تبلیغات

پر پېرپلور څارنه ابي مطر وايي :له جوماته راووتم،چې يو سړي غږ وکړ : که مسلمان يې؛نو لمن دې راټوله کړه،چې هم تقوى ته نږدې ده او هم دې جامې پاکې پاتې کېږي او له سره دې پورته کړه _ کېداى شي اوږده ويښتان او يا بې ماډله خولې يې درلوده _ شا ته مې […]

پر پېرپلور څارنه

ابي مطر وايي :له جوماته راووتم،چې يو سړي غږ وکړ : که مسلمان يې؛نو لمن دې راټوله کړه،چې هم تقوى ته نږدې ده او هم دې جامې پاکې پاتې کېږي او له سره دې پورته کړه _ کېداى شي اوږده ويښتان او يا بې ماډله خولې يې درلوده _ شا ته مې چې وليدل؛نو ګورم چې حضرت علي دى؛کوړه يې په لاس کې ده؛نو ورپسې شوم،چې د مال پلورو بازار ته ورسېد او په لوړ غږ يې وويل : وپلورئ؛ خو قسم مه خورئ،چې په معامله کې قسم ګټه راوړي؛خو برکت يې له منځه وړي . بيا کجورپلورو ته ورغى،و يې ليدل،چې يو خادم ژاړي، د ژړا د علت پوښتنه يې ترې وکړه .

ورته يې وويل : له دې ښاغلي مې په درهم کجوره اخستې؛خو بادار مې قبوله نه کړه او اوس يې بېرته نه اخلي .

حضرت علي وويل : کجوره بېرته واخله او پيسې يې بېرته ورکړه؛ځکه خادم خو له ځانه واک نه لري .

سړي غوښتل و يې نه مني . ما ورته حضرت علي بن ابيطالب ورمعرفي کړ او هغه د عذر له مخې وويل: اميرالمؤمنينه ! خوښ به شم،چې تاسې راځنې خوښ شئ .

حضرت علي ورته وويل : چې کله له خلکو سره سمه معامله وکړې؛نو درنه به خوښېږم او بيا يې ټولو کجور پلورو ته وويل : له خپلو کجورو مو يو څه پر بېوزليو وخورئ،چې کسب مو وده وکړي .

بيا د کب پلور بازار ته ورغى،و يې ويل : زموږ د مسلمانانو په بازار کې بايد طافي _ يو ډول بې پولکونو کب دى _ و نه پلورل شي .

بيا د بزازانو ځاى ته ورغى،چې هلته يې کرباسونه پلورل،چې يو بوډا ته يې وويل : درې درهمه له ما واخله او ښه کميس راکړه؛نو بيا چې کله پوه شو او و يې پېژاند،چې علي بن ابيطالب دى؛نو څه يې ترې وا نه خستل؛بلکې يو ځوان ته ورغى او پر درې درهمه يې يو کميس واخست،چې پښو ته يې رسېده؛نو ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې د هغه ځوان پلار ته ورسېدل،چې زوى دې پر درې درهمه پر اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب کميس پلورلى دى؛نو پلار يې نيوکه وکړه،چې ولې دې ترې دوه درهمه وا نه خستل او هغه اضافه درهم يې ترې واخست او په علي پسې يې ورمنډې کړې،ورته يې وويل : دا يو درهم واخله او ورته يې وويل : زموږ د کميس بيه دوه درهمه وو او زوى مې پوه نه شو،چې پر تاسې يې پر درې درهمه وپېره .

حضرت علي ورته وويل : زموږ او پخپله خوښه معامله تر سره شوې او پاى ته رسېدلې ده .(فضايل الخمسه)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!