تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په جاهليت كې له بديو منعې د جاهليت په وخت كې يوه ډله ځوانان راټول شول او دا ژمنه يې وكړه : كه چا د مكې پر مسافرو تېرى وكړ؛ نو مخنيوى به يې كوي او د مظلوم ملاتړ به كوي. په دې ورځو كې پېغمبر اكرم (ص) پر پېغمبرۍ نه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په جاهليت كې له بديو منعې

د جاهليت په وخت كې يوه ډله ځوانان راټول شول او دا ژمنه يې وكړه : كه چا د مكې پر مسافرو تېرى وكړ؛ نو مخنيوى به يې كوي او د مظلوم ملاتړ به كوي. په دې ورځو كې پېغمبر اكرم (ص) پر پېغمبرۍ نه و مبعوث شوى؛ خو په دې ډله كې يې ګډون وكړ.پېغمبر اكرم تر نبوت روسته وويل: (( كه اوس مې هم له مظلومه د دفاع لپاره رابولي؛نو وربه شم . ))[1]

له توحيد سره پر نېكيو د امر او له بديو د منع اړيكه :

پېغمبر اکرم (ص): (( د” لا اله الا الله” كلمه له انسانه الهي عذاب لرې كوي،په دې شرط چې دا مباركه كلمه سپكه ونه ګڼل شي. )) وپوښتل شو: دا څرنګه کېداى شي د توحيد کلمه سپکه وګڼل شي؟ پېغمبر اكرم وويل:(( كه په ښكاره ګناهونه كېږي او څوك يې منع نه کړي او مخه يې و نه نيسي؛نو د توحيد سپكاوى به شوى وي[2].))

له نبوت سره پر نېكيو امر او له بديو د منع اړيكه

د اعراف په سورت كې د پېغمبر په دندو كې راغلي دي:

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (اعراف/۱۵۷) = (( (نو نن دا رحمت) د هغوى (په برخه دى) چې (د الله) د استازي ،”اُمي” پېغمبر لاروي كوي، چې (نامه او ځانګړنې) یې په تورات او انجيل كې ورسره ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر،چې) د غوره چارو (پر ترسره كولو) امر ورته كوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، پاك څيزونه ورته حلالوي او ناپاكه ورباندې حراموي او (له اوږو او غاړو) یې درانه پېټي او بندیزونه (او تړونونه) لرې كوي؛ نو هغوى چې په دې پېغمبر يې ايمان راوړى، درناوى يې کوي او مرسته ورسره کوي او په هغې رڼا پسې ځي،چې ورسره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

د يو خداى ستاينه پر نېكيو ستر امر دى او له طاغوته اطاعت په سترو بديو كې راځي. په قرآن كې راغلي د خلكو پر وړاندې د پېغمبرانو دنده داده،چې هغوى بايد د خداى بندګۍ ته راوبولي او له طاغوتانو يې لرې كړي:

وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ (نحل/۳۶) = ((او په رښتيا موږ هر امت ته يو استازى ورلېږلى (چې ووايي) “الله” ونمانځئ او له “طاغوت” نه ځان  وژغورئ ؛نو له دوى ځينو ته الله سمه لار وروښووله او ځينې د بېلارۍ وړ شول؛ نو ځكه په ځمكه کې وګرځئ او (د عبرت په سترګو) وګورئ،چې د دروغ ګڼونكيو پاى څنګه وه! ))

له مشرۍ او امامت سره پر نېكيو د امر او له بديو د منع اړيكه :

امام حسين د خپل پاڅون موخه داسې بيانوي : (( ايا نه وينئ چې پر حق عمل نه كېږي او د باطلو مخنيوى نه كېږي!)) په يو بل ځاى كې وايي : (( زه غواړم چې پر نېكيو امر او له بديو منع وكړم. غواړم چې د نيكه په دين كې مې سمونه راوړم. ))

پر نېكيو د امرينو او له بديو د منع كوونكيو موقعيت د توبې سورت په دې آيتونو كې راغلی:

إِنَّ اللّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنجِيلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللّهِ فَاسْتَبْشِرُواْ بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُم بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (توبه/۱۱۱) = ((په حقيقت کې الله له مؤمنانو يې ځانونه او مالونه د جنت په بدل كې پېرلي دي؛ (په دې توګه چې) د الله په لار كې جنګېږي؛ نو وژني او وژل كېږي، دا پخه ژمنه ده، چې الله په تورات، انجيل او قرآن كې پر غاړه اخستې او تر الله به څوک پر خپلې ژمنې ډېر وفا کوونکی وي؟ (هو! هېڅوك نشته) نو له الله سره په خپل كړي پېر پلور خوښ اوسئ او همدا ستره بريا ده!))

التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ (توبه/۱۱۲) = ((دوی توبه كوونكي، عبادت كوونكي، ستايونكي، ګرځندويان، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، پر نېكيو حكم كوونكي او له بديو منع كوونكي او د الهي پولو پاسوالان (حقيقي مؤمنان دي) او (دغسې) مؤمنانو ته زېرى وركړه!))

په روايتونو كې پر نېكيو امر

پېغمبراكرم(ص) وايي: ((څوك چې پر نېكيو امر كوي؛نو هغه به پر ځمكه د خداى خليفه او ځايناستى وي ))[3] ((د خداى بې دېنه مومن نه خو ښېږي. )) پوښتنه وشوه يا رسوال الله ! ايا مومن بې دېنه كېداى شي ؟ ويې ويل: (( كوم مسلمان چې پر نېكيو امر ونه کړي؛نو بې دينه به وي . ))[4]

حضرت علي وايي :(( له بديو منع پر ځمكه د فا سقانو پوزې راښكودل دي . ))[5] ((پر نېكيو امر او له بدي منع دوه الهي خويونه دي؛څوك چې ددې دوو فريضو په پلې كېدو كې مرسته وكړي؛ خداى به يې عزتمن كړي.))[6] ((پر نېكيو امر او له بديو منع عامو خلكو ته سازښت – مصلحت او له بديو منع د ناپوهانو د كابوكېدو پياوړى وسيله ده.)) [7]

امام باقر (رح) وايي:(( داسې كسان هم شته، كه نمونځ  يې مال او ځان ته زيان ورسوي؛نو ورته شا كوي او دا چې پر نېكيو امر او له بديو منع له څرګندو او سترو واجباتو ځني دي نو ځكه يې ورته شا كړې ده. ))[8] ((څوك چې د بديو مخه و نه نيسي؛نو د هغه تن په شان به وي چې ټپي د سړك پرغاړه پرېږدي او مړ شي.))[9] (( كوم كسان چې د سرغړونكي پر وړاندې چوپ وي او غبرګون و نه ښيي؛نو مثال به يې داسې وي؛ لكه په ژوندو كې،چې مړى پروت وي. )) (( بدي داسې اور دى؛كه ستاسې پر منع مړ نشي؛نو هر څه به وسوځوي.))[10] (كه يو داړن دې وليد، چې د يو انسان پر لوري روان وي او غږ دې پرې ونه کړ او انسان مړ شي؛نو په قتل كې به يې ته هم شريك يې.)) [11]

امام صادق (رح) وايي:(( څوك چې د مفاسدو مخه نيولاى شي او نه يې نيسي؛نو له خداى سره به يې دښمني اعلان كړې وي.))[12] هو څوك چې په ښكاره ګناه كوي؛نو د خداى دين به سپكوي او دښمنان به يې خوشحالوي.

 پېغمبر اكرم (ص) وايي :(( يوه داسې ډله به وي،چې نه به پېغمبران وي او نه به شهيدان؛ خو ستر مقام به لري او دا به يې پر نېكيو د امر له لارې لاس ته راوړى وي او خلك به يې دې مقام ته حيران ولاړ وي.))[13]

په قرآن كې راغلي:((ځان او كورنۍ مو د دوزخ له اوره وساتئ. )) ددې آيت په هكله روايتونه وايي :(( دا ساتنه پر نېكيو امر او له بديو د منع له لارې كېږي.)) ((كه خلك د منكر پر وړاندې چوپ پاتې شي؛نو د خداى په قهر به اخته شي. څوك چې پر نېكيو امر او له بديو پر منع ايمان نه لري؛نو دين به نه لري))[14] ((پر نېكيو امر او له بديو منع د دين (لوړه) څوكه او د الهي حدودو پلي كېدل دي.))[15] ((د دين ستنه او بنسټ پر نېكيو امر او له بديو منع او د الهي پولو پلي كېدل دي؛كه پر ځمكه ګناه او معصيت وشي او د خداى اولياء چوپ وي؛نو خداى به خپه وي.))[16]

پېغمبراكرم (ص) وايي:((جبرائيل راغى او راته يې وويل: اسلام لس برخې دى،چې اوومه يې پر نېكيو امر او له بديو منع ده.))

كوم مسلمان چې له بديو منع نه كوي ؛نو په روايتونوكې ورته د بې دينه او کمزوري لقب وركړاى شوى او خداى پرې پرغضب شوى دى. په قرآن كې راغلي:

لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ (مایده/۷۸) = ((د بني اسراييلو كافران د داوود او عيسى د مريمې د زوى په ژبو رټل شوي؛ ځكه ګناهګاران او تېري ګر وو ))

 كَانُواْ لاَ يَتَنَاهَوْنَ عَن مُّنكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ (مایده/۷۹) = ((تل يې يو بل له بدو چارو ځنې نه منع كول، رښتيا چې تل بد چاري وو!))

 حضرت داوود او حضرت عيسى عليهما السلام به پر هغو لعنت وايه،چې له بديو به يې منع نه كوله. پر نېكيو امر او له بديو منع د انبياوو او صالحينو لار ده او ستر مسئووليت دى او په كولو يې لارې خوندي کېږي،عايدات حلالېږي او د خلكو حقونه پر ځاى كېږي.

د امام حسين له بديو د منع څو ټكي

امام حسين د خپل عمر په روستېو شېبو كې،چې د يزيد لښكر د اهل بيتو پر خيمو بريد وكړ؛ وويل: (( كه دين نه لرئ؛ لږ تر لږه خو پخپله دنيا كې ازاد اوسئ.)) دې خبرې پر لښكر اغېز وكړ او تر څو امام ژوندى و؛نو لښكر خېمو ته نږدې نشو. د امام حسين دا وينا څو زده كړې لري چې دادي : كه د عمر روستۍ شېبې هم وي؛ نو له بديو منع واجب ده .ان د څاروي ډولو انسانانو پر وړاندې هم له بديو منع واجب ده.كه په يو ځاى كې څو بدۍ ترسره كېږي او موږ كولاى شو،چې يوازې له يوې يې مخنيوى وكړو؛نو دا كار بايد وكړو.سرغړونكي ممكن له ځينو بديو لاس واخلي او د خپل وجدان تر اغېزې لاندې راشي .كه د خلكو د دين له لارې د هغوى د بديو منع نه كېده؛نو له نورو صفتونو(؛لكه عاطفي عواملو) يې بايد كار واخلئ .له ناموسه ملاتړ له سترو واجباتو ځنی دى .

 

 

[1] ګفتارماه 2\14

[2] ميزان الحكمه ْ 6\166

[3] تفسيرنمونه 3\ 28

[4] بحار 97\86

[5] غررالحكم

[6] لئالى الاخبار\27

[7] كلمات قصار\252

[8] فروع كافي 4\55

[9] كنز 3\175

[10] بحار4\308

[11] مستدرك 12\184

[12] مستدرك 2\357

[13] مستدرك 2\358

[14] بحار 97\86

[15] مستدرك 2\359

[16] نهج السعاده 2\226

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!