تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه قرآني زده کړې واقعي پوهان وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَابِّ وَالْأَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ كَذَلِكَ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ ﴿ فاطر۲۸﴾ =   او همدغسې د خلکو، خځندو او څارويو رنګونه هم بېلابېل دي (هو!) حقيقت همداسې دى، چې له الله […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

قرآني زده کړې

واقعي پوهان

وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَابِّ وَالْأَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ كَذَلِكَ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ ﴿ فاطر۲۸﴾ =   او همدغسې د خلکو، خځندو او څارويو رنګونه هم بېلابېل دي (هو!) حقيقت همداسې دى، چې له الله یوازې پوه بندګان یې وېرېږي؛ [ځکه] چې الله بريمن بښونكى دى.

له دې آيته ښه پوهېدل كېږي، چې واقعي پوهان هغوى دي، چې د خپلو اندو پر وړاندې ډېره پازوالي ننګیري. په بله وينا، عمل والا دي او نه د تشو خبرو ويانوال؛ ځكه بې عمله علم، د خشيت او ډار پر نشتون دليل دى او په دې آيت كې دغسې عمل والا د عالمانو په ليكه كې نه شمېرل كېږي. دا حقيقتت له امام سجاد (رح) نه په يو روايت كې راغلى دى: ((علم او عمل دوه صميمي او خواږه دوستان دي، چې څوك خداى وپېژني، ترې ډارېږي او همدا ډار يې عمل او د خداى د حكم مننې ته اړباسي. د علم خاوندان (پوهان) او لارويان يې، هغوى دي، چې خداى یې ښه پېژندلى دى او يوازې هغه ته عمل كوي او مینه ورسره لري؛ لكه چې خداى ويلي. [إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ]…)) ددې آيت په تفسير كې له امام صادق (رح) نه په يوه روايت كې لولو: (( له پوهانو منظور، هغوى دي، چې كړنې یې له خبرو سره همغږې وي او د چاچې وينا او كړه وړه يې يو له بل سره همغږي نه وي، عالم نه دي.)) په يو بل حديث كې راغلي، چې خورا پوه مو، له خدايه ډارن دى. لنډه خبره داچې پوهان د قرآن په منطق كې، هغوى نه دي، چې ماغزه يې ددې او هغې د نظرياتو او اندنو صندوقچه او د نړۍ د علمي قوانينو او فورمولونو زېرمتون وي او ژبه يې ددې مسايلو ويانده وي او د اوسېدو ځاى يې مدرسې، پوهنتونونه او كتابتونونه دي؛ بلكې پوهان هغه نظروال دي، چې د پوهې رڼا يې ټول وجود د خداى په رڼا، ايمان او تقوى بل كړى وي او د خپلو اندو په باب سخته پازوالي ننګیري او تر ټولو پابند وي. (نمونه، 18: 247 مخ.)

رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) فرمايي :

  • خداى دې هغه خوشحاله لري،چې  زما خبرې  واوري او هغوى ته يې ور واوروي،چې نه يې وي اورېدلي. داسې عالمان شته،چې تر خپل ځانه ښه عالم ته څه وروښيئ او داسې عالمان شته ،چې تر ځانه ناپوهو ته علم ور ورسوي . (تحف العقول)
  •  له ما سره د علم فضيلت د عبادت تر فضيلته ډېر دى . (تحف العقول)
  • علماء وپوښتئ ! له حكيمانو سره خبرې وكړئ او له بېوزليو سره ناسته پاسته وكړئ . (تحف العقول)
  • پر تاسې دې څښتن ورحمېږي؛وپوښتئ،چې په تاسې كې به څلور كسان د پوښتنې اجر وړي : پوښتونكى،ويونكى،اورېدونكى او هغه ،چې له دوى سره مينه لري . (تحف العقول)
  • علم په داسې خزانه كې دى ،چې كونجي يې پوښتنه ده . (تحف العقول)
  • ( د علم د ناشكرۍ او د الهي قهر د راتګ پر مهال ) علم له خلكو نه اخلي؛بلكې عالم ترې اخلي،چې پرې د عالمانو په څېر (عالمان نه وي ) واكمنان شي او معارف او ديني مسايل له هغوى پوښتي او هغوى هم پرې نه پوهېږي؛خو ځواب وركوي،په خپله بې لارې دي او نور هم بې لارې كوي . (تحف العقول)
  • علم په ليكلو اېل كړئ . (تحف العقول)
  • څښتن نېكمرغو ته پوهه وركوي او بدمرغه به هغه وي،چې څښتن علم نه وي وركړى . (تحف العقول)
  • علم د خداى د پېژندنې،لاروۍ او عبادت وسيله ده .په علم د څښتن يووالي ته رسېداى شو.له خپلوانو سره نېكي كولاى شو، حلال له حرامو بېلولاى شو او بالاخره علم د د عقل څراغ دى . (تحف العقول)
  • خلک يا پوهان دي يا زده کړيالان او بې له دې د دوو چارو خير نشته . ( دارمي ١/ ٢٥٢)
  • چې  قيامت شي؛نو د پوهانو د قلم ارزښت د شهيدانو له وينې سره پرتله کوي؛نو (په پايله کې) د پوهانو د قلم رنګ د شهيدانو پر وينه لوړاوى مومي.(الخصال ١/  ١٥٦)
  •  پاک خداى لومړى د پېغمبرانو بيا پوهانو او ورپسې د شهيدانو سپارښت مني،چې منل کېږي هم . (بحار ٨/ ٣٤)
  • د پوهانو د سپرلۍ وسيله يې د شهيدانو له وينې سره وسنجوله او پرې درنه شوه . ( کنز ٢ / ١٦)
  • پوه په ناپوهانو کې داسې دى؛لکه په مړيو کې ژوندى . (الامالي للمفيد : ٢٨ مخ  )
  • پوهان وپوښتئ،له حکيمانو سره راشه درشه ولرئ او له بېوزليو سره ملګرتوب کوئ .( مشکاة الانوار : ١٣٤)
  • هغه دې د دوزخ تيارى نيسي،چې علم د زده كړې موخه يې دا وي، چې له بې عقلو سره پرې خوله ووهي،پر علماوو ځان  دروند وتلي،خلك وغولوي او خلك يې درناوى  وكړي. (تحف العقول)
  • حياء دوه ډوله ده:يوه د عقل له مخې وي او بله د حماقت له مخې ، چې د عقل له مخې حياء د علم نښه ده او د حماقت له رويه حياء د ناپوهۍ نښه ده. (تحف العقول)
  • د مؤمن لپاره؛علم ملګرى،حلم وزير،عقل لارښوونكى،صبر د خلكو بولندوی،سازش پلار،احسان ورور،نسب حضرت آدم،حسب تقوا او ځواني د مال اصلاح ده. (تحف العقول)
  • هغه چې بې علمه كار كوي؛نو تر رغونې به يې خرابول ډېر وي. (تحف العقول)
  • كه خوب ليدل درنه  واخستل شول؛نو مه وارخطا كېږه ؛ځكه په علم كې له راسخانو د خوب ليدل اخستل كېږي . (تحف العقول)
  • زما په امت كې كه دوې ډلې سمې شوې؛نو ټول به سم شي او كه فاسد شول؛نو ټول به فاسد شي.وپوښتل شو: دا څوك دي؟ پېغمبراکرم: فقهاء او واكمنان . (تحف العقول)
  • ښه پوښتنه نيم علم دى او ګوزاره نيم ژوند. (تحف العقول)
  • زما د امت د عاقل لپاره څلور څيزه په كار دي : علم ته غوږ ايښوول،په مغزو كې يې ساتل او خپرول يې . (تحف العقول)
  • ځينې ويناوې جادويي دي،ځينى علمونه جهل وي او ځينې ويناوې د ژبې بېوسي وي. (تحف العقول)
  • عالمان دوې ډلې دي: يوه هغه ډله ده،چې پر خپل علم عمل کوي، چې دا ډول عالمان د قيامت پر ورځ  له ناوړو پېښو خوندي دي. بله ډله پر علم عمل  نه کوي،چې دا ډله پوپنا شوې ده او د قيامت پر ورځ به داسې راپاڅي،چې د بدن  وروست بوى يې دوزخيان هم کړوي . د قيامت پر ورځ به هغه تر ټولو پښېمانه او عذاب يې سخت وي،چې خلک يې دين او خداى ته رابلي او دا بلنه يې اغېزمنه هم وي او هغوى جنت ته ولاړ شي،چې همده ورته سمه لار ښوولې؛خو په خپله ځکه دوزخ ته ولاړ شي،چې پر خپل شته علم يې، چې نورو ته ښوولى،عمل نه وي کړى؛ځکه د ځاني غوښتنو لاروي مې کړې او اوږدې هيلې يې اخرت ته له پام،معنوياتو او حق ته له رسېدو ژغوري .(اصول کافي؛لومړى ټوک،٥٥ مخ )
  • چې کله مې په امت کې بدعتونه راښکاره شول؛نو د عالم دنده ده، چې خپل علم راښکاره کړي او که داسې ونه کړي؛نو خداى به يې لعنت کړي . ( الکافي ١\٥٤)
  • ايا د پوره ديني پوهې خاوند (= فقيه) درته وښيم؟ هو يا رسول الله! ويې ويل : هغه چې خلک له الهي رحمته نهيلي نه کړي او د خداى له مکر (او غوسې) يې خوندي نه کړي،هغه چې خلکو ته د ګناه جواز ورنه کړي او قرآن يوې بلې لارې ته د لېوالتيا لپاره پرېنږدي؛ځکه په هغه علم کې څه خير نشته،چې په ژورې پوهې ولاړ نه وي او په هغه عبادت کې هم خېر نشته،چې د ژورې پوهې پر بنسټ نه وي او (همداراز) په کومو لوستو کې،چې تدبر نه وي،(هغه هم) ارزښت نه لري . (الجعفريات ٢٣٨ مخ )

حضرت معاذ بن جبل (رض) وايي : له پېغمبر اکرم (ص) سره د “ابو ايوب انصاري” په کور کې ناست وم،ومې پوښت: [ يَوْمَ يُنفَخُ فِي الصُّورِ فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًا = پر هغه ورځ چې [د قيامت] په “شپېلۍ” كې پوكى وشي؛ نو تاسې به ډله ډله (محشر ته) راځئ. (النباء\١٨ ) له دې آيته موخه څه ده ؟

پېغمبراکرم(ص) وويل: ((زما په امت کې به لس ډلې وي، چې تر نورو به ځانګړي مخونه لري او راروان به وي( او دا دي: ) بيزو،خنزير(څېرې يې) اړول شوي، ړوند، ګونګ او کوڼ، خپلې ژبې به ژوي او له خولې به يې مردار بوي روان وي او ټول به ترې کرکه کوي . تر مرداراو سخا شوي څيز به بدبوى کوي . د اور تنګې جامې به يې اغوستې وي .لاسونه او پښې به يې غوڅې وي او د اور پر دارونو به راځوړندوي . لومړۍ ډله چغلګر دي،دويمه ډله حرامه خواره دي،درېمه ډله سود خواره دي،څلورمه ډله په قضاوت کې تېري کوونکي دي، پينځمه ډله له ځانه راضي او ځانمني دي،شپږمه ډله بې عمله قاضيان او علماء دي او اومه ډله د ګاونډيانو ځوروونکي دي،اتمه ډله ظالم ته جاسوسي کوونکي دي،نهمه ډله شهوتپال او هغه دي،چې په خپلو مالونو کې يې د خداى حق نه ورکاوه  او لسمه ډله کبرجن دي .[ مجمع البيان ١\ ٤٢٣) .

په يوه اوږد حديث كې راغلي دي : مشهور راهب “شمعون بن لاوي بن يهودا”(نېکه يې د حضرت عيسى (ع) له حواريونو و )،پېغمبر اکرم ته راغى او پوښتنې يې وكړې،چې د ټولو ځواب يې واورېد،ايمان  يې راووړ او د پېغمبر اکرم رسالت يې تصديق كړ.ددې حديث  يوه برخه :

شمعون وويل : عقل څه دى؟ څرنګه دى ؟ څه چې ترې راولاړېږي او څه چې ترې نه راولاړېږي ؟ او ډولونه يې بيان كړئ ؟

پېغمبر اکرم ورته وويل : عقل د ناپوهۍ عقال (زنګونبند) دى،چې د اوښ له زنګونبند سره تشبيه شوى دى.نفس هماغه تر ټولو چټل ځناور دى ،كه زنګونبند ور وا نه چول شي؛ نو خپلسرى به شي . څښتن عقل پېدا كړ او حكم يې ورته وكړ:راشه . راغى . بيا يې ورته حكم وكړ : ولاړ شه  او عقل ولاړ . څښتن وويل : پر عزت او جلال مې قسم،چې تر تا  مې  مطيع او ستر مخلوق نه دى پېدا كړى . بيا له عقله،حلم راولاړ شو،(ورپسې ) له حلمه،علم او له علمه وده، له ودې عفاف (عفت نفس)،له عفافه،ځان ژغورنه او له ځان ژغورنې، حيا، له حيا وقار او له وقاره پر خېر ټينګار او له شره كركه او د ناصح لاروي را ولاړشوي . دا لس عنوانه (چې له عقله راولاړ شوي) له هر يوه لس نور هم راولاړېږي .

د حلم آثار او څانګې

1- ښايسته چلن 2_له نېکانو سره ناسته 3_ له پستۍ سرغړونه4_ ذلت ته غاړه نه اېښوول 5_له نېكۍ سره مينه 6_لوړو درجو ته ورنږدېدل 7_ګذشت يا تېرېدنه 8_ ګوزاره 9_احسان 10_ چوپتيا .

دا هغه ځانګړنې دي ،چې عاقل يې  د حلم له لارې لاس ته راړي .

د علم څانګې

1_په نېستۍ كې بسياېنه2_په بخل كې بښنه ( كېداى شي انسان طبعاً بخيل وي؛خو د علم له مخې سخاوت وكړي) 3_ په خوارۍ كې پرتم ( د علم وقار به ورسره وي،سره له دې د خلكو سترګه به ترې نه سوځي) 4_ په ناروغۍ كې روغتيا 5_ په لرې كې نږدې 6_ په سماجت كې حيا 7_ په ټيټوالي كې رفعت يا لوړوالى 8_ په ټيټال كې شرف 9- حكمت 10_ ګټه او مقام .

 دا هغه ګټې دي،چې عاقل يې د علم له لارې لاس ته راوړي  او څومره بختور دى هغه ،چې  هوښيار وي او هم پوه.

د ودې څانګې

1_زغم 2_ هدايت يا لارښوونه3_ نېك چلن 4_ تقوا 5_ منال 6_ تعادل 7_ منځ لاري 8- ثواب 9_ كرم 10_ د څښتن د دين پېژندل .

دا هغه ګټې دي ،چې د ودې له لارې د عاقل لاس ته راځي او څومره بختور دى هغه ،چې له روښانې لارې لاس نه اخلي .

د عفاف څانګې

1_څه چې لري،ورباندې راضي وي 2_ ځان وړوكى ګڼل 3_ ګټه 4_ هوساېنه5_ تر لاس لاندې سره  زړه سوی6-  ځان ټيټ شمېرل 7_ يادونه 8_ فكر 9_ بښنه 10_ سخاوت .

د مړه خواينې يا  ځان ساتنې څانګې

1_ صلاح 2 _ تواضع 3_ تقوا 4_توبه 5_فهم  6_ ادب 7_ احسان 8_مينه ناكېدل 9-خېر رسول 10_ له شره ځان ساتل .

د حيا څانګې

1_نرمي 2_لورنې 3 او 4_ په پټه او ښكاره دواړو كې څښتن ته پام 5_ روغتيا 6_ له شره ګوښه كېدل 7_روڼ مخي يا د ورين تندي درلودل 8_ پراخ لاسي 9_ برى 10_ نېکنومي يا د ښه نوم درلودل .

د وقار څانګې

1-پېرزوېنه 2_دورانديشي (لرليد) يا د پراخ فکر درلودل3_ امانت ساتنه 4_ خيانت نه کول5_ رښتيا ويل 6_ پاكلمني 7_د مال اصلاح 8- له دښمن سره مقابلې ته چمتوالى 9_ له بديو منع 10_ د بې عقله كارونو پرېښوول .

پر خير د ټينګار څانګې

1_ د بدو چارو پرېښوول 2_ له حماقته لرېوالى3_له ګناه لاس اخستل 4_ يقين 5_ له خلاصون سره علاقه6_ د رحمان څښتن لاروي 7_ د دليل او برهان درناوى8_ له شيطانه لرېوالى 9_د عدل منل 10_ حق ويل .

له شره د كركې څانګې

1_وقار 2_صبر 3_ په كړنلار كې زغم 4_ د هدايت يا لارښوونې دوام 5_ پر څښتن ايمان  6_ د خلكو درناوى  7_ اخلاص 8_ د بې ځايه چارو پرېښوول 9_نصرت 10_پر ګټورو چارو لاس پورې كول .

 د ناصحانو د لاروۍ څانګې

1_ د عقل ډېروالى 2_د عقل تكامل يا بشپړتيا 3_ ښه پاى 4_ له ملامتيا خلاصون 5_ منل 6_دوستي 7-ورين تندى 8_په چارو كې مخكښي 9_انصاف 10_ د څښتنه د لاروۍ ځواک .

د ناپوهه نښې

شمعون وويل : د ناپوهه نښې هم راته ووايئ .

پېغمبر اکرم (ص) ورته وويل : که ورسره ملګرى شى؛نو و به دې كړوي . كه ترې ځان راټول كړې؛كنځلې به درته وكړي . كه څه درسره وکړي؛نو د كړنو منت به درباندې كوي او كه څه وركړې؛نو نامننه كوي . كه راز ورته ووايې؛رابرسېروي يې او كه راز درته ووايي؛نو  پر رابرسېرنې به دې تورن كړي . كه كوم ځاى ته ورسي؛نو ځان ترې وركېږي.كه بينوا شي؛ نو د څښتن له نعمتونو انكار كوي او د ګناه پروا نه کوي . په ښادۍ كې پړي شلوي،په غم كې نهيلېږي .خندا يې پر کټ کټ وي او ژړا يې پر سورو. پر نېكانو ملنډې وهي . څښتن پرې ګران نه وي او په پام كې يې نه نيسي،له څښتنه حيا نه کوي او نه يې رايادوي . كه و يې ستايې؛نو درنه خوشحاله وي او له دروغو به درته فضايل جوړ كړي .كه خپه دې كړ؛نو ټولې نېكۍ به دې ورسره په سيند لاهو وي او څه چې يې پر خوله راځي، درته يې وايي .

د اسلام نښې

وويې ويل : د اسلام نښې را ته ووايئ .

 رسول اکرم (ص) وويل : ايمان ،علم او عمل .

و يې پو ښت : د ايمان ،علم او عمل نښې راته ووايه .

د ایمان نښې

پېغمبر اکرم (ص) وويل : ايمان  څلور نښې لري : د څښتن پر يو والي اقرار، پر څښتن، كتابونو او پېغمبرانو يې د زړه له كومې اعتقاد يا ګروهه .

 د علم نښې

علم څلور نښې لري : پر څښتن علم ،د پر دوستان علم ،پر الهي واجباتو علم او ورته پام  او څرنګه ،چې پكار وي، هماغسې تر سره شي .

عمل دادى : لمونځ ،روژه ،زكات او اخلاص .

 ويې پوښت : رښتين، مؤمن، د پراخې سينې خاوند، توبه ګار ، شكر اېستونكي ، خاشع، صالح، ناصح، باوري، خلص، زاهد، نېک، پرهېزګار، د متكلف،ظالم،رياكار،منافق،حسود،اسراف كوونكي، غافل ،خاين ،تمبل ، دروغجن او فاسق نښې څه دي ؟

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!