تبلیغات

پر نېکيو امر او له بديو منع د ازادۍ خلاف ګڼي ازادي سپېڅلې ویی – کلمه ده چې تر سيوري لاندې يې په زرګونو ناوړه او ناسپېڅلي کارونه ترسره شوي دي. د ازادۍ مانا دا نه ده چې د چا چې څه زړه غواړي؛نو هغه به کوي؛ځکه دا کار له عقل سره اړخ نه لګوي […]

پر نېکيو امر او له بديو منع د ازادۍ خلاف ګڼي

ازادي سپېڅلې ویی – کلمه ده چې تر سيوري لاندې يې په زرګونو ناوړه او ناسپېڅلي کارونه ترسره شوي دي. د ازادۍ مانا دا نه ده چې د چا چې څه زړه غواړي؛نو هغه به کوي؛ځکه دا کار له عقل سره اړخ نه لګوي او هېڅ وګړى، ټولنه او رژيم هم ورته غاړه نه ږدي. د الهي قانون،عقل او فطرت په چوکاټ کې ازادي سمه ده او که داسې نه وي؛ نو ګډوډي، بې بندوباري، سرخوږی، سرغړونې او په سل ګونو نور آفتونه به رامنځ ته شي. که ماشومان مو ازاد پرېښوول؛نو د ځمکې پر مخ به يو انسان هم پاتې نشي؛ځکه ماشومان تل له خطر سره مخ وي او په يو ډول ځان له منځه وړي. که ازادي کابو نشي؛نو يوه تيګه به هم پر بلې تيګې پاتې نشي. په ټولنېز ژوند کې ازادي بايد د ټولنې د روغتيا او د پراخو مقرراتو پر بنسټ معنا شي او نه ښايي شخصي ازادي د نورو ازادي تر پښو لاندې کړي او که چا له خپلې ازادۍ ناوړه ګټنه وکړه؛ بايد کابو شي .

خجالت

کله ناکله پر نېکيو امر او له بديو منع ته شا کول اروایزه سرچينه لري. سړى خجالت اوباسي او حيا کوي .دا ډول حيا په اسلامي روايتونو کې غندل شوې او که څوک پرې اخته وي؛نو د تمرين له لارې يې بايد له ځانه لرې کړي، هغه بايد په دې پوه شي چې ددې دنيا د لنډ خجالت پايله د قيامت همېشنۍ اور دى .

ویره :

انسان پر نېکيو امر او له بديو منع ته؛ځکه شا کوي چې وېرېږي؛خو له څه وېرېږي؟ وېرېږي چې پېرېدونکي له لاسه ور نه کړي؛نو بايد پوه شي چې د حضرت علي (ک) په وينا امر او منع د چا رزق نه پرې کوي. وېرېږي چې ملګري له لاسه ور نه کړي؛خو په دې بايد پوه شي،چې غوره ملګرى خداى دى او ملګري به اخر هم ورته شا کړي. وېرېږي چې څوک يې په خبره غوږ و نه ګروي؛خو بايد پوه شي، که څه هم څوک ورته غوږ کېنږدي؛نو د ستر اجر وثواب خاوند به شي. وېرېږي چې څوک ورته ګواښ ونه کړي؛خو بايد پوه شي چې خداى ورسره دى او مړينه د خداى په لاس کې ده. وېرېږي چې خلک پرې نيوکه ونه کړي؛خو کوم کسان چې د ځان جوړونې په لار کې وي؛نو دا به ورته يو ډول کمال ښکاره شي .

په ګڼو رواياتو کې راغلي چې: ((پر نېکيو امر او له بديو منع وکړئ، مه وېرېږئ؛ځکه نه مو رزق پرې کېږي او نه مو مړينه رانژدې کېږي.[1] ))

په يوګل نه څړمنی- پسرلى کېږي:

کله ناکله د نورو چوپتيا انسان چوپتيا ته اړباسي او سړى له ځان سره وايي: په يوګل نه پسرلى کېږي. دلته هم انسان بايد د نورو له ټکو او ترخو خبرو و نه وېرېږي او پوه شي چې په داسې چوپه فضا کې پر نېکيو امر کول ډېر ثواب لري.

روايت دى:(( د ظالم واکمن پر وړاندې د حق خبره کول تر ټولو غوره جهاد دى.)) دا ځکه چې د ظالم واکمن په چاپېريال کې ډېر غوړه مالان ناست وي او پر ټولو کارونو يې د خېر ښېګڼې ټاپې لګوي او واکمن انګیري،چې ټول کارونه يې سم دي. که په داسې فضا کې يو زړور راپيدا شي، چوپتيا ماته کړي او حق ووايي؛نو ډېر غټ زړه به يې کړى وي او د ستر او غوره اجر خاوند به شي .

فکري کږلیچ

ځينې اندیز کږلیچونه لري او ټولې چارې جبري ګڼي او وايي: خداى غوښتي چې دا کار ترسره شي؛نو موږ پکې ولې خنډېږو؟ دا سول – منطق د هغې خبرې په شان دى، چې خپل شرک به يې پر خداى ورتاپه او ويل به يې:

وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ نَّحْنُ وَلا آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلاَّ الْبَلاغُ الْمُبِينُ (نحل/۳۵) = [ او مشرکانو ويل :  ((که الله غوښتي واى (؛نو) نه موږ او نه زموږ پلرونو، بې له ده (الله)، هېڅ څيز نه نمانځه او نه یې د ده بې اجازې په خپل سر کوم څيز حراماوه))، مخکېنيو يې همداسې چلن درلود؛ نو ايا (د الله) پر استازيو بې له ښکاره (پيغام) رسونې (څه ذمه واري) شته ؟!]

اويا وايي: که پلانکى کار ښه وي؛خداى يې پخپله ولې نه کوي؟ د ساري په توګه: که د وږو کسانو مړول ښه کار وي؛ خداى به پخپله ورته روزي ورکړي. موږ يې ولې لګښت او خواړه ورکړو؟:

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمْ اللَّهُ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَن لَّوْ يَشَاءُ اللَّهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ (یس/۴۷) = او چې ورته وويل شي: ((څه چې الله دركړي (د ده په لار کې يې) ولګوئ))؛ نو كافران مؤمنانو ته وايي: ((آيا موږ هغو ته خواړه وركړو، چې كه الله غوښتي واى؛ نو پخپله به يې وركړي ول؟! (نو الله غوښتي، چې هغوى وږي وي) تاسې خو بيخي په ښكاره بېلارېتوب کې ياست.))

ښايي دا خلک له دې بې خبره وي،چې خداى خلک ازاد پيدا کړي او د نعمتونو پر ورکړې او اخېستنې يې ازميي. خداى انسان ته فکر ورکړى،چې په “بوت” پسې مه ځه،زړه سوی يې ورکړى چې د نشتمنو لاسنيوى وکړي او له دې لارې وده وکړي.

[1] ميزان لحکمة ٦=\ ٢٦٣

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!