تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا (انسان/۹) ژباړه : (او وايي 🙂 موږ يوازې د خداى لپاره خواړه دركوو (او) هېڅ بدله او مننه درځنې نه غواړو.  د وږويو مړول، د نېكچاريو له ځانګړو چارو ځنې دی، چې قرآن پرې ډېر ټينګار كړى. كه اوسنۍ نړۍ ته […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا (انسان/۹)

ژباړه : (او وايي 🙂 موږ يوازې د خداى لپاره خواړه دركوو (او) هېڅ بدله او مننه درځنې نه غواړو.

 د وږويو مړول، د نېكچاريو له ځانګړو چارو ځنې دی، چې قرآن پرې ډېر ټينګار كړى. كه اوسنۍ نړۍ ته ووينو، د خپرو شويو معلوماتو له مخې، هر كال له لوږې ميليونه تنه مړه كېږي، حال دا، چې د نړۍ په ځينو سيمو كې بې شمېره اضافي خواړه په ډېرانونو كې اچوي؛ نو ځكه ددې اسلامي سپارښتنې اهميت او له اخلاقي كچو د اوسنۍ نړۍ واټن راته څرګندېږي. په دې هكله په رواياتو كې هم پرېمانه ټينګار شوى دى، له امام صادق (رح) په يو روايت كې لولو: ((چې څوك يو مؤمن په خېټه موړ كړي؛ نو د خداى يو مخلوق، الهي مقربې پرښتې او پيغمبران نه پوهېږي، چې په آخرت كې یې څه بدله ده؛ خو يوازې نړۍ پال خدای پوهېږي)) په ځينو رواياتو كې څرګندنه شوې، چې د وږيو مړول (كه څه مؤمن او مسلمان نه وي) له غوره كړنو ځنې دي. له پېغمبر (ص) په يو حديث كې راغلي (( د سرو ځيګرونو سړول او د وږيو خېټو مړول د خداى پر وړاندې غوره كړنې دي، پر هغه قسم، چې د محمد سا يې په لاس كې ده، هغه بنده، چې د شپې موړ ويده شي او مسلمان ورور يې وږى وي، پر ما يې ايمان راوړى نه دى)) (نمونه تفسیر، 25 ټ: 357 مخ)

 

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!