تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پر نېکيو امر او له بديو منع ته شا کول چوپه ټولنه مړه ده : قرآن وايي: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَاْ أُولِيْ الأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (بقره/۱۷۹) = ((عقلمنو! په قصاص كې درته ژوندون دى (په كار ده له دې قانونه سرغړونه ونکړئ) ښايي (له ناحق وينو تويولو) ځان وساتئ .)) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

پر نېکيو امر او له بديو منع ته شا کول

چوپه ټولنه مړه ده :

قرآن وايي:

وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَاْ أُولِيْ الأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (بقره/۱۷۹) = ((عقلمنو! په قصاص كې درته ژوندون دى (په كار ده له دې قانونه سرغړونه ونکړئ) ښايي (له ناحق وينو تويولو) ځان وساتئ .))

که د قاتل مخې ته ودرېدئ او قصاص مو کړ؛ نو ژوندي ياست.

سړى چې ژوندى يا مړ وي؛نو دا ټولو ته څرګنده ده؛خو دا چې ټولنه ژوندۍ ده او که مړه؛نو لوړ ټولنېز شعور او درک ته اړتيا اړينه برېښي؛نو ځکه د پورتني آيت په پاى کې راغلي:(( يَا أُوْلِي الْأَلْبَابِ))؛يعنې که تاسې ژور درک او پوهه ولرئ؛نو پر دې حقيقت به پوه شئ : په کومه ټولنه کې،چې څوک هره سرغړونه کوي او څوک پرې ان نيوکه هم ونه کړي؛نو دا ټولنه په مړو حساب ده. په يوه حديث کې راغلي:(( څوک چې د ښو او بدو کارونو پر وړاندې بې پروا وي؛نو سارى به يې د يو داسې مړي وي،چې په ژوندو کې ساه اخلي.[1]

د ګناه پر وړاندې چوپتيا:

د ګناه پر وړاندې چوپتيا د دين، ټولنې او سمونې پر وړاندې د کمزورۍ،وېرې،نهيلۍ او نه ژمنتوب نښه ده. د پېغمبراکرم(ص) په وينا: (( د ګناه پر وړاندې چوپتيا يو ډول بدعت دى.[2]))

چوپتيا بې له تاوانه بله کومه پايله نه لري. د ((والعصر)) په سورت کې راغلي:

إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ. إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ. (العصر/۲/۳) = ((بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى.       خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې د حق سپارښتنه او د زغم سپارښتنه کړې و .))

امام صادق (رح) وايي:((خداى پرېښتې د يوې ډلې د عذاب لپاره ولېږلې؛ و يې ليدل چې خلک پر دعا او ژړاګانو بوخت دي. پرېښتو د عذاب د دليل په باب پاک خدای وپوښت. ورته خطاب وشو: دوى دعا کوونکي دي؛خو د ټولنې د مفاسدو پر وړاندې بې پروا دي.))

چوپتيا ځمکه فساد ته راکاږي:

په قرآن کې راغلي که يوه ډله د نورو د فساد او فتنې مخينوى ونه کړي؛ نو ټوله ځمکه به پر فساد ککړه کړي:

فَهَزَمُوهُم بِإِذْنِ اللّهِ وَقَتَلَ دَاوُودُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ (بقره/۲۵۱) = ((نو د الله په حكم یې دښمنانو ته ماتې وركړه او (( داوود)) [چې د طالوت په لښكر كې غښتلى، زړور او زلمى و] جالوت وواژه او الله واكمني او حكمت ور پر برخه كړ او څه یې چې غوښتل ،ور و يې ښوول(لکه د زبور کتاب، د واقعیاتو له مخې قضاوت، د الوتونکیو وینا او له اوسپنې د زرې جوړونه) . كه الله په ځینو د ځينو مخنيوى نه كولاى؛ نو ځمكه فساد نيوه؛ خو الله پر نړیوالو لورنه لري))

چوپ کس ملعون دى :

حضرت علي(ک) د “قاصعه” په خطبه کې وايي: (( خداى تېر امتونه هلاک کړل ؛ځکه چې پر نېکيو امر او له بديو منع ته يې شا کړې وه.))

په يوه حديث کې راغلي: (( که ګناه په پټه ترسره شي؛نو خلکو ته زيان نه لري؛خو که يوه ډله يې په ښکاره ترسره کړي او نور خلک يې د مخنيوي وسه ولري او چوپ ناست وي؛نو خداى به دا ټول خلک يو ځاى هلاک کړي.[3]))

په قرآن کې راغلي:

وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (انفال/۲۵) = ((او له هغې فتنې ځان وژغورئ،چې (ناوړې پايلې به يې) يوازې ستاسې ظالمان را و نه نغاړي؛ (بلكې ټول به پكې راښکېل شي؛ ځكه چوپ ناست وو) او پوه شئ،چې الله سخت عذابى دى))

امام صادق (رح) وايي: ((که د چا ګاونډى ګناه کوي او منع يې نه کړئ؛نو په ګناه کې به ورسره شريک وي.))

چوپ خوښمن په جرم کې شريک دى :

چوپتيا کله ناکله د وېرې،خجالت او بې خبرۍ بڼه لري.انسان په زړه کې له ګناه کرکه لري؛خو د ګناه پر وړاندې چوپتيا د رضايت او خوښۍ نښه ده. د آيتونو او روايتو له مخې، دا کسان په حقيقت کې له ګناه کوونکي سره شريک دي. بېلګې يې دادي :

 خداى د پېغمبر اکرم (ص) د زمانې يهودانو ته وايي:

(( ولې مو تېر پېغمبران شهيدان کړل؟حال دا نېکونو يې دا کار کړى وو؛خو ځوځات يې پردې کار خوښ وو. خداى، زامن د خپلو پلرونو د چلن له کبله تر نيوکې لاندې راولي :

الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ عَهِدَ إِلَيْنَا أَلاَّ نُؤْمِنَ لِرَسُولٍ حَتَّىَ يَأْتِيَنَا بِقُرْبَانٍ تَأْكُلُهُ النَّارُ قُلْ قَدْ جَاءكُمْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِي بِالْبَيِّنَاتِ وَبِالَّذِي قُلْتُمْ فَلِمَ قَتَلْتُمُوهُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (آل عمران/۱۸۳) = (دوى) هماغه كسان (دي)،چې ويل يې : ((په حقیقت کې خداى له موږه ژمنه اخستې،چې پر هېڅ استازي به تر هغو ايمان را نه وړو، څو داسې يوه قرباني راوړي،چې (اسماني) اور [تندر] يې ( د قبولۍ په نښه) وسوځوي !)) ورته ووايه : ((تر ما وړاندې په څرګندو دلايلو استازي درغلي او څه چې مو وويل،راوړي يې دي،كه رښتيا وايئ؛ نو ولې مو ووژل؟!))

 د نهج البلاغې په شلمه خطبه کې راغلي:((دا چې د حضرت صالح (ع) اوښه يوازې يو کس مړه کړه؛خو قرآن وايي : ډلې هغه ووژله او پر عذاب ککړ شول؛ځکه چې ډله دهغه کس پردې عمل خوښمنه وه.))

په قيامت کې د چوپو کسانو څېره :

پېغمبر اکرم (ص) وايي: ((پر هغه خداى مې دې قسم وي،چې زما ځان يې په لاس کې دى،زما له امته به يوه داسې ډله راپورته شي،چې مخونه به يې د خنځير په شان وي او دا ځکه چې دوى له بديو د منع وسه درلوده؛خو له ګناه کوونکيو سره يې جوړجاړى وکړ.[4] ))

پېغمبر اکرم (ص) په يو بل ځاى کې وايي:(( د معراج پر شپه مې وليدل،چې له ځينو په “بېتي” شونډې غوڅوي. ومې پوښتل :دا څوک دي؟ و يې وويل: دا هغه کسان دي چې له بديو د منع لپاره يې ژبه درلوده؛خومنع يې نه ده کړې.[5]))

حضرت علي(ک) وايي:((که عالم خپل علم پټ کړي؛نو په قيامت کې به ترې ډېر مردار بوى ځي.[6])) (( لنډه دا چې چوپتيا بدعت دى.[7]))

که د علماوو چوپتيا پر هغوى د خلکو د بدګومانۍ لامل شي.که د علماوو چوپتيا د زورمټي د زړورتيا لامل شي.که چوپتيا پر زورمټي د تائيد ټاپه ولږوي. که چوپتيا نېکي پر بديو او بدۍ پر نېکيو واړوي. که چوپتيا د مسلمانانو د ګروهو د کمزورۍ لامل شي. که چوپتيا د اندیزونو کږلیچونو او بدعتونو د ودې لامل شي؛نو په دې حالاتو کې حرامه ده او بايد ماته شي،که څه هم انسان ته پکې زيان ورسي .

چوپتيا ماتي:

ابن سکيت د امام رضا،امام جواد او امام هادي له يارانو ځنې و او د عباسي خليفه متوکل د زامنو ښووند هم و؛يوه ورځ متوکل وپوښت: زما زامن غوره دي که د علي زامن، حسن او حسين؟ څو کلنه چوپتيا يې ماته کړه او و يې ويل: د علي مریې قنبر ان ستا او ستا له زامنو غوره دى؛حسن او حسين خو پرېږده . متوکل په غوسه شو او د هغه د وژنې حکم يې ورکړ.[8]

بله بېلګه: د فرعون مېرمنې تر ډېرې مودې خپل ايمان پټ وساته؛يو شېبه يې خپله چوپتيا ماته کړه او ويې ويل:

وَقَالَ رَجُلٌ مُّؤْمِنٌ مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَن يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ وَقَدْ جَاءكُم بِالْبَيِّنَاتِ مِن رَّبِّكُمْ وَإِن يَكُ كَاذِبًا فَعَلَيْهِ كَذِبُهُ وَإِن يَكُ صَادِقًا يُصِبْكُم بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ (غافر/۲۸) = او د فرعون له كورنۍ يو سړي، چې خپل ايمان يې پټ ساته، وويل : ((ايا يو سړى له دې لامله وژنئ، چې وايي : “الله” زما پالونكى دى او په يقين، ستاسې د پالونكي له لوري یې ښکاره دلايل درته راوړي؟! او كه دروغجن وي؛ نو دروغ يې پر خپله غاړه او كه رښتونى وي (نو لږ تر لږه) د ځينو عذابونو ژمنه، چې درسره كوي درپېښ به شي. په رښتيا الله له پولي اووښتي دروغجن ته سمه لار نه ورښيي.

بله بېلګه: پر نېکيو د امر او له بديو د منع بله بېلګه حضرت بي بي “زينب” ده، چې په کوفه،شام او د يزيد په ناسته کې يې خپله چوپتيا ماته کړه او ډېرڅه يې وويل.

(ژباړن : په دې باب “غزل با با د آل محمد په وير کې” کتاب ولولئ.)      

پر نېکيو امر او له بديو منع لپاره د پلمه کوونکيو پلمې:

 

په روايتونو کې راغلي چې په آخره زمانه کې به يوه ډله پر نېکيو امر ته شا کړي او ځان ته به پلمې او عذرونو جوړوي او خپل کار ته به به مخونه ورکوي. بېلګې يې دادي:

 

١_د نورو ګناهونه په موږ پورې اړه نه لري :

ځينې وايي : موږ او ګناه کوونکي خو په يو قبر کې نه ږدي او له دې لارې د باطل پر وړاندې چوپ پاتې کېږي،که تا او ګناه کوونکى په يوه قبر کې نه ږدي؛خو په يوه ټولنه کې خو اوسئ.

په ټولنه کې جرم د خپرېدو وړ دى. د يو کس سرغړونه پر ګرده ټولنه اغېز لري. د ساري په توګه : سګرټي د چاپيريال هوا پر لوګي ککړوي. دروغ هم کولاى شي ټولې اړيکې په چپه واړي. بد نظر، د عياشۍ،زنا او حرام اولاد سرچينه ګرځېدلاى شي او حرام اولاد د ورځې په سل ګونو فتنې او فساد راولاړولاى شي. يوه ګناه نورو ګناهونو ته لارې چارې هواروي. شراب انسان مستوي او په مستۍ کې په زرګونو پېښې رامنځ ته کېداى شي.

روايت دى:(( په ټولنه کې ګناه کول په سيند کې د روانې بېړۍ سوري کول دي.که په بېړۍ کې ناست يو کس يوازې پخپل ځاى کې لږ سورى وکړي؛که لږې اوبه هم بېړۍ ته راننوځي؛نو ټول به پوپناه شي.))

 په هر حال دا چې ويل کېږي د يوکس ګناه د نورو پر برخليک اغيز نه لري؛نو دا سمه نه ده. پېغمبراکرم(ص) وايي:(( پټه ګناه يوازې ګناه کوونکي ته زيان رسوي؛خو که له ښکاره ګناه مخنيوى ونشي؛نو ټولو خلکو ته به زيان ورسوي.[9]))

 

[1] تهذيب \١٨١

[2] بحار٧٧\١٦٥

[3] کنزالعمال ٥٥١٥حديث

[4] کنزالعمال ٣\٨٣

[5] لئالى الاخبار ٢\١٨٥

[6] وسايل ٨ \ ٥١٥

[7] بحار٧٧\١٦٧

[8] مستدرک سفينة البحار ٥\٨٠

[9] بحار ٩٧\٧٨

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!