تبلیغات

له پسرلي زده کړه   تجدد او تنوع ته لېوالتيا انسان داسې حالت لري،چې په يکنواختۍ کې يې زړه تنګېږي. تجدد او نوخواهي د انسان په وجود کې يوه اړتيا ده؛خو دا چې ددې کار راز څه دى،ولې بشر يو څيز په پوره لېوالتيا غواړي؛خو همدا چې ورورسېد؛نو لېوالتيا يې لږېږي او په تدريج يې […]

له پسرلي زده کړه

 

تجدد او تنوع ته لېوالتيا

انسان داسې حالت لري،چې په يکنواختۍ کې يې زړه تنګېږي. تجدد او نوخواهي د انسان په وجود کې يوه اړتيا ده؛خو دا چې ددې کار راز څه دى،ولې بشر يو څيز په پوره لېوالتيا غواړي؛خو همدا چې ورورسېد؛نو لېوالتيا يې لږېږي او په تدريج يې دا لېوالتيا پر کرکه اوړري،چې نه غواړم نن پر دې ويينه وکړم.

ځينې انګېري،چې دا د بشر ذاتي ځانګړنه ده.بشر تل هغه څيزونو ته لېوالتيا او هيله يې لري،چې نه يې لري.درلودل د مينې،لېوالتيا او غوښتلو قبر دى؛خو ځينې نور پخه څرګندونه لري . وايي: که واقعاً يو څيز د بشر غريزي او ذاتي مطلوب وي؛نو ناشونې ده،چې نښلون-وصال يې سوړ او مړاوى کړي.د بشر په سټه کې بشپړ معشوق او محبوبه ده؛هغه محبوب،چې لايتناهي کمال دى.په هر محبوب پسې، چې ځي،په حقيقت کې د اصلي او واقعي محبوب نښه پکې ويني او د اصلي محبوب په ګومان ورپسې ځي؛خو تر وصال وروسته داچې د اصلي محبوب نښـې پکې نه مومي او احساسوي،چې دا موجود نشي کړاى د وجود تشه يې ډکه کړي؛نو په بل محبوب پسې ځي او همداراز…..خو يوه ورځ به له خپل واقعي او اصلي محبوب سره يو ځاى شي؛هغه له ناپايه کمال سره په وصال خپل واقعي کمال ته ورسي او په بشپړه نېکمرغۍ کې ډوب شي او همېشه ارامي مومي او هېڅکله به ستړيا،مړاويتوب او خپګان ورته لار نه مومي .

((الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ(رعد/٢٨)= همدغسې خلک هغوى دي،چې ايمان يې راوړى دى او زړونه يې د “الله” په ياد سره ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر اوسئ ! يوازې د الله په يادولو سره (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.))

هو ! د خداى په ياد زړه ارام مومي.

قرآن کريم د جنت په هکله وايي:((خَالِدِينَ فِيهَا لَا يَبْغُونَ عَنْهَا حِوَلًا(کهف/١٠٨) =هلته به تل اوسېږي او له هغه ځايه هېڅ لېږد نه غواړي .))

يعنې د دنيا او اخرت د نعمتونو توپير دادى،چې انسان په دنيا کې بدلون غواړي؛خو په آخرت کې د بدلون غوښتل او نوي کېدل نه وي.

په هر حال څرګنده ده،چې انسان په دې دنيا کې د تجدد او تنوع غوښتونکى دى.تجدد د خاطر د انبساط او زرغونېدو لامل دى، په تېره بيا که دا تجدد او تنوع د ژوند او د ژوند د تازه کېدو په لوري کې وي. تجدد او تنوع له ذهنه خپګان او زړه تنګي لرې کوي.

په تشريع کې هم دې ټکي ته پام شوى؛په اونۍ کې يوه ورځ او په کال کې يوه مياشت عبادت ته ځانګړې شوې؛يعنې تشريع د تکوين ښه راغلاست ته ورغلې ده. د جمعې ورځ په اونۍ کې او د رمضان مياشت په کال کې له له مادي دوړو د مانيز ژوند پاکول دي.

په روايت (کافي ٢/٦٣٠) کې راغلي: ((هر څه پسرلى او د نوي کېدو فصل لري؛پسرلى او د ايمانوالو په زړونو کې د قرآن د ژوند د نوي کېدو فصل د رمضان مياشت ده.))

حضرت علي (ک) وايي: (( قرآن زده کړئ،چې د زړونو پسرلى دى.))

طبيعي پسرلى لمر رامنځ ته کوي،چې د څه مودې لپاره له ځمکې لرې و او اوس په خپله تودوخه بيا مړ طبيعت راژوندى کوي او مړه ځمکه راويښوي او د قرآن ځلنده لمر په مړو زړونو او مړاويو ارواحو کې مانيز پسرلى راټوکوي. هم بايد له مانيز پسرلي ګټنه وشي او هم له طبيعي پسرلي. رسول اکرم (ص) د مانيز پسرلي- رمضان _ په هکله وايي:((له خدايه په پاک زړه او رښتينو نيتونو وغواړئ،چې د بندګۍ او الهي کتاب د تلاوت توفيق درکړي.))وګ:(عيون اخبار الرضا١/٢٩٥)

 

له پسرلي د انسان برخه

په قرآن کريم کې د ځمکې د بيا راژوندي کېدو په هکله څو ځل يادونه شوې؛خو د زده کړې او د بشر د لارښوونې لپاره له دې فصله بايد څه ګټنې وشي او الهام ترې واخستل شي.

د ځمکې ټوله اولاده له بوټي نيولې تر څارويو او انسانانو په دې ژوند ورکوونکي فصل کې برخه او حق لري : په دې فصل کې ګلان او شنه بوټي ځان د کمال ودې ته رسوي. څاروي ځان اوبو او وښو ته رسوي او ځان چاغوي او مستي کوي .

انسان هم داچې عقل پوهه ،احساسات او عواطف لري؛نو له دې عام فيضه څه برخه لري؛نو د انسان برخه څه ده؟

ځينو خلکو ته د پسرلي ژوند ورکوونکى فصل الهاموونکى دى،زده کړه ده او رمزونو،ټکيو او حقيقتونو ته پکې رسي؛خو په خواشينۍ، چې له دې فصله د نورو ګټه يوازې د يو څاروي هومره وي او څه الهام نه اخلي او له دې فصله يې برخه يوازې جنايت،انسان وژنې، اخلاقي فساد او د انساني بريدونو ماتول .

په هر حال پسرلى د ځمکې د بيا راژوندي کېدو فصل دى؛د ځمکې د خوشحالۍ او تازه کېدو فصل دى؛هغه فصل دى،چې ځمکه پکې په تازه شرايطو کې واقع کېږي او دې ته چمتو کېږي،چې ستر الهي نعمتونه بيا ورکړل شي.

په قرآن کريم کې دا حالت پينځلس ځل ياد شوى،چې ځمکه پکې بيا راژوندۍ کېږي؛خو د زده کړې او ښوونې په نامه.

 

د ژوند آثار او حقيقت

دا چې د ژوند حقيقت څه دى،تر اوسه د بشر پوهې ترې پرده نه ده اوچته کړې او د ځينو څېړونکيو د وينا له مخې: کله به هم له دې رازه پرده اوچته نشي؛ځکه ددې ډلې په ګروهه : د ژوند او وجود حقيقت يو دى او لکه څنګه چې د وجود حقيقت د تعريف او انګېرنې وړ نه دى؛د ژوند حقيقت هم د تعريف او انګېرنې وړ نه دى او لکه څنګه چې د وجود حقيقت شديدې او ضعيف،اشدې او اضعفې درجې لري،د ژوند حقيقت هم داسې دى.هر موجود،چې له وجوده څومره ګټه لري،د ژوند له حقيقته برخمن دى. د ځمکې او بل هر مړ موجود ژوندي کېدل دا دي : د ژوند يو لوړه او پشپړه درجه لاس ته راوړل. مطلق مړى نشته؛مطلق مړى،مطلق له منځه تلل دي.

په عين حال کې،چې بشر ته د ژوند حقيقت مجهول دى او يا د درک وړ نه دى؛د ژوند او ژوندون آثار ورته تر هر څه ښکاره او څرګند دي. سره له دې،چې خپله ژوند نه احساسوو_؛يعنې په خپله ژوند نه ګورو،نه يې لمسوو او نه يې څکو_؛خو آثار يې ګورو او لمسوو يې.د ژوند آثار ښکاره دي او ژوند پخپله باطن دى؛موږ له دې ظاهره پر هغه باطن پوهېږو او له دې “قشر” او “پوټکي” هغه “لُب” او “زڼي” ته رسو.

 

نامحسوس حقايق

په نړۍ کې ځينې کسان راپيدا شول،چې و يې ويل: موږ يوازې پر هغو څيزونو ايمان لرو،چې و يې وينو او يا يې په خپل يو حس، حس کړو او هغه څه نشته،چې محسوس نه دي؛نو وايو طبيعت شته؛ځکه نېغ په نېغ د لمس او احساسولو وړ دى او “له طبيعت هاخوا” نشته؛ځکه چې د لمس او احساسولو وړتيا نه لري.

دا منطق-سول په خپل حد کې نيمګړى دى؛ځکه ولې او په څه دليل هغه څه نشته،چې زه يې نه احساسوم؟ په دې څرګندونه کې بله ستره نيمګړتيا داده،چې په خپله طبيعت کې داسې څرګند او نه منکرېدونکي حقايق شته،چې موږ په خپلو حواسو نه دي درک کړي؛خو له وجودي آثارو مو پېژندلي دي،چې يو له هغوى ژوند دى او پکار نه ده،چې هر څه نامحسوس دې،”له طبيعت په هاخوا” پورې اړوند وي. “له طبيعت هاخوا” نامحسوس دى؛خو هر نامحسوس “له طبيعت هاخوا” نه ګڼل کېږي.

آيا موږ په خپله جسم او ماده نېغ په نېغې احساس او لمسوو؟ څه چې نېغ په نېغه زموږ حواس يې درک کوي؛رنګ،ډول،بڼه،اندازه،څومره والى ،تودوخه،زيږتوب او يا نرموالى دى،چې دا يو هم کټ مټ په خپله ماده نه ده او دا ټول د مادې عوارض او آثار دي .طبيعي ژوند،چې ځمکې او اولاد ته يې پيدا کېږي،څرګند حقيقت؛خو ورسره نامحسوس دى او داچې موږ يې په آثارو،ځلاوو او تجلياتو کې ډوب يو؛نو انګېرو،چې نېغ په نېغ حواس مو له مادې سره سرو کار لري.موږ په ګل کې څه وينو؟ وده،تازه توب،رنګ او ښه بوى او د همدې چارو د شتون له امله حکم کوو،چې ژوند پکې پيدا شوى دى.ددې ګل د باطن په اړه ورمندون مو،چې هماغه د ژوند حقيقت دى،په ظاهري حواسو نه دي؛ په يو بل ځواک دي،چې هغه هم زموږ باطن شمېرل کېږي.موږ په خپل ظاهر او پوټکي _؛يعنې په خپلو بدني حواسو او بدني اوزارو_ د عالم ظاهر او پوټکى درک کوو او په خپل باطن او زڼي _؛يعنې په خپل عقل او ضمير_ څه نا څه د عالم له باطن او زڼي سره اړيکه پيدا کوو؛يعنې نامحسوس حقايق درک کوو.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست