تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ لَا أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ(القیامت/۱) ژباړه : د قيامت پر ورځ قسم کوم! وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ (القیامت/۲) ژباړه : او قسم خورم پر (ويښ وجدان او) ملامتوونکي نفس (چې قيامت حق دى)!  وجدان؛ د معاد پر شتون يو دليل: حقيقت دا دى، چې په انسانانو كې د وجدان د محكمې […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

لَا أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ(القیامت/۱)

ژباړه : د قيامت پر ورځ قسم کوم!

وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ (القیامت/۲)

ژباړه : او قسم خورم پر (ويښ وجدان او) ملامتوونکي نفس (چې قيامت حق دى)! 

وجدان؛ د معاد پر شتون يو دليل: حقيقت دا دى، چې په انسانانو كې د وجدان د محكمې شتون، د معاد پر شتون يو دليل دى، چې د ښو چارو پر مهال د بنيادم روح شحالي كوي او په دې توګه بدله وركوي او د بدو چارو يا د ګناهونو په كولو، روح يې تر سخت دباو لاندې نيسي او سزا وركوي او ربرړوي يې؛ تر دې، چې كله د وجدان د عذاب له ژغورنې په ځانوژنې لاس پورې كوي. يعنې په رښتینه كې يې وجدان د اعدام حكم كړى دى، چې په خپل لاس یې عملي كوي. البه نفس لوامه (ملامتګر وجدان) په ځينو انسانانو كې ډېر پياوړى او په ځينو كې كمزورى او بېوسې دى؛ خو په هر حال په هر انسان كې شته؛ خو دا، چې څوك يې په ډېرو ګناهونو يو مخې له كاره وغورځوي( نمونه تفسیر، 25: 275 مخ) په دې توګه دا، چې كوچنۍ نړۍ (د انسان) په خپل زړه كې كوچنی نياوتون – محکمه لري؛ نو څنګه به ستره نړۍ (د هستۍ غونډال – نظام) د عدل – نياو ستره محكمه ونلري؟ نو ځكه پوهېداى شو، چې اخلاقي وجدان د قيامت لپاره يو نښه ده او هم د سورت د لومړيو د دو قسمونو ښه اړيكه هم راته څرګندېږي. په بله وينا، دويم قسم، لومړى قسم ته يو دليل دى (نمونه تفسیر، 25 ټ: 283 مخ)

 

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!