تبلیغات

د پېغمبر اکرم لومړۍ کړنه جومات د اسلامي  خوځښتونو مركز د انصارو د ځوانانو او د ډېرى “اوسيانو” او “خزرجيانو” په ورين تندي هر کلي، پېغمبر اکرم دې ته اړ كړ،چې د ښوونې روزنې، سياسي او قضائي چارو سرته رسولو ته د جومات په نامه عمومي مركز جوړ كړي او دا چې د پېغمبر اکرم […]

د پېغمبر اکرم لومړۍ کړنه

جومات د اسلامي  خوځښتونو مركز

د انصارو د ځوانانو او د ډېرى “اوسيانو” او “خزرجيانو” په ورين تندي هر کلي، پېغمبر اکرم دې ته اړ كړ،چې د ښوونې روزنې، سياسي او قضائي چارو سرته رسولو ته د جومات په نامه عمومي مركز جوړ كړي او دا چې د پېغمبر اکرم اصلي کړلار “توحيد” او “خداى لمانځنه” وه؛نو اړتيا يې وانګيرله، چې مسلمانانو ته د خداى يادولو لپاره عبادتځى جوړ كړي. اړتيا وه، چې داسې مركز جوړ شي، چې د اسلام د ګوند ((حزب الله)) ټول غړي پکې،هره اونۍ سره راټول شي او د اسلام او مسلمانانو د او ګټو په باب پکې سلا مشوره وشي او پر ورځنيو غونډو سر بېره،په كال كې مسلمانان دوه ځل،په کې د اخترونو لمونځونه وكړي.

جومات يوازې د عبادت مركز نه و؛بلكې د اسلام د معارفو، احكامو، ښوونې روزنې په باب هم پکې خبرې کېدې. د څلورمې اسلامي پېړۍ تر پېله،جومات د لمانځه تر وخت وروسته د ښوونځي حكم هم درلود. (164)*

كله به د مدينې په جومات كې ادبي غونډې هم کېدې. د عربو سترو شاعرانو به خپل هغه شعرونه ويل،چې د اسلام له روح او اخلاقو سره يې اړخ لګاوه.

 “كعب بن زهير” خپله مشهوره  قصيده د “بانت سعاد” په نامه،چې د پېغمبر اکرم په ستاينه كې وه، په همدې جومات كې آنحضرت (ص)  ته مخامخ وويله او له پېغمبر اکرم يې انعام هم واخيست.

 د پېغمبر اکرم پر مهال د مدينې په جومات كې د ښوونې روزنې  کړلارى دومره په زړه پورې وې، چې د “ثقيف” د ټبر استازي يې ډېر حيران كړي وو.

په هغو ورځو كې جومات د محكمې حكم هم درلود،چې قضايي چارې هم پکې سرته رسېدې او پردې چارو سربېره،پېغمبر اکرم هلته خلكو ته وينا او خبرې كولې او مسلمانان يې جهاد ته رابلل.

 دا چې ديني او علمي ټولنې دواړه په جومات كې جوړېدې؛نو راز يې دا و چې د اسلام مشر خلكو ته وښيي،چې علم او ايمان سره نه بېلېدونكي دي او چېرې،چې د ايمان مركز وي؛بايد د علم او زده كړې مركز هم وي او دا چې قضائي او ټولنيزې چارې هم په جومات كې سرته رسېدې؛ نوانحضرت(ص) له دې لارې خلكو ته ښوول،چې زما دين سوچه معنوي دين نه دى،چې د مادي ژوند له چارو سره كار نه لري؛بلكې دا دين،سره له دې چې خلك ايمان او تقوى ته رابلي، له ټولنيزو او ژوندنيو چارو هم بې خبره نه دى.

د حضرت “عمار” كيسه

هغه ځمكه په لسو دينارو جومات جوړولو ته وپېرل شوه، چې د پېغمبر اکرم اوښ پرې ګونډه وهلې وه او ټولو مسلمانانو د جومات په جوړولو كې ونډه واخيسته،ان پېغمبر اکرم هم د نورو مسلمانانو په څېر،له شاوخوا ډبرې راوړې،چې حضرت “اسيد ابن حضير” مخې ته ورغى او ويې ويل: ((رسول اکرمه! دا ډبره ماته را كړه. ))

 رسول اکرم:(( ولاړ شه، بله راوړه.))

 پردې خبره يې خلكو ته وښوول،چې د عمل سړى يم او يوازې خبرې نه کوم. دلته يو مسلمان (شاعر) شعر ووايه،چې ژباړه يې دا ده:

(( كه موږ  كېنو او پېغمبر اکرم كار وكړي؛نو زموږ دا كار بې لاري ده.))

آنحضرت (ص) او مسلمانانو د كار كولو پر مهال دا جملې ويلې: ((حقيقي ژوند هماغه د اخرت ژوند دى.خدايه! پر انصارو او مهاجرو ولورېږې.))

يو صحابي چې پر جامه يې ګرد نه پرېښووه او د جومات جوړېدو پر مهال،دا چې پر جامو يې ګرد كېنني؛نو كار ته يې لاس نه ورو وړ.

 حضرت “عمار” ياسر په دې باب انتقادي شعر ووايه، چې ژباړه يې دا ده:

((څوک،چې جومات جوړوي او په ولاړه او ناسته د جومات په جوړلو كې كوښښ كوي او هغه،چې له دوړو ځان لرې ساتي او تيار نه دى د جومات په جوړولو كې جامې يې په دوړو شي؛نو دا دواړه له سره برابر نه دي.)) (165)

دا شعر پر حضرت “عثمان” بد ولګېد او “عمار” ته يې سپكې سپورې وکړې،چې آنحضرت(ص) له دې پېښې خبر شو او ويې ويل:(( “عمار” ولې کړوئ ؟ “عمار” يې جنت ته رابلي او هغوى “عمار” دوزخ ته.))

حضرت “عمار” ياسر څو ډبرې يوه پر بلې ايښووې او د جومات ته يې راوړې، چې ځينو له دې پاك نيته يې ناوړه ګټه اخيسته او خپلې ډبرې يې هم پر “عمار” وړې،چې حضرت “عمار” به ويل: ((يوه ډبره ځان او بله آنحضرت (ص)  ته وړم.))

 يوه ورځ حال دا چې پر حضرت “عمار” يې درې ډبرې بار كړې وې. حضرت “عمار” پېغمبر اکرم ته ګيله وكړه او ويې ويل: (( اصحاب دې راته په زړه كې خيرى لري او غواړي ومې وژني؛په خپله يوه يوه ډبره وړي او پرما درې درې. ))

 آنحضرت(ص) يې لاس ونيو او پر شا يې،چې څومره دوړې وې،ترې پاكې كړې او ويې ويل:((هغوى ستا وژونکي نه دي،تا به ظالمه ډله وژني، حال دا چې ته به يې حق ته رابولې.)) (166)*

دا غيبي خبر د پېغمبر اکرم پر رښتينولۍ او نبوت دلالت كوي؛ځكه څنګه چې يې ويلې وو، هماغسې وشول، چې بالاخره حضرت “عمار” په 90 كلنۍ كې د “صفين” په جګړه كې د “معاويه بن ابوسفيان” د پلويانو له لاسه ووژل شو. د پېغمبر اکرم دې خبرې د حضرت “عمار” پر ژوند هم ډېر اغېز درلود او مسلمانانو به حقه او باطله ډله په “عمار” پېژانده؛ دا چې حضرت “عمار” د “صفين” په جګړه كې ووژل شو؛نو په “شاميانو” كې هله ګوله شوه او د حضرت علي (ک) پر ضد د “معاويه بن ابي سفيان” او “عمروعاص” تبليغاتو،چې خلك يې د  حضرت علي (ک) د حقانيت په باب شكمن کړي وو، خلك راويښ كړل،چې بېلګه يې حضرت “هزيمه بن ثابت” دى. هغه له حضرت علي (ک) سره جګړې ته تللى و؛ خو زړه نا زړه و؛خو د “معاويه بن ابي سفيان” ډلې،چې  حضرت “عمار” وواژه؛نو پوه شو،چې څوك پر حقه او څوك پر باطل دى؟ (؛ځكه د پېغمبر اکرم خبره ورته معيار وه) (167)*

د جومات جوړول پاى ته ورسېدل او كال پر كال جومات پراخېده او همداسې يې د جومات په څنګ كې بېوزليو او فقيرو مهاجرو ته چوتره (صفه) جوړه كړه او آنحضرت (ص)، حضرت “عباده بن صامت”، “اصحاب صفه وو” ته د قرآن ښوونې او ليكنې ښوونكى كړ.

 ورورولي

په مدينه كې د مسلمانانو راټولېدو،د پېغمبر اکرم د ژوند د كتاب نوى باب پرانيست. مدينې ته له راتلو مخکې يې يوازې دين تبليغاوه؛ خو تر نن وروسته بايد د پوه سياستپوه په څېر، خپل او د خپلو پلويانو شتون وساتي او پرې نه ږدي،چې کورنى او بهرنى دښمن پکې نفوذ وكړي،چې آنحضرت (ص)  دلته له دريو ګواښونو سره مخ و.

1 _ د قريشو او د ټاپو وزمې بوت پالو خطر.

2 _ د “يثرب” يهودان، چې په ښار او له ښاره بهر اوسېدل او د ډېرو شتمنيو او وزلو خاوندان وو.

3 _ هغه اختلاف،چې د آنحضرت د پلويانو او د “اوس” او “خزرج” په منځ كې و.

د مهاجرو او انصارو، چې په دوو بېلابېلو چاپېريالو كې اوسېدلي وو؛ فكر او كړنلارو له يو بل سره خورا توپير درلود او بل خوا “اوسيان” او “خزرجيان” چې د انصارو ډېرى هم وو،يو سلو شل كاله له يو بل سره لاس و ګرېوان وو،چې له دې ټولو ګواښونو او خنډونو سره د اسلام ژوندي پاتې كېدل ناشونى وو؛ خو پېغمبر اکرم دا ټولې ستونزې په خپلې هوښيارۍ هوارې كړې.

 هغه دوه لومړۍ ستونزې (چې وروسته به راځي) او د خپلو پلويانو ترمنځ اختلافات په ځانګړى توګه هوار كړل.

پېغمبر اکرم د خداى له لوري مامور شو چې مهاجر او انصار سره وروڼه کړي؛ نو يوه روځ يې په غونډه كې مسلمانانو ته وويل: (( دوه دوه سره ديني وروڼه شئ))،چې تاريخونو؛لكه “ابن هشام” د هغو كسانو ځانګړنې ثبت کړې چې سره وروڼه شوي وو.

 دوه سترې ستاېنې

ډېرى سني او شيعه تاريخ پوهان دلته دوه ستاېنې راوړي، چې لنډيز يې دا دى: پېغمبر اکرم درې سوه مهاجر او انصار سره وروڼه کړل، ورته يې وويل: (( پلانيه! ته د پلاني ورور يې.))

د ورورۍ دود، چې پر ځاى شو؛ نو حضرت علي (ک) په ژړا شو او ويې ويل: ((خپل ياران دې سره وروڼه کړل؛خو زه دې د چا ورور نه کړم؟!)) پېغمبر اکرم ورته وويل: (( ته په دنيا او اخرت كې زما ورور يې.))

شيخ “قندوزي حنفي” دا پېښه پوره راخستې ده: ((پېغمبر اکرم حضرت علي (ک) ته ځواب وركر: “قسم پر هغه خداى،چې زه يې د خلكو لارښوونې ته رالېږلى يم؛ته مې ځكه له چا سره ورور نه کړې،چې غوښتل مې خپل ورور دې كړم؛ته راته داسې يې؛لكه “هارون” چې “موسى”  ته و؛خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي؛ ته مې ورور او وارث يې.”)) (168)*

د جومات د جوړولو كار پاى ته ورسېد. د جومات شاوخوا ته د پېغمبر اکرم او اصحابو كورونه وو،چې هر کاله جومات ته لار درلوده او هر څوك به د خپل كور له وره جومات ته راننووت. پېغمبر اکرم ته د خداى له لوري پيغام راغى:(( بې د علي له وره؛نور ټول ورونه وتړه.))

 “سبط ابن الجوزي” ليكي:((د پېغمبر اکرم دې حکم په اصحابو كې ګونګوسى جوړ كړ، چې د خداى استازي هم د خلكو د ذهنو روښانولو ته خطبه وويله او په پاى كې يې وويل:”ما له ځانه نه كوم ور تړلى او نه خلاص كړې؛بلكې د خداى حكم و او ما يوازې د خداى حكم عملي كړ.”))

د هجرت د دويم كال پېښې

د هجرت لومړى كال له ټولو خوږو ترخو سره تېر شو،چې له مهمو پېښو ډك دى، چې پکې دوې خورا مهمې دي؛يوه يې د قبلې بدلون او بله يې د “بدر” جګړه وه.

دلته لازمه  د “غزوه” او “سريه” پر ټكيو رڼا واچوم.

“غزوه” پر دښمنانو هغه بريد دى، چې پېغمبر اکرم پکې په خپله و او د لښكر بولندويي يې كوله.

“سريه”: هغه جګړې دي، چې پېغمبراکرم به پکې په خپله نه  و؛بلكې يوه ډله يې جګړې ته لېږله او مشر يې ورته ټاكه.

آنحضرت (ص) ته يې په تاريخ كې 27 يا 26 غزاګانې ثبت كړې دي. اختلاف په دې كې دى،چې ځينې د “خيبر غزا” او د “وادى القراء” غزا، چې په يو بل پسې وشوې، دوې غزاګانې بلي او ځينې يې يوه . (169)*

 د پېغمبر اکرم د “سريه” په باب هم اختلاف دى. تاريخپوهانو 35، 36، 48 او ان 46 ثبت كړې دي. اختلاف يې په دې كې دى، چې په ځينو سريو كې د مسلمانانو شمېر لږ و؛نو ځكه يې په سريه كې نه دي  شمېرلې.(170)*

 “ابن هشام” د قبلې بدلون تر هجرت پوره اتلس مياشتې وروسته بولي. (171)*

 “ابن اثير” د قبلې بدلون تر همدې مودې وروسته د شعبان پينځلسمه بولي(172)*

 

164_ صحيح بخارى، لومړى ټوك

165_ سيره ابن هاشم، 1/ 496 او تايخ الخميس، 1/ 345

او سيره حلبى، 2/ 76

166_سيره حلبى، 2/ 76-77

167_ مستدرك حاكم، 3/ 385، د صفين پېښه

168_ينابيع الموده، 1/ 226

169_مرجع  الذهب، 2/ 287 – 288

170_ طبقات ابن سعد 1/ 241 – 242

اعلام الورى الهدى/ 81 – 82

171_ سيره ابن هشام 1/ 606

172_ كامل 2/ 80

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست