تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه په انفاق كې د اخلاص اغېز   يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُمْ بِالْمَنِّ وَالْأَذَى كَالَّذِي يُنْفِقُ مَالَهُ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا لَا يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِمَّا كَسَبُوا وَاللَّهُ لَا يَهْدِي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

په انفاق كې د اخلاص اغېز

 

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُمْ بِالْمَنِّ وَالْأَذَى كَالَّذِي يُنْفِقُ مَالَهُ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا لَا يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِمَّا كَسَبُوا وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ﴿بقره/۲۶۴﴾ = مؤمنانو! خپل خيراتونه مو په منت (ايښوولو) او ازار (رسولو) مه باطلوئ، د هغه په څېر چې خپل مال خلكو ته د ځانښوونې لپاره لګوي او نه يې پر الله ايمان وي او نه پر آخرت، د لګښت مثال يې داسې دى؛ لكه يوه ښويه تيږه، چې (نرۍ) خاوره پرې پرته وي (او تخم پرې شيندل شوى وي) چې كله د تيز باران شېبه پرې وشي (؛نو خاوره او تخم ترې وړي) او تيږه ښويه پاتې شي، دوى له خپلو کړنو څه ګټه ترلاسه کولاى نشي او الله ناپېژاندو ته سمه لار نه ورښيي.

وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَتَثْبِيتًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَآتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِنْ لَمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿بقره/۲۶۵﴾ = او كوم خلك، چې خپل مالونه يوازې د الله د خوشحالولو په لټون او د ځاني ټینګتیا(دنننۍ ډاډمنتیا، د ګروهې د ټینګښټ او د انساني فضایلو او ملکاتو د ودې) په موخه لګوي، د كار بېلګه يې داسې ده؛ لكه پر كوم لوړځاى،چې يو بڼ وي او په شېبو باران پرې واوري (او له ازادې هوا او د لمر له رڼا پوره برخمن شي)؛ نو دوه ګرايه مېوې نيسي(چې تلښېرازه او خړوب دى) او كه په شېبو باران پرې هم و نه ورېږي؛نو نرى باران يا پرخه هم ورته بس ده او الله ستاسې د کړنو ښه ليدونکى دى .

 دا آيتونه په دوو ښكلو بېلگو، لومړى د ريا، ځان ښوونې، ځورونې او منت د انفاقونو حقيقت انځوروي او ورپسې د هغو انفاقونو په هكله خبرې كوي، چې له اخلاص، ديني او انساني عواطفو يې سرچينه نيولې وي.

  وړاندې آيت د ريا كړه وړه له هغې تېږې سره ورته كړي، چې نازك خاورين پوښ پرې پروت وي، هغه ډبره برسېرنه ښكلې او شنه ده؛ خو باطن يې سخت دى او چې غټ باران پرې ووري، له برسېرنې یې ښكلا لرې كېږي او د ډبرې حقيقت را برسېرېږي.

ريا كاران هم خپل سخت او بې ثمره باطن په نېكيو پټوي او داسې كړنې كوي، چې هېڅ ډول ثابتې ريښې پكې نشته؛ خو د ژوند پېښې پردې څنډې ته كوي او باطن يې رابرسېروي[1].

 په لاندې آيت كې په بل مثال پوهوي، كوم انفاق، چې يوازې الله  ته وي، هېڅكله بې اغېزې نه پاتېږي او بېشكه يوه ورځ يې اغېز را ښكارېږي.

 أَيَوَدُّ أَحَدُكُمْ أَنْ تَكُونَ لَهُ جَنَّةٌ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ لَهُ فِيهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَأَصَابَهُ الْكِبَرُ وَلَهُ ذُرِّيَّةٌ ضُعَفَاءُ فَأَصَابَهَا إِعْصَارٌ فِيهِ نَارٌ فَاحْتَرَقَتْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ ﴿بقره/۲۶۶﴾ = له تاسې د چا خوښېږي، چې د كجورو او انګورو يو بڼ يې وي او ويالې هم پكې بهېږي او له ډول ډول مېوو ورته ډك وي؛ خو پخپله بڼوال بوډا او ماشومان يې کمزوري وي (په دې ترڅ كې) پر بڼ د اور سيلۍ ولګي او ټول وسوځوي ؟! (؛ نو څوك چې د ځان ښوونې او پر نورو د منت او ځورولو لپاره مالونه لګوي، حال يې همداسې دى.) الله دغسې خپل آيتونه درڅرګندوي، چې اندنه وكړئ (او په اند د حق لار ومومئ).

  الله  دغسې انفاق غواړي او دا چې الهي اړخ لري او له الله  سره نښتى دى، د الله  په څېر به پاتې او خوندي وي. البته د الله  پېرزوېنه او لورنه د اخلاص د درجو له لامله توپير لري؛ لكه هغه بڼ، چې په حاصل خېزه ځمكه كې په هر ډول باران حاصل وركوي؛ خو د محصولاتو څرنگوالى او څومره والى يې د باران په اندازه او ډول پورې اړه لري[2].

 پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله و سلم ) فرمايي :

درې څيزونه د ايمان حقيقت دى : په تنګلاسۍ کې لګښت،له خلکو سره په انصاف چلن او زده کوونکي ته د علم زده کړه .(بحارالانوار  ٢\١٥)

څوک چې مېلمه ته يو درهم لګښت وکړي؛نو داسې به وي؛لکه د خداى په لارکې،چې يې زر زر ديناره لګولي وي (درهم د دينار لسمه برخه دى او هر دينار د سرو يو شرعي مثقال دى) . (ارشادالقلوب : ١\ ١٣٨)

خداى تعالى ويلي دي : د آدم اولادې!انفاق وکړه،چې انفاق درسره وشي . ( نووي ١/ ٤٧٤)

څوک چې د ژوند په لګښتي چارو کې منځلاري کوي،پاک خداى يې روزي خوندي کوي او څوک چې اسراف وکړي ؛نو خداى يې بې برخې کوي .( الکافي  ٤\٥٤)

څوک چې له خپلې شتمنۍ د پلارمړي(یتیم) لګښت پر غاړه واخلي،چې له اړتيا خلاص شي ( او مادي خپلواکۍ ته ورسي) ؛نو په يقين چې جنت پرې واجبېږي .(من لايحضره الفقيه ٤\٣٧١)

مؤمن په الهي ادب مؤدب شوى،د پراخۍ پر مهال ډېر څه لګوي او چې تنګلاسى شي؛لګښت يې لږ وي .( الکافي ٤\١٢)

مؤمنين د اخلاص له مخې پر يو بل درجې او لوړاوى مومي . (تنبيه الخواطر ٢/١١٩)

هر  حق ته يو حقيقت وي او بنده هله د اخلاص حقيقت ته رسېداى شي، چې د کړې چار له امله يې ښه نه ايسي،چې وستايل شي. (مستدرک الوسايل ١\١٠١)

که بنده څلوېښت ورځې د خداى لپاره اخلاص وکړي؛نو پر ژبه به يې له زړه څخه د حکمت چينې راوبهېږي . ( بحارالانوار ٦٧\٢٤٢)

 

 

 

[1] نمونه تفسیر، ۲ : ۳۲۶ مخ.

[2] الميزان تفسیر، ۲ : ۳۹۵ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!