تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پر نېکيو د امر اهميت بايد وويل شي چې : پر نېکيو امر او له بديو منع له روژې ، نمونځ  او حجه بېل دي؛ځکه چې نمونځ ،روژه او حج د خلکو هوسونو او ګټو ته څه زيان نه رسوي او خلک هم ورسره مخالفت نه لري؛خو له بديو منع د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

پر نېکيو د امر اهميت

بايد وويل شي چې : پر نېکيو امر او له بديو منع له روژې ، نمونځ  او حجه بېل دي؛ځکه چې نمونځ ،روژه او حج د خلکو هوسونو او ګټو ته څه زيان نه رسوي او خلک هم ورسره مخالفت نه لري؛خو له بديو منع د خلکو له هوسونو او بې لاريو سره مخالف دی او هرومرو به يې يوه ډله مخالفت کوي.

د نېکۍ او بدۍ پېژندل د هر چا کار نه دى او له ډول ډول خلکو سره چلن هم ځانګړې تبليغاتي ارواپوهنې ته اړتيا لري،له دې به تېر شو؛خو پر نېکيو امر به هغه وخت اغېزناک وي،چې پر نېکيو “آمرين” او له بديو “مانعين” ښه خوى ولري،په کافي اندازه معلومات او له لازمو زده کړو برخمن وي. بلخوا خلک او دولت هم په دې برخه کې له هر ډول مالي او قانوني ملاتړه دريغ ونه کړي.

 د ساري په توګه : د راډيو ټلويزيون ټول پروګرامونه بايد داسې وي، چې په ټولنه کې ښېګڼې او نېکۍ را ژوندۍ کړي او بدۍ له منځه يوسي .پردې سربېره خلک بايد پر نېکيو امر يو لاسوهنه او پېټى نه؛بلکې اسلامي فريضه وبولي. د ښارونو پر کوڅو او دېوالونو ليکل شوي شعارونه هم بايد داسې وي،چې خلک د کمال، ودې او رڼا لوري ته راوبلي او د ټولنې فضا اسلامي وي او ودې ته لار برابره کړي او بدۍ له منځه يوسي.

د روايتونو له مخې پر نېکيو آمران له جهاده هم مهم دي؛ځکه چې جهاد په ټول عمر کې يو يا دوه ځل ترسره کېږي ؛خو دا يو داسې الهي واجب دى،چې د شپې او ورځې د خلکو د سترګو پر وړاندې ترسره کېږي .که پر نېکيو امر او له بديو منع نه وي؛ اسلامي ټولنه نه خوندي او بيمه کېږي او که هره ورځ څوک د “سامري” په شان له سرو زرو يو “خوسى” جوړ کړي؛ نو زموږ نـسل تر هڅوبیز – فرهنګي يرغل لاندې راتلاى شي. پوهان وايي:(( پر نېکيو امر او له بديو منع له حتمي واجباتو دي او دومره اهميت لري، چې امام حسين وايي: “کربلا ته مې د تګ موخه پر نېکيو امر او له بديو منع ده“. ))

پر نېکيو د امر له لارې په ټولنه کې ټول واجبات عملي کېږي او له بديو د منع له لارې له ټولو مفاسدو مخنيوى کېږي .که د نړۍ يو ميلياردي مسلمانان هره ورځ پر يوه نېکۍ امر وکړي او له يوې بدۍ مخنيوى وکړى؛نو د نړۍ هېنداره به يوه مخې بدله شي .که يرغلګران د مسلمانانو پر يوې سيمې يرغل وکړي او يو ميليارد خلک ورپسې راپاڅي؛نو هغوى به شا تګ ته اړ کړي. موږ تر اوسه لا په بشپړ توګه د يووالي،ايمان او تبليغ خوند نه دى څکلى.

هو! د اوبو له يو څاڅکي څه کار نه کېږي؛ خو که څاڅکي سره يو ځاى شي؛نو ويالې به ترې وبهېږي او له ويلو سيند جوړېږي او که سيند ته بند جوړ شي؛نو سيمه به رڼا کړي.

 يو عالم وايي : (( په قرآن کې پر نېکيو د امر له آيته مخکې د مسلمانانو ترمنځ د يووالي خبره راغلې ده؛يعنې که د مفاسدو مخنيوى غواړئ، بايد ځواک ولرئ او ځواک د يووالي په شتون کې رامنځ ته کېداى شي؛نو ځکه پر نېکيو امر او له بديو منع ځواک او حکومت ته اړتيا لرله؛نو واجب ده چې ځواکمن شو او حکومت جوړ کړو. ))

پروني مفاسد بل شان وو، يو کس به دروغ ويل او بل به ترې منع کاوه؛خو ننني مفاسد بل شان رنګ لري. نن مسلمانان ناڅاپه له سترو دسيسو سره مخ دي او که کارپوهه، تخصص ، تکنالوژي، ځواک، يووالى او بسیا اقتصاد ونه لري؛ نو هر څه يې تر يرغل لاندې دي؛ نو له ټولنيزو او نړيوالو بديو د مخنيوى لپاره په هر اسلامي هېواد کې د اسلامي نظامونو ټينګښت خورا اړين دى.

په سختو شرايطو كې له بديو منع

امام “زين العابدين” د پېغمبر اكرم (ص) كړوسى دى. پلار يې، امام حسين ، ورور، تره او د پېغمبر اكرم د كورنۍ نور غړي يې په مخ كې شهيدان شول او خپله هم بنديوان شو او په “كوفه” او “شام” كې لاس تړلى وګرځول شو؛ د شام جومات ته چې راوستل شو؛نو خطيب پر منبر باندی يزيد ستايه؛ نو ده چغه كړه:((خطيبه ! تا د يزيد په غوړه مالۍ خداى له ځانه ناراضي كړ،خداى درباندې په غوسه دى،زه بايد ددې غوړه مال خطيب پر ځاى كېنم، چې د اسلام تر ټولو ستر معروف؛يعنې “محمدي اسلام ” او د “پېغمبر كورنۍ” بېرته راژوندۍ كړم.)) امام زين العابدين پر منبر كېناست او د خپلو خبرو له لارې يې اندیز- فكري، فرهنګي،عاطفي او سياسي كودتا وكړه. (٤٠) يوازې چوپتيا په کار نده خوځښت او تبليغ هم په کار دى

امام صادق (رح) په مېلمستيا كې و،يو مېلمه،كوربه ته اشاره وكړه ،چې اوبه راوړي.هغه له اوبو سره شراب هم راوړل.امام صادق چټك پاڅېد او ويې ويل:((په كومه غونډه كې چې شراب څښل كېږي؛نو پردې سربېره چې د مېلمستيا ډوډۍ ونه خوړل شي ؛بايد چټك ترې ووځئ چې نور پوه شي،چې شراب څښل ناوړه کار دى. ))[1]

[1] بحار٧٩\١٤١\٥٤

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!