تبلیغات

پر محمد (ص) او آل يې درود   پر محمد (ص) او آل يې د درود فضيلت 1_ په “کنزالعمال” کې له “حسن” نه د خداى له رسوله روايت دى،چې ويلي يې دي : اکثروا الصلاة على فان صلاتکم على مغفرة لذنوبکم . پر ما ډېر درود وواست؛ځکه پر ما ستاسې درود د ګناهونو د […]

پر محمد (ص) او آل يې درود

 

پر محمد (ص) او آل يې د درود فضيلت

1_ په “کنزالعمال” کې له “حسن” نه د خداى له رسوله روايت دى،چې ويلي يې دي : اکثروا الصلاة على فان صلاتکم على مغفرة لذنوبکم .

پر ما ډېر درود وواست؛ځکه پر ما ستاسې درود د ګناهونو د بښـل کېدو لامل دى .[1]

2_ حضرت “ابودرداء” له رسول الله (ص) را نقل کړي دي :

من صلى على حين يصبح عشرا و حين يمسى عشرا ادرته شفاعتى .

څوک چې سهار ماښام لس ځلې پر ما درود ووايي؛نو په شفاعت کې مې به وي . [2]

3_ له حضرت سهل بن سعد نه روايت دى :

قدم رسول الله فاذا بابى طلحة،فقام اليه فتلقاه فقال : بابى انت او امى يا رسول الله انى لارى السرور فى وجهک ،قال : (( اتانى جبرئيل انفاً فقال : يا مُحمد مَن صَلى عليک مرة کتب الله بها عشر و حسناتٍ او محى عنه عشر سيئات و رفع له بها عشر درجات . ))

رسول الله راننووت،چې ابوطحله مخې ته ورغى په ورين تندي يې ورته و ويل : (( رسول الله ! مور و پلار مې درځار! څېره مو خوشحاله وينم .)) و يې ويل : (( لږ مخکې جبراييل راغى راته يې وويل : محمده ! چا چې يو ځل پر تا درود ووايه؛نو خداى به ورته لس ښېګړې په ثواب کې ورکړي او لس ګناوې او بدۍ به ترې لرې او لس درجې به يې اوچت کړي.[3]

دا روايت له حضرت ابوطلحه څخه په دې زياتوالي رانقل شوى دى :

(( او پرښته به هغه (د درود ويونکي ) ته هماغه وايي، چې تاته يې ويلي. ورته مې وويل : جبرائيله! دا پرښته څوک ده ؟ و يې ويل : لوى خداى ستا له زوکړې نه تر ستا تر نبوته پورې ستا لپاره دوه پرښتې ګومارلې وې او ستا په امت کې،چې څوک پر تا درود وايي؛نو داسې کس به پېدا نشي،چې ( دا پر ښته به ) ورته و نه وايي : او ته ! خداى درباندې درود وايي )).[4]

دا روايت له حضرت سعيد بن عمر انصاري او حضرت ابوبردة بن نياز او حضرت انس نه هم روايت شوى دى .[5]

4_ په صحيح مسلم ،سنن ترمذي ،سنن نسايي ،مسند احمد او په نورو کې له حضرت ابوهريره رانقل شوي، چې رسول اکرم وويل : من صلى على واحداً صلى الله عليه عشراً= څوک چې يو ځل پر ما درود ووايي خداى به يې پرې لس ځلې وايي .[6]

5_ په کنزالعمال کې له حضرت عمار ياسر د رسول الله وينا راغلې، چې ويلي يې دي : ان الله اعطى ملکاً من الملائکة اسماع الخلق فهو قايم على قبرى الى يوم القيام لا يصلى على احدا صلاة الا سماه باسمه و اسم ابيه و قال : يا محمد صلى عليک فلان بن فلان . و قد ضمن لي ربي _تبارک و تعالى_ انه اراد عليه بکل صلاة عشراً .

خداى په پرښـتو کې يوې پرښتې ته د ټولو خلکو هومره د اورېدو ځواک ورکړى دى او د قيامت تر ورځې پورې زما پر قبر ولاړه ده او د قيامت تر ورځې پورې،چې څوک پر ما درود وايي؛نو داسې څوک به نه وي، چې دا پرښته يې نوم او د پلار را معرفي نه کړي، چې محمده ! پلاني د پلاني زوى درباندې درود وايي . ستر پالونکي مې ضمانت کړى، چې د هر چا درود لس ګرايه ور ګرځوم .[7]

6_په سنن ابوداوود ،ترمذي،نسايي ،مسند احمد او مستدرک کې له (( فضالة بن عبيد ))) نه روايت راغلى، چې ويلي يې دې :

سمع رسول الله رجلاً يدعوا فى الصلاة و لم يذکر الله عزوجل و لم يصل على النبى فقال رسول الله : (( عجل هذا )) ثم على دعاه و قال له و لغيره : (( اذا صلى احدکم فليبدا بتحميد الله و الثناء عليه ثم ليصل على النبى ثم ليدع بعد ما شاء . ))

رسول الله واورېدل، چې يو سړى په لمانځه کې دعا کوي؛خو نه يې خداى پکې ياد کړ او نه يې پر رسول الله پکې درود ووايه . رسول الله وويل : (( هغه بيړه وکړه )) او بيا يې راوغوښت او هغه او نورو ته يې وويل : ((په تاسې کې، چې هر چا لمونځ وکړ؛ لومړى دې د خداى ستاېنه وکړي بيا دې رسول الله درود ووايي او بيا يې چې هر څه غوښتل له خدايه دې يې وغواړي .[8]

په همدې کتاب کې په يو بل روايت کې راغلي : رسول الله هغه سړي ته چې لمونځ يې کاوه او ځان ته يې دعا کوله؛خو نه يې د خداى شکر وکړ او نه يې پر رسول الله درود ووايه،وويل : ((لمونځ کوونکيه ! لمونځ،چې دې وکړ او کېناستې؛نو د خداى شکر وکړه او پر ما درود ووايه ؛نو هله له خدايه چې څه غواړې، و يې غواړه )). [9]

رسول الله يو بل سړي ته چې لمونځ يې وکړ ،د خداى شکر يې ادا کړ او د خداى پر استازي يې درود ووايه ،وويل : ((لمونځ کوونکيه!دعا وکړه، چې قبلېږي )).[10]

7_ حضرت”سعد ساعدي” رسول اکرم وينا رانقل کړې،ويلي يې دي : ….. لا صلاة لمن لا يصلى على النبى.

لمونځ نه دى هغه، چې پکې د خداى پر استازي درود و نه ويل شي .[11]

8_ له حضرت جابر نه رسول اکرم وينا رانقل شوې، چې ويلي يې دي : من ذکرت عنده فلم يصل على فقد شقى؛ يعنې : د چا په نزد، چې زما نوم واخستل شي او پر ما درود و نه وايي ؛نو په يقين چې ظلم يې کړى دى .

9_ له امام حسين بن علي نه رسول اکرم وينا رانقل شوې،چې ويلي يې دي : من ذکرت عنده فخطى الصلاة على خطى طريق الجنة .

د چا په مخ کې چې زما نوم واخستل شي او پر ما پر درود سترګې پټې کړي ؛نو د جنت پر لار يې سترګې پټې کړې دي .[12]

دې حديث ته ورته يو حديث يې له حضرت ابن عباس نه هم د لومړي ټوک په 438 مخ کې رانقل کړى دى او همداراز وګورئ .[13]

10_ د امام احمد په مسند،سنن ترمذي او په نورو کې له حضرت حسين بن علي نه رسول اکرم وينا را نقل شوې ده : البخيل من ذکرت عنده فلم يصل على = کنجوس هغه دى،چې په مخ کې يې زما نوم واخستل شي او پر ما درود و نه وايي .

له حسن نه په ظاهره غلط دى؛ځکه مولف پخپله ويلي دي :دا حديث يې له احمد، ترمذي ، نسايي او ابن حبان نه روايت کړى دى . ( ؛نو بايد له حسين نه وي )[14]

دې حديث ته ورته نور حديثونه له عوف بن مالک ،حسن ،جابر،ابوهريره،او قتاده (رضى الله عنهم) نه د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٤٣٦_ 438 او ٤٥٣ کې موندلاى شئ او همداراز په تفسير درالمنثور؛٥ ټوک،٢١٨ مخ او رياض الصالحين؛٣٨٢ مخ .

 

پر محمد (ص) او آل يې د درود څرنګوالى

١_ په “کنزالعمال” کې له امام علي ابن ابيطالب نه روايت دى،چې ويلي يې دي : قالوا يا رسول الله ! و کيف نصلى عليک ؟ قال : (( قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم او على آل ابراهيم انک حميد مجيد.

(اصحابو ) وويل : رسول الله ! څنګه پر تا درود ووايو؟

رسول الله وويل : (( ووياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم او على آل ابراهيم انک حميد مجيد.[15]

٢_ په صحيح مسلم،سنن ابو داود،ترمذي،نسايي ،د امام مالک موطا،د احمدبن حنبل مسند ،سنن دارمي کې له حضرت ابو مسعود بن انصاري نه روايت دى، چې ويلي يې دي :

رسول الله راغى او موږ د حضرت سعد بن عباده په غونډه کې ناست وو. “بشيربن سعد” _ابونعمان بن بشير_ ورته وويل : رسول الله ! خداى حکم راکړى، چې پر تا درود ووايو؛نو څنګه يې ووايو ؟

راوي وايي: رسول الله داسې چوپ شو، چې ټولو هيله وکړه، کاشکې دا پوښتنه مو له رسول الله نه وه کړې .

بيا رسول الله وويل : (( ووياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم او على آل ابراهيم انک حميد مجيد . او سلام هم همداسې دى ؛لکه چې پرې پوه شوئ.[16]

3_ په صحيح بخاري،سنن نسايي،ابن ماجه ،د امام احمد په مسند کې له ابو سعيد خدري نه روايت دى،چې ويلي يې دي :

قلت : يا رسول الله ! هذا السلام عليک قد عرفنا فکيف الصلاة؟ قال : (( قوالوا : اللهم صل على محمد عبدک و رسولک کما صليت على ابراهيم وبارک على محمد و آل محمدکما بارکت على ابراهيم .

و مې ويل :رسول الله ! دا پر تا باندې سلام و،پرې پوه شو شو، (پر تاسې) درود څنګه دى ؟ و يې ويل : ووايئ : اللهم صل على محمد عبدک و رسولک کما صليت على ابراهيم وبارک على محمد و آل محمدکما بارکت على ابراهيم .[17]

 

4_ د سيوطي په تفسير کې له حضرت ابن عباس نه رانقل شوي دي :

……فقلنا او قالوا : يا رسول الله !قد علمنا السلام عليک فکيف الصلاة عليک؟ فقال : (( اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

ورته مو وويل _يا وويل شول_رسول الله ! پر تا په سلام پوه شو،پر تاسې درود څنګه دى ؟ و يې ويل : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).[18]

5_ په سنن نسايي کې يې د رسول اکرم وينا له “زيد بن خارجه” رانقل کړې ده،چې ويلي يې دي :

(( صلوا على و اجتهدوا فى الدعاء و قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

پر تا درود ووياست او په دعا کوښښ وکړئ او ووياست : اللهم صل على محمد و آل محمد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).[19]

 

 

٦_ په سنن نسايي او د امام احمد په مسند کې له حضرت ابوطلحه نه روايت دى، چې ويلي يې دي :

قلنا :يا رسول الله ! کيف الصلاة عليک؟قال : قولوا :)) اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

ورته مو وويل : رسول الله ! پر تاسې درود څنګه دى ؟ و يې ويل : ((ووياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

په يو بل روايت کې راغلي دي :

يو سړى رسول الله ته راغى،ورته يې وويل : رسول الله ! څنګه پر تا درود ووايو؟ و يې ويل : وواياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).[20]

٧_ په کنزالعمال کې له حضرت “طلحه” نه روايت دى چې ويلي يې دي :

قلنا :يا رسول الله ! قد علمنا کيف السلام عليک،فکيف الصلاة عليک؟ قال : (( قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

وويل :رسول الله! څنګه پر تا درود ووايو؟ و يې ويل : ووياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).[21]

٨_ په صحيح بخاري،مسلم،سنن ابوداود ،دارمي،نسايي،ترمذي، ابن ماجه ،مسند احمد،تفسير طبري او سيوطي کې له حضرت “کعب بن عجزه” نه روايت دى، چې ويلي يې دي :

کنت جالساً عند النبى اذ جاء رجل فقال: قد علمنا کيف نسلم عليک يا رسول الله ،فکيف نصلى عليک ؟ قال : (( قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

د خداى له استازي سره ناست وو، يو سړى راغى،و يې ويل : رسول الله! پر تا سلام کول مو زده کړل ،پر تا څنګه درود ووايو ؟

و يې ويل : (( ووياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).[22]

٩_ د امام احمد په مسند او د سيوطي په درالمنثور کې رسول اکرم وينا له” برده خزاعى” نه رانقل شوې، چې ويلي يې دي :

(( قولوا : اللهم اجعل صلواتک او رحمتک او برکاتک على محمد و على آل محمد کما جعلت على ابراهيم انک حميد مجيد)).[23]

10_ په “کنزالعمال” کې له “محمد بن عبدالله بن زيد” نه روايت دى، چې د خداى استازي وويل :

اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم فى العالمين انک حميد مجيد و السلام کما علمتم )).[24]

١١_ په طبري او سيوطي تفسير کې له “ابراهيم” نه د (( ان الله و ملائکته ….)) د ايت تر تفسير لاندې راوړي دي، چې :

قالو يا رسول الله ! هذا السلام قد عرفناه،فکيف الصلاة عليک؟ فقال : (( قولوا : اللهم صل على محمد عبدک و رسولک و اهل بيته کما صليت على ابراهيم انک حميد مجيد)).

وويل شول : رسول الله! پر تا پر سلام پوه شو،پر تا درود څنګه دى ؟ و يې ويل : (( وواياست : اللهم صل على محمد عبدک و رسولک و اهل بيته کما صليت على ابراهيم انک حميد مجيد)).

١٢_ په کنزالعمال کې له ام المؤمنين عايشې نه روايت دى، چې ويلي يې دي : قال اصاب النبى : يا رسول الله امرنا ان نکثر الصلاة عليک فى الليلة الغراء او اليوم الازهر و احب ما صلينا عليک کما تحب،قال: (( قولوا :

اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم و ارحم محمد و آل محمدکما رحمت ابراهيم او آل ابراهيم و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و اما السلام فقد عرفتم کيف هو )).

د رسول اکرم يارانو وويل : دخداى استازيه ! راته امر شوى، چې د شپې په تپه تياره او د ورځې په رڼا کې درباندې ډېر درود ووايو.

(نو څومره به ښه وي،چې ) زمونږ درود هغسې وي،چې ستاسې پرې خوښه وي . و يې ويل : ووياست : (( اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم و ارحم محمد و آل محمدکما رحمت ابراهيم او آل ابراهيم و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد .))[25]

[1] . کنزالعمال ١/436 .

[2] . کنزالعمال ؛1ټوک ،439 مخ .

[3] . کنزالعمال ،1ټوک،436،447 مخونه او همداسې 2ټوک،179 مخ .

[4] . کنزالعمال ؛لومړى ټوک ،440 او 449 مخونه او همداسې :2ټوک ،181 مخ .

[5] . کنزالعمال ،لومړى ټوک،438_439 او همداراز 448_449 مخونه . سنن نسايي ؛3ټوک ،50 مخ . کتاب الصلاة ،پر پېغمبر د درود د فضيلت باب . فرئد السمطين ؛لومړى ټوک،24 مخ .تاريخ بغداد،8ټوک،281 مخ .

[6] . صحيح مسلم ،لومړى ټوک،306 مخ ،کتاب الصلاة،پر پېغمبر د درود باب . سنن ترمذي ،2ټوک،270 مخ. سنن نسايي ،3ټوک،50 مخ ،مسند طيالسي ؛لومړى ټوک، 283 مخ ،2122 حديث.رياض الصالحين؛381 مخ . اسباب التنزيل واحدي؛250 مخ . دراالمنثور؛سيوطي،5ټوک،218 مخ . تفسير قرطبي؛14 ټوک،294 مخ

[7] . کنزالعمال ؛لومړى ټوک،448_450 مخونه .

[8] . سنن ابوداود ؛2ټوک،77 مخ ،1480 حديث .

[9] . سنن ترمذي؛ د دعا کتاب،13ټوک،21 مخ .

[10] . مسند احمد؛6ټوک،18 مخ . سنن نسايي ؛3ټوک،44 مخ . مستدرک حاکم؛لومړى ټوک،268 مخ . رياض الصالحين نبوي؛382 مخ .

[11] . سنن ابن ماجه ؛لومړى ټوک،140 مخ ،400 حديث.

[12] . کنزالعمال؛لومړى ټوک،438 مخ له طبراني .

[13] . تفسير درالمنثور؛ 5ټوک، 218 مخ او ابن ماجه ؛294 مخ .

[14] . مسند احمد لومړى ټوک؛٢٠١ مخ . سنن ترمذي ؛د دعا کتاب ،١٣ ټوک ،٦٢ او ٦٣ مخونه . کنزالعمال؛ لومړى ټوک،٤٣٧ مخ

[15] . تفسير در المنثور؛٥ټوک، ٢١٧ مخ . کنزالعمال؛٢ټوک،١٧٦ مخ .

[16] . صحيح مسلم؛کتاب الصلاة:لومړى ټوک،305 مخ ،67 حديث . سنن دارمي؛لومړى ټوک:٣١٠ مخ . سنن ابوداود؛لومړى ټوک: ٢٥٨ مخ،٩٨٠ حديث. سنن نسايي ؛٣ ټوک،٤٥_٤٧ مخونه .سنن ترمذي؛ کتاب تفسير: د احزاب د سورت تفسير:٢ ټوک،٩٥ مخ . موطاء مالک؛لومړى ټوک، ١٦٥ _١٦٦ مخونه . مسند احمد بن حنبل؛٥ټوک،٢٧٤ مخ او همداسې ٤ ټوک،١١٨ مخ . کنزالعمال؛ ٢ټوک،١٨٢ مخ. تفسير قرطبي؛٤ټوک،٢٣٣ مخ .تفسير درالمنثور؛ ٥ټوک،٢١٦ او ٢١٧ مخونه. تفسير ابن کثير؛٣ ټوک،508 مخ . تفسير خازن؛3ټوک،٤٧٧ مخ . مستدرک الصحيحن ؛لومړى ټوک،٢٦٨ مخ . سنن بيهقي؛٢ټوک،٣٧٨ مخ .

[17] . صحيح بخاري؛د تفسير کتاب :د احزاب د سورت تفسير،٣ ټوک،١١٩ مخ او د دعوات کتاب،٤ټوک،٧٢ مخ . سنن نسايي ؛٣ټوک،٤٩ مخ . سنن ابن ماجه ؛لومړى ټوک،٢٩٢ مخ ،٩٠٢ حديث. مسند احمد؛٣ټوک،٤٧ مخ . تفسير درا لمنثور؛ ٥ټوک،٢١٧ مخ .

[18] . تفسير طبري؛د احزاب د سورت تفسير،22 ټوک،31 مخ . تفسير درالمنثور؛ ٥ ټوک، ٢١٦ مخ .

[19] . سنن نسايي ؛کتاب سهو،٣ټوک،٤٩ مخ .

[20] . سنن نسايي ؛کتاب سهو:٣ ټوک،٤٨ مخ . مسند احمد؛ لومړى ټوک، ١٦٢ مخ

[21] . کنز العمال؛٢ټوک،١٧٦ مخ . تفسير درالمنثور؛5ټوک،٢١٦ مخ .

[22] . صحيح بخاري؛کتاب بدء الخلق؛٢ټوک،١٥٩ او ١٦٠ مخونه او د تفسير کتاب : د احزاب د سورت تفسير،٣ټوک،١١٩ مخ او کتاب الدعوات،٤ ټوک،٧٢ مخ. صحيح مسلم،کتاب صلاة :لومړى ټوک،٣٠٥ مخ ،٦٦ حديث.سنن ابوداود،لومړى ټوک،٢٥٧ مخ،٩٧٦ حديث. سنن دارمي؛لومړى ټوک، ٣٠٩ مخ . سنن نسايي؛٣ټوک،٤٧ او ٤٨ مخونه .سنن ترمذي؛٢ ټوک،٢٦٨ مخ. سنن ابن ماجه ،٩٠٤ حديث.مسند احمد؛ ٤ټوک، ٢٤١_٢٤٤ مخونه. تفسير قرطبي؛١٤ټوک،٣٣٤ مخ. تفسير درالمنثور؛ ٥ټوک، ٢١٥ او ٢١٦ مخونه. کنزالعمال؛ ٢ټوک،١٨٠ مخ . تفسير ابن کثير،٣ټوک،٥٠٧ مخ .

[23] . مسند احمد ؛٥ټوک،٣٥٣مخ . تفسير درالمنثور؛٥ټوک،٤٤٢ مخ .

[24] . کنزالعمال؛لومړ‌ى ټوک،٤٤٢ مخ .

[25] . کنزالعمال؛٢ټوک،١٨٢ مخ او همداسې لومړى ټوک،٤٤٣ مخ .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست