تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د اعمالو ثبت او کشف په دې هکله خورا راويتونه او آيتونه دي،چې په دنيا کې د انسان اعمال ثبت او ضبطېږي او په اخرت کې ښکاره کېږي. موږ به دلته ړومبى په ثبت پورې اړوند آيتونو ته اشاره وکړو او بيا به د کشف آيتونو ته اشاره وکړو :   […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د اعمالو ثبت او کشف

په دې هکله خورا راويتونه او آيتونه دي،چې په دنيا کې د انسان اعمال ثبت او ضبطېږي او په اخرت کې ښکاره کېږي. موږ به دلته ړومبى په ثبت پورې اړوند آيتونو ته اشاره وکړو او بيا به د کشف آيتونو ته اشاره وکړو :

 

په دنيا کې د اعمالو ثبت

((إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ (يونس/۲۱) = په حقيقت كې زموږ استازي ( =پرښتې) څه چلونه، چې كوئ، ليكي يې))

((كَلَّا سَنَكْتُبُ مَا يَقُولُ ( مريم/۷۹)= هېڅكله داسې نه ده !چې څه وايي، و به يې ليكو )) (٣١٥)..

((وَإِنَّا لَهُ كَاتِبُونَ(انبياء/۹۴) =په حقيقت کې يوازې موږ(د بدلې لپاره) (کړنې) يې ليکو. )) (٣١٦).

((وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ(يس/۱۲) = او څه چې يې مخكې لېږلي او څه چې ترې پاتې دي ليکو)) (٣١٧). موږ هم اعمال ليکو او هم يې اغېزې .

((وَكُلُّ شَيْءٍ فَعَلُوهُ فِي الزُّبُرِ (قمر/۵۲) = او هغوى چې هر څه كړي،په كړنليكونو كې يې كښل شوي دي )) (٣١٨)‏

((وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُونَ ( زخرف/۸۰) =زموږ استازي (او پرښتې) له دوى سره دي (او كړه وړه يې ليكي.)) (٣١٩)

((وَكُلُّ صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ مُسْتَطَرٌ (قمر/۵۳)= او هرکوچنى او غټ(كار)ليكل شوى دى.)) (٣٢٠)

((أَحْصَاهُ اللَّهُ وَنَسُوهُ)) (مجادله/ ۶) (٣٢١)خداى د هغوى له يو يو حساب لري؛خو خلکو خپل کړه هېر کړي دي .

تر دې وروسته،چې په دنيا کې کړنې ‏او اندونه ‏ثبت شول؛نو بيا په قيامت کې رابرسرېږي .

 

د دوسيه ګانو رابرسېرنه

((وَإِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ (تکوير/۱۰) = او چې كله كړنليكونه پرانستل شي،)) (٣٢٢)

((وَبَرَزُواْ لِلّهِ جَمِيعًا(ابراهيم/۲۱) = او (په قيامت كې) به ټول خداى ته ښكاره شي)) (٣٢٣)او هېڅ څوک او عمل به پټ نه وي .

((بَلْ بَدَا لَهُم مَّا كَانُواْ يُخْفُونَ)) (انعام/۲۸) (٣٢٤)په قيامت کې به د ټولو خلکو پټ کارونه بر بنډ شي .

(( يُنَبَّأُ الْإِنسَانُ يَوْمَئِذٍ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ (قيامت/۱۳) = پر هغه ورځ به انسان له ټولو هغو كړنو خبر كړاى شي،چې مخكې يا وروسته يې پرېښي دي.)) (۳۲۵)

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست