تبلیغات

پر دسېسو پوهېدل او د مخنيوي دود يې  هېواد مو چې په کومو شرايطو کې پروت دى په ښکاره خو د ترهګرۍ،نشه يې توکيو له منځه وړو او ټیکاو راوستو په شعارونو ټولو مټې رابډ وهلي؛خو داسې ښکاري،چې تر شا يې نورې موخې هم شته؛نو مؤمن چې خورا ځيرک ستايل شوې، يوه دنده يې دا […]

پر دسېسو پوهېدل او د مخنيوي دود يې

 هېواد مو چې په کومو شرايطو کې پروت دى په ښکاره خو د ترهګرۍ،نشه يې توکيو له منځه وړو او ټیکاو راوستو په شعارونو ټولو مټې رابډ وهلي؛خو داسې ښکاري،چې تر شا يې نورې موخې هم شته؛نو مؤمن چې خورا ځيرک ستايل شوې، يوه دنده يې دا ده، چې ځان پرهغو موخو وپوهوي، چې زموږ له ملي او ديني کچو سره اړخ نه لګوي او بيا ورته وتلار وسنجوي؛ نو ځکه دا څه چې لولئ په همدې بهير کې دهېوادوالو د ((عقيدتي – سياسي )) پوتانشيال د لوړاوي لپاره بې ګټې نه دى .

 

د “خلکو” سورت

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ مَلِكِ النَّاسِ إِلَهِ النَّاسِ مِن شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ

د لوراند او لورين څښتن په نامه

    1   ووايه: (( زه، د خلكو پالونكي ته پنا وړم،

   2     د خلكو مالك او واكمن ته،

   3     د خلكو (خداى او) معبود ته،

   4   د ډېر پټېدونکي وسوسه اچوونكي له شره،

   5    چې د خلكو په سينو كې وسوسه اچوي،

   6   له پېريانو وي او [که له] خلكو!))

 

٭ “وسواس” د وسوسه ګر او ناروا افکارو پر مانا دى.

٭ د “اعوذ” د ویی – کلمې ويل له خطرونو د ژغورنې لپاره کافي نه ده؛ بلکې بايد په عمل کې هم له خطر سازو لاملونو ډډه وکړو او له شيطاني لارو، کړنلارو، افکارو، تبليغاتو او غونډو ځان څنډې ته کړو او ځان د “رحماني” افکارو او تبليغاتو په بهير کې کړو او که نه کور په خوړ کې جوړول او پر ورۀ د “اعوذ بالله من السيل” کښل خو محضې مسخرې دي. څوک چې وايي: “اعوذ بالله” ؛ نو بايد په عمل کې د فساد له سرچينو ډډه وکړي؛ نو يوازې تش په خوله د دې سورت ويل انسان کوم ځاى ته نه رسوي.

د “رب الناس” په و يلو د پالونکي پر “ربوبيت” اعتراف کول دي او ځان تر پالنې لاندې يې نيول دي.

د “ملک الناس” په ويلو، ځان د الله ملک ګڼل دي او لاس په نامه بنده کېدل يې دي.

د “اله الناس” په ويلو، د الله د عبادت په لار کې ګام اخېستل دي او د “غيرالله” له بنده ګۍ ډډه کول دي او څوک، چې پر همدې درې ګونو ځانګړنو مؤمن وي او ځان له درې واڼو سره همغږى کړي؛ نو د وسوسه ګرانو له شره به خوندي وي.

او په حقيقت کې دا درې ګونې ځانګړنې، د روزنې درې درسونه، د مخنيوى درې کړنلارې او د وسوسه ګرو له شره د ژغورنې درې وزلې دي او پر وړاندې يې انسان بيمه کوي.

٭ هغه ته پناه وړو،چې له دنننيو خوالو او وسوسو خبر وي.

” هغه د سترګو له خيانته او څه،چې سينې پټوي، پرې خبر دى“[ يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ] (غافر: ١٩ آيت) ]

٭ پېغمبر اکرم (ص) ويلي: “شيطان د انسان پر زړه پروت دى، که خداى ياد کړي (؛نو) پټېږي او که غافل شي نو وسوسه ورته کوي.”

” د هر مؤمن زړه دوه غوږونه لري، په يوه غوږ کې يې پرېښته پو کوي او په بل کې يې “وسواس خناس” پو کوي او خداى تعالى مؤمن په پرېښتې تاييدوي او دا د “ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ ” آيت مانا ده.

٭ څوک چې نور شکمنوي او په زړونو کې وسوسه وراچوي؛نو شيطاني کار کوي، د حضرت صالح (ع) مخالفينو خلکو ته وويل: ايا پوهېږئ، چې صالح پېغمبر دى؟ او په دې خبره يې خلک شکمن کړل.

نن که هر څوک، په ديني تکړه پرهيزګارانو، عالمانو ، ديني روڼاندو او هغوى ، چې د ديني فرهنګي زده کړو له لارې ولس پوهوي، ورپسې خبرى کوي او خو ګانې پکې راپيدا کوي؛ نو دا فعاليتنونه يې شيطاني دي.

٭ “خناس ” د پټېدو او شاتګ په مانا دى، شيطان هم په خپله پټ دى او هم کار يې، که وسوسه يې بربنډه وي؛ نو پر خلکو نه لاسبرېږي؛ نو ځکه په سپنيو جامو کې په پلمو راوړاندې کېږي او لاسبری مومي.

٭ شيطان، خناس دى او دومره ځي راځي ، چې بريالى شي؛ نو موږ هم بايد د خداى ياد ډېر کړو.

“شياطين” خپلې کړنلارې په يو څه کې پټې رانغاړي او کله داسې د انسان په غوږونو کې پو کوي، چې انسان باور کوی فکر يې خپل دى او له خپلو مغزو يې راوتى دى او همدا يې د بېلارۍ لاملېږي.

د شيطان کار پسولنه او سینګارونه ده او باطل د حق په جامو کې رانغاړي. دروغ په داسې بڼه وايي، ته به وا ، چې رښتيا دي. ګناه د عبادت په بڼه او بېلاري د ښيون – هدايت په نامه راوړاندې کوي.

لنډه دا چې هم په خپله پټ دى او هم یې کړنلارې پټې دي او دا د حق د لارې لارويانو ته يوه باخبري ده، چې دې ته څارو – سترګې پر لار نه وي،چې شياطين په اصلي څېره وويني يا کړنلارې يې په انحرافي ډول مشاهده کړي. هو! هيڅکله داسې نه ده، هغوى “وسواس خناس” دي، کاروبار يې ټګي برګي، دروغ، ريا کاري او د حق پټول دي.

هغوى حق له باطل سره ګډوډوي او ولس تېر باسي.

نن که څوک زموږ په ټولنه کې د نوي کهول بېلارۍ ته په بېلابېلو نومونو راوتلي وي، نو فرهنګي مبارزېن دې د هغوى د څېرو او موخو د رابربنډولو لپاره، مټې راونغاړي او دا شيطاني سوړې دې په فرهنګي زيار ورټپې کړي.

٭ په دې سورت کې ځکه د الله نوم درې ځل ( رب الناس، ملک الناس، اله الناس) ياد شوى، چې وسوسه د انسان روح او زړه ته ورننوځي او زموږ د ايمان، عقل او فکر سره لوبې کوي، خو په “فلق” سورت کې يو ځل د خداى نوم يادېږي (رب الفلق)؛ځکه چې شر، له سينو بهر دى.

هو! پر روح او زړه د بهرنيو خطرونو په پرتله، د فکري انحراف خطر خورا زيات دى او فکري او فرهنګي دښمنان له پوځي او اقتصادي دښمنانو خورا پټ او خطرناک دي.

نن په هېواد کې له دموکراسۍ په ګټنې، ځينې رسنۍ د نوي کهول د بېلارۍ لپاره شيطاني فکري او فرهنګي کړنلارې خپروي، چې بايد له قانوني پلوه مخه يې ونيول شي.

ځکه زموږ ټولنه ديني او دولت مو اسلامي جمهوريت دی او په اسلامي جمهوري دولت کې څوک د شيطاني کړنلارو د چلولو حق نه لري او که څوک په خپلسرۍ دا کار کوي؛ نو څرګندېږي ، چې شيطان يې ملاتړى دى .

٭ په رواياتو کې راغلي،چې: خداى چې د حضرت آدم علیه السلام توبه قبوله کړه؛ نو شيطان خپه شو، ياران يې راټول کړل ا و مرسته يې وغوښته، چې څه وکړو. هر يو، يو څه وويل، خو يو وويل: زه انسان ته وسوسه وراچوم او توبه له ياده يې وباسم.” ابليس دا طرحه ومنله. (نورالثقلين تفسير)

د افغانستان د ولس موخه داده،چې په هېواد کې امن او ټیکاو راشي او نظام ټينګ شي، پياوړېملي اردو او “ملي پوليس رامنځ ته شي، پر ځْان متکي او د بيارغاونې چارې په خپل لاس ترسره شي؛ خو په بېلابېلو پلمو، چارو، تبليغاتو او کړنلارو، دا موخه رانه له ياده اېستل شوې او د يو لړ دروغجنو تضادونو پر رامنځ ته کېدو یې په ذهني جګړو اخته کړي يو او له هېواده يې راته “کړکېچتون” جوړ کړى؛ نو ځکه د فرهنګي مبارزې له لارې موږ بايد د اساسي قانون له مخې اوسنې وضع ته د پاى ټکي اېښوو لپاره پرله غښتې کړنلارې – منظمې برنامې جوړې کړو او تل په خپلو تبليغاتو، رسنيو او غونډو کې ولس ته دا ورپر ياد کړو، چې د بهرنيو له شتونه د هېواد د بيارغاونې، د ملي هويت د تثبيت او پر ځان د اتکا لپاره کار واخلو.

٭ په “رب الناس، ملک الناس، اله الناس” کې د “ناس” د کلمې تکرار دې ته اشاره ده، چې د خداى “ربوبيت” ، “حاکميت” او “الوهيت” عام دى او په ځانګړي وګړي، ډلې او خېل پورې تړاو نه لري.

٭ دا چې لومړى “رب الناس” ، ورپسې ” ملک الناس” او بيا ” اله الناس” راغلى، ښايي د دې له امله وي، چې مربي ته پناه وړل خورا ملموسه او فطرت ته نژدې ده. (رب الناس)

لکه چې واړه هم د خطر پر وخت، لومړى خپلې مور ته غږ کوي، بيا څوک، چې قدرت لري ( ملک الناس) او په وروستي پړاو کې د رحمت او ژوند سرچينې ته. (اله الناس) .

٭ بې ايمانه انسان خپل قدرت، ټولي، قوميت او پانګې ته پناه وروړي؛ خو ايمانوال د هستۍ پالونکي، پاچا او معبود ته پناه وروړي. ( رب الناس، ملک الناس….)

٭ تر ټولو ستر خطر ، تر ټولو پټ خطر دى، چې هغه هم د نننۍ وسوسه ده. ( من شر الوسواس الخناس).

                                                                   

سرچينې : په دې ليکنه کې له الميزان ، نور، نمونه اوتفهيم القرآن تفاسېرو ګټنه شوې ده .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!