تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د امام حسين د پاڅون لاملونه د یزیدیانو پر وړاندې د حسین(رض) دریځ  ټولو ته څرګند دی .حسین په دوو پړاوونوکې د امویانو پر ضد دریځ ونیو: لومړی پړاو : هغه مهال و،چې له یزید سره یې له بیعته  سرغړونه  وکړه او ځان یې مکې ته ورساوه، په دې پړاو کې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د امام حسين د پاڅون لاملونه

د یزیدیانو پر وړاندې د حسین(رض) دریځ  ټولو ته څرګند دی .حسین په دوو پړاوونوکې د امویانو پر ضد دریځ ونیو:

لومړی پړاو : هغه مهال و،چې له یزید سره یې له بیعته  سرغړونه  وکړه او ځان یې مکې ته ورساوه، په دې پړاو کې یې له شرعي پلوه له یزید سره د بیعت په اړه خپل دریځ څرګند کړ، چې په دوو دلایلو بیعت ورسره سم نه دی :

 لومړی دلیل : دا چې یزید نیاومن – عادل نه دی [1].

حال دا چې حسین(رض) تر یزیده خلافت ته غوره او وړ دی؛ځکه حسین یو عالم دی او د خلکو په نزد تر یزیده،د صلاحیت خاوند او ټولمنلی دی .

دویم دلیل: یزید په شوراخلیفه شوی نه دی.

البته هغه وخت چې حسین(رض) له مکې ځنې کوفې ته خوځېده، د رسول اکرم(ص) دا خبره وریادوه چې : «من مات ولیس فی عنقه بیعة مات میتة جاهلیة؛ څوک چې ومري او کوم بیعت ورترغاړې نه وي؛ مړینه یې د جاهلیت مړینه ده ؛یعنې پر کفر مړ شوی دی [2]»

او پخپله یې دا حدیث داسې تفسیراوه چې: دا حکم، هلته دی، چې خلیفه صالح او د خلافت صلاحیت ولري او د مسلمانانو شورا ټاکلی وي[3] .

او د حسین بیعت نه کول؛ یعنې اسلامي حکومت ته د یزید صلاحیت نه درلودل؛ نو ځکه یزید په مدینه کې خپل والي ته ولیکل،چې حسین بن علي اوعبدالله بن زبیر بیعت ته ټینګ ونیسه [4].

دویم پړاو :

اموي دولت پر ضد د عمل پړاو دی،چې له ګردو ستونزو سره یې ډغرې ووهلې .

کوفیانو هم حسین د ظالم واکمن راپرځولو ته راوباله،چې دا چار یوازې ستاسې دی او بیعت لیکونه یې ورولېږل [5].

 د حسین په پاڅون پورې اړوند څيزونه

 د خدای له امن سیمې راوتل او ځان په خطر کې اچول، یو ستونزمن چار و، چې حسین وکړ او که کوفیان، پر خپلو ژمنو درېدلي وای؛نو سترې چارې به یې ترسره کړې وای لکه :

۱-خدای پاک به اسلامي امت پر حسین راټول کړی وای چې اسلامي احکام پرې پلي کړي .

۲-د خلیفه ټاکنه به له میراثي دوده، شورایي دود ته ورګرځول ولري .

او دا له معاویه بن ابوسفیان سره د امام حسن (رض) د سولې تړون لیک له بندونو ځنې ده، چې د معاویه تر مړینې وروسته د خلافت ټاکنه د شورا پر غاړه ده[6].

۳- د سوبه شویو سیمو تنظیمول او متقي او ځان ساتي والیان ورباندې ګومارل او … نورې چارې یې چې کړای شوې .

د یزید پرضد پاڅون سم و که نه ؟

ځینې وایي چې حسین (رض) د مسلمانانو د خلیفه پر ضد راپاڅېدلی و،چې دا چار یې ناسم و او یزید پر حقه و او حسین پر باطلو !!! (نعوذبالله ).

خو فقها وایي : حسین (رض) د ټینګو دلایلو له مخې ویل، چې یزید نه یوازې خلافت ته وړ نه؛ بلکې شرعي پولې هم لتاړي او د نبوي سننو او راشدینو خلفاوو پر دود هم نه ځي. حسین په دې اړه خپل ټنیګ هوډ وکړ او فتوای یې ورکړه،چې بې کفایته او بې عدالته دی او پکار دي، چې بیعت ورسره ونشي او د امت پر عالمانو واجب دي،چې «پر نېکیو امر او له بدیو منع »وکړي او اموي واکمني له ستر و منکراتو ځنې ده او حسین (رض) له ساداتو ځنې او ستر عالم دی او له یزید سره یې هم بیعت کړی نه دی ؛ځکه دا دې منکر اړولو ته یو خورا وړ وګړی دی .

د ا دریځ یې د زمانې پر امام او خلیفه پاڅون نه؛ بلکې د«منکر» سمول، د باطلو پر وړاندې مقاومت او واکمني پر اسلامي کړلارې چلول دي [7] او پوهېده،چې په دې پاڅون کې شهیدېږي؛لکه چې عبدالله بن عباس (رض) ته یې ویلي ول: ((که په پلانۍ سیمه کې شهید شم ، تردې راته غوره ده ،چې په پار مې پر الهي حرم برید وشي)) ټول یې په خپل پاڅون وپوهول،چې واکمن دولت، خونړی او زلنده- ظالم دی اوپه رښتیا هم دولت د کربلا تر پېښې وروسته د((حرې )) ناوړه پېښه هم رامنځ ته کړه[8].

  له تاريخي څېړنې څرګندېږي،چې امام حسين د درې دلايلو له مخې راپاڅېد :

(1) په نېكيو امر او له بديو منع او د اسلام پاسوالي: امام ځان د پېغمبر ځايناستى او د دين پاسوال ګاڼه او دا يې پر ځان فرض كړې وه،چې د پاچاهۍ او د جاهليت پاسوالانو د راپرځېدو لپاره به راپاڅي،كه سياسي او پوځي بريا يې په برخه شوه؛ خو ډېره ښه،كه نه په خپلو سپېڅليو سرښندنو به د “محمدي اسلام” رښتونې څېره له دوه مخو بېله كړي او پخپلو وينو به د حق او باطل تر منځ تلپاتې كرښه وباسي.

  د كربلا په لار كې يې په “بيضه ” كې د حر لښكرو ته وينا كړه:

 ” طبري ليكي: ” خلكو! رسول اكرم ويلي: څوك چې ويني زلنده – ظالم واكمن د خداى حرام حلال بولي ، الهي ژمنې نه ترسره كوي، د پېغمبراكرم له سنتو سره ناباندي – مخالفت كوي او د خداى له بنده ګانو سره په ګناه او تېري چلن كوي او په لاس او ژبه پرې نيوكې نه كوي؛ نو له خداى سره ښيي، چې هغه د زلنده – ظالم واكمن پر برخليك اخته كړي. خلكو! پوه شئ، چې دوى “شيطان ” ته غاړه ايښې او د رحمان خداى له اطاعته يې مخه اړولى. فساد يې ښكاره شوى او الهي احكامو ته يې شا كړې ده. بيت المال يى په ځان پورې تړلى او شخصي جېب يې ترې جوړ كړى، د خداى حرام يې حلال او حلال يې حرام كړي دي او زه له رسول الله صلى الله عليه و آله سره د خپلوۍ له امله د واكمنۍ او خلافت وړ يم….”[9]

 د غزل بابا وايي :

دامام چې مكمل انسانيت و
يو عنصر پکې غالب ملكيت و
حق يې ځكه وراثت د امامت و
چې هم دى قائم مقام د رسالت و
بل د چا به بې د دوى نه دومره توان و
په ګردن يې چاړه تله او ثنا خوان و
چې يې نېت د تګ و كړى له يثربه
اصحابانو ورته وې عالي نسبه
ته چې درومې دا خبره ده عجبه
جوړ اجل دې اس نيولى له جلبه

 (2) له يزيد سره يې بيعت نه كاوه :

 يزيد ته يې پلار وصيت  كړى و، كه حسين بن علي درسره بيعت ونه كړ؛ نو كار پرې مه لره .[10]

 خو هغه د پلار وصيت و نه مانه او هم يوازي پر حكومت بسيا او قانع نه و؛ نو د مدينې والي ته يې امر ولېږه،چې له حسين بن علي نه بيعت واخله. امام له يزيد سره بيعت د اسلام د بشپړ ټغر راټولول ګڼل؛نو ځكه يې مدينه پريښووله او مكې ته راغى.

د غزل بابا وايي :

 اسلام نه مني هيڅكله ديزيد متابعت
حسين سر شي وركولى نه لاسونه د بيعت

 (3) د كوفې خلك،چې مكې ته د امام له راتګه خبر شول؛ نو ليكونه يې ورولېږل،چې موږ دې ملاتړى يو او راشه؛نو دې كار په ظاهره د امام دلايل لا نور هم قوي كړل.

محـــــمد او مؤمنــــانو كول ځكــــه جهــــــادونه

چې د خداى پر لار سم كړي دا بې لارې قدرتونه

د اسلا م روح دى جهــــاد له ناروا سره عنــــــــــاد

حمايـــــــت د مظلومــــــــــانو وركول د هـــر فساد

هغه كله مسلمان دى چې خر كېږي د دجــــــــــال

وظيفه د مسلمان ده له دجـــــــــــــــال ســــره جدال

چاچـــــــــې يو قدرت منلى په جهـــــــان كې د الله

اصلي كار يې دى جهان كې جهاد في سبيل الله

د امام حسين د پاڅون بڼه

 د شهادت وړاندوينه

 مهم ټكى، چې د عاشورا پاڅون ته يې ځانګړى ارزښت وركړى، دا دى چې امام د خپل كار له پايلې،د ځان او يارانو له شهادته خبر و. سره له دې،چې ځينو به ويل كه امام د خپل كار له پايلې خبر واي؛ نو پاڅون يې نه كاوه او ځان يې نه هلاكاوه. اصلاً د عاشورا د پاڅون ارزښت په دې كې دى،چې د هر كار له پايلې خبر و او په ټولو شتو كې د خپلو يارانو او كورنۍ وينې د اسلام د پاسوالۍ لپاره نذرانه كړي. په رښتینه كې دا د شهادت سول – منطق و، چې پاڅون يې الهي كړ او ټولو مسلمانانو او انسانانو ته بېلګه شو . د عاشورا پاڅون هلاكېدل نه؛ بلكې د “محمدي اسلام” د پاسوالۍ لپاره آګاهانه او په ځانخبري توګه له ځانه تېرېدل و.

 د امام د شهادت داستان د زېږېدو له ورځې راهيسې په متواترو روايتونو سره څرګند دى.

 ١- د “راس الجالوت” روايت [11]

په طبري تاريخ، د بلاذري په انساب الاشراف، د طبراني په معجم او د ابن سعد په طبقاتو کې له “راس الجالوت” او دا يې له پلاره روايتوي چې:

هر وخت چې له “کربلا” تېرېدم؛ نو اس مې ځغلاوه،چې له دې سيمې ژر تېر شم. وايي ومې ويل : ولې؟ ويې ويل : موږ روايتاوه،چې په دې ځاى کې د يو پېغمبر زوى وژل کېږي او زه ډارېږم، چې هسې نه هغه وژل شوى زه وسم او چې حسين ووژل شو، ومو ويل: دا هماغه و چې روايتاوه مو. تر دې وروسته چې دې ځاى ته رسېدم؛ نو په تېزه به ترې نه تېرېدم! [12]

٢- د “کعب” روايت

ذهبي، هيثمي، عسقلاني، ابن کثير او نورو(چې ټول د خلفاوو د ښوونځي پوهان دي) له “عماردهني” روايتوي چې: “علي (ک) د کعب په مخ کې تېر شو او کعب وويل: ددې سړي يو زوى، په يوې ډلې کې وژل کېږي، چې يې د اسونو د خولو تر وچېدو مخکې محمد(ص) ته ورځي! حسن چې تېر شو، وويل شول: دا دى، و يې ويل: نه. حسين چې تېر شو، وويل شول: دا دى، و يې ويل: هو! [13]

٣- د  حضرت “اسماء بنت عميس” حديث

له امام سجاد علي بن الحسين زين العابدين روايتوي: “اسماء بنت عميس” خبر کړم: “د حسن او حسين په زوکړې کې مې ستا د نيا فاطمې داييتوب کاوه،حسين چې وزېږېد، رسول الله (ص) راغى او ويې ويل: اسماء! زوى مې راوله. په سپين روڼي کې مې راوست.په ښي غوږ کې يې ورته اذان او په کيڼ کې يې ورته اقامه وويله او بيا يې په غيږ کې کېښود او ويې ژړل.”

اسماء وايي، ومې ويل: مورو پلار مې در ځار، پر څه ژاړې؟! و يې ويل: پر دې زوى مې! ومې ويل: دا خو نوى زېږېدلى! ويې ويل : اسماء! هغه سرغړاندې ډله يې وژني،خداى دې يې زما شفاعت په برخه نه کړي.

بيا يې وويل: اسماء! فاطمه له دې خبرو مه خبروه، چې نوى زېږون يې کړى دى [14].

٤- د حضرت “ام الفضل” حديث

په مستدرک الصحيحين، د ابن عساکر په تاريخ، د خوارزمي په مقتل او نورو کتابونو کې د حارث له لور “ام الفضل” څخه روايتوي چې: رسول الله (ص) ته ورغلم او و مې ويل: “يا رسول الله(ص)! تېره شپه مې يو ناوړه خوب وليد! و يې ويل: څه و؟ ومې ويل: ډېر بد غونى و! و يې ويل: څه و؟ ومې ويل: ومې ليدل لکه چې ستا له بدنه نه يوه ټوټه بېله شي او په لمن کې مې راپرېوځي! رسول الله (ص) وويل: ښه خوب دې ليدلى، انشاءالله د فاطمې به زوى وشي او ستا په لمن کې به پروت وي. تر دې وروسته (د رسول الله د وينا له مخې) فاطمې زما په غيږ کې حسين وزيږاوه.”

يوه ورځ رسول الله(ص) ته ورغلم او حسين مې د هغه په غيږ کې کېښود. وروسته مې وليدل (بې له دې چې ما ته يې پام وي) ژړل يې. و مې ويل: يا رسول الله (ص)! موروپلار مې درځار،څه درباندې وشو؟!

و يې ويل: حبرئيل(ع) راغى او خبر يې کړم، چې ژر به مې امت د ا زوى مې ووژنې! و مې ويل: دا؟ و يې ويل: هو، په وينو ککړه خاوره يې هم را ته رواړه.”

د مستدرک خاوند حاکم نيشاپوري وايي: “دا حديث د شيخينو (بخاري او مسلم) د شرايطو له مخې سم دى؛ خو په خپلو کتابونو کې يې راوړى نه دى. [15]

٥- د خوارزمي د مقتل حديث

“چې حسين يو کلن شو؛نو رسول الله (ص) ته دولس تنه سرې بښنې او په خپرو وزرونو پرښتې راغلى او و يې ويل:”محمده! چې څه پر هابيل تېر شو، ژر به ستا پر زوى حسين هم نازل شي او وروسته به يې د هابيل په څېر ورته بدله وي او د وژونکي ګناه به يې د قابيل په څېر وي.”

وايي: پر رسول الله (ص) د اسمان ټولې پرښتې راکېوتې او د امام حسين د وير ډاډ او تسليت يې ورکړ او د هغه له بدلې يې خبر کړ او خاوره يې ورکړه او رسول الله(ص) هم وويل: خدايه! چا يې چې ملاتړ و نه کړ خوار يې کړه او چا چې وواژه،و يې وژنه او څه چې لټوي مه يې برخمنوه.

چې امام حسين پوره دوه کلن شو،رسول الله(ص)پر يوه سفر ووت او په لار کې ناڅاپه ودرېد او استرجاع (انالله و انا اليه راجعون) يې وويله او ويې ژړل.

وپوښتل شو،څه شوي؟ ويې ويل: دا جبرئيل دى؛ما د فرات د سيند پر غاړه له يوې سيمې خبر وي، چې کربلا ورته وايي،اولاد مې حسين د فاطمې زوى هلته وژل کېږي. وويل شو: يا رسول الله(ص)! څوک يې وژني! و يې ويل: يو تن چې يزيد ورته وايي او خداى دې يې نه برکتي کوي! او لکه چې د ښخېدو ځاى يې وينم  سر يې ډالۍ وړي او هغه به زما د اولاد د حسين سر ته خوشحالۍ ويني، چې زړه او ژبه يې دوه ګونې وي (يعنې پر څه چې ژبه لېینه – ګواهي ورکوي؛پر زړه به يې نه وي)

راوي وايي: رسول الله(ص) له سفره خپه راستون شو او پر منبر يې يوه خطبه وويله او ورم يې وکړ،چې حسين او حسن يې مخې ته وو او وروسته يې د حسين پر سر خپل ښى لاس کېښود او ويې ويل: خدايه! زه محمد ستا بنده او نبي يم او دا دواړه د عترت سپيڅلي او د ځوځات غوره او د نبوت جوړې دي؛هغوى دي چې تر ځان وروسته يې پر ځاى پرېږدم [16].

“پالونکيه! حبرئيل خبر کړم،چې دا زوى مې وژل کېږي او بې ملاتړه کېږي. خدايه! وژنه يې را ته مبارکه او خپله يې د شهيدانو ښاغلى (سيد الشهداء) کړې، چې له وسې دې هر کار پوره دى.

پالونکيه! وژونکى، خاذل او ځانته پرېښوونکى يې له برکته بې برخې کړه. وايي: خلکو په جومات کې ناڅاپه چغې او نارې سوې کړې. رسول الله(ص)وويل: ژاړئ او ملاتړ يې نه کوئ؟! خدايه! ته يې ملاتړ وسه. [17]

 ٦- د حضرت“زينب بنت جحش” روايت

د ابن عساکر او ابن کثير په تاريخونو، مجمع الزوايد او نورو کې له “زينب بنت جحش” روايتوي چې: يوه ورځ رسول الله(ص) په کور کې و او حسين له ما سره و. نوى په درېدو راغلى و، چې يوه شېبه ترې غافله شوم او رسول الله (ص) ته ورغى. رسول الله(ص)وويل: پر خپل حال يې پرېږدئ –تر دې چې ويې ويل – رسول الله(ص) پاڅېد او پر لمانځه ودرېد او حسين يې په غيږ کې ونيو او په رکوع او ناسته کې يې پر ځمکه ايښووه. بيا کېناست او ويې ژړل. ورپسې يې لاسونه پورته کړل، چې لمونځ يې پاى ته ورساوه، و مې ويل: يا رسول الله (ص)! پر دې حال مې کله هم نه وې ليدلى؟! ويې ويل: جبرئيل راغى او خبر يې کړم چې امت مې دا وژني! و مې ويل: خاوره يې راوښيه، او سره بښنه خاوره يې راوړه . [18]

 ٧- د حضرت “انس بن مالک” حديث

د امام احمد حنبل په مسند، د طبراني په کبير معجم، د ابن عساکر په تاريخ او نورو کې له حضرت “انس بن مالک” څخه روايتوي:

“د باران پر ښتې له خپل پالونکي اجازه وغوښته،چې رسول الله(ص) وويني. خداى اجازه ورکړه او د حضرت “ام سلمې” د پاڼۍ پر ورځ راکېوته. رسول الله(ص) “ام سلمې” بي بی ته وويل: ور څاره چې څوک را نه شي. وايي: پر وره وم چې حسين بن علي راورسېد، بې له دې چې ما ته يې پام وي، ور يې پرانست او ننووت، رسول الله(ص) په غيږ کې ونيو او په موچو يې شو. پرښتې وويل: درته ګران دى؟ و يې ويل: هو. و يې ويل: دا به دا امت ووژني! که د وژنې ځاى يې وينې؛ نو درته يې ښيم. و يې ويل: هو. وايي: د وژني له ځايه يې يو موټى خاوره را واخسته او ور ويې ښووه او يوه اندازه شګه يا سره بښنه خاوره يې راوړه، چې “ام سلمې” بي بي واخسته او په خپلو جامو کې يې کېښوده. ثابت (راوي) وايي: موږ ويل، چې دا کربلا ده!.[19]

 ٩- د حضرت ” ابو امامة” حديث

د ابن عساکر او ذهبي په تاريخونو، مجمع الزوايد او نورو کې له  حضرت”ابى امامة” روايتوي چې: “رسول الله(ص) خپلو مېرمنو ته ويل: “دا وړوکى- يعنې حسين- مه ژړوئ.” وايي: پر هغه ورځ چې رسول الله(ص) “ام سلمه” بي بي کره و، جبرئيل راکېوت او ننووت. رسول الله(ص)ام سلمې بي بي ته وويل:”څوک مه پرېږده، چې راننووځي.” حسين راغى او چې رسول الله(ص) يې وليد؛نو په ننووتو شو،چې ام سلمې بي بي په غيږ کې ونيو، بوخت يې کړ،چې ارام يې کړي؛ خو ژړا يې ډېره شوه، هغه یې پرېيښود، ننووت او د رسول الله(ص) په غيږ کې کېناست.جبرئيل، رسول الله(ص) ته وويل: امت دې ډېر ژر دا زوى وژني،رسول الله(ص) وويل: “پر ما به ايمان لري او دا به وژني؟!”ويې ويل: هو وژني يې. جبرئيل څه خاوره راواخسته او ويې ويل: په دغسې او هاغسې ځاى  کې. رسول الله(ص) حسين په غېږ کې نيولى بهر راووت. ام سلمې بي بي چې وانګېرله د ماشوم په ورننووتو پرې غوسه دى، ويې ويل: اى رسول الله(ص)، درځار شم، تاسې پخپله ويلي: “دا کوچنى مه ژړوئ” او راته مو وويل چې څوک مه راپرېږدئ، هغه راغى او پرې مې ښـود. رسول الله(ص) څه ونه ويل او خپلو اصحابو کرامو ته ورغى او ويې ويل: “امت مې دا وژني.” په دې ډله کې حضرت ابوبکر او حضرت عمر (رضي الله عنهما) هم وو او د حديث په وروستيو کې دي چې: “خاوره يې ورته ور وښووله. [20]

 ٩- د حضرت “ام سلمې بې بې” روايت

لومړى –  د ” حضرت عبدالله بن وهب بن زمعه” له خولې:

په مستدرک الصحيحين، د ابن سعد په طبقاتو، د ابن عساکر په تاريخ او نورو کتابونو کې وايي: “ام سلمه – رضى الله عنها – خبر کړم، چې يوه شپه رسول الله(ص) ويده شو او پرېشانه راوېښ شو،بيا ويده شو او تر لومړي حالته ډير لږ خپه راويښ شو. بيا ويده شو او چې راويښ شو سره بښنه خاوره ورسره وه او بويوله يې. ومې ويل: يا رسول الله(ص)! دا د کوم ځاى خاوره ده؟ ويې ويل: جبرئيل خبر کړم چې دا (حسين) په عراق کې وژل کېږي. جبرئيل ته مې وويل: د هغې سيمې خاوره راوښيه چې پکې وژل کېږي! او دا د هغه ځاى خاوره ده.”

حاکم وايي: دا حديث د شيخينو (بخاري او مسلم) د شرايطو له مخې سم حديث دى؛ خو په خپلو کتابونو کې يې راوړى نه دى [21] .

 دويم – د حضرت “صالح بن اربد” له خولې:

طبراني، ابن ابى شيبه، خوارزمي او نور ترې روايتوي چې : “ام سلمه – رضى الله عنها – وويل: رسول الله(ص) وويل: “د خونې پر وره کېنه او هيڅوک مه را پرېږده”؛ نو پر وره، ولاړه وم، چې حسين راغى، چې مې نيوه را نه مخکې شو او خپل نيکه ته ورغى. ومې ويل: يا رسول الله(ص)! خداى مې دې له تا در ځار کړي، ما ته دې وويل چې چا ته د ننووتو اجازه ور نه کړم،زوى دې راغى او چې د رانيوو هڅه مې وکړه رانه مخکې شو او چې وخت ډېر تېر شو او له وره مې کتل؛ نو ومې ليدې،چې دا کوچنۍ دې په غېږ کې نيولى او يو څه په خپلو لاسونو کې اړوې را اړوې او له سترګو دې اوښکې څاڅکي؟! و يې ويل: هو، جبرئيل راغى او خبر يې کړم چې امت مې هغه وژني او دهغه ځاى خاوره يې هم راوړه چې پرې وژل کېږي او دا هماغه ده چې په لاسونو کې يې اړوم را اړوم. [22]

 درېيم – د حضرت “مطلب بن عبدالله بن حنطب” له خولې

د طبراني په معجم، ذخائر العقبى، مجمع الزوايد او نورو کتابونو کې ترې روايتوي چې: “ام سلمې بي بي  وويل: يوه ورځ رسول الله (ص) زما په خونه کې ناست و او راته يې وويل: “هیڅوک دې نه راځي.” زه منتظره وم، چې حسين راغى، بيا مې د رسول الله (ص) د ژړا غږ واورېد، تر څار وروسته مې وليدل چې حسين يې په غيږ کې و او رسول الله(ص) يې مخ موږې او ژاړي. ومې ويل: پر خداى قسم پوه نه شومه چې حسين څه وخت راننووت، ويې ويل: جبرئيل را سره په خونه کې دى او پوښتي: درته ګران دى؟ وايم: هو، تر ټولې نړۍ راته ګران دى، وايي: امت به دې ډېر ژر هغه پر يوه ځمکه چې کربلا ورته وايي ووژني.” جبرئيل د هغه ځاى يو مقدار خاوره راواخسته او رسول الله (ص) ته يې وښوده او حسين چې د شهادت پر مهال محاصره شو،ويې پوښتل: ددې ځاى نوم څه دى؟ وويل شول: کربلا! و يې ويل: خداى او رسول الله (ص)رښتيا وويل د کرب و بلا سيمه ده [23].

 څلورم – د حضرت “شقيق بن سلمة” له خولې

د طبراني په معجم،د ابن عساکر په تاريخ،مجمع الزوايد او نورو کتابونو کې له  حضرت “ابى وائل شقيق بن سلمة” روايتوي چې:

“ام سلمې بي بي وويل: په خونه کې مې حسن او حسين د رسول الله (ص) په مخ کې لوبې کولې چې جبرئيل راکېووت او و يې ويل: يا محمده! امت دې تر تا وروسته د ا زوى وژني – په لاس يې حسين ته اشاره وکړه – رسول الله (ص) وژړل او په غيږ کې يې ونيو،بيا يې وويل: دا خاوره دې له تا سره امانت وي. بيا يې هغه بوى کړه او ويې ويل: له کرب و بلا افسوس. وايي: رسول الله(ص) وويل: ام سلمې! چې دا خاوره وينه شوه؛نو پوه شه، چې زوى مې وژل شوى دى. وايي: ام سلمې بي بي دا خاوره په ښېښه يې لوښي کې واچوله او هره ورځ يې ورته کتل او ويل يې : په رښتيا، پر هغه ورځ چې ته پکې وينه کېږې؛ نو ډېره ستره ورځ به وي!”

پينځم – د حضرت “سعيد بن ابى هند” له خولې:

د ابن عساکر په تاريخ، ذخائرالعقبي، تذکرة خواض الامة او نورو کتابونو کې له حضرت “عبدالله بن سعيد بن ابى هند” له خپل پلار حضرت سعيد يې روايتوي چې:

“ام سلمې – رضى الله عنها – وويل: رسول الله (ص) مې په خونه کې ويده و،چې حسين راغى،پر وره کېناستم او پرېمېنښود چې هسې نه ننووځي او رسول الله (ص) راويښ کړي. بيا مې يو څه ته پام شو او بې پروا شوم چې ټوپ يې کړ او ننووت او د رسول الله(ص) پر خېټه کېناست،بيا مې د رسول الله(ص) د ژړا غږواورېد. سملاسي راغلم او ومې ويل: يا رسول الله(ص)! پر خداى قسم پوه نه شوم چې څنګه راغى،ويې ويل: جبرئيل راغى – چې حسين مې پر خېټه ناست و –  راته يې وويل: دا درته ګران دى؟ ومې ويل: هو، ويې ويل: دا امت دې ډېر ژر هغه وژني! ايا هغه خاوره دروښيم، چې دا پرې وژل کېږي؟ ومې ويل: هو، پر ځمکه يې خپل وزر وواهه او دا خاوره يې راوړه. ام سلمې وويل: ناڅاپه مې وليدل چې په لاس کې يې سره بښنه خاوره ده،ژاړي او وايي: کاشکې پوهېداى، چې تر ما وروسته دې څوک وژني . [24]

 شپږم- د حضرت “شهر بن حوشب” له خولې:

د امام احمد حنبل په فضايلو،د ابن عساکر په تاريخ، ذخائر العقبي اونورو کتابونو کې ترې روايتوي چې:

“ام سلمې بي بي وويل: حبرئيل له رسول الله(ص) سره و او حسين له ما سره، حسين وژړل او پرې مېښود، چې رسول الله(ص) ته ورشي.جبرئيل وويل: محمده! دا درته ګران دى؟ ويې ويل: هو، ويې ويل: امت دې ژر دا وژني! او ايا د هغې سيمې خاوره دروښيم، چې دا پکې وژل کېږي؟ بيا يې هغه خاوره وروښوده او معلومه شوه، چې هغې سيمې ته کربلا وايي . [25]

اووم- د “داود” له خولې:

د ابن عساکر په تاريخ او نورو کتابونو کې له داود څخه ورايتوي چې : “ام سلمې بي بي وويل: حسين،رسول الله(ص) ته ورغى او رسول الله (ص) خپه شو. ومې پوښتل: يا رسول الله(ص)!څه درباندې وشو؟ويې ويل: جبرئيل خبر کړم چې دا زوى دې وژل کېږي او پر وژونکي يې خداى سخت غوسه دى. [26]

١٠- د حضرت “عايشې” بي بي روايات

لومړى- د حضرت “ابى سلمة” له خولې:

د ابن عساکر په تاريخ، د خوارزمي په مقتل، مجمع الزوايد او نورو کتابونو کې له حضرت “ابى سلمة بن عبدالرحمان” له عايشې بي بي روايتوي چې:

“رسول الله(ص) حسين پر خپل ورون کېناوه،چې جبرئيل راغى او ويې ويل: دا دې زوى دى؟ ويې ويل: هو. و يې ويل: پوه شه چې امت دې يې تر تا وروسته وژني! د رسول الله(ص) اوښکې توى شوى او جبرئيل وويل: که غواړې هغه سيمه دروښيم چې پکې وژل کېږي، ويې ويل: هو. جبرئيل د طف د سيمې څه خاوره ور وښوده.”

په بل روايت کې وايي: جبرئيل په عراق کې د طف سيمې ته اشاړه وکړه او سره بښنه خاوره يې را واخسته او رسول الله(ص) ته يې وروښووه او و يې ويل: دا يې د شهادتځي خاوره ده . [27]

دويم- د حضرت “عروة بن زبير” له خولې:

د طبراني په معجم او نورو کتابونو کې له حضرت “عروة” له “عايشې” بي بي روايتوي چې: “حسين بن علي- رضى الله عنه- رسول الله(ص) ته ورغى او رسول الله(ص) د وحې موندنې پر حال و او ملا يې کړوپه وه،چې پر شا يې وروخوت او پر لوبو شو. جبرئيل، رسول الله(ص) ته وويل : دا درته ګران دى؟ ويې ويل: جبرئيله! زوى به راته ګران نه وي؟ و يې ويل: امت دې يې تا وروسته وژني! بيا نو جبرئيل لاس وغځاوه او سپينه خاوره يې راوړه او و يې ويل: دا زوى دې په دې سيمه کې وژل کېږي،چې طف نومېږي. جبرئيل چې له رسول الله(ص) ولاړ، له رسول الله (ص) سره په موټي کې خاوره وه ژړل يې او ويې ويل: عايشې! جبرئيل خبر کړم چې زوى مې حسين په طف سيمه کې وژل کېږي او تر ما وروسته امت مې په فتنه کې لوېږي. بيا په ژړا خپلو اصحابو کرامو ته ووت چې حضرت علي،حضرت ابوبکر،حضرت عمر، حضرت خذيفه ، حضرت عمار او حضرت ابوذر (رضى الله عنهم) پکې وو،دوى وويل: رسول الله(ص)! څه ژړوي؟! ويې ويل: جبرئيل خبر کړم چې زوى مې حسين تر ما وروسته په طف سيمه کې وژل کېږي او دا خاوره يې راوړه او خبر يې کړم چې هلته يې شهادتځى دى [28].”

درېيم- د  حضرت “مقبري” له خولې:

د ابن سعد په طبقاتو او د ابن عساکر په تاريخ کې له حضرت “عثمان بن مقسم” له حضرت “مقبري” له “عايشې بي بي” روايتوي چې:

“رسول الله (ص) ويده و،چې حسين راغى او ورغى، لرې مې کړ او پر بل چار لګيا شوم؛ خو حسين ځان ور ورساوه او رسول الله (ص) ويښ او پر ژړا شو.ومې ويل: ولې ژاړې؟ و يې ويل: جبرئيل هغه خاوره راوښووه،چې حسين پرې وژل کېږي،پر هغه خداى سخت غوسه دى، چې وينه يې تويوي؛بيا هغه موټى يې پرانست چې خاوره او شګه پکې وه او ويې ويل: عايشې! پر هغه مې قسم چې زما سا يې په واک کې ده،دا مې خپه کوي! دا مې کوم امت دى، چې تر ما وروسته حسين وژني؟ [29]

څلورم- د حضرت “عبدالله بن سعيد” له خولې:

له پلاره يې له عايشې بي بي روايتوي چې:

“حسين بن علي، رسول الله(ص) ته ورغى او رسول الله(ص) وويل: عايشې! نه حېرانېږې چې اوس داسې يوه پرښته راغله چې تر اوسه راغلې نه وه. راته يې وويل: دا زوى مې وژل کېږي او ويې ويل: که غواړې هغه خاوره درښيم،چې هلته وژل کېږي، پرښتې لاس اوږد کړ او سره بښنه خاوره يې را وښووله.[30]

پينځم- د حضرت “سلمة” بي بي يا حضرت “عايشې” بي بي حديث

د امام احمد حنبل په مسند کې او فضايلو، د ابن سعد په طبقاتو او د ذهبي په تاريخ الاسلام او سيرالنبلاء او مجمع الزوايد کې له حضرت “عبدالله بن سعيد” له پلار يې له “عايشې بي بي” يا “ام سلمې بي بي” (شک د عبدالله دى) روايتوي چې: “رسول الله (ص) په دې دواړو کې يو ته وويل: په کور کې داسې يوه پرښته را نازله شوه،چې تردې وړاندې راغلې نه وه،راته يې وويل: دا زوى حسين دې وژل کېږي،که غواړې چې د هغې سيمې خاوره در وښيم چې پکې وژل کېږي.ويې ويل: بيا يې سره بښنه خاوره راوايسته.[31]

١١- د حضرت “معاذ بن جبل” روايت

د طبراني په معجم،د خوارزمي په مقتل او کنزالعمال کې له حضرت “عبدالله بن عمرو بن عاص” روايتوي، چې حضرت “معاذ بن جبل” ورته روايتوي چې:

“رسول الله (ص) په غوسه راغى او ويې ويل: زه محمد يم، د کلام پيل او پاى يې را باندې لورولې ده؛ نو چې په تاسې کې يم لاروي مې وکړئ او چې له نړۍ ولاړم؛ نو د خداى عزوجل پر کتاب پابند وسئ، حلال يې حلال او حرام يې حرام وبولئ، چې مرګ مو راورسي او روح مو ومومي، دا د خداى حتمي حکم دى، چې فتنې به د تکې تيارې شپې په څېر در خپرې شي. چې پېغمبران ولاړل؛ نو ورپسې راغلل (تر دې چې) نبوت نسخ شو او پر حکومت واوړي.د خداى لورنه دې پر هغه وي،چې حق يې پوره کړي او پر کوم ډول چې ورننووتى ترې ووځي!

معاذه! ونيسه او وشمېره! حضرت معاذ (رض) وايي: چې پينځو ته ورسېدم، ويې ويل: “يزيد! خداى دې يزيد مبارک نه کړي!” ويې ژړل او و يې ويل: “د حسين له مرګه يې خبر کړم، خاوره يې راته راوړه او وژونکى يې را وپېژانده، پر هغه قسم چې ساه مې يې په واک کې ده،حسين به د هغه قوم په مخکې ووژل شي،چې خداى يې زړونه اړولي وي او شرير يې پرې لاسبر وي او د اړپیچ – اختلاف، درز او خپرېدو ورېدو جامې يې ور اغوستې وي! بيا يې ويل: له يوه سرغړانده خليفه د آل محمد پر ځوځات دريغ چې (په ناحقه مې) ځايناستى کېږي او زما د ځايناستي ځايناستى وژني…[32]

١٢- د حضرت “سعيد بن جمهان” روايت

ابن عساکر، ذهبي او ابن کثير په خپلو تاريخونو کې له حضرت”سعيد بن جمهان” روايتوي:”رسول الله (ص) ته جبرئيل د حسين د شهادتځي له څه خاورې سره راغى او ويې ويل: د هغه ځاى نوم کربلا دى او رسول الله(ص) وويل: کرب و بلا! [33]

١٣- د حضرت “ابن عباس” روايت:

لومړى- د حضرت الضحى” له خولې:

 خوارزمي په مقتل کې له  حضرت الضحى” له حضرت “ابن عباس” څخه روايتوي: “موږ ګرد سره اهل البيت شکمن نه وو، چې حسين بن علي به د “طف” په سيمه کې ووژل شي.[34]

 دويم- د حضرت “سعيد بن جبير” له خولې:

ابن عساکر په خپل تاريخ کې له دې له حضرت “ابن عباس” روايتوي چې:

“خداى تعالى وحې را ولېږله، چې محمده! د “يحيى بن زکريا” له امله مې اويا زره هلاک کړل او ستا د لور زوي له امله به اويا زره او اويازره هلاک کړم .[35]

ددې روايت پاتې برخه به (د خداى په مرسته) د “امام حسين د شهادت” په باب کې راوړو.

د اهل البيتو د ښوونځي د لارويانو په کتابونو کې هم،ابن قولويه په “کامل الزيارات” کې له رسول الله(ص) اوه روايتونه راوړي دي [36].

١٤- د حضرت “علي (ک)” روايات

لومړى- د حضرت “ابي حبرة” له خولې:

طبرانې په معجم کې د امام حسين د حالاتو په شرح کې له حضرت “ابى حبرة”  روايتوي چې: له علي (ک) سره تر کوفې ملګرى وم. پر منبر يې تر څښتن ستاېنې وروسته وويل: که په مخ کې مو ستاسې د پېغمبر ځوځات پر کړاو اخته شي؛ نو څرنګه به ياست؟ وويل شو: که داسې وشو، په اړه به يې دا الهي ازمېنه ښه تېره کړو. و يې ويل: پر هغه قسم چې زما ساه يې په واک کې ده، هرومرو ستاسې په مخ کې پر کړاو اخته کېږي او تاسې به پرې راپاڅئ او مسلماً چې وژنئ يې! بيا يې وويل:

په چل يې جګړې ته راوست او پخپله پر شا شول او سوکالي يې غوړه کړه حال دا چې دا جګړه نه کومه سوکالي ده او نه کوم عذر! [37]

دويم- د حضرت “هاني بن هاني” له خولې:

د طبراني په معجم، د ابن عساکر په تاريخ، د ذهبي په تاريخ الاسلام او نورو کتابونو کې له حضرت “هاني بن هاني” له “علي” (ک) روايتوي چې: “حسین به په خورا سخته ووژل شي، او زه د هغې سيمې خاوره پېژنم، چې پکې وژل کېږي، دوو نهرونو ته په نژدې سيمې کې وژل کېږي .[38]

درېيم- د “خوارزمي په مقتل کې”

“امير المؤمنين علي (ک)”صفين” ته پر لار په کربلا راکوز شو او ابن عباس(رض) ته يې وويل: دا سيمه پېژنې؟ و يې ويل: نه، ويې ويل: که دې پېژندله؛نو زما په څېر به دې ژړل! بيا يې سخت وژړل او ويې ويل: زما له آل ابوسفيان سره څه کار؟! بيا يې حسين ته پام شو او ويې ويل :” زويه زغمناک اوسه،چې بابا دې له هغوى په څو ځل هماغه څه ليدلي چې وروسته يې ترې وينې .[39]

څلورم- په صفين کې د حضرت “حسن بن کثير” له خولې:

دا له خپل پلاره روايتوي چې:”علي (ک) “کربلا” ته راغى او تم شو. وويل شو: اميرالمؤمنينه! دا “کربلا” ده؟ و يې ويل: د کرب او بلا خاونده! بيا يې خپل لاس هغه ځاى ته اشاره وکړه او ويې ويل: دا يې وژنتون دى . [40]

پينځم- د حضرت”اصبغ بن نباته” له خولې:

په ذخائر العقبى او نورو کتابونو کې له حضرت”اصبغ” روايتوي چې:

“له علي (ک) سره راغلو،چې د حسين د قبر ځاى ته راورسېدو. علي (ک) وويل: دا يې تم ځاى دی! دا يې د بار را کوزولو ځاى او دا يې وژنتون دى! د آل محمد ځوانان په دې ناو کې وژل کېږي او آسمان او ځمکه پرې ژاړي. [41]

شپږم- د حضرت “غرفه ازدي” له  خولې:

په اسدالغابه کې ترې روايتوي چې:

“د علي (ک) په اړه يو ډول شکمن شوم؛ځکه د فرات رود پر غاړه ورسره ملګرى وم،چې له لارې بېل شو او ودرېد او موږ هم ترې راچاپېره شو، بيا يې په خپل لاس اشاره وکړه او ويې ويل: دا ځاى يې د بار را کېوتو،تم ځاى او وژنتون دى! پلار مې له هغه ځار،چې بې له خدايه په ځمکه او اسمان کې هيڅ مرستندوى نه لري! نو هغه وخت چې حسين ووژل شو،د باندې راووتم او هغه ځاى ته ورسېدم چې پکې وژل شوى وو؛نو ومې کتل چې کټ مټ هماغه و،چې علي(ک) ويلى و! وايي: نو ځکه له خدايه مې د هغه شک په اړه بښنه وغوښته او پوه شوم چې علي (ک) يوازې هغه څه کول، چې دنده ورکړاى شوې وه. [42]

اووم- د حضرت “ابي جحيفه” له خولې:

نصر بن مزاحم د “صفين” په کتاب کې ترې روايتوي چې:

“عروه بارقي، سعيد بن وهب ته ورغى او ما يې پوښتنې اورېدې: هغه داستان دې ياد دى،چې له علي بن ابيطالب دې راته ووايه؟ ويې ويل: هو،”مخنف بن سليم”، “علي” (ک) ته ولېږلم،په کربلا کې ورغلم. ومې کتل چې په خپل لاس اشاره کوى او وايي: دلته! دلته! يو تن ورته وويل: اميرالمؤمنينه! دلته به څه وي؟ ويې ويل: دلته د آل محمد عزتمن تمېږي،له تاسې دې پر هغوى افسوس وي او له هغوې دې پر تاسې افسوس وي! سړي وويل: ددې مانا څه ده؟ و يې ويل: له تاسې پر هغوى افسوس؛ دا ځکه چې هغوى وژنئ! او له هغوى پر تاسې افسوس؛ دا ځکه چې خداى مو له دې امله اور ته بوځي!”

دا کلام ترې په بل ډول هم هم روايت شوى دى:

“له هغوى پر تاسې افسوس او چې څه پرې تېرېږي پر تاسې افسوس! سړي وويل: له هغوى پر موږ افسوس پوه شو؛خو څه چې پرې تېرېږي پر موږ افسوس مانا پوه نه شو؟ ويې ويل: وژنه يې وينئ؛ خو مرسته يې کړاى نه شئ!”

اتم- د حضرت “عون بن ابى جحيفه” له خولې:

ابن عساکر په خپل تاريخ کې ترې روايتوى چې:

د حضرت “ابى عبدالله جدلي” کور ته مخامخ ناست وو،چې حضرت “ملک بن صحار همداني” راغى او و يې ويل: د پلاني کور راوښيه. وايي ورته مو وويل: څوک به ورپسې ولېږو،چې راشي؟ چې راغى ورته يې وويل: ياد دې دي،چې حضرت “ابومخنف”،اميرالمؤمنين ته ولېږلو او هغه د فرات په غاړه راته وويل: دلته هرو مرو د آل محمد څه سپاره تمېږي او پرې تېرېږي او وژني يې؛نو له هغوى دې پر تاسې افسوس وي او له تاسې دې پر هغوى افسوس وي؟!”

نهم- د “ابن کثير تاريخ” روايت

حضرت محمد بن سعد او  نور وايي:

“علي (ک) صفين ته پر لار، “کربلا” او د “اشجار الحنظل” سيمې ته ورسېد او ددې ځاى نوم يې وپوښت. وويل شو: کربلا. ويې ويل: کرب و بلا! نو تم شو او د هغه ځاى تر يوې ونې لاندې يې لمونځ وکړ او- يو ځاى ته په اشارې يې- وويل: دلته داسې کسان شهيدانېږي (چې بې له اصحابو کرامو)غوره شهيدان دي او بې حسابه جنت ته ځي. دا ځاى په يوه څه نښه کړ او وروسته حسين هلته ووژل شو.[43]

لسم- د “مسند احمد” روايت

د احمد په مسند، د طبراني په معجم، ابن عساکر په تاريخ او نورو کتابونو کې له حضرت “عبدالله بن نجى” له پلاره يې روايتوي چې:”له علي (ک)سره صفين ته روان وو، چې “نينوا” ته ورسېدو. ناڅاپه علي (ک) چغه کړه: يا ابا عبدالله د فرات په غاړه زغمناک وسه: يا ابا عبدالله د فرات په غاړه زغمناک وسه! و مې ويل: څه ته؟ و يې ويل: يوه ورځ رسول الله(ص) ته ورغلم او ژړل يې. ومې ويل: يا رسول الله(ص)! چا غوسه کړى يې؟ولې ژاړې؟ ويې ويل: (نه) بلکې همدا اوس جبرئيل راسره و او خبر يې کړم چې حسين د فرات پر غاړې وژل کېږي او ويې ويل: غواړې چې خاوره يې بوى کړې؟ ومې ويل: هو. لاس يې وغځاوه او يو موټى خاوره يې راکړه او بې اختياره مې وژړل . [44]

په بل روايت کې:

“صفين ته تلو، د “نينوا” اړخ ته چې ورسېدو،علي (ک) چغه کړه: يا ابا عبدالله له فرات سره زغم وکړه يا ابا عبدالله له فرات سره زغم وکړه! ومې ويل: ابو عبدالله څوک دى؟ – تردې چې و یې ويل: – غواړې چې خاوره يې بوى کړې؟…..[45]

يوولسم- د حضرت “عامر شعبي” له خولې:

د ابن سعد په طبقاتو، د ابن عساکر په تاريخ، د ذهبي په تاريخ الاسلام او په تذکرة الخواص الامه کې له “عامر شعبي” څخه روايتوي چې: “علي د فرات په غاړه وويل: ابا عبدالله زغم کوه! بيا يې وويل: رسول الله(ص) ته ورغلم او ژړل يې. ومې ويل: کومه ناوړه پېښه شوې؟ ويې ويل: جبرئيل خبر کړم چې حسين د فرات په غاړه وژل کېږي. وروسته يې راته وويل: خوښه دې ده،چې خاوره يې دروښيم؟ ومې ويل: هو. يو اورغوى خاوره يې را واخسته او زما په اورغوي کې يې کېښووه او بې اختياره مې وژړل.[46]

دولسم- د حضرت “کديرالضبي” له خولې:

ابن عساکر له حضرت “کدير خبي” روايتوي چې:

“له علي سره په کربلا او د سپېلنو په بوټو کې وو،ناڅاپه يې يوه پچه را واخسته، ويې موښله، بوى يې کړه او و يې ويل: خداى له دې ځايه يو قوم غوره کوي،چې بې حسابه جنت ته ځي. [47]

ديارلسم- د حضرت “هر ثمه” له خولې:

وايي: “له علي (ک) سره د “کربلا د نهر” پر غاړه وم؛ يو بوټي ته ورسېدو چې لاندې ترې د هوسۍ پچې وې. يو موټى يې ترې را واخستې، بوى يې کړې او و يې ويل: له دې اويا زره تنه محشورېږي،چې بې حسابه جنت ته ځي. [48]

د “هرثمه” روايت او په کربلا او چاپېريال کې يې له علي (ک) سره ملګرتوب بېلابېلو وګړيو روايت کړى، چې هر راوي – لکه چې لولو يې – د بل راوي وينا تاييدوي:

الف- د هرثمه د خادم حضرت “نشيط” روايت:

مولا مې هرثمه له صفين څخه راستون شو او کتو ته يې ورغلو،سلام مو پرې واچو،چې يوه مېږه تېره شوه او پچې يې وکړې. ويې ويل: دې مېږې يو کيسه راياده کړه: له علي (ک) سره له صفين څخه را ستنېدو چې کربلا ته ورسېدو. د ګهيځ لمونځ مو په بوټو کې وکړ او بيا يې د هوسيو څه اندازه پچې را واخستې، په لاس يې وموښلې، بوى يې کړې موږ ته يې وويل: په دې ځاى کې يو قوم وژل کېږي، چې بې حسابه جنت ته ځي![49]

ب- د  حضرت”ابي عبدالله الضبي” روايت

وايي: چې “هرثمه ضبي” له علي (ک) سره له صفين څخه راستون شو، ليدو ته يې ورغلوو، د خپلې هټۍ پر وره ناست و، چې مېږه يې راورسېده او پچې يې واچولې او خپلې ښځې “جرداء” ته يې [چې د علي(ک) له سر سختو پلويانو وه] وويل: دې پچو د علي داستان را ياد کړه! وويل شول: څه کيسه وه؟ ويې ويل: له صفين څخه په راستنېدو کې کربلا ته ورسېدو.علي(ک) د سپېلنو په ګڼو بوټو کې د ګهيځ لمونځ راکړ او بيا يې د هوسيو پچې را واخستې، بوى يې  کړې او ويې ويل: آه، آه! په دې بېديا یا دښته کې يو قوم وژل کېږي،چې بې حسابه جنت ته ځي! راوي وايي: مېرمن يې “جردا” له کوره غږ کړ: کوم يو څېز يې نه منې؟څه يې چې ويلي تر تا ښه پوهېږي! [50]

ج- د حضرت “ابي عبيده” له خولې:

وايي: “هرثمه وويل: د “صفين” په جګړې کې د علي (ک) په ملګرتوب مو جګړه وکړه. کربلا ته چې را ورسېدو، لمونځ يې راکړ او چې سلام يې وګرځاوه، د هغه ځاى يو اورغوى خاوره يې را واخسته، بوى يې کړه او و يې ويل: اى خاورې مزې دې وکړې، چې يو قوم به درنه راپاڅي، چې بې حسابه په جنت ته ولاړ شي! وايي: “هرثمه” چې له جګړې راستون شو خپلې مېرمن “جردا بنت سمير” ته يې (چې د علي لاروۍ وه) وويل: له مولا دې ابى الحسين حېرانه نه کړم؟ په کربلا کې چې تم شو، يو اورغوى خاوره يې را واخسته، بوى يې کړه او و يې ويل: اى خاورې مزې دې وکړې، چې يو قوم درنه راپاڅي، چې بې حسابه جنت ته ځي! هغه له غيبو څه خبر دى؟ مېرمن يې وويل: سړيه، پر خپل حال مې پرېږده، چې امير المؤمنين يوازې حق ويلى دى!”

وايي: “هغه مهال چې “عبيدالله بن زياد” خپل لښکر د حسين او يارانو پر لور يې ولېږه،زه هم پکې وم او چې حسين او ملګرو تم ځي ته يې راورسېدو،هغه ځاى چې له علي (ک) سره پکې کوز شوي وو او کوم ورغوى خاوره يې چې را اخسته او کومه خبره يې چې کړې وه، ټولې مې را يادې کړې او خپل راتګ مې ښه و نه باله؛ نو له اس سره مې حسين ته ورغلم، سلام مې پرې واچو او په دې ځاى کې چې د هغه له پلاره مې څه اورېدلي و، ورته مې وويل.

امام حسين وويل: ته له موږ سره يې يا پر ضد مو يې؟ ومې ويل: د رسول الله (ص) زويه! نه له تا سره يم، نه دې پر خلاف يم. ښځه او اولادونه مې يوازې پرېښودي او له ابن زياده ډارېږم چې زيان ور ورسوي.

امام حسين وويل: وګرځه چې زموږ وژل کېدل ونه وينې،چې قسم پر هغه چې د محمد روح یې په واک کې دى،چې څوک نن زموږ وژنه ويني او ملاتړ مو و نه کړي، خداى به يې جهنم ته بوځي. وايي: او بېديا ته وتښتېدم، چې د هغوى وژنه مې و نه ليده!” [51]

د- د حضرت “جرداء بنت سمير” له خولې:

وايي: مېړه مې “هرثمه” وويل: “له علي سره يو جګړې ته ولاړو او په لار کې کربلا ته ورسيد، تر يوې ونې لاندې کوز شو او لمونځ يې وکړ. بيا يې له ځمکې څه خاوره را واخسته، بوى يې کړه او و يې ويل: خاورې مزې دې وکړې! يو قوم درباندې وژل کېږي، چې بې حسابه جنت ته ځي! وويل: له دې جګړې راستانه شوو او علي (ک) ووژل شو او دا کيسه مې هېره شوه. وايي: زه په يوه لښکر کې وم،چې د امام حسين پر لور روان و. هغه ځاى ته چې ورنژدې شو،پر هغه ونه مې نظر ولګېدو او تېره کيسه مې راياده شوه. له اس سره مې حسين ته ورغلم او ومې ويل: د رسول الله (ص) د لور زويه يو زېرى درباندې وکړم! او کيسه مې ورته وړه.امام حسين وويل: له ما سره يې يا مې پر ضد يې؟ ومې ويل: نه درسره يم او نه دې پر ضد يم! کورنۍ او څه او څه مې يوازې پرېښودې دي. راته يې وويل: که له موږ سره نه يې؛نو وګرځه، پر هغه قسم چې د حسين سا يې په واک کې ده؛ چې څوک مو وژل وويني؛ نو دوزخ ته به ځي! نو په تېښته راوګرځېدم، چې د هغوى وژنه مې ونه ليده.[52]

څوارلسم- د حضرت “شیبان بن مخرم” روايت

دا د حضرت عثمان (رض) پلوى و او د علي (ک) دښمن و، وايي: “له علي (ک) سره “صفين” ته ولاړو، چې يو ځاى ته ورسېدو.و يې پوښتل: دا ځاى څه نومېږي؟ ومو ويل: کربلا. ويې ويل: کرب و بلا! وايي: بيا پر خپلې سپرلى سپور شو او ويې ويل: دلته يو قوم وژل کېږي،چې د ځمکې پر مخ غوره شهيدان دي، د رسول الله(ص) شهيدان نه دي! وايي ومې ويل: د کعبې پر خداى قسم چې دا يې له دروغو ځنې دي. بيا مې خپل مري ته وويل چې د هغه مړه خره د پښې هډوکې راوړه او په کوم ځاى کې چې ناست و، ومو ټومبه. چې امام حسين ووژل سو خپل يارانو ته مو وويل: راځئ چې ورشو او څېړنه وکړو. ولاړو او هغه ځاى ته چې ورسېدو؛نو ومو ليدل چې د حسين بن علي تنه د هماغه ټومبلي هډوکې تر څنګ وه او د اصحابو تنې په شاو خوا کې وې [53]

ابن قولويه په “کامل الزيارات” باب: “قول امير الؤمنين فى قتل الحسين” کې څلور حديثونه راوړي دي . [54]

پينځلسم- د حضرت انس بن حارث روایت او دهغې شهادت

په بخاري تاریخ او ابن عساکر او نورو سرچینو کې راغلي،چې انس بن حارث، د نبیه لمسی، مخکې له دې،چې کربلا ته روان شي او د امام حسین د یارانو په ډله کې ووژل شي؛نو ده ویلي وه: خپله مې له رسول الله (ص) څخه اورېدلي،چې ویې ویل: دا زوی (حسین) به مې د کربلا پر ځمکه ووژل شي، نو چې هر څوک پر هغه ورځ وي؛نو باید یاري یې وکړي . د رسول الله(ص) د همدې سپارښتنې له امله انس بن حارث کربلا ته ولاړ او د امام حسین د یارانو په ډله کې شهید شو.

د “مثير الحزان” په کتاب کې وايي: “انس بن حارث کاهلي” دا رجز وايه او د جګړې ډګر ته ولاړ:

قد علمت كاهلنا وذودان

والخندفيون وقيس عيلان

باءن قومى افة للاقرآن

يا قوم كونوا كاسرد خفان

واستقبلوا القوم يضرب الان

آل على شيعة الرحمن

“د کاهل، ذوذان،خندف خېل او قيس عيلان ټبرونه پوه شوي چې زما قوم خپل سيالان نابود او ورکوي!

قومه!اوس د تېزو پنجو د زمريو په څېر دښمن ته مخه کړئ چې: آل علي د رحیم خداى او آل حرب د شيطان لارويان دي.[55]

١٦- د بني اسد د ټبرد  يوه تن روايت

“عريان بن هيثم” وايي: پلار مې په دښته کې اوسېده او هماغه يې د اوسېدانى ځاى و،چې وروسته د حسين د وژلو ځای شو او چې موږ هغې درې ته تلو؛نو هلته د”بني اسد د ټبر يو تن”و. پلار مې ورته وويل: تل دې ددې ځاى ملازم او څارن وينم؟ ويې ويل: خبر شوى يم چې حسين دلته وژل کېږي؛نو دلته راځم،چې ښايې ملاتړ يې شم او ورسره ووژل شم. چې حسين ووژل شو،پلار مې وويل: ورشئ او وګورئ چې هغه “اسدي سړی” هم په وژل شويو کې دى؟ او چې ورغلو تر لټې وروسته مو وليدل چې په وژل شويو کې وو.[56]

چې څه وويل شوو،د خلفاوو او اهل بيتو په ښوونځيو او يا يوازې د خلفاوو په ښوونځي کې د امام حسين د شهادت وړاندوېنه وه،موږ د هغو رواياتو له راوړو څخه ډډه وکړه،چې يوازې د اهل البيتو د ښوونځي په کتابونو کې وو.[57]

 ام الفضل (رضى الله عنها) وايي: پېغمبر اكرم حسين په غېږ كې اچولى و او ژړل يې، ويې ويل: “جبرييل خبر كړى يم  چې امت دې حسين وژني او يو موټى سره خاوره يې راكړه.”پېغمبر اكرم صلى الله عليه و آله د كربلا خاوره ام سلمه بي بي ته وركړه، چې په شيشه كې يې وساتي او ورته يې وويل: هر وخت چې دا خاوره پر وينو واوړېده؛ نو پوه شه،چې حسين به شهيد شوى وى.[58]

د حسين له زوكړې دوه كاله وروسته، پېغمبر صلى الله عليه و آله ته پرښته راغله او پېغمبراکرم يې خبر كړ،چې حسين وژل كېږي،پېغمبراکرم بيا وژړل او حاضرين يې خبر كړل، تردې چې ډېرو اصحابو دا خبر اورېدلې و.[59]

 ابن عباس رضى الله عنه وايي: زه او نبوي كورنۍ په يوه خوله وو، چې حسين بن علي به د طف (كربلا) پر ځمكه شهيدېږي. (2)

د دې په څېر ډېر روايتونه شته دى.

حضرت علي (ك) د “صفين” پر لار،چې د “كربلا” سيمې ته ورسېده، دومره يې وژړل، چې پر اوښكو يې ځمكه لمده شوه او بيا يې د پېغمبر اكرم حديث ووايه چې: “جبريېل راته راغى،ويې وويل: چې زوى دې (حسين) د فرات پر غاړه د كربلا پر ځمكه شهيدېږي ….

 علي بيا ځينو ځايونو ته اشاره وكړه،ويې ويل :

 ” دا د اوښې د څملاستو ځاى دى ، دا يې د بار غورځولو ځاى دى ، دا يى د وينو تويېدو ځاى دى. د آل محمد ځينې ځوانان دلته وژل كېږي، چې ځمكه او اسمان به پرې ژاړي .

غزل بابا وايي:

ته خبرې د يزيد چې څومره زوردى
ستا قدم د هلاكت د غار په لور دى
هم په دوى کې عبدالله ابن عمر و
هم پکې ابن عباس نامور و
له راتلونكې واقعې هر يو خبر و
اورېدلى يې حديث د پېغمبر و
چې په برخه د حسين کې قرباني وه
ليك په څټ يې د تېغونو رواني وه
له يمنه چې علي په كربلا شو
كربلا باندې چې راغى په ژړا شو
يو صاحب ترې په پرسان د مدعا شو
په غرېو غرېو کې بو تراب ورته ګويا شو
چې دا ځاى مې د اولاد د شهادت دى
دلته، هلته د فلانكي فلانكي تربت دى
تعجب دى له اصحابو به دا هير و
چې مدام به د نبي نه ګېرچاپېر و
دا پاكان دخداى په نوم له سره تېر و
خو څه راز و چې په دې کې تيرو بير و
هغه داچې وي ايثار په بې كسۍ کې
نه د زور په مساوات او په سيالۍ کې
نه شوې پاتې وسيلې نه سببونه
رسالي د عراقيانو نه اسونه
څومره سخت د قربانۍ دي منزلونه
ملګرتيا چې پکې نه كاندي خپل پلونه
اسرې ټولې په دې لارکې لكه ګرد شي
همدردي يې د خواخوږو آه سرد شي

 امام د خپل پاڅون په بهير كې له هغې ورځې،چې له مكې نه كوفې ته خوځېده په بېلابېلو فرصتونو، ويناوو،خبرو اترو او هم هغو ته چې د خيرخواهۍ په نامه به راتلل،چې له پاڅونه تېر شي،د خپل شهادت په باب خبرې كولې. سيد الشهداء چې له مكې خوځېده؛ نو “عبدالله بن عمر ” رضي الله عنهما ورته راغى او ورنه يې وغوښتل،چې عراق ته مه ځه چې وژل كېږې،سيد ورته ونه ويل، چې زه نه وژل كېږم؛ بلكې ويې ويل: “من هوان الدنيا ان يحمل راس يحيي بن زكريا الي بغي من بغايا بني اسرايل؛يعنې د دنيا له پستيو همدا بس دى، چي د يحيى بن زكريا سر يې د بني اسراييلو يوې بد لمني ته ډالۍ كړ”.

 ابن عمر رضى الله عنه ورته وويل؛ اوس چي ځي؛ نو هغه ځاي راښكاره كړه، چي پېغمبر به ښکلاوه، چې زه يى هم ښكل كړم. سيد ورته لمن پورته كړه او ابن عمر رضى الله عنه يى زړه ښکل كړ. [60]

(صحيح ترمذي:دويم ټوک،٢٤٠ او ٣٠٧ مخونه) ،(صحيح ابن ماجه) ، (احمد بن حبنل؛مسند :پينځم ټوک،٣٦٩ مخ) ، (طيالسي؛مسند :لسم ټوک،٣٣٢ او ٣٢٧ مخونه)، (بيهقي؛سنن :دويم ټوک،٢١٣ مخ)  او (کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٨ مخ) روايتونه راوړي دي،چې لنډيز يې دادى،چې حسين وړوکى ماشوم و،چې رسول الله (ص) به له لاسه نيوه،د هغه پښه به يې پر خپله خېټه ايښووه او تر اوږو به يې جيګاوه، ويل يې:(حزقه حزقه .ترق عين بقه –ماشومه! ماشومه! راوخېژه اى د ماشي سترګې) او ځینې عالمان وايي، چې د پېغمبر اکرم دا خبره يې د امام حسين د شهادت او بدن د سوري سوري کېدو وړاندوينه ده؛ځکه اوس برسېره شوې ده،چې د ماشي سترګې سورۍ سورۍ ده –په دې ټولو روايتونو کې راغلي دي،چې ويلي يې دي : (خدايه ! هغه مو ښه ايسي ستا دې هم هغه ښه و ايسي،چې دى يې ښه ايسي)

(ابن سعد؛طبقات :پينځم ټوک،١٠٧ مخ) له ابي عون روايتوي،چې کله امام حسين له مدينې نه د مکې پر لور عراق ته د تګ لپاره حرکت وکړ؛نو په لار کې له ابن مطيع سره مخ شو،چې څاه يې کنله، و يې پوښتل :مور وپلار مې در ځار چېرته ځې؟ آنحضرت ورته د خپلو پليونو د بلنې کيسه وکړه او ابن مطيع ترې وغوښتل،چې د حجار خلک د خپل وجود له برکته مه بې برخې کوئ؛خو امام و نه منله، و يې ويل :دا څاه مې چې کنلې،نوې اوبه يې راوتلي دي،اوبه يې تروې دي؛له خدايه وغواړه،چې اوبه يې سړې او خوږې شي. آنحضرت هم د هغه څاه لومړۍ بوکه اوبه راواخستې،غړغړه يې کړې او په څاه کې واچولې او د څاه اوبه خوږې او سړې شوې.

همداراز ډېر قولي او فعلي قراين ښيي،چې امام د خپل كار له پايلې خبر و (6) او اصولاً دا به سمه نه وي،چي عادي وګړي (لكه خيرخواهان چې امام يې له تګه منع كاوه) د كار له پايلې په اندېښنه كې وي؛ خو خپله امام ظاهري بريا ته ښوین – خوشبين وي او ځان يې تېر ايستلى وي.

 د كربلا  د غوړپکې – پېښې له هېښتیاوړ يوه هم داده چي امام يو شمېر وګړيو ته اجازه وركړه چې ولاړ شي او يو ډېر شمېر يې پاڅون ته رابلل، چې دا كار د عادي پاڅونونو له آرونو سره اړخ نه لګوي او دا راښيئ چي امام د خپلو يارانو د عواقبو له پايلو اګاهي درلوده.[61]

 غزل بابا وايي :

خوله دې چې مستفيد شي يو معيار دى
كه پوهېږې درته وايم ايثار دى
كه نيكه په انبيا و کې بهتر و
نو نمسى په امامانو کې سرور و
كه نيكه د نبوت د اسمان نمر و
نو نمسى په قربانۍ کې روڼ قمر و
كه نيكه په رسالت کې لا ثاني و
نو نمسى په فربانۍ کې لا فاني و

د امام حسين د شهادت لامل[62]

الف- ولې د امام حسین وژونکي، د امام پر وژنه لاس پورې کړ؟

ب- ولې امام حسین شهادت غوره کړ؟

طبري او نور تاريخپوهان ددې موضوع په څرګندولو کې وايي: “يزيد چې د ٦٠ س په رجب کې د خپل پلار تر مړينې وروسته خليفه شو؛نو لومړى او خورا مهم هوډ يې دا و،چې له هغو کسانو بيعت واخلي،چې د پلار پر ژوندونې يې د ده د ځايناستۍ له منلو سرغړولى و. له دې امله د مدينې والي “وليد بن عقبه” يې د ليک په ترڅ کې د معاويه له مړينې خبر کړ او د موږک د غوږ هومره په کوچني ليک کې يې ورته امر وکړ: “اما بعد؛حسين، عبدالله بن عمر او عبدالله بن زبير(رضي الله عنهم) بيعت کولو ته راوبوله او سخت زور پرې رواړه چې بې ځنډه بيعت وکړي. والسلام [63]

 وليد ته د يزيد ليک ور ورسېد او مروان ورته وړانديز وکړ:همدا اوس څوک ور ولېږه او بيعت ته يې        راوبوله،که يې ونه منله غاړې يې پرې کړﺉ؛ځکه که دوى د معاويه له مرګه خبر شي؛نو هر يو به يو خوا ته ولاړ شي او ښکاره ناباندي – مخالفت به وکړي او خلک به ځان ته راوبولي؛خو بې له عبدالله بن عمر(رض) څخه،چې له جګړې او شخړې ځان ساتي او له سرخوږي پرته يې مني!”

وليد، عبدالله بن عمرو بن عثمان په امام حسين او ابن زبير(رض) پسې ولېږه.دوى يې په جومات کې وموندل او د واکمن پيغام يې ورته ووايه،چې په ګوښي ساعت کې (چې عام خلک نه وي) واکمن ته راشي. دواړو وويل: “ته ولاړ شه موږ به هم ډېر ژر درشو.” بيا امام حسين، ابن زبير(رض) ته وويل: ” زما په نظر چې د دوی مشر هلاک شوی او دا کس يې په موږ پسې رالېږلى،مخکې له دې چې د هغه د مرګ خبر په خلکو کې خپور شي ؛نو له موږ څخه بيعت واخلي.” ابن زبير وويل: “زما انګېرنه همدا ده.” امام حسين پاڅېد او د خپل کور ملګري او وسلوال يې له ځان سره کړل او د وليد کور ته روان شو او دوى ته يې وويل: “زه يوازې ورځم؛خو که زما لوړ غږ مو وارېد؛ نو په زور به راننوځئ، که نه تر راستنېدو مې همدلته وسئ.” بيا وليد ته ورغى.

له وليد سره مروان ناست و،چې امام حسين ته يې د يزيد ليک ولوست او بيعت يې ترې وغوښت.امام حسين استرجاع – انا الله و انا اليه راجعون – وويله او ويې ويل: “زما په څېر خو څوک پټ بيعت نه کوي؛لکه چې ته هم زما پټ بيعت کافي نه بولې؛خو دا چې په ډاګه د خلکو په مخ کې واخلې.”

وليد وويل: “هو.” امام حسين وويل: “چې خلک دې بيعت ته راوبلل؛نو ما هم روسره راوبوله،چې چار يو ځل پاى ته ورسي.”وليد چې جنجالي سړى نه و، ورته يې ويل: “د خداى په نامه ستون شه.” مروان ورته وويل: “پر خداى قسم که بې بيعته درنه ووځي؛نو بيا به يې په جګړې بيعت ته رابولې،بندي يې کړه،چې بيعت وکړي يا يې غاړه ور پرې کړه!”

امام حسين چې دا حال وليد ويې ويل: “يا ابن الزرقاء![64] ما وژنې يا دا؟ پر خداى قسم چې دروغ دې وويل او د ګناه اور دې بل کړ! [65]

د ابن اعشم په تاريخ، د خوارزمي په مقتل، مثيرالاحزان او سهوف کې راغلي :

يزيد،وليد ته وکښل او امر يې وکړ چې له ګردو مدينوالوعمومي بيعت او له حسين څخه خصوصي بيعت واخلي او خبر کړى يې و چې: “که بيعت يې ونه مانه؛نو سر يې ورپرې کړه!”تر دې چې وايي: حسين غوسه شو او مروان ته يې وويل: “د زرقاء زوکړې پر تا افسوس! ته امر کوې چې غاړه مې پرې کړي؟ دورغ دې وويل او پستي دې وکړه موږ د نبوت اهل بيت او د رسالت کان يو او يزيد فاسق شرابخور او سورلاسی – خونړی دى او په زما په څېر ورسره بيعت نه کوي .[66]

طبري وايي: “وليد جنجالي سړى نه و،امام حسين ته يې وويل: “د خداى په نوم او ياد ستون شه.” وايي: بله ورځ مروان،امام حسين ته ورغى او ويې ويل: “خبره مې واوره،چې وژغورل شې!”امام حسين وويل: “ووايه.” مروان وويل: “له اميرالمؤمنين يزيد سره بيعت وکړه،چې په دنيا او آخرت درته ښه ده!” او امام حسين وويل: “انالله و انا اليه راجعون! د اسلام دې خداى مل شي! چې امت ته د يزيد په څېر شپون راشي! [67]

پر ابن زبير(رض) يې دباو راووړ؛خو پلمه يې وکړه او وليد ته ور نه رغى. بيا وليد،عبدالله بن عمر (رض) راوغوښت او ورته يې وويل: “له يزيد سره بيعت وکړه” عبدالله (رض) وويل: “چې خلکو وکړ؛نو بيعت به وکړم”. ده د ښارونو د بيعت تر خبرېدو انتظار وايست،وليد ته راغى او بيعت يې ورسره وکړ [68].

په بل روايت کې وايي: امام حسين تر دې پېښې وروسته له خپل کوره ووت او د خپل نيکه قبر ته ورغى او  ويې ويل: “اى رسول الله (ص) السلام عليکم! زه حسين د فاطمې زوى او ستا لمسى يم؛هماغه ثقل (او دروند) چې په خپل امت کې ځايناستى کړى دى. اى رسول الله (ص)! پرې شاهد وسه،چې ځانته یې پرېښووم او زما ملاتړ يې و نه کړ! دا مې تا ته يوه ګېله وه،چې د لېدو کتو وخت مې راورسي، د خداى درود دې درباندې وي.”

بيا يې لمونځ پيل کړ او تر سبا يې رکوع او سجدې کولې  [69].

په بل روايت کې وايي: له څو رکعتي لمانځه وروسته يې وويل: “خدايه! دا ستا د پېغمبر محمد (ص) قبر دى او زه ستا د پېغمبر د لور زوى يم او پر کوم کړاو چې اخته شوى يم ترې خبر يې.

خدايه! د ښېګڼو دوست او د بديو دښمن يم. اى ذى الجلال والاکرام!

ددې قبر په پار او د هغه په پار چې په دې قبر کې دى،له تا هغه څه غواړم چې ستا، ستا د پېغمبر او مؤمنانو خوښه او رضا پکې وي.”ورپسې د قبر په خوا کې تر سهاره پر ژړا شو او سر يې پر قبر کېښود او ويده شو او ويې ليدل،چې له رسول الله(ص) څخه ګڼ شمېر پرښتې راتاوې دي او امام حسين يې په غېږ کې ونيو او خپلې سينې ته يې رانژدې کړ او وچولى يې ورښکل کړ او و يې ويل: ګرانه حسينه! لکه چې دې وينم ډير ژر به په خپلو وينو کې ککړ او خولم پلم – لېت پېت شې،د کربلا په سيمه کې،زما د امت په يوې ډلې کې به سخت تږى يې او بې له دې چې اوبه وڅښې سر دې پرې کېږي او پر همدې حال زما د شفاعت هيلمن هم دي پر دوی څه شوي! خداى دې بيخي زما له شفاعته بې برخې کړي! د خداى پر وړاندې به څه برخمني و نه لري. ګرانه حسينه! مور و پلار او ورور دې راته راغلل او ستا د ليدو څوبمن – لېوال دي،په جنت کې درته داسې درجې دي چې يوازې په شهادت ورته رسې….[70]

تر دې وروسته د مور و پلار او ورور قبرونو ته ورغى او وداع يې ورسره وکړه. [71]

عمر بن علي (رض) وايي: چې ورور مې حسين له يزيد سره له بيعته ډډه وکړه ورغلم او يوازې مې وليد او ورته مې وويل: ابا عبدالله درځار شم! ورور دې ابو محمد، حسن، ستا د پلار له  خولې خبر کړم- په دې وخت کې مې په لپو لپو اوښکې راغلې-په غېږ کې يې ونيوم او ويې ويل: “ايا ته يې خبر کړى يې،چې زه وژل کېږم؟” ومې ويل: د رسول الله (ص) زويه يوازې شوم!ويې ويل: “د پلار پر ياد مې قسم درکوم ايا پلار مې د وژنې خبر ورکړى دى.”ومې ويل: هو! اوس ولې “تاويل” نه کوې او په خپل بيعت دا (قضا) نه اړوې؟ ويې ويل: “پلار مې خبر کړم،چې رسول الله(ص) مې د پلار او زما له وژنې او دا چې قبر مې د هغه قبر ته نژدې دى خبر کړى يم! ته انګېرې پر څه چې پوهېږې،زه پرې نه پوهېږم؟! (نه) زه خوارۍ او ذلت ته بیخي غاړه نږدم! او په يقين چې مور مې فاطمه د خپل پلار ليدو ته ځي ؛نو له ځوځات سره به يې د امت له چلن څخه ګيله وکړي او هغه به بيخي جنت ته ولاړ نه شي،چې فاطمه یې دهغې د ځوځات د ځورولو له لارې ځورولى وي. [72]

هو، د هغې زمانې واکمن او لارويان روږدي وو،چې د الهي احکامو اړونې ته “تاويل” ووايي. [73]

 تر دې چې په تدريج ذهن ته به د “تاويل” تر لفظ ړومبى اړونه او تغيير راته او دا شايع او مقبوله مانا له دې امله وه،چې د امام حسين د عصر خلکو،چې په عراق کې يې د رسول الله (ص) له خولې څخه د هغه له شهادته خبر شوي وو، ټينګار يې درلود چې امام حسین الهي قضا،عراق ته پر نه تللو “تاويل” کړي؛يعنې وایې ړوي! لکه چې ځينې وړاندې تللي او له امام څخه يې غوښتل چې په خپل بيعت يې”تاويل” او واړوي! او دا هماغه د “عمر بن علي” (رض) غوښتنه ده چې ويې ويل: “ولې تاويل او بيعت نه کوې؟”يعنې ولې الهي قضا (چې وژنه ده) په خپل بيعت نه اړوې؟! دا مانا له هغو خبرو اترو هم پوهېدل کېږي،چې “محمد بن حنفيه” (رض) له خپل ورور امام حسين سره کړي (که څه څرګندونه يې پرې نه ده). ووينئ :

طبري،شيخ مفيد او نورو روايت کړى،چې امام حسين له مدينې څخه د وتو هوډ وکړ،محمد بن حنفيه(رض) ورته وويل: وروره! ته راته تر خلکو خورا ګران يې او خپل نصيحت مې يوازې تا ته سپما کړى چې ته يې وړ يې. اوس چې څومره دې له وسې پوره وي له يزيد سره له بيعت او ښارونو ته له تلو څخه ډډه وکړه.بيا دې خپل استازي خلکو ته ولېږه او د ځان اطاعت ته يې راوبوله چې که خلکو له تا او ستا لپاره بيعت وکړ،چې د خداى شاکر به وسې او که خلک په بل کس پسې ولاړل؛نو خداى به يې له امله ستا له عقل او دين څخه څه کم نه کړي او فضل او مېړانه به دې زوال نه شي. له دې ډارېږم هسې نه چې يو ښار ته ورشې او خلک په دوو ډلو شي: يوه ډله ستا پلوۍ شي او بله دې پر ضد راپاڅي او په پايله کې ته يې د بلا ډال او د نېزو لومړۍ نښه شې او په دې حال کې د دې امت د غوره شخصيت او د غوره او اوچت موروپلار د خاوند وينه تويه او کورنۍ يې خواره شي! امام حسين ورته وويل: “وروره! چېرې ولاړ شم؟”ويې ويل: “په مکه کې تم شه،چې دې زړه ولګېد هملته پاتې شه او که په آرام یې پرېنښووې بېدياوو او د غرونو څوکيو ته ولاړ شه،سيمه په سيمه وګرځه چې ووينې ددې خلکو چار چېرې سر وهي؛ نو په دې بڼه کې ته به په سم نظر او ټينګ نظر ورسره وچلېږې .[74]

تردې وروسته د ابن اعثم په فتوح او د خوارزمي په مقتل کې راغلي: امام حسين ورته وويل: “وروره! پر خداى قسم که په نړۍ کې بيخي پټځى هم نه وي؛نو له يزيد بن معاويه سره خو بيعت نه کوم؛ځکه رسول الله (ص) ويلي: “خدايه! يزيد برکتي نه کړې!” په دې حال محمد بن حنفيه دا خبره پرې کړه او پر ژړا شو.امام حسين هم ورسره وژړل،بيا امام حسین وويل: “وروره! خداى دې زما په پار ثواب درکړي،چې نصحيت دې وکړ او سم نظر دې ووايه هيلمن يم چې که خداى وغواړي،نظر دې بريالى وي،زه اوس مکې ته روان يم،چې زه خپله،ورونه، ورېرونه او لارويان مې ټول تګ ته چمتو شوي دي،غوښتنې يې زما غوښتنې او نظر يې زما نظر دى؛خو ته اى وروره! ته استثنا یې او په مدينه کې پاتې شه او په خلکو کې به زما د سترګو او غوږونو په شان یې او د دوی یوه ستونزه به هم راڅخه پټ نه کړې.” بيا يې قلم او کاغذ راوغوښت او خپل ورور محمد ته يې دا نصحيت وکښه:”

د امام  حسين وصيت

 

بسم الله الرحمن الرحيم

هذا، ما اءوصى به الحسين بن على بن اءبى طالب الى اءخيه محمد المعروف بابن الحنفيه .

ان الحسين يشهد اءن لا اله الا الله وحده لا شريك له ، و اءن محمدا عبده و رسوله ، جاء بالح من عند الحق . و اءن الجنه و النار حق ، و اءن الساعة آتيته لا ريب فيها و اءن الله يبعث من فى القبور.

و انى لم اءخرج اءشرا و لا بطرا و لا مفسدا و لا ظالما، و انما خرجت لطلب الاصلاح فى اءمة جدى (ص) .

اءريد اءن آمر بالمعروف و اءنهى عن المنكر، و اءسيره بسيرة جدى و اءبى على بن اءبى طالب .
فمن قبلنى بقبول الحق ، فالله اءولى بالحق ، و من رد على هذا، اءصبر حتى يقضى الله بينى و بين القوم بالحق ، و هو خير الحاكمين  .

و هذه وصيتى يا اءخى اليك . و ما توفيقى الا بالله ، عليه توكلت و اليه اءنيب .

 “دا د حسين بن علي بن ابى طالب يو وصيت دى؛خپل ورور محمد ته چې ته ابن الحنيفه مشهور دى.

حسين ګواهي لي،چې يوازې الله نمانځوړ دى،ايکى يو او شريک نه لري او دا چې محمد د خداى بنده او استازى دى،چې په حق او له حق څخه راغلى دى او دا چې جنت او دوزخ حق دي او بېشکه چې قيامت راتلونکى دى او خداى ټول مړي راژوندي کوي او زه د سرغړاندۍ،مزو چړچو، فساد او تېري لپاره راپاڅېدلى نه يم؛بلکې د نيکه په امت کې مې سمونې ته مې پاڅون کړى دى.

لازم بولم چې پر نېکيو امر او له بديو منع وکړم او د خپل نيکه پر سيرت او د خپل پلار علي بن ابيطالب[75] پر لار ولاړ شم؛نو چې څوک زما مني په حق دې يې ومني،چې خداى د حق وړ دى او چې څوک دا دود نه مني، زغم باسم، چې خداى په حق زما او ددې قوم ترمنځ ورمندون – قضاوت وکړي،چې هغه غوره پرېکړه کوونکى دى.

وروره دا مې در ته نصيحت دى! توفيق مې يوازې د خداى په واک کې دى، پرې توکل کوم او پر لور يې ور ستنېږم.”

بيا يې خپله ليکنه راتاوه کړه،په خپله ګوته يې مهر کړه او خپل ورور محمد ته يې وسپارله، پېلنه – خداى پاماني يې ورسره وکړه او په شپه کې روان شو. [76]

مکې ته د امام حسين تګ

طبري او مفيد روايتوي چې: وليد د امام حسين تر تلو وروسته په عبدالله بن زبير(رض) پسې يو تن ولېږه، پلمه يې وکړه،د شپې شپې بېلارې مکې ته وتښتېد.ګهيځ يې يوه ډله ورپسې ولېږله او تر مازيګره يې ولټاوه؛خو و يې نه موند،چې مازېګر شو،په امام حسين پسې يې څوک ولېږل.امام ورته وويل: “سبا ته هوډ کوم.” ګوذاره يې وکړه او مام پر هماغه شپه مکې ته روان شو او د وتو پر مهال يې دا آیت ولوست :

فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ [77]

ژباړه : نو موسى په وېره او اندېښنه، چې د هرلوري څارنه يې کوله، له ښاره وووت او دعا يې وكړه چې: ((پالونكيه! ما له ظالمانو وژغوره.))

او د ابن زبير (رض) په څېر بېلارې لانړ او د مکې اصلي لار يې ونيوه. [78]

طبري او نورو ويلي دي: په لار کې عبد الله بن عمر(رض) له امام حسين او ابن زبير(رض) سره مخ شو او دواړو ته يې وويل: “له خدايه وډار شئ او د مسلمانانو په جماعت او ټولي کې درز مه اچوئ!”[79]

او هم عبدالله بن مطيع د امام کتو ته ورغى او ويې ويل: درځار شم چېرې ځې؟ ويې ويل: “اوس مکې ته ځم او وروسته يې له خدايه خير غواړم.” ويې ويل: خداى دې خير درکړي او ما دې درځار کړي،که مکې ته ځې نو پام چې د کوفې سپېرې سيمې ته ولاړ نه شې. هلته دې پلار ووژل شو او ورور دې بې ملاتړه شو ګوذار يې پرې وکړ او نژدې و،چې سا ورکړي. د حرم ملازم شه چې ته د عربو ښاغلى يې او حجازيان دې څوک سيال نه بولي او خلک له هرې لورې درته بلل کېږي. تره او ماما مې درځار، له حرمه مه بېلېږه،که ووژل شې، تر تا وروسته موږ ټول مريانې کېږو.

امام حسين روان و، چې د جمعې پر ورځ د شعبان پر درېيمه مکې ته ورسېد او په ننووتو کې يې دا آیت لوسته : وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَاء مَدْيَنَ قَالَ عَسَى رَبِّي أَن يَهْدِيَنِي سَوَاء السَّبِيلِ(قصص/۲۲)

ژباړه : او چې كله يې مدين ته مخه كړه؛نو و يې ويل: ((هيله من يم، چې پالونكى مې را ته سمه لار وښيي.))

ابن زبير(رض) هم  مکې ته ورغى او د کعبې ملازم شو او تر څنګ يې ګرده ورځ لمونځ او طواف کاوه او کله له خلکو سره امام حسين ته تله او نظر يې ورکاوه؛خو په مکه يې د امام حسين شتون پرې خورا سخت پرېوته؛ ځکه پوهېده چې مکيان د امام حسين په شتون کې ورسره بيعت نه کوي او خلکو ته امام حسين تر هغه خورا ټولمنلى او ستر دى.[80]

تر دې وروسته مکيانو عمره کوونکيو او مسافر د امام حسین استوګنځي ته تلل راتلل . [81]

بلخوا، يزيد،وليد لرې کړ او “عمرو بن سعيد” يې د مکې او مدينې پر واکمنۍ وګوماره. [82]

کوفې ته د معاويه د مړينې خبر ورسېده او هم د امام حسين، ابن زبير او ابن عمر (رضی الله عنهم)  له نه بيعت کولو څخه خبر شول؛نو کوفيانو غونډه وکړه او په يوه ليک کې يې امام حسین ته وکښل: “…. اما بعد؛ د خداى شکر چې خداى ستاسې جبار او سرغړاندۍ دښمن هلاک کړ؛هغه دښمن چې پر دې امت یې يرغل وکړ او واکمني يې وتښتوله او پر ظلم  يې ورباندې حکومت وکړ……. نو د ثمود د قوم په څېر دې لرې او ورک وي.

اوس (پوه شه چې) موږ امام او مشر نه لرو،موږ ته راشه،هيله ده چې خداى مو په تا په حق يو لاس کړي او دا نعمان بن بشير (د کوفې ولسوال) د ولسوالۍ په ماڼۍ کې دى او په يوه جمعه او اختر کې هم ورپسې لمونځ نه کوو، او که خبر شو چې راځې؛نو شړو یې،چې شام ته ولاړ شي.” دا ليک يې دوو تنو ته ورکړ،چې د رمضان پر لسمه امام حسین ته راغلل.

کوفيانو دوه ورځې درنګ وکړ او بيا يې له دري پينځو سو ليکونو سره درې تنه نور ولېږل،چې خورا مهمو شخصیتونو کښلي وو.دوه ورځې وروسته دوه تنه نور یې هم ولېږل او ويې کښل: “………. حسين بن علي ته، د هغه د مؤمنو او مسلمانو پلویانو له خوا،اما بعد، بېړه وکړه چې خلک درته سترګې پر لار دي او بې له تا بل څوک نه غواړي؛ نو بېړه وکړه، بېړه او پر تا دې سلام وي.”

بيا د کوفې يو شمېر مشرانو امام حسین ته يو ليک وکښه چې پکې راغلي وو:

“هغه لښکر ته راشه چې درته چمتو شوى دى او پر تا دې درود وي.” [83]

او په بل روايت کې وايي: “کوفيانو ورته وکښل: يو لک تنه دې ملاتړ دي.” [84]

[1] الفقها  والخلفاً ،سلطان حثیلین،۲۱مخ .

[2] صحیح مسلم ، ۱۸۵۱ګڼه حدیث.

[3] الفقها والخلفاً ، ۲۲مخ .

[4] طبري ، تاریخ ، ۶/ ۲۵۹مخ.

[5] طبري ، تاریخ ، ۶/ ۲۷۳-او۲۷۴مخونه .

[6] الصواعق المرسلة، ۲ / ۲۹۹مخ .

[7] الفقها والخلفاً ، ۲۳مخ .

[8] طبري ، تاریخ ،اخستل شوی له: الفقها والخلفا ۲۵مخ .

[9] . (تاريخ 4/304)

[10] . (ابن شهر اشوب، مناقب 4/88)

[11]  دا برخه اخستل شوی: معالم المدرستین، د امام حسین برخه

[12] .طبري تاريخ،د اروپا چاپ، دويم ټوک،٢٨٧ مخ؛ د طبراني معجم کبير،٦١ حديث،١٢٨ مخ، د امام حسين د حالاتو په شرح کې . د حالاتو دا شرح د مرحوم سيد عزيز طباطبايي په تنظيم او ټاکنه د “الحسين و السنة” په نامه  د امام احمد حنبل له “فايل الحسين” له برخې سره يو ځاى د قم په مهر چاپخانه کې چاپ شوى دى او همداراز ابن عساکر،٦٤١ حديث،چې عبارت يې داسې دى : او چې کله حسين ووژل شو؛نو زه له خپلې معمولې کړنلارې تېرېږم .”

[13] . طبراني معجم الكبير، 85 حديث ؛ ابن سعد طبقات 277 حديث، د امام حسي د حالاتو شرح ؛ ابن عساكر تاريخ، 639 او 640 ګڼې احاديث ؛ ذهبي تاريخ الاسلام )3\111 مخ( ؛ سير النبلاء )3\195 مخ( ؛ مجمع الزوايد )9\139 مخ( ؛ خوارزمي مقتل )1\165 مخ( ؛ تهذيب التهذيب )2\347 مخ (؛ الروض النفير د مجموع الفقه الكبير شرح.

سره له دې چې موږ پر « كعب ډاډ نه لرو، دا روايت مو ځكه راوړى چې د امام حسين د شهادت روايت يو متواتر روايت دى او ښايي كعب له هغو كسانو اورېدلى وي، چې له رسول الله (ص) يې اورېدلى و او هم كېداى شي، چې د كتابيانو په كتابونو كې يې له مطالعې وي.

[14] . خوارزمي مقتل 1\87-88 مخونه؛ذخائر العقبى 119 مخ.

په اصطلاح دا چې: دا روايت له تاريخي واقعيت سره اړخ نه لګوي، ځكه « حضرت اسماء بنت عميس» له خپل مېړه حضرت جعفر طيار سره د خيبر تر فتح وروسته له حبشې راستانه شوي وو او امام حسن تر دې له مخه نړۍ ته راغلي وو، سمايي « حضرت سلمى بنت عميس» د حمزه سيدالشهداء مېرمن ده، چې د حالاتو شرح يې په «اسدالغابه 5 \479 كې راغلې ده.

[15] . حاكم مستدرك الصحيحين 3\176 مخ  لنډيز يې په 179 مخ كې راغلى دى؛ ابن عساكر تاريخ 631 حديث او ورته يې په 630 حديث كې؛ مجمع الزوايد 9\179 مخ؛ خوارزمي 1\159 او په 162 مخ كې په بل عبارت؛  ابن كثير تاريخ  2\230 مخ ( او ) 8\199 مخ ؛شجري امالي، 188 مخ؛ ابن صباغ مالكي، الفعول المهمة، 145 مخ ؛ الروض النفير؛1\89 مخ ؛ المواعق 115 مخ او بل چاپ كې يې 190 مخ؛ كنزالعمال، پخوانى چاپ 3\223 مخ؛ النخصائص الكبرا )2\152 مخ.

د اهل البيتو په كتابونو كې وګورئ: مثير الاخزان 8 مخ ؛ ابن طاووس الهوف، 16 و 17 مخونه. راوي وايي: پيغمبر (ص) له دې سفره خپه راستون شو او پر منبر يې خطبه وويله چې امام حسين او امام حسن يې په مخ كې وو، تر موعظې وروسته يې ښي لاس د امام حسين پر سر كېښود او اعان ته يې سر پورته كړ او ويې ويل: خدايه! زه محمد ستا بنده او نبي يم او دا دواړه زما د ځوځات، ځان او جرړې دي، چې تر ځان وروسته يې پر ځاى پرېږدم!

[16] . خوارزمي مقتل  1\163-164 مخونه  چې موږ يې لنډيز راوړى دى .

[17] . خوارزمي مقتل 1\163-164 مخونه،چې موږ يې لنډيز راوړى دى .

[18] . ابن عساكر تاريخ، 629 حديث؛ مجمع الزوايد 9\188 مخ؛ كنزالعمال 13\112 مخ؛ ابن كثير تاريخ )8\199 مخ .

د اهل البيتو د لارويانو په كتابونو كې وګورئ : شيخ طوسي امالي 1\323 مخ؛مشير الاخزان 7-10مخونه؛ لهوف 7-9  مخونه .

[19]. احمد مسند 1 \242 او 265 مخونه؛ ابن عساكر تاريخ 615 او 617 ګڼې احاديث؛ ابن عساكر، تهذيب 4\325 مخ، چې د عبارت متن له همدې سر چينې دى؛طبراني معجم الكبير، 47 حديث د امام حسين د حالاتو شرح؛ خوارزمي مقتل ؛ 1\161-162 مخونه؛ ذهبي تاريخ الاسلام )3\10 مخ؛سير النبلا 3\194 مخ؛ ذخائر العقبى 146 او 147 مخونه؛مجمع الزوايد 9\187 مخ  او په 190 مخ كې په بل سند وايي: د دې روايت سند «احسن او ښه دى» په ابن كثير تاريخ 6\199 مخ  د حسين د وژنې د رواياتو په باب كې وايي: «اورېدل مو، چې په كربلا كې وژل كېږي  او هم 8\199مخ؛كنزالعمال 16\226 مخ؛الصواعق 115 مخ؛حافظ ابونعيم الدلائل3\202 مخ؛ابوبكر هيثمي، موارد الظمان بزوائد صحيح ابن حبان: 554 مخ د اهل بيتو د ښوونځي لارويانو په كتابونو كې وګورئ :

شيخ طوسي، امالي )22 مخ، چې پكې راغلي: «ان عظيماً من عظمأ الملائكة» د سترو پرښتو يوه ستره.

[20] . ابن عساكر تاريخ، 618 حديث؛ ابن عساكر تهذيب 4\325 مخ؛ ذهبي الزوايد 9\189 مخ؛ ابن كثير تاريخ 8\199 مخ؛شجرى احالي 186 مخ او روض التفسير 1\93-94 مخونه  وايي: اسناد يې حسن او ښه دي او دلته له « ابوامامه» مطلب «صدى بن عجلان  دى .

[21] . حاكم مستدرك الصحين 4\398 مخ؛طبراني معجم الكبير، 55 ګڼه حديث؛ابن عساكر تاريخ 619 او 621 ګڼې احاديث؛ ابن سعد طبقات 267 ګڼه حديث د امام حسين د حالاتو شرح؛ ذهبي تاريخ الاسلام 3\11 مخ؛ذهبي سيرالنبلاء 3\194-195 مخونه؛خوارزمي مقتل 1\158-159 مخونه؛محب طبري د ذخائر العقبى لنډيز 16\266 مخ؛ ابن كثير تاريخ 6\230 مخ؛متقي هندي كنزالعمال )16\226 مخ.

[22] . طبراني معجم الكبير، 124 مخ، 54 ګڼه حديث، د امام حسين د حالاتو شرحه؛ابن سعد 268 ګڼه حديث؛خوارزمي مقتل 1\158 مخ؛متقي هندي، كنزالعمال 6\226 مخ  دا روايت په بل عبارت  «ابن ابى شيبه هم په خپل مصنف كې راوړى دى .

[23] . طبراني معجم، 125 مخ  53 ګڼه حديث؛مجمع الزوايد 9\188-189 مخونه؛ كنزالعمال )16\265 مخ؛ذخائر العقبى 147 مخ؛حافظ جمال الدين زرندي، نظم الدار، 215 مخ .

[24] . ابن عساكر تاريخ، 626 ګڼه حديث؛ذخائر العقبى 147 مخ؛ الفصول المهمة، 154 مخ؛ ابن جوزي تذكره خواص الامة 142 مخ، له امام حسين څخه روايت دى؛ شجري، امالي، 163، 166 او 181 مخونه .

[25] . امام احمد بن حنبل فضايل، فضايل الحسن و الحسين، 44 ګڼه حديث؛ ابن سعد 272 حديث؛ ابن عساكر تاريخ، 624 ګڼه حديث؛ ذخائر العبقى 147 ؛ په «لعقد الفريد فى الخلفاء و تواريفهم كتاب كې يې د «ام سلمې بي بي تر سنده روايت كړى دى .

[26] . ابن عساكر تاريخ، 623 مخ؛ ابن عساكر تهذيب 4\325 مخ ؛متقي هندي، كنزالعمال 23\112 مخ؛ الروض النضير 1\93 مخ .

[27] . ابن سعد طبقات، 269 ګڼه حديث؛ ابن عساكر تاريخ، 627 ګڼه حديث د امام حسين د حالاتو شرحه؛خوارزمي مقتل 1\159 مخ؛مجمع الزوايد 9\187-188 مخونه؛ كنز العمال؛13\117 مخ؛الصواعق المعرقة 115 مخ؛ خصايص السيوطي 2\125 او 126 مخونه؛جوهرة اكلاح 117 مخ؛الشجري امالي، 177 مخ .

او د اهل البيتو د ښوونځي د لارويانو په كتابونو كې : شيخ طوسي، امالي 1\325 مخ.

[28] . طبراني معجم، 48 ګڼه حديث، د امام حسين د حالاتو شرحه؛ مجمع الزوايد 9\187 مخ؛ماوردي، اعلام النبوة، 83 مخ؛ شجري امالي 166 مخ .

[29] . ابن سعد طبقات، 270 ګڼه حديث، د امام حسين دحالاتو شرحه؛ ابن عساكر تاريخ 628 ګڼه حديث .

[30] . ابن عساكر تاريخ، 628 ګڼه حديث؛طبراني معجم، 49 ګڼه حديث؛ كنزالعمال 13\113 مخ ؛ ابن كير تاريخ 8\199 مخ .

د اهل البيتو د لارويانو په كتابونو كې: مشير الاخزان، 8 مخ، د دې حديث راوي «عبدالله بن سعيد ابوهند فزاري مدني 147 س مړ د خلفاوو د ښوونځي د صحاحو د كتابونو له رجالو څخه دى .

[31] . امام احمد مسند 6\294 مخ؛ امام احمد فضائل 10 ګڼه حديث؛ ابن عساكر 625 ګڼه حديث؛ ذهبي په تاريخ الاسلام كې وايي: د دې حديث اسناد سم دى؛ ذهبي، سير النبا3\195 مخ؛مجمع الزوايد 9\187 مخ؛ كنزالعمال 13\111 مخ؛ الصواعق المحرقه 115 مخ؛ الروض التفسير 1\94 مخ؛شجري امالي، 184 مخ .

 

[32] . طبراني معجم، 140 مخ، 95 ګڼه حديث؛ خوارزمي 160-161 مخونه؛ كنزالعمال 13\113 مخ؛شجري امالي، 169 مخ؛مجمع الزوايد 9\189-190 مخونه.

[33] . ابن عساكر تاريخ، 632 ګڼه حديث؛ ذهبي تاريخ الاسلام 3\11مخ؛ ابن كثير 8\200 مخ.

[34] . خوارزمي مقتل 1\160 مخ .

[35] . ابن عساكر تاريخ 684 ګڼه حديث؛ ابن عساكر تهذيب 4\342؛شجري امالي 160 مخ .

[36] . كامل الزيارات، 22 باب: «قول رسول الله: ان الحسين تقتله امته من بعد: 68-171 مخونه.

[37] . طبراني معجم، 57 ګڼه حديث؛مجمع الزوايد 9\191 مخ؛ بلاذري النساب الاشراف، 38 مخ د مجاهد له خولې لنډيز..

[38] . ذهبي تاريخ الاسلام )3\11 مخ؛ذهبي سير النبلاء؛3\195 مخ؛مجمع الزوايد 9\190 مخ؛ كنزالعمال )16\279 مخ .

او د اهل بيتو د ښوونځي د لارويانو په كتابونو كې كامل الزيارات، 72 مخ.

[39] . خوارزمي مقتل 1\162 مخ .

[40] . نصر بن مزاحم، صفين كتاب، 142 مخ؛ ابن ابى الحديد، د نهج البلاغې شرح  1\278 مخ .

[41] . ذخائر العقبى 7\97 مخ؛ابونعيم دلائل النبوة؛3\211 مخ؛ابن جوزي تذكره خواص الامة، 142 مخ، چې په كې راغلي: «دا د هغه ستر نارينه شهادتځى دى، بيا يې ژړا زياته شوه .

[42] . اسد الغابه 4\164 مخ: د حالاتو په شرح كې يې وايي: «عرفه ازدى، وايي، له پيغمبر (ص) سره يې خبرې كړي او له كوفيانو ځنې دى  ابو صادق ترې روايت كړى او ويلي يې دي: د رسول الله له اصحابو كرامو او د “صفې” له اصحابو ځنې و او هماغه دى، چې پيغمبر ورته دعا وكړه، چې پر كسب وكار دې بركت شي او…»

[43] . مجمع الزوايد 9\191 مخ .

[44] . امام احمد حنبل مسند1\85 مخ او په لمنليك كې يې وايي: د دې روايت اسناد سم دي؛ طبراني معجم، 45 ګڼه حديث؛ابن عساكر تاريخ 611 او 612 ګڼې احاديث؛ ابن عساكر، تهذيب 4\325 مخ؛مجمع الزوايد 9\187 مخ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 3\10  ابن جوزى تذكرة خواص الامة 142 مخ په بل عبارت  خوارزمي مقتل 1\170 مخ؛ الصواعق المحرقة 115 مخ؛ ذخائر القبى 148 مخ؛ الخصائص الكبرى 2\126 مخ؛شجري امالي، 150 مخ او د اهل بيتو د ښوونځي د لارويانو په سرچينو كې: مشير الاخزان 9 مخ .

[45] . د ابن كثير تاريخ او الروض النضير په احاديثو كې همدغسې دى.

[46] . ابن سعد طبقات،173 ګڼه حديث؛ ابن عساكر تاريخ 614 ګڼه حديث؛ ذهبي تاريخ الاسلام 3\10 مخ؛ذهبي سير النبلا 3\194 مخ؛ابن حوزي تذكره خواص الامه، 142 مخ؛ ابن كثير تاريخ )8\199 مخ .

[47] . ابن عساكر تاريخ، 638 ګڼه حديث او تهذيب يې 4\326 مخ .

[48] . د طبراني معجم …. ګڼه حديث.

[49] . خوارزمي مقتل 1\165-166 مخونه .

[50] . ابن سعد طبقات 276 مخ؛ ابن عساكر تاريخ 636 ګڼه حديث؛خوارزمي مقتل 1\165 مخ .

[51] . نصر بن مزاحم، وقعه حفين 140-141 مخونه؛ابن عساكر تاريخ 636 ګڼه او په 638 ګڼه كې يې نچوړ دى .

[52] . ابن عساكر تاريخ، 677 ګڼه حديث؛شجري امالي 184 مخ. داهل البيتو په كتابونو كې: صدوق، امالي، 136 مخ، د 1394 س د تهران اسلاميه چاپ.

[53] . ابن سعد طبقات، 275 حديث، د امام حسين د حالاتو شرح؛ ابن عساكر تاريخ، 675 ګڼه حديث او په تهذيب كې يې 4\337-338 مخونه؛طبراني معجم، 60 ګڼه حديث؛خوارزمي مقتل 1\161 مخ؛كنزالعمال )16\265 مخ؛ مجمع الزوائد 9\190-191 مخونه .

[54] . كامل الزيارات، باب: 23، 71-72 مخونه .

[55] . رازي الجرح والتعديل 1\287 مخ  د «انس بن حارث” د حالاتو شرح؛ بخاري، تاريخ كبير 1\30 مخ  1583 ګڼه حديث؛ ابن عساكر 680 ګڼه حديث او تهذيب يې 4\338 مخ؛الاستيعاب 1\123 مخ؛الاصابه1\159-160 مخونه؛ ابن كثير تاريخ 8\199 مخ؛ الروض التفسر 1\93 مخ .

[56] . مشير الاخزان 46-47 مخونه .

[57] . [ د معالمم المدرستین د برخې پای] د ابن سعد طبقات، 280 مخ؛ ابن عساكر تاريخ، 666 ګڼه حديث. ؛لكه له ميثم څخه په امالي 112 مخ  كې د شيخ صدوق روايت ،د نجف په چاپ كې او د تهران په چاپ كې يې 126 او 727 مخونه؛شيخ طوسي امالي 1\323-324 مخونه؛ مثير الاخزان 9-13  مخونه .

[58] . معجم الطبرانى، 51 حديث، 124 مخ، دابن عساكر تاريخ 622 حديث، مجمع الزوايد 9/189، سيوطى، حصائص كبرى، 2/ 152،الرياض النضره 1/ 92-93 ؛حافظ عراقى طرح التشريب، 1/ 42 ،المواهب الدنيه 2/ 195، شيمانى مدنى، الصراط السوى، 93 مخ ،جوهره الكمال فى الادعيه، 120 مخ

[59] . مرتضى عسكرى، معالم المدرستين 3/ 16، دويم چاپ.

[60] . ابن اعثم كوفي، فتوح 5/42 _43 / ابن نماحلى مثير الاحزان   26 مخ، ابن طاووس، اللهوف في قتلى الطفوف /13 مخ.

[61] . مستدرك الصحيحين 3/176 او 179  (3) _ الصواعق المحرقه 192 او 193 (4) او (5) الصواعق المحرقه 193 (6) طبري تاريخ 4/292 خوارزمي مقتل 187 ، 191 او 192 مخونه.

[62]  دا برخه اخستل شوی: معالم المدرستین د امام حسین برخه

[63] . طبري تاريخ )6\188 مخ( باب: د يزيد بن معاويه خلافت.

[64] . ابن اثير، الكامل )4\160مخ اروپا چاپ: مروان او اولادونو ته يې د رټنې لپاره «بنو الزقاء» د زرقا بچي- ويل، ځكه زرقاء د موهب لور د مروان بن حكم نيا يوه بد چارې بدلمنه ښځه ده، چې پركور يې د بدچاريو د بلنې لپاره جنډه هم درولې وه.

[65] . طبري تاريخ )6\190مخ .

[66] . ابن طاووس حسيني 614 س مړ اللهوف فى قتلى الطفوف، 9-10 مخونه د بيروت چاپ ؛ ابن اعثم فتوح 5\10 مخ ؛خوارزمې 1\180-185 مخونه.

[67] . طبري تاريخ 6\190-190 مخ

[68] . مثيرالاخزان 14-15 مخونه ؛ لهوف 9-10 مخونه او همدا راز وګورئ: ابن اعثم فتوح ؛ خوارزمي مقتل

[69] . خورزمي مقتل 1\186 مخ

[70] . ابن اعثم فتوح 5\29 مخ ؛ خوارزمي مقتل 1\187 مخ.

[71] . لهوف، 11 مخ

[72] . لهوف، 11 مخ

[73] . د اجتهاد په بحث كې يې شرح تېره شوه

[74] . شيخ مفيد، ارشاد، 183 مخ

[75] . د قوم اړوونكيو د امام حسين خبرو كې په دې جمله د نيكه او پلار علي بن طالب سيرت پسې دا جمله او د راشدينو خلفاوو رضى الله عنهم سيرت ور زياته كړې! حال دا چې د «راشدينو خلفاوو» اصطلاح د امويانو تر خلافت وروسته جوړه كړاى شوې او په مخكېنيو نصوصو كې موندل شوى نه ده او له «راشدينو خلفاوو” مراد هم هغوى دي، چې تر رسول اكرم  وروسته پرله پسې واكمن شوي، چې يو يې حضرت علي ك دى او پر امام د «راشدين»عطف سم نه دى. دا ټول را ښيي چې دا جمله د امام حسين پر خبرې ور زياته كړاى شوې ده.

[76] . ابن اعثم فتوح 5\34 مخ ؛ خوارزمى مقتل 1\188 مخ

[77] . (قصص/۲۱)

[78] . طبري تاريخ 6\190 مخ ؛ شيخ مفيد ارشاد 184 مخ

[79] . طبري تاريخ 6\190 مخ

[80] .پورته سرچينه 6\196-197 مخونه

[81] .پورته سرچينه .

[82] .هماغه سرچينه .

[83] .پورته سرچينه 6\197 مخ ؛ انساب الاشراف: 157-158 مخونه

[84] .[ د معالم المدرستین د برخې پای] پورته سرچينه 6\221 مخ ؛ مثير الاخزان، 16 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست