تبلیغات

په دنيا کې سزا په دې کې اړنګ نشته،چې ټوليزه سزا بايد په هغه دنيا کې ورکړ شي او دا چار په دنيا کې له ځينو وړو وړو سزاګانو او ګوشماليو سره منافات نه لري . د قرآن شريف په بېلابېلو آيتونو کې په دنيا کې مجرمانو ته د ورکړ شوې سزا بېلګې بيان شوي […]

په دنيا کې سزا

په دې کې اړنګ نشته،چې ټوليزه سزا بايد په هغه دنيا کې ورکړ شي او دا چار په دنيا کې له ځينو وړو وړو سزاګانو او ګوشماليو سره منافات نه لري . د قرآن شريف په بېلابېلو آيتونو کې په دنيا کې مجرمانو ته د ورکړ شوې سزا بېلګې بيان شوي دي ؛لکه:

ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ (روم/۴۱)= د خلکو د كړو له امله، فساد په وچه او لمده كې ښكاره شوى دى،خداى غواړي پر هغوى د خپلو ځينو کړنو (سزا) وڅكي! ښايې چې (د حق لوري ته) راو ګرځي.(۱۹)

همداراز ډېر داسې آيتونه شته،چې د مجرمانو په هکله وايي : ((لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا))يعنې په دنيا کې هم ګناهګارانو ته سزا،خواري او شرمېدل شته؛خو په حقيقت کې دا سزا د هغې دنيا د سزا يوه ورکوټې برخه ده.

په راويتونو کې هم په دې دنيا کې ځينو ته د سزا ورکولو په هکله خبرې شوې دي ؛لکه څوک چې چا ته په لار کې څاه وکني؛نو پخپله به پکې ورګوزار شي او همداراز خداى هغو خلکو ته په همدې دنيا کې سزا ورکوي،چې د مور و پلار سپکاوى کوي، پر خلکو ظلم کوي او د خلکو له ښېګڼو سترګې پټوي . (٢٠) (سفينة البحار)

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست