تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پر تاریخ پوهانو ویاړو؛ خو ځېنیو چارواکیو ټیټ سترګي کړي یو لیکنه : اجرالدین اقبال   د هېواد په تاریخ کې د جدي میاشت هېښنده میاشت ده، د شوروی یرغل پکې و، له امیر امان الله خانه د حبیب الله کلکاني په مشرۍ واک […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

پر تاریخ پوهانو ویاړو؛ خو ځېنیو چارواکیو ټیټ سترګي کړي یو

لیکنه : اجرالدین اقبال

 

د هېواد په تاریخ کې د جدي میاشت هېښنده میاشت ده، د شوروی یرغل پکې و، له امیر امان الله خانه د حبیب الله کلکاني په مشرۍ واک واخستل شو، دغسې د هېواد دوه نامتو تاریخ پوهانو هر یو ارواښآد ملا کاتب هزاره او پوهاند محمد حسن کاکړ پکې له نړۍ سترګې پټې کړې دي او د هېواد پر فرهنګپالو او چارواکیو لازمه ده، چې نوي کهول ته د ددې دواړو تاریخ پوهانو لیکنې تاریخي زېرمې په رسمي ژبو وړاندې کړي، په جګړېزو حالاتو او نا امنیو کې مخه له تاریخه اړول کېږي؛ خو باید دا تشه ډکه شي او کهول  وپوهول شي چې موږ نوموتي تاریخ پوهانو لرو، خپل تاریخ، برم او عزت لرو. دغسې پر ۱۳۰۸ ل چې امان الله بې واکه و او پر ځای حبیب الله خان کلکانی واکمن شو؛ نو یوه کره کتنه ورته لازم ده، چې د نوي نسل د فرهنګي ویښتیا په بهیر کې ونډه ولري او افغان انسان چې د یرغل، پاچاهي بدلیو او ارواښادو تاریخ پوهانو په تړاو ځیر شي؛ نو ورته جوتېږو، چې زموږ فرهنګیان په کومه اوچته کچه ، لید او د لیدانې – بصیرت خاوندان وو، او چارواکي یا د تاریخ پوهانو له لیکنو د عبرت سبق نه اخلي یا د قدرت نېشه یې نېشه کوي یا پاخه سلاکاران نه لري چې تېروتنو ته یې ور پام کړي او یا د ماکیاولستي بې فرهنګه واکمنۍ ځانګړنه ده، چې په تاریخ کې تکرارېږي. لاندې شننې ته مو پام را اړوو، چې له تاریخه عبرت واخلو:

د ۱۳۰۸ د جدي ۲۶ مه د امیر امان الله  خان پر ضد د پاڅون او دده سقوط ورځ وه او پرځای امیر حبیب الله خان کلکانی واکمن شو. پر افغانستان خو د امیرانو پچه ختلې، یو امیر ځي او بل راځي او معلومه نه وه چې دوی د هغه کچې له مخې راتلل چې شریعت ورته ټاکلې وه، بس پر ټولنې له واکمنې مذهبي ذهنیته یې د خپلې واکمنۍ چلولو لپاره ګټه اخسته. امان الله خان پر ۱۹۱۹ز په عیدګاه جومات کې د انګریزي استعمار پر ضد د جهاد فتوا اعلان کړه او خپلواکي یې واخیسته، که څه ددې خپلواکۍ او د هیواد پولو په اړه نیوکې او څرګندونې شته چې شکاندو ویینې  پرې کړي، لیکنې لري، چې باید نوی کهول یې په ځیرنه ولولي. امان الله خان په خپلې واکمنۍ کې په یو لړ کارونو لاس پورې کړ او نیت یې دا و چې هیواد ته یو خدمت وکړي، ملک پرمختګ وکړي خو پر ړواندې یې دوه ستونزې پرتې وې؛ یوه کورنۍ او بله بهرۍ.

په کورني اړخ کې: د ټولنې وده د بوټی او انسان په څېر، د قوانینو تابع ده. بوټی چې کرې، ځمکه به ورته چمتو کوې، سره به ورکوې، له شاوخوا به یې نامطلوبه ګیاه او بوټي وباسي، اوبه به ورکوې، له نباتي ناروغیو او آفاتو به یې درملنه کوي، چې خپل مطلوب ته ورسي او مېوه وکړي. دغسې انسان هم د ودې بېلابېل پړاونه لري چې د زوکړې له وخته پیلېږي او د ځوانمنګۍ تر پړاو روسته ټولنیز، سیاسی او…پړاوونه وهي، تر دې چې یو مطلوب او انسانیت چې کومې موخې ورته ټاکلي ور ورسي. ټولنه هم همدغسې ده. د یوه چار د کولو لپاره، وار له مخکې به څېړنه کوي، زمینه او لاره چاره به ورته چمتو کوې، شاوخوا به یې سنجوې او ټولنپوهنې له مخې، «د خبرې پر جغرافیا» به ځان پوهوې، چې کوم کار کوم، جغرافیا یې اجازه ورکوي، پایله ترې لاس ته راځي که نه؟

خدای تعالی آسمانونه او ځمکه په شپږو ایامو یا پړاوونو کې پیځولي، ځمکپېژاندو او ستورلیځ پوهانو په دې اړه ډېرې څېړنې کړي دي. ماشوم هم د مور په لار زیلانځ کې، د مورو پلار د څاڅکي تر یو ځای کېدو روسته نهه او کله لږې میاشتې تېروي؛ یعنې هر طبیعي موجود که نباتي وي یا حیوانې خپل تکاملي پړاوونه وهي.

د اسلام د پېغمبر(ص) نبوت هم (۲۳) کاله و، او قرآن مجید سوکه سوکه نازل شوی، دغسې پېغمبر(ص) هم د ټولنې جوړولو لپاره د خپلې وخت د اروایي، ټولنیزو، اقتصادي، تاریخي او… شرایطو په پامنیوي ګامونه اخستل چې له دې اړخ د پیغمبر(ص) د چارو د څېړنې ته «نبوی سیرت» وایي. ټولو انبیاوو علیهم السلام له خپلو ټولنو او خلکو سره د دوی د عقلونو د کچې په پامنیوی خبرې کولې، او زموږ ګران نبی (ص) هم له خپلو یارانو سره دغسې چلن کاوه. کوم مسایل یې چې له سلمان (رض) سره اوڅارول ، له ابوذر (رض) سره یې نه اوڅارول؛ ځکه «سلمان» (رض) د زمانې ټول ادیان څېړلي ول او تر څيړنې روسته یې اسلام منلی و، خو ابوذر(رض) دغسې نه و، چې طبیعي ده د پېغمبر اکرم (ص) د مسایلو اوڅارول  ورسره توپیر درلود.

دغسې پیغمبر(ص) له علي (ک) سره داسې اوڅارول چې له نورو یارانو (رضی الله عنهم) سره یې نه ویل؛ او په همدې پار له پېغمبر اکرم (ص) روایت دی چې «زه د علم ښار او علي یې ور دی»؛ یعنې د علي په وره نبوي ښار ته ننوځئ.

د هیواد اسلامي خوځښت د خپل تکاملي بهیر په ډیره لږه موده کې ډیرې لاس ته راوړنې درلودې؛ خو د وخت مستبد او سر زوري واکمن او د سوسیال استکبار ګوډاګیانو یې ځپنې ته لاس پورې کړ او پر کور دننه یې خپل تکاملي بهیر وهلو ته پرینښود چې له ناچاری یې له هیواده بهر فعالینونه پیل کړ. اروښاد امام مودودي( د خپلې زمانی د اسلامي امت مشر ) محترم قاري شیر میرزا په قاري مؤمن مشهور (د ننګرهار د روداتو د کمر کلي وسېدونکی ) ته په یوې ناستې کې ویلي و: ښه ده چې د نهضت چارې په دننه کې پر مخ بوځۍ، هلته یې هاغسې منځپانګه ـــــ پاتېږي او…)؛ هو بیا هم څه یې چې وکړل لږ تر لږه په مشرۍ یې د متوفي شوروي د یرغل مخه ډپ او وتلو ته یې اړ کړ.

 تر دې سریزی روسته د امیر امان الله خان د ځینو چارو ناکامۍ ته ورګرځوو. امیر دا چې له شخصي پلوه یو اماتور و، او هم د نیکه امیر عبدالرحمن خان سر زوري په میراث ورته پاتې وه، د هیواد کورني شرایطو یې پام کې و نه نیول او له هاغسې برخلیک سره مخ شو چارې یې؛ لکه څوک چې په تود دوبي کې یوه میوه داره ونه راوباسي و په وچ کلک سپېره ډاګ کې یې وکري، او لا درې ورځې تېرې نه وي چې مړاوې او وچه شي. د ۱۹۲۹ز د جدي له ۲۶ مې عبرت دا دی که یو روڼ اندی یا حکومتي چارواکي په خپلې ټولنې کې خبرې کوي، مسایل اوڅاروي یا په کوم کار لاس پوري کوي؛ نو باید، د خپلې خبرې او عمل جغرافیا دې په پام کې ونیسي که نه برخلیک یې د امان الله خان دي، برخلیک به یې د ۱۳۵۷ ل د ثور د اوومې د کودتاچیانو وي، چې پر پرله پسې فرامینو صادرلو یې د دوی په وینا د هغې ارتجاع  ټغر ورټول کړل چې دوی یې پر ضد مبارزه کوله.

دا چې د امیر پر ضد یو بل (حبیب الله کلکانی) پاڅون وکړ او امیر و؛ نو کومې (۱۷) مادې یې چې اعلان کړې، وکسئ چې د طالبانو د واکمنۍ له پېر سره یو شان وې. د امیر امان الله هاغه افراطي حرکتونه او د ځایناستي یې دغه تفریطونه!

بهرنی اړخ: دا چې امیر له انګریزانو خپلواکۍ واخیسته او افغانستان لومړی هیواد و، چې د انګریز له جغه یې ځان خلاص کړ، چې بیا ورپسې نورو ته لار پرانستل شوه؛ نو د انګلیس ورسره کینه شوه، شېبې یې شمیرلې چې څنګه ټس ترې واخلي. انګریز خو په جغرافیا کې بلد و، او د خلکو په مزاج پوهیده، په مذهب جوړونې او استعماري چارو کې د زماني د رښتوني شیطان مصداق و؛ نو همدا چې د امیر د چارو په مقابل کې پر حساسیت پوه شو، یا یې د حبیب الله خان کلکاني له پاڅونه ګټنه پورته کړه او یا یې خپله نخچه وه، چې باید په دې باب ناپلوې څېړنې وشی. دا دواړه لاملونه سبب شول چې په افغانستان کې تاریخ یوه پاڼه واوریده. د افغانستان یو چاورکی ادعا لري چې د امیر امان الله د چارو غځوونکی یم ، امیر خو په «عیدګاه» جومات کې، توره په لاس د انګریز او بهرني یرغل پر وړاندې جهاد اعلان ککړ، چې دا یې یو ملي، تاریخي، انساني او دیني ویاړ دی، که څوک ځان د امیر د ښو چارو غځونکي بولي؛ نو پر پله یې د پل کېدي، چې هاغسّې ویاړنې ور پر برخه شي!   

په پای کې اوس چې هېواد له یوه نازک تاریخي کږلېچه تېرېږي، پر ګردو سیاستوالو، فرهنګیانو، مدني ټولنو، په تېره عالمانو او خطیبانو لازم دي، چې د ملي او دیني ګټو په رڼا کې، هېواد د سولې، ثبات او پرمختګ پر لور ورسیخ کړي، چې په هېواد کې  د ملا کاتب هزاره او محمد حسن کاکړ په څېر نوابغ وزېږي چې اصلا د هېواد تاریخ دی او پرې ویاړو.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!