تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پاكي (طهارت) مسلمانانو ته پاكي او طهارت ډېر ارزښت لري او په پاكوالي پورې اړوندو مسالو په باب يې ګڼ شمير كتابونه ليكلى او خپل كوچنيان پاكوالي ته د پاملرنې لپاره هڅوي او په معبدونو او مدرسو كى يې د اصولو زده كړه وركوي. فقهاء د عبادتونو د سمون او ښه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

پاكي (طهارت)

مسلمانانو ته پاكي او طهارت ډېر ارزښت لري او په پاكوالي پورې اړوندو مسالو په باب يې ګڼ شمير كتابونه ليكلى او خپل كوچنيان پاكوالي ته د پاملرنې لپاره هڅوي او په معبدونو او مدرسو كى يې د اصولو زده كړه وركوي. فقهاء د عبادتونو د سمون او ښه والي لومړنى شرط پاكوالى ګڼى. زياته به نه وي، كه ووايو،چې يو دين هم د اسلام هومره پاكوالي ته ارزښت نه وركوي.

طهارت په لغت كى د پاك‌ او پاكوالى په معنا دى؛خو د فقهاوو په اصطلاح كى د چټلى يا برسېرني ناولتيا لرې كولو ته وايى، لكه: وينه، تشې او ډكې متيازې. خو ناولتيا يوه معنوى چاره ده، چې انسان ته پيدا كيږى او چى كله هم ترې څرګنده شوه، په لمانځه كې د ګډون مخه نيسي او په هغه صورت كى اودس، غسل او تيمم واجبېږي او پاكوالی ترې خداى (ج) ته د نژدى كېدو له نيت او د هغه (ج) د امر له اطاعت پرته نه بشپړېږي. خو د ناولي لاس، جامې او لوښي پاكي بى له نيته هم سمه ده. حتى كه باد يوه ناولې جامه په ډېرو اوبو كى وغورځوي، اوبو ته په همدې ورلوېدو هم پاكېږي. (1)

له ناولتيا او چټلۍ نه پاكوالى په اوبو كېږى،ځكه خداى (ج) د انفال سورې په 11 ايت كى فرمايلي دي:

إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِّنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّن السَّمَاء مَاء لِّيُطَهِّرَكُم بِهِ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَى قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الأَقْدَامَ

ژباړه: (درياد كړئ) چې خداى پرتاسې د ډاډېينې لپاره پركالي راوړه او له اسمانه يې پرتاسې او به راوورولې،چې تاسې پرې پاك كړي او د شيطان چټلي درنۀ لرې كړي او زړونه مو پياوړي كړي او په هغه مو پښې ټينګې كړي.)) (2)

او د فرقان سورې په 48 اّيت كى فرمايي:

وَهُوَ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً طَهُورًا

ژباړه: او (الله) هغه دى چې له خپل رحمته [=باران] مخكې مخكې زېري وركوونكي بادونه لېږي او موږ له اسمانه پاكې اوبه راښكته كړې دي.)) (3)

او طهور “پاكوالى” پاك او پاكوونكى دى. دا چې ځينې اوبه لږې او يا زياتى وي او ځينى د نورو څيزونو (لكه مېوه) ځوښه وي، يا له بل څه (لكه خټې) سره ګډې وي او ځينې يې طبيعي وي؛ نو فقهاوو پر دوو برخو وېشلې دي: مطلقى او مضافې.

مطلقې اوبه :

مطلقې هغه اوبه دي، چى پر خپل طبيعت پاتې وي، لكه له اسمانه چى راكښته شي، يا لكه له ځمكى چى راوخوټېږي، چې له بل صفت پرته ورته اوبه ووايى او يا هغه چې د پيدايښت خلقت له سټې راوباسي، لكه د باران، سيندونو، ويالو او څاګانو اوبه، او څه چى له ځمكى راوخوټېږي او هغه چى له واورې او كنګل ويلي شي.

اوبه تر هغې مطلقې وي، چې ساتل يې ګران وى، لكه : هغه اوبه چې په خاورو او خټو او پر يوه ځاى په ډنډيدو او پكى د ونو د پاڼو او وښو پرېوتو او يا يې په مالګينځيو (نمكسار) او ګګوكړو يا نورو كاني موادو كى د تېرېدو له امله رنګ اړولى وي.

د ټولو مذهبونو په خوله: مطلقى اوبه پاكې او د ناولتيا او چټلۍ پاكوونكې دي. له عبدالله بن عمر نه روايت شويدي، چى وايى : ” زه د سيند تر اوبو تيمم غوره ګڼم” چى دا د پيغمبر اكرم (ص) له دې وينا سره ټكر دى، چى فرمايى: “څوك چې د سيند اوبه پاك نكړي، خداى يې نه پاكوي.”

كاريدلې “مستعملې” اوبه: كه په مطلقو اوبو له بدن،جامې يا لوښي ناولتيا لرې شى او هغه اوبه له وينځلي ځايه يا پخپله او يا په زور تويې شى، فقها ورته غساله يا كارېدلې اوبه وايى او ناولې وي، ځكه لږې اوبه چې له ناولتيا سره ګډې شى، رنګ واړوي، كه وا نه ړوي، ناولي شي، چې هغه بيا ناولتيا او پليتي نۀ لرې كوي.

د مذهبونو يو شمير نورو فقهاوو ويلي دي: كه د دې اوبو طبيعي حالت د وينځلي ځاى له پليتۍ اوښتي او بدل شوى وي، ناولې دي. كه نۀ حكم يې د هغه ځاى حكم دى، چې اوبه ترې رابيلى شويوي. كه هغه ځاى پاك وي ‏اوبه پاكې دى او كه ناپاكه يا ناولى وي، اوبه ناولې دي. كه د اوبو ځاى مو د اوبو له راوتو وړاندې ليدلى وي، دا حكم پر ځاى ندى او كه نۀ هغه ناپاكه ځاى،چې اوبه پرې تېرې شويوي، پاك دى؛خو هغه ترې رابېلى شوې يا راتويې شوې اوبه ناولې دي، ځكه پر پليتۍ تېرې شويدي.

د ابوحنيفه په عقيده د ناولتيا لرې كولو ته كارېدونكى اوبه پاكې دي؛خو پاكوونكي ندي. د شافعى او احمد بن حنبل خبره هم همدا ده د مالكيانو په وينا له هغه (امام مالك /ژ) په رانقل شويو يو له دوو روايتو كى پاكې او پاكوونكې دي. (4) اماميه وو ويلى دي” د مستحبو غسلونو لكه د توبې او جمعې او اوداسه كى كارېدونكې پاكې او پاكوونكې دي. يعنې غسل او اودس كول پرې كولای او پليتي پرې لرې كولاى شو؛خو كومې اوبه چى په واجبو غسلونو لكه: د جنابت او حيض په غسل كې كارېدلې وي، اماميه علما پرې يوه خوله دي،چى ناولتيا لرې كوي؛خو پدې كى بيا سره اختلاف لري چې ګنې پليتي لرى كولاى او اودس او دويم ځلي غسل پرې كېداى شي. يعنې ځينو جايزې ګڼلي او ځينې يې بيا روا نۀ ګڼي.

مساْله: كه يو اودس اوښتى (جنب) له نجاسته د ځان تر پاكولو او له پليتۍ د پاكولو تر نيت وروسته په لږو اوبو كې ننووت؛نو د حنبليانو په وينا:

دا اوبه جوټه يا مستعملې شوېدي او جنابت نۀ لرې كوي او واجب ده، چى دويم ځل غسل وكړي؛خو شافعيان، اماميان او حنفيان اوبه مستعملې بولي؛خو وايي چې جنابت لرې كوي او دويم غسل واجب ندى. (5)

د منځنيو پيړيو خلك دې او د فقهې په مطولاتو كى راغليو داسې نورو مسالو ته اړوو، ځكه هغه مهال اوبه تر غوړيو ګرانې وې؛خو نن سبا يې اوبه د ځمكى له تله د غرونو پر دنګو څوكو پرتو كورونو ته رسولې دي، د دغه راز مسالو له شا ويلو ډډه شوی او دا راز مسالې يې د مورخينو د تاريخي اّثارو په څير ګڼلي دي.

مضافې اوبه :

مضافې هغه اوبه دي، چې له جسمونو را ايستل شوې يا ځبيښل شوې وي، لكه ليمو يا انګور يا هغه اوبه چې له اّره (اصله) مطلقې وي؛خو يو څه پرې ورزيات كړي چې له خپل لومړني طبيعته راووځي،لكه ګلاب يا ګاز لرونكي اوبه، مضافې اوبه له حنفي مذهب پرته په نورو كې پاكې دي؛خو پاكوونكې ندي؛خو امام ابوحنيفه اجازه وركړې، چى هره مايع چې پليتي له منځه وړي،بې له غوړيو هغه چې په پخلي كې رنګ واړوي پاكه ده په اماميه وو كې سيد مرتضى له دوی سره يوه خوله دى.

مذهبونه هم مني چى په مضافو اوبو اودس او غسل روا ندى؛خو يواځې حنفي مذهب دى چې په بدايه المجتهد او نهايه المقتصد، د ابن رشد تاليف 32مخ د 1354 كال چاپ او د مجمع الانهر 37 مخ د استانبول چاپ كې راغلي دي:

“ابوحنيفه په سفر كې په شرابو او د خرما په اوبو اودس روا ګڼلى دى.” چى دا خبره د ابن قدامه د تاليف المعنى په 1ټ ، 12 مخ كې هم راغلې ده.

د ابوحنيفه مذهب په مضافو اوبو اودس جايز ګڼلى او د اماميه وو شېخ صدوق ويلي دي: د جنابت اودس او غسل د ګلابو په اوبو كېږي.

حنيفه په مضافو اوبو د اوداسه په جواز كې پردې ايت استدلال كوي:فلم تجدوا ماء فتيمموا صعيدا طيبا مائده/٦ او ويلي يې دي، د ايت معنى دا ده، چى: كله مو مطلقې يا مضافې اوبه ونۀ موندې، تيمم وكړئ؛خو كه مضافې اوبه مو وموندې، تيمم روا ندى،د نورو مذهبونو امامانو هم په مضافو اوبو د اوداسه په باب پر همدې ايت استدلال كړېدى. وايي : په ايت كې د اوبو ټكى مطلقو اوبو ته ويل كېږي، نۀ مضافو ته؛نو د اّيت معنى دا كېږي، چې : ” كه مطلقې اوبه مو ونۀ موندې، تيمم وكړئ” چې د مضافو شته والى او نشتوالى يو شان دى او حقه هم همدا ده، ځكه د مثال په ډول كه له چا اوبه وغواړې؛نو د مېوې اوبه يا ګاز لرونكې (سوډا اوبه) نۀ دركوي،پدې توګه څرګنده ده، چې شرعي احكام د عادي وګړيو له پوهې سره سم نازل شويدي.

په ايت كى د اوبو (ما) د لفظ په تفسير كى د فقهې د امامانو اختلاف داسې دى لكه د يو شعر د يوه په معنى كې د اديبانو او كلمې په لغوي تفسير كې د علماوو اختلاف چې اختلاف يې په پوهه او اجتهاد كې دى، نۀ په اصولو او مداركو كې.

كر او قلتان (6) :

ټول مذهبونه دا مني، چى: هر كله له ناولتيا سره د اوبو د ګډون له امله د اوبو رنګ، خوند يا بوى بدل شي، ناولې كېږي، لږې وي كه ډېرې له ځمكى داره ووهي كه ونۀ وهي، مطلقې وي، كه مضافې اوبه له ناولتيا سره له ګډون پرته د باد په لګېدو بدلې شي، لكه دا چې هوا له اوبو سره د نژدې مړي بوى اوبو ته ورسوي، اوبه بيا هم پاكې پاتې وي.

له امام مالك نه په يوه را اخيستي روايت كې دي چې كه ناولتيا له اوبو سره ګډه شي او د اوبو ځانګړنه او څرنګوالي وانۀ وړي، لږې وى كه ډيرې، پاكې دي؛خو د نورو مذهبونو لارويو ويلي دي: كه لږې وي؛خو ناولې دي او كه ډيرې وي، پاكې دي.

خو په هغو اوبو كې يې چې ډيرې ورته ويل كېږي، اختلاف كړى دى، شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: كثير يا ډيره هغه اندازه ده، چى د دوو قلو هومره وي او د دې حديث (اذا بلغ الماء قلتين لم يحمل الخبيث) (كله چې اوبه تر دوو قلو ورسېږي؛ نو د پليتۍ) له مخې دوه قلې 500 عراقي رطله (1282 كيلو ګرامه) كېږي. د الازهر پوهنتون ځينو لويانو ويلي دي، چې دولس تنكه كېږي.

اماميان وايي: كثير د دې حديث (اذا بلغ الما قدر كر لم ينجسه) “اوبه چى تر دوو كرو ورسېږي، څه شى يې نۀ پليتوي” له مخى د يو كر هومره وي او كر 1200 عراقي رطله (27تنكه) كېږي. حنفيانو ويلي دي: كثير هغه دى، چى اوبه دومره شي،چې كه يوه خوا يې روانې شي؛نو بل اړخ ونۀ خوځېږي.(7)

له شويو خبرو روښانېږى،چى مالكيانو دوه قلې (قلتان) يا كر غوره نۀ ګڼى او كومه ټاكلى اندازه نۀ ښيي او د اوبو زياتوالى او كموالى ورته تر هغې چې له څرنګتياوو (كيفيات) ځنې يې يو بدلون ونۀ مومې، يو برابر دي. په هغه صورت كى ناولې دي، ګڼې ندي. له اماميه وو ځنې،ابن عقيل له دوى سره يوه خوله دى. د دې حديث (الما طهر لا ينجسه شيئ الاما غلب ريحه و طعمه اولونه) يعنې پاكې او پاكوونكې اوبه هغه دي، چې څه څيز يې نۀ ناولې كوي،څو خوند او رنګ يي بدل نشي.

روانې او ولاړې اوبه :

مذهبونه د روانو اوبو په باب يوه خوله ندي،حنفى وايى: روان څيز لږ وي، كه ډېر له خپلې سرچينې او مادې سره پيوست وي، كه نۀ وي،له ناپاكو سره په لګيدو نۀ ناولې كېږى،بلكې كه په يوه لوښي كې ناولې او په بل كې پاكې اوبه وي او له پاسه راتويې شي او په هوا كې تر ګډون وروسته راكښته شي،ټولې پاكې دي.همداراز كه پر ځمكه روانې وي، ( 8) رواني يې د ډاډ وړ ده او هر څنګه چې وي، د ډيرو (كثير) حكم لري؛خو كه روانې نۀ وي،د لږو (قليل) په څېر دي، كه څه هم له ځمكې راوخوټكېږي، له همدې امله يې حكم كړى دى،چې كه د باران اوبه پر ناپاكه ځمكه را واوري او روانې نشي، ځمكه بيا هم ناپاكه ده.

د حنفيانو له نظره له ناولتيا سره لګيدونكې اوبه دوه ډوله دي: يو هغه ولاړې اوبه چې يواځې له يوې خوا روانې او له بلې خوا بندې وې،دويم هغه روانې په هر ډول چې وي، خو لږې چى په لګېدو نۀ ناولې كېږى د همغو ولاړو په څير دي، چې له يوى خوا روانې او بله خوا يې بنده وي.

خو شافعي بيا وايي، چى روانې، ولاړې او له ځمكې راخوټكېدونكې يا داسې نورې يو شان دي.او ارزښت يې په لږو ډېر (قلت و كثرت) پورې دى؛نو هغه ډېرې (كثير) چې اندازه يې (قلتانو) ته ورسي، په يواځې لګيدو نۀ ناولې كيږي؛خو كه له قلتانو كمې وي، ناولې كېږي روانې وي، كه ولاړې، خوټكيږي كه ونۀ خوټكيږي، د دې حديث “اذا بلغ الما قلتين لم يحمل خبثا” د اطلاق له مخې.

او همداراز وايى: كه په روانو اوبو كې چې له قلتانو كمې وي، ناولتيا وليدل شي، روانې اوبه ناولې او ترې پاس او لاندې پاكې دي.

د شافعيانو له نظره د روانو او ولاړو ترمنځ توپير دا دى، چې ولاړې هر څنګه چې وي يو اوبه دي؛خو روانې كه له اصل سره پيوستې هم وي، پر څو برخو وېشل كېږي او هره برخه يې له بلې جلا حكم لري،چې كه زياتې وي له ناولتيا سره په لګيدو نۀ ناولې كېږي؛خو كه كمې وې، ناپاكې دي.د مثال په ډول كه يو ناولى لاس قلتانو ته په نارسېدلو اوبو كې غوټه شي، دهغو څښل او اودس پرې كول روا ندي. ځكه هغه اوبه ناپاكې دي او پكار ده، چې ناولى، لاس لومړې ومينځل شي. كتل كېږي،چى د روانو اوبو په باب د شافعيانو او حنفيانو ترمنځ ډېر توپير دى. د حنفيانو له نظره بهير (جريان) د پاكوالي نښه ده، كه څه هم اوبه كمې وي، لكه په مثالونو كې يې چې وويل شول. كه د اوبو دوه لوښې،چې يو پاك او بل ناپاك وى او بيا د اوبو د بهير په وسيله دواړه لوښي ګډ شي، پاك دي. خو شافعيان د اوبو بهير ته كه د لويې ويالې هم وي ارزښت نۀ وركوي او د روانو اوبو هره برخه تر بلې جلا او يو له بله د اوبو، د اجزاوو د پيوستون پر ضد ګڼي.

حنبليان وايي:

كه ولاړې اوبه له قلتانو كمې وي،له ناپاك سره له لګېدو سره جوخت ناولې كېږې. له ځمكې راوخوټكېږي، كه نه؛خو روانې،هغه بيا د حالت له بدلون پرته نۀ ناولې كېږي، يعنى حكم يي د ډيرو (كثير) اوبو دى، كه و هم نۀ خوټېږي او همدا وينا د ابوحنيفه رای ته ورلنډه ده.

خو مالكيان بيا وايي: مخكې مو وويل،چې لږې (قليل) اوبه له ناپاك سره په لګېدو نۀ ناولې كېږي او د ولاړو او روانو ترمنځ يې څه كرښه نده راكښلې. لنډه دا چې لكه د دوى له وينا چې څرګندېږي كم و زيات او بهير او ډب او د اصل لرل او نلرل ارزښتناك نۀ ګڼي او د اوبو په ناپاكۍ د حالت بدلون ته ارزښت وركوي كه په ناولتيا بدلې شوې ناپاكې دي او كه نۀ نو پاكې وخوټكېږي، كه نۀ زياتې وي كه كمې.

اماميان وايى: بهير (جريان) په هېڅ حال كې څه نښه نلري او ارزښت خوټكېدونكې سرچينه او يا زياتوالى (كثرت) لري؛نو كه اوبه له خوټكېدونكى سرچينې سره تړلې وي، كه وڅڅېدې (9) ، د ډيرو (كثير) حكم لري يعنى په لګېدو يا كډېدو نۀ ناولې كېږي. كه ولاړې يا ډب اوبه لږې هم وي،ځكه په خوټكېدونكيو اوبو كې د ناپاكۍ مخنيوونكې قوه نغښتې وي او تېزه سرچينه لري او كه له سرچينى سره ونۀ لګېدې او “كر” وې، كه كومه ځانګړنه يې بدلون ونۀ مومي،په څه شي نۀ ناولې كېږي؛خو كه (كر) ته ونۀ رسېدې،په لګېدو يا ګډيدو ولاړې وي،كه روانى،ناولې كېږى. خو كه له پاسه راتويېږي؛ نو پاس برخه د لاندينۍ هغې په پيوستون نۀ ناولې كېږي.

لنډه دا چې د اماميه وو له نظره ډب او بهير (ركود او جريان) دواړه يو شان دي او ليدل كېږي،چې هغوى خوټكېدونكې سرچينې ته د ارزښت له امله له نورو مذهبونو ځنې سره جلا دى، ځكه هغوى له سرچينې سره لګيدلې اوبه د ډېرو (كثير) په حكم كې راوستې دي، كه څه هم په سترګو كمې ښكاري له علامه حلي پرته چى د خوټكېدونكيو اوبو ته څه ارزښت نۀ وركوي ا و په هسې لګيدو يي كه كر ته رسېدلې هم نۀ وي پرې د ناوليو حكم كړى دى،د باران اوبه له اسمانه د راكېوتو پر وخت د اماميانو په نظر د چينې او ډېرو (كثير) په څېر دى، چې له ناولتيا سره په لګېدو نۀ ناولې كېږي او ځمكه لوښي او ټول څيزونه (اجسام) د ناولتيا تر لرې كېدو وروسته د باران له راكېوتو سره سم، پرې پاكېږي.

د ناپاكو اوبو پاكېدنه :

1_ كه لږې (قليلى) اوبه له ناپاكو سره د ګډون له امله ناولې شي؛خو كومه ځانګړنه (صفت) يې بدلون ونۀ مومي، د شافعيانو په نزد: كه ناولې اوبه قلتانو ته ورسېدې، پاكې او پاكوونكې دي، بشپړتيا او كاملوالى يې په پاكو اوبو وي، كه په ناپاكو، كه دواړه ځايه اوبه تر يو ځاى كېدو وروسته سره جلا كړي، پاكوالى يې پر ځاى دى . كه په دوو لوښو كې دومره ناولې اوبه يو ځاى شي،چې د قلتانو اندازې ته ورسيدې؛نو هغه پاكې او پاكوونكي دي.(10)

حنبليانو او زياترو اماميه فقهاوو ويلي دي: كه لږې (قليل) اوبه دومره زياتې كړئ، چې كر يا قلتانو ته ورسي، نۀ پاكېږي، ځكه د لږو (قليل) اوبو متممې ناولې يا پاكې وي، ځكه له ناوليو سره ناولې ګډول ټولې نۀ پاكوي او همداراز لږې (قليل) پاكې اوبه له ناوليو سره په ګډون ناپاكې دي. نو كه وغواړي،چې پاكې يې كړي د اماميانو له نظره بايد له كر او يا خوټكېدونكيو اوبو سره ولګي او د حنبليانو په نزد قلتانو ته ورسي.

2_ د شافعيانو او حنبليانو په نزد كه ډېرې(كثير) اوبه په ناولتيا سره بدلې شوی. د حالت د بدلون په له منځه تلو سره پاكېږى او بل څه ته اړتيا نۀ ليدل كېږي.

اماميان وايى: كه زياتو اوبو ته كومه خوټكېدونكې سرچينه نۀ وي، د حالت د بدلون په لرې كېدو نۀ پاكېږي، بلكى د حالت د بدلون تر لرې كېدو وروسته بايد پاكې (كر) اوبه پرې تويې شي، يا له سرچينې سره پيوستې شي او يا تر اوريا (باران) لاندې ونيول شي. كه د سرچينې اوبه وې، د حالت د بدلون له لرې كېدو سره سم پاكېږي كه لږې (قليل) هم وي.

حنفيان وايى: ناولې اوبه په بهېدو پاكېږي، كه په يوه لګن يا ښانك كې ناولې اوبه وي او اوبه پرې واچول شي،چې له مورګو يې اوبه روانې شي، پاكېږي همداراز كه ناولې اوبه په ډنډ، ډنډونكي يا جوغړى كې وي او څنګ ته يې بل جوغړى وكيندل شي او په يوه نري لښتي كى هغه ناولې اوبه ټولې وروبهول شي؛نو پاكېږي كه په نوي ډنډوكي كې دا اوبه بيا ناولې شوې، درېم ډنډونكى دې وكيندل شي او بيا همغه كار وشي، اوبه پاكېږي او همداسې پسې بيا بيا.

هغه ولاړې اوبه چې د مردارې يا متيازو له امله ترې كار نۀ اخيستل كېږي، كه داسې وبهول شي،چې د ناولتيا نښه پكې پاتې نشي، په هغه ترڅ كې پرې اودس كېداى شي؛ خو جوته شي، چې له سرچينې سره لګيدلې ندي. (11)

 

========================================

يادداښتونه:

(1) _ د ناولتيا د لرې كولو په شرط – ژ

(2) _ ينزل عليكم من السماء ماء ليطهركم به

(3) _ و انزلنا من السماء ماء طهورا

(4) _ المعنى د ابن قدامه تاليف، اټ، 19م

(5) _ المعنى-ابن قدامه ا ټ، 22مخ دريېم چاپ او د ابن عابدين 1ټ، 140مخ، ميمنيه چاپ

(6) _ كر د اوبو يوه پيمانه او مېچ دى، چى د شرعې په ژبه كې يې اوږده، ساره او ژوروالى دوى نيمې لوېشتې وي، هغه لوښى چې څه كم درى نيم ليتره اوبه واخلي، قلتان هغه مكعب چې 500 بغدادې رطله (2564ګرامه) وزن واخلې او هره څنډه يې څه له پاسه يوه څنګله (يا نيم ګز) وي.

(7) _ دلته يو شمير نور تولونه هم شته، خو له پامه غورځول شوى دى، لكه دا چې:

الف: كثير څلويښت قلې دى. ب: دا چې دوه د لوې دي. ج: څلويښت د لوى دى

(8) _ كتاب ابن عابدين 1ټ، 131م

(9) _ له چاودونو او ستوونو څاڅكى څاڅكى راوتل

(10) _ شرح المهذب. 1ټ 136م

(11) _ ابن عابدين ، 1ټ، 31م

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

ناولتياوې :

سپى ناولى دى؛خو د مالكيانو په نزد، وايي: پر كوم لوښي كې چې سپی ژبه ووهي، اوه ځله يې وينځل پكار دي د ناولتيا له امله نۀ، د عبادت له پلوه. شافعيان او حنبليان وايي: پر كوم لوښي چې سپي ژبه وهلي وي بايد اوه ځله ووينځل شي،چې يو ځل پكې په خاورو وي، اماميان وايى: داسې لوښى دې لومړى په خاورو او بيا دوه ځلې په اوبو ووينځل شي.

ټول مذهبونه يې له اماميه وو پرته د سپي په څېر ګڼي،اماميان واجب ګڼي،چې خوك څټلې لوښى دې اوه ځله په اوبو ووينځي. همداسې هم د هغې مړې مږې حكم دى، چې تر سارانۍ مږې نه تر سمندري هغې غټه وي.

مرداره، مړځلى، مړى :

د انسان چې ګرځنده وينه لري له مړي پرته د سارايي ځناور د مړي پر ناولتيا ټول مذهبونه يوه خوله دي؛خو مالكيان،شافعيان او حنبليان د انسان د مړي پاكوالى مني او حنفيان يې ناپاكه ګڼي؛خو وايي چې: په وينځلو پاكېږي. اماميان هم همدا وايى؛خو په دومره توپير،چې د مسلمان د مړي په قيد. د هوسۍ د نامه غوټى (1) هم ټول مذهبونه پاكه ګڼي.

وينه :

د وينې پر ناولتيا څلور واړه مذهبونه يوه خوله دي. خو بې د شهيد او حلال شوي څاروي له ويني پرته او همداراز د كب، سپږې، ورږې وينه. اماميان د هر هغه ځناور يا ژوي وينه چې ګرځنده يا بهنده وي ناپاكه بولي، كه د انسان، نا انسان او شهيد او ناشهيد هم وي او د هغه ژوي وينه چې ګرځنده نۀ وي، سارايى وي،كه سمندري، پاكه ګڼي او همدارنګه يې په حلال شوي څاروي كې د پاتى وينې د پاكۍ حكم كړېدى.

مني :

اماميان،مالكيان او حنفيان د انسان او يا نورو د مني پر ناپاكۍ سره يوه خوله دي؛خو اماميانو د هغه ژوي وينه چې ګرځنده وينه نلرى بېله كړې او د مني او دغې وينې پر پاكۍ يې حكم كړى دى. شافعيان بيا وايى،د انسان او له سپي او سركوزي پرته د هر ځناور مني پاكه ده او د حنبليانو په نزد د انسان او حلال څاروي مني پاكه ده؛خو د د حرام مال بيا ناپاكه بولي.

زوې :

څلورواړه مذهبه يې ناپاكې بولي؛خو د اماميانو په نزد پاكې دي.

د انسان تشې او ډكې متيازې :

د ټولو مذهبونو په نزد ناولې دي.

د ژويو او ځناورو متيازې (فضله) :

ژوي او څاروي الوتونكي او هر هغه ځېل (نوع) چى حلال غوښی وي، كه حرام غوښی.

حلال مرغان لكه كوتره او مرغۍ او حرام لكه باز او ګوربت (عقاب) (امام مالك يې غوښه مباحه ګڼي). نور حلال غوښي لكه:غوا،غوايي او پسه او حرام غوښي لكه: لېوه، او پيشو (مالك يې غوښه مباح ګڼي). مذهبونه د حيواناتو د متيازو او فضلوو په باب څه رايې لري؟

شافعيان د ټولو حيواناتو او مرغانو لكه كوترې، مرغۍ متيازې (ډكې يا تشې)، د اوښ او پسه پچې د كچرې خرشنه او د غواوو غوښي يې غوشايي ناولي ګڼي.

اماميانو د مرغانو حلال وي، كه حرام فضله پاكه ګڼلې ده؛خو د هغو څارويو چې وينه يې ګرځنده او غوښه يې حلاله وي، لكه اوښ او پسه پاكې دي؛خو كه د يږ (خرس، او نورو څيروونكيو په څېر حرام غوښي وي،فضله يې ناولې ګڼلې ده او د كومو چې د غوښې حلال او حرام شكمن وي، پاكه ده.

حنفيانود نا الوتونكيو ژويو لكه اوښ او پسه فضله ناولې ګڼلې ده؛خو د كوترې او مرغۍ چې فضله په هوا كې غورځوي پاكه بولي او د هغو چې د بطې او هيلۍ په څير فضله پر ځمكه غورځوي، ناولې ګڼي.

حنبليان او شافعيان وايى: د حلال غوښي څاروي فضله پاكه او د هر حرام غوښي الوتونكي يا نا الوتونكي فضله ناولې ده. د حلال (حلال مرغه چې د انسان فضله خوري) د فضلې پر ناپاكۍ ټول مذهبونه يوه خوله دي.

اوبلن نشه ييز (مايع سكر) :

ټول مذهبونه يې ناولې ګڼي؛خو اماميانو پرې له اصل سرچينې،سره د پيوستون قيد ورزيات كړى دى. له وچ شويو نشه ييزو پدې ځان ژغورنه،چې ناولتيا يې پرځاى ده. ښه اتفاق دادى چې د ځينو اماميه فقهاوو مولفينو دا وينا را واخلو، چى شيعه او سني علماوو د شرابو پر ناولتيا اجماع كړېده؛خو د دواړو ډلو يو لږ شمېر يې په مخالفت كې بې پروا دي.

كانګې/ قى :

د څلور ګونو مذهبونو په نزد ناولې؛خو د اماميانو په نزد پاكې دي.

سپېروبى (2) او هوسوبى / ودى، مذى :

د حنفيانو، شافعيانو او مالكيانو په نزد ناولې او د اماميانو په نزد پاك دي. حنبليانو يې تر منځ د حلال غوښي او حرام غوښي كرښه راكښلې ده او وايى، چې مذى پاكه او ودى ناپاكه ده. مذى هغه نرۍ اوبه دي چې د شوق پر وخت له مخكې لارې وځي او ودي هغه ټينګې اوبه دي، چې تر تشو متيازو وروسته راوځي.

لكه د كانګو (قي) ودى او مذى پر ناپاكۍ چې څلورګوني مذهبونه يوه خوله دي، اماميانو بيا له حرامو ځنې د جنب د خولو په ناولتيا كې له نورو مذهبونو لاره بيله كړيده او حكم يې كړى دى،چې څوك په زنا، لواطت او يا د څارويو په وطي كولو يا موټك (استمنا) جنب شو او ترغسل مخكې خوله شو، خوله يې ناولې ده. (3)

پريښوونې، جوټه :

حنفيانو، شافعيانو او حنبليانو د سپي او سركوزي جوټه ناولې بللې او منلې يې ده، چى د كچر او خره پريښوونې پاكه ده؛خو پاكوونكې نده حنبليانو ويلي دې،چې له مږې او نولي پرته دې د نورو حرام غوښو په جوټه اودس ونشي،حنفيانو د سپي او سركوزي تر جوټې وروسته د تازه شرابخور، هغې پېشو چى تازه يې مږه يا موږك خوړلې وي او د څيروونكيو لكه زمري، لېوه، پړانګ، سولى (تر پړانګ وړوكى ښكاري ځناور)، ګيدړ او كوږ (كفتار) جوټه هم ورسره مله كړېده. (4)

اماميان وايي: د سپي او سركوزي په څير ناوليو ځناورو جوټه ناولې ده او د پاك حيوان حلال وي،كه مردار، جوټه پاكه ده، يعنې د هر حيوان د جوټې پاكوالى او ناپاكوالى د هغه حيوان د بدن تابع دى.

مالكيان وايى: د سپي او سركوزي جوټه پاكه ده، اودس پرې هم كېداى شي او څښل كېداى هم شي. (5)

د اودس ماتولو احكام :

شافعيان، مالكيان او حنبليان مخ پر قبله او شا پر قبله په ودانۍ كې دننه وي، يا بهر په ازاده فضا كې څلور سره د اودس د ماتولو په نۀ حراموالي كې يوه خوله دي. خو په بې څادره يا بې پردې اودس ماتولو كې سره اختلاف لري. شافعيان او حنبليان وايى: حرام ندى،مالكيان يې حرام ګڼي، حنفيان وايي: دننه او بهر مكروه، بلكى حرام دى. (6)

اماميان وايى : مخ پر قبله يا شا پر قبله، په ودانۍ كې وى او كه بهر، له څادر سره وي، كه بې څادره وي، مطلق حرام دي.

ټول مذهبونه اوبه ناولتيا لري كولو ته د مخكې او شا ته شرمځايونو پاكوونكي ګڼي، څلورګوني مذهبونه وايى: تيږه يا كاڼې د دواړو شرمځايونو پاكولو ته بسه ده. اماميان وايى: د مخكينی شرمځاى پاكولو ته بى له اوبو بل څه بسنده ندي؛خو د ډكو متيازو ځاى په اوبو،درې ځله تيږې راكښلو،يا په پاك ټوكر؛خو چې اودس ماتې له خپل ځايه خپور شوى نۀ وي، پاكول يې غوره دي، ګنى په اوبو دې پاك شي.

د اماميانو په نزد ډېرې تيږې يا بل څه راكښل لازمي دي؛خو د شافعيانو او حنبليانو په نزد په يو ځل راكښلو پاكوالى كېږى.مالكيان او حنفيان وايي د راكښلو شمېر شرط ندى، بلكى د ځاى پاكوالى په كار دى.حنفيانو بې له اوبو، په بله هره مايع له دواړو شرمځايونو د ناولتيا لرې كول روا ګڼلي دي.

 

========================================

يادداښتونه:

(1) _ د ختن د هوسيو د نامه غوټۍ چى ښكاريان يې مښكو ته ترې پريكوي، ژ

( 2) _ ودى ته سپېرى اوبه او مذې ته هوسوبى د پير روښان د خيرالبيان په 62-الف مخ كى راغلى دى، ځدراڼ يې پينوبى بولى افغان قاموس/ 3ټ 325

(3) _ دا حكم د ټولو اماميه فقهاوو په نزد يو شان نه دى. ژ

(4) _ ابن عابدين، 1ټ ، 156 م

(5) _ المغى-د ابن قدامه تاليف، 1ټ، 47م، درېيم چاپ

(6) _ الفقه على المذاهب الاربعه- 1ټ، د قضا الحاجه بحث

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

پاكوونكى (مطهرات)

مطلقې اوبه :

ټول مذهبونه مطلقې اوبه پاكې او پاكوونكې ګڼي.

پر اوبو سربېره هره پاكه مايع چې له ميوې زبېښل شوې وي لكه سركه يا د ګلابو اوبه، يواځې د حنفيانو په نزد پاكوونكې ده.

ځمكه :

ځمكه د حنفيانو اواماميانو په نزد پاكوونكې ده،د پښو تلي او د پڼو تلي پرځمكه په مزله او يا پر ځمكه په راكښلو د ناولتيا د لرې كېدو په شرط پاكېږي.

لمر:

اماميانو ويلي دي: لمر ځمكه او د ځمكې په څېر نۀ لېږيدونكى لكه چې:

حنفيانو ويلي دي:ځمكه او ونې په وچولو په لمر وي، كه په باد، پاكېږي. ماليكانو، حنبليانو او شافعيانو ويلي دي: ځمكه د لمر په وړانګو (تودوخه) او باد نۀ پاكېږى،بلكې اوبه پرې بهول په كار دي. البته د پاكوالي په څرنګوالي كې يې يوه خوله ندي.

استحاله، “بدلېدنه “:

د يوه څيز د څرنګتيا، كيفيت اوښتو ته وايي، لكه د هوسۍ د نامه غوټۍ چى مشك شي، دغه راز بدلون ته ټول مذهبونه مطهرات وايي.

اور :

حنفيان وايي: ناولتيا په اور هله پاكېږي چې د ناولتيا (صفت) يې له منځه لاړ شي او حكم كوي،چې كه ناولې خټه پخه شي او غوړي (تيل) صابون شي، پاكېږي.

شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: اور پاكوونكى ندى او دومره وړاندي تللي،چې د ناوليو څيزونو لوګى هم ناولى ګڼي.

مالكيانو ويلي دي: ايره پاكه او لوګى ناپاكه دى.

اماميانو ويلي دى:اور په پاكولو كې څه لاس نلري او يواځې د استحالې حالت د بدلونې علت دى؛نو كه بالڼ (د سونګ لرګي) ايره او ناولې اوبه بړاس شي، بس پاك شول. كه لرګي سكاره او خټه لوښى شول، دا چى استحاله ونشوه؛ نو ناولي دي.

د باغي/ څرمن پخونه:

حنفيانو ويلى دى: د مړي او بې له سركوزي د هر حيوان پوټكى په دباغۍ پاكېږي. د سپي پوټكى هم پرې پاكېږي او لمونځ پرې كېداى شى (4) ، شافعيانو ويلى دي، دباغي د سپي او سركوزي له پوټكي پرته نور هر څه پاكوي.ماليكانو، حنبليانو او اماميانو دباغي پاكوونكى نده ګڼلې هن! حنبليان د دباغي شوي ناولي څيز” بې له مايعاتو” كارونه پرته له هغه څه چې د ناولتيا خپرول كوي، روا ګڼي.

حلاجي:

حنفيانو ويلي دي: پومبه په حلاجي كولو پاكېږي.

لګول، تصرف، مصرفول:

حنفيانو ويلي دي، كه يو څه غنم يا بل داسې څيز ناولى شو؛نو كه د ټولو خوړل شويو هومره يا وبخښل شي او يا وپلورل شي، نور پاكېږي. (1)

 موټك:

حنفيانو ويلي دي: كه منې په لاس مښلو داسى لرې شي، چې اوبو ته اړتيا پيښه نشي، پاكه ده.

مسح، لاس راكښل لاس تېرول:

حنفيانو ويلي دي: هر دروند څيز لكه اوسپنه، نامبه مس اوښېښه له لاس ور وړو سره بې له دې چې اوبه ته اړتيا پيدا كړى پاكېږي. اماميان وايى: د حيوان له بدنه د ناولتيا لرې كول په هر ډول چې وي كافى دي؛خو لوښى،جامې او د انسان بدن د ناولتيا تر لرې كولو وروسته پاكېږي.

لاړې/ توكاڼې:

حنفيان وايى: ناولې ګوتې او تيونه په درې ځله څټلو پاكېږي. (2)

خوټكېدل/ ايشېدل:

حنفيان وايي: كه ناپاكه غوړي يا ناولې غوښه په اور وايشول شي، پاكېږي؛خو يو شمير نورو اماميه فقهاوو ويلي دي: انګور په ايشولو ناولي كېږي او وايي چې دوه درېمې يې په ايشولو وچې شي، پاتى نور پاكېږي.

 

========================================

يادداښتونه:

(1) _ الفقه على المذاهب الاربعه، اټ، د ازاله النجاسه بحث.

(2) _ ابن عابدين، اټ، 119م

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

اودس ماتوونكي

 تشې او ډكې متيازې او باد:

ټول مذهبونه يوه خوله دي، چې تشې، ډكې او باد اودس ماتوي؛خو د شافعيانو،حنبليانو او حنفيانو له نظره چينجي، شكه، وينه اوزوه راوتل هم اودس ماتوي. مالكيان بيا وايي: كه دا څيزونه له معدې راوتلى وي؛نو اودس نۀ ماتوي؛خو كه له معدې وي، لكه مېده كاڼي او له مخرجه راوتلي وي، اودس ماتوي، اماميانو ويلي دي: كه دا څيزونه د معدې په پليتۍ ككړ شويوي، اودس ماتوي او كه نه؛ نو نۀ يې ماتوي.

مذى او ودى:

د څلور ګونو مذهبونو په نزد مذى او ودى دواړه اودس ماتوي؛خو د اماميانو په نزد نۀ ماتېږي.مالكيانو دا استثنا راوړې، چې كه د چا دمذى راوتل عادت وي؛نو اودس يې نۀ ماتېږي.

بېسدي:

د ټولو مذهبونو په نزد بېسدي/ عقل تلل له مستۍ وي، كه له لېونتوبه يا بېهوشۍ، اودس ماتوي.

اماميانو ويلي دي: كه خوب پر زړه، غوږو او سترګو داسې دروند شي،چې ويده سړى د ناستو خلكو خبرې وانۀ وري او پوه نشي او څوك ونۀ وينى (1) په ناسته يا ملاسته وي او كه ولاړه ويده شي اودس يې ماتېږي. حنبليان هم دېته ورته نظر لرى. حنفيانو ويلي دي: كه اودسې سړى وغځېږي،يا پر چا ډډه ووهي، يا پريوه پښه ودرېږي او ويده شي،اودس يې ماتېږي؛خو كه پر ناسته،ولاړه يا په ركوع يا سجده كى ويده شى، اودس يې نۀ ماتېږي؛نو كه يو څوك د لمانځه په كوم حالت كى ويده شي، اودس يې نۀ ماتېږي، كه تر ډېره هم ويده پاتې شي.

شافعيانو ويلي دي: كه د بادو د وتو ځاى يې كلك او راغونډ وي او ويده شي، اودس يې نۀ ماتېږي، مالكيانو بيا سپك او دروند خوب سره بېل كړى دى. وايي كه خوب سپك و او يا اودسي په درانه خو لنډ خوب ويده شي، كه وټوځي (مخرج) يې راغونډ (تړلى) وي، اودس نۀ ماتېږي؛خو كه خوب دروند او اوږدو،وټوځى راغونډ وي،كه پرانيستى،اودس ماتېږي.

مني:

د حنفيانو،حنبليانو او مالكيانو په نزد د مني په وتو اودس ماتېږي؛خو شافعيان يې مات نۀ بولي، اماميان بيا وايي: منى غسل لازموي، نۀ اودس.

لاس يا ځان لګول/ لمس:

شافعيانو ويلي دي: كه يو اودسي سړى پر نامحرمه ښځه بې له څه پردى يا مانع لاس يا ځان ولګوي،اودس يې مات دى؛خو ښځه د مور او خور په څير نامحرمه نۀ وي، اودس نۀ ماتېږي.

حنفيانو ويلى دي: كه لګېدل په لك شوي الت وي، اودس ماتېږي.

اماميانو ويلى دى: لګېدل څه اثر نلري. دا د ښځى په لمس پورې ده؛خو كه اودسي پرخپل مخكې يا شاتني شرمځاى د لاس ورغوي يا خپړه ولګوى،اماميان او حنفيان دواړه اودس پرځاى بولي؛خو شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: لمس په ورغوي وي، كه په خپړه اودس ګرد سره ماتوي؛خو له مالكيانو يو روايت دى،چې كه لګېدل (مس) په ورغوى وي، اودس ماتوي؛خو كه په خپړه وي؛ نو نۀ ماتېږى (2)، (لمس محض د بدن پوټكى لګول دي؛خو مس په خاص ډول د ورغوي او لاس د ګوتو لګول دي)

كانګې/ قى:

كانګې د حنبليانو په نزد اودس ماتوي؛خو حنفيان وايى: كه په ډكه خوله وي، ماتوي يې شافعيان او مالكيان يې مات نۀ ګني.

وينه او زوې:

د اماميانو او شافعيانو په نزد كه وينه او زوې له بدنه له دواړو وتوځايونو پرته ووځي، اودس نۀ ماتوي. د حنفيانو په نزد كه له خپل ځايه خپرې شي، اودس ماتېږي. د حنبليانو په نزد، كه وينه اوزوې زياتې وي، اودس ماتېږي.

په كړس كړس يا په زوره خندا:

د مسلمانانو په اجماع په جګ اواز خندا لمونځ ماتوي؛خو اودس د لمانځه دننه وي كه بهر نه ماتوي؛خو حنفيانو ويلي دي: په زوره خندا په لمانځه كې دننه اودس ماتوي؛خو له لمانځه بهر اودس پر ځاى دى.

د اوښ غوښه:

د حنبليانو په نزد د اوښ د غوښې په خوراك اودس ماتېږي.

د حايضې وينه:

علامه حلي د اماميانو لوى فقيه په خپله (تذكره) كې وايي: د حايضې وينه كه كمه وي اودس واجبوي. له ابن عقيل پرته اماميه علماوو هم همدا ويلي دي؛خو مالكيانو ويلي دي، پر حايضې ښځې اودس نشته.

د اوداسه هدفونه:

فقهاوو ويلى دي: ناولتيا (حدث) دوه ډوله دى:

1_ وړه ناولتيا (حدث اصغر): چې يواځې اودس واجبوي

2_ غټه ناولتيا (حدث اكبر) چې هغه هم پر دوه ډوله ده:

الف: يواځې غسل پرې واجبېږي. ب: اودس او غسل دواړه پرې واجبېږي،چې تفصيل يې وروسته راځي.

وړه ناولتيا د دغو چارو د ترسره كولو خنډ ده:

1_ د ټولو مذهبونو په اتفاق د واجبو او مستحبو لمونځونو،اماميانود جنازې لمونځ ترې بېل كړى او وايي چې د جنازې لمونځ واجب نۀ؛بلكې مستحب دى،ځكه د جنازې لمونځ ټول د عادي او حقيقي لمونځ ندى. دا موضوع به پر خپل ځاى سپينه كړو.

2_ طواف، د مالكيانو، شافعيانو،اماميانو او حنبليانو په نزد لمونځ دى، چې د دې نبوي حديث (الطواف فى البيت صلوه) (د بيت الله الحرام طواف لمونځ دى) له مخى بې اودسه نه صحيح كېږي. حنفيانو ويلي دي: كه ګناه هم ده؛خو طواف بى اودسه هم كېږي.

3_ د څلورګونو مذهبونو په نزد تلاوت او شكر لمانځه ته اودس واجب دى؛خو د اماميه وو په نزد مستحب دى.

4_ ټول مذهبونه يوه خوله دي، چې بى اودسه د قراّن پر توريو لاس راكښل روا ندي او پدې اړه چې د لاس راكښنه، اصغر حدث دى،سره اختلاف لري او پدې كې چې ايا د قراّن له مخې يا له يادو ليكل يا لوستل جايز دي او هم د قراّن پر پوښ او ساتنې ته يې را اخيستل جايز دي، مالكيانو ويلي دي: د قراّن له مخې ليكل او پر پوښ كه نغښتى او پيچلى هم وي لاس تېرول جايز ندي؛خو له مخې يې لوستل او له يادو يې ويل روا دي. مالكيانو يې ساتلو ته د لېږدونې او انتقال په روا والي اختلاف كړېدى.

حنبليانو ويلي دي: ليكل او ساتنې ته يې نغښتى را اخيستل جايز دى.

شافعيانو ويلي دي: د قراّن پر پوښ لاس راكښل جايز ندي كه ترې بېل او يا څنګ ته هم پروت وي؛خو ساتنى ته يې ليكل او را اخيستل او پر هغو ايتونو لاس تېرول چې پدې وروستيو كې د جامو پر څنډو ليكل كېږى، جايز دي.

حنفيانو ويلي دي: د قراّن ليكل او پرې لاس راكښل جايز ندي، كه ليكل يې ناعربي هم وي، البته له يادو ويل يې روا دي، اماميانو ويلى دي: بى اودسه د قراّن پر توريو لاس تېرول جايز ندي، پخپله په قراّن كى وي كه ترې بهر؛خو لوستل ليكل او ساتنې ته يې رااخيستل او نا عربي ليكل د لاس تېرول حرام ندي؛خو بى اودسه د خداى پر نامه په هره ژبه وى او هر چېرې چې وي د قراّن دننه وي، كه بهر،حرام دي.

د اوداسه واجبات

نيت: نيت د لوى خداى د امر معنې او اطاعت ته د يوه كار عزم او اراده ده مسلمانان مني، چې د اوداسه نيت واجب دى او وخت يې پر كار د لاس پورې كول دي. حنفيانو ويلي دي: د لمانځه سموالى او صحت په اوداسه يا نيت پورې ندى. كه يو څوك سړولو يا پاكولو ته ځان داسې ووينځى،چې په اوداسه كې وينځل كېدونكي غړي هم پكي راشي؛نو كه لمونځ وكړى،لمونځ يې وشو،ځكه اودس پاكۍ ته كېږي او هغه تر لاسه شوېده. په هغه اوبو کې چې د خره له پرېښوونې يا (پس خورده) يا د كجورې له شرابو سره ګډې شويوي،ترې رابيلې كړيدي، ځكه ويلې يې دي چې: په دغه حالت كى نيت لازم دى (3) .

مخ وينځل:

د مخ له وينځلو مراد پر مخ يو ځل اوبه تېرول دي، چې واجب دي اندازه يې د ويښتانو د شنه كېدو له ځايه تر زنې پورېده. د شافعيانو پلويانو ويلي دي،د زنې لاندې برخه وينځل هم واجب دي. د اماميانو او مالكيانو په نزد په ساره (عرض) د كټې او منځې ګوتې ترمنځ واټن (فاصله) را اخلي؛خو نور مذهبونه يې بيا د ښى غوږ له پستكۍ د كيڼ غوږ تر پستكۍ پورې ګڼي.

اماميانو ويلي دي: د مخ وينځل له پاسه واجب دي او پر عكس يې ناروا دي؛خو څلور ګوني مذهبونه وايى: واجب د مخ وينځل دى، په هر ډول چې وي؛خو كه له پاسه وي، غوره دي.

د لاسونو وينځل:

مسلمانان تر څنګلو پورې د دواړو لاسو يوځل وينځل واجب ګڼى؛خو اماميانو ويلي دي، له څنګلو واجب او پرعكس يې باطل دي.همداراز كيڼ لاس د ښي لاس مخكى وينځل واجب دي. نور مذهبونه بيا وايي،چې وينځل واجب دى، په هر دود چى وي، او د ښې لاس مخكې كول او له ګوتو تر څنګلو پورې غوره دي.

د سر مسح:

حنبليانو ويلي دي:د ټول سر او غوږونو مسح واجبه ده. همداراز كه سر ووينځل شي او لاس پرې تير شى،مسح وشوه.مالكيان وايي: له غوږو پرته د ټول سر مسح واجب ده، حنفيان وايي د څلورمې برخې سر مسح واجب ده او سر په اوبو كې غوټه كول او يا پرې اوبه تېرول هم بس دي.

شافعيان وايي: د سر د يوي برخې مسح واجب ده، كه لږه هم وي او وينځل او يا پرې اوپه تېرول هم بس دى.

اماميانو ويلي دي: د مخى له خوا د سر د يوې برخې مسح واجب ده او همدومره اندازه هم بس ده، چې مسح ورته وويل شي. وينځل او اوبه تېرول پرې جايز ندي او دا يې هم واجب ګڼلې ده،چې مسح بايد د اوداسه په لوند والي وى،په نويو اوبو مسح اودس ماتوي، سره لدې چې څلورګونو مذهبونو په نويو اوبو مسح واجب ګڼلى (3)،حنبليانو پر پګړۍ هم مسح جايزه بللې ده؛خو چې لږ تر زنې لاندې هم وي.حنفيانو،شافعيانو او مالكاينو پر پګړۍ مسح په عذر پورې ګڼلى ده، اماميانو ويلي دي: پر پګړۍ مسح په هېڅ حال كې جايزه نده، ځكه خداى فرمايى: “وامسحو بروسكم” او پګړۍ سر ته نۀ وايي.

دواړه پښى:

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: تر دواړو غوزانو يو ځل د دواړو پښو وينځل واجب دي، خو اماميه وو ويلي دي:د اوداسه په لندبل (رطوبت) د ګوتو له سرونو تر دواړو غوزانو پورې د پښو مسح واجب ده، ټولو مذهبونو دواړه غوزان د دواړو پښو بجلې ګڼلې دی. او دا چې كيڼه پښه تر ښۍ لومړۍ كولاى شو؛خو د اماميه وو په نزد دا كار د احتياط پر خلاف دى او څلورګونو مذهبونو په نزد د اولى يا غوره توب پر خلاف دى.

د پښو پر مسح اختلاف د مائدې سورې له (6) ايته راولاړ شوى دى :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلاةِ فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُواْ بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَينِ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مَّنكُم مِّنَ الْغَائِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ مَا يُرِيدُ اللّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَكِن يُرِيدُ لِيُطَهَّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

ژباړه: مؤمنانو! لمانځه ته چې پاڅېدئ؛ نو خپل مخونه او لاسونه تر څنګلو پورې ووينځئ او سرونه (مسح کړئ) او پښې تر(پړكيو) پورې مسح كړئ اوكه په جنابت کې ياست؛ نو( په غسل کولو) ځان پاك كړئ اوكه ناروغ يا مسافر ياست او يا له تاسې څوك له حاجت پوره كولو راشي يا تاسې پر ښځو لاس لګولى وي (اوکوروالى مو كړى وي) او ( د غسل يا اوداسه لپاره) اوبه و نۀ مومئ؛ نو پر پاكه خاوره تيمم وكړئ او پر مخ و لاس يې راكاږئ، خداى تاسې تنګول نۀ غواړي؛ بلكې غواړي چې پاك مو كړي او خپله لورېنه درباندې پوره كړي . ښايې چې شكر يې پرځاى كړئ .))

څرنګه چې “ارجل” په كسره او فتحه دواړو لوستل شوى؛نو څوك چې مني،هغوى ارجل پر “روس” باندې د جر په حال او د “روس” پر محل د نصب په حال كې عطف كړى دى.

ځكه هر لفظي مجرور د محل له مخې منصوب دى؛نو څوك چې وينځل غوره ګني، خپل دريځ داسى تفسيروي، چې “ارجل” كلمه له “روس” سره د لنډوالي يا نژدېكت له امله مجروره او پر “ايديكم” د عطف له امله منصوبه شوېده؛خو موږ خبره او حقيقت تفسير رازي ته سپارو.

څلورګونو مذهبونو د پښو د وينځلو پر ځاى پر پڼو يا جورابو مسح روا ګڼلې ده؛خو اماميان يې د حضرت علي ددې وينا: “ما ابالى امسح على الخفين او على ظهر غير بالفلاه” جايزه نۀ ګڼي.

 ترتيب:

لكه په كريمه اّيت كې چې راغلي دي: ” لومړى دواړه لاسونه،بيا سر او بيا دواړه پښې وينځل د اماميانو، شافعيانو او حنبليانو په نزد واجب او د اوداسه د بشپړتيا شرط دي.

حنفيانو او مالكيانو ويلى دى: پرله پسې والى (ترتيب) واجب ندى او روا ګڼي، چې له پښو پيل او پر مخ پاى ته ورسېږي.

پيوستون:

اماميان او حنبليان د غړيو پرله پسې والى واجب ګڼي، يعنى چې له يوه غړى وزګارېدو له واره دې بل ووينځى، خو اماميانو د پيوستون او موالاتو شرطونه داسې پرې زيات كړي، چې مخكښې وينځلي غړي بايد پر بل غړي له پيله مخكى وچ نشي،كه وچ شي اودس نۀ كېږي او واجب ده، چې اودس له سره وشي.

حنفيانو اوشافعيانو ويلي دي: پيوستون واجب ندى؛خو دا مكروه ده،چې بى عذره د غړيو د وينځلو ترمنځ واټن او بېلتون راوستل شي، چې پيوستون يا موالات واجب دى، او څه چې ده ګڼل، پيښ نشي، لكه دا چى اوداسه ته تيارې كړې اوبه همغه وخت تويې شي، يا مخ ووينځې؛خو لاسونه يې هېر شي او يا د ده په ګومان اوداسه ته بسنده (كافى) اوبه تمامې شي، كه څه هم څه وخت تير شي؛نو څومره يې چې كړي په همغې پسې اودس بشپړولاى شي.

 

========================================

يادداښتونه:

_ ابگن عابدين، اټ، 215م

(2) _ ميزان الشعرانى، د اسباب الحدث بحث

(3) _ البدايه والنهايه، د ابن رشد – د اوداسه ماتوونكي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د اوداسه شرطونه:

د اوداسه په شرطونو كې يوهم د هغو اوبو د پاكوالي مطلق شرط دي،چى په تيرو پاڼو كى د ښوول شوي تفصيل له مخې د ناولتيا او حدث په لرې كولو كى كارول شوې نۀ وي، بل شرط بې ناروغانو ته په لګولو يا اړتيا كې څه خنډ نۀ وي. همداراز د اوداسه د غړيو پاكوالي او د داسې يوه خنډ نشتوالى،چې يو مټكي ته د اوبو رسېدو مخنيوى كوي. او د وخت وسعت يا زياتوالې،چى د تيمم په باب كې به راشي، دغو ټولو يا زياتره شرطونو ته په پاملرنه كې ټول مذهبونه يوه خوله دي.

اماميانو ويلي دي: د اوداسه اوبه،لوښى،د اوبو تويولو ځاى او په خپله د اوداسه ځاى بايد مباح (حلال) وي او په زور لاندې شوى نۀ وي. كه په دغو كى يو هم په زور لاندې شوى (غصبي) وي، اودس نۀ كېږي؛خو نور مذهبونه اودس شوې بولي؛خو اودس كوونكى ته ګناه ګڼل كېږي. (1)

 د اوداسه مستحبات:

د اوداسه مستحبات زيات دي، لكه لومړى د دواړو ورغويو وينځل، پوزې او خولې ته اوبه تېرول چى دا دواړه او د غوږونو مسح حنبليانو واجب ګڼلې ده او اماميان يې جواز نۀ مني. د مسواك وهل، قبلې ته مخ كول، د ښوول شويو دعاوو لوستل او د څلورو واړو مذهبو په وينا د مخ و لاس دوه يا درې ځلې وينځل.

اماميه وو ويلي دي: لومړى ځل وينځل واجب،دويم مستحب اودرېم ځل بدعت دي او كه لا د روا والى او مشروعيت په نيت وشي،ګناه ده؛خو كه د وجوب په لوی لاس يې ونكړې؛ نو ګناه نده؛ خو اودس نۀ كېږى. ياكه په درېم ځل( په) اوبو مسح وكړې. (2) هم اودس نۀ كېږي. نور مستحبات هم شته، چې په مطولات كى راغلي دي.

 پر پاكۍ او ناپاكۍ شك:

څوك چې پر پاكۍ باور او يقين ولري او پر ناولتيا شك وكړى،اودسي دى؛خو كه پر ناولتيا باوري وى او پر پاكۍ شكمن وى، بى اودسه دى،ځكه عمل او حكم پر يقين او د شك پر لرې كېدوكېږي. د دې حديث حكم “لاتنقض اليقين بالشك و لكن تنقضه يقين مثله” د يقين په شك مه ماتوئ،خو يقين په خپله پر يقين سره مات كړئ، له مالكيانو پرته بل مخالف نلري،ځكه وايى: كه پر پاكۍ يقين ولري او پر ناولتيا شكمن شي، اودسي دى، چې ددې حالاتو ترمنځ څه توپير نۀ ښكاري.

د حنفيانو په نزد كه له چا ناپاكي او پاكي دواړه څرګند شول او پر مخكيوالي او وروسته والي يې پوه نشى،چې همغه بنسټ كړي؛نو اودسي دى؛خو اماميه محققين يې بې اودسه بولي.

شافعيانو اوحنبليانو ويلي دي: د پورتني حالت پر عكس يې كه اودس لومړى و؛نو بيا بې اودسه ګڼل كېږي؛خوكه مخكې بې اودسه و؛ اوس اودسي دى.

دلته څلورمه خبره دا ده،چى لومړى حالت رااخلى او د ناولتيا د اثر يا نښې پر لرې كيدو او د اوداسه پر شتوالي حكم كوي؛ ځكه دواړه حالته يو برابر دي؛ نو دواړه ټكرېدونكي (متعارض) په نشت حساب (ساقط) دي او لومړنى حالت رااخيستل كېږي. په دين كى لنډ او له احتياطه ډكه لار دا ده،چې دويم ځلي اودس وكړى،پر لومړني حالت پوهېده، او كه نۀ.

اماميه وو او حنبليانو ويلي دي: كه چا د اوداسه پر وخت پر كوم غړي يا مسح شك وكړ،په كار ده،چې له شكمن ځايه اودس له سره وكړي او پاتى اودس پوره كړى؛خوكه تر اوداسه وروسته يې شك وكړ؛نو اندېښنه دى نكوي،ځكه شك په عباداتو كې اغېز لري، نۀ ترې وروسته.

علامه په تذكره كې له ځينو شافعيانو رااخيستي،چى په (عبادت) كى د شك او ترې وروسته شك ترمنځ توپير نشته،ځكه مشكوك او تر هغې وروسته حال يې دواړه واجب ګڼلي دي. حنفيانو ويلي دي: هر غړي ته بايد كتنه وشي،كه له دويم غړي پر پيل وړاندې يې د كوم غړي پر وينځلو شك وكړ، بايد راغبرګ (اعاده) يې كړى؛خو كه له پيله څه وخت تېر و؛نو بيا دې ورپسې نۀ ګرځي.

ټول مذهبونه يوه خوله دي، چى د ډېر شكي شك څه ارزښت نلري، يعنى د وسواسي سړي شك بې ارزښتنه دى او په ټولو حالاتو كې واجب ده، چې ترې تېر شي.

 

========================================

يادداښتونه:

(1) _ ابن عابدين، اټ 76م

(2) _ د ابن قدامه المغنى، اټ د مسح الراس فصل او د علامه الحلى تذكره

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

غسل

واجب غسلونه دا دي: 1- جنابت 2- حيض 3- نفاس 4- دمسلمان مړي

پورتني څلور واړه غسلونه دټولو مذهبونو په نزد يو شان دى. حنبليانو يو پنځم ډول هم ورزيات كړى او هغه د كافر مسلمانېدل دي.

شافعيانو او اماميانو ويلي دي: كه كافر په جنابت كى مسلمان شي غسل پرې جنابت ته واجب دى، نۀ د مسلمانۍ له امله ؛خو كه جنب نۀ و؛نو غسل پرې نشته.

حنفيانو ويلي دي: جنب وي، كه نۀ وي ؛خو غسل پرې واجب ندى (1) اماميانو پر دغو څلورګونو غسلونو دوه نور ډوله هم ورزيات كړيدي: 1- مستحاضه، 2- پرمړي لګېدنه، يعنى كه څوك پر ساړه اونالمبولي مړي لاس ووهى،د مړي غسل پر هغه واجبېږي،چې تفصيل به يې راشى.

نو واجب غسلونه د حنفيانو او شافعيانو په نزد څلور،د حنبليانو او د مالكيانو په نزد پنځه او د اماميانو په نزد شپږ دي.

د جنابت غسل:

د جناب غسل په دوو صورتو كې واجبېږي:

1_ په ويښه يا په ويدو د مړزوي (مني) وتل. اماميانو او شافعيانو ويلي دي: كه مني راووته، شهوت يا خوند ورسره وي، كه نه؛ خو غسل واجبېږي.

حنفيانو،مالكيانو او حنبليانو ويلي دي: كه د مني راوتل له خوند او نژديوالى سره وي، غسل واجبېږي. همداراز كه منى د ګوزار،يا سړو د يخنۍ،ناروغۍ له امله او يا له خوند پرته وي، غسل پرى نشته؛خو كه منى د سړى له ملا يا د ښځى له سينې وخوځېږي او روانه وځي، له حنبليانو پرته يې نور، غسل نۀ لازموي.

مساله: كه يو څوك له خوبه راويښ شو او داسى څه لوندوالى يې وليد،چې نۀ پوهېږي دا مني دى، كه سپېروبي (مذي) حنفيان وايى:غسل واجب دى،شافعيان او اماميان يې واجب نۀ بولي؛ځكه پاكوالى (طهارت) يقينى دى او ناولتيا شكمنه.حنبليان وايى: كه خوب له نظر يا لذتناك او خوندور خياله وړاندې و؛ نوغسل پرې واجب ندى؛خو كه تر خوندور او لذت پيداكوونكي سببه وروسته و؛نو واجب ده چې د شكمن لوندوالي له امله غسل وكړي.

2_ د غړي (اّلت) ډوبول يا په شا يا مخكې (شرمځاى) كى د سنت شوي ځاى له موړې نه په تېرېدو ټولومذهبونو غسل واجب ګڼلى دى.انزال شوى وي، كه نه؛خو په شرايطو كى يې اختلاف كړېدى، چې ايا په ايله ننه ايستو له هرې لارې چى وي غسل واجبېږي، كه نۀ په كومه بله ځانګړې بڼه؟

حنفيانو ويلي دي: غسل په څو شرطونو واجبېږى:

الف: مړانه (بلوغ)، كه له دواړو يو مړانې (بلوغ) وهلې وي او بل نۀ وي، غسل يواځې پر مړانې وهلي( بالغ) واجبېږي؛خو كه دواړه ابلوڅ (نابالغه) وي،غسل پر يوهم نۀ واجبېږى.

ب: د ډبل يا پېړخنډ، چې د تودوخى د ځاى د احساس مخنيوى كوي، نشتوالى.

ج: چې غوولى (مفعول) ژوندى انسان وي؛خو كه څاروى يا مړى وي؛غسل نۀ واجبېږي.

اماميانو او شافعيانو ويلي دي: له موړې د غړي د ټول يا لږ په تېرولوغسل واجبېږي بې لدې،چې ابلوڅ (بالغ) وي،كه نا ابلوڅ، غوونكى وي،كه غوولى سنتوونكى يا مخنيوونكى (حايل) ترمنځ وي، كه نه، په زور وي،كه په خوښه،غوولى ژوندى وي، كه مړ، انسان وي كه ځناور.

حنبليانو او مالكيانو ويلي دي: پر كوونكي او كېدونكي دواړو په هغه صورت كې غسل واجبېږي،چې كه په خوند اخېستنه كى يې كوم مخنيوونكې او مانع نۀ وي او دا چې مخامخ لورى انسان، ځناور، مړى يا ژوندى وي، څه توپير نلري؛خو د مړانې (بلوغ) په باب مالكيانو ويلي دي:كه كوونكى (فاعل) رسېدلى يا ابلوڅ وي،غسل پرې واجب دى، كه كېدونكى (مفعول) د غوولو وي، پر هغه هم واجب دى. كه نا ابلوڅ (نا رسېدلى) هلك داسې ښځه وطى كړي چې انزال يې ونشي،غسل پرى واجب ندى،حنبليانو شرط كړېده،چې نر بايد له لسو او ښځه له نهو كلو كمه نۀ وي.

جنب ته څه پكار دى؟

كوم څه ته چې اودس پكار دى،ورته غسل هم واجب دى،لكه لمونځ، طواف او د قراّن پر توريو لاس تېرول يا لګول؛خو جنب ته په جومات كى تمېدل او ايسارېدل هم روا ندي. پدې باب ټول مذهبونه يوه خوله دي؛خو له جوماته د جنب په تېرېدو كې اختلاف دى، يعنى كه يو جنب د جومات پر يوه وره ننوځي؛ نو پر بل بايد ووځي.

خو مالكيانو او حنفيانو ويلي دي: په جومات كى د جنب ايسارېدل روا ندي؛خو كه اړتيا ولري، نو خير. خو شافعيانو او حنبليانو له ايسارتيا پرته تېرېده جايز ګڼلي دي.

اماميانو ويلي دي: په مسجد الحرام او نبوي مسجد كې تمېدل او ترې تېرېدل جايز ندي ؛خو په نورو جوماتونو كې يې ايسارتيا تيرېده ددې ايت له مخې مسجدالحرام او نبوي مسجد يې د ځينوځانګړو دلايلو له مخې لدې حكمه بېل كړېدي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاَةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى حَتَّىَ تَعْلَمُواْ مَا تَقُولُونَ وَلاَ جُنُبًا إِلاَّ عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّىَ تَغْتَسِلُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مِّنكُم مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا

ژباړه: مؤمنانو ! د مستئ په حال كې لمانځه ته مۀ نژدې كېږئ، څو پوه شئ چې څه واياست او(همداراز) د جنابت په حال كې هم ( لمونځ مۀ كوئ ) څو لمبلي مو نۀ وي؛ خو دا چې مسافر ياست اوكه رنځوران وئ يا په سفركې وئ،يا څوك له ((اودسماتي)) راستون شي، يا له ښځو سره كوروالى وكړئ او اوبه و نۀ مومئ   (چې غسل يا اودس پرې وكړئ )؛نو له پاكې خاورې كار واخلئ ( داسې چې ) په هغې خپل مخونه او لاسونه مسح كړئ، خداى له نرمۍكاراخيستونكى (او) بښونكى دى . (نساء 43)

مالكيانو د قراّن د تلاوت په باب ويلي دي: كه جنب د قراّن كومه برخه ولولي، حرام دى؛ خو د استدلال په نيت دحنبليانو نظر هم همدې ته نژدې دى.

حنفيانو ويلي دي: جايز ندي؛خو كه جنب د قراّن معلم وى اوټكي پر ټكي يې ووايي.

شافعيانو ويلي دي: يو ټكى هم ورته حرام دي؛خو كه د ذكر په نيت وي؛نو خير لكه د خوراك پر وخت “بسم الله الرحمن الرحيم” ووايي.

اماميانو ويلي دي: د قراّن د سجدو له څلورګونو (سجدې، فصلت ، نجم، علق) سورتونو پرته ورته نور لوستل حرام ندي؛خو تر اوو ايتونو زيات لوستل ورته مكروه دي. او دا مكروه والى په څه له پاسه اويا ايتونو كې په سختۍ راغلي دي.

اماميانو پرې د روژې د مياشتې روژې او دهغو قضايي پرې ورزياته كړېده. يعنى كه پر روژه باندې د جنابت په حال كې له قصده يا په هېره سبا شو، روژه يې نۀ كېږي؛خو كه د ورځې يا د شپې ويده شو او پرې د اوداسه تر اوښتو احتلام وروسته سبا شو. روژه يې كېږى. اماميان په دى حكم كى تر نورو مذهبونو بېل دي.

 د جنابت د غسل واجبات:

څه چې په اوداسه كې واجب دي، هغه په غسل كى هم واجب دي. پاكى او مطلقى اوبه: د بدن پاكوالي او پوټكي ته د اوبو د رسېدو دمخنيوونكي (حايل) نشتوالى، لكه په اوداسه كې چې تېر شول او نيت پكې واجب دى،د حنفيانو په نزد چې هغوى نيت دغسل د صحيح كېدو له شرطونو ندې ګڼلې.

څلورګوني مذهبونه په غسل كې څه ځانګړي حالتونه نۀ شرطوي او همدومره وايي، چې اوبه هر څنګه چې وي، بايد پر ټول بدن تېرې شي، له پاسه يا د لاندې پيلول څه باك نلري.حنفيان پوزې او خولې ته اوبه اچول واجب ګڼي او وايي: له سر،ښي خوا، بيا كيڼې خوا پيلول مستحب دي.

شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: له پاسه د لاندې بدن- له ښځينه شرمځاى پرته- پيلول مستحب دي او د بدن پر نورو برخو د شرمځاى مخكى كول هم مستحب دي.

حنبليانو ويلي دي: ښى اړخ پر كيڼ مخكې دى.

اماميانو د جنابت غسل دوه ډوله ويشلىدى:

1-ترتيبي 2- او ارتماسي (غوپه كېدل)

ترتيبي هغه غسل دى، چې اوبه پر ځان په ترتيب سره واچول شى،چى پيل له سره واجب دى. بيا ښې اړخ او بيا كيڼ كه مخكى وروسته او وروستنې مخكې شي،غسل نۀ كېږي.

ارتماسى غسل دا دى،چى ټول بدن په يو وار په اوبو كى ډوب شى؛خو كه لږه برخه هم بهر پاتى شوه، كافى ندى.د جنابت غسل د اماميانو په نزد اودس نۀ غواړى. لكه چې ويلي يې دي: هر غسل اودس غواړي،بې له جنابته او څلورګونو مذهبونو هم د جنابت او نورو غسلونو ترمنځ توپير ندى كړى چيرته چى اودس شرط دى، پر غسل يې اكتفا نده كړې.

 

========================================

يادداښتونه:

(1) _ ابن عابدين، اټ، 128م، شرح المهذب، اټ، 251م

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

حيض

حيض په ژبه (لغت) كې بهېدو ته وايي او د فقهاوو په اصطلاح هغه وينه ده چې له ښځو په ټاكليو ورځو كې راځي. دا وينه د عبادت د پرېښودو او د طلاقې شوې (مطلقه) ښځې د عدت د مودې تېرېدو ته يوه نښه ده. (1) دا وينه زياتره توره، يا تېزه سره او توده وي، دا ځانګړنې په بېلابېلو مزاجونو كې توپير لري.

د حيص منګ (سن):

ټول مذهبونه پردې يوه خوله دي، چې د نجلۍ تر نه كلنۍ وړاندې وينه حيض نشي كېداى؛بلكى هغه د ناروغۍ او ټپ (جراحت) وينه ده او همدارنګه د ياسې ښځې وينه چى د ياسيتوب په منګ كې وي حنبليانو پنځوس كاله ښوولي.

حنفيانو پنځه پنځوس ښوولي.

مالكيانو اويا كاله ښوولي.

شافعيانو ويلي دي: تر ژونده حايض كېدل كېداى شي. كه څه هم تر دوه شپېته كلنۍ وروسته بندېږي.

اماميانو ويلي دي: نا قريشى او مشكوكى ښځې تهد يائستوب اندازه پنځوس كاله؛ خو په قريشى ښځه كې شپېته كاله دی.

 د حيض موده:

حنفيانو او اماميانو ويلي دي: د حيض لږه موده درې او زياته يې لس ورځې ده او نوره وينه چى تر درو ورځو كمه او تر لسو ورځو زياته وي، حيض ندى.

حنبليانو او شافعيانو ويلي دي: لږ تر لږه اندازه يې يوه شپه ورځ او زياته يې پنځلس ورځې ده.

مالكيانو ويلي دي: زياته اندازه،نا امينداوارۍ (نه حامله توب) ته پنځلس ورځې ده او لږې ته يې څه اندازه نشته.

ټول مذهبونه يوه خوله دي،چې د دوو حيضونو ترمنځ پاكېدو ته څه اندازه نشته؛خو د حنبليانو په نزد كمه اندازه ديارلس ورځې او د حنفيانو او مالكيانوو په نزد پنځلس ورځې ده.

اماميانو ويلي دي: د پاكۍ لږه موده دحيض تر مودې (لس ورځو) زياته ده.

 د حيض احكام:

د قراّن پر توريو له لاس لګولو او په جومات كې له پاتى كېدو تمېدو پرته چې څه پر جنب حرام وو، هغه پر حايضې هم حرام دي او د حيض په ورځو كې يې لمونځ او روژه نۀ كېږي؛خو د خوړليو روژو قضايي بايد راوړي؛خو قضا شوي لمونځونه د احاديثو د حكم او د لمونځونو د پيټي د دروندوالي له امله قضايي نلري؛خو روژه چې پيټې يې سپك دى اعاده لري.

د حايضى ښځې طلاقول حرام دي؛خو كه طلاقه شي،طلاقېږي. د څلورګونو مذهبونو په نزد طلاقوونكي ګناه كړې، اماميان وايي، كه په ښځه كې ډوبپېدا (دخول) شوى وي او يا خاوند د ښځې اميندواري (دوځاني) نۀ غواړي،طلاق ماتېږي د حاضې او اميندوارې (دوځانې) او نا دخولې (چى دخول پكې نۀ وي شوى) ښځې چې خاوند يې پر ځاى (حاضر) نۀ وي، طلاقول صحيح دي، چى تفصيل به، كه خير وي د طلاق په باب كې راشي.

ټول مذهبونه يوه خوله دي،چى د حيض غسل ته اودس هم پكار دى او د حايضې ښځې اودس غسل او ناولتيا (حدث) نۀ لرې كوي.همدارنګه وايى،چې د حيض په ورځو كې يو ځاى كېدل (كوروالې) حرام دى. اماميانو او حنبليانو له نامه غوټۍ او د زنګانه له لاندې برخې كار اخيستنه بشپړ جايز ګڼلي دي.څه مخنيوونكى (حايل) په منځ كې وي، كه نۀ وي؛ خو مالكيان يې بيا له حايل سره يا بې حايله ګرد سره جايز نۀ ګڼي.

حنفيانو او شافعيانو ويلي دي: بى حايله حرام او له حايل سره جايز دي.

زياترو اماميه فقهاوو ويلي دي: كه پر خاوند شهوت زور شي او حايضې ښځى ته نژدې شو،پر خاوند ده چى كه د حيض سر و، يو دينار،كه منځ و، نيم او كه پاى و،نو څلورمه برخه دينار كفاره وركړي.

شافعيانو او مالكيانو ويلي دي:د صدقى وركړه،مستحبه ده، نۀ واجبه. خو نور ټول مذهبونه بيا پر ښځى كفاره نۀ ګڼي؛ خو كه ښځه خوښمنه او لېواله وه؛ نو ګناه يې بولي.

د حيض غسل:

د حيض غسل کټ مټ د جنابت هغې په څېر دى چى د اوبو پاكوالى او مطلقوالى، د بدن پاكوالى د حايل نشتوالى او نيت پكې لازم دى. د اماميانو په نزد دې پيل له سر، بيا ښي اړخ، بيا كيڼ او يا دې په اوبو كې د يو وار تېرېدو په غسل بسنه وشي. د څلورګونو مذهبونو په نزد لكه د جنابت په غسل كې چې تېر شول، پر ټول ځان هر څنګه چې وي اوبه تېرول پكار دي.

======================

يادداښتونه:

(1) دحيض وينه درحم د پاكيدو او نوي تخمي دپخيدونښه هم ده.( ژباړن)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

استحاضه (لويه وينه)

استحاضه د فقهاوو په ژبه هغه وينه، چى له ښځې د حيض او نفاس له وخت پرته راځي او حيض نۀ ګڼل كېږي. او د حيض تر ورځو زياته يا يې تر كمو كمه وي،چې د حيض د وينې د صفاتو پر عكس وى او زياتره زېړه سړه اونرۍ وي او په اسانۍ بهېږي.

اماميانو لويه وينه پر درو برخو وېشلې ده: 1- لږه يا قليله،چى مالوج ككړ كړي؛خو ورننه نۀ وځي او ترې روانه نشي،ددې حكم هر سهار غسل يا د مالوچو بدلول او هر لمانځه ته اودس تازه كول دى. 2- ډېره يا كثيره، چى مالوج لانده كړي او ترې روانه شي، د دې حكم په هرو درو ورځو كې غسل دى: الف- د سهار له لمانځه مخكې ب- تر غسل وروسته دې د ماسپښين او مازيګر لمونځ وكړي ج- تر غسل وروسته دې ماښام او ماسخوتن ګډ كوي.

زياترو اماميه علماوو ويلي دي: په داسې حال كې دې اودس وكړي او مالوچ دې بدل كړي.

دا وېش نورو مذهبونو ندى منلى،ځكه د استحاضې غسل ګرد سره واجب نۀ بولي.

په فقه السنه 155 مخ (1957ع چاپ) كې دي، چى: ” هيڅ لمانځه ته په هېڅ وخت كې غسل د حيض تر بنديدو وروسته له يوه ځل پرته واجب ندى،يعنى غسل حيض ته دى؛ نۀ لويې وينې (استحاضه) ته. او وړومبنيو او وروستنيو (سلف او خلف) جمهور ټول پر همدې خبره په يوه خوله دي.”

څلورګوني مذهبونه هغه څه استحاضې ته نۀ منع كوي،چې حيض ته منع وو. لكه: پر قراّن او تورو يې لاس لګول،جومات ته ننوتل،اعتكاف،طواف اوغوول (وطى) او داسې نور چې مخكى د ناولتيا (حدث) په بحث كى وسپړل شول. (1)

اماميانو ويلي دي: لږه (قليل) استحاضه وړه (اصغر) ناولتيا ده او څه چې د اوداسه مخنيوونكي دي، تر اوداسه پرته هم ورته مباح ندي او منځنۍ (وسطى) او كثيره استحاضه د لويې ناولتيا (اكبر حدث) حكم لري او څه چې غسل پكې شرط دى،منع شويدي؛نو دا دواړه تر هغې د حايضو په څېر دي، څو چې هغه څه تر سره نكړي، چې پرې واجب وو،او چې كله يې خپل واجب ترسره كړل؛نو بيا پاك دي او لمونځ، جومات ته ننوتل، طواف او غووه (وطى) ورته مباح دى.د اماميانو په نزد د لويې وينې (استحاضى) غسل كټ مټ د حيض د غسل په څېر دى.

د نفاس (څلويښتۍ) وينه:

اماميانو او مالكيانو ويلي دي: د نفاس وينه هغه ده،چې تر زيږون او يا ترې وروسته له زيلانځه (رحم) راځي.

حنبليانو ويلي دي: دا هغه وينه ده،چې د كوچني له زيږون سره سمه تر دوه درو ورځو او يا د زېږون د نښو نښانو له ښكاره كېدو سره راځي.

شافعيانو ويلي دي: هغه وينه چې تر زېږون وروسته راشي، نۀ ترې مخكى او نۀ ورسره جوخته.

حنفيانو ويلي دي:هغه وينه ده چې تر زېږون وروسته يا د كوچني (ماشوم) د زياتې برخې د راوتو پر وخت راځي. خو ترې مخكينۍ يا د كوچني د بدن د لږې برخې د راوتو پر وخت راتلونكې وينه نفاس ندى.

كه يوې ښځى زيږون وكړ؛خو وينه يې ونۀ ليده،د شافعيانو،حنفيانو او مالكيانو په نزد پرې غسل واجب دى؛ خو اماميان او حنبليان يې واجب نۀ بولي.

ټول مذهبونه پر دې يوه خوله دي، چې نفاس لږ اندازه (اقل حد) نلري؛ خو زياته يې د اماميانو په نزد لس ورځې، د حنبليانو او حنفيانو په نزد څلوېښت ورځې او د مالكيانو او شافعيانو په نزد شپېته ورځې ده.

كه كوچنې په جراحي عملياتو له عادى لارې پرته وزېږي، نفاس ندى؛خو د طلاق عدت يا زېږون (دحمل وضع) بشپړېږي.

نفاس د لمانځه او روژې د نۀ صحيحوالي،د روژې د قضا وجوب، د وطې د حرمت او د قراّن پر توريو دلاس لګونې او جومات ته د ننوتو او پكې د پاتې كېدو له پلوه د حيض په حكم كې راځي. د اماميانو په نزد د نورو مذهبونو په اختلاف يې طلاق صحيح ندى ؛خو غسل او شرطونه يې كټ مټ د حيض په څېر دي.

========================================

يادداښتونه:

(1) _ مصباح الفقيه د اّغا رضا همدانى

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

پر مړى لاس لګول

پر مړه انسان په لاس لګولو اودس يا غسل واجب دى؟ څلورګونو مذهبونو ويلي دي: پر مړه انسان لاس لګول لويه يا وړه ناولتيا (حدث اكبر،حدث اصغر) نده. يعنى اودس او غسل نۀ واجبوي،د مړي غسل يواځې پر هغه چا مستحب دى،چى مړې يې لمبولى وي، نۀ پر هغه چا چى يواځې لاس يې پرې لګولى يا لګيدلى وي.

زياترو اماميانو ويلي دي: كه د نا لمبولى مړي پر ساړه بدن يا جسد لاس ولګېږي، پر مړي د لاس لګېدنې غسل واجب دى؛نوكه تر مرګ وروسته يا تر سړېدو وړاندې او يا د شرعي غسل تر بشپړېدو وروسته پر مړي لاس راكښل شي، پر مړي د لاس لګېدنې غسل پرې نشته. البته پر مسلمان او نامسلمان، بالغ او نا بالغ او د څلور مياشتني زيان يا (سقط) شوي ماشوم پر مړي لاس لګېدنه يو شان ده او پر لاس لګوونكى لاس لګونه په زور وي كه په خوښه، روغ وي، كه لېونى او يا نابالغه غسل واجب دى، البته پر لېوني تر هوښياريدو او پر نا بالغ تر بلوغ وروسته واجب ده، چى غسل وكړي.

اماميانو د مړي يا ژوندي پر پرېكړى غړى چى هډوكى پكې وي په لاس لګونه غسل واجب ګڼلى دى.كه پرې شوى او لاس لګېدلى غړى د ژوندي انسان ګوته هم وي، پر مړي د لاس لګېدنى غسل پرې واجب دى. همداراز كه د مړى پر وتلي غاښ او يا د ژوندى پر وتلي غاښ،چى غوښه ورپورې وي، لاس تېر شي غسل واجبېږي؛خو كه پر بې غوښې غاښ لاس راكښل شي،غسل نۀ واجبېږي.

اماميان پر مړي د لاس تېرونې غسل واجب ګڼى او د ناولتيا په حكم كې يې راوستي دي. البته وړه ناولتيا (اصغر حدث) يعنى لاس لګوونكې ته هغه څه چى اودس شرطوي، منع دي، نۀ هغه چارې چې غسل پكې شرط دى؛نو پر مړې لاس لګوونكي ته جومات ته ننوتل، ايسارېدل او د قراّن لوستل جايز دي او غسل يې د جنابت د غسل په څېر دى.

 

 

سرچینه :فقه تطبیقی ،لیکوال ستر لبنانی عالم :محمد جواد مغنیه .پښتو ژیاړه :محمد انور ولید (د فقهې د برخې د ټولو مطالبو سرچینه همدا کتاب دی)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!