تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ څنګه په نظریاتي جګړه کې سمه لار خپلولای شو؟ انسانان باید د ډول ډول او یو له بل سره په ټکر کې ادیانو او ښوونځیو په څولارې کې له کومه ځایه پیل کړي او څنګه سمه لار وپېژني؟ زموږ عمر د ټولو کړنو د ښو او بدو او د ګردو ویناوو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

څنګه په نظریاتي جګړه کې سمه لار خپلولای شو؟

انسانان باید د ډول ډول او یو له بل سره په ټکر کې ادیانو او ښوونځیو په څولارې کې له کومه ځایه پیل کړي او څنګه سمه لار وپېژني؟ زموږ عمر د ټولو کړنو د ښو او بدو او د ګردو ویناوو د حق او باطل څېړنو ته کافي نه دی. که فرضاً ټول شته ښوونځي مو وازمېیل، تاریخ خو څه پای ته رسېدلی نه دی، راورسته ځوځات او نسلونه به نوې اندنې او ښوونځي رادبره کړي؛ نو ځکه غیر مقلد انسان تل له ځانه پوښتلای شي، له کومه معلوم چې حق ښوونځی هغه ښوونځی نه وي چې ما نه وي ازمېیلی؟ له کومه معلوم زما په اذکارو کې باطل ټکي نه وي چې تراوسه را پر ډاګه شوي نه وي؟ دا پوښتنې باخبر، عقلمن او هغه انسان ته چې په پټو سترګو په یو څیز پسې نه ورځي، اوڅارېږي.

علي (ک) پوه شوی چې دا پوښتنې یې هوښیار زوی ته اوڅار شوي یا شونې ده اوڅار شي. د دې پوښتنو راولاړېدل د ویښتیا او آګاهۍ نښه ده او د پرې ګوته ورته نیوای نشو. که ځواب دا وي چې په ګروهو کې دې ګړ پړ مه کوه؛ په پټو سترګو د خپلو پلرونو لارې ته دوام ورکړه، طبیعي ده چې پوه انسان دا ځواب درسره نه مني او که ځواب دا وي چې ټول ښوونځي امتحان کړې او د ګردو مدعیانو مدعیات وڅېړې؛ دا هم د یوې بې پایه لارې وهلو او نه وررسېدونکې قبلې ته د وررسېدو سپارښتنه ده؛ ځکه لومړی لکه چې ومو ویل د ښوونځیو ازمېیل یو بې پایه کار دی او دویم دا چې بیخي اسان کار نه دی. له مسیحیانو، بودایانو او …….سره د پېژندګلو لپاره په یو کونج کې کېناستل او د څو کتابونو لوست ابدا کافي نه دي، باید ورسره واوسې له سترګو یې نړۍ ته ووینې او په ایمان کې یې مشارکت وکړې. د نورو کوچنی عیب لویول او خپل لویی نقص نالیدلی یا کوچنی ګڼل د ګردو اند پلورو دود او کسب و چې البته د څېړنې په تله کې څه وزن او درونوالی نلري. د زړه تړاوونه، په پټو سترګو تګ او عادات پر حقیقت پېړې پردې وراچوي چې لیدل یې ستونزمن؛ بلکې کله نا کله ناشونی کوي.

علي (ک) دا پوښتنه ځوابوي:

(۱)   د تیرو له اوچتو تجربو ګټنه   

علي (ک) د تېرو پوښتنو د ځوابونې لپاره زوی (امام حسن) ته دوه لارې وروړاندې کوي، وایي له بېخه دا غلطه اندنه ده چې:

له صفره یې پیلوم.

ولې یې له صفره پېلوې؟

 ایا تېرو تجربه نه ده کړې؟

 تجربو یې هیڅ ارزښت نه درلود؟

بشریت اوږد عمر تېر کړی نه دی؟

 ایا د انسان تاریخ په تا پیلېږي؟

 که ستا تجربې او څېړنې ارزښتمنې دي، د تېرو هم دي. لږ تر لږه د څېړنو پر وخت دې د بشریت د اوږدو تجربو ملحوظات وکړه او ګټنه ترې واخله.

تېروتنه ده چې څوک وغواړي هر څه خپله تجربه کړي او په ټولو چارو کې پر ځان ډډه ووهي، په تېره که هلک وي او د ځوانۍ منګ ته رسېدلی نه وي. نه وایم چې ځان دې هېر کړه؛ خو وایم ځانمني او ځانویني دې مه څربوه. تر تا وړاندې ډېرو مشرانو، ډېرې لارې وهلي دي؛ نو ځکه له صفره پیلول منع دي. دا ټکی نه یوازې د یوه ښوونځي یا دیانت د چار په موندنه کې، چې د ژوند په نورو چارو کې هم صادق دی. فرض کړﺉ چې د ژوند په پیلامه کې د اور سوځېدل تجربه کوﺉ؛ نو ایا لاس مو په اور کې ننباسئ او وایئ چې د نورو تجربې مې په کار نه دي؟ اوس فرض کړﺉ لاس مو اور ته ور دننه کړ او وسوځېد، شونې ده وپوښتئ ایا اور پښه هم سوځوي؟ ځواب موندنې ته باید خپله پښه هم په اور کې کېدﺉ. ایا جامې هم سوځوي؟ د دې بې پایه پوښتنو ځواب موندنې ته باید لاس و پښې، سترګې، غوږونه، جامې او ……. اور ته ورننباسو. دا مخامخېدنه، نه یوازې ټینګې او جدي عملي ستونزې راولاړوي او ژوند له بېخه، ناشونی کوي؛ بلکې له نظري پلوه هم ناسمه او د دفاع وړ نه ده؛ ځکه د نورو د تجربو له نالیدلو ګڼلو لپاره کوم دلیل نلرو. ولې وایئ که پوه شوم، اور سوځول کوي؛ نو یوه مهمه او  ډاډمنه تجربه مې کړې؛ خو که نور پرې پوه شول؛ نو هیڅ اهمیت نه لري؟ د نورو له تجربو ګټنه د عقلمنۍ غوښتنه ده. او علي (ک) په دې لیک کې خپل زوی ته وایي:

«و العقل حفظ التجارب – عقل د انسانانو د تجربو زېرمې دي»

(۲) د تېرو په تجربو کې د سلف صالح په تجربو پسې ورشه

علي (ک) دلته یوه مقدره پوښتنه هم ځواب کړې ده. شونې ده څوک وپوښتي: په تېرو کې پرېمانه انسانان ول، په ډولا ډولو لارو تللي او بېلابېلې خبرې یې کړي؛ نو د چا پر تجربو، دودنو او سنتو ډډه ووهو؟ د علي (ک) ځواب دا دی چې د تېرو د صالحانو پر سنتو ډډه ولګوﺉ؛ په تېرو کې په هغوی پسې ولاړ شئ چې ښه وه او له سراسر ژونده یې صلاح او پاکي ورېده، دا یو ډېر مهم ټکی دی. پېغمبرانو خلک نه په معجزو او نه په علمي خبرو قانع کول؛ بلکې امانت، صداقت، پاکي او نجابت یې و چې د زمانې خلک یې ورماتول (او په نړۍ کې هر بریالي انسان چې هر څومره د پاموړ توفیقات ترلاسه کړي؛ نو د همدې ځانګړنو په پار دي) .

د پېغمبرانو او الهي اولیاوو ښه مخینه د دوی د جاذبې یو مهمترین شپول و

ډېری خلکو ځکه د اسلام پر پېغمبر (ص) ایمان راووړ چې ښه مخینه یې درلوده. ویل یې چې څلویښت کاله پاک ژوند یې راسره کړی او په دې موده کې له دې امین سړي مو ان یو دروغ هم اورېدلي نه دي او اوس چې د پېغمبرۍ ادعا کوي لږ تر لږه یې پر صدق او رښتینتوب ډېر ډاډ درلودای شو او ادعا یې په اسانۍ دروغ ګڼلای نشو. په تواریخو کې راغلي چې حضرت ابوبکر (رض) پر پېغمبر باندې د خپل ایمان راوړو د دلیل په اړه ویلي و: «هذا وجه صادق» یعنې پېغمبر د رښتونو څېره لري او چلي نه معلومېږي. پېغمبران د همدې جاذبو په مرسته د خلکو زړونه راکاږي. د مولوي په تعبیر:

معجزات از بهر قهر دشمن است

بوی جنسیت پی دل بردن است

معجزه د دښمنانو ځپنې ته وه. پېغمبرانو خلک په معجزو نه هک اریانول او ترې یې نه غوښتل چې له معجزې په راولاړ شوې هېښتیا کې ایمان ورباندې راوړي. د پېغمبرانو پانګه په لومړۍ درجه کې تحبیب، مینه کول او شفقت و، نه ارعاب ډارونه او ترهګري[1]؛خو د دښمنانو ځواب یې هم درلود او ورکاوه یې؛ فرعون د موسی (ع) پر وړاندې د ویلو لپاره حق خبره نه درلوده؛ خو د دوو ټکیو په وریادولو یې د موسی (ع) مخینې ته ګوته نیوه. یو ټکی یې د موسی (ع) سپکاوي ته او بل یې د ده ناوړه مخینه وریادوله.

فرعون د موسی (ع) سپکاوي ته ویل:

أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ (شعراء/۱۸) = ايا ته مو په وړوکتوب کې نه وې پاللى؟ او د خپل ژوند څو کلونه دې راسره تېر(نه) کړل؟

دا وینا یو ډول سپکاوی دی. وایي ته هماغه هلک یې چې لویی مو کړې او اوس د پېغمبرۍ دعوا راته کوې او پر وړاندې مو ولاړ یې! فرعون زیاتوي:

وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِي فَعَلْتَ (شعراء/۱۹)

کوم کار چې فرعون یې نامه نه اخلي، هغه وژل شوی تن دی چې موسی (ع) وژلی و، چې په قرآن کې هم راغلی دی:

فَوَكَزَهُ مُوسَى فَقَضَى عَلَيْهِ (قصص/۱۵)

فرعون  د دې ټکې په وریادولو غوښتل چې د موسی (ع) مخینه ناوړه وبرېښوي. موسی (ع) ځواب ورکاوه:

فَعَلْتُهَا إِذًا وَأَنَا مِنَ الضَّالِّينَ (شعرا/۲۰) = هغه وخت مې،چې هغه (کار) كړى و،زه له ناخبرو ځنې وم.

یو شمېر مفسرانو پر دې ټکي تنبیه کړې چې د خبرو په همدې غونډه کې معمولا فرعون د سپکاوي تعبیرات کارول او له موسی (ع) سره د خبرو اترو په ترڅ کې یې، خپل مخ نورو ته وراړو او وایي:

وَمَا رَبُّ الْعَالَمِينَ (شعراء/۲۳) = او (دا) نړۍ پال لا څه او څوک دى؟!

دا خدای چې دا وایي، یعنې څه؟ فرعون د موسی (ع) د سپکاوي او د مخینې په خرابولو، د موسی (ع) د خبرو د نفوذ مخه ونشوه نیوای؛ نو کو‌‌‌ډګر یې راټول کړل؛ نو دا دی چې موسی (ع) معجزه کوي:

معجزات از بهر قهر دشمن است

بوی جنسیت پی دل بردن است

(مثنوی شپږم دفتر)

در دل هر امتی کز حق مزه‌ست

روی و آواز پیمبر معجزه‌ست

چون پیمبر از برون بانگی زند

جان امت در درون سجده کند

زانک جنس بانگ او اندر جهان

از کسی نشنیده باشد گوش جان

(مثنوي دویم دفتر)

امتونو چې سجدې کړي یو له مهمترینو دلایلو یې، د پېغمبرانو ښه مخینه درلودل دي. دا چار د ټولو هغو مشرانو په اړه صادق دی چې نړۍ ته راغلي دي.

حضرت علي (ک) خپل زوی ته وایي چې د لارې په پیل کې د تېرو سنت او دود نالیدلی مه ګڼه او په تېرو کې هم صالحان وټاکه، پاک انسان چې په هر ښوونځي پورې تړاو لري، د هدایت یوه برخه لري او د خدای له لوري یوه نېکمرغي ور پېرزو شوې ده. پاکي او پرهیزګاري له شریعت څخه مستقلې چارې دي. قرآن راته وايي هغوی پاکۍ او نېکۍ ته وررسي چې په خپل ژوند کې یې سترې سترې تېرېدنې کړې وي:

لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ (آل عمران/۹۲) = له سره به د نېكۍ (حقيقت) ته و نه رسئ؛ چې درته ګران څيزونه مو (د خداى په لار كې) لګولي نه وي.

پاک او صالح انسان په اسانۍ له ناپاکه او ناصالح څخه بېلولای شو؛ ځکه پاکي د مشکو په څېر ښه بوی لري او خپرېږي. البته له دروغجنو مدعیانو، لوټمارو او ریاکارانو هم باید ډډه وکړو؛ نو ځکه علي (ک) خپل زوی ته وايي، چې د لارې په پیل کې د خپلې کورنۍ د صالحانو د سنتو لاروی اوسه. دا خبره په دې مانا نه ده، چې تر پایه پر همدې ټکي پاتې شې او کله هم په څېړنې او ازمېښت لاس پورې نکړې؛ بلکې په دې مانا ده چې د پیل ټکی د تېرو صالحانو سنت وټاکې او له صفره پیل نکړې.

له خدایه غواړو، چې دحق لارې په موندو کې لاسنیوی مو وکړې.

[1]  مولانا د فرعون له خولې (او په حقیقت کې له خپلې خولې) موسی (ع) ته دا ټکی (او په حقیقت کې ټولو بلونکیو، مصلحانو، پیغام راوړونکیو او مینناکو ته) وریادوي چې د مینې او محبت په راجلبولو پسې وسئ ، نه د تاوتریخوالي، ترهې او وحشت په رادبره کولو پسې:

در هزیمت از تو افتادند خلق

در هزیمت کشته شد مردم زلق

لا جرم مردم تو را دشمن ګرفت

کین تو در سینه مرد و زن ګرفت […]

تو بدان غره مشو کش ساختی

در دل خلقان هراس انداختی […]

مر مرا بخریده اند اهل جهان

از همه عاقل تری تو ای فلان

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!