تبلیغات

په اسلام كې د ښځې مقام   د ښځه په اسلام كې، د انسان لوړ مقام لري، ځكه ښځه او نارينه په انسانتوب كې كوم توپير نلري. كه انسان په قرآن كې ))خليفة الله(( ښوول او عزت يې شوى دى: اسراء: 70 آيت: )) وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ […]

په اسلام كې د ښځې مقام

 

د ښځه په اسلام كې، د انسان لوړ مقام لري، ځكه ښځه او نارينه په انسانتوب كې كوم توپير نلري. كه انسان په قرآن كې ))خليفة الله(( ښوول او عزت يې شوى دى:

اسراء: 70 آيت: )) وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً =((.

او كه حضرت آدم داسې يو مقام ته ور رسېدلى، چې پرښتو سجده ورته كړې ده:

حجر: 29 آيت: )) =((

نو دا ټولې چارې د انسانتوب له امله دي. قرآن كريم د حضرت آدم )ع( په اړه وايي:

بقره: 31، 34 آيتونه: )) وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَـؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ 31 قَالُواْ سُبْحَانَكَ لاَ عِلْمَ لَنَا إِلاَّ مَا عَلَّمْتَنَا إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ 32 قَالَ يَا آدَمُ أَنبِئْهُم بِأَسْمَآئِهِمْ فَلَمَّا أَنبَأَهُمْ بِأَسْمَآئِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ 33 وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ =((.

كه حضرت آدم )ع( پر اسماوو وپوهېده او ځوابوونكى يې و، نو د خپل ځانګړي انساني پيدايښت له امله يې و او په دې پيدايښت كې ښځه او نارينه يو رنګ دي. په ټولنيز ډول په قرآن او احاديثو كې، چې د انسان هر ډول ستاينه شوې په اړه يې ښځه او نارينه يو ډول دي.

په قرآن كې يو آيت هم نشته، چې ښځه يې د ښځتوب په نامه غندلي وي.

نو، ځكه د اسلام او قرآن له ليدلوري ښځه او نارينه دوه انسانان دي، چې په ارزښتونو كې څه توپير نلري او د ټولنې په اداره كولو كې ګډ مسووليتونه لري، چې ځينو ته يې اشاره كېږي:

لومړى: ښځه او نارينه يو رنګ د انساني ځوځات د پيدايښت، زوكړې، غځېدا او پايښت سرچينه ده. قرآن كريم وايي:

حجرات: 13 آيت: )) يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ =((.

نساء: 1 آيت: )) يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيرًا وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا =((.

په پورته آيتونو كې ښځه او نارينه د ټولنې دوه مهم اركان ښوول شوي او د ښحې او نارينه هر يو د غوراوي كچه، تقوا او ځان ساتنه ښوول شوې ده.

دويم: قرآن، د انسان د نېكمرغۍ وزله يوازې، پر خداى ايمان، د ځان تزكيه او تهذيب، تقوا او د صالحو چاروكول بولي او په باب يې د ښځې او نارينه تر منځ څه توپير ايښى نه دى، بلكې دواړه يې د پرمختګ، مانيزې بشپړتيا او قرب الى الله وړ ګڼلي دي.

خداى تعالى وايي:

نحل: 97 آيت: )) مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ =((.

آل عمران: 195 آيت: )) فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ فَالَّذِينَ هَاجَرُواْ وَأُخْرِجُواْ مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُواْ فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُواْ وَقُتِلُواْ لأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ ثَوَابًا مِّن عِندِ اللّهِ وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ =((.

قرآن صالح ښځې او نارينه يو رنګ ستايلي او وايي:

احزاب: 35 آيت: )) إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا =((.

قرآن، د نارينه و په څېر د تاريخ نېكانو ښځو تهاشاره كړې او ستايلي يې دي، لكه د حضرت مريم )ع( په باب وايي:

آل عمران: 38 آيت: )) هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُ قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِن لَّدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاء =((.

همدغسې وايي:

آل عمران: 42 آيت: )) وَإِذْ قَالَتِ الْمَلاَئِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَى نِسَاء الْعَالَمِينَ =((.

خداى تعالى د فرعون د مېرمنې، آسيه په اړه وايي:

تحريم: 11 آيت: )) وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً لِّلَّذِينَ آمَنُوا اِمْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ =((.

د پيغمبر اكرم )ص( لور، حضرت فاطمة الزهرا هم له همدې ځانګړو مېرمنو ځنې ده، چې د سپېڅلتيا آيت دده، پلار، مېړه او زامنو په باب نازل شوى دى. خداى پاك وايي:

احزاب: 33 آيت: )) وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلاَةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا =((.

رسول اكرم )ص( ددې ښځو په هكله ويلي:

))څلور تنه جنتي اغلې دي: مريم د عمران لور، فاطمه د محمد لور، خديجه د خويلد لور او آسيه د مزاحم لور او د فرعون مېرمن(( وګورئ: كشف الغمه، 2/76 مخ.

لكه، چې وينئ قرآن ښځتوب د ودې، پرمختګ، لوړتيا او انساني فضايلو د لاس ته راوړو خنډ نه بولي، بلكې دوى هم د نارينه و په څېر د فضايلو لاس ته راوړو ته وړ بولي.

البته په قرآن كې ځينې ښځې غندل شوي، لكه د نوح عليه السلام مېرمن، د لوط عليه السلام مېرمن، د كافر ابو لهب مېرمن. )1( )وګورئ(: تحريم_ 10 آيت او مسد سورت. لكه، چې ځينې نارينه هم د ناوړو كړنو له امله ټپسوري شوي دي، لكه فرعون، نمرود او ابو لهب.

درېيم: اسلام، ښځه او نارينه د ټولنې دوهركنه بولي، چې د ټولنې په پيدايښت، جوړښت، تنظيمولو او ترې په ګټه اخستنې كې ګډه ونډه لري. دواړه په ټولنه كې وسېږي او د صالح ټولنې له ښو پايلو او د فاسدې ټولنې له ناوړو اغېزو يو رنګ برخمنېږي، نو ځكه د ټولنې د سمونې مسووليت به هم د ښځې او نارينه پر غاړه وي، خداى تعالى په قرآن كې وايي:

توبه: 71 آيت: )) وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ =((.

سمه ده، چې پر ښځو د جهاد په ډګر كې شتون او له دښمن سره مبارزه فرض شوې نه ده، خو نور ټولنيز مسووليتونه ترې ايسته شوي نه دي: پر نېكيو امر او له بديو منع، له دين او سپېڅلتياوو يې دفاع، د اسلام تبليغول، له تېري او ظلم سره مبارزه، د مظلومانو له حقوقو دفاع، په ښو چارو كې لاسنيوى، له بېوزليو سره مرسته، د ناروغانو، ګوډ، شل، ړندو او بوډاګانو پرستاري، له اخلاقي او ټولنيزو مفاسدو سره مبارزه، د كوچنيانو سمه پالنه، ښوونه او د ټولنې د پوهې كچه لوړول، د عدل د واكمنۍ ټينګښت او پياوړتيا، له اسلامي ارزښتونو دفاع، د كورنۍ او هېواد له وټيزو بنسټونو سره مرسته، او نور په لس ګونو ګډ مسووليتونه، چې د ښځې او نارينه پر غاړه ايښوول شوي دي.

څلورم: د ښځو او نارينه و له ګډو دندو، د پوهې تر لاسه كول او د نړۍ د رازونو راسپړل دي، چې د ژوند سوكالۍ ته يې وكاروي دواړه انسانان دي او وړتيا او مسووليت لري.

اسلام، د پوهې په لاسته راوړو كې، پېمانه ټينګار كوي او يوه فريضه يې ښيي:

امام صادق )رح( له رسول الله )ص( روايتوي:

))د پوهې تر لاسه كول پر هر مسلمان فرض دى. با خبر، چې د خداى د علم زده كړيالان خوښېږي(()1( كافي 1/30 مخ.

امام محمد باقر )رض( ويلي:

))كوم پوه، چې له خپلې پوهې ګټنه وكړي، تر اويا زرو عابدانو غوره دي(()1( كافي 1/33 مخ.

او په دې ډول په لسګونه او سلګونه نور احاديث، چې له دې اړخ د ښځو او نارينه و تر منځ څه توپير نشته. ښحې د مسلمانې وګړې په نامه دنده لري، چې د پوهې په تر لاسه كولو كې هڅه وكړي، چې بسيا شي، په تېره د هغو علومو په لاسته راوړو كې، چې نيغ په نيغ يې ورته اړتيا وي، لكه طب، د غاښونو طبابت، پرستاري، قابله توب، لابراتواري علوم، درمل جوړونه، اروا پوهنه، ښوونه او روزنه، بيولوژي، كيميا، اداره، حسابوالي، اسلامپوهنه، تفسير، عقايد، فقه، تاريخ، ادبيات، هنر، ژبه، حقوق، اقتصاد او…..

ښځې د ټولنې نيمايي برخه ده او په اداره كې يې برخوالي دي، نو ځكه بايد په اړوند او اړتيا وړ څانګو كې يې پوهان او متخصعان د نارينه و هومره وي، چې بسيا شي. بايد د روغتونونو، روغتيا يې مركزونو، پوهنتونونو، لېسو، لومړنيو ښوونځيو، دارالمعلمينونو، درمل سازيو، لابراتوارونو، د ديني علومو مدارسو، دمبلغينو د روزنې، او د اسلامي تبليغاتو د مراكزو نيمايي ښځو ته ورځانګړي شي. همدا راز بايد ټول زيږنتونونه ښځو ته ځانګړي وي او د نارينه و هومره، پوهان او متخصصين ولري، چې افسوس داسې نه ده، او دا توپير دوه لاملونه درلوداى شي:

1_ په تاريخ كې د نارينه و ځانمني، ځان چورليځتوب او بې عدالتيو، چې ښځې يې په بسياينه كې له خپلو مشروعو حقوقو لرې ساتلې او په ځان پورې يې تړلي دي.

2_ د ښځو، لنډون، ځان ناپېژاندي، ارام ژوند غوښتنه او پړق و پړوك ژوند ته ورلېوالتيا، ددې لامل شوي، چې دوى د خپل واقعي حقوقو د لاسته راوړو بهير ونه پېژانده او كږه لار يې ونيوه.

ښځې بايد خپل واقعي مسووليتونه او ونډې وپېژني او هڅه وكړي، چې خپلواكۍ، بسياينې او د خپلو مشروعو حقوقو لاسته راوړو ته ورسي او پام يې وي، چې د لويديزوالو ښځو په څېر كږې ولاړې نشي.

 

¯¯¯


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست