښه ګټنه ونکړي او خپلې چارې سمې نه کړي؟ دا هيله د نړۍ په جوړښت کې پلې شوې ده. په هستۍ کې د بدلې او سزا نظام (يعنې يوې بدۍ ته يوه سزا او يوې نېکۍ ته لس ګرايه بدله) رازده کوي چې ګاندې (راتلونکي) ته هيلمن اوسو او ډاډمن اوسو چې ښه چار مو نه يوازې له منځه نه ځي چې زياتېږي هم او بد چاري هم ومومي چې هستي په کرکه ورته نه ويني او بدې چاري يې نه برکتي کوي.

نېکان بايد پوه شي چې له هستۍ او خاوند سره يې پر يوې لوري ګام اخلي او که نن يې کار په زړه پورې پايله نه ورکوي، هرومرو به يې پايله راښکاره شي، دا تخم به بیخي د تاريخ په خاوره کې وروست نشي او په پای کې خپل اثر او اغېز به راښکاره کړي.

د امام زمان د راښکاره کېدو مانا او په نړۍ کې د عدالت او نېکمرغۍ خپرېدل او د دې مانا چې نېکان به يوه ورځ له خپلو تېرو ښادمن شي او يوه همیشنۍ خوشحالي به ترلاسه کړي او د دې مانا چې بدچاری به د ناکامۍ ګوته پر خوله کړي او پر خپلو تېرو به افسوس کوي او د قيامت کبرا مانا بې له دې بل څه نه ده.

په نړۍ کې يو ډله د مارغانو په ښکار بوخت دي او بله ډله د مارغانو د سيوري په ښکار. هغوی چې د مارغه د ښکار پر کار بوخت دي، په نهايت کې به دا ښکار په لومه کې راګېر کړي او دا ورځ به يې د ښادمنۍ ورځ وي او هغوی چې د مارغه د سيوري په ښکاره پسې دي يو دمي به وويني چې روزګار يې ضايع شوی او څه برخه ورپاتې نه ده.

 مرغ بر بالا و زیر آن و سایه اش

می دود بر خاک پرّان مرغ وش

ابلهی صیّاد ان سایه شود

می دود چندان که بې مایه شود

 ځيرک او د ليدانې خاوند ښکارچيان چې د هستۍ نظام پېژني او د ښکار په لټه کې دي، پوه دې شي که ان خپله يې مطلوب ښکاره ترلاسه نکړ، په پای کې به يې همدا ښکار په لومه کې راګېر شي او هڅې به يې خوشې اوعبث ولاړې نشي. نېکان دې ډاډمن اوسي چې نيکي به يې نه يوازې له منځه ولاړه نشي چې ډېره ميوه ان تر انتظار وراخوا اغېزې او ثمرات به راوټوکوي؛ نو بدۍ دې دوی کله هم و نه ډاروي او نه دې وانګېري چې بدانو دومره پر نړۍ لاسبری موندلی چې جزيي نېکې چارې به څه اغېز ونلري.

نيکي يوازې په آخرت کې مېوه نه ورکوي؛ بلکې دلته يې هم ورکوي:

د هستۍ نظام او خاوند يې رازده کوي چې نېکۍ به ټولې سره جمع او سترۍ شي يو د بل تر څنګ به ډېرۍ جوړه کړي او بدي به يو بل خنثی کړي. د هستۍ خاوره نېکيو ته حاصلخېزه او مساعده ده، د باري تعالی د رحمت باران هم ورېږي؛ نو ځکه د نېکۍ د ونې جرړې چې په ځمکه کې دي د سيوري ښاخونه به يې اسمان ته ور ورسي، يوازې په آخرت کې نه دي چې نېکۍ ډېرې بدلې وړي؛ بلکې دا نړۍ به هم د نېکيو په رڼا کې ګلبڼ (ګلستان) شي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!