تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ رسول الله (ص) او ګڼ ښځي  ولې رسول الله (ص) ډېرې مېرمنې درلودې؟ ځواب : د  رسول الله (ص) ودونه د شهواني او جنسي چارو په پار نه وو؛ځکه لومړى: له ٢٥ تر۵۳کلنۍ؛يعنې مړينې ته يې تر لسو کلونو يې يوه مېرمن درلوده؛ هغه هم ام المؤمنين خديجه وه (آنحضرت په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

رسول الله (ص) او ګڼ ښځي

 ولې رسول الله (ص) ډېرې مېرمنې درلودې؟

ځواب : د  رسول الله (ص) ودونه د شهواني او جنسي چارو په پار نه وو؛ځکه لومړى: له ٢٥ تر۵۳کلنۍ؛يعنې مړينې ته يې تر لسو کلونو يې يوه مېرمن درلوده؛ هغه هم ام المؤمنين خديجه وه (آنحضرت په ٢٥ کلنۍ کې له څلوېښت کلنې خديجې رضی الله عنها سره واده وکړ) .

دويم: رسول الله (ص) ٦٣ کاله عمر وکړ او د  رسول الله (ص) ټول پر له پسې ودونه د ژوند په لسو وروستيو کلونو کې وو .

دلته څو پوښتنې دي :

١ -ايا تر ٥٣ کلنۍ وروسته د ژوند په وروستيو لسو کلونو کې، د پنځوسو جګړو ترڅنګ ويلاى شو،چې دا پرله پسې ودونه د شهوت لپاره وو؟

٢- ايا انسان د ځاني غوښتنو او شهوت لپاره له کونډو، زړو، طلاقو شويو او پرېښوول شويو ښځو سره واده کوي؟

د  رسول الله (ص) په مېرمنو کې يوازې يوه پېغله وه او هغه ام المؤمنين عايشه رضی الله عنها وه او هغه مهال،چې  رسول الله (ص) ورسره واده وکړ؛نو له عمره يې ٥٦ کاله تېر شوي وو.

هو له پرله پسې ودونو يې موخه د ټبرونو راجذبول وو .

٣-ايا د جګړو پر مهال تر ٥٣ کلنۍ وروسته له داسې مېرمنو سره د خوند اخستو شننه سمه ده؟

واقعيت خو دادى،چې هغه مهال دود و،چې ټبرونو به د خپلو زومانو او خپلوانو ملاتړ کاوه او  رسول الله (ص) هم تشخيص کړ، چې بايد له څو ټبرونو سره خپلوي وکړي،چې د خپلو موخو د پلي کولو لپاره يې له ملاتړه برخمن شي او هم دا چې ټبرونه يې له بل سره کينه ونکړي؛نو ګران پېغمبر ان خپلې ځينې مېرمنې و نه ليدې. د بېلګې په توګه، ابوسفيان او معاويه، چې لا مسلمانان شوي نه ول؛ د معاويه خور يې له مېړه سره مسلمانان شول او حبشې ته يې هجرت وکړ او مېړه يې په حبشه کې مسيحي شو؛ نو دا بېچاره ښځه نه اوس مېړه لري او نه خپل پلرګنۍ ته ورستنېداى شي. آنحضرت پيغام ورواستاوه،چې ته زما مېرمن يې،چې پر روحي او ټولنيزو ټپونو يې ملهم شي .

ځينې ودونه يې د دودونو د ماتولو او نورو ته د لار پرانستو په پار وو .[1]

بل دليل دادى،چې آنحضرت له يوې مېرمنې هم د اولاد څښتن نشو او د ټولو مهريه به يې يو شان ورکوله (د امام صادق (رح) د وينا له مخې د ټولو مهريه ٥٠٠ درهمه وه) .

د ټولو مېرمنو لګښت يو شان و،د سهار تر لمانځه وروسته يې ټولو ته سر ورښکاره کاوه،يوې هم ترې طلاق و نه غوښت او شپې يې پر ټولو ايشلې وې .

لنډه داچې د  رسول الله (ص) ډېرى ښځې کوڼدې وې او د ځوانۍ او ښکلا پېر يې تېر شوى و او هر يوې يې بيا واده کړى و او پلار مړي ور پر غاړه وو او د  رسول الله (ص) واده هم ورسره تر پنځوس کلنۍ وروسته و،چې دا مهال پېغمبر خپل نوم او نښان موندلى و او خورا ښکلې پېغلې ورسره واده ته چمتو وې او پخپله دا يو ستر دليل دى،چې د رسول الله (ص) د پرله پسې ودونو موخه يې سپېڅلې موخې او مصالح وو او هېڅکله د ځاني غوښتنو او شهوتپالۍ تور پر  رسول الله (ص) لګېداى نشي .

سره له دې،چې  رسول الله (ص) خورا مېرمنې درلودې؛خو بيا يې هم د شپې ډېرى برخه له خداى سره په خلوت او راز و نياز کې تېرولې،تردې چې د خداى له لوري ورته حکم راغى،چې لږ ويده کېږه هم[2] او دا موږ يو،چې د يوې مېرمن په درلودو مو هم خداى هېر کړى دى. د مېرمنو ډېروالى که د ودې، معنويت، جهاد، عبادت او د ټولنې د دردمندانو او بېوزليو د خدمت مخه و نه نيسي او د مېرمنو ترمنځ د بې عدالتۍ لامل نشي؛ بلکې د هغوى د پالندويۍ،عزت او خلاصون  لامل شي؛نو هېڅ عقلي خنډ يې په لار کې نه ليدل کېږي. که کله د مېرمنو ډېروالى په سترګو بد لګي؛نو يو له دې لاندې دليلونو له امله دي :

١-سړى د مېرمنو حق عادلانه نه ورکوي .

٢-د مېرمنو له ډېروالي د سړي موخه شهوتپالي او ځاني غوښتنې وي؛نه سپېڅلې موخې .

٣- د سړي نور استعدادونه يوازې مېرمنپالي کېږي .

خو که د مېرمنو ډېروالى وي او پورتني خنډونه پر لار نه وي؛ نو پروا نه لري او د تاريخ په ترڅ د بې مړوښو ښځو شمېر د بې ښځو سړيو تر شمېره خورا ډېر دى، لرې به نه ځو او زموږ په همدې خپل هېواد کې چې په ميليونو شهيدان مو ورکړي دي او مېرمنې يې کونډې دي. دا يو خوا،بلخوا پلارمړي او يتيمان پالندويۍ ته اړمن دي؛ نو پردې بنسټ د مېرمنو د ډېروالي آر پروا نلري؛ خو يو لړ عوارض لري، چې هغه عوارض، ځاني غوښتنې، شهوتپالي او بې عدالتي يو خوا او د ځينو مېرمنو بېځايه تمې بلخوا له دې مسلې نه يوه ستره ستونزه جوړه کړې ده.

قرآن کريم د مېرمنوالۍ په آرونو کې پېغمبراکرم ته وايي: بايد داسې مېرمنداري او ژوند وکړې،چې خپه نشي، (و لا يحزن) . د قرآن د وينا له مخې مېرمنوالي بايد داسې وي، چې د ښځې سترګې له مېړه سره روښانه شي (ادنى ان تقر اعيهن) سړى بايد کوښښ وکړي، د وحې،فطرت او عقل په چوکاټ کې خپله مېرمن راضي کړي (و يرضين) او څوک چې ډېرې مېرمنې لري،بايد ترمنځ يې په عدالت چلن وکړي او که د خپل عدالت په اړه اندېښمن وي؛نو په يوه دې بسیا وکړي (و ان خفتم الا تعدلوا فواحدة) مېرمنوالي بايد د قرآن د آيتونو له مخې پنځیز – طبيعي او د عقل په خوښه وي (و عاشروهن بالمعروف)؛يعنې هېڅ کړاو دې پکې نه وي؛البته د ښځې يا مېړه نه خپګان او خوښېدل د الهي قانون په چوکاټ کې دي؛او يو ځل چې پېغمبراکرم د خپلې مېرمنې د خوښۍ په پار شات و نه خوړل؛نو خداى ورته وويل،چې ولې دې د مېرمنې د خوښۍ په پار د خداى حلال پر ځان حراموې .(لم تحرم ما احل الله لک تبتغى مرضات ازواجک) .

يو ځل د رسول الله (ص) مېرمنو ترې وغوښتل،چې اوس چې په جګړو کې بري مومې او جنګي غنايم دې لاس ته راځي؛نو موږ ته سره سپين او د ژوند يو لړ د هوساېنې وزلې چمتو کړه،آنحضرت وويل: په غنايمو کې د ټولو مسلمانانو برخه ده؛ نه زما د مېرمنو او که د دنيا غوښتونکي ياست؛ نو په لورنه به مو مهريه درکړم او  خوشې به مو کړم .

پاک خداى وايي : ((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ إِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا[3] = پېغمبره! خپلو مېرمنو ته دې ووايه:((كه تاسې د دنيا ژوند او ښکلا يې غواړئ؛ نو راشئ،چې ګټه (=ښه څورې) دركړم او په ښه وضعيت مو خوشې كړم . ))

١-د مشر ژوند بايد ساده وي او مشر بايد د مېرمنو له غوښتنو اغېزمن نشي .

٢-د بيت المال ډېروالی دې د خپلوانو تمې پورته يو نه سي .

٣-الهي پازوالۍ – مسووليتونه تر کورنيو پازوالیو او د هغوى د غوښتنو تر پوره کولو پورته دي .

٤-په پرېکندتوب د خپلوانو د تمو مخه ونيسئ؛ځکه د دنياپالۍ خطر ان د نبوت کورنۍ هم ګواښي .

٥-که څه د زر او زيور ساتل حرام نه دي؛خو د نبوت د کورنۍ په شان کې نه دي؛ځکه د خلکو سترګې مشر او کورنۍ ته يې دي او بايد د مشرۍ د سپېڅلتيا په پار د ژوند له ځينو هوساينو تېر شو .

٦-ښځه ازاده ده،هم کولاى شي په ساده ژوند نېکمرغه ووسي او هم کولاى شي بله لار وټاکي .

٧-که طلاق ته اړ شوئ؛ نو د بېلتون لار دې هم په عدالت او نېک چلن ووهل شي .

٨-که له چا سره بيت المال راټول شي؛نو د هغه اوبو په څېر دى،چې د بند تر شا راټولېږي،چې بايد سمه کړلار ورته جوړه شي او بېځايه لګول يې ستره ګناه ده .

٩- بقرې سورت له ٢٤٦ نه تر ٢٥١ آيتونو يوه مهمه کيسه راوړې ده،چې په تفسير نور[4] کې يې ورته اتيا ټکي ويلي دي،چې يو يې دادى،چې د مؤمنانو مشر جګړې ته د تګ پر مهال خپلو يارانو ته وويل : خداى به د خپلو پتمنو يارانو د پېژندو په پار او داچې له نسپالو هوسا غوښتونکيو يې توپير کړي؛نو په لار  کې به مو د ويالې په اوبو و ازمېيي او چاچې ترې اوبه وڅښلې؛نو له موږ ځنې به نه وي (من شرب فليس منى) او څوک يې چې و نه څښي؛نو له موږ ځنې به وي (و من لم يطعمه فانه منى)؛ خو داچې يوه لپه ترې راواخلي او و يې څښي .

چې د اړتياوو هومره حساب (يوه لپه اوبه څښل) له بشپړې بریا سره توپير لري .

ددې په پامنيوي کېداى شي وويل شي،چې د پازوالانو په سترګو کې بيت المال د ويالې د اوبو مثال لري؛نو څوک چې پرې خېټه واچوي؛نو (فليس منى) او که څوک يې د اړتيا هومره ولګوي؛نو (فانه منى) دى .

خداى د کهف په سورت کې هغه ځوانان ستايلي دي،چې په غار کې ژوند ته يې پر ټول هوسا ژوند لومړيت ورکړ،تردې چې پر مزار يې د جومات د جوړولو سپار‌ښتنه کړې ده،چې په تاريخ کې ټولو په تېره هغه حق پلوي لږکي پوه شي،چې بايد په کفري هېوادونو کې د توکیز هوسا ژوند په پار له خپلې ګروهې لاس وانخلي او که نشي کولاى،چې خپل دين وساتي او نشي کولاى چې د ژوند له څو ورځو هوساينې تېر شي؛ نو خپل دين دې بلې سيمې ته په هجرت وساتي .هو ! د دنيا غواړيو دين پلوريو نومونه له منځه ولاړل؛خو د مهاجرينو نومونه پاتې شول .

دا ده د (والعاقبة للمتقين) مانا او دا د (والعاقبة لاهل التقوى) مانا .

 رسول الله (ص) د قرآن په حکم خپلو مېرمنو ته داسې ځواب ورکړ :

لومړى : د مېرمنو اصلي ځاى کور دى (و قرن فى بيوتکن)

دويم :که پکار وه،چې له کوره ووځي؛نو ناز دې نه کوي . (و لا تبرجن)

درېم: له خلکو سره د خبرو پر مهال دې مکېزناکې خبرې نکوي، چې په رنځورو زړونو کې ورته تمه پيدا نشي. (فلا تخضعن بالقول فيطمع الذى فى قلبه مرض)

هو ! د رنځورو زړونو خاوندان او ځانپالي ان د رسول الله (ص) له مېرمنو هم لاس نه اخلي؛ نو پردې بنسټ يوازې د ښځې سموالى بسيا نه دى؛ بلکې بايد په کوڅو او واټونو کې د نورو هوسونه ځان ته رامات نه کړي. په زړه پورې خو دا ده،چې قرآن وايي: ان که يو رنځور زړی تمه وکړي (خو نور وګړي عفيف وي)؛نو تاسې د هماغه يوه تن په پار هم مکیزناکه خبرې مه کوئ . (الذى فى قلبه مرض) و يې نه ويل ( الذين فى قلوبهم مرض) .

څلورم : که څه د احزاب د سورت په ٣٣ آيت کې د رسول الله (ص) مېرمنو ته په کور کې پاتېدل اوڅار شوي؛ خو په کور کې دا ناسته له پوهې او حکمته د وروسته پاتېدو په مانا نه دي؛ځکه په ٣٤ آيت کې وايي : ((او څه چې ستاسې په كورونو كې له  الهي آيتونو او حكمت او پوهې (خبرې) لوستل كېږي (؛نو) ياد يې كړئ،په حقيقت كې خداى ځيرن باخبر دى.))؛يعنې د پوهې، عقل، فهم، درک، ودې او عمل له پلوه د قرآن له رڼا ګټنه وکړئ .

نو په دوو پرله پسې آيتونو کې د پېغمبراکرم مېرمنو ته درې حکمه راغلي دي؛ لومړى: پاتېدل (قرن)، دويم :که له کوره بهر وتو ته اړتيا شوه؛ نو ساده دې راووځي او ځان دې نه ښيي (لا تبرجن) او درېیم : علمي، آندیز او عقلي وده (واذکرن …)

داچې دا موضوع مهمه ده؛نو دلته مو نوره رڼا هم پرې اچولې ده،چې ګران لوستونکي د رسول الله د ګڼ ښځۍ پر حکمت پوه شي، چې د ګڼ ښځۍ لاملونه یې ټولنیز سازښتونه – مصلحتونه ول .

 د رسول الله (ص) د ګڼ ښځۍ خواله[5]

 پېغمبراکرم (ص) مو ولې ګڼ ښځی و ؟

 د ولسونو د دودونو په اړه ویینه

د هر ولس دودونه یې د جغرافیايي، وټیز، روزنیز او اندیز چاپېریال زوکړه ده، چې د پېړیو په تېرېدو په ولس کې پیاوړی او کوټلی شوی؛ نو هر څېړونکي ته د هغه ولس د ددودونو څېړل خورا ستونزمن چار دی، چې د خپل موقعیت له مخې،د تاریخ خاوندان دي،په تېره هغه مهال،چې په ټولیزه یا ځینې اوسني دودونه يې له پخواني دودونو سره په ټکر کې وي؛ ځکه نه شو کولای په هغه لید او دود د ژوند وټیز او سیاسي چاپېریال او اړیکو د بېلابېلو ولسونو روزنې او اختلاط ته وګورو او د هغه وخت د خلکو د آند په باب ورمندون وکړو .

موږ نن په سترو ښارونو کې ژوند کوو،په هوسا کورونه کې اوسېږو او تر شوني بریده له نومهالي – ماډرنو شونیتاوو ګټنه کوو؛لکه موټرونو، انټرنټ، ټیلفون او … ګټنه کوو.دودونه مو د یوه داسې چاپېریال له مخې دي .

اوس په همدې لنډې سریزې او په همدې لید او اخستنې،چې له خپلې ټولنې یې لرو څنګه کولای شو د څوارلسو پېړیو مخکې دودونو په اړه ورمندون وکړو او پایله ترې واخلو ؟!

د ټبریز او په کلا کې، تر کېږدۍ لاندې او په بېديا کې د ژوند دودونو په اړه څه پوهېږو؟که په څه یې پوه شو؛نو آیا دا پوهه مو دومره ده،چې ځان په هغه ټبر او یا يې د دودونو په چوکاټ کې وننګېرو او اکر بکر – حالات د هماغه وخت په لیدلوریو او په پای کې په د هماغو وختونو په روزل شویو خویونو ورمندون وکړو؟

هېڅکله ادعا نه کوو،چې په دې چکر کې به مو په بشپړه مانا لارښود ووسو او د عربستان د سیمې د ټبرونو ټولنیز دودونه هغه هم څوارلس پېړۍ مخکې به درښکاره کړو،چې تاسې هم ځانونه یو له هغوی ځنې وګڼئ؛ بلکې هڅه کوو،چې تر شوني بریده د هغه چاپېریال اکر بکر – حالات دروسپړو او د هغه سیمې له تاریخي حقایقو سره مو آشنا کړو .

 د تاریخ ځینې حقیقتونه

ټول تاریخپوهان؛دوست که دښمن یوه خوله دي،چې تر اسلام پېر د مخه د عربستان د سیمې خلک:

  • د ژوند چاپېریال د ناوړتیا له امله يې په کېږدیو کې ژوند کاوه؛ نو د معیشت برابرونې لار یې نه کرهڼه او یا هم شپني نه وه؛ بلکې په لوټ او یو د بل په وژلو یې لاس پورې کاوه، چې په دې توګه يې د یو څو ورځو لپاره خپله سوکړه ځپلی نس د لوږی له لېوانو خوندي ساتله .
  • بې له یمن او شام نه او یو څو وړو ښارونو ځنې (که ښار ورته وویل شي) چې ستر يې مکه او یثرب و، په دې سوځنده سیمه کې د تمدن او ابادۍ هېڅ نښه نښانه نه لیدل کېده .
  • شتمني د مکه د بوت لمانځو فیودالانو او د مکې د قریشو د ټبر او د یثرب د یهودانو په لاس کې وه او بې له دې يې نور ټول وګړي بېوزله ول .
  • ناوړه چاپېریال او کېږدۍ مېشتۍ يې د ژوند اکر بکر – حالات دومره ستونزمن کړي ول،چې د یو تن وژل يې وراسان کړی و او ځينو خو به یې د بېوزلۍ له امله خپلې ځیګر ټوټې او نوزېږې لوڼې ژوندۍ ښخولې،چې د دسترخوان پر سر یې خوړونکي لږ وي .

[قُلْ تَعَالَوْاْ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلاَّ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ [6]=(ورته) ووايه : (( راشئ! پالونكي مو،چې پر تاسې څه حرام كړي دي، درته ولولم :” دا چې څوك له خداى سره مه شريكوئ او له  موروپلارسره نېكي وكړئ او خپل اولاد د تنګسې  له (وېرې) مه وژنئ ، موږ تاسې او هغو ته روزي وركوو او ناوړه چارو ته كه ښكاره وي كه پټ، مه نژدې كېږئ  او هغه نفس (انسان) چې خداى محترم ګڼلى، مه وژنئ؛خو پر حق ( او د استحقاق له مخې ). دا (هغه څيز دى،چې خداى) يې درته سپارښتنه كړې ده، ښايي عقل وکاروئ . ]

دوی ځکه وېرېدل،چې :

  • په جګړو، تېښته،وژنو او لوټنو کې نجونې نه یوازې کمرزوې دي؛بلکې د بېوزلۍ له امله ډېر ژر فحشا ته لاس اچوي او د کورنۍ پت لتاړي .
  • د جسمي کمزورۍ له امله، په ماتو او شا ته تګونو کې په اسانۍ د دښمن لاسونو ته ورځي،بندیانېږي او وینځېږي .
  • په ټبر او کورنۍ کې د لګښتیانو ونډه لري او د هغوی د تش دسترخوان پېټی به وي او په ټبر او کورنۍ کې به د کارنده هلکانو ځای ونیسي :

[وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ . يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلاَ سَاء مَا يَحْكُمُونَ = او چې كله د هغوى يو تن ته د لور(د زيږېدو) زېرى وشي؛ نو مخ يې ( له ډېر خپګانه) تک تور اوړي او (خپلې ښځې ته) له غوسې ډک وي (چې ولې دې لور راوړه!).  ددغه بد زېري له امله،چې پرې شوى،له خپل قوم او ټبره پټ ګرځي (او نه پوهېږي) چې له شرم سره يې وساتي كه په خاوروكې يې (ژوندۍ) ښخه كړي؟ پوه شئ،چې انگېرنه او چلن يې ناوړه دى ![7] ]

هغه نجونې،چې په دې بڼه به ژوندۍ پاتېدې، ژوند اکر – وضع یې جوت و او د هغه ورځ د عربستان د خلکو په ژوند کې ښځمنې هېڅ مقام نه درلود. د هغه وخت د سړیو له لیدلوري، ښځه د سړي د شهوت د اور د مړه کولو یوه وزله وه او کله به د نورو توکیو په څېر په ارث کې هم رسېده او مالکان به یې درلودل او  هغه به یې واک درلوده،چې پر هر چا يې وپلوري او یا يې وروبښي او یا یې ورواده کړي، خپلې وینځې به یې فحشا ته اړ ایستې او ښځه به اړمنه وه، چې له دې لارې لاس ته راغلې پیسې خپل بادار ته ورکړي او یا د خپل بادار په خوښه ځان دده او هغه په لمن کې ورواچوي او له ارث او پاتوړي به بې برخې وې. ښځمنې په ټولنه کې بندیانې، وینځې، شړل شوې، کرکجنې، چټلې، بې ارزښته او ستونز زېږې ګڼل کېدې او د ژوند کولو حق ترې اخستل شوی و. ستر څښتن په قرآن کې وايي :

[وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَالَّذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا وَآتُوهُم مِّن مَّالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاء إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِّتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَن يُكْرِههُّنَّ فَإِنَّ اللَّهَ مِن بَعْدِ إِكْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =او هغوى چې نكاح يې په وس كې نه وي (؛نو) بايدپاكلمني وسي،چې خداى يې له خپل فضله شتمن كړي او ستاسې له مريانو،چې څوك د ليكلي تړون له مخې د ځان ازادي غواړي؛ نو ورسره د ازادېدو تړون وليكئ،كه در معلومه وي،چې په هغو كې خير (تر ازادېدو وروسته د خپلواك ژوند وسه) شته او له خداى دركړې شتمنۍ،هغوى ته څه وركړئ او خپلې وينځې،چې پخپله پاك لمني غواړي؛نو د دنيوي ګټو لپاره يې زنا ته مه اړ باسئ او چې څوك يې (زنا ته) اړ باسي؛نو تر دې اړ ايستنې وروسته خداى اړشويو ته ښه بښونكى (او) مهربان دى .[8]]

دا و تر اسلام دمخه له ښځې سره د عرب چلن. داچې وايو د عربو ښځې، ددې امله دي،چې د عربو په سیمه کې په خپلې ویینې پسې یو.او هغه مهال په یوه مذهب او قوم کې هم ښځه یو ازاده انسان نه ګڼل کېده. تنګ الواکي او وچ تعصب شا ته واچوﺉ، تاریخ ولولئ،چې خبره مو درجوته شي، چې دا یوازې اسلام دی،چې د یو ازاد انسان په نامه يې د ښځې حقوق او بریدونه درناو وړ شمېرلي دي .

اوس د هغه وخت د عربو د ناوړه ژوند په پامنیوي او هغه مقام،چې ښځې په هغه ټولنه کې درلود او ستونزې،چې ښځې په ځان پسې خپلې کورنۍ او ټبر ته راوستې،د ښځې په باب د اسلام نظر او د رسول الله (ص) په حکیمانه کړنو کې ګورو .

 له رسول الله سره د قریشو وټیزه  – اقتصادي جنګ جګړه

رسول الله،چې نوی مبعوث شو؛نو قریشو ددې نوي دین د خپرواي د مخنیوي په موخه پر لارو چارو لاس پورې کړ او د وخت د غوښتنو له مخې یې د رسول الله پر ګونډو کولو ته لارې چارې چمتو کړې. دا چې آنحضرت په توکیزو چارو او د کورنۍ د معیشت د چارو په پوره کولو بوخت او له نبوت او مانیزو چارو یې مخه واړوي؛ نو د آنحضرت زومانو ته یې وړاندیز وکړ، چې د آنحضرت لوڼې طلاقې او د پلار په کور یې کېنوي .

دا داستان د ابن هشام په سیرت کې داسې راغلی دی :

(……..قریشو یو بل ته وویل: تاسې محمد د کورني لګښت له پېټي هوسا کړی، لوڼې یې ورستنې کړﺉ، چې د ژوند لګښت پر پیدا کولو بوخت شي؛ نو خپلې نقشې پلي کولو ته يې د آنحضرت زومانو هر یو؛ ابوالعاص د حضرت ام المؤمنین خدیجې خورین او عتبه د ابولهب زوی او د آنحضرت د تره زوی ته ورغلل او وړاندیز یې ورکړ، چې د رسول الله د لوڼو د طلاقولو پر وړاندې مو چې د قریشو د شتمنو له هرې یوې سره خوښه وي، در واده به یې کړو. داچې ابوالعاص له خپلې مېرمن سره مینه درلوده؛نو دا وړاندیز یې و نه مانه؛خو عتبه وویل: که د سعید بن العاص لور یا لمسۍ یا د ابان بن سعید العاص لور ورواده کړﺉ؛نو وړاندیز به یې ومني.قریشو یې غوښتنه ومنله او د سعید بن العاص لور یې ورواده او هغه د رسول الله لور؛ رقیه طلاقه کړه.

ددې تاریخي پېښې په پامنیوي،خورا اسان پوهېدای شو،چې د هغه ورځ د ژوند په چاپېریال کې ښځه څومره پر خپلې کورنۍ پېټی و،چې قریشو له رسول الله سره د مبارزې لپاره له دې چله ګټنه وکړه .

 د رسول الله (ص) وټیز ملاتړ او د دښمن جلب

له رسول الله او یارانو سره یې چې د قریشو دښمني ډېره شوه؛نو د آنحضرت ځینو یارانو د رسول الله په اشاره حبشې او له هغه ځایه یثرب ته مهاجرت وکړ او په دې توګه يې له خپلې شتمنۍ لاسونه واخستل او هغه څه یې چې درلودل،د خدای په لار کې یې ترې سترګې پټې کړې او یوازې ځانونه یې له قریشو روغ رمټ وایستل. په پای کې رسول الله هم ورسره یو ځای شو او یثرب يې د خپلو فعالیتونو مرکز وګرځاوه .

په مهاجرو کې د ځینو بېوزلي دومره وه،چې ان جامې یې هم نه درلودې. رسول الله هم دوی د جومات مخې پر هغه چوتره مېشت کړل،چې څپرګی یې درلود،دوی به شپه او ورځ هلته ول؛نو ځکه په اصحاب صفه مشهور شول .

په دې مهاجرو کې بې سرپرسته نجونې او کونډې ښځې هم وې او اسلامي غیرت یې اجازه نه ورکوله،چې له چوتره مېشتو سره چوتره مېشتې شي او یا هم بې له کومه شرعي او سولیز جوازه د انصارو کورونو ته ولاړې شي.

له جګړې او وینې تویېدنې د مخنیوي په موخه واده کول

له پخوا راهیسې په عربي ټبرونو کې یو لړ دودونه ول،چې اوس هم پکې شته او له هغوی ځنې یو دا چې که ترمنځ به یې جګړه کېده او یا به وینه تويې شوه؛ نو له جګړې او لا وینې تویېدنې د مخنيوي غوره لاره چاره دا وه،چې په جګړه کې ښکېل ټبرونه یو له بل سره د واده اړیکې جوړې کړي، چې د خپلوۍ په رامنځ ته کولو یو خوا د دواړو لوریو ترمنځ له جګړې او چور چپاوله مخنیوی وشي او بلخوا د خېښانو او خپلوانو په درلودو يې د دښمن پر وړاندې مټ پیاوړی شي .

اوس له دې لنډې سریزې سره خپلې آریزې ویینې ته ورګرځو او د رسول الله د ګڼ ښځۍ پر خواله رڼا اچوو :

 ۱) حضرت ام المؤمنین خدیجه د خویلد اسدیه قرشیه لور

حضرت خدیجه د رسول لله لومړۍ مېرمن وه او هم لومړۍ ښځه وه،چې د آنحضرت پر رسالت يې ایمان راووړ. خدیجې بي بي له رسول الله سره تر واده دمخه دوه مړونه کړي وو او له هغوی یې اولادونه هم درلودل او له رسول الله سره یې تر بعثته پینځلس کاله مخکې واده وکړ. دا مهال حضرت خدیجه څلوېښت کلنه او رسول الله پینځه ویشت کلن و .

حضرت خدیجه د بعثت پر لسم کال په پینځه شپېته کلنۍ کې وفات شوه. هغه تر پینځه ویشتو کلونو د اسلام یوازېنۍ مېرمن وه او په دې کلونو کې یې پخپله شتمنۍ د خپل مېړه او د هغه د رسالت ملاتړ کاوه .

بې له ابراهیم نه د رسول الله نور ټول اولادونه له حضرت خدیجې ځنې ول او چې خدیجه ژوندۍ وه،رسول الله بله ښځه ونکړه او آنحضرت د خپل عمر تر پایه د اسلام د لومړنۍ مېرمن له یاده غافل نشو. د صدقو په ورکولو یې د خدیجې د سرښندونو او خاطراتو درناوی کاوه .

 ۲) حضرت ام المؤمنین سوده د زمعه لور

سوده په پیل کې له خپل تره زوی سکران سره واده کړی و او له خپل مېړه سره یې د مسلمانانو له دویمې ډلې سره حبشې ته هجرت کړی و. سکران، چې له حبشې مکې ته راستون شو؛ نو ومړ او سوده يې یوازې ناسرپرسته پرېښووله. رسول الله هم تر حضرت خدیجې وروسته له سوده سره،چې یوه بوډۍ او بې پناه ښځه وه، واده وکړ. سوده د معاویه بن ابي سفیان د خلافت پر مهال تر هجرت ۵۴ کاله وروسته ومړه .

 ۳) حضرت ام المؤمنین عایشه د حضرت ابوبکر(رض) لور

رسول الله پر سوده او عایشې بی بي په یو وخت کې مرکه وکړه او بیا يې په مدینه کې د بدر تر جکړې وروسته ورسره واده وکړ.

 ۴) حضرت ام المؤمنین حفصه د حضرت عمر(رض) لور

حضرت حفضه د حضرت عمر بن خطاب لور پر پینځم کال د رسول الله تر بعثت مخکې وزيږېده. حضرت حفصې لومړی له خنیس بن حذاقه سره واده وکړ او ورسره يې مدینې ته هجرت وکړ. خنیس د بدر په جګړه کې ټپي او د ورسېدلي ټپ له امله ومړ او حضرت حفصه کونډه شوه . حضرت عمر(رض) خپلې لور ته د مېړه په لټه کې شو او دې چار ته یې لومړی د رسول الله یارانو ته ورمخه کړه او حضرت عثمان (رض) ته یې چې شتمن سړی و، وړاندیز وکړ او سره له دې،چې د عثمان مېرمن رقیه (د رسول الله لور) وفات شوې وه؛خو حضرت عثمان له حفصې سره د واده کولو وړاندیز و نه مانه. حضرت عمر له حضرت ابوبکر نه وغوښتل، چې له حفصې سره واده وکړي؛خو حضرت ابوبکر هم و نه منله. حضرت عمر، رسول الله (ص) ته يې د یارانو له منفي ځوابه ګیله وکړه او رسول الله یې له لور سره واده وکړ.

حضرت حفصه د شعبان په میاشت کې تر هجرته پینځه څلوېښته کاله وروسته د حضرت معاویه د واکمنۍ پر مهال وفات شوه او مروان د مدینې والي یې جنازه وکړه او په بقیع مړېستون –هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه .[9]

 ۵: حضرت ام المؤمنین زینب د خزیمه لور

زینب له رسول الله سره تر واده د مخه دوه ودونه کړي ول او دویم مېړه يې په احد غزا کې شهید شو. آنحضرت پرې مرکه وکړه او هغې واک رسول الله ته ورکړ او آنحضرت ورسره د هجرت پر درېیم کال په رمضان میاشت کې واده وکړ. زینب له رسول الله سره اته میاشتې ژوند وکړ او د څلورم هجري کال د ربیع الاول په میاشت کې وفات شوه .[10]

۶: حضرت ام المؤمنین ام سلمه د ابوامیه لور

نامه يې هند د ابوامیه مخزومي لور او مور يې عاتکه د  عامر مخزومي لور ده. ام سلمه لومړی د ابوسلمه عبدالله بن عبدالاسد مخزومي مېرمن وه. دې ښځې او مېړه داوړو په مکه کې اسلام ومانه او په مکه کې چې کله پر مسلمانانو د کفارو کړاو ډېر او ژوند يې تریخ شو؛نو رسول الله ورته حبشې ته د مهاجرت حکم وکړ .ام سلمې په حبشه کې خپل اولاد زیږولی او بیا مکې ته راستنه شوه او داچې رسول الله مدینې ته هجرت کړی و؛ نو ام سلمې بي بي خپل زوی پر اوښ سپور او د اوښ واګي یې په لاس کې ونیوې او د مدینې پر لور روانه شوه .

ام سلمه په خپله دا قیصه داسې کوي : خپلوانو مې چې د تلو په تکل کې ولیدم،رامخکې شول او ابوسلمه ته یې وویل: ته خو په خپله زموږ له منګلو ووتې او مسلمان شوې، پر خدای قسم پرېږ به نه ږدو،چې ام سلمه،چې زموږ له کورنۍ ځنې ده،ښار په ښار يې له ځان سره وګرځوې او د اوښ واګې یې ترې واخستې .

د ابوسلمه خپلوانو،چې دا چار ولید،غوسه يې نیوکه وکړه و يې ویل :که ام سلمه يې له مېړه ابوسلمه جلا کړﺉ؛نو موږ به اجازه درنکړو،چې زوی یې له ځان سره بوځئ،چې هغه زموږ زوی دی. زوی یې سلمه هم په دې ربړه کې لاس له ځایه بې ځایه شو او په پای کې د ابوسلمه کورنۍ مې زوی له ځان سره بوت او زما خپلوانو هم زه له ځان سره وساتلم او ابوسلمه هم له دوی جلا او مدینې ته روان شو :

حضرت ام المؤمنین ام سلمه وايي :

زه،زوی او مېړه مې یې سره جلا کړو او زه به هره ورځ د مکې ابطح درې ته تلم او هلته به مې تر اوو ورځو تر ماښامه ژړاګانې کولې،تردې چې یو تربور مې ولیدم او خپلوانو ته مې ولاړ ورته يې وویل،چې داسې کوﺉ او د هغې او زوی او مېړه سره جلا کړي دي؟

دې نیوکه پایله ورکړه،خپلوانو مې راته وویل :که غواړې؛نو له مېړه سره دې یو ځای شه او د مېړه خپلوانو مې هم چې دا چار ولید؛نو زوی یې بېرته راکړ،خپل زوی مې په غېږ کې ونیو پر اوښ سپره او د مدینې پر لور روانه شوم .په دې سفر کې مې هېڅوک د سفر ملګری نه و،چې د تنعیم سیمې ته ورسېدم .عثمان د طلحه عبدري قرشي زوی ولیدم او راغږ یې کړ :د امیه لورې چېرې روانه يې ؟ ورته مې وویل :مدینې ته مې مېړه ته ځم .و یې ویل : څوک درسره شته ؟ و مې ویل : نه ! پر خدای،چې بې له خدای او له دې زوی مې هېڅوک راسره نشته . و یې ویل : پر خدای قسم ! نشم کولای یوازې دې پرېږدم او بیا یې د اوښ واګې په لاس کې ونیوې او مخکې مخکې روان شو او پر خدای قسم،چې په عربو کې مې په سفر کې تر هغه بل ښه سړی لیدلی نه و.کوم منزل ته به چې ورسېدو،اوښ به یې سملاوه،له ما به لرې کېده او د ونې تر سیوري لاندې به یې دمه کوله او د سپرېدو وخت به چې شو؛نو پر اوښ به یې کجاوه تړله او بیا به شا ته کېده او راته یې ویل: سپره شه او چې سپره به شوم؛نو د اوښ واګې به یې په لاس کې ونیوې او تر اوښ مخکې مخکې به روان و او مدینې ته تر رسېدو پورې يې په هر منزل کې دا کړنلار وه . مدینې ته چې ورسېدو؛نو قبا کلی یې راوښود،و یې ویل :مېړه دې په دې کلي کې دی،رانه جلا شو او زه هم په قبا کې خپل مېړه ته ولاړم.

ام سلمه په دې توګه خپل سفر ته دوام ورکړ،چې مدینې ته ورسېده . وايي چې ام سلمه لومړۍ ښځه ده،چې مدینې ته یې هجرت کړی دی او دا کورنۍ په مدینه کې وه،چې د احد غزا راپېښه شوه .

ابوسلمه له رسول الله سره د احد په جګړه کې ګډون وکړ او په دې جګړه کې ټپي شو او د همدې ټپ له امله په مدینه کې ومړ او ام سلمه ناسرپرسته پاتې شوه .رسول الله د ابوسلمه تر مړینې وروسته له ام سلمې سره،چې بوډۍ شنډه مېرمن وه،واده وکړ او په دې واده يې ام سلمه او د هغې زوی،چې پالندوی یې نه درلود،تر خپلې پالندوینې او ملاتړ لاندې راوستل .

ام المؤمنین ام سلمه د یزید د واکمنۍ پر مهال د امام حسین تر شهادت وروسته وفات شوه .[11]

۷: حضرت ام المؤمنین جویریه د حارث لور

د حارث له لور جویریه سره د رسول الله د واده کیسه اوږده ده؛خو لنډه دا چې حارث د جویریه پلار د بني المصطلق د ټبر مشر و،چې د مدینې په شاوخوا کې مېشت و. پر پینځم که شپږم هجري کال ول،چې حارث د نورو عرب ټبرونو په مرسته یو لښکر چمتو کړی و او هوډ یې کړی و،چې بې خبره پر مدینه یرغل وکړي او د مسلمانانو جرړه له بېخه راونړوي .

رسول الله چې خبر و؛نو خپل یو صحابي یې د حارث ټبر ته جاسوسۍ ته واستاوه،چې د دښمن د موقعیت،شمېر او حالاتو په اړه خبر راوړي .د رسول الله جاسوس په بري خپله دنده ترسره کړه او د دښمن د پوځي حالاتو په اړه یې ګټور استخبارات راوړل .

له هغې خوا د حارث له لښکره هم یو جاسوس د مسلمانانو منځ ته راننووتی و،چې استخبارات ګوتو ته راوړي؛خو ونیول شو. مسلمانانو ورته د اسلام وړاندیز وکړ؛خو عربي اسلام و نه مانه او نوی دین یې و نه مانه؛نو مسلمانان اړ شول،چې و یې وژني او رسول الله هم ورمخکې شو او پر بني مصطلق یې برید وکړ .

هغه وګړي،چې له نورو ټبرونو د حارث په لښکر کې وو،داچې ځان يې د ناڅاپي برید پر وړاندې ولیدل؛نو وتښتېدل او جګړه یوازې د حارث لښکر ته پاتې شوه. د اسلام منادي د حارث لښکر ته د اسلام منلو وړاندیز وکړ؛خو د حارث لښکریانو نه یوازې اسلام و نه مانه؛بلکې د اسلام منادي یې د غشیو تر بریدلاندې راوست.مسلمانانو،چې دا حالت ولید یرغل یې وکړ او سخته جګړه ونښته او په پای کې د حارث ټبر ماتې وخوړه او تسلیم شو. له مسلمانانو یوازې یو تن شهید او د حارث له ټبره ۱۰ تنه ووژل شول.پر غنیموتونو سربېره ددې جګړې ډېری بندیان هم ول.د جویریه مېړه،چې په دې جګړه کې وژل شوی و،په خپله هم بندي شوه او په ویش کې د یوه انصاري ورسېده .

مدینې ته چې راغلل؛نو جویریه رسول الله ته راغله او د خپلې ازداۍ لپاره يې له آنحضرت (ص) نه د مرستې غوښتنه وکړه،رسول الله (ص) هغه له انصاري وپېرله،آزاده يې کړه او بیا یې ورسره واده وکړ او دا خبر،چې نورو اصحابو ته ورسېد؛نو ددې واده په درناوي يې خپل ټول بندیان ازاد کړل. دا خبر د جویریه پلار حارث ته ورسېد،مدینې ته راغی،اسلام یې ومانه او خپل ټبر ته ورستون شو او د بني مصطلق ټول ټبر مسلمان شو .

 ۸: حضرت ام المؤمنین ام حبیبه د ابوسفیان لور

ام حبیبه د اسلام د پېغمبر د سرسخته دښمن ابوسفیان،چې د اسلام پر خلاف یې ډېری جګړې راهڅولې وې،لور ده. ام حبیبه د خپل پلار پرخلاف اسلام ومانه او له خپل مېړه سره یې حبشې ته هجرت وکړ.مېړه یې په حبشه کې ومړ او ام حبیبه بې پالندویه پاتې شوه. رسول الله،چې له دې خبرې خبر شو؛نو خپل یو استازی یې حبشې ته ولېږه او پر ام حبیبه یې مرکه وکړه او په پای کې يې پر اووم هجري کال ورسره واده وکړ .

د ام حبیبه د واده خبر ابوسفیان ته راورسېد او د خدای او د رسول الله دا سرسخته دښمن يې سخت رامات کړ او داسې خبره يې له خولې راووته،چې د پېغمبر اکرم پر وړاندې يې د ماتې ښکارندوی ده.هغه داسې وویل : ددې نر خوله پر سوک نشي وهل کېدای .[12]

له دې واده یو کال تېر شو،پر اتم هجري کال د حدبیيې سوله وشوه او قریش له هومره سختچاریو سره د اسلام د ستريا پر وړاندې پر ګونډو شول او په رسميت یې وپېژانده .

نه انګېرﺉ،چې دې واده به ددې دومره سترې بریا په لاس ته راوړنه کې ونډه نه درلوده ؟

 ۹: حضرت ام المؤمنین صفیه د حی لور

صفیه د حی بن اخطب لور د حضرت هارون او موسی علیه السلام له ځوځاته ده . مور یې بره د بني قریظه وو د ټبر د سموال لور ده .

صفیه لومړی د مشکم له زوی سلام سره واده وکړ او بیا یې ترې طلاق واخست او د بني نظیر د ټبر له یو یهودي کتانه د ربیع له زوی سره یې واده وکړ. ربیع د خیبر په جګړه کې د مسلمانانو په لاس ووژل شو . تر جګړې وروسته خیبریان اسیران شو او د خدای استازي، صفیه ځان ته ځانګړې کړه، چې په اسیرانو کې وه او په څېره کې یې چې شین والی ولید شو،رسول الله یې علت وپوښت. صفیه يې په ځواب کې داسې کیسه وکړه :

یوه شپه مې په خوب کې ولیدل،چې له مدینې یو کب راووت او زما په لمن کې شو.سهار وختي مې خپل خوب خپل مېړه ربیع ته ووایه او هغه زما خوب سخت ګډوډ کړ او راغوسه شو ویې ویل :

هیلمنه يې د هغه پاچا مېرمن شې،چې په مدینه کې راښکاره شوی دی ؟!دومره سخته يې په سپېړه پر مخ ووهلم،چې مخ مې شین شو،چې اوس یې هم ځای پاتې دی او دا د وهلو له امله دی .

رسول الله د صفیه د کیسې تر اورېدو وروسته وویل :

  • که اسلام ومنې؛نو مېرمن به دې کړم او که پر یهودیت ټینګه ووسې؛نو ازاده به دې کړم،چې خپل ټبر ته ورستنه شې.
  • مخکې له دې چې اسلام ته مې راوبلې،ایمان مې راوړی و، بلخوا مورو پلار هم نلرم او له یهودو سره هم څه کار نلرم، چې په ایمان او کفر کې دې واک راکړ؛نو خدای او استازی یې راته خپلو خپلوانو ته تر ستنېدو او ازادۍ خورا ارزښتمن دی .

بیا رسول الله ورته وویل: د وفات عدت وساته او بیا يې نکاح کړه او په مدینه کې يې په عالیه کوڅه کې د بني حارثه وو د ټبر د یو وګړي په کور کې مېشته کړه .

حضرت عایشې په پټه حال داچې نقاب یې تړلی و،د صفیه لیدنه وکړه.د خدای استازي وپوښتله :

  • صفیه دې څنګه مېرمن ومونده ؟
  • هغه مې یوه یهودۍ ومونده .
  • صفیه ته داسې مه وايه،چې اسلام یې منلی او اسلام يې نېک هم دی .

صفیې د زړه له کومې له رسول الله سره مینه درلوده؛خو د زړګنۍ مینې له څرګندولو يې ډډه کوله. ددې مینې او دوستۍ یوه نښه داده،چې کله رسول الله (ص) د رنځ په بستر ه کې پروت و او مېرمنې یې ترې راټولې وې؛نو صفیه وارخطا رسول الله ته وویل :پر خدای هیلمنه یم،چې درد او رنځ دې پر ماشي .

د رسول الله (ص) نورو مېرمنو ددې خبرو په اورېدو په سترګو یو بل ته اشارې وکړې او د صفیه خبرې یې ځانښوونه وبلله. د مېرمنو دا بې انصافه حرکت له رسول الله  پټ پاتې نشو، مېرمنو ته یې وویل :ولاړې شئ او خولې په اوبو ووینځئ!

  • ویې پوښتل : ولې !
  • صفیه ته مو د اشارې له امله،قسم پر خدای،چې هغه رښتیا وايي او هر څه یې چې وویل د زړه له کومې یې ول .

صفیه پر دوه پنځوسم کال د معاویه بن ابي سفیان د واکمنۍ پر مهال وفات شوه او په مدینه کې په بقیع مړېستون کې ښخه شوه.[13]

 ۱۰: حضرت ام المؤمنین میمونه د حارث لور

میمونه د حارث هلالیه لور لومړی د مسعود ثقفي مېرمن وه او طلاق يې ورکړی و او بیا د ابورهم ابن عبدالعزي مېرمن شوه او د هغه په کور کې وه،چې هغه هم وفات شوه .

پر اووم هجري کال هغه مهال،چې رسول الله په ذیقعده میاشت کې مفرده عمره پر ځای کړه او د خور مېړه یې عباس د رسول الله تره هغه پېغمبراکرم ته ورواده کړه  او پېغمبر اکرم له ځان سره مدینې ته بوتله .

میمونه وروستۍ مېرمن وه،چې رسول الله ورسره واده وکړ .

د میمونې د وفات کال په اړه اړپېچ دی او مشهوره داده،چې د حج له سفره د راستنېدو پر مهال پر ۵۱ هجري کال وفات شوې ده .

 ۱۱: حضرت ام المؤمنین زینب د جحش لور

تر اوسه د رسول الله د واده کیسې غالبا یو بل ته ورته او حکمتونه یې روښانه دي؛ خو له زینب سره يې واده بل حکمت لري،چې بلې سریزې ته اړتیا لري :

تر هغه چې خبر یو،د نړۍ سمونپالان چې کومې نقشې او طرحې خپلو ټولنو ته لري؛نو په خپله یې په پلي کولو کې مخکښان دي،سمونه یې له ځان او خپلې کورنۍ پیلوله او خپلو سپېڅلیو موخو ته په رسېدو کې یې هر ډول سرښندنه کوله او تردې وروسته يې خپل خپلوان او په پای کې يې نور وګړي پر دې چار عمل کولو ته رابلل.

حضرت محمد(ص) د بشري نړۍ یوازېنی سمونپال هم دې له قانونه مستثنی نه دی . هغه د ټولنې د سمونې لپاره او د جاهلیت د ناوړو دودونو د له منځه وړو په موخه،د خدای د حکم له مخې، ړومبی له خپلو خپلوانو پیل وکړ او د همدې آر له مخې يې په حجه الوداع کې وویل :هر سود له منځه تللی دی؛او لومړی سود،چې له منځه یې وړم،د خپل تره عباس[14] سود دی .هغه وینه تویې ولاړه، چې په جاهلیت کې تويې شوې او لومړی وینه،چې تویې یې ګڼم،د عبدالمطلب د لمسي  ربیعه[15] وینه ده .

د رسول الله په سیرت کې پردې مطلب خورا تاریخي لووي شته دی . د جحش له لور زینب سره د رسول الله واده هم یو له هغو چارو ځنې دی،چې د جاهلیت ناوړه دودونو د له منځه وړو په موخه ترسره شوی دی. له دې واده د رسول الله موخه پر دوو بنسټیزو آرونو ولاړه وه :

  • د پاټکیز – طبقاتي واټن له منځه وړل .
  • د زوی ویلۍ د احکامو ماتول[16] .

زید بن حارثه د رسول الله زوی ویلی په ماشومتوب کې لوټمارو عربو وتښتاوه او په مکه کې يې وپلوره .رسول الله د زید پېرولو پر مهال شتون درلود او هغه يې د خپلې مېرمنې خدیجې لپاره وپېره،خدیجې هم زید رسول الله ته وروباښه .

 د زید موروپلار،چې د زوی ورکاوي سخت خپه کړي ول او له برخلیکه يې بې خبره وو؛نو یوه ورځ د زید د ټبر وګړیو،زید په مکه کې ولید او یو بل یې وپېژندل.زید د هغوی له لارې په شعر ویلو خپل موروپلار ته داسې پیغام واستاوه:زما په اړه اندېښنه مه کوﺉ، د عربو د ټبرونو په خورا غوره ټبر کې ژوند کوم او له هر اړخه هوسا یم .

 د زید پلار او تره،چې د زید له ځایه خبر شول؛نو له پیسو سره مکې ته راغلل،چې زید وپېري. د خدای استازي ته چې راغلل؛نو د خپل راتګ موخه يې ورته وویله،چې آنحضرت (ص) ورته وويل : د زید خوښه،چې درسره ځي که پاتېږي. زید،چې راغی؛نو خپل تره او پلار يې وپېژانده او رسول الله وپوښت،چې ځې که پاتې کېږې .

زید وویل :

  • پر تاسې به هېچا ته وړتیا ور نه کړم.
  • د زید پلار وویل : بندګۍ تر پر ازادۍ وړتیا ورکوې ؟
  • زید وویل: هو له داسې تن سره. او رسول الله ته یې اشاره وکړه .

بیا رسول الله زید له لاسه ونیو او حجر اسماعیل ته یې بوت او په لوړ غږ يې وویل: لووي وسئ! زید مې زوی دی،هغه له ما او زه له هغه پاتوړی وړم .

د زید پلار او تره،چې دا هر څه ولیدل؛نو خوشحاله ستانه شول او تردې وروسته خلکو زید ته چې د رسول الله ازاد کړی مریی و،زید بن محمد بن عبدالله وايه .

زینب د جحش لور،چې د پېغمبر اکرم د ترور (عمه) لور او د آنحضرت تر پالنې لاندې وه او بلخوا ډېری قریشو پرې مرکې هم کړې وې،آنحضرت پرې زید ته مرکه وکړه .زینب غوسه شوه،و یې ویل : زه دې ترورځۍ یم او ته مې خپل ازاد کړي مريي ته وادوې ؟!

د زینب خور او ورو هم له دې واده سره د پاټکیز اړپېچ له امله هوکړه نه درلوده،چې د خدای له لوري حکم راغی :

((وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا [17]= او چې كله خداى او استازى یې د يو كار(د ترسره كولو) پرېكړه وكړي؛نو هېڅ مؤمن او مؤمنه حق نه لري د خپل هماغه كار په باب (د خداى د حکم پرخلاف) اختيار ولري او څوك چې د خداى او له استازي یې سرغړونه وکړي؛ نو په يقين،چې په څرګنده بې لارې شوى دى . ))

دې  آیت درې واڼو ته د چوپتیا حکم وکړ او زینب له زید سره واده ته غاړه کېښووله او آنحضرت هم د خپلو لوړ او سپېڅلیو موخو د پلی لپاره،چې هماغه د پاټکیز واټن لرې کول،زینب زید ته ورنکاح کړه .

زینب د زید کور ته ولاړه او د زید له بلې مېرمن ام ایمن سره،چې هغه هم آنحضرت آزاده کړې وه او د زید له زوی اسامه سره په یوه کور کې مېشته شوه.څرګنده ده،چې دا ډول ژوند زینب خپه کړې وه او د خپګان له امله یې له زید سره هم چلن ناوړه شو، زید رسول الله ته شکایت وکړ او له رسول الله یې اجازه وغوښته،چې طلاقه يې کړي؛خو  آنحضرت ورته وویل : (( له خدایه و ډار شه او مېرمن دې له لاسه مه ورکوه .))

زینب پر زید ژوند تریخ کړی و او رسول الله د زید د خورا ټینګار له امله يې له ‌طلاق سره هوکړه وکړه .

د زینب د طلاق عدت،چې بشپړ شو؛نو خدای خپل استازي ته دنده ورکړه،چې د یو بل جاهلي دود له منځه په موخه له زینب سره واده وکړي،چې خلک عملا وویني،چې د صلبي زوي احکام د زوی ویلي لپاره نه دي او وګړی کولای شي،چې د خپل زوی له طلاقې کړای شوې سره واده وکړي .

ددې حکم پلي کول رسول الله ته خورا ستونزمن وو او د خلکو له خبرو وېرېده تردې،چې لاندې آیت،چې د رسول الله د روحي تشویش ښکارندوی دی،راغی :

[وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا[18]=او(دريادكړه) چې كله تا هغه چا[“زيد” چې پېغمبر ورته خپل  زوى وايه] ته چې خداى نعمت وركړى و او تا(هم) پرې (د ازاد ولو) لورنه كړې وه، وويل :”خپله مېرمن دې درسره وساته (او مه يې پرېږده) او د خداى له (عذابه) ځان وساته!” (او تل دې دا خبره كوله) او(په دې توګه) تا هغه څه پخپل زړه كې پټول،چې خداى يې ښكاره كول غوښتل او له خلكو وېرېدلې،حال داچې خداى ډېر وړ دى،چې ترې ووېرېږې؛نو چې كله (زيد) له هغې (خپله) اړتيا پوره كړه (او ترې بېل شو؛نو) موږ هغه (طلاقه شوې مېرمن) درنكاح كړه،چې پر مؤمنانو د خپلو زوى بلليو زامنو د مېرمنو په باب كومه ستونزه نه وي،چې خپله اړتيا يې ترې پوره كړې وي (طلاقې شوې وي) او د خداى حكم هرومرو عملي كېدونكى دى (او د دغسې ښځو د حرمت ناسم او غلط دود بايد له منځه ولاړ شي) .]

ددې آیت زغردې وینا، رسول الله د الهي حکم د پلي کولو لپاره له زینب سره واده وکړ،چې موخه يې د جاهلیت د کږلي او رټلي ناسولیز دود له منځه وړل وو .[19]

څه چې وویل شو،ترې څرګندېږي،چې د رسول الله ډېری ودونه د حکمت، سیاست، ټولنیزو سازښتونو – مصلحتونو او د الهي قوانینو د پلي کولو له مخې او همداراز د جاهلیت د کږلي او رټلي ناسولیز دودونو د له منځه وړ په موخه وو. نه د ځاني غوښتنو او څارویزو غرایزو د اشباع کولو په موخه .

 هغه مېرمنې،چې ځانونه یې بې مهره رسول الله(ص) ته وربښلې وې

نورې مېرمنې هم وې،چې ځانونه یې بې مهره رسول الله (ص) ته بښلې وې،له دې بښنې مراد، چې په قرآن کریم کې په ((وهبت)) ټکي تعبیر شوی،دادی یو لړ مېرمنو له رسول الله(ص) غوښتل،چې په اسانه ورسره بې له مهر ورکولو واده وکړي،په سیرتونو او تاریخونو کې په دې نامه د څو مېرمنو نومونه راغلي دي،چې له هغوی ځنې یوه یې ((خوله)) د حکیم لور ده .

 ۱۲) خوله د حکیم هلالیه لور :

خوله له هغو مېرمنو ځنې وه،چې ځان یې رسول الله ته وربښلی و،پېغمبر اکرم(ص) ځواب په ځنډ ورکړ او دا د رسول الله(ص) په کور کې خادمه وه،چې رسول الله عثمان بن مظعون (رض) ته ورنکاح کړه او د عثمان تر مړینې يې په کوره کې وه.[20]

۱۳)یوه بله مېرمن

سهل ساعدي روایتوي :

یوه مېرمن پېغمبر اکرم ته راغله او ځان یې وروباښه.هلته یو مسلمان،و یې ویل: رسول الله (ص)! که دې مېرمن ته اړتیا نلرﺉ؛نو ما ته یې راواده کړﺉ. آنحضرت(ص) وویل : څه لرې،چې په مهر کې یې ورکړې؟ و یې ویل: همدا کمیس،چې پر تن مې دی.آنحضرت (ص) وویل: که کمیس دې ورکړ؛نو په خپله به بربنډ شې،بل څه ومومه. ویې ویل: هېڅ نلرم. آنحضرت (ص): ان د اوسپنې یوه ګوته هم نه لرې؟ و یې ویل: نه یې لرم . آنحضرت (ص): د قرآن له سورتونو دې کوم زده دی؟ ویې ویل: پلانی سورت،پلانی سورت او د قرآن څو سورتونو یې وښوول. آنحضرت (ص):دا مېرمن مې د هغو سورتونو د مهر په بدل کې در واده کړه،چې له قرآنه دې زده دي .

په سیرتونو کې د یو لړ  نورو مېرمنو نومونو هم راغلي،چې ځانونه یې پېغمبر اکرم ته وربښلي وو؛لکه :

((ام شریک)) او ((ام لیلی))،چې ځینو یې پېغمبراکرم ته تر رارسېدو د مخه د اسلام په لار کې خورا سختۍ ګاللې وې او په دې کتابونو او سیرتونو کې ټینګار شوی،چې رسول الله(ص) یو له دې مېرمنو سره هم واده نه و کړی .

ځانګړی حکم یو ځانګړي وګړي ته

په تېرو مخونو کې په مدینه کې د مؤمنو مېرمنو سختیو او بېچارګیو ته لنډه اشاره وکړه او هم ومو لیدل،چې څنګه د اسلام د لوړو موخو لاس ته راوړو ته د عرب له سرغړاندو ټبرونو له مېرمنو سره د پېغمبر اکرم واده یوه اړتیا برېښېده.اوس ددې په پامنیوی،چې هر مسلمان وګړی کولای شی،چې له څلورو مېرمنو سره واده وکړي او ګورو،چې رسول الله(ص) له دې حکمه مستثنی کېږي.دا مستثنی په دې آیتونو کې داسې په ډاګه شوې ده :

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَاجَكَ اللَّاتِي آتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّاتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَالَاتِكَ اللَّاتِي هَاجَرْنَ مَعَكَ وَامْرَأَةً مُّؤْمِنَةً إِن وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِيِّ إِنْ أَرَادَ النَّبِيُّ أَن يَسْتَنكِحَهَا خَالِصَةً لَّكَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِي أَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا .تُرْجِي مَن تَشَاء مِنْهُنَّ وَتُؤْوِي إِلَيْكَ مَن تَشَاء وَمَنِ ابْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ذَلِكَ أَدْنَى أَن تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَا آتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي قُلُوبِكُمْ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًا .لَا يَحِلُّ لَكَ النِّسَاء مِن بَعْدُ وَلَا أَن تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْوَاجٍ وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ إِلَّا مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ رَّقِيبًا [21]= پېغمبره! په واقع كې موږ درته ستا هغه مېرمنې حلالې كړې دي،چې تا يې مهر وركړى دى او همداراز وينځې،چې خداى د غنايمو له لارې دركړي او ته يې واكمن شوى يې او ستا هغه د ترلې او د ترور لوڼې او د ماما لوڼې او د توړۍ لوڼې،چې درسره يې هجرت كړى دى؛(نو له دوى سره درته نكاح كول حلال دي) او(همداراز)هغه مؤمنه ښځه،چې خپل ځان پېغمبر ته وبښي (او ځان ته مهر و نه غواړي) او پېغمبر هم ورسره د نكاح هيلمن وي؛خو دا ډول نكاح يوازې تا ته روا ده؛ نه نورو مؤمنانو ته؛په يقين موږ ښه پوهېږو،چې هغوى ته مو د مېرمنو او وينځو په اړه مقررات ټاكلي دي (او مصلحت يې كوم حكم ايجابوي) دا ددې لپاره (چې د رسالت په ترسره كولو كې) درته كومه ستونزه نه وي (او له دې لارې ډېر ملاتړي برابركړې) او خداى ډېر بښونكى (او) لورين دى . د هرې ېوې مېرمنې( نوبت) دې كه غواړې،ځنډولاى شې او هره يوه،چې غواړې؛ نو له ځان سره يې ساتلاى شې او كه له هغوى له هرې يوې،چې تا ځان ګوښه كړى (؛نو كه) بېرته يې راوغواړې؛نو پر تا څه ګناه نشته (په دې غوراوي او واک كې) ډېر نژدى دى،چې سترګې يې يخې (او خوشحاله) شي او خپه نشي او ستا په وركړه ټولې خوشحاله شي او څه چې ستاسې په زړونو كې دي،خداى پرې پوهېږي او خداى پوه زغمناك دى .(د خپلو بندګانو له مصلحتونو باخبر دى او په سزا وركولوكې يې بېړه نه كوي). تردې وروسته تا ته نورې ښځې روا نه دي او نشې كړاى،چې پر ځاى يې نورې ښځې وكړې [=ځينې طلاقې كړې او نورې نكاح كړې] كه څه هم ښكلا يې ستا خوښه وي(؛خو) بې له وينځو او خداى پر هر څيز څارن دى (او په دې حكم مو له تا د عربو د ټبرونو دباو لرې كړ،چې ښځې ترې نكاح كړې).))

په خپله د خدای حکم و،چې په دې آیت کې پرې ټینګار شوی دی او په پایله کې یې پېغمبراکرم(ص) ته لار پرانستې،چې څومره په صلاح ویني،اقدام دې وکړی او پېغمبر اکرم هم د خپل واده په باب هغه کول،چې په صلاح یې و، چې د عمر تر پایه یې د مېرمنو شمېر نهو تنو ته ورسېد؛ البته دا چار نه له هغه پلوه،چې نهه مېرمنې درلودل رسول الله(ص) ته جایزې وې او نورو نارینه وو ته څلور مېرمنې .

په تېرو آیتونو کې د پېغمبر اکرم د آزادۍ بریدونه یې بې د مېرمنو له ښکلا وټاکل شول،چې بې له مصلحت اندیشۍ بل څه کېدای نه شول،شونې ده،چې د همدې دلیل له مخې وي له نورو مېرمنو سره واده کولو ته د شته مېرمنو د  پرېښوولو-چې مسلمان نارینه پر نورو څلورو مېرمنو د بدلولو په موخه نکاح کړیو ښځو ته د طلاق اجازه ولري –اجازه نه ده ورکړې.پېغمبر اکرم(ص) له خپل دې واکه او همداراز د اسلامي لوړو موخو لاس ته راوړو ته او د مانیزې سیاسي مشرۍ او  د هغې ورځې د ټولنې د پتمنو مېرمنو انساني اړتیاوو پوره کولو ترې ګټنه وکړه .

خو د مکې تر سوبې وروسته،چې د مسلمانانو حالات سمبال شول؛نو تر هغه وروسته رسول الله(ص) له یوې مېرمنې سره هم واده و نه کړ؛ځکه له دې حکمه ګټنې ته اړتیا نه وه پاتې .

 پایله :

د رسول الله(ص) د ودونو په اړه راڅرګنده شوه،چې آنحضرت(ص) تر پنځوس کلنۍ،چې د انسان د طبیعي ځواکونو د کمال وروستی پړاو دی،له هغې مېرمنې سره،چې پینځلس کاله ترې مشره وه او په پینځه شپېته کلنۍ کې مړه شوې،سره ژوند کاوه او په دې ترڅ کې یې له یوې مېرمنې سره هم واده و نه کړ او ددې مېرمن تر مړینې وروسته یې له بلې پوخ منګې مېرمې سره واده کړی او پېغمبر اکرم له داسې واده ژوند سره په مکه کې و،چې مدینې ته کډوال شو او د هغې ورځې د بېوزله اسلامي ټولنې د سمبالنې درنده دنده يې پر غاړه واخسته.هغه مهال مؤمن نارینه تش لاس له وطنه ورته راتلل،کله یې شمېره اتیاوو تنو ته هم رسېده او د پېغمبر اکرم(ص)  په چوتره به مېشتېدل او په دې کې یې ځینو ان عورت پټولو ته هم سم پټوونکی نه درلود؛نو په داسې پېر کې مسلمانې مېرمنې راپیدا شوې،چې له مشرکینو سره په جګړه یا په بله چاره  کې یې خپل پالندویان له لاسه ورکړي وو او خپلې پلرنۍ ته د ستنېدو لار یې هم نه درلوده؛ځکه خپل خپلوان یې کافر،د رسول الله(ص) دښمنان او چټل ګڼل او دا بهیر په هغه ټولنه کې رامنځ ته شوی و،چې له بېخه یې ښځمنې درون پېټی ګاڼه؛ځکه پلرونو یې ورته د ډوډۍ ورکونې له وېرې او د دوی د درون پېټي له امله، خپلې لوڼې ژوندۍ خخولې او له رسول الله(ص) سره د جګړې پر مهال یې د پېغمبراکرم ماتولو ته یې لوڼو ته د طلاق ورکولو وړاندیزونه کول،چې په پای کې په مدینه کې د هغو مؤمنو مېرمنو چار دې ځای ته راورسېد،چې کونډو مېرمنو که پلار هم درلود؛لکه حضرت حفصه د حضرت عمر(رض)لور،پلار یې له ملګرو په ټینګار غوښتل، چې له لور سره یې واده وکړي .

آیا په دې حالت کې له حضرت حفصې بي بي سره د پېغمبر اکرم واده د خپلو دوو اصحابو؛حضرت ابوبکر(رض) او حضرت حضرت عثمان (رض) لخوا اروايي ماتې د ورکونې د سکېندې – جبرانولو لپاره یو ستر ګام نه و؟

پر داسې وخت یوه بله مېرمن؛لکه زړه ګڼ اولاده حضرت ام سلمه (رض)، چې په احد غزا کې یې مېړه له لاسه ورکړی و،په غربت کې یې څه کولای شول؟آیا کولای یې شول،چې مکې ته خپلې هغې کورنۍ ته ورستنه شي،چې د تاوتریخوالي او ظلمونو له لاسه یې په افریقا کې تر حبشې پورې تښتېدلې وه؟

یا هغه بله مېرمن زینب د خزیمه لور،چې تر پېغمبر اکرم (ص) مخکې یې دوه مړونه کړي وو او دویمی یې په احد غزا کې شهید شوی و،څنګه به یې خپل ژوند ته دوام ورکاوه ؟

همداراز د ابوسفیان لور ام حبیبه،چې د خپلې کورنۍ له کړاوه له خپله مېړه سره حبشې ته تښتېدلې او هلته یې خپل مېړه له لاسه ورکړی دی؛نو د کړاوونو او سختیو درمل یې بې له دې څه کېدای شول،چې د پېغمبر اکرم تر سیوري لاندې راشي؟

ام حبیبه د هماغه ابوسفیان لور ده،چې اسلام ځارځپلو ته یې هر چار ته لاس اچولی و او د رسول الله پر خلاف به چې کومه سرغړونه او ناباندي – مخالفت کېده؛نو په سر کې به یې ابوسفیان و،د همدې ابوسفیان آبرو داسې ساتي،چې د ابوسفیان په فکر کې هم نه راتله. هو! که قریشو د ابوسفیان په مشرۍ هڅې کولې،چې د رسول الله(ص) لوڼې یې د پلار په کور کېنوي؛نو همدې پېغمبر د همدې ابوسفیان لور په خورا درناوي له حبشې راوسته او خپله مېرمن یې کړه،په درنښت یې مدینې ته راوسته او د عرب د خورا شریف سړي مېرمن یې کړه،مګر داسې نه وه،چې پېغمبر اکرم د عبدالمطلب لمسی و؛نو دلته دې ابوسفیان پر ځان ویاړي او له ډېرې هېښنې دا غونډله پر ژبه راوړي،چې تل ته متل شوه :ذلک الفحل لایقدع انفه !

دې درناویو په نورو بني امیه وو کې څه غبرګون درلود،که په دې باب ترې څه رانقل شوي وي؛نو موږ  ورته لاسرسی نه لرو؛خو د بني المصطلق د ټبر د مخورو له لور جوریه سره یې واده خورا غبرګونونه درلودل،چې موږ ته هم رارسېدلي دي .

بني الصطلق ټبر د خزاعه له ټبرونو ځنې و،چې د مدینې په پینځه منزله کې مېشت و.مشر یې حارث له پېغمبر اکرم سره جګړې ته له عربو یو پیاوړی لښکر چمتو کړ،چې رسول الله(ص)ناڅاپه غافلګیره کړل او د عربو هغه ټبرونه وتښتېدل،چې مرستې ته یې راغلي وو.رسول الله (ص) اسلام ورمخکې کړ؛خو و یې نه مانه. جګړه ونښته او د حارث ټبر مات شو او ټبر ځان تسلیم کړ او په تسلیم شویو کې د ټبر د مشر حارث لور هم وه .رسول الله (ص) یې له اسیرونکې وپېرله،ازاده یې کړه او بیا یې ورسره واده وکړ او خپله مېرمنه یې کړه،حال داچې کولای یې شول،چې د وېنځې په نامه ورسره کوروالی وکړي. مسلمانانو هم ددې واده په درناوي ټول نیولي بندیان ازاد کړل.ددې درناوي خبره حارث ته ورسېده،مدینې ته راغی،اسلام یې ومانه او تر هغه وروسته یې د ټبر ټول وګړي هم مسلمانان شول .

په حدیبیې سوله کې د حارث او خزاعه ټبر د قریشو پر وړاندې له رسول الله (ص) سره همژمني شول.

نو له دې ځایه دي،چې د جګړه ځپلیو عرب ټبرونو د چار په حکمت مو سر خلاصېږي. آنحضرت(ص) چې کله غواړي سوله شي؛نو ظالم ټبر مظلوم ټبر ته نجلۍ ورکوي او ددې دوو ټبرونو ترمنځ په دې واده سیاسي تړاو تړي؛نو څرګنده ده،چې د جګړه ځپلیو ټبرونو له مېرمنو سره د پېغمبر اکرم (ص) ودونه یې له دې قاعدې وتلی چار نه دی؛لکه د خیبر د یهودو د مخورو له لور صفیه سره د پېغمبراکرم واده،یا له ریحانه سره یې واده،چې د بني نظیرو له ټبره وه او مېړه یې د بني قریظه وو له ټبره و.

 له سرغړانده عرب ټبرونو سره د پېغمبر اکرم د دا ډول ودونو حکمت څرګند دی او ددې خبرې په پامنیوي خو لاڅرګندېږي،چې د پېغمبر اکرم یو واده هم د خپلو انصارو له ټبرونو سره نه و؛ځکه انصاري کونډې له خپلو کورنیو سره وې او په ژوند چارو کې يې پالندوی او مرستې ته اړتیا نه درلوده؛ بلکې په خپله انصار ول،چې مدینې ته د مسلمانانو د هجرت په پیل کې یې ورسره په کور کالي او ډوډۍ ورکولو کې مرسته کوله .د رسول الله(ص) د ټولو ودونو د حکمت چار څرګند دی،یوازې دوه ځایونه دي،چې پلټنې ته اړتیا لري :

لومړی یې له حضرت عایشې بي بي سره واده دی،که څه رسول الله(ص) ورسره هغه مهال واده وکړ،چې د عمر نهه کاله يې پوره شوي وو،چې په خپله دا چار زموږ له ښارمېشتي دودونو سره په ټکر کې چار دی .

ددې نیوکې په ځواب کې مو په پیل کې وویل :هغه وخت او ځای له اوسني وخت او ځای سره پرتله کول ناسم چار دی او هم وایو: دا نه یوازې د خدای استازی و،چې په دې عمر کې یې له یوې نجلۍ سره واده کړی دی؛بلکې خپله ګرانه فاطمه یې هم په همدې عمر کې مېړه ته ورواده کړې وه او دا چار د اسلام د قانون له نظره سم دی او بل داچې په ګرمو سیمو کې انسان ژر د بلوغ پړاو ته رسي او ژر هم ماتېږي او دا چار په ننني هندوستان هېواد کې هم دود دی او ډېری نجونې خو پکې تر نهه کلنۍ دمخه هم بلوغ ته رسي او ژر زړېږي؛خو په تبت غرونو کې یې چار پرعکس دی او کله ویل کېږي،چې د نارینه وو عمر یې کله دوو سوو کلنو ته هم رسي او سل کلن نارینه یې ځوان سړی دی .

دویم یې د خپل زوی ویلي اسامه له طلاقې شوې مېرمن زینب سره واده دی،چې ددې چار حکمت مو په مخکې مخونو ووایه.

[1] .د زيد په نامه يو سړى د پېغمبر اکرم (ص) زوى ويلى (نه واقعي زوى) و.په جاهليت کې ګروهن وو؛لکه څنګه چې انسان د خپل زوى له مېرمنې سره واده نشي کولاى،د خپل زوى ويلي له مېرمنې سره هم واده نشي کولاى؛نو زيد چې خپله ښځه طلاقه کړه؛نو رسول الله ورسره د خداى په حکم واده وکړ،چې دا جاهلي دود له منځه ولاړ شي .

[2] .مزمل /٢-٣

[3] احزاب ، ٢٨ آيت

[4] .د نور تفسير١/٣٨٩-٤٠٠

[5] .دا ویینه مو د عراقي ستر عالم مرحوم علامه سید مرتضی عسکري د نقش ا م المومنین عایشه در تاریخ اسلام له کتابه ژباړلی دی .

[6] .انعام ۱۵۱

[7] .نحل ۵۸-۵۹

[8] .نور/۳۳

[9] . په استیعاب،اسدالغابه،اصابه او د ابن سعد په طبقات کې د حضرت حفصه د حالاتو شرحه وګورﺉ .

[10] .الاصابه ۴/۳۰۹

[11] . د حال شرحه يې په استیعاب،اسدالغابه،اصابه او د ابن سعد طبقات ۲/۳/۸۶-۹۶ کې وګورﺉ .

[12] .وګورﺉ : د ابن سعد طبقات ۸/۸۰-۸۶ او همداراز د استیعاب،اسدالغابه او اصابه کتابونه .

[13] . د صفیه د حال لنډه شرحه مو د ابن سعد طبقات ۸/۱۲۰ نه راخستې ده .

[14] . حضرت عباس(رض) د پېغمبراکرم تره په جاهليت پیر کې په مکه کې مشهور سود خور و .

[15] .د عبدالمطلب لمسی،د ربیعه زوی په بني لیث ټبر کې یو مورروی ماشوم و،چې د هذیل د ټبر وګړیو په تېروتنه کې وواژه او بني هاشمو د رسول الله (ص) تردې خبرې پورې ددې ماشوم د وینې غوښتنه کوله . د ابن هشام سیرت څلورم ټوک،۳۷۵ مخ .

[16] .په جاهلیت کې دود و،چې که چا به څوک زوی وباله او زوی به راضي شو؛نو تردې وروسته به یې دا زوی ویلی ددې سړي په نامه یاداوه او د صلبي زوی ټول احکام به دې زوی ویلی ته هم پر ځای وو .

[17] .احزاب/۳۶

[18] .احزاب/۳۷

[19] حلیه ابونعیم ۲/۳۵ د زینب ژباړه او د آیت تفسیر ته د مجمع البیان تفسیر ته مراجعه وکړﺉ

[20] .د ابن سعد طبقات ۸/۱۵۸.

[21] .احزاب ۵۰-۵۲

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!