تبلیغات

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پر نېكيو امر او له بديو د منع له كوم ځايه يې پيل كړو؟ الف_له خپل ځانه : پاتې دې نشي چې زموږ خبره به هغه مهال اغېز وكړي،چې موږ خپله پر منكر اخته نشو. لومړې پرې پخپله عمل وكړو او بيا […]

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

پر نېكيو امر او له بديو د منع له كوم ځايه يې پيل كړو؟

الف_له خپل ځانه :

پاتې دې نشي چې زموږ خبره به هغه مهال اغېز وكړي،چې موږ خپله پر منكر اخته نشو. لومړې پرې پخپله عمل وكړو او بيا پر نورو نيوكه وكړو،چې د قرآن تر كلكو نيوكو لاندې رانشو. قرآن وايي:

كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ (صف/۳) = دا د الله پر وړاندې ډېره بده خبره ده چې څه ووايئ (؛ خو) نه یې كوئ!

قرآن وايي:

أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ (بقره/۴۴) =(( ايا خلك ښېګڼو (او پر هغه پېغمبر ايمان راوړو) ته رابولئ (چې په تورات كې يې په څرګنده صفتونه راغلي)؛ خو ځانونه مو هېر كړي،حال دا تاسې (اسماني) كتاب لولئ؟! نو ايا له عقله كار نه اخلئ ؟!))

په هېنداره كې هغه وخت ښكلا او ناولتيا ښكاري،چې دوړه پرې نه وي پرته.

ب_له كورنۍ:

پاتې دې نشي چې د ټولنې په پرتله د ځان او كورنۍ سمونه غوره ده . قرآن وايي:

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (احزاب/۵۹) = 59   پېغمبره! خپلو مېرمنو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه : ((پر ځانونو دې د خپلو ټكريو پلوونه راتاو كړي، دا غوره چار دى،چې دوى وپېژندل شي او و نه ځورل شي . (او كه تر اوسه خطا او لنډون ترې شوى وي؛ نو توبه دې وكاږي) او الله لورین بښونكى دى))

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ (تحریم/۶) = ((مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ، چې سون به يې خلك او ډبرې وي، (هغه اور) چې غوسه ناكې (او) سخت زړې پرښتې پرې (ګومارل شوي) دي، چې هېڅکله د الله له فرمانه سرغاړی نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛ (پوره يې) ترسره كوي.))

قرآن د يو پېغمبر د ستاېنې په هكله وايي:

وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ وَكَانَ عِندَ رَبِّهِ مَرْضِيًّا (مریم/۵۵) = ((او تل يې خپلې كورنۍ ته د نمانځه او زكات امر كاوه؛ او الله ترې خوښ و.))

امام حسين د عاشورا پر ورځ لومړى خپل زوى “علي اكبر” جګړې ته ولېږه او ورپسې يې نور ځوانان ولېږل. امام زين العابدين د حقوقو په رساله كې د اولادونو لپاره ځانګړي حقوق ټاكلي دي. څوك چې پر خپله كورنۍ زړه سواندى وي؛نو قرآن يې ستايي.

قَالُوا إِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِي أَهْلِنَا مُشْفِقِينَ (طور/۲۶) = وايي : (( موږ پخوا (تردې) پخپلې كورنۍ كې وېرېدونكي وو (چې هسې نه په ګناهونو یې و نه نيول شو)!

؛خو ددې مانا دا نه ده چې خپل خپلوان نه وي سم شوي؛نورو ته ورم – نصيحت ونه کړو؛داځكه چې ځينې وخت ښځه او اولاد د لارښوونې وړتيا نه لري؛خو نور خلك د حق خبرې ته غوږ دي. بېلګه يې د حضرت نوح زوى او د حضرت لوط ښځه ده. د كورنۍ سمونه د ټولنې د سمونې بنسټ دى؛ټولنه د كورنيو له يو ځاى كېدو پرته بل څيز نه دى.پېغمبراكرم(ص)هم د بعثت په لومړيو كې خپلو نږدې خپلوانو ته بلنه وركوله:

وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ (شعراء/۲۱۴) = او خپل نژدې خپلوان دې وگواښه.

د سترو مېړنو په بريا كې د كورنۍ،ښځې او خپلوانو اندیز يووالى ډېره ونډه لري. روايت دى:(( د نېكمرغۍ ځاى به دا وي چې اولاد د خپل پلار مټ او همكار وي.[1])) البته اولاد يوازې د امر او منع له لارې د اصلاح وړ نه دى. په دې لړ كې لومړى بايد په واده كولو كې جدي پاملرنه وشي او ورپسې د حلالې روزۍ او غوره ښوونكي د ټاكنې لپاره د پام وړ ګامونه اوچت شي.

ج_له نوي کهوله:

پر نېكيو امر او له بديو په منع كې كه په نوي کهول پسې ولاړ شو؛نو ډېر توفيق به تر لاسه كړو، دا حقيقت تجربې ته اړتيا نه لري؛آيتونه او روآيتونه يې داسې څرګندوي . د فرعون په وخت كې يوازې ځوان او نوى کهول له حضرت موسى سره يو ځاى شول .

فَمَا آمَنَ لِمُوسَى إِلاَّ ذُرِّيَّةٌ مِّن قَوْمِهِ عَلَى خَوْفٍ مِّن فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِمْ أَن يَفْتِنَهُمْ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِي الأَرْضِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الْمُسْرِفِينَ (یونس/۸۳) = (( (په پېل كې) پر موسى بې له څو تنو زلميانو بل چا ايمان را نه ووړ او دوى هم له فرعون او خپلو مشرانو وېرېدل، چې هسې نه، و يې ځوروي؛ځكه فرعون په ځمکې (مصر) کې یو متکبر او باغي و او په رښتيا له هغو خلکو ځنې و، چې پر هېڅ پوله نه تمېږي .))

كفارو ځكه رخه – كينه كوله چې پېغمبراكرم د ځوانانو په زړونو كې ځاى پيدا كړې و.[2]

حضرت علي (ک) وايي : (( د ځوانانو روح كلكه خالي ځمكه ده او ځوانانو ته ښوونه پركاڼي كرښه ايستل دي.[3]))

په روايتونوكې راغلي:(( په نوي او ځوان نسل پسې ولاړ شئ؛ ځكه دوى ژر د خير لوري ته را اوړي.[4]))

پېغمبراكرم وايي: ((ځوانان راسره يوه خوله وو؛خو سپين ږېرو راسره مخالفت وكړ.[5]))

ح_ګاونډيان:

تر ځان او خپلوانو روسته د ګاونډيانو وار دى. پېغمبراكرم (ص)وايي: ((خلك ولې خپلو ګاونډيانو ته لارښوونه نه كوي؟نصيحت ورته نه كوي؟پر نېكيو امر او له بديو منع ورته نه كوي؟او ګاونډى ولې نه راځي چې سمه لارښوونه ورته وشي؟زه به دا بې پروا ګاونډيان تر خپلې څارنې لاندې ونيسم.[6]))

د غټو ښارونو يو افت دادى، چې پكې د ګاونډيانو ترمنځ تګ راتګ لږ وي.كه ګاونډيان یو له بل سره ښې اړېكې ولري؛نو ډېرې ستونزې به هوارې شي.كه لوستى ګاونډى هره ورځ نيم ساعت خپل نالوستي ګاونډي ته زده كړه كړي؛نو كومه بودجه چې دولتونه د لوست او زده كړې لپاره لګوي؛نو په دې پېسو نشتمنو ته كورونه جوړېداى شي.كه ګاونډيان يو له بل سره له نږدې مړى ژوندى وكړي؛نو ډېرې ستونزې به هوارې شي. د ساري په توګه : په كوڅه كې كه يوه ښځه روغتون يا ښوونځي ته ځي؛نو د خپل ماشوم له كبله به تل دا ستونزې ولري: سهار وختي به ماشوم له خوبه راپاڅوي،په ګرمۍ او يخنۍ كې به يې وړي راوړي،خپل كارته به ناوخته رسي،په وړكتون كې به پيسې هم وركوي،حال دا كه په ګاونډ كې يوه زړه ښځه وي او چمتو وي چې د ماشوم څارنه وكړي؛نو مور يې كولاى شي، په ارام زړه خپل كار ته ولاړه شي.همدا بركتونه په نور كسبونو كې هم شته، كه ډاكتر د كوڅې په جومات كې په اوونۍ كې يو ځل خپل نشتمن ګاونډيان وړيا معاينه کړي؛نو د نشتمنو او ګاونډيانو روحيه به لاپسې پياوړې شي او كه د ډاكتر كار بند و ؛ نو ګاونډيان به يې ورته خلاص كړي او كه په سفر هم ځي؛ نو كور به يې ساتي. كه دا ټولې اړيكې د خداى لپاره وي او په سمه توګه په جومات كې پلي شي؛نو په زړه پورې پايلې به ولري او د ټولو زړونه به خوشحاله وي.

د حكومت دندې:

له وګړيزو بديو به وګړي منع وكړي،له ټبريزو بديو به ټبرونه منع وكړي؛خو كله ناكله بدي پراخه بڼه لري او بې له حكومته يې بل څوك نشي منع كولاى. د ساري په توګه : كه يو هېواد پر خلكو يرغل وكړي او د جګړې لمبې بلې شي او ورم – نصيحت او پرېكړه ليك هم كوم اغېز ونه کړي؛نواسلامي هېوادونه بايد راپاڅي او په منځګړيتوب لاس پورې كړي،كه يرغلګرو روغې ته غاړه كېنښووه ؛ نو په وسلوال پاڅون بايد وځپل شي،چې يرغلګران د خداى امر ته غاړه كېږدي. د حكومتونو دنده يوازې په دې برخو كې پاى ته نه رسي،هغه كسان چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛بايد ملاتړ يې وكړي او كه ګناه كوونكي پوه شي،چې حكومت ددې كسانو ملاتړې دى؛نو ډېر ژر به له خپلو ګناهونو لاس واخلي. د خلكو او دولت ترمنځ اړيكې خورا مهمې دي او دواړه په يوازې ځان كار مخې ته نشي وړاى. د اسلام د ځينو حكمونو د پلي كېدو لپاره ځواك او حكومت ته اړتيا ده؛نو له همدې كبله په هېواد کې د “اسلامي جمهوري” دولت شتون او ټينګښت اړين برېښي.

د چاپيريال سموالى:

پر نېكيو امر او له بديو د منع په پلي كېدو كې سم چاپېريال مهمه ونډه لري او په دې لړكې بايد دولت،ښاروالي او نور سازمانونه ټينګ ګامونه پورته كړي. ټولنه د وګړيو پر اخلاقو او فكرونو ژور اغېز لري . څوقرآني بېلګې يې دادي :

د بني اسرائيلو په تاريخ كې راغلي: دوى چې د حضرت موسى (ع) د معجزې له كبله د “نيل” له سينده پورې وتل؛نو يوه ډله “بوت لمانځي” يې وليدل او تر اغېز لاندې يې راغلل او له حضرت موسى(ع) يې وغوښتل چې همدا شان بوت راته جوړ، چې عبادت يې وكړو:

وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْاْ عَلَى قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَى أَصْنَامٍ لَّهُمْ قَالُواْ يَا مُوسَى اجْعَل لَّنَا إِلَهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ (اعراف/۱۳۸) = او موږ بني اسراييل (روغ رمټ) له سمندره پورې ايستل؛(ناڅاپه) پر لار پر يوه داسې قوم تېر شول، چې تر خپلو بوتانو په مينه او تواضع راچاپېره شوي ول . (دغه وخت بني اسراييلو) موسى ته وويل : ((ته هم موږ ته ددې خلكو د معبودانو (او خدايانو) په څېر يو “معبود” جوړ كړه .)) موسى ورته وويل : ((په رښتینه کې تاسې يو ناپوهه قوم ياست! او (بوت نمانځنه د عاقلانو چار نه دى )

كه په ټولنه كې “بوت” وي؛ نو “بوت پالي”به هم پيدا شي؛نو ټولنه بايد پاكه وساتو.  

قَالَ فَاذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِي الْحَيَاةِ أَن تَقُولَ لَا مِسَاسَ وَإِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَّنْ تُخْلَفَهُ وَانظُرْ إِلَى إِلَهِكَ الَّذِي ظَلْتَ عَلَيْهِ عَاكِفًا لَّنُحَرِّقَنَّهُ ثُمَّ لَنَنسِفَنَّهُ فِي الْيَمِّ نَسْفًا (طه/۹۷) = (موسى) وويل :((نو ځه، په رښتینه کې په ټول ژوند کې به (داسې ګوښه او له ليدو کتو منع شې،چې) نارې به وهې : (( (ماته) لاس مه راوړئ! )) او (د الهي عذاب) يو وخت درټاكل شوى، چې په اړه به يې هېڅ بې لوزي درسره ونکړای شي او (اوس) دې خپل هغه معبود ته ګوره، چې تل دې نمانځه؛ نو لومړى يې سيځو بيا يې ايرې پر سيند ورشيندو.

حضرت ابرهيم “تبر” راوخېست او د بوتانو خونې ته راننوت او ټول يې دړې وړې كړل او روسته يې تبر د غټ بوت په غاړه كې واچو.

د ضرار د جومات پېښه: د مدينې له جومات سره په څنګ كې منافقينو غوښتل خپلو دسيسو ته بل جومات جوړ كړي،د جومات د رسمي پرانستې لپاره يې پېغمبراكرم(ص) ته بلنه وركړه؛خو پېغمبراكرم(ص) د تبوک جګړې ته روان و او د بېرته راستنېدو پر وخت يې حكم وكړ،چې دا جومات وران كړئ. دا پيښه په قرآن كې راغلې ده.

له دې څلورو قرآني بېلګو جوتېږي،چې له بديو د منع لپاره لومړى بايد د فساد مركزونه او فتنه اچوونكي انسانان له منځه ولاړ شي؛ځكه بې له دې به له بديو منع ګټه و نه لري.که د بديو جرړې له منځه نه وي تللى؛نو د ښاخونو غوڅول به اغېزمن نه وي. كه حكومت غواړي چې پر نېكيو امر او له بديو منع بېرته را ژوندۍ كړي؛نو د چاپېريال سموالي ته بايد لاندې ګامونه پورته كړي:

 ځوانانو ته د اسان واده كولو د شرايطو چمتو كول او ورته پور وركول. ښځې او سړي بايد په ټولو برخو؛لكه د لوړو زده كړو په ټولو پړاونو، پاركونو ، روغتونو او عمومي ځايونو کې یو له بله بېلې وي،چې ښځې وكولاى شي ساده جامې واغوندي او كار وكړي او د نارينه وو مزاحمت ورته نه وي.هغه كسټې، فيلمونه او كتابونه بند شي،چې انسان د بېلارۍ او فساد لورې ته راكاږي.په كليدي پوسټونو كې د وګړيو په ټاكنه كې ټينګه پاملرنه وشي،چې له فتنو ډك كسان له داسې چوكيو ناوړه ګټنه و نه کړي.حياء له ډېرو ګناهونو مخنيوى كوي او كه نه وي؛نو ډېرو ګناهونو ته به لار هواره كړي.د حكومت چارواكي د ټولنې په هر اړخ كې بايد حياء ته پاملرنه وكړي،چې ګناه كوونكيو ته د ګناه لارې چارې پيدا نشي. حكومت بايد داسې كورونو ته د جوړېدو اجازه ورنه کړي چې پكې ګاونډيان يو بل په بشپړه توګه وويني، كه داسي وي؛ نو په دې حالت كې به هېڅ ستر او حياء پاتې نشي.په عمومي ځايونو؛لكه نندارتونو او موزيمونو كې د نجونو او هلكانو د ننوتو او راوتو وختونه بېل بېل وي؛نو دا د متقي مديرانو دنده ده،چې داسې بېل بېل وختونه وټاكي.د ځوانانو د فراغت وختونو ته بايد ټينګه پاملرنه وشي او دا كارد چاپېريال په پاكوالي او له بديو په منع كې مهمه ونډه لري.د لامبو وهنې لپاره كولاى شو داسې جامې برابرې كړو، چې سپكې ؛خو لنډې نه وي.

امام حسن او امام حسين كوچنيان وو او له جامو سره يو ځاى د “فرات” سيند ته ورګډ شول. چا ورته وويل: جامې مو خرابې شوې. ورته يې وويل: (( د جامو خرابوالى د دين او حياء تر خرابوالي غوره دی.[7] ))

اسلام د چاپېريال د سموالي لپاره د ماشومانو روزنه، لاسي هنرونه او د كور سنبالنه ښځې ته سپارلى او تر کېدونې بریده له كوم ځانګړي دليل او د ميړه له اجازې پرته له كوره بهر وتل يې هم منع كړي دي. د اړتيا په وخت كې له كوره بهر تللاى شي ؛لكه حج ته. اسلام له بېځايه ګرځېدو سره مخالفت لري او كه نه اسلام ښځې ته اجازه وركړې،چې په لاريونو او ټولټاكنو كې ګډون وكړي. وټیزه او سياسي خپلواکي ولري. په علمي غونډو كې او همداراز په کارپوهنیزو او روزنيزو چارو كې هم پراخ ګډون وكړي؛لکه څرنګه چې قرآن ځينې نارينه ستايي او نورو ته يې د بېلګې په توګه ورپېژندلي دي؛نو ښځه يې هم نورو ته بېلګه ګرځولې ده او له دې لارې قرآن ثابته كړې، چې ښځه د سړي تر اغېز لاندې نه ده او د مېړه د بېلارېتوب پر ضد كولاى شي د ځانګړي اند څښتنه شي. ښځه سره له دې،چې د مېړه ګټل شوې ډوډۍ خوري؛خو دا وټیزه اړتيا د هغې پر وګړې هېڅ ډول اغېز نه لري.د فرعون ښځه د فرعون ډوډۍ خوري ؛خو پر ضد يې راپاڅي،ان كه د فرعون كور هم وي انسان كولاى شي چې چاپېريال، وټیز جبر او سياسي دباو له منځه يوسې؛نو له دې ټولو مطلبونو سره سره څومره، چې د ښځو او نارينه وو تر منځ د هغوى د فطرت له مخې د دندو وېش وي؛نو چاپېريال به سموالى او روغ رمټۍ ته نږدې او له بديو به لرې وي.

( ژباړن: په دې اړه د پښتو غزل بابا آدم ښاغلي امیر حمزه خان شینواري د ژوند کتاب د ښځې برخه وګورﺉ او همدا شان د اندیال استاد مرتضی مطهري” په اسلام کې د ښځمنو حقوق” کتاب هم وګورﺉ،چې ژباړن پښتو ته ژباړلی.)

د خنډونو له منځه وړل:

د خواشېنۍ ځاى دى چې پر نېكيو د امر په كولو كې دومره خنډونه دي،چې عامو خلكو ته يې ددې كار كول ستونزمن او ان ناشوني كړی دى؛ لکه:

كه د ځوان کهول د زده كړو د ازموينو پر مهال د تلوېزيون له لارې په زړه پورې فيلمونه خپاره شي؛نو ټول به په ازمويونو كې ناکام شي؛دلته فيلمونه د زده كړو خنډ ګرځي او دولت بايد دې موضوع ته ټينګه پاملرنه وكړي.كه د ودونو شرايط ستونزمن وي؛نو دا هم پر نېكيو د امر په پلي كېدو كې خنډ ګرځي او دا هم د دولت دنده ده چې اسان شرايط ورته چمتو کړي.كه د لمانځه په وخت كې ښوونكى درس وركړي،خلك خواړه وخوري،تلويزيون فلم كېږدي،پېرېدونكي هټۍ ته ولاړ شي؛نو دا هر څه د سترې نيكۍ؛يعنې نمونځ  په لار كې خنډ ګرځي. كه نرۍ جامې ارزانه او ډبلې جامې ګرانې وي ؛نو دا هم د نېكيو د پلي كېدو په لار كې خنډ دى .اداري سيستم هم له خنډونو ډك دى.كه واده شوې نجلۍ ښوونځي ته پرېنږدو؛نو د نېكۍ په لار كې به مو خنډ اچولى وي . كه موټروان كوم ناروغ روغتون ته وړي او ودرول شي او جريمه شي؛نو د نېكيو د پلي كېدو په لار كې به خنډ وي.كه د كتابونو د لېږلو لپاره كراګانې لوړې كړو؛نو د نېكيو په لار كې به خنډ وي. كه پر كشرانو غري تري وكړو چې د حقيقت پر ځاى دروغ ووايي؛نو د نېكيو په پلي كېدو كې به مو خنډ رامنځ ته كړى وي.

لنډ دا چې پورتني كارونه پر نېكيو د امر په پلي كېدو كې خنډ ګرځي .كه د جمعې نمونځ  اوږد شي او له همدې كبله ځينې جومات ته رانشي؛نو د نېكيو مانع شوي به يو. كه د بېځايه تموله لارې واده شاته وغورځول شي؛نو دا هم د نېكيو د مخنيوي وسيله ده.

پر نېكيو امر او له بديو د منع لپاره عملي لارې چارې

ماشيني او برېښنایز ژوند دود ډېرې كارونه ګړندي كړى او له انسانانو سره د فراغت ډېر وخت دى او ډېرى اوزګار دي. كه د اوزګار وخت لپاره سمه لاره چاره و نه لټول شي؛نو د ډېرو ګناهونو لپاره به لارې هوارې شي، څو لارې چارې يې دادي:

د پوهنیزو،هنري،او رغاویز- صنعتي نندارتونو جوړل . د لوبو او پوهنیزو سياليو جوړول.د ژبې،كمپيوټر،لامبو وهنې او خطاطۍ په شان د ډول ډول لنډ مهاله زده كړو كورسونو جوړول،د توليدي مركزونو جوړول،چې پكې اوزګار خلك په فارغ وخت كې كار وكړي.د بېلابېلو عمرونو خلكو ته د كتابونو چاپول. جوماتونو ته د خلكو هڅول .د ګټورو فيلمونو خپرول . د هنر زده كړه. د قصو د لوستو د هڅوب – فرهنګ خپرول. هغه كتابونه چې په څو ټوكو كې په لوړو يا پخوانيو ادبياتو ليكل شوي وى،په بېلابېلو ډولونو يې په ارزانه بيه داسې چاپول، چې اسان ولوستل شي. دهرې زمانې او هرې سيمې د اتلانو او وياړنو معرفي كول . د پوځي مارشونو ليدنه او پكې ګډون. پياده تګ ته هڅونه.هر وزارت د خپلو مامورينو د اولادونو د فراغت وخت لپاره كولاى شي د وزارت له امكاناتو ګټنه وكړي او ورته ځانګړى بودجه په پام كې ونيسي.پر نېكيو امر او له بديو په منع كې د حكومت دندې ډېرې دي. د حكومت دنده داده چې سياسي او ټولنېزې نېكۍ بېرته راژوندۍ كړي او د ټولن وټیزو بديو مخنيوې وكړي بېلګې يې دادي :

د نرخونو كنترول او په بازار كې د ګډوډيو مخنيوى .پر تړونونو څارنه او له ناوړو ګټو يې مخنيوى. په عادلانه ويش كې ځيرنه د بيت المال ساتنه او امينو خلكو ته يې سپارل .د ډوډۍ پخوونکيو پر نرخونو څارنه .د طبيعي زيرمو ښه ګټنه. بېكاره خلكو ته ورهڼه – كسب و كار موندل او ساده كارګرانو ته د زده كړې موقع ورکول،چې له طبيعي او بډایا زيرمو ښه ګټنه وکړي،د كار پېدا كول تر ټولو ستره نيكي ده. داسې ځايونو ته د تګ راتګ او د لېږد رالېږد د اسانتياوو برابرول، چې پكې د خلكو وده او ګټه وي .د ښار پر سړكونو د مخورو وګړو – شخصيتونو د نومونو ايښوول .له سوالګرو ښار پاكول .په هر ځاى كې خلكو ته د لمانځه ځاى برابرول .په دولتي ځايونو كې د اذان خپرول.مامورينو ته د ورم – نصيحت د غونډو جوړول او پر كارونو يې څارنه د مامورينو اروایز حالت ته پاملرنه،د بېځايه منفي خبرو،ګونديو او ډلو ټپلو مخنيوى. د ګناه كوونكيو سپكاوى او رټل او د سمو عادتونو او اندونو خپرول او له بېلابېلو لارو د خلكو د پوهې د كچې لوړول؛لكه روغتيايي ،بياجوړونى او چوپړیزې پروژې. ټولو هڅو ته الهي،مانیز-معنوي او هڅوبیزه – فرهنګي بڼه وركول او ارونو او ارزښتونو ته نه شا كول. د خلكو پر ناموس، اوبو او ډوډى د يرغلګرانو د لاسونو غوڅول. پر حكومتي چارو دقيقه څارنه ،چې ناوړه ګټنه ترې ونشي او همداراز دسيسې هم شنډې شي. دښار په ګوټ ګوټ كې د ښايسته لوحو ايښوول،چې لنډ نصيحتونه پرې ليكل شوي وي.د ښه او غوره خلكو ملاتړ او د فاسدو خلكو رټل . مومنو او ښو كسانو ته كليدي پوسټونه وركول.

ځانګړې ډله :

كه څه هم پر نېكيو امر او له بديو منع پر ټولو مومنو ښځو او سړيو واجبه شوې؛خو له ځينو غوښتل شوي،چې دا كار دې د نورو په پرتله ډېر وكړي چې دادي :

الف_انبياء:

پر نېكيو امر او له بديو منع د انبياوو له دندو ځنې دي:

خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ (اعراف/۱۹۹) = ( په هرحال) عفوه او تېرېدنه خپله کړه، پر نېکيو امر کوه او له ناپوهانو مخ واړه (او ورسره مه نښله) .

پر نېكيو امر او له بديو منع قرآن د انبياوو لومړنۍ دنده بولي:

الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (اعراف/۱۵۷) = (نو نن دا رحمت) د هغوى (په برخه دى) چې (د الله) د استازي ،”اُمي” پېغمبر لاروي كوي، چې (نامه او ځانګړنې) یې په تورات او انجيل كې ورسره ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر،چې) د غوره چارو (پر ترسره كولو) امر ورته كوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، پاك څيزونه ورته حلالوي او ناپاكه ورباندې حراموي او (له اوږو او غاړو) یې درانه پېټي او بندیزونه (او تړونونه) لرې كوي؛ نو هغوى چې په دې پېغمبر يې ايمان راوړى، درناوى يې کوي او مرسته ورسره کوي او په هغې رڼا پسې ځي،چې ورسره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

تر ټولو وړومبى نېكي خداى ستاينه او تر ټولو وړومبى بدي طاغوت ستاينه ده:

وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ (نحل/۱۳۶) = او په رښتيا موږ هر امت ته يو استازى ورلېږلى (چې ووايي) “الله” ونمانځئ او له “طاغوت” نه ځان  وژغورئ ؛نو له دوى ځينو ته الله سمه لار وروښووله او ځينې د بېلارۍ وړ شول؛ نو ځكه په ځمكه کې وګرځئ او (د عبرت په سترګو) وګورئ،چې د دروغ ګڼونكيو پاى څنګه وه!  

ب_امامان :

“محمد بن حنيفه” خپل ورور امام حسين ته وويل:عراق ته مه ځه ! ويې ويل: (( زه غواړم پر نېكيو امر او له بديو منع وكړم،چې د نيكه پر لار او دود مې عمل كړى وي.[8] ))

ج_علماء او پوهان:

قرآن وايي:

لَوْلاَ يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ عَن قَوْلِهِمُ الإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ (مایده/۶۳) = ((ولې د نصاراوو پوهان او د يهودو عالمان دوى د ګناه له خبرو او د حرامو له خوړلو نه منع كوي؟ څه يې چې په ځيرکۍ كول، په رښتيا چې څومره بد وو!))

حضرت علي (ک) وايي:(( تېر قومونه؛ځكه هلاك شول چې پوهان به يې د ګناهونو پر وړاندې چوپ وو. ))

 قرآن وايي:

فَلَوْلاَ كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُوْلُواْ بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الأَرْضِ إِلاَّ قَلِيلًا مِّمَّنْ أَنجَيْنَا مِنْهُمْ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مَا أُتْرِفُواْ فِيهِ وَكَانُواْ مُجْرِمِينَ (هود/۱۱۶) = نو ولې له تاسې په مخكېنيو پېړيو (او قومونو) كې ځواكمن پوهان نه ول،چې پر ځمكه يې د فساد خپرولو مخه نيولې واى؟! خو ډېر لږ (پكې ول)، چې ومو ژغورل او ظالمان په خوندونو او نعمتونو پسې شول او ګناهګاران وو (او له منځه ولاړل) .

حضرت علي وايي:(( خداى له علماوو غواړي،چې د ظالم پر ډېر خورۍ او د مظلوم پر لوږه غيرت وكړي؛چېرته چې بدعت او بدي وي،راښكاره يې كړي او كه نه د خداى لعنت به ورباندې وي.[9](( خداى دې ناپوهان د خپلې ګناه له كبله او عالمان له بديو منع ته د شا كولو له لامله له خپل نعمته لرې كړي. ))

خ_حكومتي چارواكي :

قرآن وايي:

الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ (حج/۴۱) = ((دا هماغوى دي، چې كه پر ځمكه یې واكمن كړو؛ نو نمونځ كوي، زكات وركوي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او د ټولو چارو پاى يوازې الله ته ده. ))

څوك چې پر نېكيو امر كوي؛نو اسلامي حكومت يې بايد ملاتړ وكړي او نېغ په نېغه بايد له بديو مخنيوى وكړي او د تبليغاتي ،هڅوبیز – فرهنګي، وټیز – اقتصادي او پوځي امكاناتو له لارې بايد د فحشاو مركزونه بند كړي او ګناه كوونكي او مفسدين له منځه يوسي.

څ_مور و پلار :

قرآن وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ (تحریم/۶) = ((مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ، چې سون به يې خلك او ډبرې وي، (هغه اور) چې غوسه ناكې (او) سخت زړې پرښتې پرې (ګومارل شوي) دي، چې هېڅکله د الله له فرمانه سرغاړی نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛ (پوره يې) ترسره كوي.))

حضرت علي وپوښتل شو: هغوى څرنګه له اوره وساتو؟ و يې ويل:((هغوى ته پر نېكيو امر وکړئ او له بديو يې منع کړﺉ.[10]))

ځ_د ټولنې مشران:

امام صادق (رح) خپل يار ته ليكي: (( په غوڅه توګه ستاسې د ناپوهانو ګناهونه ستاسې د پوهانو پر غاړه دي. په تاسې كې چې څوك ګناه كوي؛خو ورته نصيحت نه كوئ ؟ او هغه هم پر خپله ګناه ټينګار كوي؛نو موږ او تاسې په ټولنه كې سپكوي او تاسې چوپ ياست؟)) يار وويل: خلك زموږ خبره نه اوري. و يې ويل:((كه ستاسې خبره يې وا نه ورېده؛ورسره اړيكې غوڅې كړئ.[11]))

نو د پوهانو لومړى دنده ناپوهانو ته ورم – نصيحت دى او كه ويې نه منله ورته شا كړئ.د امام صادق (رح) ګيله دا وه چې ولې پوهان په لومړي پړاو كې پخپله دنده عمل نه كوي؟ په يو حديث كې راغلي:(( خداى،جبرائيل ته وحې وكړه: پلانكۍ سيمه د ګناهونو له كبله وځپه. جبرائيل له خدايه د يو زاهد د بښنې غوښتنه وكړه،ورته خطاب وشو: هغه هم هلاك كړه.جبرائيل د عابد د هلاكت دليل وپوښته. خداى وويل: ماهغه ته ځواني او امكانات وركړل؛خو هغه ترې پر نېكيو امر او له بديو په منع كې ګټه وا نه خېسته. [12]))

كه څه هم پر نېكيو امر او له بديو منع د ټولو دنده ده؛خو يوې ځانګړې ډلې سره بايد امكانات او ځواك وي،چې پردې دندې عمل وكړي.

 قرآن وايي:

وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (آل عمران/۱۰۴) = ((او بايد له منځه مو يوه ډله وي،چې (خلك) نېكيو ته وروبولي او پر ښو چارو امر ورته وكړي او له بديو يې راواړوي او یوازې همدوی بريالي دي))

سارى يې د هغه موټر په شان دى، چې پر مخالف لاس روان وي؛هم د نورو موټرو دنده ده چې اشارې وركړي او هرنډونه ورپسې ووهي او هم د پوليس دنده ده، چې موټروان په جريمې او ګواښ ورټي.

 

 

[1] فروع كافي 6\2

[2] بحار 18\ 12

[3] نهج البلاغه، ۳۱ام لیک

[4] وسايل 11\446

[5] جوان 2\248

[6] كنزالعمال\684

[7] اعراف/۱۹۹

[8] بحار44\339

[9] نهج البلا غه – درېمه خطبه

[10] بحار97 \74

[11] بحار 2\ 22

[12] وسايل 18\406

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

پر نېكيو امر او له بديو منع له كوم ځايه يې پيل كړو؟

الف_له خپل ځانه :

پاتې دې نشي چې زموږ خبره به هغه مهال اغېز وكړي،چې موږ خپله پر منكر اخته نشو. لومړې پرې پخپله عمل وكړو او بيا پر نورو نيوكه وكړو،چې د قرآن تر كلكو نيوكو لاندې رانشو. قرآن وايي:

كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ (صف/۳) = دا د الله پر وړاندې ډېره بده خبره ده چې څه ووايئ (؛ خو) نه یې كوئ!

قرآن وايي:

أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ (بقره/۴۴) =(( ايا خلك ښېګڼو (او پر هغه پېغمبر ايمان راوړو) ته رابولئ (چې په تورات كې يې په څرګنده صفتونه راغلي)؛ خو ځانونه مو هېر كړي،حال دا تاسې (اسماني) كتاب لولئ؟! نو ايا له عقله كار نه اخلئ ؟!))

په هېنداره كې هغه وخت ښكلا او ناولتيا ښكاري،چې دوړه پرې نه وي پرته.

ب_له كورنۍ:

پاتې دې نشي چې د ټولنې په پرتله د ځان او كورنۍ سمونه غوره ده . قرآن وايي:

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (احزاب/۵۹) = 59   پېغمبره! خپلو مېرمنو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه : ((پر ځانونو دې د خپلو ټكريو پلوونه راتاو كړي، دا غوره چار دى،چې دوى وپېژندل شي او و نه ځورل شي . (او كه تر اوسه خطا او لنډون ترې شوى وي؛ نو توبه دې وكاږي) او الله لورین بښونكى دى))

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ (تحریم/۶) = ((مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ، چې سون به يې خلك او ډبرې وي، (هغه اور) چې غوسه ناكې (او) سخت زړې پرښتې پرې (ګومارل شوي) دي، چې هېڅکله د الله له فرمانه سرغاړی نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛ (پوره يې) ترسره كوي.))

قرآن د يو پېغمبر د ستاېنې په هكله وايي:

وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ وَكَانَ عِندَ رَبِّهِ مَرْضِيًّا (مریم/۵۵) = ((او تل يې خپلې كورنۍ ته د نمانځه او زكات امر كاوه؛ او الله ترې خوښ و.))

امام حسين د عاشورا پر ورځ لومړى خپل زوى “علي اكبر” جګړې ته ولېږه او ورپسې يې نور ځوانان ولېږل. امام زين العابدين د حقوقو په رساله كې د اولادونو لپاره ځانګړي حقوق ټاكلي دي. څوك چې پر خپله كورنۍ زړه سواندى وي؛نو قرآن يې ستايي.

قَالُوا إِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِي أَهْلِنَا مُشْفِقِينَ (طور/۲۶) = وايي : (( موږ پخوا (تردې) پخپلې كورنۍ كې وېرېدونكي وو (چې هسې نه په ګناهونو یې و نه نيول شو)!

؛خو ددې مانا دا نه ده چې خپل خپلوان نه وي سم شوي؛نورو ته ورم – نصيحت ونه کړو؛داځكه چې ځينې وخت ښځه او اولاد د لارښوونې وړتيا نه لري؛خو نور خلك د حق خبرې ته غوږ دي. بېلګه يې د حضرت نوح زوى او د حضرت لوط ښځه ده. د كورنۍ سمونه د ټولنې د سمونې بنسټ دى؛ټولنه د كورنيو له يو ځاى كېدو پرته بل څيز نه دى.پېغمبراكرم(ص)هم د بعثت په لومړيو كې خپلو نږدې خپلوانو ته بلنه وركوله:

وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ (شعراء/۲۱۴) = او خپل نژدې خپلوان دې وگواښه.

 

د سترو مېړنو په بريا كې د كورنۍ،ښځې او خپلوانو اندیز يووالى ډېره ونډه لري. روايت دى:(( د نېكمرغۍ ځاى به دا وي چې اولاد د خپل پلار مټ او همكار وي.[1])) البته اولاد يوازې د امر او منع له لارې د اصلاح وړ نه دى. په دې لړ كې لومړى بايد په واده كولو كې جدي پاملرنه وشي او ورپسې د حلالې روزۍ او غوره ښوونكي د ټاكنې لپاره د پام وړ ګامونه اوچت شي.

ج_له نوي کهوله:

پر نېكيو امر او له بديو په منع كې كه په نوي کهول پسې ولاړ شو؛نو ډېر توفيق به تر لاسه كړو، دا حقيقت تجربې ته اړتيا نه لري؛آيتونه او روآيتونه يې داسې څرګندوي . د فرعون په وخت كې يوازې ځوان او نوى کهول له حضرت موسى سره يو ځاى شول:

فَمَا آمَنَ لِمُوسَى إِلاَّ ذُرِّيَّةٌ مِّن قَوْمِهِ عَلَى خَوْفٍ مِّن فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِمْ أَن يَفْتِنَهُمْ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِي الأَرْضِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الْمُسْرِفِينَ (یونس/۸۳) = (( (په پېل كې) پر موسى بې له څو تنو زلميانو بل چا ايمان را نه ووړ او دوى هم له فرعون او خپلو مشرانو وېرېدل، چې هسې نه، و يې ځوروي؛ځكه فرعون په ځمکې (مصر) کې یو متکبر او باغي و او په رښتيا له هغو خلکو ځنې و، چې پر هېڅ پوله نه تمېږي .))

كفارو ځكه رخه – كينه كوله چې پېغمبراكرم د ځوانانو په زړونو كې ځاى پيدا كړې و.[2]

حضرت علي (ک) وايي : (( د ځوانانو روح كلكه خالي ځمكه ده او ځوانانو ته ښوونه پركاڼي كرښه ايستل دي.[3]))

په روايتونوكې راغلي:(( په نوي او ځوان نسل پسې ولاړ شئ؛ ځكه دوى ژر د خير لوري ته را اوړي.[4]))

پېغمبراكرم وايي: ((ځوانان راسره يوه خوله وو؛خو سپين ږېرو راسره مخالفت وكړ.[5]))

ح_ګاونډيان:

تر ځان او خپلوانو روسته د ګاونډيانو وار دى. پېغمبراكرم (ص)وايي: ((خلك ولې خپلو ګاونډيانو ته لارښوونه نه كوي؟نصيحت ورته نه كوي؟پر نېكيو امر او له بديو منع ورته نه كوي؟او ګاونډى ولې نه راځي چې سمه لارښوونه ورته وشي؟زه به دا بې پروا ګاونډيان تر خپلې څارنې لاندې ونيسم.[6]))

د غټو ښارونو يو افت دادى، چې پكې د ګاونډيانو ترمنځ تګ راتګ لږ وي.كه ګاونډيان یو له بل سره ښې اړېكې ولري؛نو ډېرې ستونزې به هوارې شي.كه لوستى ګاونډى هره ورځ نيم ساعت خپل نالوستي ګاونډي ته زده كړه كړي؛نو كومه بودجه چې دولتونه د لوست او زده كړې لپاره لګوي؛نو په دې پېسو نشتمنو ته كورونه جوړېداى شي.كه ګاونډيان يو له بل سره له نږدې مړى ژوندى وكړي؛نو ډېرې ستونزې به هوارې شي. د ساري په توګه : په كوڅه كې كه يوه ښځه روغتون يا ښوونځي ته ځي؛نو د خپل ماشوم له كبله به تل دا ستونزې ولري: سهار وختي به ماشوم له خوبه راپاڅوي،په ګرمۍ او يخنۍ كې به يې وړي راوړي،خپل كارته به ناوخته رسي،په وړكتون كې به پيسې هم وركوي،حال دا كه په ګاونډ كې يوه زړه ښځه وي او چمتو وي چې د ماشوم څارنه وكړي؛نو مور يې كولاى شي، په ارام زړه خپل كار ته ولاړه شي.همدا بركتونه په نور كسبونو كې هم شته، كه ډاكتر د كوڅې په جومات كې په اوونۍ كې يو ځل خپل نشتمن ګاونډيان وړيا معاينه کړي؛نو د نشتمنو او ګاونډيانو روحيه به لاپسې پياوړې شي او كه د ډاكتر كار بند و ؛ نو ګاونډيان به يې ورته خلاص كړي او كه په سفر هم ځي؛ نو كور به يې ساتي. كه دا ټولې اړيكې د خداى لپاره وي او په سمه توګه په جومات كې پلي شي؛نو په زړه پورې پايلې به ولري او د ټولو زړونه به خوشحاله وي.

 

د حكومت دندې:

له وګړيزو بديو به وګړي منع وكړي،له ټبريزو بديو به ټبرونه منع وكړي؛خو كله ناكله بدي پراخه بڼه لري او بې له حكومته يې بل څوك نشي منع كولاى. د ساري په توګه : كه يو هېواد پر خلكو يرغل وكړي او د جګړې لمبې بلې شي او ورم – نصيحت او پرېكړه ليك هم كوم اغېز ونه کړي؛نواسلامي هېوادونه بايد راپاڅي او په منځګړيتوب لاس پورې كړي،كه يرغلګرو روغې ته غاړه كېنښووه ؛ نو په وسلوال پاڅون بايد وځپل شي،چې يرغلګران د خداى امر ته غاړه كېږدي. د حكومتونو دنده يوازې په دې برخو كې پاى ته نه رسي،هغه كسان چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛بايد ملاتړ يې وكړي او كه ګناه كوونكي پوه شي،چې حكومت ددې كسانو ملاتړې دى؛نو ډېر ژر به له خپلو ګناهونو لاس واخلي. د خلكو او دولت ترمنځ اړيكې خورا مهمې دي او دواړه په يوازې ځان كار مخې ته نشي وړاى. د اسلام د ځينو حكمونو د پلي كېدو لپاره ځواك او حكومت ته اړتيا ده؛نو له همدې كبله په هېواد کې د “اسلامي جمهوري” دولت شتون او ټينګښت اړين برېښي.

 

د چاپيريال سموالى:

پر نېكيو امر او له بديو د منع په پلي كېدو كې سم چاپېريال مهمه ونډه لري او په دې لړكې بايد دولت،ښاروالي او نور سازمانونه ټينګ ګامونه پورته كړي. ټولنه د وګړيو پر اخلاقو او فكرونو ژور اغېز لري . څوقرآني بېلګې يې دادي :

د بني اسرائيلو په تاريخ كې راغلي: دوى چې د حضرت موسى (ع) د معجزې له كبله د “نيل” له سينده پورې وتل؛نو يوه ډله “بوت لمانځي” يې وليدل او تر اغېز لاندې يې راغلل او له حضرت موسى(ع) يې وغوښتل چې همدا شان بوت راته جوړ، چې عبادت يې وكړو:

وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْاْ عَلَى قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَى أَصْنَامٍ لَّهُمْ قَالُواْ يَا مُوسَى اجْعَل لَّنَا إِلَهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ (اعراف/۱۳۸) = او موږ بني اسراييل (روغ رمټ) له سمندره پورې ايستل؛(ناڅاپه) پر لار پر يوه داسې قوم تېر شول، چې تر خپلو بوتانو په مينه او تواضع راچاپېره شوي ول . (دغه وخت بني اسراييلو) موسى ته وويل : ((ته هم موږ ته ددې خلكو د معبودانو (او خدايانو) په څېر يو “معبود” جوړ كړه .)) موسى ورته وويل : ((په رښتینه کې تاسې يو ناپوهه قوم ياست! او (بوت نمانځنه د عاقلانو چار نه دى )

كه په ټولنه كې “بوت” وي؛ نو “بوت پالي”به هم پيدا شي؛نو ټولنه بايد پاكه وساتو.  

قَالَ فَاذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِي الْحَيَاةِ أَن تَقُولَ لَا مِسَاسَ وَإِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَّنْ تُخْلَفَهُ وَانظُرْ إِلَى إِلَهِكَ الَّذِي ظَلْتَ عَلَيْهِ عَاكِفًا لَّنُحَرِّقَنَّهُ ثُمَّ لَنَنسِفَنَّهُ فِي الْيَمِّ نَسْفًا (طه/۹۷) = (موسى) وويل :((نو ځه، په رښتینه کې په ټول ژوند کې به (داسې ګوښه او له ليدو کتو منع شې،چې) نارې به وهې : (( (ماته) لاس مه راوړئ! )) او (د الهي عذاب) يو وخت درټاكل شوى، چې په اړه به يې هېڅ بې لوزي درسره ونکړای شي او (اوس) دې خپل هغه معبود ته ګوره، چې تل دې نمانځه؛ نو لومړى يې سيځو بيا يې ايرې پر سيند ورشيندو.

 

حضرت ابرهيم “تبر” راوخېست او د بوتانو خونې ته راننوت او ټول يې دړې وړې كړل او روسته يې تبر د غټ بوت په غاړه كې واچو.

د ضرار د جومات پېښه: د مدينې له جومات سره په څنګ كې منافقينو غوښتل خپلو دسيسو ته بل جومات جوړ كړي،د جومات د رسمي پرانستې لپاره يې پېغمبراكرم(ص) ته بلنه وركړه؛خو پېغمبراكرم(ص) د تبوک جګړې ته روان و او د بېرته راستنېدو پر وخت يې حكم وكړ،چې دا جومات وران كړئ. دا پيښه په قرآن كې راغلې ده.

له دې څلورو قرآني بېلګو جوتېږي،چې له بديو د منع لپاره لومړى بايد د فساد مركزونه او فتنه اچوونكي انسانان له منځه ولاړ شي؛ځكه بې له دې به له بديو منع ګټه و نه لري.که د بديو جرړې له منځه نه وي تللى؛نو د ښاخونو غوڅول به اغېزمن نه وي. كه حكومت غواړي چې پر نېكيو امر او له بديو منع بېرته را ژوندۍ كړي؛نو د چاپېريال سموالي ته بايد لاندې ګامونه پورته كړي:

 ځوانانو ته د اسان واده كولو د شرايطو چمتو كول او ورته پور وركول. ښځې او سړي بايد په ټولو برخو؛لكه د لوړو زده كړو په ټولو پړاونو، پاركونو ، روغتونو او عمومي ځايونو کې یو له بله بېلې وي،چې ښځې وكولاى شي ساده جامې واغوندي او كار وكړي او د نارينه وو مزاحمت ورته نه وي.هغه كسټې، فيلمونه او كتابونه بند شي،چې انسان د بېلارۍ او فساد لورې ته راكاږي.په كليدي پوسټونو كې د وګړيو په ټاكنه كې ټينګه پاملرنه وشي،چې له فتنو ډك كسان له داسې چوكيو ناوړه ګټنه و نه کړي.حياء له ډېرو ګناهونو مخنيوى كوي او كه نه وي؛نو ډېرو ګناهونو ته به لار هواره كړي.د حكومت چارواكي د ټولنې په هر اړخ كې بايد حياء ته پاملرنه وكړي،چې ګناه كوونكيو ته د ګناه لارې چارې پيدا نشي. حكومت بايد داسې كورونو ته د جوړېدو اجازه ورنه کړي چې پكې ګاونډيان يو بل په بشپړه توګه وويني، كه داسي وي؛ نو په دې حالت كې به هېڅ ستر او حياء پاتې نشي.په عمومي ځايونو؛لكه نندارتونو او موزيمونو كې د نجونو او هلكانو د ننوتو او راوتو وختونه بېل بېل وي؛نو دا د متقي مديرانو دنده ده،چې داسې بېل بېل وختونه وټاكي.د ځوانانو د فراغت وختونو ته بايد ټينګه پاملرنه وشي او دا كارد چاپېريال په پاكوالي او له بديو په منع كې مهمه ونډه لري.د لامبو وهنې لپاره كولاى شو داسې جامې برابرې كړو، چې سپكې ؛خو لنډې نه وي.

امام حسن او امام حسين كوچنيان وو او له جامو سره يو ځاى د “فرات” سيند ته ورګډ شول. چا ورته وويل: جامې مو خرابې شوې. ورته يې وويل: (( د جامو خرابوالى د دين او حياء تر خرابوالي غوره دی.[7] ))

اسلام د چاپېريال د سموالي لپاره د ماشومانو روزنه، لاسي هنرونه او د كور سنبالنه ښځې ته سپارلى او تر کېدونې بریده له كوم ځانګړي دليل او د ميړه له اجازې پرته له كوره بهر وتل يې هم منع كړي دي. د اړتيا په وخت كې له كوره بهر تللاى شي ؛لكه حج ته. اسلام له بېځايه ګرځېدو سره مخالفت لري او كه نه اسلام ښځې ته اجازه وركړې،چې په لاريونو او ټولټاكنو كې ګډون وكړي. وټیزه او سياسي خپلواکي ولري. په علمي غونډو كې او همداراز په کارپوهنیزو او روزنيزو چارو كې هم پراخ ګډون وكړي؛لکه څرنګه چې قرآن ځينې نارينه ستايي او نورو ته يې د بېلګې په توګه ورپېژندلي دي؛نو ښځه يې هم نورو ته بېلګه ګرځولې ده او له دې لارې قرآن ثابته كړې، چې ښځه د سړي تر اغېز لاندې نه ده او د مېړه د بېلارېتوب پر ضد كولاى شي د ځانګړي اند څښتنه شي. ښځه سره له دې،چې د مېړه ګټل شوې ډوډۍ خوري؛خو دا وټیزه اړتيا د هغې پر وګړې هېڅ ډول اغېز نه لري.د فرعون ښځه د فرعون ډوډۍ خوري ؛خو پر ضد يې راپاڅي،ان كه د فرعون كور هم وي انسان كولاى شي چې چاپېريال، وټیز جبر او سياسي دباو له منځه يوسې؛نو له دې ټولو مطلبونو سره سره څومره، چې د ښځو او نارينه وو تر منځ د هغوى د فطرت له مخې د دندو وېش وي؛نو چاپېريال به سموالى او روغ رمټۍ ته نږدې او له بديو به لرې وي.

( ژباړن: په دې اړه د پښتو غزل بابا آدم ښاغلي امیر حمزه خان شینواري د ژوند کتاب د ښځې برخه وګورﺉ او همدا شان د اندیال استاد مرتضی مطهري” په اسلام کې د ښځمنو حقوق” کتاب هم وګورﺉ،چې ژباړن پښتو ته ژباړلی.)

 

د خنډونو له منځه وړل:

د خواشېنۍ ځاى دى چې پر نېكيو د امر په كولو كې دومره خنډونه دي،چې عامو خلكو ته يې ددې كار كول ستونزمن او ان ناشوني كړی دى؛ لکه:

كه د ځوان کهول د زده كړو د ازموينو پر مهال د تلوېزيون له لارې په زړه پورې فيلمونه خپاره شي؛نو ټول به په ازمويونو كې ناکام شي؛دلته فيلمونه د زده كړو خنډ ګرځي او دولت بايد دې موضوع ته ټينګه پاملرنه وكړي.كه د ودونو شرايط ستونزمن وي؛نو دا هم پر نېكيو د امر په پلي كېدو كې خنډ ګرځي او دا هم د دولت دنده ده چې اسان شرايط ورته چمتو کړي.كه د لمانځه په وخت كې ښوونكى درس وركړي،خلك خواړه وخوري،تلويزيون فلم كېږدي،پېرېدونكي هټۍ ته ولاړ شي؛نو دا هر څه د سترې نيكۍ؛يعنې نمونځ  په لار كې خنډ ګرځي. كه نرۍ جامې ارزانه او ډبلې جامې ګرانې وي ؛نو دا هم د نېكيو د پلي كېدو په لار كې خنډ دى .اداري سيستم هم له خنډونو ډك دى.كه واده شوې نجلۍ ښوونځي ته پرېنږدو؛نو د نېكۍ په لار كې به مو خنډ اچولى وي . كه موټروان كوم ناروغ روغتون ته وړي او ودرول شي او جريمه شي؛نو د نېكيو د پلي كېدو په لار كې به خنډ وي.كه د كتابونو د لېږلو لپاره كراګانې لوړې كړو؛نو د نېكيو په لار كې به خنډ وي. كه پر كشرانو غري تري وكړو چې د حقيقت پر ځاى دروغ ووايي؛نو د نېكيو په پلي كېدو كې به مو خنډ رامنځ ته كړى وي.

لنډ دا چې پورتني كارونه پر نېكيو د امر په پلي كېدو كې خنډ ګرځي .كه د جمعې نمونځ  اوږد شي او له همدې كبله ځينې جومات ته رانشي؛نو د نېكيو مانع شوي به يو. كه د بېځايه تموله لارې واده شاته وغورځول شي؛نو دا هم د نېكيو د مخنيوي وسيله ده.

 

پر نېكيو امر او له بديو د منع لپاره عملي لارې چارې

ماشيني او برېښنایز ژوند دود ډېرې كارونه ګړندي كړى او له انسانانو سره د فراغت ډېر وخت دى او ډېرى اوزګار دي. كه د اوزګار وخت لپاره سمه لاره چاره و نه لټول شي؛نو د ډېرو ګناهونو لپاره به لارې هوارې شي، څو لارې چارې يې دادي:

د پوهنیزو،هنري،او رغاویز- صنعتي نندارتونو جوړل . د لوبو او پوهنیزو سياليو جوړول.د ژبې،كمپيوټر،لامبو وهنې او خطاطۍ په شان د ډول ډول لنډ مهاله زده كړو كورسونو جوړول،د توليدي مركزونو جوړول،چې پكې اوزګار خلك په فارغ وخت كې كار وكړي.د بېلابېلو عمرونو خلكو ته د كتابونو چاپول. جوماتونو ته د خلكو هڅول .د ګټورو فيلمونو خپرول . د هنر زده كړه. د قصو د لوستو د هڅوب – فرهنګ خپرول. هغه كتابونه چې په څو ټوكو كې په لوړو يا پخوانيو ادبياتو ليكل شوي وى،په بېلابېلو ډولونو يې په ارزانه بيه داسې چاپول، چې اسان ولوستل شي. دهرې زمانې او هرې سيمې د اتلانو او وياړنو معرفي كول . د پوځي مارشونو ليدنه او پكې ګډون. پياده تګ ته هڅونه.هر وزارت د خپلو مامورينو د اولادونو د فراغت وخت لپاره كولاى شي د وزارت له امكاناتو ګټنه وكړي او ورته ځانګړى بودجه په پام كې ونيسي.پر نېكيو امر او له بديو په منع كې د حكومت دندې ډېرې دي. د حكومت دنده داده چې سياسي او ټولنېزې نېكۍ بېرته راژوندۍ كړي او د ټولن وټیزو بديو مخنيوې وكړي بېلګې يې دادي :

د نرخونو كنترول او په بازار كې د ګډوډيو مخنيوى .پر تړونونو څارنه او له ناوړو ګټو يې مخنيوى. په عادلانه ويش كې ځيرنه د بيت المال ساتنه او امينو خلكو ته يې سپارل .د ډوډۍ پخوونکيو پر نرخونو څارنه .د طبيعي زيرمو ښه ګټنه. بېكاره خلكو ته ورهڼه – كسب و كار موندل او ساده كارګرانو ته د زده كړې موقع ورکول،چې له طبيعي او بډایا زيرمو ښه ګټنه وکړي،د كار پېدا كول تر ټولو ستره نيكي ده. داسې ځايونو ته د تګ راتګ او د لېږد رالېږد د اسانتياوو برابرول، چې پكې د خلكو وده او ګټه وي .د ښار پر سړكونو د مخورو وګړو – شخصيتونو د نومونو ايښوول .له سوالګرو ښار پاكول .په هر ځاى كې خلكو ته د لمانځه ځاى برابرول .په دولتي ځايونو كې د اذان خپرول.مامورينو ته د ورم – نصيحت د غونډو جوړول او پر كارونو يې څارنه د مامورينو اروایز حالت ته پاملرنه،د بېځايه منفي خبرو،ګونديو او ډلو ټپلو مخنيوى. د ګناه كوونكيو سپكاوى او رټل او د سمو عادتونو او اندونو خپرول او له بېلابېلو لارو د خلكو د پوهې د كچې لوړول؛لكه روغتيايي ،بياجوړونى او چوپړیزې پروژې. ټولو هڅو ته الهي،مانیز-معنوي او هڅوبیزه – فرهنګي بڼه وركول او ارونو او ارزښتونو ته نه شا كول. د خلكو پر ناموس، اوبو او ډوډى د يرغلګرانو د لاسونو غوڅول. پر حكومتي چارو دقيقه څارنه ،چې ناوړه ګټنه ترې ونشي او همداراز دسيسې هم شنډې شي. دښار په ګوټ ګوټ كې د ښايسته لوحو ايښوول،چې لنډ نصيحتونه پرې ليكل شوي وي.د ښه او غوره خلكو ملاتړ او د فاسدو خلكو رټل . مومنو او ښو كسانو ته كليدي پوسټونه وركول

 

ځانګړې ډله :

كه څه هم پر نېكيو امر او له بديو منع پر ټولو مومنو ښځو او سړيو واجبه شوې؛خو له ځينو غوښتل شوي،چې دا كار دې د نورو په پرتله ډېر وكړي چې دادي :

الف_انبياء:

پر نېكيو امر او له بديو منع د انبياوو له دندو ځنې دي:

خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ (اعراف/۱۹۹) = ( په هرحال) عفوه او تېرېدنه خپله کړه، پر نېکيو امر کوه او له ناپوهانو مخ واړه (او ورسره مه نښله) .

پر نېكيو امر او له بديو منع قرآن د انبياوو لومړنۍ دنده بولي:

الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (اعراف/۱۵۷) = (نو نن دا رحمت) د هغوى (په برخه دى) چې (د الله) د استازي ،”اُمي” پېغمبر لاروي كوي، چې (نامه او ځانګړنې) یې په تورات او انجيل كې ورسره ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر،چې) د غوره چارو (پر ترسره كولو) امر ورته كوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، پاك څيزونه ورته حلالوي او ناپاكه ورباندې حراموي او (له اوږو او غاړو) یې درانه پېټي او بندیزونه (او تړونونه) لرې كوي؛ نو هغوى چې په دې پېغمبر يې ايمان راوړى، درناوى يې کوي او مرسته ورسره کوي او په هغې رڼا پسې ځي،چې ورسره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

تر ټولو وړومبى نېكي خداى ستاينه او تر ټولو وړومبى بدي طاغوت ستاينه ده:

وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ (نحل/۱۳۶) = او په رښتيا موږ هر امت ته يو استازى ورلېږلى (چې ووايي) “الله” ونمانځئ او له “طاغوت” نه ځان  وژغورئ ؛نو له دوى ځينو ته الله سمه لار وروښووله او ځينې د بېلارۍ وړ شول؛ نو ځكه په ځمكه کې وګرځئ او (د عبرت په سترګو) وګورئ،چې د دروغ ګڼونكيو پاى څنګه وه!  

ب_امامان :

“محمد بن حنيفه” خپل ورور امام حسين ته وويل:عراق ته مه ځه ! ويې ويل: (( زه غواړم پر نېكيو امر او له بديو منع وكړم،چې د نيكه پر لار او دود مې عمل كړى وي.[8] ))

ج_علماء او پوهان:

قرآن وايي:

لَوْلاَ يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ عَن قَوْلِهِمُ الإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ (مایده/۶۳) = ((ولې د نصاراوو پوهان او د يهودو عالمان دوى د ګناه له خبرو او د حرامو له خوړلو نه منع كوي؟ څه يې چې په ځيرکۍ كول، په رښتيا چې څومره بد وو!))

حضرت علي (ک) وايي:(( تېر قومونه؛ځكه هلاك شول چې پوهان به يې د ګناهونو پر وړاندې چوپ وو. ))

 قرآن وايي:

فَلَوْلاَ كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُوْلُواْ بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الأَرْضِ إِلاَّ قَلِيلًا مِّمَّنْ أَنجَيْنَا مِنْهُمْ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مَا أُتْرِفُواْ فِيهِ وَكَانُواْ مُجْرِمِينَ (هود/۱۱۶) = نو ولې له تاسې په مخكېنيو پېړيو (او قومونو) كې ځواكمن پوهان نه ول،چې پر ځمكه يې د فساد خپرولو مخه نيولې واى؟! خو ډېر لږ (پكې ول)، چې ومو ژغورل او ظالمان په خوندونو او نعمتونو پسې شول او ګناهګاران وو (او له منځه ولاړل) .

 

حضرت علي وايي:(( خداى له علماوو غواړي،چې د ظالم پر ډېر خورۍ او د مظلوم پر لوږه غيرت وكړي؛چېرته چې بدعت او بدي وي،راښكاره يې كړي او كه نه د خداى لعنت به ورباندې وي.[9](( خداى دې ناپوهان د خپلې ګناه له كبله او عالمان له بديو منع ته د شا كولو له لامله له خپل نعمته لرې كړي. ))

خ_حكومتي چارواكي :

قرآن وايي:

الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ (حج/۴۱) = ((دا هماغوى دي، چې كه پر ځمكه یې واكمن كړو؛ نو نمونځ كوي، زكات وركوي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او د ټولو چارو پاى يوازې الله ته ده. ))

څوك چې پر نېكيو امر كوي؛نو اسلامي حكومت يې بايد ملاتړ وكړي او نېغ په نېغه بايد له بديو مخنيوى وكړي او د تبليغاتي ،هڅوبیز – فرهنګي، وټیز – اقتصادي او پوځي امكاناتو له لارې بايد د فحشاو مركزونه بند كړي او ګناه كوونكي او مفسدين له منځه يوسي.

څ_مور و پلار :

 قرآن وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ (تحریم/۶) = ((مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ، چې سون به يې خلك او ډبرې وي، (هغه اور) چې غوسه ناكې (او) سخت زړې پرښتې پرې (ګومارل شوي) دي، چې هېڅکله د الله له فرمانه سرغاړی نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛ (پوره يې) ترسره كوي.))

حضرت علي وپوښتل شو: هغوى څرنګه له اوره وساتو؟ و يې ويل:((هغوى ته پر نېكيو امر وکړئ او له بديو يې منع کړﺉ.[10]))

ځ_د ټولنې مشران:

امام صادق (رح) خپل يار ته ليكي: (( په غوڅه توګه ستاسې د ناپوهانو ګناهونه ستاسې د پوهانو پر غاړه دي. په تاسې كې چې څوك ګناه كوي؛خو ورته نصيحت نه كوئ ؟ او هغه هم پر خپله ګناه ټينګار كوي؛نو موږ او تاسې په ټولنه كې سپكوي او تاسې چوپ ياست؟)) يار وويل: خلك زموږ خبره نه اوري. و يې ويل:((كه ستاسې خبره يې وا نه ورېده؛ورسره اړيكې غوڅې كړئ.[11]))

نو د پوهانو لومړى دنده ناپوهانو ته ورم – نصيحت دى او كه ويې نه منله ورته شا كړئ.د امام صادق (رح) ګيله دا وه چې ولې پوهان په لومړي پړاو كې پخپله دنده عمل نه كوي؟ په يو حديث كې راغلي:(( خداى،جبرائيل ته وحې وكړه: پلانكۍ سيمه د ګناهونو له كبله وځپه. جبرائيل له خدايه د يو زاهد د بښنې غوښتنه وكړه،ورته خطاب وشو: هغه هم هلاك كړه.جبرائيل د عابد د هلاكت دليل وپوښته. خداى وويل: ماهغه ته ځواني او امكانات وركړل؛خو هغه ترې پر نېكيو امر او له بديو په منع كې ګټه وا نه خېسته. [12]))

كه څه هم پر نېكيو امر او له بديو منع د ټولو دنده ده؛خو يوې ځانګړې ډلې سره بايد امكانات او ځواك وي،چې پردې دندې عمل وكړي.

 قرآن وايي:

وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (آل عمران/۱۰۴) = ((او بايد له منځه مو يوه ډله وي،چې (خلك) نېكيو ته وروبولي او پر ښو چارو امر ورته وكړي او له بديو يې راواړوي او یوازې همدوی بريالي دي))

سارى يې د هغه موټر په شان دى، چې پر مخالف لاس روان وي؛هم د نورو موټرو دنده ده چې اشارې وركړي او هرنډونه ورپسې ووهي او هم د پوليس دنده ده، چې موټروان په جريمې او ګواښ ورټي.

 

 

[1] فروع كافي 6\2

[2] بحار 18\ 12

[3] نهج البلاغه، ۳۱ام لیک

[4] وسايل 11\446

[5] جوان 2\248

[6] كنزالعمال\684

[7] اعراف/۱۹۹

[8] بحار44\339

[9] نهج البلا غه – درېمه خطبه

[10] بحار97 \74

[11] بحار 2\ 22

[12] وسايل 18\406

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!