تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پر نېکيو امر او له بديو د منع پړاوونه لومړى پړاو: که د خداى له احکامو سرغړونه وشي؛نو انسان بايد په زړه کې خپه شي او کرکه ترې وکړي؛په دې پړاو کې هيڅ څوک نه بښل کېږي. بېوسي،نشتمن، ړانده او ګونکي هم بايد له ګناه کرکه ولري . دويم پړاو: په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

پر نېکيو امر او له بديو د منع پړاوونه

لومړى پړاو: که د خداى له احکامو سرغړونه وشي؛نو انسان بايد په زړه کې خپه شي او کرکه ترې وکړي؛په دې پړاو کې هيڅ څوک نه بښل کېږي. بېوسي،نشتمن، ړانده او ګونکي هم بايد له ګناه کرکه ولري .

دويم پړاو: په خولې بايد سرغړونکي ته پر نېکۍ امر وشي . په قرآن کې راغلي:

وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ (فصلت/۳۳) =  او د هغه چا تر خبرې به خورا ښه خبره د بل چا وي، چې (خلك) د الله لوري ته بلي او ښې (چارې) كوي او ويلي يې وي : ((په حقيقت کې زه له مسلمانانو ځنې يم ؟!))

درېم پړاو: که تبليغات او خوله اغېز ونه کړي؛نو د ځواک له لارې يې بايد مخنيوى وشي .

اصلي اغېز:

پر نېکيو امر او له بديو د منع مهم ټکى اغېز دى؛يعنې اصلي خبره داده،چې سرغړونکى له کومې لارې کولاى شې له خپل چلنه لاس واخلي. د ساري په توګه : که اشاره اغېز لري؛نو اشاره ورته واجبه ده، که تبليغ اغېز کوي؛نو تبليغ واجب دى، که ګواښ اغېز کوي؛نو ګواښ لازم دى،که څو څو ځل پند ورکول اغېز لري؛نو تکرار يې لازم دى. که يوې ډلې ته اړتيا وي؛نو دا کار لازم دى. که زموږ خبره اغېز نه لري او د بل چا يې لري؛نو هغه بل بايد دا کار وکړي . په دې اړین کار کې اصلي خبره داده، چې د خداى له احکامو سرغړونه ونشي او دا کار کومه ځانګړې لار نه لري؛خو که خبرې په يو ځانګړي وخت کې اغېز لري؛ نو په همغه وخت کې بايد ګواښ ونشي.که پند په يوه ځانګړي فضا او ځاى کې اغېز درلود؛ لکه، مېلمستيا ، چکر؛نو بايد دا شان شرايط ورته برابر شي.که اغېز يوازې د ځواک او حکومت له لارې کېده؛نو ځواک او حکومت بايد جوړ کړو.

څه چې اسلام له موږه غوښتي،هغه د حق رامنځ ته کول،د باطل له منځه وړل او پر نېکيو امر او له بديو منع ده . ترسره کول او پلې کېدل يې ځانګړې لارې،وسيلې، وخت، وګړې- شخصيت،بڼې او ….. ته اړتيا نه لري .اسلام دا هر څه عقل ته پرېښي او د عقل لارښوونه او اغېز يې تر ټولو چټک او غوره بللى ده.

پر نېکيو امر او له بديو د منع په هکله يو عالم، آيتونه او روايتونه داسې څېړلي دي: ((کله له امر و منع زموږ موخه دا وي چې څوک بل چاته د هغه په وګړیز- شخصي او جزيي کارونوکې ورم- نصيحت کوي؛لکه څوک چې غېبت کوي او تاسې يې منع کوئ؛ په دې “امر و منع” کې د ځان خطر نشته او احتمال لري،چې اغېز وکړي؛خو په ځينو وختونو کې پر نېکيو امر او له بديو د منع موخه د بدعتونو،د ټولنې د اندیز – فکري،سياسې او عملي کږلېچونو، پر ځمکه د فساد خپرونکيو مخنيوى،د حق رامنځ ته کول،له ټولنې د باطل د ټغر ټولول او د استبدادي او ظالم رژيم ړنګول دي. په دې حالتونو کې ارزښت لري، چې سرونه او مالونه هم له منځه ولاړ شي، چې د خداى قانون پلى شي .))

حضرت علي (ک) خپل والي ته په ليک کې ليکي او ټينګې نيوکې پرى کوي؛دا ځکه چې پر دسترخوان به يې تل ماړه ناست وو او د بېوزليو او نشتمنو پکې څه درک نه وو. د حضرت علي لار له شتمنو او مړو سره ناسته پاسته نه؛بلکې تل به له بيوزليو او نشتمنو سره کېناسته او ټينګه پاملرنه يې ورته کوله. د وګړيو په پرتله د ارزښتونو ساتنه مهمه ده او دين نه ښايي چې له وګړيو بلهار- قرباني شي؛بلکې وګړي بايد له دينه بلهار شي.

که اغېز هم ونه کړي؛ نو پر نېکيو امر او له بديو منع بايد ترسره شي. مشران پر نېکيو امر او له بديو د منع شرط اغېزمنتوب بولي؛يعنې که اغېز يې نه درلوده؛ نو لازم نه دي. دې اصل ته په درناوي لاندې ټکي هم په پام کې نيسو:

ممکن په اوسني حالت کې اغېز ونه کړي؛خو د اهميت له کبله يې وګړي بايد د شهادت تر پولو پورې ولاړ شي او د حق خبره وکړي . امام حسين وايي:(( زه کربلا ته پر نېکيو د امر او له بديو د منع بیا ژواکۍ ته ځم.)) امام حسين شهيد شو او يزيد او لښکرې يې تر اغېزې لاندې را نه غلې؛خو د امويانو باطل پالي او د پېغمبر اکرم(ص) د اهل بيتو سپېڅلتيا او مظلوميت د تاريخ په خټه کې واخږل شو.

په هر حال که څه هم د عامو خلکو لپاره پر نېکيو امر د واجبېدو شرط يې اغېز دى؛خو د انبياوو،اولياوو او علماوو کله ناکله اواز پورته کول هم لازمي دي او په دې کې لاره کې باید هڅې وکړي چې د اسلام لار د وخت د طاغوتانو له پلو په بدعتونو او بې لارو محوه او له منځه ولاړه نشي .

 د فضا رامنځ ته کول ارزښت دى. د ساري په توګه : که ځان ته نمونځ  کوئ؛نو مستحب دى چې اذان ووايئ. په اذان کې د((حى علي الصلوة)) جمله هم ويل کېږي او ددې ويل يو ډول ارزښت دى. که څه هم څوک يې وانه وري او نمانځه ته رانشي.د قانون ساتنه او د له منځه تلو مخنيوى يې ارزښت دى؛نوځکه اسلام هغه ښځو ته چې په هره مياشت کې پرې څو ورځې نمونځ  فرض نه دى حکم کوى،چې د نمانځه په وخت کې دې مخ په قبله کېنې او د خداى ذکر دې ووايي،چې د نمانځه رسم پر ځاى شي.

څوک چې په لومړي ځل حج ته ځي؛نو اسلام ورته حکم کوي، چې د غټ اختر پر ورځ دې خپل سر وخروي. څوک چې د سر وېښتان ونه لري؛نو اسلام ورته سپارښتنه کوي چې پر سر دې چاړه يا پاکي راکاږي،چې قانون ته پاملرنه شوي وي.

که څلور لارې ته ورسېدو او سره اشاره بله وه او کوم موټر هم نه و؛نو بايد ورته ودرېږو،څو پرقانون مو عمل کړى وي .دا بېلګې څرګندوي که موږ ټول چوپه خوله کېنو او ووايو چې پر نېکيو امر اغېز نه لري؛نو په ټولنه کې به هره ورځ نېکي خپل رنګ بايلي او ګناهګار به ډاډه شي او مسلمانان به لا پسې شاتګ وکړي. په داسې حالتونو کې “امر و منع” په هره بڼه کې بايد پلي شي،که څه هم اغېز ونه لري .

ممکن “امر و منع” پر وګړيو اغېز ونه کړي؛خو له بديو د منع له لارې له ګناه کوونکي د ګناه خوند اخستل کېږي او په ارام زړه به ګناه ونه کړي. د زړه دا ناآرامي چې له بديو د منع له لارې لاس ته راغلې،پر ګناه کوونکي تنګسه راولي او دا يو ډول ارزښت ګڼل کېږي.اسلام سپارښتنه کوي چې:(( له ګناه کوونکي سره په تريو تندي چلن کوئ،چې پوه شي چې ټول ترې کرکه کوي. )) ممکن دا کس له ګناه لاس وا نه خلي؛خو د خولې د خوند پيکه کول يې اړين دي .

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!