تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَأَنكِحُوا الْأَيَامَى مِنكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِن يَكُونُوا فُقَرَاء يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (نور/۳۲) ژباړه : او تاسې خپل ناواده کړي ځوانان او پېغلې،نېك مريان او وينځې (يو بل ته) په نكاح كړئ .كه هغوى تنګلاسي وي؛ نو خداى به يې پرخپلې مهربانۍ شتمن كړي او خداى […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَأَنكِحُوا الْأَيَامَى مِنكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِن يَكُونُوا فُقَرَاء يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (نور/۳۲)

ژباړه : او تاسې خپل ناواده کړي ځوانان او پېغلې،نېك مريان او وينځې (يو بل ته) په نكاح كړئ .كه هغوى تنګلاسي وي؛ نو خداى به يې پرخپلې مهربانۍ شتمن كړي او خداى پوه پراختيا راوستونكى دى .

 

واده؛ الهي سنت دى

سالم واده، يو فطري حكم، او د پنځون له قانون سره همغږي ده، چې انسان د ځوځات د پاينې، جسمي او روحي ارامتيا او د ژوند ستونزاوارۍ ته ورته اړتيا لري. اسلام، چې له پيدايښت سره همغږی ګام اخلي، په اړه يې په زړه پورې تعبيرات لري، له پيغمبره (ص) په يو حديث كې لولو: ((چې څوك واده وكړي، خپل نيم دين يې ساتلى دى او بايد په نيم نور كې الهي تقوا رعايت كړي)). جنسي غريزه د انسان غښتلې او سرغړانده غريزه ده، چې په يوازېتوب له نورو غريزو سره برابري كوي او بې لاريتوب يې، د انسان نيم ايمان په خطر كې غورځوي. له همدې امله، په اړوند آيتونو او همدغسې ګڼ شمېر رواياتو كې، مسلمانان هڅول شوي، چې له یلغوزو – مجردانو سره په واده كې لاسنیوی وكړئ. په يو روايت كې راغلي، يو له هغوى درې ګونو ډلو، چې په قيامت كې د خداى تر عرش لاندې دي، هغه ګڼل شوي، چې د خپل مسلمان ورور د واده وزلې چمتو كړي.ـ(نمونه تفسیر، 14ټ: 457- 463 مخونه). په تېره په دې اړه د پلرونو دنده ډېره درنه ده. لكه، چې له رسول الله )ص( په يو حديث كې لولو: ((چې د چا زوى د ودې منګ ته ورسي او د واده شونتيا يې لري؛ خو لاس پورې نه كړي او په پايله كې زوى په ګناه اخته شي؛ نو دا ګناه به دواړو ته وكښل شي)). بيا پر همدې دليل په ټينګه سپارښتنه شوې، چې مهر او د واده نورې چارې سپكې ونيسئ، چې یلغوزو – مجردانو ته د واده څه خنډ نه وي. له همدې امله، په رواياتو كې، د ښځې دروند مهر يې، د سپېره توب يوه نښه ګنل شوې او دا، چې نشتمني او د مالي شونتياوو نشتون د واده نه كولو يو ټولیزه پلمه ده، قرآن يې په ځواب كې په ډاګه وايي، چې نشتمني د واده خنډېداى نشي؛ بلكې ډېر ځل واده د مړه خوا كېدو لاملېږي. امام صادق (رح) په وايي: (( روزي، له مېرمن او اولاد سره ده)). بې شكه الهي مرستې د هغوى لاسنيوي ته ورځي، چې د خپلو انساني دندو د كولو او د ځان پاكۍ ساتنې ته واده كوي(نمونه تفسیر، 14 ټ: 464 مخ)

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازی

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!