تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په ټولیز ډول ان تربعثت وړاندې، پېغمبر اکرم (ص) له خلکو سره داسې چلېده ، چې پر اخلاقو یې میینېده، په تېره له کوچنیانو سره یې مینناک چلن مشهور و، تردې چې کوچنی به ترې نه جلاکېده . یو له دې ځنې ((زیدبن حارثه )) دی، چې پېغمبر اکرم(ص) تر ځانګړې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په ټولیز ډول ان تربعثت وړاندې، پېغمبر اکرم (ص) له خلکو سره داسې چلېده ، چې پر اخلاقو یې میینېده، په تېره له کوچنیانو سره یې مینناک چلن مشهور و، تردې چې کوچنی به ترې نه جلاکېده . یو له دې ځنې ((زیدبن حارثه )) دی، چې پېغمبر اکرم(ص) تر ځانګړې پاملرنې لاندې نیولی و، تردې چې په ((زیدالحب )) یې ونوماوه ؛ یعنې مینه وړی زید. دی چې له پیغمبر کره وسېده ، هومره د رسول الله (ص) مینه ورسره وه ، چې پلار یې ورپسې راغی، چې یې بوزي؛ خو ورسره ولانړ ، په دې اړه یو ښکلی لوستونی داستان شته .

د پېغمبر (ص) د زوی ویلي ښکلی داستان

د زید مور د خپل ټبر لیدو ته له کوره وخوځېده او دی یې هم له ځان سره بوت ، په لار کې لوټ مارو برید پرې وکړ او زید، چې یو تکړه کوچنی و ، له ځان سره یې بوت او د ((عکاظ )) بازار ته یې پلورلو ته راوست .

حکیم بن حزام د حضرت خدیجې رضی الله عنها وراره، خپلې ترور ته په څلور سوه درهمه وپېره او خديجې تر واده روسته حضرت پېغمبر (ص) ته ورکړ . د زید پلار او تره یې د موندو په لټه کې شول او مکې ته راغلل او خبر شول، چې زید له پېغمبر اکرم کره وسي ، په مسجد الحرام کې یې پيغمبر اکرم ولید او په عاجزی یې وغوښتل، چې  د درنې بیې په بدل کې یې ورکړي.

رسول اکرم (ص) یې تر خبرو اورېدو روسته وویل : په دې اړه مې وړاندیز منئ ؟ زید به راولم او ستاسې په مخ کې به یې واکمن کړم ، که په خپله خوښه درسره تله ، زه یې وړیا درکوم او که په خپله خوښه راسره پاتېده ، پر خدای قسم هغه چې په خپله خوښه راسره پاتېږي په پیسو به یې بدل نه کړم  او و به یې نه شړم .

ورته یې وویل :سمه ده داوړاندیز منو .

رسول اکرم (ص) زید راوغوښت ورته یې وویل : دوی پېژنې ؟

ویې ویل : هو دامې پلار او دا بل مې تره دی .

پیغمبر اکرم (ص) وویل : ماخو هم پېژنې، چې څرنګه درسره چلم، اوس نو یاما غوره کړه او دلته  پاتې شه  یا په خپله خوښه له دوی سره ولاړ شه .

زید وویل : ((ماانا بالذی اختارعلیک احداٌ انت منی بمکان الاب والعم ؛ زه به هېڅوک درباندې غوره نه کړم ، ته مې هم پلار یې هم تره !!))

پلار او تره یې وویل :(( زیده! افسوس درباندې مریتوب پر ازادۍ، پلار، تره ، مور او خپلې کورنۍ غوره ګڼې ؟!))

ویې ویل : (( هو ! له دې سړي مې داسې څیزونه لیدلي ، چې چمتو نه یم ، څوک یې پر ځای ومنم!!))

پېغمبر اکرم (ص) چې دا ننداره ولیده ، خپل کور ته یې ستون کړ ویې ویل : خلکوشاهد وسئ، چې زید مې زوی دی میراث رانه وړي او پاتوړی ترې وړم .

همداچې پلار او تره یې داپېښه ولیده ، یخې اوبه پرې تویې شوې،ستانه شول او زید یې همدلته پرېښود .

تردې روسته نورو پر ((زید بن محمد ))یاداوه، نه ((زیدبن حارثه ))تردې چې ایت نازل شو ، چې زوی ولي او میراث یې نفې کړل[1] .

همدا زید د اسامه په نامه یو زوی لري ، چې له ده سره هم د پېغمبر (ص) ځانګړې مینه وه . ام المؤمنین عایشه بي بي وایي : پېغمبر (ص) راته وویل : د اسامه مخ ووینځه ، تریو ټندې شوم او داکار مې ننګ ګڼه ؛ خو وینځل مې ورته پیل کړل ، رسول اکرم چې مې حالات ولیدل ، اسامه یې رانه واخست، مخ یې وروینځه او بیا یې ښکل کړ[2] .

هو ! ستر پېغمبر (ص) په مینه او مهربانۍ د کوچني بدن او روح وینځي ، په اوبو ظاهري  او برسېرن خیری او په ښکلولو باطني خیری پاکوي ، سره له دې چې اسامه نه د حضرت محمد(ص) زوی دی او نه لمسی ؛ بلکې د زوی ویلي زوی یې دی  او همدومره، چې د پېغمبر(ص) له کور سره اړیکه لري اوکله کله یې حضرت ویني؛نو د حسنینو په څېر مینه ورسره کوي، چې پخپله اسامه هم په دې اړه وایي : رسول اکرم اخستم او پر زنګانه یې کینولم او امام حسن به یې پر بل زنګانه کېناوه ، بیا یې دواړه په  خوا پورې نیوو ، ویل یې : خدایه ! پر دوی ولورېږه ، چې زه هم پرې لورین یم[3].

دې ځانګړې مينې اسامه هسې وروزه ، چې پیغمبر(ص)په تنکۍ ځوانۍ کې د اسلام د ستر لښکر بولندوی کړ .

کوچنی او لوبې

د کوچني له طبیعي ـ پنځیزو اړتیاوو ځنې یو هم لوبې یې دي؛لکه څنکه چې کوچنی خوړو او ساه ایستو ته اړین دی؛نو لوبو ته هم دی .

له همدې امله خدای یې په خټه کې لوبو ته څوبتیا ورایښې ده او دا څوبتیا یې د ژوند په لومړیو کلونو کې ډېره ده ، داسې چې که کوچنی لوبې و نه کړي او له لوبو یې تېښته وي ؛نو یې د کم ځانۍ ـ ضعف او ناروغۍ نښه ده ؛ نو ځکه اسلام سپارښتنه کوي، چې اولاد تراوه کلنۍ ازاد پرېږدئ، چې لوبې وکړي .

لوبې کوچني ته یو ورزش دی او د بدن او روح د تکامل لامل یې ګرځي ، لوبې یې غړي غړیالي ـ قوي او د نوون ځواک یې پر کار اچوي او ذهني استعدادونه یې راښکاره کوي .

نه ښايي د کوچنیانو لوبې بې ارزښته وګڼو؛ بلکې چې کله کوچنی په خاوره کې څاه اوباسي،اوبخورکوي ، کور جوړوي،سړک سازوي، موټر ځغلوي؛ نو فکر یې د یوه مهندس، کارنده بزګر او چلوونکي په څیر کار کوي ، له خپلو بریاوو خوشحاليږي ، خوند ترې اخلي ، له ماتو او خنډونو تریو ټندی کېږي او لاره چاره ورته پیداکوي .

کوچنی په لوبوکې خپلې زده کړې منعکسوي اوپه خپلو ازمېښتونو تجربې زده کوي . په ډله ییزو لوبو کې، له نورو سره مرسته، د هم لوبو د حقوقو په پام کې نیول او ټولنیز ژوند دود یادوي، چې دا ټولې چارې ورته ګټورې او د انديزې او ټولنېزې ودې لامل یې ګرځي ، د پخواني شوروي یو تکړه روزنپوه وایي :

((کوچنی چې په لوبه کې څنګه وي؛ نو چې غټ شي، په کارکې به هم هماغسې شي؛ ځکه په هره ښه لوبه کې ، تر هر څه مخکې د کار هڅه او د فکر هڅه رامنځته کېږي . ښه لوبه ښه کار ته ورته ده . په لوبه کې د کوچني ننګېرنې او هیلې راښکاره کېږي . کوچنیان چې لوبې کوي، ورګورئ؛ کومه ونډه یې چې ځانته غوره کړې ،په دې ټاکنه کې  واقعي او رښتونې دي ؛ په لوبو کې د کوچني ننګېرنې واقعي اوارییزي  دي او نباید غټان ورته بې اعتناوي[4]))

پېغمبر اکرم (ص) پر یوه شمېر کوچنیانو تېرېده، چې په خاوره کې یې لوبې کولې، ځینو اصحابو ترې منع کول ، رسول اکرم (ص) وویل : ((پرېږدئ، چې په خاورو کې لوبې وکړي؛ځکه خاوره دکوچنیانو پسرلی دی [5]))

ته  وا پېغمبر په دې تشبیه دا ټکی څرګندوي؛ لکه څنګه چې پسرلی یو ښه موسم دی، هوا پکې معتدله او بوټي پکې وده کوي ؛ نو د کوچنیانو هم په خاورو کې لوبې ښه ایسي او خوند ترې اخلي او فکریې پکې وده کوي .

د کوچنیانو د لووزلو چمتو کول او لوبې ورسره کول

کوچنی لوبو او بوختیا ته لوبوزلو ته اړتیا لري، چې باید موروپلار او روزنپوه یې ورچمتوکړي ؛ خو باید د وزلو په غوره کولو کې ځیرنه وشي، داسې وزلې چمتو شي، چې مضرې او بد آموزې نه وي؛ بلکې د کوچني د فکري ودې د پیاوړتیا لامل شي او د خلاقیت او نوون خواته یې ورکاږي .

روزنپوه باید کوچنی په لوبو کې ازاد پرېږدي؛ خو ټولیزه څارنه دې پرې ولري . نباید د لوبو سامان لوکس او ګران بیه او تر لازم مقداره زیات وي؛ بلکې باید ساده ، ګټور او د اړتیا هومره وي؛ ځکه کوم کوچنیان، چې لوکس او ګران بیه سامان لري، په کبر  او غرور اخته کېږي او هغوی یې چې نلري، خپه کېږي اوځان سپک ننګېري .

که په لوبو کې د کوچنیانو ترمنځ د سامان پر سر شخړه راپیداکېږي او یا نورو ته د سامان په لیدو سیالي ورځي، چې موروپلار یې ورته هماغسې سامان پیداکړي، باید په دې باب غټان په بېړه شخړه هواره کړي او پخلا یې کړي اوپرېنږدي، چې خپګان پاتې شي او پرکينې او دښمنۍ واوړي اوپه مینه او نرمو خبرو یې قانع کړي .

په روایاتو کې راغلي :(( یو بېدیاني د حضرت رسول اکرم (ص) زامنو حسنینو ته د هوسۍ بچی ډالۍ راوست او پېغمبر (ص) هم ومنله او دعا یې ورته وکړه . په دې وخت کې امام حسن یې تر څنګ و او د هوسۍ بچی یې خوښ شو او پېغمبر (ص) ورکړ ، څه وخت روسته امام حسین راغی ، چې امام حسن د هوسۍ له بچي سره لوبې کوي ، ورته یې وویل : وروره ! له کومه دې کړ ؟ ورته یې وویل : نيکه مې راکړ . امام حسین په بېړه ځان پیغمبراکرم (ص) ته ورساوه، چې ماته هم د هوسۍ بچی راکړه، چې د حسن په څېر لوبې ورسره وکړم . حسین څو ځل داخبره وکړه او پېغمبراکرم (ص) چوپ و او په مینه او ناز به ورسره چلیده او….په پای کې یې د حسین غوښتنه ورپوره کړه[6])) .

له دې  روایته د څو روزنیزو ټکیو ګټنه کړای شو : لومړی داچې د هوسۍ د بچي په څېر له حلالو څارویو سره لوبې کول روا دي ، په دې شرط، چې کوچنیانو ته زیان ور ونه رسوي ؛ خو د پیشو ، سپي او….په څېر څارویو سره لوبې کول روا نه دي اوپوهان وایي، چې دا ډول څاروي له روغتیایي پلوه ښه نه دي او میکروبونه او خطرناکې ناروغۍ لېږدوي.

دویم داچې که کوم کوچني له نورو سره د لوبو په سامان کې سیالي کوله؛ نو په مهربانۍ دې يې ارام کړي او هڅه وشي، چې خپه نشي او که کوچنی قانع نشو او خپه و؛ نو د شونتیا په حالت دې سامان ورته چمتو شي، د ناشونتیا په حال کې ، هغه لار دې خپله کړای شي، چې کوچنی پکې ډېر لږ روحي زیان وویني .

درېیم داچې که یو کوچنی ته مو د لوبو سامان چمتو کړ او بل هم مینه ورسره وښووله ؛ نو دا سامان به ترې نه اخلو، چې بل ته یې ورکړو او له لوبو یې بې برخې کړو، چې دا ډول چلن په نوموړي کوچني کې د کینې راپیدا کېدو لامل ګرځي .

موروپلار او روزنپوهان پردې سربېره، چې کوچنیانو ته لوبوزلې چمتو کوي؛نو پخپله دې هم په لوبو کې ګډون ورسره وکړي؛ ځکه کوچنی په دې چار خوشحالېږي ، ځان ته ارزښت او غرورـ ښاڅمني ننګېري او دغسې ننګېرنه د کوچني د وګړې پر راژوندي کېدو او ودې ته ډېره ارزښتمنه ده .

نن ارواپوهان دا یوه روزنیزه دنده بولي او د کوچنیانو روزنپوهانو ته سپارښتنه کوي :(( لازم دي پلار د خپلو کوچنیانو په تفریح او بوختیاوو کې برخه واخلي . داښه پوهاوی اړین په نظر رسي ؛ بېشکه دا یو ډېر لږ وخت دی، چې ورسره یې تېروي؛ خو ښه والي یې ډېر دی، چې پلار ځان د خپل اولاد تر کچې را ټیټوي ؛ نو نه ښایي دا لنډ فرصت له لاسه ورکړي [7]))

د اسلام پېغمبر (ص) د بشریت د روزنپوه په توګه پېړۍ پېړۍ وړاندې دې مهم رزنیز ټکي ته اشاره کړې ، چې له کوچني سره لوبې یې یو دیني مستحب چار ګڼلی او حدیثپوهانو هم په خپلو ټولګوکې یو باب ورته پرانستی دی :

(( استحباب التصابی مع الولد وملاعبته ))؛ یعنې مستحب دي ، چې له اولاد سره لوبې او د کوچنیانو په څېر چلن وشي او په اړه یې ډېر روایات راوړي دي .

پېغمبر اکرم(ص) ویلي : ((من کان عنده صبی فلیتصاب له؛ له چاسره، چې کوم کوچنی وي ؛ نو باید د ماشوم په څېر دې ورسره وچلي [8]))

او د یو شاعر په وینا:

چونکه باکودک سرو کارت فتاد ــــــــ هم زبان کودکی باید ګشاد

((چې له کوچني سره دې مخه شوه ؛نو د ماشوم په خوله به ورسره چلې ))

له کوچني سره د موروپلار لوبې پر روزنېزو اغېزو سر بېره د کوچني د خوشحالۍ لاملېږي او د اولاد خوشحالول پخپله یو ارښتمن عبادت دی، چې رسول اکرم (ص) ویلي دي : (( څوک چې خپل اولاد خوشحال کړي ، خدای به یې د قیامت پر ورځ خوشحال کړي او د هغه په څېر دی، چې د خدای له ډاره یې ژړلي وي او څوک چې د خدای له ډاره وژاړي : نو خدای به یې له نعمتونو ډک جنت ته ورننباسي[9] ))

د اسلام د پېغمبر(ص) په نوراني ژوند کې ډېر داسې ځایونه مومو، چې آنحضرت (ص) له خپلې سترې دبدبې او عظمت سره سره، له کوچنیانو سره په چلن کې یې خپله ستریا راټیټوله او د کوچنیانو په څېر چلېده .

جابر(رض) وایې : پېغمبر اکرم (ص) ته ورغلم،چې پر څلور بولو روان و او حسنین ورباندې سپاره ول او پېغمبر(ص) ویل : (( اوښ مو ښه دی او تاسې ښې سپرلۍ یاست [10]))

په ځینو روایاتو کې راغلي، چې حسنین پر پېغمبر(ص) سپرېدل او حل حل یې ورته وایه (حل حل د اوښ ځغلولو ته کارېږي [11])

رسول اکرم (ص) د اصحابو له کوچنیانو سره لوبې او ټوکې کولې او په غېږ کې یې کېنول [12] .

((د رسول اکرم (ص) دود و چې: د خپل تره عباس زامن ؛ عبدالله ، عبیدالله او کثیر یې پر یوه لیکه درول اوویل یې : هر یو چې ژر راغی، انعام به ورکړم، کوچنیان به پر سیالۍ ورځغاستل او ځانونه به یې د پېغمبر پر شا او سینه ور ارتول او پېغمبر اکرم به په غېږکې نیول اوښکلول یې ))[13] .

پېغمبر اکرم (ص) د ام سلمه (رض) له لور زینب سره لوبې کولې ویل یې : کوچنۍ زینبې،کوچنۍ زینبې او څوځل یې دالفظ وایه [14].

یعلي عامري (رض) وایي : حسین په کوڅه کې له کوچنیانو سره لوبې کولې او پېغمبراکرم (ص) له یو شمېر اصحابو سره له کوره یې راووت . پېغمبراکرم(ص) غېږ ورته پرانسته او ورغی، چې یې ونیسي ؛ خو حسین په خندا دې او هغه لوري ته تښتېده او پېغمبر(ص) هم په خندا ورپسې تله، څو یې ونیو، یو لاس یې تر زنې ورلاندې او بل یې پر شا ورکېښود او خولې یې ورښکل کړه[15] .

پېغمبر اکرم (ص) په دې کار ، مور و پلار او روزنيزو روزنپوهانو ته یو ستر درس ورزده کړ ، د ځان او ملګرو ټول ظاهري تشریفات یې پرېښوول او څه چې له کوچني سره لازم ول، و یې کړل؛ ځکه د کوچني ګټې له تشریفاتو سره اړخ نه لګوي، کوچني مینې او پاملرنې ته اړتیا لري ، هغه درته سترګې پر لار دی، چې پام ورته وشي ، لوبې او ټوکې ورسره وشي، په غېږ کې یې ونیسي او ښکل یې کړي ، د هغه دې ته پام نه دی، چې دلته کوڅه ده ، ستر نیکه او ورسره ملګري یې هر یو شان او مقام لري، چې باید رعایت او په پام کې ونیول شي ؛ نو ځکه داسلام ستر لارښود دا ټولې چارې نالیدې وګڼلې او د کوچني ګټې او مصلحت یې پر خپل ظاهري مصلحت اوسازښت غوره کړ او خپله دا وینا یې ((له چا سره چې کوم کوچنی وي ؛ نو د کوچني په څېر دې ورسره وچلي )) په عمل کې نورو ته  وروښووله، چې نړیوالو ته بېلګه شي .

[1] الاصابه ، ۱ټ /۵۶۳مخ .مجمع البیان ، ۴ټ /۳۳۷٬۳۳۶او۳۶۱مخونه .بحارالانوار، ۲۲ټ/۱۷۲او۲۱۵مخونه.علموااولادکم …، ۱۷۹مخ.

[2] محجته البیضاٌ ، ۳ټ /۴۳۶مخ.

[3] صحیح بخاري ۸ټ /۱۰مخ .بحارالانوار۴۳ټ/۳۰۵مخ .

[4] روان شناسي تجربی کودک ، ۱۳۰ مخ .

[5] مجمع الزورید ، ۸ټ /۱۵۹مخ . کنزالعمال ۱۶ټ /۴۵۸ مخ .

[6] بحارالانوار، ۴۳ټ/۳۱۲مخ

[7] ګفتارفلسفي ، کودک ،۲ټ/۱۲۹مخ

[8] وسایل الشیعه ،۱۵ټ/۲۰۳مخ

[9] وسایل الشیعه ۱۵ټ/۱۹۴مخ.مکارم الاخلاق ۱ټ/۴۲۴مخ .بحارالانوار ۴۳ټوک /۹۹مخ .

[10] مجمع الزواید،۹ټوک /۱۸۲مخ . بحارالانوار۴۳ټوک/۲۸۵او۳۰۴مخونه .رحمت عالمیان ، ۶۵۹مخ .

[11] بحار الانوار ۴۳ټوک/۲۸۶او۶۴ټوک/۳۱۷مخ .رحمت عالمیان ، ۶۵۸مخ .شرف النبي ، ۱۰۲مخ .علموا اولا دکم محبته ال بیت النبي ، ۱۰۷مخ

[12] نهایه المسول فی روایته الرسول ،۱ټوک/۳۴۰مخ.

[13] مجمع الزواید ۹ټوک /۲۸۵مخ .سیره جلبیه ۳ټوک / ۳۴۰مخ .

[14] متقي هندي ، کنزالعمال ۷ټوک /۱۴۰مخ.

[15] ترمذي ، مناقب ۵ټوک /۶۱۵مخ.حاکم ،مستدرک ۳ټوک /۱۷۷مخ .مستدرک الوسایل ۲ټوک /۶۲۶مخ .شرف النبی ۱۰۲مخ .علموااولادکم …..۱۲۰مخ .بحارالانوار۴۳ټوک /۲۹۶مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!