تبلیغات

  د حقايقو د څرګندېدو او د واقعيتونو د پېژندګلوۍ لپاره له يو بل سره مناظره او بحث (په تېره بيا په دې زمانه کې، چې فکري او علمي وده زياته شوې ده) كلتوري هدفونو ته د رسېدو تر ټولو غوره لاره ده او كه فرضاد تعصب له وجهې يى څوك ونه مني؛نو لږ تر […]

 

د حقايقو د څرګندېدو او د واقعيتونو د پېژندګلوۍ لپاره له يو بل سره مناظره او بحث (په تېره بيا په دې زمانه کې، چې فکري او علمي وده زياته شوې ده) كلتوري هدفونو ته د رسېدو تر ټولو غوره لاره ده او كه فرضاد تعصب له وجهې يى څوك ونه مني؛نو لږ تر لږه خو پرې اتمام حجت کېږي؛ځكه څرګنده ده، چې ګروهه په زوره نشي تپل کېداى او كه پر چا په زور زياتي هم ومنل شي؛نو د يو څه وخت لپاره به وي .

خداى پاك په قرآن مجيد کې دې موضوع ته ډېر ارزښت وركړى او اصل يې ګرځولى دى او په څلورو ځايونو كې خپل ګران رسول ته وايي:

قل هاتوا برهانكم ان كنتم صادقين

“(اى رسوله) مخالفانو ته ووايه كه تاسو رښتيا وايئ؛ نو خپل دليل او برهان ووايه[1]

نو اسلام چې نور خلك دليل، برهان او منطق ته رابولي”؛ نو په كار دي، چې خپله هم پر دليل او استدلال باندې تكيه ولري .

خداى پاك په قرآن مجيد کې خپل پاك حبيب ته وايي:

ادع الى سبېل ربك بالحكمه والموعظه الحسنه و جادلهم بالتى هى احسن.

“(اى رسوله) خلك په حكمت، نېک چلن، ښكلي بحث او مباحثې سره د خداى لوري ته راوبوله([2]

له “حكمت” نه مراد هغه پياوړې طريقې دى، چې پر عقل او علم باندې تكيه لرى او له ” نېکى موعظې” نه مراد هغه معنوي نصيحتونه دي،چې د مهربانۍ او عاطفې اړخ لري او د اورېدونكيو پاك احساسات د حق پر لور رابرسېره كوي او له مجادلې” نه مراد له يو بل سره په بحث او مقابله کې، د بحث، مباحثې، تنقيد او شننې طريقه او روش دى. د بحث دغه طريقه كه د حق او انصاف پر بنياد وي؛ نو په ځينو موقعو كې د ضدي مخالفانو د قايلولو لپاره اړینه او لازمي وي .

مطلب دا چې ځينې انسانان د حقائقو د درك لپاره فکري قوت او مضبوط استعداد لري،چې د داسې كسانو د جذب لپاره عقلي دلايل ضرورى دى او د ځينو كسانو فکري سويه ټيټه وي اود پېژندګلوۍ استعداد او وس يى كمزورى وي او ژوند يې له تعصباتو او ځينو نورو عاداتو او جذباتو ډك وي؛ نو دغه ډول وګړى په ښه وعظ او نصيحت سره رابلل کېږي.

او ځينې كسان كم عقل او ضدي وى او پر مخالف لوري باندې د خپلو افكارو د منلو لپاره له هرې خوا د ګوزار په لټه کې وي. دغه كسان د استدلال، وعظ او نصيحت په ژبه نه پوهېږي؛ نو دوى سره بيا مجادله پكار ده؛ خو په ښكلې طريقې سره ؛ يعنې داسې بحث او مباحثه ، چې پر انصاف، رښتياوو او اخلاقو ولاړه وي .

نو ځكه په مناظروي فن كې لازم دي، چې د مناظره كوونكيو اړيکې او ذهني كيفيتونه وتلل شي او په خپله مناسبه موقع كې ورسره بحث وشي .

د اسلام ستر پېغمبر په مختلفو ځايونو كې له همدغو دريو طريقو نه ګټه اخستې او خلك يى اسلام ته رابللي دي

د حضرت پېغمبر اكرم صلی الله علیه و آله وسلم له پاكو اهلبيتو نه امام جعفر صادق تقريباً څلور زره شاګردان روزلي دي، چى يوې ډلې په مختلفو علمي ځانګو کې د مناظرې د فن مهارت درلود، كله به چې مخالفان امام صادق(رح) ته د علمي بحث لپاره راتلل؛ نو كه هغه به وخت نه درلوده؛ نو شاګردانو ته به يې ويل، چې له مخالفانو سره مناظره وكړئ.

د “ابن ابى العوجا”، “ديصاني” او ” ابن مقفع” او …… په شان ماده پرستو او له خداى پاك نه منكرو كسانو په څو ځلو له امام جعفر صادق (رح) او د هغه له شاګردانو سره مناظرې كړي دي. امام به ړومبى د هغوى خبرې واورېدې او بيا به يې د يوې يوې خبرې ځواب وركاوه، لكه ابن ابى العوجا چى وايي:

“امام جعفر صادق به له موږه غوښتل چې خپل دلايل ووايو . موږ به خپل دليلونه ښه په ازاده توګه بيانول او هغه به راته داسې غوږ ايښى و، چې موږ به خيال كاوه، چې ګڼې پړ مو كړ؛ خو بيا به، چې د هغه وار راغى نو په ډېر وقار سره به يې زموږ د يو يو استدلال شننه كوله او په داسې ډول به ېې ټول ردول، چې په بحث کې به يې موږ ته د هر ډول بهانې او پلمې لارې بندې كړې[3]

 

[1] ( بقره-111 ….)

[2] (سوره نحل 125 آيت)

[3] (وګورىْ: بحار 3 ټوك، 58 مخ)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!