تبلیغات

د سید رضي سریزه ستاینه یوازې له خدای (ج) سره ښايي، چې حمد یې د نعمتونو پاسلنه – شکر او له بلاګانو څخه پناه ځای او نعمتونو او تلپاینده جنت ته د وررسېدو او د خپل احسان و لورنې لامل وګرځاوه. د رحمت پر پېغمبر درود ،چې د الهي مشرانو سرغندوی – پیشوا او د […]

د سید رضي سریزه

ستاینه یوازې له خدای (ج) سره ښايي، چې حمد یې د نعمتونو پاسلنه – شکر او له بلاګانو څخه پناه ځای او نعمتونو او تلپاینده جنت ته د وررسېدو او د خپل احسان و لورنې لامل وګرځاوه.

د رحمت پر پېغمبر درود ،چې د الهي مشرانو سرغندوی – پیشوا او د امت بله ډېوه ده، چې د لوی زړه څښتن و او د نبیرې ونه یې ښیرازه او میوه داره وه. او پر اهلبیتو یې درود، چې د تیارو رڼا کوونکې ډیوې، د امتونو ژغورن وزلې، د دین روښانه نښې او د غوراوۍ او فضیلت د ثقل مرکز دی. پر ټولو دې درود وي، هغه درود چې د دوۍ له درښتن – فضل او بزګوارۍ سره برابري وکړي او د دوي د کړنو اجر شي، هغه اجر چې د دوی د پاکوالي له اصل و فرع سره مناسب دی. پر دوی دې درود وي، چې کله سپېده چاود د شپې ګرېوان څېروي او ستوري راختنه او ډوبېدنه کوي.

د نهج البلاغې د کتاب د رامنځ ته کېدو څرنګوالی

د ځوانۍ او د ژوند د ښیرازۍ په پیل کې مې ” د امامانو ځانګړنې” د کتاب پر لیکنې پیل وکړ، چې د دوی د زړه راکښونو احوالو او غوره ویناوو ټولګه وه. ددې کړنې د انګېزې یادونه مې په هغه کتاب کې کړې وه او هغه مې د خبرو سرټکی کړ. د امیرالمومنین علي (ک) د ځانګړنو تر راټولو وروسته، د روزګار تودو او سړو د کتاب پوره کولو ته پرېنښوم. دا کتاب مې باب باب کړی و او پر بېلابېلو څپرکیو مې ویشلی و او په پای کې هغه څپرکې راوړل شو چې په مواعظو، حکم، امثال او ادابو او داسې نورو کې – ” نه اوږدې خطبې او پرانستي لیکونه” – د امام زړه راکښوونکې لنډې ویناوې پکې وې. ځینې دوستانو له بېلابېلو اړخونو هغه هېښنده او زړه راکښوونکې وګڼلې او له ما یې وغوښتل چې داسې یو کتاب ولیکم چې پکې د امام د خطبو، لیکونو، مواعظو او ادب بېلابېل اړخونه راونغاړل شي، ځکه پوهېدل چې دا کتاب به د بلاغت د هېښتیاوو او د فصاحت د ارزښتمنو بېلګو او د عربو د ویناوو د ګوهرونو او د دیني او دنیوي خبرو ځلانده ټولګه وي، چې دا هر څه په بل یو کتاب کې هم راټول شوي نه دي او په یوه لیکنه کې هم ټول اړخونه رانغاړل شوي نه دي، ځکه امام علي (ک) د فصاحت منشا او د بلاغت سرچینه او رامنځ ته کوونکی دی. د بلاغت پټې خزانې – مکنونات د ده له لارې راښکاره شوې او قوانین او آرونه ترې واخستل شو. ټولو ستایوالو – خطباوو او ویناوالو په ده پسې اقتداء وکړه او ټول اورژبي ورموال – واعظان یې د ویناوو له سمندره خړوب شول. سره له دې ټولو، هغه سرلاری دی او دوی یې پلیوني دی، هغه مخکښ (مقدم) او دوی ورپسې (موخر) دي؛ ځکه خبرې یې داسې یو کلام دی چې د الهي پوهې او د پېغمبر(ص) د ویناوو د عطرو بوی ورسره دی. ځکه مې د ملګرو خبره ومنله او دا کار مې پیل کړ، حال دا چې یقین مې درلود، مانیزه ګټه یې ډېره ده، او دېر ژر به ټول ځایونه تر خپل سیوري لاندې کړي او اجر به یې د اخرت زېرمه وي. موخه مې دا وه، چې پر ګڼو نورو فضایلو سربېره، له دې اړخ د حضرت علي (ک)، وګړه او د بزرګۍ ارزښت روښانه کړم، چې : ټول هغه کسان چې ویناوې یې راپاتې دي؛ نو امام علي (ک) پکې هغه یوازېنی کس دی، چې د بلاغت او فصاحت تر ټولو وروستي پړاو ته رسېدلی او ویناوې یې ناپای بریدی سمندر دی، چې د یو اورژبي وینا هم وررسېدلای نشي. غوښتل مې پر امام علي (ک) د ویاړنې په باب د ټولمنلي شاعر ” فرزدق” د شعر بېلګه راوړم ( چې نوموړي د جریر په نامه یو کس ته پر خپل پلرونو ویاړي او وايي)

اولئك آبائي فجئني بمثلهم

اذا جمعتنا يا جرير المجامع‏

(جريره، دا مې پلرونه او نیکونه دي کله چې په یوه ناسته کې راټولېږو، نو په څېر یې ځان ته بېلګه راوړه)

د حضرت علي (ک) خبرې پر درېیو آرونو چورلي: لومړی – خطبې او امرونه، دویم – لیکونه او رسالې، درېیم – حکمتناک کلمات او موعظې. هوډ مې وکړ چې لومړی خطبې، بیا لیکونه او ورپسې حکمنتاکه کلمې راټولې کړم. بیا مې هر یو ته باب ځانګړی کړ او په ځانګړو پاڼو کې مې راټولې کړې، ترڅو د هغه څه لاس ته راوړو ته یوه سریزه وي، چې اوس ورته لاسرسی نلرم( او شونې ده) چې په ګانده – راتلونکې کې ورته لاسرسې وموم. کله هم چې د حضرت علي(ک) له یوې داسې وینا سره مخامخېدم، چې د ویینې، مناظرې، د پوښتنې ځوابول او یا د بلې موخې لپاره و، او له دې درېیو برخو ځنې د یوې برخه هم نه وه؛ نو تر ټولو په مناسب او نږدې ځای کې مې ایښووله. څه مې چې راټول کړي، که نامنظم څپرکي او نا اوډن شوي ویناوې پکې راغلي، علت یې دا دی چې زه د حضرت علي (ک) ځلانده غونډلې او ژورې خبرې راټولوم او موخه مې د ټولو کلامي اړیکو او کوشېرنو ساتنه نه ده. د حضرت علي (ک) د ویناوو هېښتیاوړ ټکی، چې په دې ډګر کې ناتکی – بیساری او بې جوړې دی، دا دی چې: د زهد او مواعظې په اړه چې د حضرت علي کومه وینا ده، که څوک پکې سوچ او غور وکړي او ځان په دې برخه کې پردی وګڼي چې دا خبرې د عظیم القدر او نافذ الامر شخصیت دي، چې ټول یې پر وړاندې سر ټیټوي؛ نو شک به ونکړي، چې ددې خبرې ویندوی داسې څوک دی، چې بې د زهد له ناو په بل څه کې ګرځېدلی نه دی او بې له عبادته یې بله بوختیا نه درلوده. او یقین کوي، چې دا د هغه چا وینا ده، چې په کور کې ګوټناستی او له ټولنې لرې په یو کونډغالي کې ناست دی، چې تش خپل غږ اوري او بې له ځانه بل نه ویني او تل پر عبادت بوخت دی. او کله هم دا باور کولای نشي، چې دا د هغه چا وینا ده، چې د جګړې پر مهال به د دښمن په لښکرو کې ورننوته او کروړلي او غړیالي پیل منګي – پهلوانان او تورکښي – جنګیالي به یې راپرځول. سره له دې ټولو هغه یو ناتکی – بیساری نمنځچاری – زهاد، صالح، پاک او بېلګه کس دی. دا یې هېښنده او اریانوونکی فضایل او لطیفې ځانګړنې دي، چې د اضدادو جمع ده.

ډېری داسې وشول چې ما به په دې باب له وروڼو سره خبرې اترې کولې او دوی به د حضرت علي (ک) دې ځانګړنو هک اریانول او سکه دا خپله د پانیاتۍ – عبرت ، اندې او سوچ ځای دی.

که د غوره کړای شویو ویناوو په ترڅ کې یو مردد لفظ او یا یوه مانا په مکرر ډول راغلې، نو په دې باب مې عذر دا دی چې د حضرت علي (ک) د ویناوو د روایاتو په اړه اختلاف دی: کله مې یوه وینا په یوه روایت کې مونده او لکه څرنګه چې وه، هماغسې مې رانقلوله. بیا به مې د هماغې موضوع په اړه بل روایت مونده، چې له مخکیني روایت سره به یو شان نه و؛ خو دا چې ډېر مطالب یې درلودل او یا دا چې زړه راکښونی لفظ پکې کارېدلی و، نو اړینه وه چې هغه مې هم راوړی وای. دا هم شونې ده چې، په لوی لاس نه؛ بلکې د سهوې او هېر له کبله بیاځلې راوړل شوی وي. بیا هم ادعا نکوم، چې د حضرت علي (ک) د ویناوو ټول اړخونه مې داسې رانغاړلي، چې یوه خبره یې هم رانه پاتې نه ده، بلکې لرې نه ګڼم، څه مې چې نه دي موندلي، تر هغې خورا ډېر وي، چې موندلي مې دي او څه مې چې لاس ته راغلي، تر هغې خورا لږ دي، چې لاس ته مې راغلي نه دي. پرېمانه هاندوهڅه مې دا ده چې دا ورکه راپیدا کړم او له خدایه په دې کار لارښوونه غواړم.

د کتاب تر بشپړېدو وروسته، ومې کتل چې “نهج البلاغه” یې ونوموم، ځکه لوستونکي ته د بلاغت ورونه ورپرانیځي او غوښتنو ته یې ورنږدې کوي. دا کتاب د پوه، عالم، زده کړیال او ټولو لپاره دی او د اورژبي او زاهد غوښتنې هم پکې موندل کېږي. د امام په ویناوو کې د توحید، عدل او دا چې خدای له مخلوقاتو سره له ورتوالي او شباهته پاک دی، په دې اړه پکې هېښتیاوړ خبرې راغلي، چې تږي خړوبوي او د شبهې له تپو تیارو پردې لرې کوي. له خدایه توفیق غواړم ،چې له ښوېیدنې مې وساتي او په دې لار کې دې مقاومت راکړي او لاسنیوی ترې غواړم او د ژبې تر تېروتنې مخکې د فکر د تیروتنې او د ګام تر ښوییدنې مخکې د خبرې له تیروتنې خدای ته پناه وروړم، هغه راته بسیا دی او هغه تر ټولو ښه ساتونکی او مرستندوی دی.

400 س

الشّريف الرّضيّ «ابو الحسن محمد بن حسين الطاهر ذو المناقب»

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!