تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پر الله توکل حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته په یوه لیک کې کاږي: وَ أَلْجِئْ نَفْسَكَ فِي أُمُورِكَ كُلِّهَا إِلَى إِلَهِكَ فَإِنَّكَ تُلْجِئُهَا إِلَى كَهْفٍ حَرِيزٍ وَ مَانِعٍ عَزِيزٍ وَ أَخْلِصْ فِي الْمَسْأَلَةِ لِرَبِّكَ فَإِنَّ بِيَدِهِ الْعَطَاءَ وَ الْحِرْمَانَ وَ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

پر الله توکل

حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته په یوه لیک کې کاږي:

وَ أَلْجِئْ نَفْسَكَ فِي أُمُورِكَ كُلِّهَا إِلَى إِلَهِكَ فَإِنَّكَ تُلْجِئُهَا إِلَى كَهْفٍ حَرِيزٍ وَ مَانِعٍ عَزِيزٍ وَ أَخْلِصْ فِي الْمَسْأَلَةِ لِرَبِّكَ فَإِنَّ بِيَدِهِ الْعَطَاءَ وَ الْحِرْمَانَ وَ أَكْثِرِ الِاسْتِخَارَةَ

«زویه! په ټولو چارو کې خدای ته پناه یوسه چې الله خورا ښه او ټینګ پناه ځی دی او د هیڅ شیطان او متصرف لاس نه ور رسي او خدای سوچه بوله چې ورکړه او نا ورکړه دواړه یې په واک کې وي او ډېر خیر ترې غواړه.» 

خدای ته پناه ور وړل، استعاذه ، له خدایه استعانت، د چارو ورپرېښوول او توکل په دیني معارفو او پوهاویو کې پرېمانه راغلي دي. مؤمنین مکلف دي چې خدای ته پناه یوسي، مرسته ترې وغواړي او بروسه پرې وکړي.

توکل

توکل د ډېرو مهمو او پېچلیو اخلاقي مفاهیمو ځنې دی.

 ړومبی، توکل، بروسه او پر الله تعالي ډاډمنېدل د مؤمنانو تکلیف دی.

 دویم له عملي او نظري اړخ باید د متوکلینو او نامتوکلینو ترمنځ توپیر او تمیز شتون ولري. له همدې لامله د اخلاقو عالمانو هڅه کوله چې په علم او عمل کې او هم د اروایي حالت له پلوه د متوکل ځانګړنې او د تمیز وجوهات ومومي.

 درېیم په ټول کې عمومو اخلاقیونو د «تدبیر پرېښوول» د توکل مانا کړې وه چې په حقیقت کې د توکل دقیقه مانا ده؛ خو دوی پر مصادیقو د دې مانا په تطبیق کې تېروتي وو په همدې دلیل توکل له یو لړ نورو دیني مفاهیمو او ښوونو سره ظاهري او برسېرن ټکر پیدا کاوه: هغه ښوونې چې موږ د غلیم پر وړاندې وسلوالېدو، په ژمي کې تودو جامو اغوستو، د روغتیایي پاملرنو مراعاتولو، د درملنې لپاره طبیب ته ورتلل، له داړنو ځناورو ځان بچولو او په حلال رزق ګټلو پسې وتلو ته رابولي. نو ځکه که پر خدای توکل په ټولو چارو کې د تدبیر پرېښوول مانا کړو؛ نو د توکل مفهوم له یو لړ دیني مفاهیمو سره ظاهري ټکر پیدا کوي.

بلخوا که متوکلینو ته ورزده کړو چې په هستۍ کې د خدای د شته اسبابو کارونه د باري تعالی د حکمت غوښتنه ده او باید د طبیعت له ګردو ځواکونو ګټنه وکړو؛ بیا د متوکلینو او نامتوکلینو تر منځ څه توپیر او تمیز نه پاتېږي. له همدې لامله  د اخلاقو عالمانو (په ټول کې د امام محمد غزالي په لاروۍ) وزلې په درېیو ډلو ویشلې دي:

مقطوع النفع، مظنون النفع او موهوم النفع.  او ویل یي دوه لومړي اسبابونه له توکل سره هیڅ ټکر نلري؛ خو موهوم النفع وزلې له توکل سره ټکر لري. همدغسې یې ویل د هغو ځواکونو کارونه چې په اسانۍ یې له طبیعته ترلاسه کولای شو له توکل سره منافات نه لري، حال دا چې د طبیعت د پټو قواوو راسپړنه او پر طبیعت تصرف له توکل سره ټکر لري.

له هغو وزلیو ګټنه چې قطعي، غوڅه، پرېکنده او یا ظني پایله لري، له تعقل او عقلمنۍ سره اړخ لګوي او پر  موهوم النتیجه وزلیو ډډه وهل توکل ته نارسیدلي، له تعقل سره ټکر لري. کافي ده چې انسان له خدای ورکړي څراغ یعنې عقله کار واخلي چې ومومي له کومو وزلیو کار واخلي او له کومو ډډه وکړي.

همدغسې د هغو وزلیو او اسبابونو په اړه چې په طبیعت کې د تعمق (او ژورې کتنې) او نهایي څېړنې (استقصا) له لارې تر لاسه کېږي، د طبیعت او پکې د پټې قواوو راسپړل یې له توکل سره منافات نلري. ښایي دا چار له قناعت سره په ټکر کې وي یا د خدای یادولو د غفلت لامل شي؛ خو له توکل سره منافات نلري. «برسېرن والی» او «پټوالی» ، ظني، قطعي او موهوم والی دوه عیني (objective) اوصاف او ځانګړنې  نه؛ بلکې نسبي اوصاف دي. د علومو د پرمختګ له مخې په هر دوره کې یو لړ اسباب او قوتونه ظاهر (او برسېرن) او یو لړ (غامض) او پېچلي او پټ ګڼل کېږي؛ نو ځکه څېړونکي د طبیعت له راسپړلو او د پټو قواوو له رابرسېرونې یې منع کولای نشو ډېری قواوې چې نن مو په اسانه په واک کې دي، یو وخت بیخي را نه پټ ول؛ خو پوهانو سوکه سوکه راوسپړل.

د اخلاقو د عالمانو له نظره د «توکل» او «توحید» اړیکه

د اخلاقو عالمانو د توکل مانا روښانولو ته د توحید له مفهومه ګټنه کوله او ویلي یې دي، که څوک خدای څنګه چې دی وپېژني او له هستۍ سره یې تړاو مومي، له اسبابو به خپل اعتماد او ډاډمنتیا راواخلي او کله به هم اسبابو ته په اغېز کې پر استقلال او خپلواکۍ قایل نشي.

 د توحید زڼی دا دی: د واحد خدای په استخدام کې د کثراتو لېدنه او بلکې د توحید د زڼي زڼی دا دی: د کثراتو نه لیدل او په هستۍ کې یوازې د یو فاعل لیدل. مؤحد، د اسبابو ورها خوا سبب ساز ویني او له همدې لامله د هستۍ پر اسبابو ډډه نه وهي. البته دا چار د دې وزلیو له عالم والي او له ونډې درلودو سره هیڅ منافات نلري.

خدای د هستۍ د اسبابو په اوږدو (طول) کې دی نه یې په عرض او پلنوالي کې. لکه د انسانانو بدن له میلیونونو ژوندینکو او میلیاردونو مولیکولونو جوړ شوی دی؛ دا ډېرې اجزاوې د یو واحد نفس په ایل کې دي او په همدې دلیل انسانان یو بل «کثیر» او ډېر نه ،چې «واحد» (یو) بولي. د هر انسان واحد ګڼل په دې مفهوم نه دي چې د انسان د جوړونکیو اجزاوو له «کثرته» نټه وشي. دا ډېرښت او کثرت واقعیت لري بلکې دا کثرت په یو واقعي وحدت کې د مستحیل، محال او ناشوني په مانا دی. هغه وحدت چې کثرت یې په سیوري کې تتېږي. په بهرنۍ نړۍ کې کثرت او وحدت همدا وضع لري. خو:

 کشف این نه از عقل کارافزا بود

بندگی کن تا تو را پیدا شود

غالبا د هستۍ ډېر اسباب د وحدت حجابېږي

 این سببها بر نظرها پردهاست

که نه هر دیدار صنعش را سزاست

د هستۍ د وحدت فلسفي تصدیق

البته له عقلي پلوه د هستۍ وحدت تصدیقولای شو: هستي واحد خدای لري او «الواحد لا یصدر عنه الا الوحد» واحد خدای یوازې واحد فعل ترسره کوي. له آره ناشونې ده چې خدای دوه کاره وکړي. خدای یو ځل هستي پنځولې ده او دا هستي هم یو (واحد) موجود دی. ټول « ما سِوَی الله= بې له الله نور موجودات» یوازې د باري تعالی یو فعل دی. فلسفه دا حقیقت راښیي؛ خو له علم الیقین څخه تر عین الیقین پورې په فرسنګونو واټن دی. ک څوک په عین الیقین لاسبری شي او د هستۍ کثرت په وحدت کې ناشونی وویني؛ نو نیغ په نیغ به په هستۍ کې د خدای لاس وویني او د حال ژبه به یې دا وي:

تو راز دوست بګویم حکایتی بی پوست

همه ازوست و ګر نیک بنګری همه اوست

او د مولانا په وینا:

هم بګو تو، هم تو بشنو، هم تو باس

ما همه لاشیم با چندین تلاش

د عارفانو په ښوونه کې د توحید دقیقه مانا

عارفانو راښوولي چې د «لا اله – الا الله» دقیقه مانا دا نه ده چې بې له الله بل خدای نشته؛ بلکې دا ده چې بې له الله بل موجود نشته: «لا موثر فی الوجود الا الله» . او د اخلاقو عالمانو هم ویلي څوک چې د توحید لوړو مراتبو ته وروسېدلي او دا عارفانه حقایق یې موندلي؛ نو په اسبابو به اعتماد ونکړي او د توحید له وره به توکل ته ورسي.

د اخلاقو د عالمانو پر رایه نیوکه

د اخلاقو د عالمانو پر رایه دوه نیوکې شته. لومړی د توحید له لارې په «تدبیر پرېښوو» – چې د توکل روح دی  – لاسبرېدای نشو. سمه ده چې یو مؤحد کس سببیت د هستی له اسبابو، طبایعو او اعیانو ځنې نه بولي او ګروهن دی چې دوی هر څه له خدایه اخلي؛ خو دا ګروهه نه لاملېږي چې موحد کس وزلې و نه کاروي. پر وزلیو او اسبابو ډډه نه وهل یوه ګروهیزه مانا لري او یوه عملي مانا. انسان ګروهېدای شي چې د هستۍ اسباب او موجودات مازې ربط او اړیکې دي (د صدرالمتالهین په وینا) او په اغېز کې استقلال نه لري او د خپل واک نه دي؛ خو په عمل کې اسباب کاروي او ګټنه ترې کوي.

 کله زموږ صوفیانو او اخلاقیونو توکل په ناسمه مانا کاراوه، د تدبیر پرېښوول یعنې له اسبابو ګټنه نه کول، ویل یې: «انسان هله له اسبابو او وزلیو ځنې کار اخلي چې اغېزمن یې وبولي؛ خو چې ویې مونده، دا وزلې او اسباب هیڅکاره دي او خدای مسبب الاسباب دی؛ بیا به یې ونه کاروي او رزق، شفا، د دښمن دفع او …….به نیغ په نیغ له خدایه وغواړي».

خو د توکل او عملي اقدام ترمنځ منافات او ټکر نشته. پر خدای توکل کړای شو او موخې ته وررسېدا ترې غوښتای شو او په عین حال کې اسباب هم کارولای شو. که څه د توکل مانا، د تدبیر پرېښوول دي؛ خو د تدبیر پرېښوولو مانا، له وزلیو ځنې ګټنه کول نه دي. توکل، د اسبابو په کچه د تدبیر پرېښوول نه دي؛ بلکې له اسبابو په ور پورته کچه دی، زموږ له اختیاره دباندې د پایلو او تقدیراتو په کچه دی. علي (ک) وایي: لا عقل کالتدبیر  (نهج البلاغه، ۱۱۳ حکمت)

«د تدبیر په څیر عقلمني نشته»

دا د اسبابو په کچه خبره ده او په بل ځای کې وایي:

تَذِلُّ الْأُمُورُ لِلْمَقَادِيرِ حَتَّى يَكُونَ الْحَتْفُ فِي التَّدْبِيرِ

چارې داسې د تقدير په منګول کې دي، چې تدبير او چاره سنجونه په مرګ پاى ته رسي. (نهج البلاغه: ۱۶ حکمت)

دویمه نیوکه: دا چې توکل له توحیده راولاړ شوی، پر دې رایه بله نیوکه دا ده. انسانان دوه ډوله پایلو ته د ورسېدو لپاره له وزلو ګټنه کوي: د خیر پایلې او د شر پایلې. داسې کسان خو څه کم نه دي چې د نورو حقوق لتاړوي، نا حقه سیمې او هېوادونه نیسي، باطلې اندنې دودوي او د نورو پر ضد دسیسې جوړوي. دوی هم دې موخو ته د ورسېدو لپاره کړلارې جوړوي او وزلې کاروي. پوښتنه دا ده چې په دې چارو کې هم پر خدای توکل کړای شو او آیا ویلای شو ان په بدو چارو کې هم پر خدای توکل وکړﺉ یا نه؟  

له دیني ښوونو ګټنه کېږي چې توکل، د مؤمنانو او صالحانو کار دی او یوازې په ښو چارو کې کېږي، حال دا چې توکل په توحید پورې ورغوټه کول او هر څه له خدایه ګڼل او پر اسبابو یې د نه ډاډمنتیا په مانا کول (لاملېږي) چې د ښو او بدو تر منځ توپیر ونشي او په دواړو کې توکل وشي. نباید وویل شي:«هغوی چې ناوړې چارې کوي، له آره مؤحدین او متوکلین نه دي» ؛ ځکه دا یو تیوریک او نظریاتي بحث دی او موږ هڅه کوو چې د توکل مفهوم او له دیني معارفو سره یې د ټکر په باب د اخلاقو د عالمانو لوازم او پایلې وښیو. دیني ښوونې رازده کوي چې شیطان صفتان متوکلېدای نشي؛ ځکه په ناوړه چارو کې توکل بې مانا دی. دا دی وتلارې ته، تېرې لنډې خبرې اوږدوو.

د «توکل» په مفهوم کې د «ضمانت» مانا نغښتې ده

په قرآن کریم کې له شپېتو ډېر د «وَکَلَ» له جرړې اصطلاحات کارول شوي دي. یو شمېر دا آیتونه د توکل د مانا په څرګندېدو کې ډېر لاسنیوی کوي. د توکل لغوي مانا، پر وکیل (کار ساز) ډډه ده چې کله څوک، بل وکیل نیسي، په حقیقت کې خپلې موخې ته د ورسېدو لپاره پر خپل وکیل ډاډ کوي او دا یې د موخې د پوره کولو ضمانت کوي؛ نو ځکه د توکل په مانا کې، د ضمانت مفهوم هم نغښتی دی.

په قرآن کریم کې د «توکل» کارونه

په قرآن کریم کې د توکل کارونه دا مانا پوره تاییدوی. خدای څو ځل پېغمبر (ص) ته ویلي:

وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِوَكِيلٍ  (انعام/۱۰۷)

وَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ وَكِيلًا (اسراء/۵۴)

أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ أَفَأَنْتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا (فرقان/۴۳)

په دې ځایونو کې د «وکیل» کلمه له «علی» سره راغلې؛ نو د سیطرې، برلاسۍ، تفوق او لوړتیا مانا ترې ګټنه کېږي؛ نو ځکه دا آیتونه له « لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُصَيْطِرٍ» سره هم مضمونېږي او دغسې مانا کېږي چې ته یې پر سر د خدای وکیل نه یې، ته مې ګومارلی نه یې چې د چارو په طبیعي بهیر کې دخالت وکړې او یو حرکت له خپل بهیره واړوې.

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ (انفال/۲) = مؤمنان؛ يوازې هغوي دي، چې كله د الله نامه یاده شي؛ نو زړونه يې (د الله له برمیالۍ او سزا) ورېږدي او چې د ده آيتونه ورته ولوستل شي؛ نو ايمان يې زياتېږي او يوازې پرخپل پالونكي بروسه کوي. 

له پېغمبر (ص) څخه د وکالت سلبول او په ګردو چارو کې خدای ته د وکالت ورسپارل څه دي؟

خدای، پېغمبر (ص) ته دستو ورکوي:

وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا (احزاب/۴۸) = او د كافرانو او منافقانو (خبره) مه منه او ربړ(ونې) يې ناليدلې وګڼه (او ترې تېر شه) پر الله بروسه وكړه او د الله چارسازي بس ده.  

دا آیت له هغو آیتونو ځنې دی چې «آزار» د «توکل» په څنګ کې راغلی. په ابراهیم سورت کې د پېغمبرانو له خولې راغلي:

وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ (ابراهیم/۱۲) = او البته تاسې، چې كوم كړاوونه رارسوئ، موږ به پرې صبر وكړو (او له خپلې دندې او رسالته لاس نه اخلو) او بروسه ګر بايد يوازې پر الله بروسه وكړي.

په دې آیت کې هم د «آزار» او «توکل» مفاهیم یو د  بل ترڅنګ راغلي دي. خدای په دوو آیتونو کې، توکل کول په خپلو ځانګړو اوصافو پورې وراړندوي:

وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ (فرقان/۵۸) = او پر هغه (تل) ژوندي ذات بروسه وكړه، چې (هېڅكله) نه مري.

وَتَوَكَّلْ عَلَى الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ(شعراء/۲۱۷) = او پر بريمن (او) لورين (الله) بروسه وكړه.

خدای په یو آیت کې پېغمبر (ص) ته د توکل کولو ځای ورښیي:

وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ (آل عمران/۱۵۹) = او په چارو كې مشوره ورسره وكړه؛ خو چې هوډ دې وکړ (؛نو پرېکنده اوسه او) پر الله بروسه وكړه.

په قرآن کریم کې دې آیتونو ته ورته آیتونه شته چې د توکل دقیقه مانا ترې اخستلېدای شي.

له پېغمبر (ص) څخه د وکالت د سلبولو او (په ټولو چارو کې او پر ټولو) خدای ته د وکالت ورسپارلو مانا دا ده چې پېغمبر (ص) د هیڅ کړلارې موخې ته د ورسېدو ضامن او د هیچا د کفر و ایمان تضمینوونکی نه دی. پېغمبر پر چا د تسلط نلري:

فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنْتَ مُذَكِّرٌ لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُصَيْطِرٍ (غاشیه/۲۱، ۲۲) = نو نصيحت كوه چې په رښتینه کې ته يوازې نصيحت ګر يې ته پرې زورور نه يې (چې ايمان راوړو ته يې اړ باسې).

 «تذکار» او وریادونه د پېغمبر (ص) یوازېنی وزله وه. البته پېغمبر (ص) د حق خبرې وریادولې او خلکو هم حق غواړی فرصت درلود او چې کله یې د حق خوږ خوند څکه، ایمان یې راووړ. خو پېغمبر (ص) یوازې د «تذکار» له لارې د خلکو په زړونو کې ایمان کرلای شو او دې موخې ته د ورسېدو لپاره یې، بله لار نه درلوده. د پېغمبرانو قوت، د هستۍ له قوتونو ځنې یو قوت دی. شهوت، غوسه او شیطاني وسوسې د هستۍ نور قوتونه دي چې د پېغمبرانو ایل او مسخر نه دي؛ نو ځکه «مسلط» او «مهیمنی» خدای چې «ژوندی دی او نه مري» د پېغمبرانو د نن او سبا بریا تضمینولای شي.

توکل د خدای د سنبالنې او مدیریت په کړۍ کې موضوعیت مومي

لکه چې مخکې مو وویل، په دنیا کې د یو لړ چارو تدبیر او سنبالنه انسانانو ته ورترغاړې شوې او د یو لړ نورو چارو تدبیر د خدای تعالی د مدیریت او واک په کړۍ کې دی او په همدې چارو کې باید پر خدای توکل وکړو. له توکل څخه د قرآن آیتونه د دې مانا پوره تاییدوونکي دي.

د توکل مانا، د تدبیر پرېښوول دي؛ خو نه په هغو چارو کې چې تدبیر یې د انسانانو پر ذمه دی. د توکل مسخ شوې دودیزه مانا دا ده، تر هغې چې خوښه مو وه او لټۍ مو اجازه راکوله چارې پر مخ وړو او له دې ځایه روسته به توکل کوو. له توکل څخه د دې مانا د دودولو راز، د بشر له ذاتي لټۍ سره تړاو او همغږی لري: د چارو تر پایه تعقیبولو ته ملا تړل، کړلاره جوړول زغمناکېدل او ستومانېدل لازم دي؛ خو لټي، او په لټیو د توکل نامه ایښوونه هم اسانه ده او هم له اروایي پلوه اراموونکې ده؛ نو څرګنده ده چې په اسانۍ له دغسې متوکلینو وړاندې کېدای شو.

توکل خو د بشري مدیریتونو سوړې نه ټپوي

توکل د بشري مدیریتونو- د یوې کورنۍ له تنظېمولو نېولې د یوې ټولنې تر تنظیمولو پورې – د سوړیو ټپول نه دي. لکه چې دعا، تقوا او زهد په څېر اخلاقي مفاهیم چې دغسې ونډه نه لوبوي. د کومو چارو تدبیر، مدیریت او سنبالنه چې انسانانو ته ورسپارل شوې، متوکلین مؤظف دي چې له خپلې پوهې، ادراک او قوتونو حداکثر ګټه پورته کړي او وزلې وکاروي. له اسبابو عاقلانه کار اخستل له توحیدي لید او توکل سره ټکر نلري.

پر خدای توکل؛ یعنې خلک ایمان لري چې خدای یې د ښو چارو د پایلو تضمینوونکی دی

 موږ په عین حال کې چې عقل کاروو، خبر یو چې د عقل د څراغ رڼا تر ډېر وړاندې پورې نه لګي او په لږ واټن مو شاواخوا ړنا کوي. دنیا لوړ تاریخ او نامعلومه ګانده – راتلونکې لري. موږ په نړۍ کې له ډ‌ېری اغېزمنو قواوو غافل یو. همداراز د خدای له ټولو موخو او تدبیرو هم ناخبره یو. هیڅ وګړی یا ټولنه د خپلو هڅو بریا تضمینولای نشي او ډاډمن وي چې په کړلارو به خپلو موخو ته ورسي. شونې ده په نامعلومه راتلونکې کې، د نا اټکلو پېښو نېز، زموږ د نننۍ ورځې د هڅو تخمونه له ځان سره یوسي. ایا یقین درلودای شو چې غږ به مو د تاریخ په اوږدو کې ټپ نشي. بې ځنډه او د نه ستومانېدونکیو هڅو لپاره ګاندې – راتلونکي ته هیله لازم ده. له همدې لامله مارکسیست مشرانو خپلو لارویانو ته ویل: «تاریخ له موږ سره دی» او په دې توګه یې خپلو لارویانو ته تضمین ورکاوه چې نننۍ مبارزې به چورلټ پایله ولري. کله چې یو مبارز، د تاریخ بهیر د خپلې لارې پیاوړی کوونکی وبولي؛ نو ځورونې، خنډونه او ستونزي به یې له پښو راونه غورځوي.

په شریعت کې د مارکسیستانو د دې بې ملاتړه مدعا: «تاریخ له موږ سره دی» پر ځای دا هیلمنه اندنه راغلې: «خدای له موږ سره دی». خدای متوکلینو ته تضمین ورکړی چې نېکي به یې پایله ولري او هڅې به یې ضایع نشي. یوازې هغه څوک چې دغسې تضمین ورکولای شي د هستۍ مدیر او خاوند یعنې الله تعالی دی. پر خدای توکل یعنې په هغو چارو کې د تدبیر پرېښوول چې مدیریت یې د خدای په واک کې دی. کافرانو، پېغمبران ځورول او په نا حقه یې وژل:

وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ الْحَقِّ  (بقره/۶۱)

خو پېغمبرانو پر خدای توکل کاوه؛ یعنې یقین یې درلود که ووژل هم شي، هڅې به یې خوشې او عبث ولاړې نشي. په همدې دلیل یې ویل:

وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ (ابراهیم/۱۲)

«صبر» او «توکل» یو د بل مل دي. توکل په دې مانا له لټۍ سره سازګار نه دی. متوکلان پر حق لار کې زیار کاږي، ازار ویني او ان وژل کېږي؛ خو بیخي نهیلي او ستړي کېږي نه؛ ځکه د هستۍ پر مدبر متکي دي، ان د ځواکونو او تدابیرو ظاهري زوال یې هم نه زړه تنګي کوي. پوهېږي چې ژوندی او ویښ خدای د دوی زوال او فنا نه خوښوي؛ نو ځکه یې نه پرېږدي او له دې ځایه معلومېږي چې په ناوړو چارو کې پر خدای تکیه نشو کړای. ځکه خدای نړۍ داسې جوړه کړې چې ځګونه له منځه ولاړ او رڼې اوبه پاتې شي. په الهي مدیریت کې، بدې چارې نه پیاوړې کېږي؛ نو ځکه یې له توکل څخه څه نه ور پر برخه کېږي او دا هغه راز دی چې توحید د توکل ټوله مانا او مفهوم افاده کولای نشي. ځکه که د توکل مانا، پر اسبابو ډډه نه وهل وي؛ نو نباید بدو چاروکې هم پر وزلیو ډاډ وکړو؛ خو لکه چې ومو لیدل یوازې په ښو چارو کې پر خدای بروسه کړای شو؛ ځکه یوازې دوی پاتېدونې او پایله درلودونکي دي او توکل نه یوازې له ناوړو چارو سره وړ نه دی؛ بلکې باید له ناوړو چارو خدای ته پناه یوسو. خدای پېغمبر (ص) ته وایی:

وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ (آل عمران/۱۵۹)

یعنې تر هغه ځایه چې بشري عقل په وس کې وي، باید محاسبه، سنجونه، سلا مشوره او کړلاره جوړه کړو، هوډ وکړو، عمل وکړو او ورپسې کار خدای ته وروسپارو. مؤمنان د هستۍ د شیطاني ځواکونو له شره چې اختیار یې د انسانانو له واکه وتلی- خدای ته پناه وروړي (استعاذه) او توکل پرې کوي:

إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ إِنَّمَا سُلْطَانُهُ عَلَى الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُ (نحل/۹۹، ۱۰۰) = ځكه شیطان پر مؤمنانو او بروسګرو لاسبری نه وي زور يې يوازې پر هغوی رسي، چې شيطان يې پالندوى وي.

د استعاذې، دعا، ایمان او توکل تر منځ تړاو

د شیطان له شره خدای ته پناه وروړل، له دعا، ایمان او توکل سره تړاو لري. دعا کول یو نېک چار دی او خدای ته پناه وروړل یوه دعا ده چې فی نفسه ارزښتمنه ده؛ خو باید دا دعا له ایمان او توکل سره واغږل شي، چې انسان د شیطان له ولایته ووځي. شیطان یوازې پر هغو کسانو چې د ده ولایت یې منلی وي، تسلط او لاسبري لري؛ خو د متوکلانو سلطان او پاچا، الله تعالی دی چې شیطان ورباندی نسلط نلري. خدای تضمین کړی چې مؤمنان او متوکلان به خپلو موخو ته ورسوي. شیطان د لارې پر سر ناست دی او بلنه کوي چې انسانان له نېغې لارې (صراط مستقیم) واړوي:

قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ (اعراف/۱۶)  = (شيطان) وويل :(( اوس، چې دې بېلارې كړم؛ نو زه به هرومرو د بندګانو (د بېلارې کولو) لپاره ستا د سمې لارې پر سر څارو كېنم )).

متوکلان په میړانه نیغ لار وهي او د شیطان وسوسو ته څه ارزښت نه ورکوي:

می روم ګستاخ چون خانه روم

رو نګردانم نه دزدانه روم

له خدایه غواړو چې له متوکلانو مو وشمېري.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!