تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۴مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحار) ) يثرب مسلمانېږي د غفار ټبر ته د يثرب د مسلمانېدو خبر ژر راورسېد او ټول خلك د “اوس” او “خزرج” د ټبرونو د ايمان راووړو له امله زيات خوشحاله دي او له خوشحالۍ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۴مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحار) )

يثرب مسلمانېږي

د غفار ټبر ته د يثرب د مسلمانېدو خبر ژر راورسېد او ټول خلك د “اوس” او “خزرج” د ټبرونو د ايمان راووړو له امله زيات خوشحاله دي او له خوشحالۍ په جامو كې نه ځايېږي،ټول يو بل ته مباركي وايي او زېري وركوي؛ځكه دواړه توريالۍ او جنګيالۍ قبيلې دي او لوى خداى اراده كړې،چې په مسلمانېدو يې خپل دين ښكاره كړي او بېشكه،چې خداى په خپله ژمنه وفا وكړه.

انيس په خوشحالۍ حضرت ابوذر(رض) ته وويل : زېرى مې درباندې! په يثرب كې اسلامي غورځنګ ښكاره شوى او  د “اوس” او “خزرج” ټبرونه  مسلمانان شوي دي.

حضرت ابوذر(رض): ډېر ژر به پېغمبراکرم(ص) هلته ورشي.

انيس په حيرانتيا وويل : بې له دې زېري دې كوم بل خبر اورېدلى دى؟!

حضرت ابوذر(رض): نه مړه! د يثرب د مسلمانېدو زېرى مې له تا واورېد.

انيس : نو چا درته وويل،چې پېغمبر اکرم(ص) يثرب ته ځي؟

حضرت ابوذر(رض) :هغه مهال مې چې پېغمبراکرم(ص) وليد؛ نو راته يې وويل:” زه به داسې سيمې ته ځم،چې د كجورو ونې به لري” او فكر كوم، چې له “يثرب” پرته به كوم بل ځاى نه وي……. د خداى رسول رښتيا ويلي وو….

انيس:قوم به يې ګنې پرېږدي چې يثرب ته ولاړ شي؟

حضرت ابوذر(رض): دا خو څه د هغوى خوښه نه ده؛خو خداى پوهېږي چې څنګه او كله به ځي؟

حضرت ابوذر(رض) د تګ اراده وكړه او روان شو .

 ورور يې ورته وويل:چېرته ځې؟

حضرت ابوذر(رض): اراده مې كړې،چې يثرب ته ولاړ شم، چې ځان د پېغمبراکرم (ص) او يثربيانو د مسلمانېدو پر احوال پوه كړم .

حضرت ابوذر(رض) پر اوښ سپور او د يثرب پر لور روان شو،چې ورسېد؛ نو د “بني ذريق” جومات ته ننووت او د قرآن د په خواږه تلاوت غږ يې واورېد.په جومات كې يې چې څوك ليده؛ نو د آنحضرت (ص) پوښتنه يې ترې كوله.

  خلكو ورته د “رافع بن مالك(رض)” پته وركړه او روان شو، چې ورورسېد؛نو ويې ويل: السلام عليكم و رحمة الله و بركاته !

 _عليك السلام و رحمة الله و بركاته !

حضرت ابوذر(رض) كېناست او ويې ويل: زه ستا اسلامي ورور ابوذر غفاري يم .

سړى : په خير راغلې او هر كله راشې! ښه خو به يې؟كه څه خدمت وي؛ نو تيار يم .

حضرت ابوذر(رض) : خبر شوى يم،چې ته مسلمان شوى يې او د اوس او خزرج ټبرونه هم مسلمان شوي دي .د حضرت محمد (ص) په باب راته ووايه،چې څنګه دى؟

سړى : موږ پېغمبراکرم(ص) وليد او اسلام مو ومانه .په دې ښار كې به داسې كور نه وي، چې د آنحضرت (ص)  پلويان به پکې نه وي .

حضرت ابوذر(رض): پېغمبراکرم(ص) دې چېرته وليد؟ ښه خو و انشاالله ؟

سړى : زه او پينځه تنه نور د مكې په “منى” كې وو،چې پېغمبراکرم (ص) روان و، ودرېد او ويې ويل : تاسې د يهودو هم  ژمني ياست؟

 ورته مو وويل:هو! بيا يې موږ اسلام ته راوبللو او قرآن يې راته ولوست او په باب يې معلومات راكړل؛موږ هم مسلمانان شو. بيا آنحضرت (ص) وويل:((تر هغه زما لاروي كوئ،چې د خداى لارښوونه راشي)) موږ ورته وويل : د خداى رسوله! موږ پر خداى او رسول يې ايمان راووړ او پر لار يې ټينګ ولاړ يو؛خو اوس موږ يو له بل سره دښمني لرو،كه ته له موږ سره ولاړ شې؛نو كېداى شي ټول مسلمانان نشي،موږ ته اجازه راكړه،چې خپلو ټبرونو ته ولاړ شو؛كېداى شي، چې سوله وكړو؛بل كال چې حج ته راغلو؛نو سره به ووينو.يو كال وروسته موږ لس تنه د خزرج او يو تن د اوس له ټبره ولاړو او له آنحضرت (ص) سره مو وكتل او ژمنه مو وكړه،چې تر دې وروسته به شرك،غلا او زنا نه كوو؛خپل ماشومان به نه وژنو؛په يو بل به تورونه نه لګوو او ګناه به نه كوو. پېغمبراکرم(ص) وويل :” كه په خپله ژمنه مو وفا وكړه؛نو ځاى مو جنت دى او كه سرغړونه  مو وكړه؛نو بيا د خداى كار دى،چې بښي مو كه په عذابوي .” بيا موږ مدينې ته راغلو او خداى تعالى اسلام خپور كړ او د اسلام پلويان ډېر شول .

حضرت ابوذر(رض) : ايا  بيا دې پېغمبراکرم(ص) ليدلى و؟

سړى: هو! چې د حج وخت راغى؛ نو (500) تنه د خزرج له ټبره او (7) تنه د اوس له ټبره حج ته ولاړو او له آنحضرت(ص) سره مو وليدل؛ پېغمبراکرم(ص) راته وويل :چې شور زوږ خلاص شو؛نو له منى راكوز شئ، د غره شاته ښي لاس ته يو غار دى هلته راشئ. بيا يې حکم وكړڅوك،چې ويده وي؛نو مه يې راويښوئ او څوك چې رارسېدلي نه وي؛نو ورته مه درېږئ . ورو ورو، يو يو او دوه دوه روان شول. پېغمبراکرم(ص) له “عباس بن عبدالمطلب (رض)” سره و لاړ و،چې ټول راټول شول؛نو عباس (رض) ډلې ته مخ كړ او ويې ويل: ((خلكو!محمد (ص) ډېر دروند او مشهور سړى دى،محمد(ص)د خپلې عقيدې د مخالف هم ملاتړ کوي؛ځكه د ستر او ښه نسب خاوند دى؛خو بې له تاسې ټولو عربو ورته شا كړې،كه زور لرئ او په جګړه كې تكړه او جنګيالي ياست؛نو دې خبرې ته مو پام اوسه،چې په چارو كې يو له بل سره سلا مشوره وكړئ؛كه نه نو عرب به مو ټول په يوه توره حلال كړي . بې له پوهې او معلوماتو يو كار هم مه كوئ، يو موټى او د يو بل ملاتړي اوسئ ،تر ټولو  ښكلې او ښه خبره،رښتيا خبره ده.))

 مغرور ورته وويل :خبرې دې پر ګل بدلې! ستا ټولې خبرې مو د زړه په غوږونو واورېدې! پر خداى قسم څه مو،چې  پر زړه دي،پر خوله مو هم دي؛كه بې له دې بله خبره وي؛نو درته به مو ويلي واى؛زموږ د زړونو پر ګرمو نغرو د وفا او دوستۍ كټوۍ باندې دي او بل څه په پام كې نه لرو او هيله مو داده،چې د خداى او رسول  په لار كې يې خپلې وينې تويې كړو.

بيا پېغمبراکرم(ص) په خپل خواږه غږ قرآن ولوست او موږ يې د خداى لوري ته راوبللو.حضرت براء بن مغرور(رض) د پېغمبراکرم(ص) بلنه ومنله او اسلام يې راووړ او ويې ويل: د خداى رسوله ! له تا سره بيعت كوو؛ مېړني، جنګيالي او توريالي يو او دا ځانګړنې راته له نيكونو په ميراث پاتې دي .

 حضرت ابولهثيم(رض) وويل : اسلام منو او ايمان پرې راووړو، كه څه هم د پلار او نيكونو عقيدې مو دړې وړې شي.له هرې خوا غږونه شول او د پېغمبراکرم (ص) بلنې ته يې هر كلى وايه؛شور زوږ شو، چې حضرت عباس(رض) غږ كړ: چوپ شئ! غلي شئ!شاوخوا كې ډېر جاسوسان دي، موږ له دې  وېرېږو،چې زموږ ټبر له دې بيعته خبر شي او له تاسې سره دښمن شي. ټول مه ګړېږئ او خبرې مه كوئ!خپل سپين ږيري او مشران راولېږئ،چې له موږسره خبرې وكړي او زموږ پيغام درورسوي او چا چې بيعت وكړ؛نو خپل ځاى ته دې ستون شي. تردې وروسته عباس(رض)،پېغمبراکرم(ص) ته وويل:د خداى رسوله!لاس راوړاندې كړه! په دې وخت كې موږ ټولو د پېغمبراکرم(ص) لاس ونيو او بيعت مو وكړ.

حضرت ابوذر(رض): په دې وخت كې د خداى رسول څنګه و؟

رافع(رض) : ډېر خوشحاله و؛څېره يې له خوښۍ د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده؛ځكه خداى د حضرت محمد(ص) لښكر په ډېرو ننګياليو، تورياليو او جنګيالو سمبال كړ.

حضرت ابوذر(رض): د قريشو كينې او دښمنۍ له پېغمبراکرم(ص) سره لږې شوې وې  كه نه؟

رافع(رض): نه ابوذره!خبر شوى يم،چې له موږ سره تر كتنې وروسته، مشركينو پر پېغمبراکرم(ص) ډېر فشار او زور اچولى او خورا يې ځوروي .

حضرت ابوذر(رض) :ددې كړاوونو او ځورونو پايله به دا وي،چې مسلمانان مكه پرېږدي او يثرب ته مهاجر شي.

رافع(رض): ايا  پېغمبراکرم(ص) به هم ورسره راځي؟

حضرت ابوذر(رض): هو! دا کار ډېر ژر كېدونكى دى.

 د يثرب ښار او خلك څومره نېمكرغه دي،چې پېغمبراکرم (ص) ورته راځي!

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!