تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پر نېكيو امر او له بديو د منع پر شرط پوهه : امام صادق (رح) يوه ورځ ښايسته جامې اغوستې وې او يو زاهد مخې ته راغى او يې ويل: پر خداى قسم پېغمبر اكرم(ص) داسې جامې نه اغوستې. امام صادق خپلې جامې راپورته كړې او ويې ويل: (( ما ترې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

پر نېكيو امر او له بديو د منع پر شرط پوهه :

امام صادق (رح) يوه ورځ ښايسته جامې اغوستې وې او يو زاهد مخې ته راغى او يې ويل: پر خداى قسم پېغمبر اكرم(ص) داسې جامې نه اغوستې. امام صادق خپلې جامې راپورته كړې او ويې ويل: (( ما ترې لاندې سختې او كلكې جامې اغوستي ،كلكې مې د خداى لپاره اغوستې دي،چې له سوكاله خلكو نه اوسم او دپاسه ښايسته جامې مې؛ځكه اغوستې چې په خلكو كې ښكلى ښكاره شم. ))

هو! پر نېكيو امر بايد د پوهې له مخې وي او نيكي بايد له هر اړخه وپېژني او دا كار بايد د بهرنيو لمسونو،ځاني غوښتنو، وهم و خيال پر بنسټ نه وي. امام صادق (رح) وايي:(( يوازې هغه كسان پر نېكيو امر كولاى شي چې په څه چې حكم كوي، پرې پوه وي. ))

 د دين په ټولو اركانو كې پوهه لازم شرط دى.د بېلګې په توګه، سوداګر ته وايي: لومړى يې زده كړه بيا سوداګري کوه.

حديث دى:((داسې حركت به نه وي،چې انسان پكې پوهې ته اړتيا نه لري.))

ايمان هم هغه وخت ارزښت لري،چې د اندنې – تفكراو تعقل پر بنسټ وي (نه تقليدي او رغیز- سطحي) قرآن داسې كسان ستايي او وايي:

الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ  (آل عمران/۱۹۱) = ((هغوى چې په ناسته، ولاړه او پرڅنگ وهلي خداى يادوي او د اسمانونو او ځمكې په پنځون كې اندنه كوي ( او وايي) پالونكيه ! دا دې خوشې او (بې موخې) پیدا کړي نه دي، ته (له دې) پاك يې (چې عبث كار وكړې)؛ نو د اور له عذابه مو وساته.))

هغوى لومړى د اسمانو او ځمكې په هكله فكر كوي او روسته بيا خپل ايمان ښكاره كوي. قرآن اجازه نه وركوي چې انسان دې په مستۍ كې نمونځ  وكړي او وايي داسې نمونځ  وكړئ چې پكې پوه شئ، چې څه وايئ:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاَةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى حَتَّىَ تَعْلَمُواْ مَا تَقُولُونَ وَلاَ جُنُبًا إِلاَّ عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّىَ تَغْتَسِلُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مِّنكُم مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا (نساء/۴۳) = مؤمنانو! د نېشې (مستۍ) په حال كې نمانځه ته مه ورنژدې كېږئ،چې پوه شئ څه وايئ او (همداراز) د جنابت په حال كې هم (نمونځ مه كوئ) څو لمبلي مو نه وي؛خو داچې مسافر ياست اوكه رنځوران وئ يا په سفركې وئ يا څوك له ((اودسماتي)) راستون شي، يا له ښځو سره كوروالى وكړئ او اوبه و نه مومئ (چې غسل يا اودس پرې وكړئ)؛نو له پاكې خاورې كار واخلئ (داسې چې) خپل مخونه او لاسونه [پرې] مسح كړئ، په رښتيا الله له نرمۍ كار اخستونكى (او) بښونكى دى .

پرنېكيو د امر لومړى شرط پر مسائلو او احكامو ځان پوهول دي .

په ستغه له بديو منع كول

كله انسان ناوړه كار کوي او په ستغه يې منع كوي. دا ستغوالی تر ټولو ستر منكر دى. د ساري په توګه : يو كس په ولاړه متيازې كوي او تاسې يې په ستغه منع كوئ؛دا ستغوالی په ولاړه تر متيازو كولو هم ناوړه كار دى. هر ګناه كوونكي ته بې دينه نشو ويلاى . قرآن د متقيانو په هكله وايي:

وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُواْ أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُواْ اللّهَ فَاسْتَغْفَرُواْ لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ اللّهُ وَلَمْ يُصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَهُمْ يَعْلَمُونَ (آل عمران/۱۳۵) = او هغوى چې كله كوم سپک چار وكړي يا پر ځانونو تېرى وكړي (؛نو) خداى وريادېږي او د خپلو ګناهونو بښنه غواړي او بې له الله لا بل څوك دى،چې ګناهونه وبښي؟ او پر خپلې ګناه ټينګار نه کوي؛ ځكه پوهېږي (چې بد يې كړي دي).

نو ځكه ناوړه كار كول او پر ځان تېرى كول انسان نه بې دينه كوي؛خو په دې شرط چې توبه وكړي او پر ګناه كولو ټينګار ونه لري .

پخپلو کړنو خلک راوبولئ:

قرآن پر داسې خلکو نيوکه کړى،چې نورو ته د حق بلنه وركوي او ځان يې هېر كړى وي یا نورو ته مسلې کوې او خپله پرې حملې کوي.

أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لاَ تَفْعَلُونَ (صف/۲) = ((مؤمنانو! ولې هغه څه وايئ، چې نه يې كوئ؟!))

څوك چې دا شان وي؛نو پر ستر الهي عذا ب به اخته شي.

كَبُرَ مَقْتاً عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لاَ تَفْعَلُونَ (صف/۳) = دا د الله پر وړاندې ډېره بده خبره ده چې څه ووايئ (؛ خو) نه یې كوئ!

شعيب علیه السلام به خلكو ته ويل:

قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىَ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّي وَرَزَقَنِي مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلاَّ الإِصْلاَحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلاَّ بِاللّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ (هود /۸۸) = (شعيب ) وويل :(( زما قومه ! ما ته ووايئ، كه زه د خپل پالونكي له لوري یو څرګند دليل ولرم او ښه روزي یې راكړې وي (؛ نو ايا د حكم پرخلاف يې چلن كړاى شم؟) زه هېڅكله دا نه غواړم، له څه چې مو منع كوم، پخپله يې وكړم، زه ترخپلې وسې بې (د ټولنې) له سمونې څه نه غواړم (او په دې كار كې) بې د الله (له مرستې) برى راسره نشته! پر هغه مې بروسه ده او لوري ته يې ورستنېږم .

روايتونه وايي:(( د انسان لپاره دومره ناپوهي او اړه – بېلاري بس دى،چې نور له بديو منع كوي؛خو پخپله پرې اخته وي.)) (( خداى دې پر داسې كسانو لعنت وكړي،چې پر نېكيو امر كوي او څه چې وايي،خپله پرې عمل نه كوي،خلك له بديو منع كوي؛خو پخپله پرې اخته كېږي. )) (( دا كسان به په دوزخ كې د ژرندې د خره په شان ګرځوي او چې وپوښتل شي چې ته ولې راغلې؟ تا خو به موږ له بديو منع كولو ؛نو و به وايي: خپله به مې ګناه كوله. ))

 روايت دى:(( خلک د خپل عمل له لارې حق ته راوبولئ.[1]))

د ساري په توګه : كه پلار او ښوونكى په كوڅه كې كرکڼه او اغزي ددې لپاره لرې كړي چې د چا په پښه كې ولاړ نشې؛نو زده كوونكي چې دا وويني؛نو دوى به همدا کار وكړي. كه د دفتر رئيس د راننوتلو پر وخت تر اړتيا زيات ګروپونه مړه كړي ؛ نو مامورين به هم خپلې دندې ته پاملرنه وكړي.كه د هېواد جيګ پوړي چارواكي د جمعې د لمانځه په لومړي صف كې ودرېږي؛نو جوماتونه به له خلكو ډك شي او كه مخور خلك پر ګناه لاس پورې كړي؛نو د نورو لپاره به هم د ګناه لار هواره كړي. د پېغمبر اكرم(ص) مېرمنې ځانګړى ټولنيز او مذهبي موقعيت لري.قرآن يې په هكله وايي:

يَا نِسَاء النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا (احزاب/۳۰) = د پېغمبرمېرمنو! چې هره يوه مو ښكاره ناروا كار وكړي (؛ نو) عذاب یې دوه ګرايه کېږي او دا (كار) الله ته اسان دى.

يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا (احزاب/۳۲) =((د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د (نورو) ښځو په څېر نه ياست (او غوره او خورا پازوالې يئ)؛ كه ځان ساتئ (پرهېزګاري كوئ)؛ نو په نرمۍ (او ناز) خبرې مه كوئ، چې پر زړه ناروغ تن درته تمه پيدا شي او سمې روغې او سنجول شوې خبرې كوئ.))

روايت دى:(( د عالم د يوې ګناه تر بښل كېدو د مخه د جاهل اويا ګناهونه بښل كېږي؛ځكه چې عالم د خپلې ګناه له لارې نورو ته هم لار هواره كړي ده. )) په تاريخ كې راغلي:حضرت علي له يو مسيحي سره د سفر ملګرى شو؛دواړه دوه لارې ته ورسېدل،هر يو بايد پر خپله لار تللاى واى؛خو حضرت علي له مسيحي سره ولاړ. ويې پوښته:ستاسې لار خو هغه بله وه. حضرت علي وويل:(( پوهېږم؛خو اسلام سپارښتنه كوي چې دوه تنه چې د سفر ملګري شي؛نو پر يو بل حق پيدا كوي او ما غوښتل چې درسره لږ څه ولاړ شم او بدرګه دې كړم.)) مسيحي ددې چلن له لارې مسلمان شو.[2]

هارون الرشيد ښكلې مينځه د امام كاظم (رح) د زندان خونې ته ولېږله،چې ورباندې د تور لګولو لپاره لاره چاره برابره كړي. د امام كاظم (رح) چلن داسې و،چې په مينځه كې بدلون راغى او هغې هم پرعبادت پيل وكړ. [3]

پوښتنه : د فقهاوو په فتواوو كې راغلي : پر نېكيو امر او له بديو منع واجب ده كه څه هم انسان چې څه وايي، پرې عمل ونه کړي؛خو په آيتونو او رواياتونو كې پر داسې كسانو كلكه نيوكه شوې؛نو كوم يو يې ومنو؟

ځواب : قرآن پر هغه نيوكه كوي،چې په وينا او عمل كې يې ستر توپير وي؛ خو په ټولنه كې يې خلك د سمونپال او پر نېكيو د امر په توګه پېژني. د فقهاوو فتوى دا وايي چې پر نېكيو د امر لپاره لازمه نه ده،چې د خداى پر ټولو حکمونو عمل وكړي. وايي يوه ډله پېغمبراكرم(ص) ته راغله او ويې ويل: څو مو پر ټولو حكمونو عمل نه وي كړى؛نو پر نېكيو به امر ونه کړو . پېغمبراكرم(ص) وويل: ((پر نېكيوامر وكړئ كه څه هم څه چې وايئ پر ټولوعمل ونه کړئ او له بديو منع وكړئ كه څه هم چې تر ټولو بديو ډډه نشئ كولاى.)) پام مو وي چې پېغمبر اكرم(ص) وايي؛نو عمل كول بسیا دي او د قرآن او روايتونو نيوكه پر هغه كسانو ده،چې بيخي عمل نه كوي.[4]

عقلي شمېرانې:

پر نېكيو امر او له بديو د منع موخه په ټولنه كې د نېكيو وده او پراختيا او له بديو مخنيوى دى او اسلام په ټوليزه توګه لازم كړي دي؛خو جزئيات او څرنګوالى يې عقل ته پرېښى او اصلي ټكى يې ښه او غوره پايلو ته رسېدل ګڼلي دي؛نو ددې الهي حكم په پلي كېدو كې عقلي شمېرانو ته بايد ټينګه پاملرنه وكړو چې دادي :

نېكۍ او بدۍ كومې دي ؟ په كومه بيه او څومره زيار ته اړتيا لري ؟ پر چا ؟په كوم وخت او ځاى کې بايد پلي شي ؟ ګناهكار څوك دى ؟ په كوم نظام او حكومت كې بايد پلي شي؟

په هر حال د اسلام د دين ټوليز قانون ثابت دى؛خو د قانون مصداق يا اطلاق مجتهد او تکړه عالم نوې كتنې ته اړ باسي. په ټوليزه توګه الهي احكاموته د درې ليدونو له لارې كتلاى شو چې دادي:

((واقعي ليد))؛يعنې ووايو : څه چې خداى ويلي بې له زياتېدو او كمېدو بايد ومنل شي او هېڅ بدلون پکې نشي راتلاى. ((فقاهتي ليد))؛يعنې: موږ له واقع څخه خبر نه يو؛نو د كلماتو، آيتونو او روايتونو له لارې پرې ځان پوهوو.((حكومتي ليد))؛يعنې: يقين لرو چې خلك حكومت غواړي او پوهېږو،چې حكومت بايد د اسلامي مشر او امام او يا هم د بې هوسه عادل په لاس كې وي.عادل عالم د اسلام د ټوليزو اختياراتو په چوكات كې د اجتهاد له لارې قانون جوړوي. د ساري په توګه: حج د يو كال لپاره منع كوي،د جنګ حكم كوي، دسولى تړون يا مني او يا هم نه . په لومړي كې نه؛بلكې په دويم او درېم ليد كې وخت،ځاى، وټیز،سياسي او پوځي شرايط اغېزمن دي؛ځكه كېداى شي، ډېر داسې كارونه وي چې په يو وخت كې بد “او منكر” وي او په بل وخت كې نيك وي او يا پر عكس،د وخت له پېژندلو او نومېرنې – تشخيص پرته “امر و منع” نشو كولاى، پر نېكيو امر او له بديو په منع كې بايد ووينو چې كومه وګړه- شخصيت كوم ګناهګار ته پر كومه ګناه ورم – پند وركول غواړي او پر ضد يې پاڅون غواړي.كله ناكله يو منكر په الهي قانون كې بدلون راولي او د بدعتونو او پر اسلام د كفارو د يرغل لامل ګرځي؛نو په داسې حالت كې بايد يوه مخوره وګړه پاڅون وكړي او په زر ګونو كسان بايد په دې لار كې شهيدان شي. امام حسين بايد پاڅون وكړي او د كربلا دښتې پر وينو سرې كړي .پېغمبر اكرم(ص) وايي: (( زه د حسين او حسين زما دى . ))

ښايي موخه دا وي چې د حسين په پاڅون به زما دين ژوندى وي.په هر حال پر نېكيو په امر كې بايد دا ټول شرطونه، لومړيتونه او شمېرانې په پام كې ونيول شي .

كه مخالفت يې وكړ؛نوڅه وكړو؟

انسان كله ناكله پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛خو خلك پرې ځان كڼوي؛نو په داسې حال كې بايد څه وكړو؟

لومړى بايد پوه شو چې موخو ته د رسېدلو لپاره په ټوليزه توګه زور ته اړتيا لرو؛خو خداى داسې نه غواړي او په دې هكله په قرآن كې زيات آيتونه هم راغلي:

وَإِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكَ إِعْرَاضُهُمْ فَإِنِ اسْتَطَعْتَ أَن تَبْتَغِيَ نَفَقًا فِي الأَرْضِ أَوْ سُلَّمًا فِي السَّمَاء فَتَأْتِيَهُم بِآيَةٍ وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَمَعَهُمْ عَلَى الْهُدَى فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْجَاهِلِينَ (انعام/۳۵) = او كه (له قرآنه) مخ اړول يې درباندې سخت وي؛ نو كه له وسې دې پوره وي؛ په ځمكه كې یو سورنګ ولټوه يا اسمان ته کومه پوړۍ كېږده (چې د ځمكې ژورې او د اسمان لوړې ولټوې، همداسې وكړه) چې آيت (او بله نښه) ورته راوړې! (خو پوه شه، چې دا ځېليان ايمان نه راوړي)؛ خو كه الله وغواړي؛ نو دوى به (په زوره) پر سمه لار راغونډ كړي. (خو اجباري لارښوونه څه ګټه لري؟)؛ نو هډو له ناپوهانو ځنې مه اوسه.

پېغمبراكرم(ص) وايي: زه ستاسو وكيل نه يم .

وَكَذَّبَ بِهِ قَوْمُكَ وَهُوَ الْحَقُّ قُل لَسْتُ عَلَيْكُم بِوَكِيل (انعام/۶۶) = او قوم دې قرآن دروغ وگاڼه، حال دا چې حق دى! (ورته) ووايه : (( زه ستاسې (د ايمان راوړو) پازوال نه يم .( زما کار د رسالت تبليغول دي،نه دا چې په زوره ايمان راوړو ته مو اړ باسم .) ))

 خداى پېغمبر اكرم ته وايي:

لَسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ (غاشیه/۲۲) = ته پرې زورور نه يې (چې ايمان راوړو ته يې اړ باسې)؛

خلك ازاد پيدا شوي او د اسلام روزنيز غونډال – نظام هم د ازادۍ پر بنسټ اېښوول شوى؛نو ځكه ستاسې د ورم – پند معنا دا نه ده چې خلك به پرې هرومرو غوږ وګروي.

دويم : هغوى چې د ډېرې مودې لپاره پر يوې لارې تللي وي؛نو په يو وار ترې لاس نشي اخېستلاى او بايد څه وخت وركړل شي .

درېم: كله ناكله تذكر په داسې وخت او شرايطو كې وي،چې سړى به پكې حساسيت لري؛ بايد صبر وكړو چې حساسيت يې له منځه ولاړ شي. د ساري په توګه: كه غاښ درد كوي؛نو پر ډاكتر يې نه اوباسي. ممكن پردې لار هغه د حق خبرې ته غاړه كېږدي؛خو که لار او طريقه مو بدله كړه؛ راسره يې مني. د سوداګرۍ په روايتونوكې راغلي : كه د توكيو په پير او پلور كې تكړه او بريالى نه وئ؛ نو بله سوداګري پيل كړئ؛ښايي پكې بريالي شئ. د زده كړو په څانګو كې هم همدا شان ده.كله انسان په يوه څانګه كې كامياب نه وي؛خو د څانګې په بدلولو سره به بريالى شي. وايي “ډاروين” په دوو علمي څانګو(طب او په مسيحي ديني علومو) كې ماته وخوړه؛خو په طبيعي څانګه كې بريالى شو. كه څه هم نظريات يې رد شوي؛خو په هرحال د نظر خاوند شو.

پر قرآن او د انبياوو پر اخلاقو پوهېدنه او همداراز كومې سپارښتنې،چې اسلام كړي، په دې هكله د لارې د هوارېدو لامل كېداى شي. قرآن وايي :

وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ (فصلت/۳۴) =  او نېكي او بدي برابر نه دي، (بدي) پر غوره چلن (نېكۍ) لرې كړه؛ نو ناڅاپه (به وګورې) چې څوک دښمني درسره لري، ستاسې د خواخوږي دوست په څېر به وي.

لَئِن بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَاْ بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لَأَقْتُلَكَ إِنِّي أَخَافُ اللّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ (مایده/۲۸) = ((كه ته مې وژلو ته لاس راوغځوې (؛نو) زه دې وژلو ته لاس نه درغځوم؛ [ځكه] چې د نړۍ پال الله (له عذابه) وېرېږم))

 هېر مو نشي چې پر نېكيو امر او له بديو د منع موخه يوازې ځان ته د خلكو پام راړول نه دي.ممكن خلك زموږ پر خبره غوږ و نه ګروي؛نو له خداى سره زموږ اجر خوندي دى. خداى موږ ويني او لږ اجر او ثواب هم له موږ نه كموي. ايا موږ تر انبياوو غوره يو؟ ټولو پېغمبرانو په دې لار كې ډېر كړاوونه ليدلي؛ خو خپل همت به يې نه پلوره .

خلكو به پېغمبرانو ته ويل :

قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وِإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِينَ (اعراف/۶۶) = د قوم كافرو مشرانو يې وويل :(( بې عقله راته ښکارې او ګومان مو دى،چې دروغجن يې.))

پېغمبرانو به ويل موږ نه يو. خلكو وويل : موږ تاسې بېلارې وينو، پېغمبرانو به ويل موږ بېلارې نه يو .

د پېغمبرانو كار؛ لكه د ډاكترانو په شان دى،چې د ناروغانو درملنه كوي. ناروغ چغى او سورى وهي؛خو د ډاكتر ټولو ته پام وي او کتنه يې کوي او په چغو او سورو غوږ نه ګروي . پر وګړي نه؛بلكې پركار نيوكه وكړو. موږ بايد له ګناه كوونكي سره كينه ونلرو او د سرغړونې په هكله ورته نصيحت وكړو يا په بله وينا:له ((ناپوه)) سره نه؛بلكې له ((ناپوهۍ))سره مبارزه وكړو له((ګناهګار)) سره نه؛بلكې له ((ګناه))سره مبارزه وكړو. په روايتونو كې راغلي :(( د خداى ځينې كسان خوښېږي كه څه هم له کړونو يې خپه وي.[5]))

په قرآن كې راغلي:

قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُم مِّنَ الْقَالِينَ (شعراء/۱۶۸) = (لوط) وويل : (( په حقيقت كې زه ستاسې د دې عمل (لواطت) له سختو دښمنانو ځنې يم))

كه ګناه كوونكي په دې پوه شي،چې وګړه لري او ورته په درنه ليدل كېږي او د كمزورۍ ټكى يې يوازې ګناه ده؛نو په ډېره اسانۍ به ورته شا كړي؛خو كه وننګیري،چې كركه ترې كېږي ؛نو پر خپلو ګناهونو به ټيڼګار وكړي.

يو تن،ديني مشر ته وويل: ستاسې يو انډيوال شراب څښلي چې ورته شا كړو؟ ويې ويل: كار ته يې شا كړئ.( خپله هغه ته مه شا كوئ.[6])

حضرت علي (ک) وايي :(( غوره ده چې نېکچاري او سمونپالي پر ګناهګار ولورېږي.[7] دا قانون د كورنۍ او د اولاد په روزنه كې هم مهمه ونډه لري. كه اولاد له خپل مور و پلار وېرېږي؛نو دا به غوره مور و پلار نه وي. هغه وخت به غوره وي كه پر خپلو اولادونو غوسه هم وكړي؛خو چې د وګړې درناوى يې وكړي او مينه ورسره وكړي كه مو اولاد ته وويل چې د كاكا زوى دې تر تا ښه دى؛نو په ځواب كې به درته ووايي: كاكا مې هم تر تا غوره دى. دا كس به له خپل پلار او د تره زوى سره كينه واخلي. ورته بايد وويل شي. زويه ! ته تر تېر كال ډېر ښه شوى يې. هغه بايد له خپل همزولي سره په پرتله شي او ورته وويل شي: انسان بايد هره ورځ پرمختګ وكړي او څومره چې غوره وي؛نو خداى خلكو او مور و پلار ته به نږدې وي؛ نو دا خبرې به د اولاد په روزنه كې ستر اغېز ولري؛نو پر نېكيو امر او له بديو په منع كې د ګناهګار لپاره بايد سيال پيدا نه کړو،چې پكې كينه پيدا او د غچ اخستنې حس راوخوټېږي. ورته يې نيك او غوره كارونه وويل شي. د قوم او ټبر درناوى يې وشي،د وس او استعداد په هكله يې ورسره خبرې وشي،څو وننګېري،چې مات شوى نه دى؛بلكې پياوړى دى او مينه ورسره كېږي.

[1] وسايل 11\194

[2] بحار71\157

[3] بحار 46\ 236

[4] مجموعه ورام 442 – دميزان الحكمته له نقله \ 6 \ 266

[5] بحار 36\233

[6] بحار 27\137

[7] نهج البلاغه خطبه 141

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!