تبلیغات

په بېلابېلو ځايونو کې پر امام حسين (رض) د پېغمبر اکرم ژړا ١ _ د ام الفضل حديث : په مستدرک الصحيحين ، د ابن عساکر تاريخ،مقتل خوارزمي او نورو سرچينو کې راغلي دي، چې (عبارت د صحيح مسلم دى) : د حارث له لور ام الفضل څخه روايتوي،چې هغه پېغمبر اکرم ته ولاړه،و يې […]

په بېلابېلو ځايونو کې پر امام حسين (رض) د پېغمبر اکرم ژړا

١ _ د ام الفضل حديث :

په مستدرک الصحيحين ، د ابن عساکر تاريخ،مقتل خوارزمي او نورو سرچينو کې راغلي دي، چې (عبارت د صحيح مسلم دى) : د حارث له لور ام الفضل څخه روايتوي،چې هغه پېغمبر اکرم ته ولاړه،و يې ويل : رسول الله ! تېره شپه مې ناوړه خوب وليد! آنحضرت وويل: ” څه دې ليدلي؟” ويې ويل : ډېر سخت دى؟ آنحضرت وويل : “څه دى؟” و يې ويل: ومې ليدل؛لکه چې ستا له بدنه يوه برخه بېله شوه او زما په لمن کې ولوېده! رسول اکرم وويل : ښه خوب دې ليدلى دى . فاطمه – انشاء الله – يو زوى زېږوي او ستا په لمن کې به وي .

[وايي:] تردې وروسته؛لکه چې څنګه پېغمبر اکرم ويلي،فاطمې حسين وزېږاوه او زما په لمن کې شو. يوه ورځ رسول اکرم ته ولاړم او حسين مې د هغه په لمن کې کېښود، ډېر لږ وروسته يې پام له ما واوړېد،ناڅاپه مې وليدل، چې له سترګو يې اوښکې بهېږي! وايي . ورته مې وويل : نبي الله! مور و پلار مې درځار، څه درباندې وشو؟ ويې ويل: “جبراييل عليه الصلاة والسلام مې ليدو ته راغى، راته يې وويل:” چې دا زوى به دې امت مې ډېر ژړ ووژني.” ومې ويل : همدا؟ ويې ويل: هو! جبراييل يې راته څه سره خاوره هم راکړه.

حاکم وايي: دا حديث د شيخينو (بخاري  او مسلم) له شرايطو  سره سم دى، خو راوړى يې نه دى . [1]

٢ _ د ام المؤمنين زينب بن جحش روايت :

د ابن عساکر په تاريخ،مجمع الزوايد او نورو سرچينو کې روايتوي، چې (عبارت د ابن عساکر له تاريخه په لنډو راخستل شوى دى) : زينب وايي: ” په يو وخت کې رسول اکرم زما په خونه کې و او حسين نوې خاپوړې کولې او تر څارنې لاندې مې و، يوه شېبه ترې غافله شوم او هغه رسول الله ته ولاړ. آنحضرت وويل: “ازاد يې پرېږده” تردې چې وايي _ بيا يې د هغه لاس پورته کړ. پېغمبر اکرم، چې لمونځ وکړ،ورته مې وويل: رسول الله ! نن مې يو چار درنه وليد،چې کله مې هم ليدلى نه و؟ آنحضرت وويل: جبراييل راغى او خبر يې کړم، زما امت دا (زوى مې) وژني. ورته مې وويل : خاوره يې راوښييه او هغه راته سره خاروه راوړه.[2]

٣ _ د ام المؤمنين عايشي بي بي روايت :

د ابن عساکر په تاريخ، د خوارزمي په مقتل ، مجمع الزوايد او نورو کتابونو کې له ابي سلمة بن عبدالرحمان (عبارت د خوارزمي دى) روايتوي : حضرت عايشه بي بي وايي: “رسول اکرم ، چې حسين پر خپل ورانه کېناوه، جبرائيل ورته راغى،ويې ويل: دا ستا زوى دى؟ آنحضرت وويل: هو! ويې ويل : خو امت به دې يې ډېر ژړ – تر تا وروسته –ووژني. د پېغمبر اکرم له سترګو اوښکې وبهېدې . جبراييل وويل: که غواړې هغه ځمکه دروښيم،چې پکې وژل کېږي . آنحضرت وويل: هو داسې وکړه ! جبراييل ورته د طف (کربلا)  سيمې خاوره وښووله .

په بل عبارت کې داسې دي : جبراييل په عراق  کې د طف سيمې لوري ته اشاره وکړه او سره ډولې خاوره يې راواخسته،ور ويې ښووله،و يې ويل: ” دا يې د وژنځي خاوره ده.[3]

نور روايتونه هم شته،چې پرښتې رسول اکرم د امام حسين له شهادته خبروي؛ لکه :

١ _ د ام المؤمنين ام سلمه روايت :

په مستدرک الصحيحين ، د ابن سعد طبقاتو، ابن عساکرم تاريخ او نور کتابونو کې له راوي روايتوي ( عبارت د مستدرک دى) چې :

ام سلمه (رض) خبر کړم : ” يوه شپه رسول اکرم ويده شواو لږ وروسته خپه راويښ شو بيا ويده شو او بيا تر لومړي حالته لږ ښه راويښ شو، بيا ويده شواو وروسته له خوبه راويښ او په لاس کې سره بخنه خاوره بويوله . ورته مې وويل: رسول الله! دا خاوره څه ده؟ راته يې وويل: ” جبراييل خبر کړم،چې دا [حسين] د عراق په سيمه کې وژل کېږي . جبراييل ته مې وويل : هغه ځمکه چې پکې وژل کېږي راوښييه او دا خاوره د هغه ځاى ده.” [4]

حاکم وايي: دا حديث د شيخينو (مسلم او بخاري) له شرايطو سره سم دى؛ خو په کتابونو کې يې راوړى نه دى .

٢ _ د حضرت انس بن مالک (رض) روايت :

د امام احمد حنبل په مسند،د طبراني په المعجم الکبير او د ابن عساکر په تاريخ کې روايتوي (عبارت د امام احمد حنبل له مسنده دى) چې:

انس بن مالک وايي : د “قطر” په نامه يوې پرښتې له خپل پالونکي اجازه واخسته، چې د پېغمبر اکرم ليدو ته راشي؛خداى اجازه ورکړه او د ام سلمه د نوبت پر ورځ ورته راغله . پېغمبر (ص) ام سلمې بي بي ته وويل : “پام،چې مجلس ته مو څوک رانشې” هماغه حال کې،چې هغه پر وره ولاړه وه،ناڅاپه حسين بن علي راورسېد،ور يې پرانست  او ننووت.  رسول اکرم په غېږ کې ونيو او ښکل يې کړ، پرښتې وويل : ډېر درته ګران دى؟ آنحضرت وويل؟ هو! پرښتې وويل : امت به دې ژر هغه ووژني! که غواړې وژنځې يې دروښيم؟ آنحضرت وويل: هو! وايي: پرښتې د وژنځي يو موټى خاوره راواخسته او آنحضرت ته يې وښووله، وروسته يې لږ څه شګه يا سره خاوره راوړه . ام سلمې واخسته او په خپلو جامې کې يې کېښووله . ثابت د حديث راوي وايي: موږ پر هغه مهال وويل : دا کربلاه ده! [5]

 پر “شهید” د ویر فلسفه

اړینه ده،چې پر “شهید” د ویر پر فلسفه رڼا واچوو.[6]

زموږ په پېر کې ډېری خلک،ان ځینې مینه وال ځوانان هم د “امام حسين” پر وير نېوکې کوي او خپله زه هم ډېر ځل تر همدې ګوتنېونې لاندې راغلی یم.

ځینو په خپلو ویناوو کې په ډاګه دا کار ناسم ګڼلی او وايي،چې دا کار له شهادته د ناسم اند او ناسمې اخستنې زېږنده دی او پر دې سربېره، ناوړه ټولنیزې اغېزې هم لري او د هغو ملتونو د وروستوالي، ځنډ او بېلارۍ لامل دی،چې په دې چارو روږدي دي.

یاد مې دي،چې زده کړیال وم او د هغه وخت د مخور لیکوال ” محمد مسعود” کتاب مې لوسته،چې پر “امام حسين” ویر یې د “مسیح” له “شهادت”( البته په خپل اند يې) سره پرتله کړی و،چې د “مسیح” د “شهادت” پر ورځ جشن کوي،نه دا چې ورته ژاړي.

هغه لیکلي و: (( وګورﺉ! یو ملت د “شهید” پر “شهادت” ویر کوي؛ځکه “شهادت” ته ماتې او داسې یو کار وايي،چې باید نه واى شوى او د خواشینۍ وړ یې ګني او بل ملت د “شهید” پر “شهادت” جشن نیسي؛ځکه بریا او د ویاړنې وړ يې ګڼي. هغه ملت،چې زر کاله د “شهید” پر “شهادت” ویر وکړي او چغې او سورې ووهي،خوار و ذلیل او له جګړې د تېښتې ملت به وي؛خو هغه ملت، چې دوه زره کاله یې د “شهید” پر “شهادت” جشن نیولی،هرو مرو به یو پیاوړى او سرښنده ملت وي. له شهادته د یو ملت اخستنه،ماتې ده او پر وړاندې غبرګون یې ویر،چغې او سورې دي او د هغې اخستنې او دې غبرګون پایله کمزوري،ذلت او غاړه اېښوونه ده؛خو د هغه بل ملت له شهیده اخستنه بریا او غبرګون یې جشن او خوشحالي ده او اخستنې او غبرګون پایله يې د پیاوړتیا او هسکېدنې روحیه ده.)) دا دهغه “محمد مسعود” نیوکې وې.

غواړم همدا مسئله وڅېړم او جوته کړم،چې اتفاقا دا قضیه پرعکس ده. د “شهید” پر “شهادت” جشن او خوشحالي د مسیحیت د وګړپالۍ له انده او پر “شهید” ویر د اسلام د ټولنپالۍ له انده راټوکېدلی دی.

که څه زه د عامو خلکو د عمل د توجیه یا مخونې په مقام کې نه یم،چې مخکې مې پرې هم نیوکه کړې. ومې ویل:ځینې خلک مو “امام حسين” ته د مظلوم په سترګه ګوري،چې وژنه یې یوازې د زړه سوي وړ ده او “امام حسين” باتور او ستاینوړ کار نه دى کړى.

زه د هغو سپارښتنو د آریزې فلسفې د توضیح په مقام کې یم ،چې زموږ د مشرانو له خوا پر “شهید” د ویر په هکله راغلی او البته هغوی،چې اسلامي فرهنګ ژور پېژني، همدې فلسفې ته د پاملرنې له مخې،د “امام حسين” د ویر په مراسمو کې ګډون کوي.

نه پوهېږم،چې د “مسیح” د “شهادت” په نامه د جشن او خوشحالۍ مسئله له کوم وخته او چا رامنځ ته کړې؛خو پوهېږم،چې په اسلام کې پر “شهید” د ویر سپارښتنه شوې،لږه تر لږه په شیعه مذهب کې له مسلماتو شمېرل کېږي.

اوس د اصل مطلب شننې ته راځم. لومړی د مړینې او “شهادت” مسئاله باید له وګړیز اړخه وڅېړو.

ایا مړینه “فی حد ذاته” وګړي ته مطلوب امر دی؟ بریا ده؟ ایا نور باید مړینه یې ورته بریا وګڼي او یو ډول اتلولي یې وګڼي؟

پوهېږم په نړۍ کۍ داسې ښوونځي ول او ښايي اوس هم وي،چې له هستۍ سره د انسان اړیکه  او په بل تعبیر له بدن سره د روح اړیکه، له زندان سره د زنداني د اړیکې په څېر او له څاه سره په څاه کې د غورځېدلي د اړیکې او له پنجرې سره د مرغۍ د اړېکې په څېر بولي. ددې ښوونځیو له نظره،مړینه خلاصېدل او ازادي ده او ځان وژنه روا ده. وايي:” ماني” چې د پېغمبرۍ ادعا یې کړې وه، دا شان نظریه درلوده. ددې نظریې له مخې،مړینه يو مثبت ارزښت دی،مړینه هر چا ته مطلوب چار دی،د هیچ چا مړینه خواشیني نه ده، له زندانه ازادي او له څاه راوتل او د پنجرې ماتېدنه خواشیني نه؛بلکې خوشحالي ده.

بله نظریه دا ده،چې مړینه،عدم او نیستي ده، بشپړه فنا ده، نه شتوالی یا ((نابودي)) ده. پر عکس،چې ژوند، وجود او هستي ده، شته والى یا ((بود)) دی. څرګنده او بلکې غریزي ده،چې هستي پر نېستۍ او شتوالی ((بود)) پر نه شتوالي ((نابودي)) غوره دی.ژوند، چې په هر ډول وي او هر څه وي، تر مړینې غوره ده.

“مولانا” د ” جالینوس” خبره را اخلي،چې ویلي یې و: (( زه ژوند په هر حال او هره بڼه تر مړینې غوره ګڼم،که څه هم د ژوند بڼه په دې پورې تړلې وي، چې د غاترې په ګېډه کې ووسم او سر مې ساه اخستنې ته د غاترې له لکۍ بهر راوتلى وي.))

ددې نظریې له مخې،د مرګ ارزښت سل په سلو کې منفي دی.

بله نظریه دا ده،چې مړینه نیستي او نابودي نه ده،له یوې نړۍ بلې ته تګ دی؛خو له دنيا سره د انسان اړیکه او له بدن سره د روح اړیکه، له زندان سره د زنداني ،له څاه سره په څاه کې د غورځېدلي او له پنجرې سره د مرغۍ د اړیکې په څېر نه؛بلکې له ښوونځي سره د زده کړیال او له پټي سره د بزګر د اړیکې په څېر ده.

دا سمه ده،چې زده کړیال له کوره، معاشرته او ملګریو او وطنه لرې تللى او د ښوونځي په چاپېریال کې زده کړې کوي؛خو په ټولنه کې د نېکمرغه اوسېدانې یوازېنۍ لار، د ښوونځي له پېره بریالى راوتل دي او دا هم سمه ده،چې بزګر خپل کور او کورنى ژوند پرېښی او په پټي کې په بزګرۍ بوخت دی؛خو په پټي کې کار یې د کورنۍ کلنی معیشت او د ژوند لګښت برابروي. له اخرت سره د دنيا او له بدن سره د روح اړیکه داشان ده.

هغه خلک،چې د نړۍ او انسان د اړیکو په هکله دا شان “نړۍ لید” ولري،که عملا یې دا توفیق نه وي تر لاسه کړی او خپل عمر په تباهۍ او د سزا وړ چارو کې تېر کړی وي؛نو څرګنده ده،چې دوی ته مړینه خوښ او مطلوب چار نه دى او هیله یې هم نه کوي او ورته کرکجنه او وېرونکې هم ده. دوی له مړینې وېرېږي؛ځکه له ځانه او له خپلو کړنو وېرېږي.

که څوک دا شان “نړۍ لید” ولري او عملا بریالی هم شي، د هغه زده کوونکي په څېر دی،چې پرله پسې زده کړه یې کړې او د هغه بزګر په شان دی،چې سخت زیار یې ګاللی. څرګنده ده، چې دا زده کړیال به وطن ته د بېرته ستنېدنې هیله لري او وطن، خپلوان او ملګري به یې یادېږي او همداشان هغه بزګر، چې د داسې ورځې په هیله دی،چې کار یې پای ته ورسي او یېبره – محصول کور ته یوسي. دا زده کړیال سره له دې،چې د وطن هیله په کې؛لکه د اور لمبې وهي؛خو ورسره مبارزه کوي؛ځکه نه غواړي زده کړې یې ناتمامه پاتې شي او همداراز هغه بزګر کله هم خپل کار او دنده له هیلې نه بلهاروي.

“اولیاء الله” د هغه زده کړیال په څېر بریالي دي،چې بلې نړۍ ته تګ (،چې نوم یې مړینه ده)، ورته یوه هیله ده، داسې هیله، چې یوه شېبه یې هم ارام نه پرېږدي. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: (( که خدای ورته اجل نه و ټاکلی؛ نو د ثوابونو له شوقه او د سزاګانو له وېرې به یې ارواح په بدن کې نه وو پاتې شوي.))

په عین حال کې “اولیاء الله” په مړینې پسې نه ځي؛ځکه د کار،عمل او تکامل یوازېنۍ فرصت همدا څیز دی،چې د “عمر” نوم مو پرې اېښی دی او پوهېږي،چې څومره ډېر پاتې شي؛نو انساني کمالات په غوره توګه لاس ته راوړاى شي. په ټوليزه توګه، له مړینې سره مبارزه کوي او تل له خدایه د عمر د اوږدوالي دعا کوي.

ګورو ددې فکر له مخې، “اولیاء الله” ته د مړینې خوښي،مطلوب والی او هیله کول یې له مړینې سره د مبارزې او له خدایه د اوږد عمر له غوښتنې سره هیڅ ټکر نه لري.

قرآن کریم یهودو ته وايي:(چې مدعي ول موږ “اولیاء الله” یو) که تاسې “اولیاء الله یئ، باید مړینه درته یو خوښ امر او هیله مو وي. بیا وايي:خو دوی کله هم د مړینې هیله نه کوي؛ځکه هغه اعمال یې،چې مخکې لېږلي،دومره له تیري او جنایته ډک دي،چې خپله پوهېږي، هغې نړۍ ته به پر څه ورننوځي. دا له درېیمې ډلې دي،چې ومو شمېرل.

“اولیاء الله”په دوه حالتونو او دوه ځایونو کې د اوږد عمر له غوښتنې ډډه کوي:یو دا چې وننګیري، داسې اکر – وضع لري،چې که نور څومره هم پاتې شي،په غاړه اېښوونه یا اطاعت کې ډېر توفیق نه شي تر لاسه کولای. پر عکس د تکامل پر ځای تناقض مومي. امام زین العابدین وايي: “خدایه داسې عمر راکړې،چې په غاړه اېښوونه یا اطاعت کې دې تېر شي،که ژوند مې د شیطان څر ځای وي؛ نو ژر تر ژره مې د ځان خوا ته یوسه.”

دویم حالت،”شهادت” دی. اولیاءالله بې شرطه له خدایه “شهادت” غواړي؛ ځکه “شهادت” دواړه ځانګړنې لري: هم عمل دی هم تکامل؛لکه څرنګه چې مو په نبوي حدیث کې رانقل کړل،چې د تکامل پر پوړۍ د نېکۍ د هرې کړنې له پاسه بله هم وي؛ خو بې له شهادته او له بل اړخه بلې نړۍ ته تګ دی،چې دا خوښ او مطلوب چار او د “اولیاء الله” هیله هم ده.

دا چې حضرت علي کرم الله وجهه ویني د “شهادت” مړینه یې په برخه شوې،له خوشحالۍ په جامو کې نه ځاييږي.

حضرت علي،چې ټپي شو؛نو و يې ويل: (( پر خدای قسم ! هیڅ مکروه د تمې خلاف چار راباندې نه دى پېښ شوی،هغه شوي،چې غوښتل مې،”شهادت” مې هیله وه،چې ورورسېدم. مثال مې د هغه کس دی،چې په تپه تیاره په دښته کې په اوبو پسې ګرځي او یو دم د اوبو څاه یا چینه پیدا کړي. مثال مې د هغه لټوونکي دی،چې خپل مطلوب ته رسېدلی وي.))

د روژې په نولسم ګهیځ، چې دښمن حضرت علي کرم الله وجهه پر سر وواهه،لومړنۍ یا دويمه جمله،چې له خولې يې واورېدل شوه دا وه:

(( فُزتُ و ربّ الکعبه)) د کعبې پر خدای قسم، چې وژغورل شوم.

 نو د اسلام له نظره،”شهادت” له وګړیز اړخه؛خپله “شهید” ته بریا ؛ بلکې ستره بریا،هیله او له ټولو ستره هیله ده.

“امام حسين” وویل: (( نیکه مې راته وویل،چې ته له خدای سره درجه لرې او بې شهادته به ور و نه رسې.))؛نو “شهادت” “امام حسين” ته ارتقاء او د تکامل له ټولو لوړ پړاو دى.

تردې ځایه مو د مړینې او “شهادت” د مسئلې له وګړیز اړخه شننه وکړه،دې ځای ته راورسېدو،که مړینه د “شهادت” په بڼه وي؛ نو”شهید” ته په رښتیا یوه بریا ده،جشن او خوشحالي لري؛ځکه  “سید بن طاوس” وايي: (( که د ویر حکم راته نه و شوى؛نو ما به د امامانو د “شهادت” د ورځې جشن لمانځه.))

دلته او له دې ځایه دي، چې موږ مسیحیت ته حق ورکوو،چې د مسیح د “شهادت” په نامه جشن ونیسي،چې دوی ګڼي “حضرت عیسی” عليه السلام “شهید” شوی.

اسلام په ډاګه “شهید” ته “شهادت” بریا ګڼي، نه بل څه؛خو د اسلام له نظره،هغه بل اړخ هم باید وڅېړل شي. د “شهادت” ټولنیز اړخ هم باید وڅېړل شي؛یعنې دا چې په ټولنې پورې هم تړاو لري او داسې څيز دى،چې په ځانګړو ځايو کې او په ځانګړو  پېښو پسې پېښېږي او په ځان پسې ځانګړې پېښې هم راولاړوي. د “شهید” په هکله،چې ټولنه کوم غبرګون ښيي،یوازې په “شهید” پورې اړه نه لري؛یعنې یوازې په دې پورې تړاو نه لري ،چې د “شهید” بریا یا ماتې په برخه شوې. د ټولنې غبرګون په دې پورې اړه لري،چې د ټولنې خلک د “شهید” او د “شهید” د جبهې پر وړاندې بايد څه ډول دریځ ولري او د “شهید” د مخالفې جبهې پر وړاندې بايد څه ډول دریځ ولري؟

له ټولنې سره یې د “شهید” اړیکه په دوه ډوله ده: یوه یې له خلکو سره ده. که ژوندی وای؛نو له شتونه به یې ګټه اخسته،چې اوس مهال ترې بې برخې دي او بله اړیکه یې له هغو سره ده،چې تباهۍ او فساد ته یې لار هواره کړې او “شهید” ورسره مبارزې ته راپاڅېدلی او په لاس يې “شهید” شوی دی.

څرګنده ده،چې د “شهید” د پلویانو له نظره،چې دده له ژونده له ګټنې بې برخې پاتې دي،دوی ته د “شهید” “شهادت” اغېزناک دی. هغه،چې د “شهید” پر “شهادت” ویر کوي،په حقیقت کې یو ډول پر ځان ژاړي او چغې وهي؛خو د هغې زمینې یا لارې چارې په هکله، چې د “شهید” “شهادت” په کې ترسره کېږي، د یو نامطلوب بهیر د شته والي له امله،”شهادت” یو مطلوب چار دی او د جراحۍ  د بریا عملیاتو په شان مثال لري،چې یومطلوب چار دی او دا هله ترسره کېږي،که څوک ورته اړتیا ولري؛لکه اپنډیسایټس (د کولمو یو رنځ دی،چې سمدستي جراحۍ ته اړتیا لري) یا د معدې یا کولمو زخم ولري یا داسې نور؛خو که دا شان زمینه یا لاره چاره نه وي؛نو  جراجي کول ناسم چار دى.

له ټولنیز اړخه،چې خلک باید د “شهید” له شهادته عبرت واخلي، دا دی،چې لومړی خو پرېنږدي داشان لارې چارې پیدا شي. له هغه مخې،چې دا ناورين د یو داسې چار په بڼه رامنځ ته کېږي،چې باید نه وای شوی او د خواشینۍ لامل ګرځي،چې دا اړخ د تیري په اتلانو او د “شهید” په قاتلانو پورې اړه لري؛ځکه چې د ټولنې وګړي پر داسې جنایتکارانو له اوړېدو ډډه وکړي؛لکه چې وینو، د “یزید” او “ابن زیاد”  او په شان یې نور نومونه داسې شوي،چې په عمل کې هر څوک ورسره له کوچنۍ ورته والي ډډه کوي.

بل عبرت،چې ټولنه یې باید واخلي،دا دی،چې په ټولنه کې بیا هم هغې لارې چارې پیدا کېږي،چې “شهادت” ایجابوي؛نو د “شهید” دا باتور عمل باید ښکاره او وویل شي او له هغه ځایه، چې په شهيد پورې تړاو لري او یو ځانخبری ،ټاکل شوی او پرې نه تپل شوی عمل دی او د خلکو احساسات د هغه “شهید” د شکل،رنګ او احساس په شان شي. دلته وايو،چې: پر “شهید” ویر په زوړرتوب زېږنه کې یې ګډون او له روح سره یې همغږي او له خوښۍ او نشاط سره یې موافقت او په څپه کې یې حرکت دی؛ نو دلته باید ووینو، هغه جشنونه،خوشحالۍ،نڅاګانې،د شرابو څښل او بد مستۍ،چې د مسیحیانو په مذهبي جشنونو کې کېږي،ایا هم شکلي،هم رنګي او هم احساسي راوړي که ژړا؟

معمولا د ژړا په هکله تېروتنه کوي او انګېري،چې ژړا تل له یو ډول درد او خپګانه رامنځ ته شوې او په خپله ژړا نامطلوب چار دی. ژړا او خندا د انسان له ځانګړنو دي. نور څاروي خوند او کړاو لري،خوشحالي او خپګان لري؛خو ژړا او خندا نه لري. ژړا او خندا د انسان د سختو احساساتو ښکارندوی ده.څه چې ورته نن سبا((احساسات)) وايي، د انسان له ځانګړنو دي او ژړا او خندا د انسان د سختو احساسي حالاتو ښکارندوی ده.

خندا څو ډوله ده،چې نه  غواړم د ډول ویینې ته یې ورننوځم. ژړا هم څو ډوله ده. ژړا تل له زړه سوي او هیجان سره وي.د مینې او ولولې اوښکې ټول پېژنو. انسان د ژړا پر مهال، له بل هر حالته ځان هغه محبوب ته نژدې احساسوي،چې ورته ژاړي او په حقیقت کې هماغه حال دی،چې ځان له هغه سره یو لاس ګڼي. خندا او خوشحالي زياتره دنننى اړخ لري او ژړا زياتره له ځانه د بهر راوتنې،د ځانې هېرونې او له محبوب سره د یو کېدو اړخ لري؛نو خندا له دې نظره د “شهوت” په څېر ده،چې په ځان کې ننوتنه ده او ژړا د مینې په څېر ده،چې له ځانه بهر وتنه ده.

“امام حسين” د خپل شخصیت له امله او په اتلانه “شهادت” د میلیونو انسانانو د زړونو او احساساتو خاوند دی. که ديني مبلغين وکړای شي له دې سترې زېرمې له ستر “حسيني روح” سره د خلکو د ارواحو په هم رنګه کولو،همشکله کولو او هم احساسولو کې په سمه توګه ګټنه وکړي؛نو نړۍ به اصلاح شي.

د “امام حسين” د پايښت راز دا دی،چې خوځښت یې له یوې خوا منطقي دی،عقلي اړخ لري او د منطق له خوا یې ملاتړ کېږي او بلخوا د احساساتو او عواطفو بيخ او تل ته یې لار موندلې ده. امامانو پر “امام حسين” د ویر خورا سپارښتنه کړې ده.

دا ژړا ګانې دي،چې د “امام حسين” خوځښت د خلکو د زړونو تل ته ورننباسي. بیا وایم: په دې شرط که  ديني مبلغين پرې پوه شي،چې څرنګه ترې ګټنه وکړي.

عجيبـــــه دا چې دا روا مسلمانانو ګـــــــــــــڼل
خو كافــــــــرانو دا ويل چې ناروا شـــــوي دي

[1] . مستدرک الصحيحين ٣/ ١٧٦ او لنډ يې په ١٧٩ مخ کې دى . ابن عساکر تاريخ ، ٦٣١ حديث . هيثمي، مجمع الزوايد ٩/١٧٩ . خوارزمي مقتل ١/١٥٩ -١٦٢ . ابن اثير ،تاريخ ٦/٢٣٠، ٨/١٩٩ . شجري امالي، ١٨٨ مخ . ابن صباغ مالکى فصول المهمة، ١٤٥مخ . روض النضير ١/٨٩ . صواعق المحرقه ١١٥مخ . کنزالعمال ٦/٢٢٣ پخوانى چاپ . الخصائص الکبرى ٢/١٢٥ . د اهل بيتو په ښوونځي کې يې په دې کتابونو کې وګورئ : مثير الاحزان ٨مخ . ابن طاووس، لهوف ٦ او ٧ مخونه .

[2] . ابن عساکر تاريخ، د امام حسين د حالاتو شرح ، ٦٢٩حديث . مجمع الزوايد ٩/١٨٨ . کنزالعمال ١٣/ ١١٢ . ابن کثير، تاريخ ٨/١٩٩ او د اهل بيتو د ښوونځي په کتابونو کې : شيخ طوسي، امالي، ١/٣٢٣ . مثير الاحزان ٧-١٠ مخونه . لهوف ٧-٩ مخونه.

 [3] . ابن سعد طبقات ٢٦٩ حديث . ابن عساکر  تاريخ، ٦٢٧ حديث، د امام حسين د حالاتو شرح . خوارزمي مقتل ، ١/ ١٥٩ . مجمع الزوايد ٩/ ١٨٧ ، ١٨٨ . کنزالعمال ١٣/١٠٨، ٦/٢٢٣ . الصواعق المحرقه ١١٥مخ .خصائص السيوطي ٢/ ١٢٥، ١٢٦. غولي، حوهرة الکلام للقرة، ١١٧مخ، شيخ طوسي، امالي، ١/٣٢٥ . شجري، امالي، ١٧٧ مخ.

 [4] . مستدرک الصحيحين ٤/ ٣٩٨ . طبراين المعجم الکبير، ٥٥حديث . ابن عساکر تاريخ ٦١٩ حديث . ابن سعد طبقات ، ٤٢-٤٤ مخونه، ٦٢٨ حديث . ذهبي تاريخ الاسلام، ٣/١١ . سير اعلام النبلا ٣/١٩٤-١٩٥ . خوارزمي مقتل ١/١٥٨-١٥٩ . محب الدين طبري، ذخائر العقبى ١٤٨ او ١٤٩ مخونه . ابن کثير تاريخ ٦/٢٣٠ . متقي کنزالعمال ١٦/٢٦٦ .

[5] . امام احمد حنبل،مسند ٣/ ٢٤٢ او ٢٦٥. ابن عساکر تاريخ د امام حسين د حالاتو شرح، ٦١٥ او ٦١٧  احاديث . طبراني معجم الکبير، ٤٧ حديث . خوارزمي مقتل ١/١٦٠ او ١٦٢ . ذهبي، تاريخ الاسلام ٣/ ١٠ . سير اعلام النبلا ٣/١٩٤ .ذخائر العقبى ١٤٦ او ١٤٧ مخونه . مجمع الزوايد ٩/١٨٧ او ١٩٠ . ابن کثير تاريخ، باب الاخبار بمقتل الحسين ٦/٢٢٩  چې عبارت يې داسې دى :  ” موږ اورېدل،چې په کربلا کې وژل کېږي” .کنزالعمال ١٦/٢٦٦ . ابن حجر الصواعق المحرقه ١١٥مخ . ابن نعيم الدلايل ٣/٢٠٢ . الروض النضير ١/١٩٢ . قسطلاني،المواهب المدنية ٢/١٩٥. سيوطي خصايص ٢/٢٥ . ابوبکر هيثمي، مواردالضمان بزوائد صحيح ابن حبان ٥٥٤ مخ . د اهل بيتو په ښوونځي کې: شيخ طوسي امالي ١/٢٢١، چې عبارت يې داسې دى : ” يوه له سترو پرښتو…..”

 [6] .دا برخه مو د انديال مرتضى مطهري د شهيد له کتابه اخستې ده .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!