تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په قرآن کې د اقوامو د ذلت علت که قرآن ته مراجعه وکړو؛ نو همدې مانا ته مو ورسیخوي، خدای وايي: إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ (الرعد/۱۱) = په حقيقت كې خداى د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي،څو خپل حال یې پخپله اړولى نه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په قرآن کې د اقوامو د ذلت علت

که قرآن ته مراجعه وکړو؛ نو همدې مانا ته مو ورسیخوي، خدای وايي:

إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ (الرعد/۱۱) = په حقيقت كې خداى د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي،څو خپل حال یې پخپله اړولى نه وي

او په بل آیت کې هم وايي:

ذَلِكَ بِأَنَّ اللّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِّعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَى قَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنفُسِهِمْ (انفال/۵۳) = دا (سزا) له دې امله ده،چې خداى يو نعمت كوم قوم ته ورپېرزو كړى وي؛نو تر هغه يې نه بدلوي،چې هغو خپله کړنلار اړولي نه وي.

دا دواړه آیتونه د المیزان د تفسیر د لیکوال په څرګندنې د نعمت په زوال او تفسیر پورې اړوند دي، نه په هر حالي تغییر او ادلون بدلون پورې. او مانا یې داده، چې کله انسانان واوړي؛ نو ورسره نعمت به هم واوړي. او په ساده تعبیر، کله چې ځینې خلک د یو نعمت قدر ونه پېژني یا یې ناوړه وکاروي؛ نو «نعمت» به هم «نقمت» او سپیره شي او د زوال لار به خپله کړي.

ارواښاد امام خمیني ددې آیت په تفسیر کې وايي: «ظالم مو وشړه، دا حال وساتئ، اوس مو پام وي، چې دا حال وساتل شي؛ یعنې دا ادلون بدلون چې په الهي توفیق ترلاسه شو او نفسونو مو داسې تغییر وکړ، چې شهادت مو ځان ته بریا بلله او ذلت ځان ته ننګ ګڼئ، باید دا حالت وساتل شي. تر هغه وخته چې دا حال وساتل شي، خدای یې هم ساتي که خدای ناخواسته «ما بانفس» بیاځلي «ما» ته وروګرځي، بیا پر لومړی حالت کېږو. دا یو الهي سنت دی، کوم کارونه چې کېږي د خدای تعالی د اسبابو له مخې ترسره کېږی». [ صحیفه نور: ۹ټوک، ۲۰۷مخ].

تغییر له نعمته نه پیلېږي؛ بلکې لومړی د نعمت خاوند تغییر مومي او بیا نعمت

ددې آیتونو تړاو زموږ له ویینې سره څرګند دی: بېشکه دین یو له الهي نعمتونو ځنې دی او ددې نعمت آثار به هله واوړي چې ددې نعمت خاوندان او درلودنکي واوړي؛ یعنې تغییر د نعمت له خاونده پيلېږي او ورپسې نعمت اپوټه اغېز شیندي. دا حکم که څه هم هېښنده ښکاري؛ خو دودیز او څرګند چار دی او یوازې پر دین تطبیق یې څه قدرې لرې برېښي. په نړۍ کې دا ډول ډېرې بېلګې شته؛ یعنې پرېمانه رامخې ته کېږي چې په دوو لاسونو کې واحد نعمت دوه بېلا بېلې اغېزې لري. او اصلاً نعمت والی یو «ابژکتیو» چار نه دی؛ بلکې د خوندورتوب یا اسان والي یا غمجنتوب په څېر دننني بنسټونه او «سوبژکتیو» هم لري او له همدې لامله، د «سوژې» تغییر د «ابژې» د تغییر لاملېږي. همدغسې شتمني یا علم هم هر چاته نعمت نه دی. او ډېر عالمان شته چې علم یې دوی هلاکت ته ورګوذار کړي دي. دین هم ګردو ته نېکمرغي نه راوړي او ډېری وګړیو او اقوامو ته، ورسره دین یې، د دوی د بدمرغۍ او ذلت مخوونکی شوی دی.

 د جاهل انسان کمال،  د علم درلودل دي او د عالم انسان کمال، له علمه ښه ګټنه او برخمنېدل دي؛ نو ځکه عالم انسان، د علم درلودو او ترې د ناوړې ګټنې په پار مخ پرځورېدای شي، چې جاهل انسان ترې لرې دی؛ نو ځکه وایو، کله یو عامل چې د کمال لامل دی، د هلاکت او بېلارۍ لاملېدای هم شي.

 د ریاست، شتمنۍ، معرفت او شریعت په پوړۍ ورختل، دا خطر لري که انسان راولېږي؛ نو د مولوی په وینا هډوکي به یې ښه مات پات شي. دینوال که پر ځوړتیا اخته شي؛ نو تر نورو اقوامو یې څو ځلي ځوړتیا او ذلت ډېر دی. باید په هوښ اوسو، څه چې د انسان د عزت لاملېږي، ذلت ته یې د ورننوتو احتمالی ترینه سوړه هم ده، او انسان به له همدې اړخ سخت ګوذارونه وخوري او بلکې د خپل عزت تاوان به د نعمت د کفران په پار، ورکړي.

مجاهدینو په هېواد کې د روسي سوسیال استکبار د لاس پوڅو او شوري یرغلګرانو پر ضد جهاد وکړ، په ګرده نړۍ کې د افغانستان نامه هسکه وه او نړیوالو مبارزو ته د افغاني جامو اغوستل ویاړ و؛ خو افسوس چې تر سیاسي بریا روسته، د ځاني غوښتنو په پار یو له بل سره لاس و ګرېوان شول، برم یې راولوېد، مخ پرځوړ شول، د سیاسي بریا د نعمت ناشکري یې وکړه او پایله دا شوه چې عزتمن ژوند یې پر ذلیل ژوندو اوړېد او خدای هم پردې دنیا او هم په هغې دنیا کې هغو مشرانو ته سزا ورکوي، چې ددې کفران لامل شوي دي؛ نو نوي کهول ته مو سپارښتنه ده، چې د افغانستان د جهاد په باب له سره نوې کتنه وکړي او ځان د هېواد په اساسي قانون کې داسې یوې اندیزې او سیاسي مبارزې ته چمتو کړي چې د سیدجمال الدین افغاني هيلې ترسره کړي.

د یو قوم دیني پوهېدنه یې د معیشت او معرفت هېنداره ده

 مسلمینو تر هغه وخته چې «سودای سربالا» درلوده، دین یې عزتناکه پېژانده او همدا چې اندیز او معیشتي ذلت پکې ور ولوېد، د دین د ذلتناکې پوهېدنې وار هم راورسېد. یعنې توکل، صبر، شکر او…. منحط ژوند ته یوه مخونه او له دینه د سمې پوهېدنې پر وړاندې یوه تپه تیاره شوه، او دا راښیي چې د یو قوم دیني پوهېدنه یې د معیشت او معرفت هېنداره ده او څه چې په رښتینه کې د دوی د معرفت، پوهاوي او د معیشت په ډګر کې تېرېږي، دین ورته وايي او له دین څخه ورته نظریاتي او تیوریک ملاتړ جوړوي. د مولوي په وینا:

هر یکې ز اجزای عالم یک به یک

 بر غبی بند است و بر استاد فک

بریکې قند است و بر دیګر چو زهر

 بریکی لطف است و بر دیګر چو قهر   [مثنوي]

بارها ګفتیم این را ای حسن

 می نګرم از بیانش سیر من (مثنوي)

او همدا ده پر«نقمت» د «نعمت» اړولو مانا، چې د «نعمت شاکر» د «نعمت کافر» شوی دی.

وګورئ، همدا دین چې د مسلمینو رورۍ او یووالي ته راغلی و د همدې مسلمانانو په لاسونو د لویو لویو درزونو لامل شو. یعنې له یو وخت راروسته په دې وحدت زیږي او عزت راوړوونکي دین کې، دومره ډلې رادبره شوې او هرې ډلې، د ځان پر حقانیت او د نورو پر بطلان دومره ټینګار وکړ چې ته وا هډو دین تفرقې او درز ته نازل شوی دی او د سیدجمال الدین افغاني په وینا، ته وا مسلمین یو خوله شوی چې یو موټی نشي او یو لاس شوي چې یو لاس نشي او له کومه وخته چې دا تفرقه پیل شوې؛ بیا نو مسلمینو د خیر او عظمت مخه لیدلې نه ده، یعنې څه چې یووالی او ځواک ورته رادبره کولای شي د تفرقې او کمزوری لامل یې شو.

  د سني او شیعه د یووالي لپاره ړومبی باید د یووالي سوچ او سودا راسره وي

د سني او شیعه د یووالی لپاره لومړی باید د یووالي سوچ راسره وي. باید له دینه خپله پوهېدنه سمه کړو، که نه کتاب و سنت ته رجوع خود په خوده یوالی نه راولي. موږ خو د همدې کتاب او سنتو پر سر اختلاف لرو، اوس څنګه یووالی ترې رامنځ ته کړو، پردې سربېره کتاب و سنت خو له پېړیو پېړیو راسره دي نن خو پیدا شوي نه دي، چې دغسې انتظار ترې ولرو. موږ باید خپله بدل شو، چې دوی هم نوې برخمني راکړي، که نه، خوروا هم دا خوروا ده او کاسه هم دا کاسه ده. نن د مسلیمنو د اندنې پر ونې د یووالي د مبارک سوچ زخې راټوکېدلي، چې دا د خدای یو ستر او مبارک نعمت دی، چې را پر برخه شوی دعا کوو چې وغوړېږي، رازرغون او پایښتی پاتې شي.

په «اندیال ویبپاڼه» کې د سني او شیعه د یووالي په اړه طرح شوي مسایل ولولئ.

اوس چې دغسې لید او وحدت غواړې ګروهه راسره وي؛ نو که په دې حال کې کتاب او سنتو ته مراجعه وکړو؛ نو په وحدت زیږي پوهېدنې به لاسبري شوو او نور به د عرضي چارو پر سر شخړه ونه کړو او د دین ذاتي برخه به یې نه ګڼو او د نوې ډلې او مذهب د رادبره کېدو لپاره به نوې انګېزه ترې وانخلو.

د توکل، قضا و قدر په هکله د سیدجمال الدین افغاني نظر

ارواښاد سیدجمال الدین افغاني په عروة الوثقی مجله کې یو زړه پورې ټکي ته اشاره کړې، وايي چې توکل، قضا و قدر او په څېر مسایل یې ټول په عمل او اقدام پورې اړوند دي (نه بې عملۍ پورې). په لار کې یاست او عمل والا هم اوسئ، بیا نو توکل والا او قضا و قدر والا هم اوسئ؛ نو څه مبارکې پایلې به ووینئ. کافي ده چې هغه لومړنی سوچ بیاځلي سم کړئ، بیا به دیني مفاهیمو ته التزام هیڅ ستونزه درته رادبره نه کړي؛ بلکې ټول به مو د بریا لامل شي. مهم هغه ړومی سوچ او سودا ده، چې پر عمل کول وي یا پر ناسته. بې عملي انسان په جګړه کې قضا و قدر والا کېدای شي؛ یعنې توره وهي او ووايي خدای مې بریا مقدره کړې ده. په ناسته او تقاعد کې هم قضا و قدر والا کېدای شي او ووايي خدای مې کېناستل مقدر کړي دي. نو ځکه مسلمانان ظاهراً تر کوم وخته چې عمل یې خپل کړی و، دې ګردو مفاهیمو ته یې په عمل کې ښه مانا ورکوله او د ابادۍ، عظمت، دبدبې او عزت لامل یې و؛ خو له کله یې چې بې عملي خپله کړه، نو په دې باب دې ګردو مفاهیمو، شومې، زهرجني او سپېرې مېوې ونېوې.

 سید د اسکندر، چنګېز او ناپیلیون بېلکې راوړي، چې ټولو پر قضا و قدر ټینګه ګروهه درلوده او په وینا یې «ددې ګروهې» اربابان ول او دغسې سوبمن او بریمن هم ول، او بیا وايي:

«په دې پېر کې له راسخینو عالمانو هیلمن یم، چې په دین کې راننوتي بدعتونه وڅنډي او خلکو ته د صالحو سلفو سنن ورزده کړي چې د غزالي او نورو په څېر مخکښانو راښوولي دي، چې په عمل کې یې شرع، توکل او پر قضا ډډه وهل را نه غوښتي دي نه په لټۍ کې…» [وګورئ: العروة الوثقی، دارالکتاب العربي، بیروت،۹۶ مخ].

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!