تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پرښتو ته په قرآن کې يوه کتنه په هستۍ سمبالنې‏ چارو کې پرښتې د الهي احکامو پلي کوونکي دي. په قرآن شريف کې هرې ډلې پرښتو ته ځانګړې دنده ټاکل شوې، چې د هماغې دندې نامه پرې ايښوول شوې ده: *النَّازِعَاتِ[1]. *الصَّافَّاتِ[2]. * لزَّاجِرَاتِ[3]. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

پرښتو ته په قرآن کې يوه کتنه

په هستۍ سمبالنې‏ چارو کې پرښتې د الهي احکامو پلي کوونکي دي. په قرآن شريف کې هرې ډلې پرښتو ته ځانګړې دنده ټاکل شوې، چې د هماغې دندې نامه پرې ايښوول شوې ده:

*النَّازِعَاتِ[1].

*الصَّافَّاتِ[2].

* لزَّاجِرَاتِ[3].

*النَّاشِرَاتِ[4].

* فَالْفَارِقَاتِ[5].

* فَالْمُدَبِّرَاتِ [6].

 *ځينې پرښتې ساتنې ته ګومارل شوي دي:

((وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ[7]=او بېشكه پر تاسې څارونكي ګومارل شوي دي ))

*ځينې پرښتې له الهي اولياوو سره خبرې اترې لري؛ له ‏زکريا علیه السلام سره يې خبرې وکړې او ورته يې د حضرت يحیى زېرى ورکړ: ((فَنَادَتْهُ الْمَلآئِكَةُ وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرَابِ أَنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَـى مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ[8]= او چې کله هغه په محراب كې پر لمانځه ولاړ و؛ نو پرښتو ورغږ كړ: (( خداى د يحيى زېرى دركوي، هغه به د خداى كلیمه [=مسيح] تصديق كړي او لارښود به وي او له سركښو هوسونو به خوندي او له صالحو به پېغمبر وي.))

 او همدې پرښتو له حضرت مريم سره هم خبرې وکړې:

((وَإِذْ قَالَتِ الْمَلاَئِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَى نِسَاء الْعَالَمِينَ[9]= او ( درياد كړه) چې كله پرښتو وويل: ((مريمې! خداى ته غوره او پاكه كړې او د نړۍ پر ټولو ښځو يې غوره كړې يې.))    

 *په ځينو ځايونو کې پرښتو په جنګ کې د خداى له پلويانو سره مرسته کړې ده؛ لکه څنګه چې د بدر په غزا کې خداى درې زره پرښتې د مسلمانانو ملاتړ ته راولېږلې:

((إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَن يَكْفِيكُمْ أَن يُمِدَّكُمْ رَبُّكُم بِثَلاَثَةِ آلاَفٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُنزَلِينَ [10]= هغه وخت چې مؤمنانو ته دې ويل: (( ايا تاسې بسنده درته نه ده، چې خداى له (اسمانه) د درې زرو پرښتو په درلېږلو مرسته درسره وكړي ؟!))      

 *ځينو پرښتو ته له خلکو د ساه اخستو دنده ورکړه شوې ده:

((قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ[11]= ووايه: (( پر تاسې، چې د مرګ پرښته ګومارل شوې ده، ستاسې (روح) اخلي، بيا به د خپل پالونكي پر لور بېرته وګرځول شئ. ))

*ځينو ته د عرش د چارو د سمبالولو دنده ورکړه شوې ده:

((وَالْمَلَكُ عَلَى أَرْجَائِهَا وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ[12] = او پرښتې به د هغه (اسمان) په څنډو كې وي (او د دندو د ترسره كولو لپاره چمتو كېږي) او پردې ورځ به اتو [پرښتو] ستا د پالونكي عرش پورته كړى وي.))

 *د پرښتو له امتيازاتو یې يو دا هم دى، چې تل د خداى عبادت کوي او نه ستړې کېږي، قرآن وايي:

((وَمَنْ عِندَهُ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَلَا يَسْتَحْسِرُونَ[13]= او څوک [=پرښتې ] چې له الله سره دي، هېڅكله يې له عبادته سرغړونه نه کوي او نه ستړې كېږي. ))

((يُسَبِّحُونَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ[14]= شپه او ورځ (بې ځنډه) د خداى پاكي وايي اونه سستېږي. ))

 *د پرښتو يوه دنده مؤمنانو ته دعا او استغفار دى:

((تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِن فَوْقِهِنَّ وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَن فِي الْأَرْضِ أَلَا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ( شوری/۵)= نژدى دى، چې اسمانونه (د مشركانو د ناروا تورونو له امله) له پاسه پرې وچوي او (حال داچې) پرښتې د خپل پالونكي په ستاینې سره پاكي وايي او د ځمكې اوسېدونكيو ته بښنه غواړي. خبر وسئ، چې په حقيقت کې يوازې الله ډېر بښونكى (او) لورين دى. ))

*ځينې د اسلام پر پېغمبر اکرم درود وايي:

((إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا[15]= په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي) مؤمنانو! تاسې هم پرې درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ. ))

* پرښتې درجې لري او ټولې په يوه کچه ‏نه دي:

(( وَمَا مِنَّا إِلَّا لَهُ مَقَامٌ مَّعْلُومٌ[16]) = او له موږ (پرښتو) هېڅوك نشته؛ خو (دا چې) هرې يوې ته ټاكلى ځاى په ګوته كړاى شوى دى. ))

*خداى چې ځينو انبياوو ته د نورو په پرتله غوره والى ورکړى؛ نو همداسې يې پرښتو ته هم غوره والى ورکړى دي:

((اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا وَمِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ[17]=خداى له پرښتو او خلکو استازي غوره کوي، بېشكه چې خداى اورېدونكى (او) ليدونكى دى. ))

* د ټولو پرښتو واک ‏يو له بل سره توپیر لري:

(( أُولِي أَجْنِحَةٍ مَّثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ[18]) = خداى چې خلکو ته د کوم رحمت (ور) پرانځي؛ نو (بيا) يې څوك بندولاى نشي او هغه چې (څه) بند كړي؛ نو تر [بندولو] روسته څوک يې پرانستونکى نشته او هغه ناماتى سنجوونکى دى ))

*ځينې پرښتې فرمان وړونکې او ځينې فرمان ورکونکي دي؛ خو ټولې سپین لمنې – معصومې دي:

((مُطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ[19]) = چې هلته یې (پرښتې حكم) مني (او) امين (هم) دى.))

*پر ټولو پرښتو ايمان په کار دى:

((آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ[20]= پر پېغمبر،چې څه د خداى له لوري نازل شوي دي، ايمان يې پرې راوړى دى ( او هغه په خپلو ټولو خبرو پوره مؤمن دى) او (هم) ټولو مؤمنانو پر خداى، پرښتو، كتابونو او پېغمبرانو يې ايمان راوړى دى (او وايي:) (( موږ د خداى د پېغمبرانو ترمنځ يوه ته هم پر توپير قايل نه يو (او پر ټو لو ايمان لرو)) او (مؤمنانو) وويل: (( موږ واورېدل او غاړه مو كېښووه. پالونكيه! ستا بښنې (ته سترګې پر لار يو) او درتګ (مو) يوازې همدا ستا لوري ته دى.))

*ترې نمښته- انکار، له خدایه د نمښتې ‏په څنګ کې راغلې ده: (( وَمَن يَكْفُرْ بِاللّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ[21])

*پرښتې د خداى لښکر دى او له شمېره يې بې له الله بل څوک خبر نه دي:

((وَمَا جَعَلْنَا أَصْحَابَ النَّارِ إِلَّا مَلَائِكَةً وَمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ إِلَّا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا لِيَسْتَيْقِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَيَزْدَادَ الَّذِينَ آمَنُوا إِيمَانًا وَلَا يَرْتَابَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْمُؤْمِنُونَ وَلِيَقُولَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْكَافِرُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَذَا مَثَلًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَن يَشَاء وَيَهْدِي مَن يَشَاء وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْبَشَرِ[22]= (( او موږ د دوزخ چارواکي يوازې (د عذاب) پرښتې ګرځولي دي او موږ يې شمېر يوازې كافرانو ته ازمېښت ګرځولى دى، چې كتابيان [= يهود او نصارى] يقين پيدا كړي او د مؤمنانو ايمان زيات شي او كتابيان او مؤمنان (ددې اسماني كتاب په حقانيت كې) شكمن نشي او ددې لپاره، چې د زړونو ناروغان او كافران ووايي چې: (( له دې شمېره(=١٩) د خداى څه منظور دى؟)) په دې توګه د خداى، چې چاته خوښه شي (د هغو د كړنو له امله يې) بېلارې كوي او چې چا ته يې خوښه شي (او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي او ستا د پالونكي د لښكرو [پرشمېر] يوازې هغه پوهېږي او دا (آيتونه) انسانانو ته بې له پنده بل څه نه دي.))

*او که کله یې هم د شمېر په باب خبره کېږي؛ لکه دا آيت ((عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ [23]=چې وايي: د دوزخ پرښتې نولس دي))؛ نور دليلونه لري؛ نه داچې د ځواک د نه درلودو له لامله وي.

 *پرښتې د خداى مطلق اطاعت کوي او د هرڅه دنده، چې ورکړه شي، سرغړونه ترې نه کوي:

((لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ[24])

*هغوى د خداى له حکم ځنې نه مخکې کېږي او يوازې د هغه فرمان پلى کوي:

 ((لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ[25]) = په خبرو كې پر هغه نه ورمخكې كېږي او (تل) يې امر عملي كوي. )) 

 *اطاعت یې‏ د پوهې او تقوا له مخې دی او په اطاعت کې ځانګړى چار غوره نه ګڼي‏؛ بلکې کوم کار، چې ور وسپارل شي، هماغه ‏کوي:

(( يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ[26]) =(او) هغوى (يوازې) د خپل واكمن پالونكي (له مخالفته) وېرېږي او څه چې ورته حكم كېږي، هماغسې كوي.))

*پېغمبراکرم وايي: ((پرښتې له رڼا پيدا شوى دي[27]. او خداى هېڅ موجود د پرښتوهومره نه دی پيدا کړی[28]. ‏

*امام صادق (رح) وويل: پرښتې خوراک څښاک او کوروالى نه کوي[29].

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال شیخ محسن قرآئتی

 

[1] (نازعات/۱)

[2] (صافات/۱)

[3] (صافات/۲)

[4] (الناشرات/۳)

[5] (الناشرات/۴)

[6] (نازعات/۵)

[7] (انفطار/۱۰)

[8] (آل عمران/۳۹)

[9] (آل عمران/۴۲)

[10] (آل عمران/۱۲۴)

[11] (سجده/۱۱ )

[12] (حاقه/۱۷)

[13] (انبياء/۱۹)

[14] (انبیاء/۲۰)

[15] ( احزاب/۵۶)

[16] صافات/۱۶۴)

[17] (حج/۷۵ )

[18] (فاطر/۲)

[19] (تکوير/۲۱)

[20] (بقره/ ۲۸۵ )

[21] ( نساء/۱۳۶)

[22] ( مدثر/۳۱)

[23] (مدثر/۳۰)

[24] (تحريم/ ۶)

[25] (انبياء/۲۷)

[26] ( نحل/۵۰)

[27] ‏(اختصاص ۱۰۹ مخ‏)

[28] ( قمي تفسیر۲/ ۲۶۰)

[29] ( بحار ۵۶/ ۱۷۴)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!