تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر واقعه سورت   دا سورت 96 آیتونه لري او په مکه نازل شوی دی. د قیامت یوه نامه واقعه ده، چې ددې سورت په لومړي آیت کې یې د هرومرو پېښېدو خبر ورکول شوی؛ نو ځکه ددې سورت نامه ((واقعه)) ده. ددې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

واقعه سورت  

دا سورت 96 آیتونه لري او په مکه نازل شوی دی.

د قیامت یوه نامه واقعه ده، چې ددې سورت په لومړي آیت کې یې د هرومرو پېښېدو خبر ورکول شوی؛ نو ځکه ددې سورت نامه ((واقعه)) ده.

ددې سورت ډېری آیتونه د قیامت او د قیامت د شرایط او پېښو په باب او هم پر هغه ورځ پر جنتیانو او دوزخیانو د خلکو د ویشل کېدو په اړه دي؛ نو ددې آیت تلاوت انسان له غفلته راباسي.

د حضرت عبداللّه بن مسعود (رض) د مرګ په مهال یې حضرت عثمان (رض) عیادت ته ورغی او و یې پوښت: څه ته خپه یې او څه هیله لرې؟ ګناهونو ته مې خپه یم او د پالونکي لورنې ته هیلمن یم. و یې پوښتل: آیا غواړې څه درکړم؟ و یې ویل: نه! پر هغه ورځ چې مې اړتیا درلوده، بې برخې دې کړم، اوس چې له نړۍ ځم؛ نو څه اړتیا به ولرم؟ حضرت عثمان (رض) وویل: نو اجازه راکړه، یو څه درکړم، چې لوڼو ته دې پاتوړی شي. هغه وویل: هغوی هم ورته اړتیا نه لري؛ ځکه لوڼو ته مې داسې څه ورزده کړي، چې کله به هم اړمنې نشي، هغوی ته مې سپارښتنه کړې، چې واقعه سورت تلاتوئ، چې له پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله نه مې اورېدلي: څوک چې هره شپه واقعه سورت تلاوت کړي؛ نو بېوزلي او بدمرغي به نه وررسي[1].

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

إِذا وَقَعَتِ الْواقِعَهُ«1» لَیْسَ لِوَقْعَتِها کاذِبَهٌ«2»=چې (د قيامت) ستره پېښه، پېښه شي. (چې) په پېښېدو كې يې دروغ نشته.

خافِضَهٌ رافِعَهٌ«3» إِذا رُجَّتِ الْأَرْضُ رَجًّا«4»= (دا پېښه د کافرانو) ټيټوونکې او [د مؤمنانو] لوړوونكې ده. چې ځمكه پوره وړچول شي.

وَ بُسَّتِ الْجِبالُ بَسًّا«5» فَکانَتْ هَباءً مُنْبَثًّا«6»=او غرونه وړه وړه کړای شي؛ نو خپره وره دوړه شي.

ټکي:

* «خفض» کوزولو او لاندې راکاږلو ته او «رفع» پورته وړو او هسکولو او «رج» سختې او توندې لړزې او له ځایه رانړېدو ته وايي.

* «بس» د شدید دباو له لامله دړي وړي کېدو ته وايي او «هَباءً» نرمې خاورې او په هوا کې دوړو او ذرو ته او «منبث» د شیندلي په مانا دی.

* چېرې چې د یوه چار او پېښې کېدل هرومرو وي، ویلو ته یې له ماضي فعل نه ګټنه کولای شو؛ نو ځکه د قیامت په اړه ډېری آیتونه په ماضي فعل ویل شوي دي. «إِذا وَقَعَتِ الْواقِعَهُ»

لکه څنګه چې د یوه ستر نېز په لیدو، چې د ښار پر لوري رابهېږي، ویلای شو،چې نېز ښار یووړ، حال دا تراوسه لا نېز ښار ته نه دی را رسېدلی.

 * د «لَیْسَ لِوَقْعَتِها کاذِبَهٌ» غونډله – جمله؛ یعنې هغه مهال چې خلک تر قیامت مخکې نښې وویني؛ نو په ټول وجود به یې ومني . دې آیت ته ورته نور آیتونه هم په قرآن کې راغلي دي؛ لکه:

«فَلَمّا رَأَوْا بَأْسَنا قالُوا آمَنّا بِاللّهِ[2]=» نو چې زموږ (د عذاب) سختي یې وليده، و يې ويل: په ایکي یو الله مو ايمان راوړى.

«لا یُؤْمِنُونَ بِهِ حَتّی یَرَوُا الْعَذابَ الْأَلِیمَ[3]=» چې د دردناك عذاب تر ليدو ايمان پرې نه راوړي.

«لا یَزالُ الَّذِینَ کَفَرُوا فِی مِرْیَهٍ مِنْهُ حَتّی تَأْتِیَهُمُ السّاعَهُ بَغْتَهً[4]=» او كافران به تر هغه د قرآن په باب شكمن وي،چې يا خو ناڅاپي قيامت ورشي.

* امام سجاد وویل: قسم پر الله!د قیامت پېښه د الله دښمنان دوزخ ته ورکوزوي «خافِضَهٌ» او الهي اولیاء به جنت ته پورته کړي. «رافِعَهٌ[5]»هو! پر هغه ورځ واقعي عزّت او ذلّت، لوړپوړي او پرېوتي معلومېږي، چې مشرانو ویلي دي: «الفقر و الغنی بعد العرض علی الله»[6]، واقعي نشتمني او شتمني به الله ته د کړنو تر وړاندې کېدو روسته معلومېږي.

په قیامت کې د غرونو او ځمکې حالات

هغه ځمکه چې زموږ دمه ځای و، «الْأَرْضَ مِهاداً[7]» او د ژوند ستونزاوارۍ ته پرې ګرځېدو راګرځېدو او هڅې مو کولې،«فَامْشُوا فِی مَناکِبِها[8]» نو پر هغه ورځ به ناآرامه او بې قراره شي؛ بې مخینې او بېسارې زلزله به پکې وشي، چې ځمکه به په شدت ولړزوي، داسې چې الله تعالی ورته «عظیم» او ستر وايي «إِنَّ زَلْزَلَهَ السّاعَهِ شَیْءٌ عَظِیمٌ[9]»غرونه له هومره درونوالي او د ځمکې په تل کې له غځېدلو جرړو سره، له ځایه رانړېږي او روانېږي، «سُیِّرَتِ الْجِبالُ[10]» سخت به یو له بل سره ټکر وکړي، «فَدُکَّتا دَکَّهً واحِدَهً[11]» چې ټوټه ټوټه او وشیندل شي، «بُسَّتِ الْجِبالُ بَسًّا» او په شګو او خورو ورو ذرو به واوړي، «هَباءً مُنْبَثًّا» او دا ذرې به د ډېر دباو له لامله؛ لکه د وړۍ وشیندل شي،«کَالْعِهْنِ الْمَنْفُوشِ[12]»او د لوخړو په څېر به په هوا کې خوارې شي.

«فَکانَتْ هَباءً مُنْبَثًّا» او دا هماغه د پنځون پیلنۍ پېښه ده: «وَ هِیَ دُخانٌ[13]»

پېغامونه:

۱-د قیامت په پېښېدو او سختو زلزلو کې یې اړنګ – شک نشته. «إِذا وَقَعَتِ» («اذا» او ماضي فعل هغه چارو ته کارېږي، چې پېښېدل یې هرومرو وي.)

2- قیامت، یوازېنۍ پېښه ده،چې سارې نه لري. «الْواقِعَهُ»

3- په تبلیغ کې، هغه مهال، چې د یوې مهمې چارې ګواښګرندي کوئ؛ نو بې سریزې، نېغ آریز مطلب ووایئ. «إِذا وَقَعَتِ الْواقِعَهُ» (لکه د «الْحَاقَّهُ[14]»، «إِذَا الشَّمْسُ کُوِّرَتْ[15]» 

4- د قیامت نټه، یوازې په دنیا کې د هوساینې او د غفلت په شرایطو کې وي؛ خو همدا چې د قیامت نښې نښانې راښکاره شوې؛ نو څوک نټه ترې نشي کولای. «لَیْسَ لِوَقْعَتِها کاذِبَهٌ»

5- لا فرصت شته، پر قیامت باور وکړئ، چې تر راپېښېدو روسته بې له خجالته بله پایله نه لري. «لَیْسَ لِوَقْعَتِها کاذِبَهٌ»

6- قیامت، د اندونو د شیندل کېدو او د حقایقو د انځورېدو ورځ ده.( د ځینو باندې کېدنه او د ځینو لاندې کېدنه) «خافِضَهٌ رافِعَهٌ»

7- د قیامت زلزله خورا سخته او ستره ده. «إِذا رُجَّتِ الْأَرْضُ رَجًّا»

8-په قیامت کې، د زلزلې پېښېدل، د ځمکې او غرونو ښویېدل هرومرو دي. ((إِذا وَقَعَتِ … رُجَّتِ الْأَرْضُ … بُسَّتِ الْجِبالُ …))

وَ کُنْتُمْ أَزْواجاً ثَلاثَهً«7» فَأَصْحابُ الْمَیْمَنَهِ ما أَصْحابُ الْمَیْمَنَهِ«8» وَ أَصْحابُ الْمَشْئَمَهِ ما أَصْحابُ الْمَشْئَمَهِ«9»=  او (پر هغې ورځ) تاسې درې ډلې شئ؛ نو (د ښي لاس) نېكمرغه ياران؛ (د ښې لاس) نېكمرغه ياران څوك دي!  او (د كيڼ لاس) بدمرغه ياران؛ (د كيڼ لاس) بدمرغه ياران څوك دي!

وَ السّابِقُونَ السّابِقُونَ«10» أُولئِکَ الْمُقَرَّبُونَ«11» فِی جَنّاتِ النَّعِیمِ«12» ثُلَّهٌ مِنَ الْأَوَّلِینَ«13» وَ قَلِیلٌ مِنَ الْآخِرِینَ«14»=او(درېمنۍ ډله) د مخكښانو مخكښان (دي)، همدوى (خداى ته) ورنژدې دي. (چې) له نعمتونو په ډكو(جنتي) باغونو كې دي. زياته برخه (يې) له مخكېنيو(امتونو) ده، او لږه يې له روستنيو (امتونو) ده.

عَلی سُرُرٍ مَوْضُونَهٍ«15» مُتَّکِئِینَ عَلَیْها مُتَقابِلِینَ«16»=دوى (= مقربان) پر پسولل شويو تختونو،يو بل ته مخامخ، ډډه پرې وهلي.

ټکي:

* «میمنه» له«یمن» او د برکت او نېکمرغۍ په مانا او «مشئمه» له «شؤم» نه اخستل شوی او د بدمرغۍ په مانا ده، ځینو ویلي: له دې دوو کلیمو مراد، ښی لوری او کيڼ لوری دی؛ ځکه د قیامت پر ورځ نېکانو ته کړنلیک په ښي لاس او تبهکارانو ته په کيڼ لاس کې ورکول کېږي؛ لکه څنګه چې د یَمَن او شام، د نامې ايښوولو لامل دادی، چې یمن د کعبې ښۍ لورې ته او شام یې کیڼ لوري ته دی.

* «ثُلَّهٌ» د ډلې په مانا دی، چې د «وَ قَلِیلٌ مِنَ الْآخِرِینَ» آیت په قرینه یې مراد هغه ستره ډله ده. «سُرُرٍ» د «سریر» جمع او هغه تخت ته ویل کېږي چې خوشحالوونکی وي.

«مَوْضُونَهٍ»په جواهرو بڼولو ته وايي.امام باقر (رح) وویل: د جنتیانو تختونه له درّ او یاقوتونو بڼل شوي دي[16].

 * پرښتې ټولې یو لاس، مؤمنې او حکم ته تسلیم دي، ((یَفْعَلُونَ ما یُؤْمَرُونَ[17])) پیریان به د مؤمن او کافر په دوو ډلو وویشل شي، «وَ أَنّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَ مِنَّا الْقاسِطُونَ[18]»؛ خو انسانان په پای کې په درېیو ډلو ویشل کېږي«کُنْتُمْ أَزْواجاً ثَلاثَهً»؛ لکه څنګه چې په فاطر سورت کې هم خلک په درېیو ډلو ویشل کېږي«فَمِنْهُمْ ظالِمٌ لِنَفْسِهِ وَ مِنْهُمْ مُقْتَصِدٌ وَ مِنْهُمْ سابِقٌ بِالْخَیْراتِ[19]))یوه ډله یې ظالم او گنهگار وګړي، یوه ډله یې منځني وګړي او یوه ډله یې عالي او ممتاز وګړي دي.

*په قرآن کریم کې سبقت، سیالي او له نورو مخکې کېدو ته یو لړ مصادیق ویل شوي؛ لکه:

په ایمان کې سبقت. «سَبَقُونا بِالْإِیمانِ[20]»

په انفاق او جهاد کې سبقت. «لا یَسْتَوِی مِنْکُمْ مَنْ أَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَ قاتَلَ أُولئِکَ أَعْظَمُ دَرَجَهً مِنَ الَّذِینَ أَنْفَقُوا مِنْ بَعْدُ وَ قاتَلُوا[21]»، «وَ فِی ذلِکَ فَلْیَتَنافَسِ الْمُتَنافِسُونَ[22]»

په نېکچاریو کې سبقت. «فَاسْتَبِقُوا الْخَیْراتِ[23]»

په جنت کې د الهي ژمنه شویو نعمتونو کې سبقت

 * امام باقر (رح) د «السّابِقُونَ السّابِقُونَ» څرګند مصداق انبیاء[24]، حضرت علي کرم الله وجهه او په پینځه وخته لمونځونو کې یو له بله مخکې کېدونکي یې مصداق، ګڼلي دي[25].

* د «أُولئِکَ الْمُقَرَّبُونَ» په آیت کې له قرب نه مراد، د منزلت قرب دی، نه د ځای قرب.

الله (ج) ته ورنږدېوالی، په ادعا نه ترګوتو کېږي؛ بلکې لار، کړنلار او دلیل لري. یهودانو ویل: موږ د الله (ج) درشل ته ورنږدې (مقربان) یوو«نَحْنُ أَبْناءُ اللّهِ وَ أَحِبّاؤُهُ[26]»؛ خو قرآن وايي: مقرّبان هغوی دي چې په کمالاتو کې مخکښان دي. «وَ السّابِقُونَ السّابِقُونَ أُولئِکَ الْمُقَرَّبُونَ»

* د درېیو ډلو په ویش کې د سابقون نامه روسته راغلې ده، شونې ده ددې لپاره وي، چې شمېر یې لږ دی؛ خو په تجلیل کې، لومړی همدوی تجلیل شوي، بیا د یمین اصحاب او نور؛ ځکه مقام یې تر نورو لوړ دی.

پېغامونه:

1- په قیامت کې حضور او د محشورېدو څرنګوالی دومره هرومرو دي، ته وا په تېرو کې ترسره شوی دی. «کُنْتُمْ أَزْواجاً ثَلاثَهً»

2- د تبلیغ په کړنلارو او د خبرو اترو په ادابو کې، لومړی د مطالبو نچوړ او بیا یې په تفصیل وویاست. «کُنْتُمْ أَزْواجاً ثَلاثَهً – فَأَصْحابُ – فَأَصْحابُ – وَ السّابِقُونَ»

3- په قیامت کې نېکمرغي او بدمرغي همېشنۍ دي.((فَأَصْحابُ الْمَیْمَنَهِ … وَ أَصْحابُ الْمَشْئَمَهِ (د «اصحاب» کليمه د «صاحب» جمع د مصاحب او ملازم او نه بېلېدونکي په مانا دي.)

4- په ایمان، عمل، خیراتونو او نېکیو کې سیالي او سبقت ارزښت دی. «وَ السّابِقُونَ السّابِقُونَ»

5- هغوی چې په دنیا کې د خیرات پر لوري سیالي او سبقت کوي، په قیامت کې ثواب اخستو ته لومړي دي. ((اَلسّابِقُونَ … أُولئِکَ الْمُقَرَّبُونَ))

6- د نېکیو مخکښان دې په ټولنه کې مقرب وي. «أُولئِکَ الْمُقَرَّبُونَ»

7- جنت د مؤمن د کامیابۍ ځای دی. «جَنّاتِ النَّعِیمِ»

8-مانیز مقام تر توکیز مقامه لوړ دی، لومړی یې وویل: هغوی چې زموږ درشل ته رانږدې دي، «أُولئِکَ الْمُقَرَّبُونَ» بیا یې وویل: په جنتي بڼونو کې به وي. «فِی جَنّاتِ النَّعِیمِ»

9-مخکني او مخکښ صالحان مه هېروئ. «ثُلَّهٌ مِنَ الْأَوَّلِینَ»

10-جنت ته هڅونې ته یې ځانګړنې وویاست.( د تختونو څرنګوالی «مَوْضُونَهٍ» د ناستې څرنګوالی «مُتَقابِلِینَ»)

11- جنتیان ګرد ناست وي، چې یو بل ته مخامخ وي. «مُتَقابِلِینَ»

12-د مېلمستیا له آدابو ځنې دادی، چې داسې یو ځای ورچمتو کړې، چې مېلمه پکې راحت او هوسا  وي.((عَلی سُرُرٍ … مُتَّکِئِینَ عَلَیْها))

یَطُوفُ عَلَیْهِمْ وِلْدانٌ مُخَلَّدُونَ«17» بِأَکْوابٍ وَ أَبارِیقَ وَ کَأْسٍ مِنْ مَعِینٍ«18» لا یُصَدَّعُونَ عَنْها وَ لا یُنْزِفُونَ«19»= (چوپړ ته یې) تلپاتي ژڼي ګرچاپېره ګرځي؛د روان څښاک له ډكو پيالو،کوزو او جامونو سره، چې په څښلو به يې سرخوږ او مستي پرې رانشي.  

وَ فاکِهَهٍ مِمّا یَتَخَیَّرُونَ«20» وَ لَحْمِ طَیْرٍ مِمّا یَشْتَهُونَ«21» وَ حُورٌ عِینٌ«22» کَأَمْثالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَکْنُونِ«23»

راز راز مېوې،چې دوی یې غوره کوي. او د مرغانو غوښې، چې زړه یې ورته کېږي. او غټ سترګې حورې؛ لكه په سيپۍ کې مرغلرې.

جَزاءً بِما کانُوا یَعْمَلُونَ«24»= دا یې د كړنو بدله ده.

ټکي:

* «اکواب» د «کوب» جمع ده او بې لاسکي غړانګه کټوري ته ویل کېږي. «أَبارِیقَ» د «ابریق» جمع ده او هغه لوښی دی، چې غړانګه او لاسکی ولري؛ لکه چاینک، «کَأْسٍ» له شرابو او اوبو ډک ګیلاس ته ویل کېږي او «مَعِینٍ» روانو اوبو ته ویل کېږي.

«یُصَدَّعُونَ» له «صداع» اخستل شوی او د سرخوږ په مانا دی. (داچې وايي: ستاسې مصدّع کېږم نه؛ یعنې سرخوږی درته نه جوړم.). «یُنْزِفُونَ» له«نزف» اخستل شوی او د عقل له لاسه ورکولو په مانا دی او په آر کې سوکه سوکه د څاه د اوبو تشولو ته وايي.

*د جنتي ښځو په باب غوره تعبیر ((په سيپۍ کې مرغلرې)) دی، چې د ښکلا ترڅنګ ځلېږي او د نااهلانو له لاسرس او د نامحرمو له لیده لرې دي. «حُورٌ عِینٌ کَأَمْثالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَکْنُونِ»

پېغامونه:

1-د جنتیانو مېلمستیا او مېلمه پالان یې یو لړ ځانګړنې لري:

الف: هره شېبه په لاسرس کې وي. «یَطُوفُ»

ب: ښکلي څېرې او زړه راکښوني ځوانان دي. «وِلْدانٌ»

ج: زړه راکښنه یې لنډمهاله، موسمي او د یوې شېبې لپاره نه ده. «مُخَلَّدُونَ»

د: د مېلمستیا ډول ډول وسایل یې په لاس کې وي. «أکواب، أَبارِیقَ ، کَأْسٍ»

ه: مېلمستیا یې لومړی په مایعاتو او څښونکيو وي. «کَأْسٍ مِنْ مَعِینٍ»

و: څه چې ورکول کېږي، آفت نه لري.(( لا یُصَدَّعُونَ … لا یُنْزِفُونَ))

ز: د مېلمستیا توکي، ګڼ او ډولا ډول دي او د مېلمه په ټاکنه به وي. «فاکِهَهٍ مِمّا یَتَخَیَّرُونَ»

ح: لومړیت په څښاک دی، بیا مېوه او ورپسې ګرم او خوندور خواړه. «مَعِینٍ، فاکِهَهٍ ، لَحْمِ»

2- د مرغانو غوښه (سپینه غوښه)،د څارویو پر غوښه (سره غوښه) غوراوی لري.

«لَحْمِ طَیْرٍ»

3-د خوړو په ډول کې اشتها بنسټیزه ونډه لري. «مِمّا یَشْتَهُونَ»

4- هغه ښځې جنتۍ دي، چې له ښکلا سره عفیفې او پاکلمنې هم وي. «حُورٌ عِینٌ کَأَمْثالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَکْنُونِ»

5-د خوند ټول اسباب په جنت کې شته.(( فاکِهَهٍ … لَحْمِ … حُورٌ عِینٌ))

6- د جنت خوندونه دایمي دي.((یَتَخَیَّرُونَ ، یَشْتَهُونَ …( مضارع فعل پر دوام، تلتیا او استمرار دلالت کوي)

7- تبلیغ او نېکیو ته د رابلنې په کړلارو کې یې له اخروي ثوابه مه غافلېږئ. «جَزاءً بِما کانُوا یَعْمَلُونَ»

لا یَسْمَعُونَ فِیها لَغْواً وَ لا تَأْثِیماً«25» إِلاّ قِیلاً سَلاماً سَلاماً«26»=هلته به چټي وينا او د ګناه خبرې وانه وري. يوازېنۍ خبره، چې اوري، هغه به ((سلام)) وي او ((سلام)).

ټکي:

* «لغو»؛ یعنې بې ګټې او چټي خبره او «تأثیم»؛ یعنې ګناه نورو ته ورمنسوبول.

* په روایتونو کې عقل داسې توصیف شوی دی: «ما عبد به الرحمن و اکتسب به الجنان[27]» هغه چې انسان پرې د الله (ج) بندګۍ وکړي او د جنت او تلپاتې نېکمرغۍ په لار کې ګام واخلي.

که انسان لږ فکر وکړي، په دې دنیا کې د الله (ج) یو څو ورځې بندګي، په قیامت کې دومره هوساینه او خوندونه لري او انسان بیا هم چمتو شي، چې دا ټول ابدي خوندونه، د ژرتېرې او فاني دنیا په پار له لاسه ورکړي؛ نو دا ستره بې عقلي ده او دا د واقعي تاوان مانا ده، چې الله (ج) وايي: «قُلْ إِنَّ الْخاسِرِینَ الَّذِینَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ=پېغمبره! خلکو ته ووایه: واقعي تاوانیان هغوی دي،چې ځانونه یې بایللي دي[28]. » 

د رجب میاشت په دعا کې لولو:«خاب الوافدون علی غیرک[29]» خدایه! هغوی وبایلله او ګټه یې و نه کړه، چې بې تا یې بل ته ورمخه کړه.

* جنتیان له څو لوریو سلام او درود تر لاسه کوي:

الف) د یمین اصحابو له لوري (جتي ملګري). «وَ أَمّا إِنْ کانَ مِنْ أَصْحابِ الْیَمِینِ. فَسَلامٌ لَکَ مِنْ أَصْحابِ الْیَمِینِ[30]» که له یمین اصحابو ځنې وي؛ (هغوی ته وايي) د ملګري له لوري دې پر تا سلام وي.

ب)د اعرافیانو له لوري . «وَ عَلَی الْأَعْرافِ رِجالٌ یَعْرِفُونَ کُلاًّ بِسِیماهُمْ وَ نادَوْا أَصْحابَ الْجَنَّهِ أَنْ سَلامٌ عَلَیْکُمْ[31]= او پر لوړو (اعراف) يې داسې سړي وي،چې دا هر يو له څېرو پېژنې او پر جنتيانو غږ کوي : (( سلام پر تاسې!))

ج)د پرښتو له لوري. «وَ الْمَلائِکَهُ یَدْخُلُونَ عَلَیْهِمْ مِنْ کُلِّ بابٍ سَلامٌ عَلَیْکُمْ بِما صَبَرْتُمْ[32]=» او پرښتې به له هر وره پرې ورننوځي (او ورته به ووايي 🙂 ستاسې د زغم له لامله دې پر تاسې سلامتيا وي.

د) د خدای له لوري. «سَلامٌ قَوْلاً مِنْ رَبٍّ رَحِیمٍ[33]=)) (پر تاسې) سلام، (دا) د لورين پالونکي له لوري یوه وېنا ده.

* له «سَلاماً سَلاماً» مراد؛ له چټیاتو او ناروا پاکې او سوتره خبرې دي او یا له سلام، سولې او مینې سره خبرې دي.

پېغامونه:

1- په جنت کې د انسان د روحي کړاوو اسباب نشته.((لا یَسْمَعُونَ فِیها لَغْواً …))

2- دنیوي خوندونه معمولا له چټیاتو او ګناه سره مل وي؛ خو په قیامت کې داسې نه وي.((لا یَسْمَعُونَ …

3- جنت د سلام او روغتیا ځای دی. «إِلاّ قِیلاً سَلاماً سَلاماً» ( هغه ټولنه جنتي ټولنه ده، چې سلام او روغتیا پکې دود وي او چټیات پکې نه وي)

وَ أَصْحابُ الْیَمِینِ ما أَصْحابُ الْیَمِینِ«27» فِی سِدْرٍ مَخْضُودٍ«28» وَ طَلْحٍ مَنْضُودٍ«29» وَ ظِلٍّ مَمْدُودٍ«30»وَ ماءٍ مَسْکُوبٍ«31» وَ فاکِهَهٍ کَثِیرَهٍ«32» لا مَقْطُوعَهٍ وَ لا مَمْنُوعَهٍ«33»=  او د ښي لاس ياران؛ د ښي لاس ياران څوك دي! (دوى) د نا اغزنو بېرو (تر سيوري) لاندې دي،او د كيلو تر وږیزو ونو لاندې،او په خپرو سيورو كې دي،او د ځړوبیو ترڅنګ دي. او (ورته) پرېمانه مېوى (دي)، چې نه پاى ته رسي او نه يې جنتيان له خوړو منع کېږي،

وَ فُرُشٍ مَرْفُوعَهٍ«34» إِنّا أَنْشَأْناهُنَّ إِنْشاءً«35» فَجَعَلْناهُنَّ أَبْکاراً«36» عُرُباً أَتْراباً«37»=  او تر څنګ به يې (په اخلاقو او ښکلا کې) عزتمنې مېرمنې وي. [چې] په حقيقت كې موږ دوى په (نوي) پنځون سره رامنځ ته كړي. او پېغلې کړې مو دي،خپلو همزولو مړونو ته ګرانې دي.

لِأَصْحابِ الْیَمِینِ«38» ثُلَّهٌ مِنَ الْأَوَّلِینَ«39» وَ ثُلَّهٌ مِنَ الْآخِرِینَ«40»= (دا هر څه) د ښي لاس د يارانو دي. چې يو شمېر یې له ړومبنيو (امتونو) دي او يو شمېر يې له روستنيو (امتونو) دي.

ټکي:

* «سِدْرٍ» هغه ونه ده، چې خپور سیوری لري. «مَخْضُودٍ» هغه بوټی دی، چې تېغ یې مات او بې اغزو وي. «مَنْضُودٍ» د متراکم/ منډلي په مانا دی، «مَسْکُوبٍ»؛ یعنې د ځړوبي – آبشار په څېر راتویېدونکی او «أَتْرابٌ» ؛یعنې یوشان او همزولی؛ لکه «ترائب»، چې د سینې د پښتۍ په څېر یو د بل په شان دي.

* «طَلْحٍ» د«طلحه» جمع او د کیلې د ونې په مانا ده؛ لکه چې له حضرت علي کرم الله وجهه نه په یوه روایت کې هم ترې همدا مانا راغلې ده[34]؛ البتّه ځینې مفسران له «طلح» نه مراد د امّ غیلان ونه ګڼي، چې د اقاقیا ونې خورا خوشبویه ګلان لري[35].

* که څه «فُرُشٍ» د «فراش» جمع، ځمکې، سپرلۍ، توشک، فرش او تخت ته ویل کېږي او «مَرْفُوعَهٍ» د نفیس او گرانبیه په مانا دی؛ لکه څنګه چې پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وویل: په جنت کې په بېلابېلو رنګونو د ورېښمو فرشونه یو د بل له پاسه ایښي دي[36].خو ظاهراً دلته له «فُرُشٍ» نه مردا همسران، د کټ او د اړخ ملګري او له «مَرْفُوعَهٍ» مرداد، د دوی ارزښتمن توب د عقل، کمال او جمال له کبله دی؛ لکه څنګه چې په دې آیت پسې راغلي دي: «إِنّا أَنْشَأْناهُنَّ إِنْشاءً»

* «عُرُب» د «عروب» جمع او هغه ښځې ته ويل کېږي، چې خندوني، ښېوه ګره، هاهولي، کنج و مکیزناکه، نازداره، عشوه ګره او پر مېړه ميینه او خپله مېړه ته ماتمخې او عاجزه وي.

* «اصحاب الیمین» هماغوی دي، چې په ۸ آیت کې «أَصْحابُ الْمَیْمَنَهِ» نومول شوي. داچې په قیامت کې د نېکانو کړنلیک په ښه لاس کې ورکول کېږي او اهل یُمن او نېکمرغه شوي؛ نو ځکه ورته اصحاب یمین وايي.

* په یوه روایت کې راغلي چې پېغمبر صلی الله علیه و آله امّ سلمه (رضی الله عنها) ته وویل: الله د قیامت پر ورځ بوډۍ سپین سرې ښځې، په ښکلیو ځوانو نجونو اړوي[37].

* په پای کې یې د مقربانو د ثواب په باب وویل: «جَزاءً بِما کانُوا یَعْمَلُونَ» ټول ثوابونه او نعمتونه یې د کړنو بدله وه؛ خو په دې آیت کې د هغو نعمتونو تر ویلو روسته چې اصحاب یمین ته وویل شول، د «جَزاءً بِما کانُوا» غونډله – جمله نه ده راغلې، ته وا دا هر څه الهي پېرزو ده.

*دنیوي نعمتونه یو لړ آفتونه لري؛ خو جنت او جنتي نعمتونه هېڅ نیمګړتیا او آفت نه لري؛ د بېلګې په توګه:

بوټي یې اغزي لري؛ خو جنتي بوټي اغزن نه دي. «مَخْضُودٍ»

سیوری یې لنډمهالی؛ خو د جنتي ونو سیوری همېشنی دی. «ظِلٍّ مَمْدُودٍ»

د دنیا مېوې یا نه پیداکېدونې او یا موسمي وي؛خو جنتي مېوې ډېرې، دایمي، د ټولو په لاسرس او بې ضرره دي. «کَثِیرَهٍ، لا مَقْطُوعَهٍ وَ لا مَمْنُوعَهٍ»

په دنیا کې کورودانې کله انډول او متناسبې نه وي؛ خو په جنت کې له هر اړخه انډول دي. «أَتْراباً» کله پر خپلو کورودانو میین نه دي؛ خو په جنت کې ټول میین دي، «عُرُباً» کله کونډې وي؛ خو په جنت کې ټولې باکره دي، «أَبْکاراً» لنډه دا : په قیامت کې کوردانې له سره پنځول کېږي. «أَنْشَأْناهُنَّ إِنْشاءً»

*داچې تېر انبیاء ډېر وو؛ نو اوصیاء یې هم ډېر وو؛ نو د مقرّبانو د تعداد په باب یې وویل: «ثُلَّهٌ مِنَ الْأَوَّلِینَ وَ قَلِیلٌ مِنَ الْآخِرِینَ» ددې امت په پرتله د تېرو امتونو مقربان ډېر دي.

پېغامونه:

1- په قیامت کې اصحاب یمین اوچت، ځانګړی، هېښنده او په زړه پورې مقام لري. «وَ أَصْحابُ الْیَمِینِ ما أَصْحابُ الْیَمِینِ»

2-که څه ساینسپوهان د سدر ونې د پاڼو په ځینو ځانګړنو پوه شوي؛ خو داچې پر چاپېریال څه اغېز لري، نورو څېړنو ته اړتیا لري. «فِی سِدْرٍ مَخْضُودٍ»

3-روانې او راتویېدونې اوبه تر ولاړو اوبه روغې دي. «ماءٍ مَسْکُوبٍ»

4- جنت او جنتي نعمتونه مخکې له مخکې پنځول شوي او چمتو دي. «أَنْشَأْناهُنَّ»

5-د جنتي مېرمنو بکارت او نجونتوب دایمي او مستمر دی، که داسې نه وي؛ نو د دنیا له مېرمنو سره به یې توپیر نه درلود. «فَجَعَلْناهُنَّ أَبْکاراً»

6-نړۍ کله هم له ښو وګړیو تشه نه وه. «ثُلَّهٌ مِنَ الْأَوَّلِینَ»

7- انسانانو ته په ټولو پېرونو کې الهي قرب او نېکمرغۍ ته د رسېدو لارې چارې وې. «ثُلَّهٌ مِنَ الْأَوَّلِینَ وَ ثُلَّهٌ مِنَ الْآخِرِینَ»

وَ أَصْحابُ الشِّمالِ ما أَصْحابُ الشِّمالِ«41» فِی سَمُومٍ وَ حَمِیمٍ«42»=  او د كيڼ لاس ياران؛ څوك د كيڼ لاس ياران دي (چې كړنليكونه يې د دوى د ناوړو كړنو په نښه د دوى كيڼ لاس ته وركول كېږى)! دوى د تود باد په تپونو او خوټېدلو اوبو كې دي.

 وَ ظِلٍّ مِنْ یَحْمُومٍ«43» لا بارِدٍ وَ لا کَرِیمٍ«44»= او د تور لوګي تر سيوري لاندې! [چې] نه به سوړ وي او نه ګټور.

إِنَّهُمْ کانُوا قَبْلَ ذلِکَ مُتْرَفِینَ«45» وَ کانُوا یُصِرُّونَ عَلَی الْحِنْثِ الْعَظِیمِ«46»= (ځكه) چې دوى تردې مخكې (په دنيا كې) شتمن مشران ول (چې آخرت ته يې شا کړې وه). او پر سترې ګناه یې ټينګار كاوه،

وَ کانُوا یَقُولُونَ أَ إِذا مِتْنا وَ کُنّا تُراباً وَ عِظاماً أَ إِنّا لَمَبْعُوثُونَ«47»= او تل يې ويل :(( چې ومرو او خاورې او (وراسته) هډوكي شوو؛ نو ايا راپاڅول کېږو؟!

أَ وَ آباؤُنَا الْأَوَّلُونَ«48»= او ايا زموږ تېر پلرونه (هم را پاڅول كېږي)؟!))

ټکي:

* «سَمُومٍ» هغه سوځنده باد دی، چې د زهرو په څېر د انسان پر بدن ورننوځي او«مسام» د بدن کوشنیو سوریو ته ویل کېږي. «حَمِیمٍ» خوټېدلیو او خورا ګرمو اوبو ته ویل کېږي او «یَحْمُومٍ» ټینګ او تور لوګی دی.

«مترف» له ډېرو نعمتونو برخمن وګړی،چې په غفلت او سرغړاندۍ ککړ شي. «حنث» سترې ګناه ته ویل کېږي او ډېری ژمنماتۍ او له قسمه سروغړونې ته کارېږي. «یُصِرُّونَ» له «اصرار»اخستل شوی او دا لغت څلور ځل په قرآن کې راغلی او پر ګناه ټینګار ته کارېږي.

* په قیامت کې،«اصحاب شمال» په ډېر کړاو کې دي، سوځنده باد، خوټېدلې اوبه، ټینګ، سوځنده او تور لوګی[38]. «سَمُومٍ وَ حَمِیمٍ وَ ظِلٍّ مِنْ یَحْمُومٍ»

*د قرآن هنر په دې کې دی، چې راتلونکې پېښې د پرېکنده تېرو شویو پېښو په څېر انځوروي.

قیامت داسې اوڅاروي، ته وا مجرمان حاضر دي او په نیاوتون- محکمه کې یې دوسیه بشپړه او پرېکړه یې شوې ده.

د جنتیانو او دوزخیانو پرتلنه

* دلته به د بېلابېلو آیتونو په رڼا کې په جنت کې د اصحاب یمین مقام او په دوزخ کې د اصحاب شمال مقام پرتله کړو:

اصحاب یمین: اصحاب شمال:
پراخه او دایمي سیوری. «وَ ظِلٍّ مَمْدُودٍ» د تور لوګي سیوری. «ظِلٍّ مِنْ یَحْمُومٍ»
جایزې او همېشنۍ مېوې. «لا مَقْطُوعَهٍ وَ لا مَمْنُوعَهٍ» نه یخې او نه ګټورې «لا بارِدٍ و لا لا کَرِیمٍ »
پاک څښاک. «شَراباً طَهُوراً[39]» د ګرمې اوسپنې په څېر څښاک. «بِماءٍ کَالْمُهْلِ[40]» 
د اوبو سیندونه. «أَنْهارٌ مِنْ ماءٍ[41]» د اوبو په هیله. أَفِیضُوا عَلَیْنا مِنَ الْماءِ …[42]
د شیدو سیندونه. «أَنْهارٌ مِنْ لَبَنٍ[43]» سوځنده او زهرجنې اوبه. «حَمِیمٌ وَ غَسّاقٌ[44]»
د شرابو سیندونه. «أَنْهارٌ مِنْ خَمْرٍ[45]»  له زوو او وینې ډک سیندونه. «مِنْ غِسْلِینٍ[46]»
د شاتو سیندونه. «أَنْهارٌ مِنْ عَسَلٍ مُصَفًّی»[47]  ناوړه اوبه. «ماءٍ صَدِیدٍ[48]»
دوه جنته اوستر بڼ. «جَنَّتانِ»[49]  تنګ ځای. «مَکاناً ضَیِّقاً[50]»
له سلام او روغتیا سره چلن. «إِلاّ قِیلاً سَلاماً سَلاماً [51]» یو بل ته ښېرې او لعنت .«کلما دخلت امه لعنت اختها[52]»
په درناوي ورننووتل. «طِبْتُمْ فَادْخُلُوها[53]»  په پرغز- قهر او کینه ورننووتل. «خُذُوهُ فَغُلُّوهُ» [54]
له الهي لورنې او درود برخمني.«سلام قَوْلاً مِنْ رَبٍّ رَحِیمٍ»[55] سپکاوی او ګواښنه. «قالَ اخْسَؤُا فِیها وَ لا تُکَلِّمُونِ»[56]
بېساري مېلمه پالان. «یَطُوفُ عَلَیْهِمْ وِلْدانٌ مُخَلَّدُونَ»[57] په اور او سوځنده اوبو کې ګرځېدل. «یَطُوفُون بَیْنَها وَ بَیْنَ حَمِیمٍ آنٍ»[58]

پېغامونه:

1- په قیامت کې یوه ډله بدمرغه او کړنلیک یې په کيڼ لاس کې ورکول کېږي. «وَ أَصْحابُ الشِّمالِ»

2-د دوزخیانو حالات دومره ډارونکي دي،چې انسان هک حیرانوي. «ما أَصْحابُ الشِّمالِ»

3- د قیامت عذابونه خورا سخت دي. ( «سَمُومٍ» و «حَمِیمٍ» نکره راغلي، چې د سختۍ او ستریا نښه ده.)

4-سرمست وګړي دې پوه شي، غافلانه خوندونه به یې پر کوم ذلت او کړاو اخته کړي. «مُتْرَفِینَ – فِی سَمُومٍ وَ حَمِیمٍ وَ ظِلٍّ مِنْ یَحْمُومٍ»

5-پر ګناه ټینګار، ګناه درنوي او خطرناکوي. «یُصِرُّونَ عَلَی اَلْحِنْثِ الْعَظِیمِ»

6-الله (ج) عادل دی او د انسان د عذاب بنسټ یې خپلې کړنې دي. که سرغړونکي درې ډوله عذاب لري: سوځنده باد، خوټېدلې اوبه او تور سیوری؛ نو ددې له لامله دي، چې پرله پسې یې درې سرغړونې کړي: ((کانُوا … مُتْرَفِینَ … کانُوا یُصِرُّونَ عَلَی الْحِنْثِ … کانُوا یَقُولُونَ))

7- هوساینه او مزې چړچې، پر ګناه د ککړېدو او په معاد کې اړنګ – شک ته لاره چاره او زمینه ده.(( ُتْرَفِینَ … یُصِرُّونَ …أَ إِذا مِتْنا …))

8-له معاد منکران، نټې ته یې کوم دلیل نه لري، یوازې یې لرې چار ګڼي.(( أَ إِذا مِتْنا …))

9- خطر خو هغه مهال وي، چې انسان خپل بېځایه اړنګ په ټولنه کې خپور کړي او د نور د کږلارۍ لامل شي. «کانُوا یَقُولُونَ أَ إِذا مِتْنا وَ کُنّا تُراباً»

10- شبهه اچوونکي، د شک او اړنګ لمن پراخوي. «أَ وَ آباؤُنَا الْأَوَّلُونَ»

قُلْ إِنَّ الْأَوَّلِینَ وَ الْآخِرِینَ«49»=ووايه : (( بېشكه مخكېني او روستني (ټول)،

لَمَجْمُوعُونَ إِلی مِیقاتِ یَوْمٍ مَعْلُومٍ«50»= هرومرو ټول به د هغه معلومې ورځې ژمنځاى ته راغونډ کړاى شي،

پېغامونه:

1- باید شبهاتو ته، ان که د رخې او سخې – عناد له مخې هم وي، پرېکنده ځواب وویل شي.((یَقُولُونَ … قُلْ إِنَّ الْأَوَّلِینَ وَ الْآخِرِینَ))

2-د الله (ج) ځواک د تېرو او راتلونکیو په راپاڅولو کې یوشان دی. «إِنَّ الْأَوَّلِینَ وَ الْآخِرِینَ لَمَجْمُوعُونَ»

3-ټول خلک به پر پوه ټاکلې ورځ راغونډ شي. «یَوْمٍ مَعْلُومٍ»

4-که څه د قیامت نېټه موږ ته ناڅرګنده؛ خو الله (ج) ته څرګنده ده. «یَوْمٍ مَعْلُومٍ»

ثُمَّ إِنَّکُمْ أَیُّهَا الضّالُّونَ الْمُکَذِّبُونَ«51» لَآکِلُونَ مِنْ شَجَرٍ مِنْ زَقُّومٍ«52» فَمالِؤُنَ مِنْهَا الْبُطُونَ«53»=  بيا به اى بېلاريو دروغجنو! هرومرو د زقوم له ونې خوړوونکي یاست؛ نو خپلې ګېډې ترې ډكوئ.

فَشارِبُونَ عَلَیْهِ مِنَ الْحَمِیمِ«54» فَشارِبُونَ شُرْبَ الْهِیمِ«55» هذا نُزُلُهُمْ یَوْمَ الدِّینِ«56»= او له پاسه به خوټېدلى اوبه پرې ورڅښئ؛ او داسې به يې څښئ؛ لكه جل وهلى اوښ يې، چې څښي. دا يې د جزا پر ورځ (لومړۍ) مېلمستيا ده!))

ټکي:

* «زَقُّومٍ» د یوې ترخې، بدبویه او ناوړخونده بوټي نامه ده، چې که زوخا یې پر بدن ولګي؛ نو بدن پړسوي. دا بوټی د دوزخیانو خواړه دي. «نزل» هغه څه ته ویل کېږي، چې د مېلمنو مقدماتي مېلمستیا ته چمتو کېږي. «هیم» هغه رنځ دی، چې اوښ پرې ککړېږي، چې اوبه څښي، نه مړېږي، څو ومري، همداراز شګلنې ځمکې ته ویل کېږي، چې اوبه پکې اچوې، راکاږي یې.

*دنيوي تراخه خواړه یا انسان نه خوري، چې په آخرت کې یې باید ګنهګار وخوري . «لَآکِلُونَ» یا یې لږ خوري، چې په آخرت کې یې باید په مړه ګېډه وخوري، «فَمالِؤُنَ مِنْهَا الْبُطُونَ»، یا یې په نورو خوړو جبرانوي، چې په آخرت کې یې نور خواړه خوټېدلې اوبه دي، «مِنَ الْحَمِیمِ» او یا یې زړه ورته نه کېږي، چې پر هغه ورځ به یې د هغه تږي اوښ په څېر خوري، چې اوبو ته وررسېدلی وي. «شُرْبَ الْهِیمِ»

پېغامونه:

1- دوزخیانو سره خورا سپک چلن کېږي. «أَیُّهَا الضّالُّونَ الْمُکَذِّبُونَ»

2- اصحاب شمال،ورکلاري دي،«أَیُّهَا الضّالُّونَ»، چې موږ په هر لمانځه کې له الله (ج) غواړو، چې له هغوی ځنې ونه وسوو. «وَ لاَ الضّالِّینَ»

3-تر ورکلارۍ ناوړه دورغجنول دي، ګنې ډېری ورکلاري د ښیون – هدایت توفیق ترګوتو کوي. «الضّالُّونَ الْمُکَذِّبُونَ»

4-ټول اروايي سپکاوی او جسماني عذابونه د اصحاب شمال مقدماتي مېلمستیا ده؛ نو آریزه مېلمستیا څه ده؟«هذا نُزُلُهُمْ»

5-الله (ج) عادل دی، سزاوې یې هم عادلانه دي. ټولې سختۍ او کړاوونه د انسان د خپلو کړنو پایله ده او هغه ورځ د سزا او ثواب ورځ ده. «یَوْمَ الدِّینِ»

نَحْنُ خَلَقْناکُمْ فَلَوْ لا تُصَدِّقُونَ«57» أَ فَرَأَیْتُمْ ما تُمْنُونَ«58» أَ أَنْتُمْ تَخْلُقُونَهُ أَمْ نَحْنُ الْخالِقُونَ«59»= تاسې خو موږ راپيدا كړئ؛ نو ولې (په قيامت كې له سره پر نوي پنځون) باور نه كوئ؟!  آيا له هغه څاڅكي خبر ياست، چې (په زيلانځ كې يې) څڅوئ؟!ايا تاسې یې (ماشوم) پيدا كوئ که موږ پنځګر یو؟!

نَحْنُ قَدَّرْنا بَیْنَکُمُ الْمَوْتَ وَ ما نَحْنُ بِمَسْبُوقِینَ«60»= موږ ستاسې ترمنځ مرګ اېشلى او تر موږ وړاندې کېدوني نشته (او بېوسې نه يو)،

ټکي:

*په تېرو آیتونو کې وویل شول، چې اصحاب شِمال په معاد کې شک درلود او ویل یې: آیا چې مړه او خاورې شوو، بیا به راژوندي کېږو؟ تردې آیت روسته، الله (ج) په دنیا کې د خپل ځواک بېلګې ښيي، چې د قیامت په باب اړنګ – شک لرې کړي.

* د قرآن استدلالونه تر وخت او ځای ورهاخوا دي او د لګښت نېټه نه لري او په ځانګړي ځای او وخت پورې ځانګړي نه دي. په زیلانځ کې څاڅکی او زڼی په ځمکه کې، په هر ځای او وخت کې خلکو ته روښانه بېلګې دي.

* د مرګ وخت په پټوالي کې حکمت دی او ګټې لري. یو خوا، دې ته د انسان چمتووالی دی، چې هره شېبه مرګ ورورسي او بلخوا د انسان د ژوند عادي بهیر دی؛ ځکه د مرګ ځانګړي وخت ته پر تمه نه دی، که نه ژوند به یې تریخ و.

*که څه د نسل د تولید ځنې سریزې؛ لکه کوروالی او په زیلانځ کې د څاڅکي تویول، انسان کوي؛ خو د څاڅکي او تخمک تلقیح او په څو پړاوونو کې یې وده، ساتنه یې او په روغ رمټ انسان یې بدلول، چې ځانګړي پړاوونه دي، د الله (ج) کار دی. «أَ أَنْتُمْ تَخْلُقُونَهُ أَمْ نَحْنُ الْخالِقُونَ»

ان که بشر له زیلانځه بهر هم شبیه سازی[59] هم وکړي، بیا هم له الهي ځواکه نه کمېږي او د هغه خالقیت تر پوښتنې لاندې نه راځي؛ځکه دا تأثیر (اغېز) او تأثّر (اغېزمنېدل) د الله (ج) په ځواکمن لاس کې دي او بشر د پنځون د پړاوونو په پنځون کې کومه ونډه نه لري.

پېغامونه:

1-ولې د معاد په اړه شک کوئ؟ هغه چې پنځولي یاست، یو ځل بیا مو هم پنځوي.«نَحْنُ خَلَقْناکُمْ»

2- له منکرانو او ناباورانو سره مستدلې خبرې کوئ. «نَحْنُ خَلَقْناکُمْ»

3- رټنه تر استدلال روسته ده. لومړی وايي: «نَحْنُ خَلَقْناکُمْ» بیا یې رټي:«فَلَوْ لا تُصَدِّقُونَ»

4- په استدلال کې پر یوه دلیل او بېلګه بسنه مه کړئ((أَ فَرَأَیْتُمْ … أَ أَنْتُمْ …

5-په تبلیغ او شخړه کې، د پوښتنې په اوڅارلو د مخاطبانو وجدان راويښ او ترې مرسته وغواړئ.(( أَ فَرَأَیْتُمْ … أَ أَنْتُمْ …))

6- الهي ځواک هم په پنځونه کې څرګند دی،«نَحْنُ خَلَقْناکُمْ» او هم په مړه کولو کې.«نَحْنُ قَدَّرْنا بَیْنَکُمُ الْمَوْتَ»

7- مرگ یوه پېښه او اتفاق نه دی، حکمت او حساب و کتاب لري. «قَدَّرْنا بَیْنَکُمُ الْمَوْتَ»

8-د عمر پای او د مرګ نېټه یوازې د الله (ج) په لاس کې ده. «نَحْنُ قَدَّرْنا بَیْنَکُمُ الْمَوْتَ»

9- د انسان مرگ، په ژوندي ساتلو کې د الله (ج) د بېوسۍ ښکارندوی نه ده؛ بلکې د حکمت له مخې تقدیر دی. «قَدَّرْنا بَیْنَکُمُ الْمَوْتَ»

10- الهي ځواک مطلق دی او ځواکمن وګړی هم له مرګه تښتېدای نشي او پردې الهي تقدیر لاسبرېدای نشي او پرې ورمخکې کېدای نشي. «ما نَحْنُ بِمَسْبُوقِینَ»

عَلی أَنْ نُبَدِّلَ أَمْثالَکُمْ وَ نُنْشِئَکُمْ فِی ما لا تَعْلَمُونَ«61»=  (او كړاى شو) پر ځاى مو ستاسې په څېر راولو او تاسې په داسې يوه نړۍ كې له سره نوي پيدا كړو،چې پرې نه پوهېږئ.

وَ لَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْأَهَ الْأُولی فَلَوْ لا تَذَکَّرُونَ«62»=او په يقين، تاسې خو په لومړني پنځون (دنيا) پوهېدلي ياست؛ نو ولې پند نه اخلئ (چې ورپسې بله نړۍ هم شته)؟!

پېغامونه:

1-د مرګ فلسفه د نورو ځایناستول او د نویو ادلونو بدلونو راوستل دي.(( قَدَّرْنا بَیْنَکُمُ الْمَوْتَ … نُبَدِّلَ أَمْثالَکُمْ … نُنْشِئَکُمْ …))

2-د مرګ او ژوند پر ادلون بدلون د الله (ج) وسمني د معاد پر پیدا کولو یې د وسمنۍ دلیل دی. (( فَلَوْ لا تُصَدِّقُونَ … نُبَدِّلَ أَمْثالَکُمْ))

3- دنیا د تېرېدو ځای دی نه تمځی. «نُبَدِّلَ أَمْثالَکُمْ»

4- انسان د قیامت له حالاتو خبر نه دی، چې کله به وي او په کومو شرایطو کې به ورحاضرېږي. «نُنْشِئَکُمْ فِی ما لا تَعْلَمُونَ»

أَ فَرَأَیْتُمْ ما تَحْرُثُونَ«63» أَ أَنْتُمْ تَزْرَعُونَهُ أَمْ نَحْنُ الزّارِعُونَ«64» لَوْ نَشاءُ لَجَعَلْناهُ حُطاماً فَظَلْتُمْ تَفَکَّهُونَ«65»=څه چې كرئ، ايا په باب يې مو سوچ كړى دى؟!ايا تاسې يې رازرغونوئ يا يې موږ رازرغونوونکي يو؟! كه وغواړو دا (کښتونه) به مات مات ډکي كړو؛ نو هېښنده به شئ!

إِنّا لَمُغْرَمُونَ«66» بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ«67»= (داسې چې ووايئ:) په رښتيا تاواني شوي یو؛ بلكې بیخي بې برخې کړای شوي یو!

ټکي:

* «حُطام» ماتېدو او توکړه توکړه کېدو ته وايي او «تَفَکَّهُونَ» مېوه خوړو، لطیفه ویلو، هېښنې او پښېمانۍ په مانا هم راغلی دی. «مغرمون» له «غرامت» اخستل شوی او د تاوان ورکولو او تاوان په مانا دی.

*که لږ ځیر شو، ځمکه، بدن خاورې کوي؛ خو زڼی نه خاورې کوي. زڼی په ځمکه کې دوه متضاد حرکتونه لري، ډنډرکی مخ پورته او جرړه مخ په لاندې ځي. جرړه خوراکي توکي راکاږي او ډنډرکی خپل موانع، ان که کلک هم وي، لرې کوي.

یو زڼی پر څو وږیو بدلېږي او تولید مثل کوي.

*په طبیعت کې هر ډول ادلون بدلون د الله (ج) لپاره یو شان دی، د ژویو ژوند که مرګ، د اوبو خوږوالی که تریخوالی، ټول د الله (ج) ځواک ته یوشان دي.((خَلَقْناکُمْ … قَدَّرْنا بَیْنَکُمُ الْمَوْتَ، نَحْنُ الزّارِعُونَ…لَجَعَلْناهُ حُطاماً، تَشْرَبُونَ … جَعَلْناهُ أُجاجاً))

*د الله (ج) پېژندنې یو لار، د شته حالاتو خلاف فرضول دي؛ لکه څنګه یې چې ویلي: «تعرف الاشیاء باضدادها»؛ یعنې د هر څیز د ضدّ په تصور، ددې څیز ځګي او ارزښت ښه مشخصېږي. د بېلګې په توګه: که شپه یا ورځ اوږده شي، که اوبه په ځمکه کې ننوځي، که ټولې کروندې اغزي شي، که اوبه ترخې شي؛ نو څوک یې کولای شي، دا شته حالات واړوي؟

هو! که د انسان دې ټکي ته ورپام وي، څه چې لري، هره شېبه بدلېدای او له منځه تلای شي او د له لاسه ورکولو د پایلو په باب یې سوچ وکړي؛ نو د شته نعمتونو ارزښت به په غوره توګه درک کړي او په الهي پېرزوېنو، لطف او ځواک به یې سر ډېر خلاص شي.

پېغامونه:

1- هماغه ځواک چې له زڼي وږی رامنځ ته کوي، کولای شي د مړ انسان، له یوازې یوې حجرې یې بېرته راژوندی کړي. «أَ فَرَأَیْتُمْ ما تَحْرُثُونَ»

2- طبیعي فعل او انفعالات د الله (ج) په اراده دي. «لَوْ نَشاءُ لَجَعَلْناهُ حُطاماً»

3- د ځینو انسانانو وجدان هیله راوېښېږي چې محصولات او یېبرې یې خاورې او سره یې په تیګه ولګي

((حُطاماً … بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ))

[د رحمن وینا به هله در په یاد شي

 چې دې یو دېوال ته مخ بل ته دې شا شي]

أَ فَرَأَیْتُمُ الْماءَ الَّذِی تَشْرَبُونَ«68» أَ أَنْتُمْ أَنْزَلْتُمُوهُ مِنَ الْمُزْنِ أَمْ نَحْنُ الْمُنْزِلُونَ«69» لَوْ نَشاءُ جَعَلْناهُ أُجاجاً فَلَوْ لا تَشْکُرُونَ«70»=ايا هغه اوبه چې څښئ، تاسې وركتلي دي؟!ايا دا تاسې له ورېځو راورولي، که موږ يې راوروونكي يو؟! كه وغواړو؛ تروې ترخې به یې كړو؛نو ولې شكر نه باسئ؟

ټکي:

* «مزن» سپینو باران زېږو وریځو ته ویل کېږي او «اجاج» تروو اوبو ته چې ترخې هم وي، وايي.

* په حدیث کې راغلي : چې کله به رسول الله صلی الله علیه و آله اوبه څښلې؛ نو ویل یې :«الحمد لله الذی سقانی عذبا فراتا برحمته و لم یجعله ملحا اجاجا بذنوبی[60]»،د الله شکر، چې په خپله لورنه یې خوندورې اوبه راوڅښلې او زموږ د ګناهونو په پار یې راتروې نه کړې.

*په تنده ماتونه کې د اوبو ونډې «تَشْرَبُونَ»، د اوبو د پیدايښت څرنګوالي «مِنَ الْمُزْنِ»، د باران ورېدل «نَحْنُ الْمُنْزِلُونَ» او خوند ته یې پام «لَوْ نَشاءُ جَعَلْناهُ أُجاجاً»،انسان شکر ایستنې ته اړ باسي. «فَلَوْ لا تَشْکُرُونَ»

*د الله (ج) دایمي الطاف په ادلون بدلون کې یې د بېوسۍ نښه نه ده. د «لَوْ نَشاءُ» غونډله په دې مانا ده، چې موږ اوبه نه ترووو؛ خو دا کار کولای شو.

*نعمتونو ته پام هم د انسان توحیدي ګروهه اوچتوي،((نَحْنُ الزّارِعُونَ … نَحْنُ الْمُنْزِلُونَ)) هم په انسان کې د شکر کولو روحیه ژوندۍ ساتي او هم د بیا راژوندي کېدو او معاد اړنګ هم له منځه وړي.

پېغامونه:

1-د قرآن استدلالونه رانغاړونکي، ساده او ورسره ژور هم دي، اوبو ته کتنه، مبداء او معاد ته د انسان د ورپامېدو لپاره بسیا دي. «أَ فَرَأَیْتُمُ الْماءَ الَّذِی تَشْرَبُونَ»

2-د څښاک اوبو راکېوتنه، د الهي حکمت او ځواک نښه ده. «الْماءَ الَّذِی تَشْرَبُونَ»

3-له آسمانه ورښت، د الله (ج) له ځواکه بهر چار نه دی او همدا چار الله پېژندنې ته بسیا دی. «أَ أَنْتُمْ أَنْزَلْتُمُوهُ مِنَ الْمُزْنِ أَمْ نَحْنُ الْمُنْزِلُونَ» ( یو چار هم بې له الهي ارادې نه پلی کېږي.)

4- پنځ، د تدبر ټولګی ((أَ فَرَأَیْتُمُ …تذکّر، «أَ فَلا تَذَکَّرُونَ» او د شکر لاره چاره او زمینه ده. «فَلَوْ لا تَشْکُرُونَ»

أَ فَرَأَیْتُمُ النّارَ الَّتِی تُورُونَ«71» أَ أَنْتُمْ أَنْشَأْتُمْ شَجَرَتَها أَمْ نَحْنُ الْمُنْشِؤُنَ«72» نَحْنُ جَعَلْناها تَذْکِرَهً وَ مَتاعاً لِلْمُقْوِینَ«73»=ايا هغه اور چې بلوئ، تاسې وركتلي دي؟! ايا ونه يې تاسې پنځولې، که موږ يې پنځوونکي يو؟! اور مو د (دوزخ) دریادولو وسیله او اړمنو ته د ژوند سامان ګرځولی دی.

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّکَ الْعَظِیمِ«74»= (اوس چې داسې ده)؛ نو د خپل ستر پالونكي په نامه تسبيح ووايه (او پاك او سپېڅلى يې وګڼه)،

ټکي:

* «تُورُونَ» له «وری» اخستل شوی او د یوه پټ څیز راښکاره کولو ته وايي، «وراء»؛ یعنې د یو څه باطن او شا. هغه اور ته «ایراء» ویل کېږي، چې په اورلګېدونو کې پټ او په څپرغۍ بهر راوځي. په حجاز کې دوه ډوله ونې وې، چې د اورلګيد په نامه یې ترې ګټنه کوله؛ لکه د دوو (بکرو) ډبرو له وهلو، چې څپرغۍ او بیا اور بلېږي.

* «مقوین» له «قوایها» اخستل شوې او د بېدیا په مانا دی، بېدیا ګرځي او مسافر ته«مقوی» وايي.

* له ۴۷ آیت نه چې په معاد کې اړنګ اوڅار شو، تردې آیتونو پورې، الله (ج) تر شلو ځلو ډېر، خلک مخاطب کړي او هغوی یې د کروندې، اوبو، اور او انسان پنځون کې اند او اندنې ته رابللي دي، چې د کافرانو بې ځایه اړنګ لرې شي.

*په دې آیتونو کې د اوبو، خاورې، باد او اور څلورګوني عناصر اوڅار شوي، چې ټول تر الهي حکم لاندې دي، چې الله پېژندنې او د هغه پر ځواک د سر خلاصونې اوزار دي.

 * الله (ج) په دې سورت کې څلور ځل له خلکو منښته اخستې، چې آیا تاسې په خپله پنځونه، ورښت، بوټي راټوکېدو او اور بلولو کې ونډه لرئ؟

*په بېدیا کې اور ته اړتیا یې په هستوګنیز ځای کې تر اړتیا ډېره څرګنده برېښي. په بیدیا کې مسافر، له سړو ځان ساتنې، په شپه کې لار موندنې او د ځناورو له خطره ځان ژغورولو ته رڼا او تودوخې ته اړمن دی.

پېغامونه:

1- هماغه الله (ج) چې اور د لرګي او ونې له زړه راباسي، مړي هم د ځمکې له زړه راباسي. «أَ فَرَأَیْتُمُ النّارَ الَّتِی تُورُونَ»

2-له ونې د اور راوتل له دوو اړخونو قیامت رایادولای شي: یو یې د هغې زېرمه شوې انرژۍ په بڼه، چې د څپرغۍ او اور په بڼه راڅرګندېږي، بل داچې د دنیا اور، انسان ته د آخرت اور وریادوي.«جَعَلْناها تَذْکِرَهً»

3-الله (ج) ټول هغه څه وویل، چې د معاد په باب اړنګ لرې کولو ته اړین وو، که اغېز کوي که نه کوي؛ نو ای پېغمبره! ستا دنده د الله (ج) ستاینه ده. «فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّکَ الْعَظِیمِ»

فَلا أُقْسِمُ بِمَواقِعِ النُّجُومِ«75» وَ إِنَّهُ لَقَسَمٌ لَوْ تَعْلَمُونَ عَظِیمٌ«76»=نو د ستوريو پر ځايونو قسم (او د راختو او پرېوتو پرځايونو یې)! او كه وپوهېږئ (؛ نو) بېشكه چې دا ډېر ستر سوګند دى!

ټکي:

*هېڅ څیز او هېڅوک بې د الله (ج) له ارادې په نړۍ کې اغېز کولای نشي؛ نوځکه د انسان په ژوند کې د ستوریو اغېز یوازې یوه خرافه ده او هېڅوک په اسمان کې د بخت ستوری نه لري، چې د بدمرغۍ یا نېکمرغۍ لامل یې شي.

امام کاظم  (رح) وویل: الله ستوري ستایلي او د هغوی پر ځګي یې قسم کړی دی[61].

* «مَواقِعِ النُّجُومِ» د ستوریو د ټېکاو او یون – حرکت ځای ته ویل کېږي.د اسماني کراتو د ګرځېدو پر بهنځ – مسیر قسم پخپله تر کراتو یې مهم دی؛ ځکه د ستوریو ستروالی او د مواقعو پراخوالی تر کراتو زرګونه ګرایه ډېر دی.

پېغامونه:

۱-الله (ج) په دې سورت کې، د انسان د فکر ټال له څاڅکي، زڼي، اوبو او اوره، د آسماني کراتو د حرکت تر مسیره غځوي.(( أَ فَرَأَیْتُمْ ما تُمْنُونَ … فَلا أُقْسِمُ بِمَواقِعِ النُّجُومِ

2-الله (ج) کله پر کوشنیو څیزونو لکه انځر قسم یادوي،«وَ التِّینِ وَ الزَّیْتُونِ» او کله پر اسمانلارې او د ستوریو پر بهنځ – مسیر. هو! الله (ج) ته ستر او واړه ټول یو شان دي. «فَلا أُقْسِمُ بِمَواقِعِ النُّجُومِ»

3- هر ستوری د حرکت لپاره ځانګړی او منظم بهنځ – مسیر لري. «بِمَواقِعِ النُّجُومِ»

4- بشر د ټولو کراتو د حرکت په بهنځ – مسیر خبر نه دی او ستورپوهنه او کیهان پېژندنه، له هومره پرمختګ سره سره بیا هم نیمګړې ده. «لَوْ تَعْلَمُونَ عَظِیمٌ»

إِنَّهُ لَقُرْآنٌ کَرِیمٌ«77» فِی کِتابٍ مَکْنُونٍ«78»=بېشکه چې دا (قرآن) عزتمن لوستونى دى، (د الهي علم) په پټ کتاب کې،

لا یَمَسُّهُ إِلاَّ الْمُطَهَّرُونَ«79» تَنْزِیلٌ مِنْ رَبِّ الْعالَمِینَ«80»= چې يوازې پاکان لاس وروړاى (او پرې پوهېداى) شي. (او) د نړۍ پال له لوري رالېږل شوى دى.

ټکي:

* ظاهراً له «کِتابٍ مَکْنُونٍ» مراد هماغه لوح محفوظ دی؛ ځکه په بروج سورت کې راغلي : «بَلْ هُوَ قُرْآنٌ مَجِیدٌ فِی لَوْحٍ مَحْفُوظٍ[62]» او په دې سورت کې لولو: «إِنَّهُ لَقُرْآنٌ کَرِیمٌ فِی کِتابٍ مَکْنُونٍ»

* په قرآن کریم کې، الله (ج) او څه چې ورپورې اړوند دي، په «کریم» ځانګړنه متّصف شوي دي:

الله (ج) کریم دی. «ما غَرَّکَ بِرَبِّکَ الْکَرِیمِ[63]»

قرآن، کریم دی. «إِنَّهُ لَقُرْآنٌ کَرِیمٌ[64]»

رسول الله، کریم دی . «وَ جاءَهُمْ رَسُولٌ کَرِیمٌ[65]»

د وحې د نزول واسطه ( حضرت جبرئیل)،کریم دی . «إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ کَرِیمٍ[66]»

حضرت علي کرم الله وجهه د نهج البلاغې په 152 خطبه کې، اهل بیت «کرائم القرآن» نومولي دي.

د انسان هم د غوره الهي مخلوق په نامه عزتمن شوی دی. «وَ لَقَدْ کَرَّمْنا بَنِی آدَمَ[67]»

* د قرآن د الفاظو تلاوت او د قرآن پر لغاتو پوهېدل، ټولو ته شونی چار دی؛ خو د قرآن له روح سره اړیکه، ځانګړی طهارت او پاکي غواړي. «لِیُذْهِبَ عَنْکُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَیْتِ وَ یُطَهِّرَکُمْ تَطْهِیراً[68]»؛ نو ویې نه ویل: «لا یقرئه و لا یفهمه الاّ المطهّرون»؛ بلکې وویل: «لا یَمَسُّهُ إِلاَّ الْمُطَهَّرُونَ» او تماس او اړیکه، ځانګړې مانا لري ؛ لکه څنګه چې په روایت کې راغلي: یوازې د الله (ج) درشل ته مقربان له قرآن سره اړیکه پیدا کولای شي[69].

* قرآن،کریم دی؛ ځکه:

سرچینه یې «لوح محفوظ» او «کتاب مکنون» ده. «فِی کِتابٍ مَکْنُونٍ»

واسطه یې پرښتې، پېغمبر و اهل بیت علیهم السلام، ټول مطهر (پاکان) دي. «لا یَمَسُّهُ إِلاَّ الْمُطَهَّرُونَ»

او موخه یې د نړیوالو روزنه ده. «تَنْزِیلٌ مِنْ رَبِّ الْعالَمِینَ»

* قرآن، مطهر دی، «صُحُفاً مُطَهَّرَهً[70]»او یوازې پاکان یې مسولای شي. «لا یَمَسُّهُ إِلاَّ الْمُطَهَّرُونَ»

* قرآن، داسې نه دی، چې دښمنانو یې توصیف کړی وای، نه د پېغمبر اکرم د ذهن خیالولي ده، «تُمْلی عَلَیْهِ[71]» نه افسانه او غیر واقعي، «إِنْ هذا إِلاّ أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ[72]» نه له نورو زده شوی،«یُعَلِّمُهُ بَشَرٌ[73]»، نه د هم آندو ډله ایز کار دی، «أَعانَهُ عَلَیْهِ قَوْمٌ آخَرُونَ[74]»،بلکې د نړۍ پال له لوري د انسان ودې ته نازل شوی. «تَنْزِیلٌ مِنْ رَبِّ الْعالَمِینَ»

* قرآن، د ټولنې او وګړي د عزت او کرامت کونجي ده. ورکتل، تلاوت یې، پکې اندنه، ساتنه یې، پرې استدلال او ترې پند اخستل، د انسان د ودې او کرامت لاملېږي. «إِنَّهُ لَقُرْآنٌ کَرِیمٌ»

قرآن، په وګړیزو، کورنیو، ټولنیزو، وټیزو، سیاسي، عبادي، پوځي، اخلاقي، ګروهیزو، روزنیزو او فرهنګي چارو کې د انسان د لارې مشال دی. «إِنَّهُ لَقُرْآنٌ کَرِیمٌ»

په قرآن کې، سسته، ناوړه، ناانډوله او له منطق نه لرې خبره نشته. «إِنَّهُ لَقُرْآنٌ کَرِیمٌ»

پېغامونه:

۱-الله (ج) د تشریع تر ټولو ستر سند؛ یعنې قرآن ته، د تکوین پر تر ټولو ستره برخه؛ یعنې آسمانلارې – کهکشان قسم یادوي.((فَلا أُقْسِمُ بِمَواقِعِ النُّجُومِ … إِنَّهُ لَقُرْآنٌ کَرِیمٌ))

2- قرآن په خورا درناوي خپلې ښوونې زموږ په واک کې ایښي؛ هر څوک ګټنه ترې کړای شي. «إِنَّهُ لَقُرْآنٌ کَرِیمٌ»

3- قرآن یوازې الفاظ او عبارات نه؛ بلکې ستره منځپانګه لري، چې له الله (ج) سره خوندي، محفوظ او مکنون دی. «فِی کِتابٍ مَکْنُونٍ»

4-له قرآنه ګټنه یو لړ آداب لري، بې اودسه خلک ورته د لاس وروړو حق نه لري[75]. «لا یَمَسُّهُ إِلاَّ الْمُطَهَّرُونَ»

5-د قرآن ستر حقایق په شرک، کفر، نفاق او رخې سخې – عناد ککړ خلک درک کولای نشي.«لا یَمَسُّهُ إِلاَّ الْمُطَهَّرُونَ»

 6- قرآن د الله (ج) د ربوبیت یوه پلوشه او د انسان ودې ته جامع او هر اړخیزه کړلار ده. «تَنْزِیلٌ مِنْ رَبِّ الْعالَمِینَ»

أَ فَبِهذَا الْحَدِیثِ أَنْتُمْ مُدْهِنُونَ«81»=او ايا تاسې دا خبره (قرآن) سپکه [او سسته] ګڼئ،

وَ تَجْعَلُونَ رِزْقَکُمْ أَنَّکُمْ تُکَذِّبُونَ«82»=او د دركړې روزۍ د شكرانې په بدل كې دا (قرآن) دروغ ګڼئ؟!

ټکي:

* «مُدْهِنُونَ» له «دهن» نه اخستل شوی او د غوړيو په مانا دی. مداهنه کله د ګوزارې، نرمۍ او کله د سستۍ او کمزورۍ په مانا ده.

*پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم له یوې ډلې سره په مسافرت کې و، چې د اوبو له کمښت سره مخ شول او تنده یې ډېره شوه. پېغمبر صلی الله علیه و آله لاس پر دعا شو او ډېر باران وشو او ټول یې خړوب کړل. په دوی کې یو وویل: دا باران د پلاني ستوري د راختو له لامله و. (نه د پېغمبر اکرم د دعا له لامله)، چې دا آیت رانازل شو «وَ تَجْعَلُونَ رِزْقَکُمْ أَنَّکُمْ تُکَذِّبُونَ» او پېغمبر صلی الله علیه و آله وویل: د روزۍ د شکر په پار یې دورغجنوئ[76].

هو تل په ټولنه کې داسې کسان شته، چې خپل موجودیت او شخصیت له نورو سره په مخالفت کې ويني او خپل ټول هنر د مخالف ډهول په ډنګولو جوړوي. که ټول موافق وي؛ نو هغه مخالفت کوي او که ټول مخالف وي؛ نو هغه موافق وي، هغه له دلیل سره کار نه لري او تل د ټولو پرخلاف حرکت کوي او دا لید یې په ویناوو او کړنو کې څرګندېږي. هغه هڅه کوي ان د سر او څېرې په جوړولو، د جامو د رنګ په ټاکنه او له الفاظو او اصطلاحاتو په ګټنه او د لیکلو په ډول کې، ان د اولاد په نامو ایښوولو کې نامتعارفې کړنې ولري او ځان تر نورو بېل او غوره اوڅار کړي.

پېغامونه:

1- څومره چې سپېڅلتیا او ستریا ډېره وي، ناغېړي خطرناکه او رټنه یې ډېره ده. «أَ فَبِهذَا الْحَدِیثِ أَنْتُمْ مُدْهِنُونَ»

2- د دین د څرګندو آرونو پر وړاندې مداهنه او سازښت منلوړ نه دی.((إِنَّهُ لَقُرْآنٌ کَرِیمٌ … أَ فَبِهذَا الْحَدِیثِ أَنْتُمْ مُدْهِنُونَ))

3- په دین کې ناغېړي، سستي او سازښت، انسان سوکه سوکه نټې ته اړ باسي. «أَ فَبِهذَا الْحَدِیثِ أَنْتُمْ مُدْهِنُونَ وَ تَجْعَلُونَ رِزْقَکُمْ أَنَّکُمْ تُکَذِّبُونَ»

فَلَوْ لا إِذا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ«83» وَ أَنْتُمْ حِینَئِذٍ تَنْظُرُونَ«84»=نو ولې چې (ساه) ستوني ته ورسي (بېرته يې ستنولاى نشئ) ؟! او تاسې دا حال په سترګو وينئ (او څه كار مو له وسې پوره نه دى)؛

وَ نَحْنُ أَقْرَبُ إِلَیْهِ مِنْکُمْ وَ لکِنْ لا تُبْصِرُونَ«85»=او موږ [ساه ته مو] تر تاسې ډېر ورنژدې یو؛ خو د لیدانې په سترګو یې نه وینئ.

فَلَوْ لا إِنْ کُنْتُمْ غَیْرَ مَدِینِینَ«86» تَرْجِعُونَها إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ«87»=نو كه (په قيامت كې مو د كړنو) سزا نه دركول كېږي [او څه حساب او كتاب نه وي]، كه رښتيني ياست؛ نو ولې هغه (وتلې ساه) نه راګرځوئ!

ټکي:

*که د معاد منکران د مړیو په راژوندي کولو کې د الله (ج) په ځواک کې په اړنګ کې دي؛ نو آيا د انسانانو په مړه کولو کې یې له ځواکه هم منکرېږي؟د هغه چا ننداره وکړئ، چې ځلکدن یې دی او هېڅوک هېڅه ورته نشي کولای، په ځلکدن کې یې خپله بېوسي او د هغه ځواک په سترګو ویني، هماغه ځواک چې انسان مړ کولای او بیا راژوندی کولای هم شي. که مرګ په الهي اراده او تقدیر نه وای او یو اتفاقي چار و؛ نو مخنیوی او یوه لاره چاره به یې شونې وه.  

*منکرانو ته دې استدلال راوړل شي؛ لکه څنګه چې ددې سورت په ډېری آیتونو کې، الله (ج) استدلال راوړی دی. «أَ فَرَأَیْتُمْ ما تُمْنُونَ» ، «أَ فَرَأَیْتُمْ ما تَحْرُثُونَ» ، «أَ فَرَأَیْتُمُ النّارَ الَّتِی تُورُونَ»؛ البتّه کله یې د هغوی د بېوسۍ د نندارو په ورښوولو سپک کړي؛ لکه څنګه چې په دې آیتونو کې الله (ج) یې په خطاب کې وايي: تاسې ټول د ځلکدن پر مهال د خپلو عزیزانو د ژوندي پاتې کولو وس نه لرئ.

*الله (ج) ټولو بندګانو ته ورنږدې دی؛ که بد دي که نېک «نَحْنُ أَقْرَبُ إِلَیْهِ»؛ خو مهم او ارزښتمن دادي، چې په ایمان او نېکو کړنو الله (ج) ته ورنږدې شو.  

* «مدین» له «دین» اخستل شوی او د سزا په مانا دی؛ نو ځکه «یَوْمِ الدِّینِ» د قیامت یوه نامه ده:«مالِکِ یَوْمِ الدِّینِ»

* لید، له کتو سره توپیر لري، شته داسې انسانان، چې یو څه ته په کتو وي؛ خو ګوري یې نه او د یو بل څيز په فکر کې وي.((تَنْظُرُونَ … لکِنْ لا تُبْصِرُونَ))

پېغامونه:

1-ځلکدن او مرګ ټولو ته هرومرو دی. «إِذا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ» (د «إِذا» کلیمه هرومر‎والي او حتمی الوقوع چارو ته کارېږي)

2- روح له بدنه په ستوني او تنفسي لار راوځي. «بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ»

3-الله (ج) د معاد په اړه اړنګ لرې کولو ته، هم په ژوندون کې خپل ځواک اوڅاروي او هم د مړینې پر مهال او په دې توګه، پر خلکو خپله غاړه خلاصوي. «بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ»  

4- الله (ج) تر خورا نږدې وګړیو هم رانږدې دی، د نورو نږدېوالی جسمي دی او د هغه رانږدېوالی پر مخلوق یې د بشپړې راچاپېرۍ له کبله دی. «نَحْنُ أَقْرَبُ إِلَیْهِ مِنْکُمْ»

5- معاد او اخروي سزا او ثواب هرومرو چار دی.«إِنْ کُنْتُمْ غَیْرَ مَدِینِینَ» (راتلونکي ته د ماضي فعل کارول یې د هرومرووالي او پرېکنده توب لپاره دي.)

فَأَمّا إِنْ کانَ مِنَ الْمُقَرَّبِینَ«88» فَرَوْحٌ وَ رَیْحانٌ وَ جَنَّهُ نَعِیمٍ«89»=نو كه دا (ساه وتلى) خداى ته له نژدې کړای شویو کسانو ځنې وي؛ نو(ورته) هوسايي، خوږ وږمه (ګلان) او له نعمتونو ډك (جنتي) باغونه دي.

وَ أَمّا إِنْ کانَ مِنْ أَصْحابِ الْیَمِینِ«90» فَسَلامٌ لَکَ مِنْ أَصْحابِ الْیَمِینِ«91»= او كه د ښي لاس له يارانو ځنې و؛  نو (ورته ويل كېږي:) پر تا دې د ښي لاسو لخوا سلام وي!

وَ أَمّا إِنْ کانَ مِنَ الْمُکَذِّبِینَ الضّالِّینَ«92» فَنُزُلٌ مِنْ حَمِیمٍ«93» وَ تَصْلِیَهُ جَحِیمٍ«94» إِنَّ هذا لَهُوَ حَقُّ الْیَقِینِ«95»=او كه دا (ساه وتلى) له دروغجنو بېلاريو ځنې و؛ نو د دوزخ د خوټېدلو اوبو مېلمستيا ورچمتو ده، او برخليك يې د جهنم اور ته ورننووتل (او سوځېدل) دي؛بېشكه دا (مطالب) یو یقیني حقیقت (حق الیقین) دى!

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّکَ الْعَظِیمِ«96»=نو د خپل ستر پالونكي په نامه دې تسبيح ووايه (او پاک يې وګڼه).

ټکي:

* «روح» د راحت، هوساینې او لورنې په مانا دی. «رَیْحانٌ» خوشبویه او معطر بوټو ته ویل کېږي، همداراز د رزق او روزۍ په مانا هم راغلی. «تَصْلِیَهُ» له «صلی» اخستل شوی او د څکلو، وریتېدو او غورځېدو په مانا ده.

*ددې سورت پیل خلک په درېیو ډلو وویشل: «کُنْتُمْ أَزْواجاً ثَلاثَهً» : الهي درشل ته مقرّبان، اصحاب یمین او اصحاب شمال، د سورت پای هم ددې ډلو برخلیک تکراروي.

* هرڅوک د خپل قرب هومره ثواب تر ګوتو کوي؛ لکه څنګه چې امام صادق (رح) وویل: که د مقربانو ځلکدن وي؛ نو روح و ریحان په قبر او له نعمتونو ډک جنت ورته په آخرت کې چمتو کېږي.البتّه د لسم او یوولسم آیت په پامنیوي، «مقربون» هماغه په ایمان او نېکچاریو کې مخکښان دي. «وَ السّابِقُونَ السّابِقُونَ أُولئِکَ الْمُقَرَّبُونَ»

له اصحاب یمین نه په ځلکدن کې یوازې اندېښنه لرې کېږي، څو په قیامت کې ثواب تر ګوتو کړي.

 ظاهراً له اصحاب یمین نه مراد هغه کسان دي، چې کړنلیک په ښي لاس کې ورکول کېږي. چې د اسراء سورت په ۷۱ آیت، حاقه سورت ۱۹ آیت او انشقاق سورت په ۷ آیت کې، په «فَمَنْ أُوتِیَ کِتابَهُ بِیَمِینِهِ» غونډله نومول شوي دي.

 له اصحاب شمال نه هم مراد هغه کسان دي، چې کړنلیک یې په کيڼ لاس کې ورکول کېږي. له امام باقر (رح) نه روایت شوی، چې له«الْمُکَذِّبِینَ الضّالِّینَ» نه مراد مشرکان دي[77].

د «فَسَلامٌ لَکَ مِنْ أَصْحابِ الْیَمِینِ» غونډلې – جملې ته څو ماناوې ویل شوي دي:

 الف)جنتیانو ته (بې له دې چې کوم ټاکلی وګړی په پام کې وي) ویل کېږي: سلام پر تا.

ب) جنتیان پر پېغمبر اکرم درود وايي، د هغو زحمتونو په پار یې، چې دوی یې دې مقام ته رارسولي دي.

ج)پېغمبر ددې ډلې د ژغورنې په پار په خیر او سلامتۍ کې دی[78].

* په 51 آیت کې مو ولوستل: «ثُمَّ إِنَّکُمْ أَیُّهَا الضّالُّونَ الْمُکَذِّبُونَ ، لَآکِلُونَ مِنْ شَجَرٍ مِنْ زَقُّومٍ»؛ خو په 92 آیت کې وايي: «وَ أَمّا إِنْ کانَ مِنَ الْمُکَذِّبِینَ الضّالِّینَ فَنُزُلٌ مِنْ حَمِیمٍ»

ولې په لومړي آيت کې ضالّین تر مکذّبین مخکې شوی او په پای کې یې اپوټه دی ؟

ځواب: داسې برېښي، چې د لومړي آیت خطاب په دنیا کې دی، چې انسان له کږلارۍ دروغجنولو ته کاږل کېږي؛ خو د سورت په پای کې د ځلکدن خبره اوڅار ده، چې د سزا پیل دی او سزا له درنې سرغړونې پیلېږي او دروغجنول تر کږلارۍ مهم دي.

* په دې آیتونو کې د درېیو ډلو ځلکدن یو د بل ترڅنګ اوڅار شوی، چې انسان یې په دې مانیز نندارتون کې کوم یو ټاکي: ((فَرَوْحٌ وَ رَیْحانٌ وَ جَنَّهُ نَعِیمٍ … فَنُزُلٌ مِنْ حَمِیمٍ وَ تَصْلِیَهُ جَحِیمٍ))

د مقربانو او اصحاب یمین ثواب ته کوم دلیل نه دی ویل شوی؛ خو د کافرانو سزا ته دلیل ویل شوی؛ ځکه چې مکذب (دورغجنونکي) او ضال (کږلاري) دي؛ نو تنبیه، دلیل غواړي او د الله (ج) په پېرزو او مینه کې څوک په دلیل پسې نه ځي.[79]

* امام صادق (رح) وویل: په خوټېدلیو اوبو مېلمستیا په برزخ او قبر کې ده او دوزخ ته ورننووتل په قیامت کې دي[80].

* دا سورت په معاد پيل او په معاد پای مومي.

پېغامونه:

1- مقرّبان، تر ځلکدن روسته سملاسي هوسا شي. «فَرَوْحٌ وَ رَیْحانٌ» (د «ف» حرف په لږ وخت تېرېدو دلالت کوي.)

2- مرگ مقرّبانو ته د درېیو لورنو لاره چاره او زمینه ده: د دنیا له ستونزو او کړاوونو خلاصون «فَرَوْحٌ»، الهي لورنو ته رسېدل «رَیْحانٌ» ابدي بریا ته رسېدل. «جَنَّهُ نَعِیمٍ»

3- د مقرّبانو،اصحاب یمین و اصحاب شمال د ځلکدن او مرګ په باب خبرې جدي دي. «إِنَّ هذا لَهُوَ حَقُّ الْیَقِینِ»

4- په حمیم و جحیم، د کفارو ځلکدن او مړینه یې، حق او عادلانه چار دی. ((فَنُزُلٌ مِنْ حَمِیمٍ وَ تَصْلِیَهُ جَحِیمٍ … إِنَّ هذا لَهُوَ حَقُّ الْیَقِینِ ))

5-د ټول عمر کږلاري او دروغجنولو سزا«الْمُکَذِّبِینَ الضّالِّینَ» په خوټېدلیو اوبو مېلمستیا او اورین ځګی دی، «فَنُزُلٌ مِنْ حَمِیمٍ وَ تَصْلِیَهُ جَحِیمٍ» او لله (ج) له بېځایه سزا ورکولو سپېڅلی او لرې دی. فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّکَ …

6-د قیامت، سزا او ثواب نظام شتون، د الله (ج) د ربوبیت نښه او د انسان روزنې ته دي، چې غوښتنه یې د پالونکي ستاینه ده. «فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّکَ الْعَظِیمِ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

[1] . مجمع البیان تفسیر.

[2] غافر،84.

[3] شعراء،201

[4] حج،55.

[5] نورالثقلین تفسیر

[6] غررالحکم.

[7] نبأ،6.

[8] ملک،15.

[9] حج،1.

[10] نبأ،20

[11] حاقه،14.

[12] قارعه،5.

[13] فصلت،11

[14] حاقّه،1.

[15] تکویر،1

[16] بحار، ۸ټ،. ۲۱۸ مخ

[17] تحریم،6.

[18] جن،14.

[19] فاطر،32.

[20] حشر،10.

[21] حدید،10.

[22] مطففین،26.

[23] -بقره،148.

[24] -بصائرالدرجات،۴۴۸ مخ ؛ راهنما تفسیر.

[25] -نورالثقلین تفسیر

[26] -مائده،18.

[27] کافي،ج1،ص11

[28] زمر،15.

[29] مفاتیح الجنان.

[30] واقعه،90 و 91

[31] اعراف،46

[32] رعد،23 و 24.

[33] یس،58.

[34] نورالثقلین تفسیر

[35]راهنما تفسیر.

[36] نورالثقلین تفسیر ؛کافي، ۲ټ، ۹۷ مخ

[37] نورالثقلین تفسیر

[38] مراغي تفسیر.

[39] انسان،21

[40] کهف،29.

[41] محمّد،15

[42] اعراف،50.

[43] محمّد،15

[44] ص،57

[45] محمّد،15.

[46] حاقّه،36

[47] محمّد،15.

[48] ابراهیم،16.

[49] الرّحمن،46

[50] فرقان،13

[51] واقعه،26

[52] اعراف،38.

[53] زمر،73.

[54] حاقّه،30

[55] یس،58

[56] .مؤمنون،108

[57] واقعه،17.

[58] الرّحمن،44.

[59] .Cloning

[60] وسائل، ۲۵ټ، ۲۵۷ مخ

[61] راهنما تفسیر.

[62] بروج 21 او22

[63] – انفطار،6.

[64] – واقعه،77.

[65] – دخان،17

[66] – تکویر،19.

[67] – اسراء،70

[68] – احزاب،33.

[69] – درّالمنثور تفسیر

[70] – بیّنه،2

[71] – فرقان،5.

[72] – انعام،25.

[73] – نحل،103

[74] -فرقان،4.

[75] – نورالثقلین تفسیر

[76] – نمونه تفسیر.

[77] – نورالثقلین تفسیر.

[78] – راهنما تفسیر.

[79] – د فخررازي کبیر تفسیر

[80] – نورالثقلین تفسیر

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!