تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه په قرآن کې د زړه ډولونه خَتَمَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿بقره/۷﴾ = الله يې پر زړونو او غوږونو ټاپه لګولې او پر سترګو يې ( د غفلت) پرده ده او ستر عذاب ورته (څارو) دى. الله […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

په قرآن کې د زړه ډولونه

خَتَمَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿بقره/۷﴾ = الله يې پر زړونو او غوږونو ټاپه لګولې او پر سترګو يې ( د غفلت) پرده ده او ستر عذاب ورته (څارو) دى.

الله تعالی چې د کفارو پر زړونو د بدمرغۍ ټاپه لګوي، په واقع کې د دوی د ځېلونو سزا ده؛ لکه چې لولو: « یَطْبَعُ اَللّهُ عَلی كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبّارٍ[1] = » الله د کبرجنو او ظالمانو خلکو پر زړونو ټاپه لګوي. «جاثیه/۲۳» کې لولو : الله د هغو خلکو پر زړونو ټاپه لګوي، چې آګاهانه د ځاني غوښتنو لار خپلوي. نو ځکه الهي ټاپه، د انسان د ناوړې ټاکنې پایله ده، نه داچې د الله له لوري یو جبري او د زور کړه وړه وي.

 په قرآن کې له زړه (قلب) نه مراد، روح او د ادراکاتو مرکز دی، قرآن درې ډوله زړه معرفي کوي:

۱-سلیم زړه ۲-منیب زړه ۳-مریض (ناروغ) زړه.

 

د سلیم زړه ځانګړنې

الف: هغه زړه چې بې له الله (ج) پکې بل څوک نه وي « لیس فیه احد سواه[2]»

ب:هغه زړه چې د حق لارښود لاروی، له ګناه توبه ګار او حق ته تسلیم وي.[3]

ج: هغه زړه، چې د دنیا مینې ته یې ورشا کړې وي؛ یعنې له دنیوي مینې روغ رمټ وي[4].

د: هغه زړه چې د الله تعالی په یاد، ډاډمن شي[5].

ه: هغه زړه چې د الله تعالی پر وړاندې، خاشع او عاجز وي[6].

البته د مؤمن زړه، هم د الله په یاد ډاډمنېږي او هم یې له غوسې ډارېږي. « إِذا ذُكِرَ اَللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ[7]» لکه د هغه ماشوم په څېر چې هم په مور و پلار ډاډمېږي او هم ترې ډارېږي.

د ناروغ زړه ځانګړنې

الف: هغه زړه چې له الله (ج) غافل دی او د لارښوونې وړتیا نلري « لا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنا قَلْبَهُ[8]»

ب: هغه زړه چې په فتنو او لاسوندونو پسې درومي. « فَأَمَّا اَلَّذِینَ فِی قُلُوبِهِمْ زَیْغٌ فَیَتَّبِعُونَ ما تَشابَهَ مِنْهُ اِبْتِغاءَ اَلْفِتْنَةِ [9]»

ج: هغه زړه چې قساوت لري. « جَعَلْنا قُلُوبَهُمْ قاسِیَةً[10]»

د: هغه زړه چې زنګ وهلی وي.« بَلْ رانَ عَلی قُلُوبِهِمْ ما كانُوا یَكْسِبُونَ [11]»

ه: هغه زړه چې ټاپه پرې لګېدلې وي.« طَبَعَ اَللّهُ عَلَیْها بِكُفْرِهِمْ[12]»

د منیب زړه ځانګړنې

منیب زړه هغه دی، چې تر کږ لارۍ روسته، توبه وباسي او د الله لوري ته وګرځي. د انسان په ویناوو او کړنو کې، ددې حالاتو د ادلون بدلون څرګندې ځانګړنې په سترګو کېږي.

الله تعالی په قرآني آیتونو کې، د کفارو د زړه نهه ځانګړنې بیان کړي دي:

الف: د حقایقو نټه. « قُلُوبُهُمْ مُنْكِرَةٌ[13]»

ب: تعصب. « فِی قُلُوبِهِمُ اَلْحَمِیَّةَ[14]»

ج: انحراف او بېلارېتوب. « صَرَفَ اَللّهُ قُلُوبَهُمْ[15]»

د: قساوت او سخت زړي. « فَوَیْلٌ لِلْقاسِیَةِ قُلُوبُهُمْ[16]»

ه: مړینه. « لا تُسْمِعُ اَلْمَوْتی[17]»

و: ککړتیا او زنګ. « بَلْ رانَ عَلی قُلُوبِهِمْ[18]»

ز:ناروغي (مرض). « فِی قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ[19]»

ح: تنګسه. « یَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَیِّقاً»[20]

ط: ټاپه. « طَبَعَ اَللّهُ عَلَیْها بِكُفْرِهِمْ[21]»

د انسان زړه، اوړېدونی او اغېزمنېدونی دی؛ نو ځکه مؤمنان دغسې دعا کوي:

« رَبَّنا لا تُزِغْ قُلُوبَنا بَعْدَ إِذْ هَدَیْتَنا[22]= پالونکیه! راته له هدایت روسته، زړونه مو، مه اړوه.))

امام صادق (رح) ویلي: دا آیت ډېر ووايئ او ځان له بېلارېتوب خوندي مه ګڼئ[23].

[1] غافر/۳۵

[2] نورالثقلین: ۴ ټ، ۵۷ مخ

[3] نهج البلاغه: ۲۱۴ مه خطبه

[4] تفسیر صافی

[5] فتح، ۴

[6] حدید، ۱۶

 [7] انفال/۲

[8]  (کهف/۲۸)

[9] (آل عمران/۳)

[10]  (مایده/۱۳)

[11]  (مطففین – ۱۴)

[12]  (نساء – ۱۵۵)

[13]  (نحل، ۲۲)

[14]  (فتح، ۲۶)

[15]  (توبه، ۱۲۷)

[16]  (زمر، ۲۲)

[17]  (روم، ۵۲)

[18]  (مطففین، ۱۴)

[19]  (بقره، ۱۰)

[20]  (انعام،۱۲۵)

[21]  (نساء، ۱۵۵)

[22]  «آل عمران، ۸»

[23] (نورالثقلین تفسیر)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!