تبلیغات

په هر ځاى كې چې کېنې ټول يوه خبره كوي او وايي: صداقت مو درلود او خورا زحمتونه مو وګالل ، چا ته مو د خس هومره ضرر هم نه دى رسولى، له چا سره مو بد هم نه دي كړي، څومره ‏چې مو له لاسه كېدل، له خلكو سره مو ښه كړي؛ خو بيا […]

په هر ځاى كې چې کېنې ټول يوه خبره كوي او وايي: صداقت مو درلود او خورا زحمتونه مو وګالل ، چا ته مو د خس هومره ضرر هم نه دى رسولى، له چا سره مو بد هم نه دي كړي، څومره ‏چې مو له لاسه كېدل، له خلكو سره مو ښه كړي؛ خو بيا هم غمونه دي او زموږ ګرېوان. دا ولې؟

يو ځوان مې را پر ياد شو، چې په “بمبۍ” كې يې لوى كاروبار درلود او ورسره به يې مانیز- معنوي كارونو ته هم خورا ارزښت وركاوه. خپل كاروبار يې خپلو مرستيالانو ته ورسپارلى و؛ خو په هغوى كې سړيتوب نه و او له دې ځوان سره يې ټګي وكړه. همدا و، چې ځوان د تاوان په سيند كې لاهو شو، خپل كاروبار يې “بمبۍ” كې پرېښود او “امريكا” ته ولاړ، چې هلته يې يو پلورنځى پرانست؛خو ‏بدمرغي يې همداسې مل وه، چې يوه ورځ دوه وسله والو یې پر پلورنځي يرغل وكړ او هر څه يې ترې يوړل او سړي يې د پولې پړك ته کېناوه.

دې ځوان په يو ليک كې راته وليكل: ولې راسره داسې کېږي او داسې ‏پېښېږي؟زه خو هر مهال دعاګانې کوم او څښتن يادوم او مرسته ترې غواړم او هر سهار، چې پاڅم دعا كوم او ټوله ورځ څښتن يادوم، د هټۍ ‏ تر پرانستو مخکې هم دعا كوم، د ورځې او كاروبار په ترڅ كې او د شپې تر وېدو كېدو د مخه هم دعا كوم؛زما ازار خو ان يو مېږي ته هم نه دى رسېدلې،له چا سره مې درغلي هم نه ده كړې، ‏كله مې هم خيانت نه دى كړى؛ نو په دې ټولو خلكو كې ولې غمونو او بدو پېښو يوازې زما ګرېوان ته لاس رااچولى دى؟

په “سنګاپور” كې د “يوګا” د ټولنې له کارنده – فعالو غړيو ځنې يوه پېغله وه، چې پر څښتن ميېنه وه؛څو ورځې مخكې له خپلې كورنۍ سره د زيارت لپاره “هند” ته راغله.هلته يې له ډول ډول عارفانو او ښو خلكو سره وليدل؛ زيارتونه يې وكړل او بېرته “سنګاپور” ته ستنه شوه،تر ستنېدو يې څو ورځې وروسته د كار دفتر اور واخست او ټول مهم اسناد يې وسوځېدل. پېغلې حال دا چې ژړل او اوښكې يې تويولې، وويل: داسې پېښې ولې بايد ما ته راپېښې شي؟ زه خو زيارتونو ته تللې وم، له ښو ښو خلكو سره مې كتنې وكړې؛ نو اخر زه ولې؟

ځينې داسې انګېري، چې څښتن راته ځانګړې دندې راكړې،كه و مو نه کړ ؛ نو يا به پخپله او يا به مو د كورنۍ غړي ددې كار سزا وګوري.

[ سرچینه: با خالق هستي، جي پي واسواني]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!