تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پر نېکیو د امر او د بدیو د منع طریقې   په تېرو ټولنو کې د «امر بالعروف و نهی عن المنکر» دودیزه طریقه، وعظ او منبر و په تېرو ټولنو کې مو تر هر څه ډېر پر نېکیو د امر او د بدیو د منع طریقه د موعظې او […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

پر نېکیو د امر او د بدیو د منع طریقې

 

په تېرو ټولنو کې د «امر بالعروف و نهی عن المنکر» دودیزه طریقه، وعظ او منبر و

په تېرو ټولنو کې مو تر هر څه ډېر پر نېکیو د امر او د بدیو د منع طریقه د موعظې او منبر طریقه وه؛ نو ځکه وعظ او منبر راکې ډېر دود درلود او اوس هم مخکېنی اهمیت ورته فرضېږي. ویل، تلقین او القاء کول یو نانټی (نه انکار کېدونکې) اغېز لري. دا چار که له شرایطو سره یې مل وي البته خورا اغېز به وکړي. خو مازې په دې طریقه بسیاینه، یو آفت دی چې باید وپېژندل شي. نن پر نېکیو د امر او د بدیو منع، دې ډول طریقې خپل پخوانی خاصیت له لاسه ورکړی دی. په تېرو کی موعظه او منبر تقریباً تبلیغ ته غوره یا خورا مسیره طریقه وه. د نیغ په نیغ دود تبلیغ لاملېده چې خلک نیغ په نیغ له بدیو او ښو باخبر شي؛ خو په اوسنیو ټولنو کې، تبلیغي طریقي پیاوړې او له هنر سره اغږل شوي ، د مسلمانانو ټولنه باید دا ټولې طریقې وپېژني او خپل «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» دې په خورا ښه توګه په دې طریقو بنا او سنبال کړي.    

هنري تبلیغ دوه ډوله دی: کله یو تن خپل رسالت په دې کې بولي چې هنر د تبلیغ په چوپړ کې کړي. ښایي نن زموږ په ټولنه کې دې طریقې د نېغې موعظې د طریقې ځای نیولی وي. فی نفسه دا یو ښه چار دی؛ خو شونې روستی مرتبه نه ده. معمولاً هغه هنر چې آګاهانه او نیغ په نیغ د یو رسالت د تبلیغ په چوپړ کې وي، یو نیمګړی او ممسوخ هنر به ترې جوړ شي. که کله پر خلاقیت باندې یو بند کېښودل شي- ان د تعهد، د رسالت د تبلیغ، د فرضو او واجبو د پوره کولو بند- ؛ نو محصول به یې کله هم د ناکابو شوي خلاقیت حسن او جمال ونلري؛ نو ځکه ژمن مسلمان چې له نېکیو سره مینه لري او له بدیو تښتي او لېوال دی چې دا ګرانې او محبوبې نېکۍ د نورو په اختیار کې کړي، نباید وانګېري چې غوره ده نېکۍ په مصنوعي توګه د خپل هنر پر سپرلۍ ورسپرې کړي او ټولنې ته یې ور روانې کړي. دې طریقو ته د ډېر توفیق سترګې نیوای نشو.

دیني هنر د هنرمند د دیني وګړې یا شخصیت محصول دی

موږ هغو کسانو ته اړمن یو چې په خپلو ښېګنو کې ویلي شوي وي داسې چې هنري ځوګ یې بې له هیڅ ډول تکلف او تپلتوبه د ژمنې او د دوی د پیغام رنګ اخستی وي. دا چار به یوازې د یوې پر له پسې روزنې په سیوري کې تر لاسه شي.

پر نېکیو امر او له بدیو منع یوه مهمه پېچلې «سیاسي- ټولنیزه» مساله ده

 هو، پر نېکیو د امر او له بدیو د منع کړۍ او طریقه تر دې ډېر ورهاخوا ده چې فی المثل، یو تن په پټه ناوړه کار کړی وي، منع یې کړي. البته دا یو نېک چار دی. د یو بل پر وړاندې حساسیت درلودل د مسلمینو یوه وظیفه ده چې باید دود شي. خو زموږ په پېر کې «پر نېکیو امر او له بدیو منع» په یوې ټینګې «ټولنیزې- فرهنګې» مسالې اوړېدلې چې بیخ او تل یې د ولسواکۍ، ګوند او ډول ډول ازادیو په مفهوم د سیاسي فلسفې ډګر ته وررسي. څو یو تن په دې برخو کې روښانه ذهن او ټینګه مبنا ونلري، پر نېکیو امر به څرګنده مانا او مجرا ورته ونلري. زموږ په پېر کې «امر بالمعروف ونهی عن المنکر» د خلکو د سیاسي پوهاویو له لامله دقیقاً سیاسي اړخ لري او په وګړیز عمل کې نه رالنډېږي. هم یو امت چې پر نېکیو کولو امر کوي، یو سیاسي عمل ترسره کوي او هم کوم واکمن چې پر نېکیو کولو د امر ور پرانځي یا بندوي، سیاسي عمل کوي. او ټول پوهېږو چې حکومت او سیاست د یوې ټولنې له جوړښت سره پوره تړاو لري. یعنې امکان نلري یوه ټولنه ازادي غواړي وي؛ خو حکومت یې استبداد او زورواکي خپله کړي یا اپوټه. دا دواړه مقولې پوره یو له بله اغېزمنېږي. نو ځکه په اوسني وخت کې د دې مهمې فریضې پېژندنه او کول یې داسې پېچلتیاوې لري چې د فضل او فرهنګ خاوندان لومړی باید دوی روښانه او دویم باید عمل پرې وکړي.

د دې ویینې په اړه یو ټکی ناویلی پاتې دی چې باید پر تېرو ویینو ورزیات شي:

د موخې او وزلې تړاو

له آره کله موخې ته ور رسېدل په هغه دود متکي وي چې خپلوو یې او کله متکي نه وي. دا مطلب، د وزلې او موخې تلپاتې ویینه ده. انسان باید د خپلو موخو لاس ته راوړو لپاره په یوې لارې ولاړ شي او یو دود خپل کړي. په اخلاقو کې دا ویینه اوڅار ده چې ایا موخه، وزلې ته مخونه ورکوي یا نه؟ ایا موږ یوې سپېڅلې او ارزښتمنې موخې ته د وررسېدو لپاره مجاز یو چې پر هره لار ولاړ او په هر کار لاس پورې کړو؟ ایا د یوې موخې سپېڅلتیا او اهمیت هومره دی چې د وزلې ډول او ارزښت یې تحت الشعاع کړي، داسې چې طریقه او وزله خپل ارزښت، اهمیت او مقام له موخې اخلي؟ دا پوښتنه هم د دیني اندنو په ډګر کې روانه ده او هم په غیر دیني کې.

د کمونېزم ښوونځی موخه د وزلې مخوونکې بولي

په اوسني وخت کې په تېره د کمونېزم ښوونځی، که په خوله نه؛ خو په عمل کې سلو په سلو کې ګروهن و چې موخې د وزلیو مخوونکې دي. په دې ښوونځي کې سوسیالستي یا کمونیستي ټولنې ته وررسېدل دومره مهم او ستر دي چې ور رسېدو ته هر کار مجاز دی؛ که څه دوسیه جوړونې یا د خلکو وژنه یا د حق ضایعول، دروغ ویل، چل ول او …. یعنې په ګومان یې موخه دومره خیرات او برکات لري، چې دا ړومبي زیانونه به جبران کړي؛ نو ځکه له اخلاقي پلوه د دې ناوړه کارونو پر کوونکیو نیوکه نشو کړای. دا ګروهه یوازې د کمونېزم په ښوونځې پورې منحصره نه ده. څوک چې خپلې موخې ته په فوق العاده اهمیت قایل وي، کله کله د وزلیو او طریقو په اړه همدغسې فکر کوي او ګروهېږي چې کوچنی اخلاقي نېوکې او وسوسې نباید د ده د سترې موخې په لاس ته راوړو کې خنډ شي.

که بالفعل موخې وزلېو ته مخوونه ورکړي؛ خو ناپلې شوې موخې بیخې دغسې ونډه نلري

که دا نظریه بالفعل او شته موخو ته د وررسېدو لپاره سمه وي(چې نه ده)، مسلماً د هغو موخو په اړه چې په خپل عمل یې را دبره کړو، سمه نه ده. ځکه دا ډول موخې د طریقو (زوکړې او) بچي دي او د هغې لارې زوکړې دي چې ور رسېدو ته یې وهوو. نباید وانګېرو چې په رښتینه کې پخپله دا موخې شته او موږ یوازې یو سړک وباسو؛ نو ځکه دا یا هغه سړک یو له بل سره څه توپیر نلري.

هغه موخې چې بالفعل نشته د وزلې په تناسب شتون مومي

 دا ډول موخې د کمیت او څومروالي له اړخ تر نورو موخو ډېرې او د کیفیت او څرنګوالي له اړخ خورا مهمې دي. بالفعل دا موخې نشته، بلکې موږ په خپل کار او پر کومه لار چې درومو، رادبره کوو یې. لکه روزنه. که څوک غواړي پر اخلاقي فضایلو جوړ اولاد وروزي، څرګنده ده چې بالفعل، دا موخه نشته؛بلکې روزنپوه پلار چې کوم روزنېز دود خپلوي، دا موخه رامنځته کوي. نو ځکه نباید وانګېرو چې هره لار به دې مطلوبې موخې ته ورسي. د روزنې د بېلابېلو طریقو له مخې به، بېلابېل انسانان رامنځته شي.

د «امر بالمعروف و نهی عن المنکر» مطلوب پلي کېدل له وزلیو او ښو طریقو په ګټنې کې نغښتې دي

په «امر بالمعروف و نهی عن المنکر» کې هم مساله همدغسې ده. دلته هم بالفعل موخه نشته؛ بلکې زموږ د کړچار د طریقې له مخې به رامنځته شي. که د عابد او د شرع په اوامرو او نواهیو د ملتزم مسلمان انسان موخه دا وي چې ټولنه اسلامي شي او یا په اخلاقي فضایلو سنبال څوک جوړ شي او مسلمین په اوسني پیر کې نېکمرغه ژوند ومومي باید پاملرنه ولري چې دا نېکې موخې له هرې لارې ترلاسه کېږي. په دې اړه علي (ک) یوه څرګنده وینا لري:

ما ظفر من ظفر الا ثم به و الغالب بالشر مغلوب

 (نهج البلاغه، ۳۲۷ حکمت)

«کله هم هغه نه بریالی کېږي چې ګناه ورباندې بریالۍ شي او څوک چې د شر له لارې بریا تر لاسه کوي، پخپله مغلوب دی.»

معاویه بن ابو سفیان له هغو کسانو دی چې د اسلام په تاریخ کې په ځیرکۍ، ښه سیاستوالۍ او هوښیارتیا مشهور دی. سیاست او ځیرکي یې تر دې بریده پر خولو و، چې ان په راروسته پېړیو کې کله چې امام صادق (رح) ویل:

العقل ما عبد به الرحمان

سمدستي اورېدونکیو ته دا پوښتنه راولاړېده؛ نو څه چې په معاویه بن ابوسفیان کې و، ولې یې د لوراند لمانځنې ته و نه ګوماره؟ امام توضیح ورکړه، دا عقل نه؛ بلکې شیطاني ځیرکي وه[1].

د ابراهیم بن محمد ثقفي الغارات کتاب په څرګنده ګواهي ورکوي چې معاویه بن ابوسفیان په پوځیانو او لښکر نه؛ بلکې په سیاست، چل ول او ټګۍ برګۍ پر علي (ک) لاسبری شو. په هر حال علي (ک) په یوه ځای کې وایي:

والله ما معاويه بادهى منى و لكنه يغدر و يفجر

«پر خدای قسم معاویه تر ما ځیرک نه دی؛ خو خیانت او فجور کوي»

و لو لا كراهيه الغدر لكنت من ادهى الناس (نهج البلاغه، ۲۰۰ خطبه)

«که خیانت مې بد نه ایسېده؛ نو خورا ځیرک به وم»

له دې کلماتو پوهېږو چې ان د دین پر دښمنانو لاسبري هم په هره طریقه ښه او مطلوبه نه ده او څوک چې د شر له لارې بریالی کېږي، پخپله لومړی مغلوب او ناکام دی. تر بحث لاندې موضوع کې هم په هغه دود چې په «امر بالمعروف و نهی عن المنکر» کې یې خپلوو، یو ځانګړي محصول ته وررسو، چې له هغه دود سره پوره تناسب لري. نباید وانګېرو چې د ډېرو لوړو او سترو موخو اوڅارول به مو د دود او طریقې په اړه له سوچ او تأمل بې پروا کړي. دقیقاً زموږ موخې به زموږ له طریقو سره متناسبې رادبره شي. که په دې طریقو کې له سمو علمي طریقو ګټنه وشي، یو ډول ځانګړې پایله به ترلاسه شي او اپوټه که کار په تاوتریخوالي او بې تدبېرۍ پر مخ ولاړ شي او تمه دا وي، دا چې موږ موخه مهمه ګڼو؛ نو د اړتیا له مخې مخاطبین هم باید دا مهمه وګڼي؛ نو البته په دې حال کې به بله پایله ترلاسه شي.

په همدې دلیل په «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» کې تأمل، سوچ او غور یو تلپاتې مساله ده؛ ځکه د عملي طریقو او دودونو راسپړل یو تلپاتې کار دی.

له خدایه غواړو، دا مهمه وظیفه چې د جهاد فی سبیل الله یوه څانګه ده، د عملي کولو یې توفیق راکړي او پر دې امت دې د خپلې لورنې ورونه پرانځي.

[1]  اصول کافي، لومړی ټوک، کتاب العقل و الجهل

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست