تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ولسواکي د دې اخلاقي ارزښت زوکړه ده: «څه چې ځان ته نه خوښوې، نورو ته يې هم مه خوښوه». دا ټکی چې انسان ځان ته هماغه څه خوښ کړي چې نورو ته يې خوښوي، يو ډېر لرغونی اخلاقي ارزښت دی. دا نظريه په حقوقي او سياسي نظامونو کې ډېر اهميت لري. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ولسواکي د دې اخلاقي ارزښت زوکړه ده: «څه چې ځان ته نه خوښوې، نورو ته يې هم مه خوښوه».

دا ټکی چې انسان ځان ته هماغه څه خوښ کړي چې نورو ته يې خوښوي، يو ډېر لرغونی اخلاقي ارزښت دی. دا نظريه په حقوقي او سياسي نظامونو کې ډېر اهميت لري. څه چې نن هېوادوالو ته د مساوي او يو رنګ فرصتونو په نامې پېژنو، د همدې آر او په څېر آرونو يې زوکړه ده.

له اخلاقي پلوه هم د اشاعره وو په څېر کسان چې اخلاقي حسن و قبح ته پر ذاتي مبنا قايل نه دی او غواړي چې اخلاق ارواپوهنې او ټولنپوهنې ته ورستانه کړي، همدا آر يې د تېښتې غوره ځای دی. دوی ګروهن دي، څه چې په ټولنه کې د اخلاقي نظام په نامې روان دي په همدې آر پسې ور روان دي. په حقیقت کې له ټولو سره د ځان د یو رنګول د همدې کچې له مخې عمل کول دي. ان که د کړنو په ذاتي ښه والي او بدوالي فتوا ورنکړو؛ يعنې لازم نه ده چې چاته ووايو دروغ مه وايه؛ ځکه ذاتاً بد دي. کافي ده ووايو که نه غواړې څوک دروغ درته ووايي (يا ظلم وکړي، يا ټګي وکړي يا تېری وکړي….) ته هم له نورو سره دغسې مه کړه. دا په پېچليو اخلاقي قضاوتونو کې د عقل کارونې پر ځای د انسانانو له حس او عاطفې ګټنه ده. سعدي د همدې آر په څرګندولو کې وايي:

من شنیدم ز پیر دانشمند

تو هم از من به یاد دار این پند

آنچه بر نفس خویش نپسندی

نیز بر نفس دیگری مپسند

دا شاعره وو او معتزله وو ترمنځ د شخړو يوه بېلګه دا و چې فرض کړئ، څوک په اوبو کې لوېدلی او مخ پر هلاکېدو دی هلته څوک نشته چې ژغوروونکی وستايي يا بدله ورکړي؛ خو تاسې سيند ته وردانګئ او هڅه کوئ چې ډوب شوی وژغورئ. معتزله وويل دا کار په دې پار کوئ چې د ژغورنې چار يو ذاتي ښه چار دی؛ نو ځکه نېکي او بدي ذاتي ده. اشاعره وويل په دې شرايطو کې د وګړي ژغورل په دې پار دي چې انسان ځان د ډوب شوي په څېر انګېري او دا چې ښه يې ايسي چې لازم ده بل یې هم له دغسې حالته وژغوري؛ نو په دغسې سرښندنه لاس پورې کوي نه دا چې  د دې چار د ذاتي حُسن په اړه سوچ وکړي.

د اخلاقي ارزښتونو د عملي کېدو ټولنېز لارې چارې

خو دا چې ټولنه له دې آره لاروي وکړي، بايد څه شرايط چمتو شي؟ که په يوې ټولنې کې په اصطلاح د شتمنۍ او ځواک سرځوړي موجوده وي؛ يعنې شتمني او ځواک تل پر يو ځانګړي لوري ورښوی شي، په دغسې ټولنه کې د دې اصل او آر پلی کونه ناشونې ده؛ ځکه دا اصل په ساده ژبه راته وايي، که دې ښه ايسي څېزونه په اسانۍ ترلاسه کړې، بايد ښه دې وايسي چې همدا څېزونه نورو ته هم اسانه ور پر ګوتو شي.

که ته ډېرې سوکاليزې او روغتيايي شونتياوې لرې، همدا نورو ته هم وغواړه؛ نو ځکه که ټولنيز غونډالونه (نظامونه) وغواړي دا غوښتنې عملي شي، بايد داسې سنبالنه وشي چې ټول خلک د ژوند په لوبه کې مساوي فرصتونه او امکانات ولري. که له پيله د لوبې مقدمات داسې اُډون (ترتیب) شوې وي چې وار له مخکې وړونکي معلوم وي؛ نو په دې حال کې دا آر لتاړ شوی دی.

 البته خبره دا نه ده چې خلک يو لاس کړو، دا کار شونی نه دی؛ خو خبره دا ده چې د دې آر ټولنېزول څه غوښتنې لري او خلکو ته مازې سپارښتنه نه شو کړای چې دغسې وچلېږئ. په همدې دليل، کله چې په لويديځ کې دې آر د يو حقوقي غونډال (نظام) بڼه ومونده، سر يې له ولسواکۍ (او دموکراسۍ) راپورته کړ. په بله وينا که غواړئ دا آر د خپلو کړنو چورليز (محور) کړئ او ووايئ، څه چې راته روا دي، يا ترې برخمن يم، نور هم ترې برخمن شي؛ نو هله بايد په ټولنه کې د شتمن او واک عادلانه ويش ته غاړه کېدئ.

علي (ک) په همدې آر پسې وايي:

لَا تَظْلِمْ كَمَا لَا تُحِبُّ أَنْ تُظْلَمَ

«ظلم مکوه، لکه څنګه چې دې نه خوښېږي بل تېری درباندې وکړي.»

بايد په ټولنه کې د ظلم لرې کولو ته لازمې لارې چارې چمتو شي

مسلماً دا آر يوازې وګړيز ظلم نه رانغاړي. بايد د دې اخلاقي آر عملي کولو ته مساعد ټولنيز او سياسي شرايط چمتو کړو. خو فرض کړئ چې په يوې ټولنې کې د ځواک وېش داسې دی چې يوه ډله واکمنه وي او د چا زور پرې ونه رسي؛ خو دوی پر نورو زورور وي او له دې لامله نور پر دوی ظلم ونشي کړای؛ خو دوی يې کړای شي.

جوته ده چې په دغسې يوې ټولنې کې دا آر لتاړېږي. او که دا ډله په ظلم لاس پورې نه کړي او متقي هم وي، بيا هم د دې ټولنې د جوړښت غوښتنه له دې آر سره په ټکر کې ده. ټولنه بايد داسې وي چې د احتمالي ظلم مخه ونيوای شي او په قرآني اصطلاح يو بل ته په حق سپارښتنه او پر صبر سپارښتنه وکړای شي.

مهمه دا ده چې پوه شو اخلاقي دستورات لکه ايثار، سرښندنه، جود، سخا او انفاق د يوې ناروغي، نا انډولې او نا هموارې ټولنې د رغولو لپاره نه دي؛ بلکې د يوې سالمې او روغې رمټې ټولنې د انساني ژوند د غځېدا لپاره دي. دا دستورات جوړښت سازي نه دي. يوازې د يو سالم جوړښت په دننه کې، مثبته پايله ورکوي.

د کار ستونزه دا ده چې يو شمېر دیندار او ان چارواکي انګېري، ټولنه به د دې اخلاقي دستوراتو په عملي کولو، په تېره په دې پېچلې زمانې کې، خپل مناسب اقتصادي جوړښت خپل کړي او له ځواک او شتمنۍ راولاړ شوي ظملونه به له منځه ولاړ شي؛ خو دا يو باطل ګومان دی. دا احکام سياستګذارۍ ته نه دي او بنسټيز ستونزاواری نه کوي.

د علي (ک) په تعبير، «العدل سائس عام و الجود عارض خاص»، عدل سياستګزار دی؛ خو جود، يوه محدوده او موضوعي عارضه ده او سترې سترې چارې سنبالولای نشي. خيريه سازمانونه هم يوازې په يو ټولنيز او سياسي چوکاټ کې کارېږي  نه په هر چوکاټ او جوړښت کې.

جود، انفاق، کرم او په څېر يې، تل نادرې چارې دي او د عادلانه قوانينو ځای نيوای نشي. له خمس او شرعي زکاته هم نبايد له بريده ور هاخوا تمه ولرو؛ ځکه فقه، تل حداقلي ده. له تعزيراتو او تاديباتو هم ډېره پايله اخستای نشو. دوی د کار د پای لپاره دي. ټولنيز انتظام تر دې چارو پورته دی. البته د خبرې مانا مو دا نه ده چې ولسي مرستې ناليدلې وګڼل شي په پای کې ټولې چارې بايد خلک وکړي؛ خو عارضي او نادرې کړنې، کله هم د عامو او عادلو قوانينو ځای نه نيسي.

علي (ک) زیاتوي:

وَ لَا تَقُلْ مَا لَا تَعْلَمُ وَ إِنْ قَلَّ مَا تَعْلَمُ وَ لَا تَقُلْ مَا لَا تُحِبُّ أَنْ يُقَالَ لَكَ

«پر څه چې نه پوهېږې مه يې وايه، که څه هم په اړه يې لږ پوهېږې او داسې څه مه واست، چې ښه دې نه راځي درته وويل شي.»

دلته د علي (ک) پر جمله یوه بله جمله  ورزياتوم:

دا جمله په دوو ډولونو روايت شوې ده. لومړی نقل دا دی چې د « مؤمن له نښو ځنې دا ده چې خبره يې پر عمل نه ورمخکې کېږي.» په نورو نقلونو کې راغلي «خبره يې پر عمل نه ور ړومبۍ کېږي» يعنې عمل يې د خبرو هومره دی. له خدايه غواړو. چې له نفس سره د مجاهدت او پر خلکو د لورنې توفيق راکړي.

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!