تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۶ مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)   يثرب ته روانېدل  څه وخت تېر شو،مازيګر پر خپلې اوږدې تنې او ډنګر ځان جومات ته ورننووت،تر لمانځه وروسته (حال داچې زړه يې د غم په لمبو كې سوځېده) د جومات په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۶ مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)

 

يثرب ته روانېدل

 څه وخت تېر شو،مازيګر پر خپلې اوږدې تنې او ډنګر ځان جومات ته ورننووت،تر لمانځه وروسته (حال داچې زړه يې د غم په لمبو كې سوځېده) د جومات په ګوټ كې د يوه  سړي خوا ته ( چې په خوږ او په زړه پورې غږ يې قرآن لوسته) كېناست او غوږ يې ورته ونيو او سر يې په ګرېوانه كې كښته كړ :

 ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ-تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ-يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ .  (الصف 10-12)= مؤمنانو! ايا داسې يوه راكړه وركړه دروښيم، چې له دردناك عذابه مو وژغوري؟!  پر الله او استازي يې ايمان راوړئ او د الله په لار كې پخپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړئ، كه پوهېږئ دا (سرښندنه) درته (تر هر څه) غوره ده. (كه داسې مو وكړل)؛نو ګناهونه به مو دروبښي او (جنتي) باغونو ته به مو ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او په همېشنيو باغونو كې به ډېر پاک او غوره هستوګنځي دركړي؛دا ستره بريا ده.

حضرت ابوذر(رض) آيتونو ته غوږ نيولى و او روح يې د جنت لوري ته په الوتو كې و او دې خبرې ته په سو چ  و،چې ولې يثرب ته نشي تلاى؟ چې د خداى او پېغمبر اکرم (ص) په لار كې وجنګېږي . د “بدر”، “احد” او “خندق” غزاګانې تېرې شوې او حضرت ابوذر (رض) له دې  ثوابه بې برخې شو. هو! پېغمبراکرم (ص) او ياران يې د جګړې په ميدانو كې له ځانو تېر ول، نور به د پېغمبراکرم (ص) ملاتړ او مرستندوى وي او حضرت ابوذر(رض) به په آرام پروت وي؟

پېغمبراکرم(ص) به په خپلو لاسونو خندق كني او ابوذر به په بستره كې خوبونه كوي! مسلمانان به له سختيو، كړاوونو او خونړيو ستونزو سره مخ وي او د حضرت ابوذر(رض) زړه به يوازې په دې خوشحاله وي،چې لمونځونه كوي او مسلمان دى . د څه لپاره په غفار كې پاتې دى؟ چا او څه د پېغمبراکرم(ص) او يارانو يې بېل كړى؟ نه!نور بس دى . بايد ولاړ شم او له دښمن سره وجنګېږم . يا به غازي او سر لوړى راستون شم او يا به شهيد شم . حضرت ابوذر(رض) هوډ وکړ،چې ولاړ شي. پاڅېد او كور ته ولاړ او غوڅ يې انيس ته وويل : زه سبا يثرب ته ځم .

انيس: د څومره وخت لپاره.

حضرت ابوذر(رض): بېرته نه راځم.

انيس: بېرته نه راځې؟! هلته به څه كوئ؟

حضرت ابوذر(رض): د خداى له رسول سره يوځاى كېږم او هېڅكله به ترې بېل نه شم.

انيس: دچا كره به اوسېږې؟

حضرت ابوذر(رض): د پېغمبراکرم(ص)له اصحابو سره،چې بې له جوماته بل كور نه لري .

انيس : ته مسلمان يې او د خداى دين دې منلى دى،دا درته بس دى؛ په خپل ټبر كې پاتې شه . ګوره خپل ژوند مه پرېږده؛ كورنۍ دې درته ډېره اړه ده او  هغوى د لومړيتوب حق لري .

حضرت ابوذر(رض) : د پېغمبراکرم(ص) ځان و مال ټولو مسلمانانو ته لومړيتوب لري . پېغمبراکرم (ص) د بدر جګړې ته ولاړ او زه دلته وم . د احد جګړه راغله او د پېغمبراکرم (ص) ياران شهيدان شول؛ د خندق جګړه تېره شوه او زه پكې نه وم؛ بس دى انيسه ! نور مې مه ايساروه؛كه نه نو زړه مې پړک چوي؛كب كله بې اوبو ژوند كولاى شي. بس دى،چې دومره وياړونه مې له لاسه ووتل .

انيس : ښه نو چې دا خبره ده؛ په كور كې كېنه او چې پېغمبراکرم(ص) درباندې غږ وكړ، ورشه .

حضرت ابوذر(رض): نه انيسه ! پر خداى قسم كه خداى انسان ته په سينه كې دوه زړونه وركړي واى؛ نو دا كار به مې كړى واى . نوره دې دنيا ته هېڅ تمه نه لرم، زه له دې  دنيا څه غواړم؛پر خداى قسم زه به هرومرو يثرب ته ځم او خداى به راته نېغه او سمه لار ښيي .

حضرت ابوذر(رض) موزې پر پښو کړې او روان شو؛خو له ځان سره يې د سفر لپاره څه وانه خستل.

انيس : د سفر لپاره وسايل نه وړې؟

ابوذر: په دې لار كې ډوډۍ مې بس ده.

حضرت ابوذر(رض) يثرب ته ورسېد او له حضرت محمد (ص) سره يو ځاى شو؛د هغه د علم له چينې يې ځان مړاوه او د هغه كړه وړه يې خپله تګلار كړه او دهغه د ښو خويونو، نارينتوب او مېړنتوب خبرې يې په هر ځاى کې كولې.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!