تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ویر د قرآن له ليدلوري ښايي په ډېرى اذهانو کې دا پوښتنه راپيدا شي چې قرآن کريم د ویر په اړه څه خبره کړې؟ ايا قرآن د ویرکولو يا نه کولو او يا ډولونو ته يې څه اشاره کړې؟ هو، په قرآن کريم کې داسې آيتونه شته چې د ویر مشروعيت، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ویر د قرآن له ليدلوري

ښايي په ډېرى اذهانو کې دا پوښتنه راپيدا شي چې قرآن کريم د ویر په اړه څه خبره کړې؟ ايا قرآن د ویرکولو يا نه کولو او يا ډولونو ته يې څه اشاره کړې؟ هو، په قرآن کريم کې داسې آيتونه شته چې د ویر مشروعيت، غوراوى او ډولونه يې زبادوي، څو بېلګې يې دا دي.

١_ د ظالمانو پر ضد د مظلومانو د فرياد ویر:

خداى په قرآن (نساء _ ١٤٨ آيت) کې وايي: (( لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ وَكَانَ اللّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا)) په دې آيت کې دوه ټکي شته، ړومبى وايي: (( لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ وَكَانَ اللّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا)) خداى د نورو د نيمګړتياوو رابرسېرونه نه خوښوي؛ خو د هغوى چې پر حقوقو يې تېرى شوى دى او دا ډول وګړي استثنا شوي دي، دويم، داچې (( الا من ظلم)) ټولو ظالمانو ته يو ګوتڅنډنه ده چې خداى نه يوازې مظلومانو ته د فرياد او اشواګرۍ اجازه ورکړې؛ بلکې دغسې فرياد د خداى هم خوښېږي.

ظلم څو ډولونه لري؛ لکه پر نفس ظلم، پر پلار مړيو – یتیمانو ظلم او… خو ستر ظلم، دا دى خداى چې ځينو وګړيو ته کوم حقوق ورکړي تېرى پرې وشي، په بله وينا خداى ځينو وګړيو ته يو حق ورکړى او دا حق ولايت او مشرتوب دى هلته چې وايي:

مائده: ٥٥ آيت: (( إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ)) څرګنده ده چې پر خداى ورکړي حق تېرى کول ستر ظلم دى، ځکه نور وګړيز او ټولنيز تېري ترې راولاړېږي؛ نوځکه د خداى د ولي له حاکميت او نورو ارزښتونو سره شخړه کول ستر ظلم او ناروا چار دى. بېشکه امام حسين (رض) يو له هغو کسانو دى چې متعال خداى د ولايت او واکمنۍ حق ورکړى او يزيد او يزيديان په طاغوت کې ګڼل کېږي او د الهي واکمنۍ غاصبين دي؛ نوځکه مسلمانانو ته نه ښايي چې ورپسې ولاړ شي. له همدې لامله کوفيانو په ليکونو کې څرګنده کړې وه چې موږ د معاويه او يزيد ولايت نه منوو او تاسې ډېر ژر کوفې ته راشئ. امام حسين له ګردو ستونزو او خنډونو سره سره د دوى بلنه ومنله او د کوفې پر لور وخوځېد؛ خو د اهلبيتو دښمنان په خپلو ټولو شونتياوو سره د کربلا خوځښت پر وړاندې ودرېدل او د امام حسين په شهيدولو يې پر اسلامي امت يو ستر ګوذار وکړ، داسې چې ددې غوړپکې – پېښې سپېرې اغېزې اوس هم تر سترګو کېږي.

ايا اسلامي ټولنه ددغسې غميزې په اړه چې د پېغمبر (ص) زوى يې وواژه، لاس تر زنې کېني او چوپ وي يا درنه دنده ورترغاړې ده؟ د پورته مبارک آيت له مخې، بايد فرياد وکړو، ظالمان رسوا او ناپاکې څېرې يې رابربنډې کړو، د شعر، نثر او غونډو په جوړولو پر اهلبيتو شوى ظلم بيان شي او د خداى له دښمنانو بېزاري او کرکه څرګنده او اعلان کړو، په يقيني ډول کوم فريادونه او ویر چې په همدې لړ کې وي د (( جهر من القول)) له مصادیقو ځنې دي چې د خداى خوښېږي او د اهلبيتو د لارويانو ویر همدې سپېڅلې موخې ته کېږي او بيا هر ډول ویر چې د دې موخې پر خلاف وي، مخه يې ونيول شي.

٢_ د اهلبيتو مينه او ویر:

خداى د رسول اکرم (ص) د اجر او مزد په اړه وايي:

شورى _٢٣ آيت: (( ذَلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُل لاَّ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلاَّ الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ = دا (هماغه) څه دي چې الله یې نېکانو مؤمنانو ته زېرى وركوي، ووايه: ((په دې چار (رسالت) هېڅ بدله درځنې نه غواړم؛ خو د خپلوانو (په باب) مینه [/اهلبیت مې])) او څوك چې نېكې چارې وكړي، پر نېكيو به يې ورزيات كړو، په رښتيا الله منندوی بښونكى دى.

 خداى تعالى په دې آيت کې، له نبوي کورنۍ سره مينه پر اسلامي امت فرض او لازم کړې ده او له دوى سره مينه يې د رسالت د تبليغولو په لار کې د پېغمبر د کړښتونو اجر او بدله کړې ده چې دا پخپله د پېغمبر (ص) د رسالت عظمت او ورته د ټاکلې بدلې ستريا راښيي. ښکاره ده چې ستر کار، ستره بدله لري، او دې آيت ددغسې رسالت بدله د اهلبيتو مينه ګرځولې ده.

مينه او دوستي اغېزې او څه لوازم لري، رښتين يار او دوست هغه دى چې د دوستۍ شرط څنګه چې ښايي پوره يې کړي، که بې له دې وي؛ نو دوستي به تش په خوله او ظاهري وي. له دوى سره د دوستۍ له مهمو نښو، په غم وښادۍ کې يې ورسره ګډون کول دي. په پرېمانه رواياتو کې پر دې ټکي ټينګار شوى چې د اهلبيتو په ښادۍ ښاد او پر غم يې غمجن اوسئ او په رښتيا د اهلبيتو د ښوونځي د لارويانو يوه ځانګړنه دا ده چې په ښاديو کې يې ښاد او په غمونو کې يې ويرجن وي.

حضرت علي (ک) وايي: (( خداى موږ په خپلو بندګانو کې غوره کړو او لارويان يې راوټاکل چې تل مو په ښاديو او غمونو کې راګډ دي او په مالونو او ځانونو مو مرستندويان دي، دوى زموږ دي او زموږ لوري ته به رادرومي)) [1]

امام رضا د شبيب زوى ته وويل: (( که ښه دې ايسي چې په غوره جنت کې راسره وسې؛ نو په غم مو غمجن او په ښادۍ مو ښاد وسه او ولايت مو ومنه، ځکه که څوک له يوې تيږې سره مينه ولري، په قيامت کې ورسره راپاڅېږي)) [2]

نوځکه د اهلبيتو مينه چې د پېغمبر (ص) د رسالت د ابلاغولو بدله ده، غواړي چې په خوله، کړو وړو، ژړا، ويرغونډو او له وژوونکيو يې په کرکه څرګندلو په غم کې يې غمجن اوسو او ددې مظلومو او ژمنو شهيدانو الهي ځانګړنې راوسپړو او بېشکه چې ددغسې ویرغونډو جوړول يوازې د حقايقو څرګندول رانغاړي.

٣_ د الهي شعايرو ویر او نمانځنه :

د الهي شعايرو درناوى او نمانځنه د اسلامي له بنسټيزو لارښونو ځنې ده، ځکه خداى وايي: (( ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ(حج_ ٣٢ آيت) = دا (د حج کړنې) دي، او څوك چې د الهي نښو درناوى وكړي؛ نو په رښتینه کې دا (كار) يې د زړوڼو د پرهېزګارۍ یوه نښه ده .))

شعاير د دين د نښو او د ستر خداى د طاعت پر مانا دي. [3]

نوځکه د الهي شعايرو له لمانځنې مطلب، د دين د نښو، د خداى د اطاعت او د ابراهيم د دين لمانځنه ده چې په اسلام کې انځور شوې او د حج هر يو مناسک د شعايرو پوره نښه او مصداق دى. لکه چې په قرآن کې، طواف د صفا او مروه تر منځ سعى، د شيطانانو ايشتل، قرباني او… هر يو يوه نښه ده چې انسان د تقوا او په نهايت کې نږه توحيد ته ورسېخوي.

د الهي نښو او د زړنو د تقوا ترمنځ ځانګړې اړيکه شته. ځينو سني او شيعه عالمانو د شعايرو عموميت ته اشاره کړې چې دلته يې دوه مورده يادوو: (الف): د اهلسنتو ستر عالم ((صاحب جان هندي حنفي)) تر دې آيت لاندې کاږي: (( شعاير د شعير جمع د نښې او علامې پر مانا ده او د هر څه په ليدو چې خداى رايادېږي او شعاير الله په صفا او مروه پورې ځانګړتيا نلري؛ لکه چې د حجت الله البالغه په کتاب کې له د هلوي ويل شوى دي: څلور څیزونه د خداى خورا ستر شعاير او نښې دي: قرآن، کعبه، پېغمبر او لمونځ. په الطاف القدس کې هم راغلي دي: د شعاير الله مينه، له قرآن، پېغمبر او کعبې سره مينه ده؛ بلکې څه چې په خداى پورې ورمنسوب وي، ان د خداى وليان)) [4]

مولوي اسماعيل کاږي: (( د منعم د شعايرو درناوى، دده د مينې له فروعاتو ځنې دي، يعنې ټولې هغه چارې چې ځانګړى تړاو ورسره لري داسې چې د هر چا ذهن دې چارو ته ور واوړي، منعم ته يې ورپام شي؛ لکه د نامې درناوى، کلام، خبره، جامې، وسله او ان سپرلى او هستوګنځى يې)).

(ب): شيعه عالم (( ملا احمد نراقي)) ليکي: (( ځينې فقها او مفسران ګروهن دي چې آيت عام رانغاړي، که دغه نظر ومنل شي؛ نو د ټولو شعايرو درناوى که واجب نه وي، استحباب او درناوى خو لري، ځکه شعاير خداى ته ور منسوب دي)) [5]

(( طباطبايي)) هم شعاير د الهي تقوا د نښو په مانا ګڼلي او په ځانګړو مواردو پورې يې منحصر نه بولي: ((شعاير هغه نښې دي چې انسان د خداى پر لور ورسېخوي او په صفاو مروه او په څېر پورې يې نه ورمنحصرېږي. نوځکه هره نښه چې انسان ته خداى وريادوي، درناوى يې د الهي تقوا لاملېږي او ټولې نښې رانغاړي)) [6]

نو په عمومي توګه ګټنه کړاى شو چې هر وخت يا په هر ځاى کې کوم کړ يا عمل چې د خداى د ياد، تقوا، مانيزې او روحي ودې ته لاره چاره چمتو کوي او د اسلامي قوانينو او لارښوونو په چوکاټ کې وي، په الهي شعايرو کې ګڼل کېږي. لمونځ، روژه او… هر يو په يو ډول په الهي شعايرو کې شمېرلېږي.

نوځکه هغو دلايلو ته په پامنيوي چې ویر يې مشروع ګڼلې، په غوڅه د خداى د ځانګړو بندګانو د وير مراسم _چې د قرآن څرګندوونکى او د حج انځورګر وو او د توحيد کليمې لپاره يې ځانونه بلهار – قربان کړل_ له څرګندو نښو او شعايرو دي، ځکه په دې مراسمو کې يوازې د ديني مسايلو زده کړه، د اسلام د شهيدانو شهامت او سرښندنه، د خداى له غليمانو سره د دښمنۍ او له دوستانو سره يې د دوستۍ خبرې کېږي او لکه څنګه چې په لوى اختر کې قرباني له اسلامي شعايرو او سننو ځنې ګڼل کېږي.

نو کربلا او د خداى د لارې د قربانيانو د ياد غمجنه يادونه او همدغسې د خداى د لارې د سرښندونکيو يادول به له الهي شعايرو ځنې وي.

٤_ د حضرت يوسف (ع) په بېلتانه کې د حضرت يعقوب (ع) وير: حضرت يعقوب (ع) د خپل زوى په بېلتانه کې خورا غمجن شو چې په کلونو کلونو يې ژړل، تردې چې د سترګو ګاټي يې سپين شول او ليد يې له لاسه ورکړ. خداى يې خپګان داسې انځوروي:

(( وَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا أَسَفَى عَلَى يُوسُفَ وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيمٌ (يوسف _٨٤ آيت) = او (يعقوب) ترې مخ واړاوه او و يې ويل : ((هى هى يوسفه !)) او د سترګو تور يې سپين شوي وو؛ خو غمونه يې (پر زړه) زغمل (او هېڅكله يې ناشكري نه کوله )

زامن يې (يعنې د يوسف (ع) روڼه) له ډېرې ژړا تنګ شول، ويې ويل:

قَالُواْ تَالله تَفْتَأُ تَذْكُرُ يُوسُفَ حَتَّى تَكُونَ حَرَضًا أَوْ تَكُونَ مِنَ الْهَالِكِينَ(يوسف ٨٥ آيت) = (زامنو يې) وويل :((پر الله قسم ! ته چې يوسف دومره يادوې،ناروغ يا مړ به شې!))

دې آيتونو، د حضرت يعقوب (ع) اوږده ژړا ددې پېغمبر د ژوند له مهمو ځانګړنو ښوولې او ځينو رواياتو هم دا يوه ښه ځانګړنه بللې ده. (( ز مخشري)) روايت کړى چې حضرت يوسف (ع) د خپل پلار د غم و ژړا د وخت په اړه وپوښتل، ورته يې وويل: اويا کاله يې وژړل، او د ژړا د ثواب په باب يې وپوښت، ويې ويل: ژړا يې د اويا شهيدانو ثواب لري[7].

طبري د حضرت يعقوب (ع) د ژړا د مودې په هکله له (( حسن بصري)) (رح) روايت کړى دى: (( چې کله حضرت يوسف له پلاره ووت؛ نو بيا يې اتيا کاله روسته ورسره وکتل او په دې موده کې غمجن و او ژړل يې، ان چې خپل ليد يې له لاسه ورکړ. حسن بصري رحمة الله ويلي، پر هغه مهال د ځمکې پر مخ د خداى پر وړاندې تر يعقوب عليه اسلام خورا عزتمن ځايناستى نه و[8]))

کوم آيت ته چې اشاره وشوه، پايله اخستاى شو، که ژړا او غم په کلونو کلونو اوږد هم شي، څه توپير نه لري؛ بلکې يو روا چار او له ښو ځانګړنو شمېرلېږي.

څه چې وويل شول د امام سجاد خبره يې تاييدوي چې هغوى ته يې په ځواب کې وويل چې د ده پر ژړا يې نيوکه کوله: (( ايا تاسې د يعقوب له ژړا خبر نه ياست؟ په کلونو کلونو يې د يوسف په بېلتانه کې وژړل، ان چې خپل ليد يې له لاسه ورکړ، حال دا چې زوى يې ژوندى و او يوازې له سترګو يې پنا و؛ خو په خپلو سترګو مې ليدل چې زما پلار (امام حسين) او د پېغمبر د اهلبيتو اولس تنه يې شهيدان کړل او سرونه يې له تنې وربېل کړل[9]))

له تېرو آيتونو او رواياتو استنباطولاى شو چې د وير غونډو جوړول نه يوازې له قرآن سره ناسازګاري نلري؛ بلکې د الهي شعايرو، له اهلبيتو سره د مينې او له ظلم سره د مبارزې له مصاديقو ځنې ګڼل کېږي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

[1]محمد باقر مجلسي، بحار الانوار: ٤٤/٢٨٧.

[2]شيخ صدوق، امالي، ٢٧ مجلس، محمد باقر مجلسي، بحار الانوار: ٤٤/٢٨٦ مخ.

[3]نراقي، عوائد الايام، ٣١ مخ، دويمه عائده.

[4]شاولى الله د هلوي، حجة البالغة، ٦٩ مخ، صاحب جان هندي خنفي، اصول الاربعة فى ترديد الوهابية، ٣٠ مخ.

[5]عوايد الايام، ٣١ مخ

[6]الميزان تفسير: ١/٤١٤ مخ، د بقرې سورت تر ١٦٥ آيت لاندې.

[7]زمخشري، کشاف تفسير: ٢/٤٩٧ مخ، فخر رازي، کبير تفسير: ١٨/١٩٣، تر ٨٤ – ٨٥ آيتونو لاندې.

[8] پورته سرچینه

[9]على بن شهر آشوب، مناقب آل ابيطالب: ٤/١٧٩. وسائل الشيعه: ٢/٩٢٣.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!