تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په قرآن كې پر نېكيو د امر موقعيت   اسلام په مكه كې د بعثت له پېله پر نېكيو امر ته ځانګړې پاملرنه كړې ده . د ساري په توګه:مسلمانان په لومړيو کې چې يو له بله بېل وو؛ نو شعار يې د” والعصر” سورت و،چې په مكه كې د بعثت […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په قرآن كې پر نېكيو د امر موقعيت

  اسلام په مكه كې د بعثت له پېله پر نېكيو امر ته ځانګړې پاملرنه كړې ده . د ساري په توګه:مسلمانان په لومړيو کې چې يو له بله بېل وو؛ نو شعار يې د” والعصر” سورت و،چې په مكه كې د بعثت په لومړيو وختونو كې نازل شو. “تواصوابالحق وتواصوابالصبر” پر نېكيو امر ته اشاره كوي .

د انبياوو لومړنۍ دنده :

قرآّن د ټولو انبياوو لومړنۍ دنده پر نېكيو امر او له بديو منع بولي او وايي: موږ هر امت ته يو پېغمبر ورولېږه،چې تر ټولو مهمې يې دوه دندې وې:يو داچې خلكو ته د يوه خداى د لمانځنې امر وكړي او دا پر نېكيو تر ټولو ستر چار دى او بل له طاغوتانو منع كول،چې دا له بديو تر ټولو ستره منع ده .

په قرآن کریم كې وايو:

الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (اعراف/۱۵۷) = ( نو نن دا رحمت) د هغوى (په برخه دى) چې (د الله) د استازي ،”اُمي” پېغمبر لاروي كوي، چې (نامه او ځانګړنې) یې په تورات او انجيل كې ورسره ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر،چې) د غوره چارو (پر ترسره كولو) امر ورته كوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، پاك څيزونه ورته حلالوي او ناپاكه ورباندې حراموي او (له اوږو او غاړو) یې درانه پېټي او بندیزونه (او تړونونه) لرې كوي؛ نو هغوى چې په دې پېغمبر يې ايمان راوړى، درناوى يې کوي او مرسته ورسره کوي او په هغې رڼا پسې ځي،چې ورسره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

د غوره امت نښه

قرآن څو څو ځل پر اهل کتابو د بې ځايه تعصبونو له لامله نيوکه کړى،چې له توقعاتو او نامشروع تحريفونو او اړونو يې راولاړې شوې وې؛خو پكې داسې ډله هم وه، چې د ايمان او د الهي آيتونو د لوستو او پر نېكيو امر او له بديو د منع له كبله خداى ستايلي دي.

ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُواْ إِلاَّ بِحَبْلٍ مِّنْ اللّهِ وَحَبْلٍ مِّنَ النَّاسِ وَبَآؤُوا بِغَضَبٍ مِّنَ اللّهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُواْ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَيَقْتُلُونَ الأَنبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ (آل عمران/۱۱۲) =  دوى چې هر چېرې وميندل شي؛ نو پر ذلت او خوارۍ به اخته شوي وي؛ خو داچې د خداى په امان (او پر خپلې تلونكې لار نوې كتنه وكړي) او د خلكو په امان كې شي (مسلمانانو ته پناه يوسي)، دوى د خداى په قهر اخته شوي او اړتيا او تنګسيا پرې خپره شوې؛ ځكه دوى د خداى له آيتونو منكرېدل او پېغمبران يې په ناحقه وژل، دا یې د سرغړاوۍ او (د نورو پر حقوقو) د تېريو پايله ده.

    لَيْسُواْ سَوَاء مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَآئِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللّهِ آنَاء اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ (آل عمران/۱۱۳) = (خو ټول كتابيان) يو ډول نه دي،ځينې کتابيان (پر حق او ايمان) سم ټينګ ولاړ دي او (تل) په شپه كې د خداى آيتونه لولي او سجدې کوي؛

پر نېكيو امر د خداى چار دى او پر بديو د شيطان دى

 يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُواْ مِمَّا فِي الأَرْضِ حَلاَلًا طَيِّبًا وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (بقره/۱۶۸) = ((خلكو! په ځمکه کې له شته حلال او پاک څيزونو وخورئ او د شيطان پر پلونو مه ځئ، ځکه هغه، مو ښكاره دښمن دى))

پر نېكيو امر عمومي دنده ده او قرآن وايي :

 وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (توبه/۷۱)  = ((او مؤمنان او مؤمنانې يو د بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي، نمونځونه كوي، زكات وركوي او د الله او استازي يې اطاعت كوي، ژر به الله خپل رحمت پرې ولوروي، په رښتيا الله ناماتى حکيم دى))

په پورتني آيت كې څو ټكي پاملرنې وړ دي :ټول د شرعي مکلفيت له پېله،چې په هر عمر كې او له هرې ډلې وي، پر نورو مومنانو د ولايت حق لري؛يعنې “امر و منع” يې د هغه ولايت د حق پر بنسټ ده، چې خداى ورته وركړى دى او په دې كار كې بې ځايه لاسوهنه روا نه ده. يوازې د ايمان مقام مسلمانانو ته دا حق وركوي او كه نه؛ نور خلك داسې حق نه لري .له بديو د منع په پرتله پر نېكيو امر وړومبى او غوره راغلى دى دا ځکه چې موږ وپوهوي، چې كارونه بايد له مثبتو اړخونو پيل شي او په ټولنه كې يوازې په نيوكو پسې ملا مه تړئ .

په دې آيت كې تر نمانځه او زكات مخكې پر نېكيو امر او له بديو منع راغلې ده؛ځكه چې نمونځ او د زكات وركړه هم يو لړ تبليغاتو ته اړتيا لري چې دا همغه پر نېكيو امر دى،د ساري په توګه : د لمانځه په سريزه كې په آذان كې وايو ” حى علي الصلواه = په بيړه لمانځه ته راشئ ” دا كلام پخپله پر نېكيو امر دى او تر لمانځه مخكې راغلى دى . قرآن نمونځ  كول له بديو منع بولي:

((اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (عنکبوت/۴۵) = ((هغه څه ولوله، چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي او نمونځ پر ځاى کړه، چې نمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ذکر [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، الله پرې پوهېږي))

كه څه هم لومړيتونو ته بايد پاملرنه وشي؛ خو څه چې اسلام خوښوي،هغه پر ټولو نېكيو امر او له ټولو بديو منع ده. په بله وينا : موږ هغه وخت مطلوبې ټولنې ته رسيدلاى شو چې: سړي او ښځې دواړه پاڅېږي. د مينې پر بنسټ “امر و منع” وكړي له ښو چارو پيل وكړي او ټولو مثبتو او منفي ټكيو ته پاملرنه وكړي .

دا خو د مسلمانانو عمومي دنده وه؛خو له ځينو آيتونو جوتېږي،چې ددې دواړه سترو فريضو لپاره يوې ځانګړې ډلې ته اړتيا ده.

ځانګړې ډله :

قرآن وايي:

((وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (آل عمران/۱۰۴) = ((او بايد له منځه مو يوه ډله وي،چې (خلك) نېكيو ته وروبولي او پر ښو چارو امر ورته وكړي او له بديو يې راواړوي او یوازې همدوی بريالي دي))

 ددې ډلې دنده له عمومي دندې سره توپير لري. دا ډله بايد له ځواك او امكاناتو سره د عمل ډګر ته راودانګي او د بديو مخه ونيسي. د ساري په توګه : كه يو موټر په غلط لاس پر سړك روان وي؛نو د نورو موټر چلوونكيو عمومي دنده داده،چې د هرنډونو او اشارو په لګولو سره پر خپله غلطۍ يې پوه كړي؛خو بله دنده د پوليسو ده چې دا چلوونكى جريمه كړي . پر نېكيو امر او له بديو د منع د اهميت په هكله هم دومره بس دى، چې قرآن پر نېكيو آمران د انبياوو له نومونو سره په څنګ كې راوړي دي او كه څوك دوى ووژني؛نو وژونکي به يې د انبياوو د وژونکيو په ډله كې راشي:

إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الِّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (آل عمران/۲۱) = ((په حقیقت کې د خداى له آيتونو انکار کوونکي، چې پېغمبران پر نا حقه وژني او (هم) عدالت خپروونكي وژني په (الهي) دردناك عذاب زېرى وركړه))

ځينې كسان بريا په ګوښه كېدو كې ويني؛ خو قرآن يوازې هغه خلك بريالي بولي،چې خلكو ته پر نېكيو او خير امر وكړي.

وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (آل عمران/۱۰۴) = ((او بايد له منځه مو يوه ډله وي،چې (خلك) نېكيو ته وروبولي او پر ښو چارو امر ورته وكړي او له بديو يې راواړوي او یوازې همدوی بريالي دي))

البته پر نېكيو امر او له بديو منع هغه وخت د عزت او سرلوړۍ نښه ده چې پر الهي نيت او د ايمان پر بنسټ ولاړه وي:

كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ (آل عمران/۱۱۰) = ((تاسې غوره امت ياست، چې د انسانانو په ګټه رادبره شوي یاست، (داچې) پر نېكيو امر او له بديو منع كوئ او پر خداى ايمان لرئ او كه كتابوال (پر دغسې کړلار او ځلاند دين) ايمان راوړي؛ نو ورته غوره ده (؛ خو يوازې) لږ شمېر يې ايمانوال دي او ډېری يې (د الله له فرمانه) سرغړاندي دي ))

كه څه چې پر نېكيو امر او له بديو منع د علماوو او پرهېزګارانو دنده ده؛خو موږ ټول بايد په دې برخه كې يو بل ته د حق او صبر سپارښتنه وكړو. موږ ټول بايد يو بل له بديو منع كړو.

كَانُواْ لاَ يَتَنَاهَوْنَ عَن مُّنكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ (مایده/۷۹) = ((تل يې يو بل له بدو چارو ځنې نه منع كول، رښتيا چې تل بد چاري وو!))

او بايد په دې لار كې ستونزې هم وزغمو، داچې په انسان کې د خداى له روح ځنې پو شوى او ځانګړى كرامت او فضيلت لري؛ خو د سركښو او شيطاني وسوسو له كبله ټينګې ساتنې او ژغورنې ته اړتيا لري او خداى په انسان كې د كابو كېدلو ډول ډول وسيلې ايښې چې دادي:

“عقل”؛انسان كابو كوي او د كنټرول وسيله يې ده؛كه د عقل كابو كېدل نه وي؛نو انسان به ډېر ژر خپل ځان له منځه يوسي .

“فطرت”؛هم كولاى شي انسان د ښو پر لوري وهڅوي او همداراز له بديو يې هم ژغوري .د خداى رسولان هم د همدې موخې لپاره راپاڅېدلي دي .

 پر نېكيو امر او له بديو منع د خلكو د لارښوونې او ارشاد غوره وسيله ده.په رښتيا كه انسان د کابوكېدنې دا وسيلې ونه لري او د خپلو دنننيو هوسونو پر بنسټ ګام كېږدي؛نو د فتنو اغېزې او فسادونه به يې تر اسمانو ورسي:

وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَائِقَ وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غَافِلِينَ (مومنون/۱۷) = ((په رښتيا ستاسې له پاسه مو اوه لارې [= د اسمان اوه ګونې طبقې] جوړې كړې دي او (هېڅكله) د پنځون (له څرنګوالي) بې خبره نه وو.))

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست