تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ هېڅ څيز د الله په څېر نه دى   فَاطِرُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجًا يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿شوری/ ۱۱ ) =  (هغه) د اسمانونو او ځمكې څيروونكى (او پيدا كوونكى) دى (،چې) له خپلو ځانونو یې جوړې جوړې درپېدا كړې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

هېڅ څيز د الله په څېر نه دى

 

فَاطِرُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجًا يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿شوری/ ۱۱ ) =  (هغه) د اسمانونو او ځمكې څيروونكى (او پيدا كوونكى) دى (،چې) له خپلو ځانونو یې جوړې جوړې درپېدا كړې او (همداراز) له څارويو یې هم جوړې جوړې او په دې توګه (= د مېرمنو له لارې مو) ځوځات ډېروي، په څېر یې څه نشته او همدا اورېدونكى (او حقیقي) ليدونكى دى .

دا جمله، د خداى تعالى د ټولو صفاتو د پېژندنې آريزه ستن ده، چې دې ته په نه پاملرنې د پالونكي پر يوه صفت هم پوهېداى نشو؛ ځكه د خداى د پېژندنې د لارې د لارويانو د لارې پر سر پروت خطرناك ګړنګ، د ورته والي او تشبيه ګړنګ دى، چې خداى په يوه صفت كې له مخلوق سره ورته وبولي، دا امر لاملېږي، چې د شرك په ګړنګ كې ولوېږي.

 په بله وينا، خداى له هر پلوه بې پايه او نامحدود دى او بې له خدايه هرڅه، له هر اړخ محدود او را ايسار دي؛ د واک، پوهې، ژوند، ارادې، لورنې او دا د ممكناتو له نيمګړتياوو د خداى سوتره او پاك ګڼل دي. په همدې دليل، ډېرى مفاهيم، چې د غير الله په باب جوت دي، هډو د الله په باب څه مانا نلري؛ لكه ځينې چارې اسانې او ځينې راته سختې دي، ځينې څيزونه رانه لرې او ځينې نژدې دي؛ ځينې پېښې مخكې شوي او ځينې په ګانده كې پېښېږي؛ همداراز ځينې اجسام، واړه او ځينې لوى دي. علت يې دادى، چې وجود مو محدود دى او د ژویو له خپلمنځي پرتلنې، په ذهن كې مو دغسې مفاهيم پيدا كېږي؛ خو هغه وجود، چې له هر پلوه بې نهايت دى او ازل او ابد يې رانغاړلى، دا ماناوې ورته انګېرل كېږي نه.

د خداى په باب لرې او نژدې نه انګېرل كېږي او هرڅه ورته نژدې دي، ستونزمن او آسان ورته نشته او ټولې چارې ورته اسانې دي. ګانده او تېر ورته نشته او ټول ورته حال دي؛ البته پر دې ماناوو پوهېدل هله شوني دي، چې ځير شو او ذهن له روږديو څيزونو تش كړو، له همدې لامله وايو، چې پخپله د خداى د شتون پېژندل اسان دي؛ خو د صفاتو پېژندل يې ستونزمن دي. (نمونه، 20: 366 مخ)

بېشكه الله يو موجود دى، چې له خيال، قياس، ګومان او وهم اوچت دى او د ذات انګېرنه يې راته ناشونې ده؛ ځكه هغه څيزونه راته انګېرېدونكي دي، چې په څېر مو یې ليدلي وي يا د ليدلو څيزونو له وېش او يوځاى كېدو لاس ته راشي؛ خو هغه چې سارى ونلري، په وهم او عقل كې مو نه ځايېږي، دومره پوهېږو، چې شته او په هستۍ كې يې كړنې او اغېزې وينو او له همدې اثارو او اغېزو يې پر ځانګړنو او اوصافو په لنډو پوهېداى شو.

هېڅوك ان پېغمبرانو او پرښتې يې هم د ذات پر حقيقت پوهېداى نشي او پر همدې حقيقت منښته یا اعتراف، د خداى په باب د انسان د معرفت او پوهاوۍ روستی پړاو دى. د پېغمبر (ص) دا حديث((موږ هاغسې ونه پېژنداه؛ لكه چې ددې د پېژندو حق دى)) څرګندوي. دليل يې هم څرګند دى؛ ځكه خداى له هر اړخ يو بې نهايت او بې انتها شتون دى او بې له ده هرڅه، له هر پلوه محدود او متناهي دي؛ نو ځكه ((الله)) له ((غير الله)) سره قياسولاى نشو او داچې زموږ وجود، عقل او فكر محدود دى؛ نو كله يې هم نامحدود حقيقت ته نه رسوو.

 پاموړ خو داچې په يو حديث كې لولو: يو تن، پېغمبراکرم (ص) د علم د لوړ پړاو په باب وپوښت، پېغمبر (ص) ورته وويل: (( د خداى پېژندنه لكه چې وړ یې ده)) بيا يې وويل: ((داچې پوه شې، چې سارى نه لري او هغه ايكي يو معبود، پنځګر، وسمن، ړومبى، روستى،ښکاره او پټ وپېژنې، چې سارى نه لري؛ نو دا دى د معرفت الله حق)). (پيام قرآن، 3: 265 مخ)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!